تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ  (الملک/۲) ژباړه : هغه [الله] چې مرګ او ژوند يې پيدا كړى، چې ومو ازمېيي،چې له تاسې كوم يو خورا نېکچارى دى او هغه ناماتى (او) ډېر بښونكى دى .  مرګ كه د فساد او نېستۍ پر مانا وي؛ نو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ  (الملک/۲)

ژباړه : هغه [الله] چې مرګ او ژوند يې پيدا كړى، چې ومو ازمېيي،چې له تاسې كوم يو خورا نېکچارى دى او هغه ناماتى (او) ډېر بښونكى دى .

 مرګ كه د فساد او نېستۍ پر مانا وي؛ نو ځكه پنځون – پيدايښت په شتو چارو پورې تړاو لري؛ خو پوهېږو، د مرګ حقيقت، له يوې نړۍ بلې ته لېږد دى او دا بېشكه يو شته چار دى، چې مخلوق كېداى شي او كه دلته مرګ تر ژونده مخكې ياد شوى، د هغه ژور اغېز په پار دى، چې مرګ ته پاملرنه یې د انسانانو په ښو كړنو كې لري. د خداى له ازمېښته مطلب هم يو ډول روزنه ده؛ په دې مانا، چې انسانان د عمل ډګر ته راباسي، چې تكړه پاك او خداى ته د ورنژدې كېدو وړ شي. پاملرنې وړ دا، چې د ازمېښت موخه یې غوره كړنه ښوولې او نه د كړنې ډېروالى. دا پردې دليل دى، چې اسلام ((څرنګوالي)) ته اهميت وركوي نه ((څومره والي ته)) مهمه دا ده، چې كړنه نږه او خداى ته وي، كه څه د څومره والي له پلوه لږه وي. له پيغمبره ) په يو روايت كې راغلي: ((مطلب دا دى، چې كوم يو مو پوره عقلمن دى او ډېر له خدايه ډارېږي او د خداى د اوامرو او نواهيو ډېر باخبره دى؛ كه څه لږې مستحبې كړنې وكړي)). ښكاره ده، پوره عقل، كړنه پاكوي، نيت سوچه كوي او بد نه زياتوي(نمونه تفسیر، 24: 316 مخ)

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!