تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خديجه بي بي د امت له غوره ښځو ده     له واده وروسته بي بي خديجې ټوله شتمني پېغمبر اكرم (ص) ته وركړه او ويې ويل: (( څرنګه مو چې سلا وي،د خداى د دين په خپرولو كې يې ولګوئ .)) پېغمبر اكرم (ص) به د حضرت خديجې خورا درناوى كاوه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

خديجه بي بي د امت له غوره ښځو ده

    له واده وروسته بي بي خديجې ټوله شتمني پېغمبر اكرم (ص) ته وركړه او ويې ويل: (( څرنګه مو چې سلا وي،د خداى د دين په خپرولو كې يې ولګوئ .))

پېغمبر اكرم (ص) به د حضرت خديجې خورا درناوى كاوه او په چارو كې يې ورسره سلا مشورې كولې.

وګورئ: بحار الانوار:٦/10 .

پېغمبر اكرم (ص) وايي: ((خديجه د دې امت له غوره مېرمنو ده.))

وګورئ: سبط ابن جوزي؛تذكرة الخواص: 352 مخ.

 ام المؤمنين عايشه بي بي له  پېغمبر اكرم (ص) روايتوي،چې :((ما ته څوك د خديجې په شان كېداى نشي ،په داسې وخت كې يې زه رښتينى وبللم او پر ما يې ايمان راوړ،چې ټول كافر ول او دروغجن يې بللم او خپله ټوله شتمني يې راكړه او خداى زما ځوځات له اولادې يې وګرځاوه.))

وګورئ: سبط ابن جوزي؛ تذكرة الخواص: 353 مخ .

  په يو بل روايت كې راغلي : (( هر وخت به،چې جبراييل پېغمبر اكرم ته راتله؛ويل  يې:”خديجې ته د خداى  سلام ورسوه او ورته ووايه،چې خداى (ج) درته په جنت کې يوه ښكلې ماڼۍ جوړه كړې ده.”))

وګورئ:تذكرة الخواص : 352 مخ.

 لومړنۍ اسلامي کورنۍ

     د حضرت خديجې بي بي كور د هغه  وخت تر ټولو ښايسته كور و او ددې پېښو جرړه بايد د خديجې د ژوند په تاريخ كې ولټوو؛خو څه چې ترې منكرېداى نشي دادي،چې که داسې سرښندنه په معنوياتو كې رېښه و نه لري؛نو ډېر ژر به له منځه ولاړ شي.

 تاريخ شاهد دى،چې دا واده د خديجې د ايمان،تقوا،پاكلمنۍ او امانت ساتنې زېږنده و . پخلى يې هغه روايتونه كوي،چې د خديجې د فضايلو په باب راغلي دي.

 پاكلمنه خديجه د مؤمن مېړه په لټه كې وه؛ځكه يې پېغمبر اكرم په باب وايي: (( خديجه د جنت له ارزښتمنو ښځه ده.))

 په ښځو کې لومړى خديجې بي بي  پر  پېغمبر اكرم (ص) ايمان راووړ.حضرت علي (ک) وايي:((يوه مسلمانه كورنۍ هم نه وه؛خو يوازې د پېغمبر اكرم او خديجې بي بي  كورنۍ وه،چې درېم  يي زه وم.))

     “ابن اثير” ليكي: (( د “عفيف” په نامه سوداګر “مسجدالحرام” ته راننووت او د درېو تنو عبادت خورا حېران كړ، و يې ليدل،چې پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله) له خديجې بي بي او حضرت علي سره پر عبادت بوخت دي.پردې پېښې پوهېدو ته د پېغمبر اکرم تره “عباس” ته ورغى او ورته يې وويل:”هغه لومړى د پېغمبرۍ دعوى كوي او بله يې ښځه ده او درېم  يې زما وراره علي دى.”

“عفيف” وويل:”پردې ځمكه بې له دې درېو تنو څوك نه وينم،چې د دې دين پلويان وي.”))

پېغمبر اكرم د حضرت خديجې د دوستانو ډېر درناوى كاوه. حضرت “انس” (رض) وايي: (( پېغمبر اكرم ته به،چې چا ډالۍ راوړه؛ نو ويل يې:”دا ډالۍ د پلانكۍ ښځې كور ته يوسئ؛ځكه د خديجې ملګرې وه.”))

وګورئ: سفينة البحار: 1 / 380 .

د اسلام له راتلو وروسته،لومړۍ اسلامي كورنۍ د حضرت محمد(صلی الله عليه و اله) او حضرت خديجې وه،چې حضرت علي (ک) هم ورسره اوسېده.

وګورئ:

(١) نهج البلاغه: د قاصعه خطبه .

 (٢)مناقب ابن شهراشوب 2 / 180.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!