تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر  ممتحنه سورت ممتحنه سورت په مدینه کې نازل شوی او دیارلس آیتونه لري. د لسم آیت په پار چې د مهاجرو ښځمنو د ازمېینې په اړه دی، «ممتحنه» نومول شوی دی. ددې سورت منځپانګه له الله تعالی سره مینه او له دښمنانو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

 ممتحنه سورت

ممتحنه سورت په مدینه کې نازل شوی او دیارلس آیتونه لري. د لسم آیت په پار چې د مهاجرو ښځمنو د ازمېینې په اړه دی، «ممتحنه» نومول شوی دی.

ددې سورت منځپانګه له الله تعالی سره مینه او له دښمنانو سره یې له دوستۍ منع ده او مسلمانانو ته سپارښتنه شوې، چې ابراهیم علیه السلام ځان ته بېلګه کړي او سبق ترې زده کړي.

د قرآن کریم په یوسل و څوارلس سورتونو کې د نهو سورتونو په پیل کې د دښمن پېژندنې مسله اوڅار شوې ده؛ د برائت، احزاب، محمّد، ممتحنه، منافقون، معارج، بیّنه، کافرون او مسد سورتونه.

په قرآن کې د دښمن پېژندنې آیتونه تر آیات الاحکام ډېر دي.۱۹۱ ځل د «ضَلَّ» کلیمه،۵۲۱ ځل «کفر» کلیمه، ۳۷ ځل د «نفاق» کلیمه او ۴۵ ځل د «صدّ» کلیمه راغلې ده.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَ عَدُوَّکُمْ أَوْلِیاءَ تُلْقُونَ إِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّهِ وَ قَدْ کَفَرُوا بِما جاءَکُمْ مِنَ الْحَقِّ یُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَ إِیّاکُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللّهِ رَبِّکُمْ إِنْ کُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهاداً فِی سَبِیلِی وَ ابْتِغاءَ مَرْضاتِی تُسِرُّونَ إِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّهِ وَ أَنَا أَعْلَمُ بِما أَخْفَیْتُمْ وَ ما أَعْلَنْتُمْ وَ مَنْ یَفْعَلْهُ مِنْکُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَواءَ السَّبِیلِ«1»=مؤمنانو! زما له دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه کوئ! تاسې ورسره دوستانه اچوئ او حال دا کوم حق دین چې درغلی، دوی ترې منکر دي (او) دوى (د الله) استازى او تاسې له دې لامله کډوال کړئ، چې پر خپل پالونكي ((الله)) مو ايمان راوړى كه تاسې زما په لار كې د جهاد او زما د خوښۍ د تر لاسه کولو لپاره هجرت كړى وي (؛ نو دوستي ورسره و نه کړئ؛ ځکه) چې زه مو له پټو خوالو او ښکاره کړنو خبر یم او له تاسې چې هر څوک دا (كار) وكړي؛ نو په رښتیا له سمې لارې اوښتى دى.

 

ټکي:

* د«عدو» کلیمه هم یوه تن او هم ډلې ته کارېږي؛ خو دلته یې مراد ډله ده؛ ځکه پر وړاندې یې د «أَوْلِیاءَ» کلیمه کارېدلې، چې جمع ده.[1]

 * د پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم او مسلمانانو له ایستو مراد، له دوی سره ناوړه چلن و، تردې چې آنحضرت او مسلمانان د کفارو د ناوړه چلن په پار اړ شول، چې له مکې ووځي. [2]

* په تفاسیرو کې لولو: د پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم یو ملګري، یو لیک یوې مېرمنې ته ورکړ، چې د مکې مشرکانو ته یې یوسي، چې د مکې د سوبې په اړه یې د پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم له هوډه خبره کړي.

حضرت جبرئیل پردې خبره، رسول اکرم خبر کړ او آنحضرت (ص) ،حضرت علي کرم الله وجهه او یوه ډله نور، له هغې ښځې د لیک اخستو په پار د مکې پر لوري واستول او و یې ویل:« په پلانۍ سیمه کې به هغه ښځه ومومئ». لېږل شوې ډلې حرکت وکړ او په هماغه ځای کې یې ښځه ومونده، چې رسول الله (ص) ویلي وو او د لیک په اړه یې وپوښتله؛ خو ښځه د لیک له شتونه منکره شوه. ځینو اصحابو د ښځې پر خبرو باور وکړ او غوښتل یې مدینې ته ستانه شي؛ خو حضرت علي کرم الله وجهه وویل:« نه حضرت جبرائیل، رسول الله ته دروغ ویلي او نه آنحضرت (ص) ماته؛ نو شک مه کوئ، چې لیک له ښځې سره شته دی ». بیا یې توره راویسته، چې لیک ترې واخلي، ښځې چې حالات کړکېچن وموندل، لیک یې د سر وېښتانو له چوټیو راویست او ور یې کړ.

لیک یې پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته راووړ. آنحضرت(ص) یې لیکونکی – حاطب بن ابی بلتعه-راوغوښت او و یې رټه. حاطب وویل: زه خاین نه یم؛ خو د مکې په مشرکانو کې مې یو خپلوان دی، غوښتل مې، په دې چار د مشرکانو زړونه لاس ته راوړم، چې خپلوان مې و نه کړوي. پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم هغه وبښه او دا آیتونه رانازل شول.

په زړه پورې داچې، دا ښځه له مکې ځنې مدینې ته ورغله او له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله نه یې مرسته وغوښته. آنحضرت وپوښتله: آیا پر اسلام دې ایمان راوړی دی؟ و یې ویل: نه! آنحضرت: آیا له مکې دې هجرت کړی، چې له مهاجرو سره یوځای شې؟ و یې ویل: نه! آنحضرت: نو ولې مدینې ته راغلې یې؟ و یې ویل: مرستې غوښتو ته.آنحضرت وویل: نو هغه ځوانان څه شول، چې په مکه کې دې شاوخوا ته وو؟ (دې ته اشاره، چې په مکه کې سندرغاړې وې او ځوانان درنه راټولېدل)!و یې ویل: په بدر جګړه کې تر ماتې روسته، څوک راپسې رانغلل (د خلکو له ماتې او ژور خپګانه کنایه).

آنحضرت ورسره د مرستې حکم وکړ.( هو له پردي سره د مرستې حکم، که څه کافر وي). [3]

له دې څرګندېږي، چې د پوځي خوالو ساتل دومره مهم دي، چې حضرت علي کرم الله وجهه د لیک لېږدونکې ښځه په مرګ وګواښله او و یې ویل:«لاردن رأسک الی رسول الله صلی الله علیه و آله» [4]سر به دې رسول الله ته واستوم!

 

دښمن پېژندنه

قرآن په ډېری آیتونو کې د دښمن له دسیسو او کړلارو خبر ورکوي او مسلمانانو ته یې پازوالي وریادوي:

الف)د دښمن هیلې او اندونه:

«لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النّاسِ عَداوَهً لِلَّذِینَ آمَنُوا الْیَهُودَ وَ الَّذِینَ أَشْرَکُوا= هرومرو به ومومې : په ټولو خلكو كې د مؤمنانو په دښمنۍ كې تر ټولو ډېر سخت يهوديان او مشركان دي »[5]

«ما یَوَدُّ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ وَ لاَ الْمُشْرِکِینَ أَنْ یُنَزَّلَ عَلَیْکُمْ مِنْ خَیْرٍ مِنْ رَبِّکُمْ[6]= د كتابيانو كافران او هم مشركان دا نه خوښوي، چې ستاسې د پالونکي له لوري دې پر تاسې څه خير ښېګڼه نازله کړای شي»

«وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُونَ»[7]= ښه يې ايسي، چې جوړجاړى او نرمي ورسره وکړې، چې دوى هم نرمي او جوړجاړى درسره وکړي (؛ داسې جوړجاړى، چې د حق له بهيره څه كږلېچ پكې وي)

«وَدُّوا ما عَنِتُّمْ»[8]= دا يې خوښېږي، چې تاسې په رنځ او كړاو كې ياست.

« وَدَّ الَّذِینَ کَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِکُمْ وَ أَمْتِعَتِکُمْ …[9] = كافران په څار كې دي، چې كه تاسې له خپلو وسلو او تجهيزاتو غافل شئ»

ب)د دښمن دسیسې:

«إِنَّهُمْ یَکِیدُونَ کَیْداً»[10]= په حقيقت كې دوى په څه چل لاس پورې كوي.

«یَشْتَرُونَ الضَّلالَهَ وَ یُرِیدُونَ أَنْ تَضِلُّوا السَّبِیلَ»[11]= بېلاري پېري او غواړي تاسې هم بېلارې شئ.

ج)د دښمن چلن:

«إِنَّ الْکافِرِینَ کانُوا لَکُمْ عَدُوًّا مُبِیناً»[12]= ځكه كافران مو ښكاره دښمنان دي.

«یُخادِعُونَ اللّهَ وَ الَّذِینَ آمَنُوا»[13]= له الله او مؤمنانو سره یې ټګي راخستې.

«إِنْ یَثْقَفُوکُمْ یَکُونُوا لَکُمْ أَعْداءً»[14]= كه پر تاسې لاسبري شي (؛ نو بيا به هم) ستاسې دښمنان وي

«آمِنُوا بِالَّذِی أُنْزِلَ عَلَی الَّذِینَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهارِ وَ اکْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»[15]= څه چې پر مؤمنانو [مسلمانانو] نازل شوي، سهار ايمان پرې راوړئ او د ورځې په پاى كې پرې كافر شئ چې (له خپل دينه) راوګرځي (؛ځكه دوى تاسې كتابوال بولي، چې له اسماني زېرمو خبر ياست او دا دسيسه یې ټکني کولو ته بسیا ده)

د)دښمن پر وړاندې د مسلمانانو پازوالي:

«هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ»[16]

هغوی دښمنان دي؛ نو ځان ترې ساته.

وَ أَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّهٍ …[17]= او څه مو چې له وسې پوره وي، د دوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ.

 «لا تَتَّخِذُوا بِطانَهً مِنْ دُونِکُمْ لا یَأْلُونَکُمْ خَبالاً»[18]= مؤمنانو! بې له خپلو (بل) خوالګر مه نيسئ (؛ځکه دوى) ستاسې په باب له هر ډول شر (او فرهنگي فساده) كار اخلي.

 

پېغامونه:

1-ایماني ټولنه حق نه لري، د الله (ج) له دښمنانو سره دوستانه او صمیمي اړیکې ولري. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَ عَدُوَّکُمْ أَوْلِیاءَ»

2-پر الله (ج) ایمان، د الله (ج) له دښمن سره د دوستۍ له اړیکو سره په ټکر کې دی.(یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی … أَوْلِیاءَ)

3-په حقیقت کې د الله (ج) دښمن، د مؤمنانو دښمن دی. «عَدُوِّی وَ عَدُوَّکُمْ»

4-که څه کفار مو دښمنان دي؛ خو داچې موږ ورشا کړې،آریز لامل یې له الله (ج) سره د هغوی دښمني ده.د «عَدُوِّی» کلیمه تر «عَدُوَّکُمْ» مخکې راغلې ده.

5-دښمن ته به ستاسې دوستي څرګندول، د مؤمنانو پر وړاندې د هغوی مړانه ډېره کړي. «تُلْقُونَ إِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّهِ وَ قَدْ کَفَرُوا بِما جاءَکُمْ مِنَ الْحَقِّ»

6- منع کونې او امرونه مو په مستدله بڼه ویاست.( لا تَتَّخِذُوا … قَدْ کَفَرُوا … یُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَ إِیّاکُمْ)

7-په بهرني سیاست کې دې د اړیکو ساتلو او پرې کولو کچه، د دیني کچو له مخې وي. «لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَ عَدُوَّکُمْ أَوْلِیاءَ»

8-دین له سیاسته جلا نه دی.(له دښمن سره د اړیکې پرې کول، یو سیاسي حکم دی، چې د قرآن په منځ کې راغلی دی). «لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَ عَدُوَّکُمْ أَوْلِیاءَ»

9- کفار یوازې په ګروهه – عقیده کې ستاسې مخالف نه دي؛ بلکې ستاسې له منځه وړو ته یې لېچې رانغاړلي دي.(کَفَرُوا … یُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَ إِیّاکُمْ)

10-له تاسې سره د کفارو دښمني، پر الله (ج) ستاسې د ایمان په پار ده. «أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللّهِ رَبِّکُمْ»

11-له کفارو سره اړیکه ټینګول، په هغه بڼه کې جایزه ده،چې ستاسې ارزښتونو ته درناوی ولري او د دسیسې په تکل کې نه وي.( لا تَتَّخِذُوا … قَدْ کَفَرُوا … یُخْرِجُونَ الرَّسُولَ)

12- اسلام د مسلمانانو عزت غوښتونکی دی. (هغوی چې ستاسې پر ښوونځي کافر دي، ورته د مینې اظهار، ذلت دی). «تُلْقُونَ إِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّهِ وَ قَدْ کَفَرُوا بِما جاءَکُمْ مِنَ الْحَقِّ»

13-په یوه زړه دوه مینې نه کېږي. «إِنْ کُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهاداً فِی سَبِیلِی وَ ابْتِغاءَ مَرْضاتِی تُسِرُّونَ إِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّهِ»

14- جهاد دې نږه او الله (ج) ته وي. «جِهاداً فِی سَبِیلِی وَ ابْتِغاءَ مَرْضاتِی»

15-له کفارو سره له پټو اړیکو مو الله (ج) خبر دی. «أَنَا أَعْلَمُ بِما أَخْفَیْتُمْ»

16-الهي علم ته پاملرنه، د ګناهونو کمېدو لامل دی. «أَنَا أَعْلَمُ بِما أَخْفَیْتُمْ»

17- په روزنه کې هم امر او منع کول، «لا تَتَّخِذُوا» هم استدلال، «عَدُوِّی وَ عَدُوَّکُمْ» هم انگېزه «یُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَ إِیّاکُمْ» و هم ګواښنه «وَ أَنَا أَعْلَمُ بِما أَخْفَیْتُمْ» پکار ده.

18-ډېر دي داسې مؤمنان،چې روستۍ پایله یې ناوړه شي.( اَلَّذِینَ آمَنُوا … ضَلَّ سَواءَ السَّبِیلِ)

19-ډېر دي داسې وګړي، چې په پیل کې یې جهاد کړی وي؛ خو له دښمن سره د اړیکې له کبله یې روستی عاقبت ناوړه شي.( خَرَجْتُمْ جِهاداً فِی سَبِیلِی وَ ابْتِغاءَ مَرْضاتِی … ضَلَّ سَواءَ السَّبِیلِ)

20-له دښمن سره د پټې اړیکې له لارې، خپلو ګټو ته رسېدل، کږلاري او پایله یې ناوړه ده. «وَ مَنْ یَفْعَلْهُ مِنْکُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَواءَ السَّبِیلِ»

 

إِنْ یَثْقَفُوکُمْ یَکُونُوا لَکُمْ أَعْداءً وَ یَبْسُطُوا إِلَیْکُمْ أَیْدِیَهُمْ وَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوءِ وَ وَدُّوا لَوْ تَکْفُرُونَ«2»= كه پر تاسې لاسبري شي (بيا به هم) ستاسې دښمنان وي؛ خپل لاسونه او ژبې به ستاسې ځورونې ته درغځوي او هيلمن دي، چې تاسې (بېرته) كافران شئ.

 

ټکي:

* «ثقف» د پیدا کولو او مخامخېدو په مانا دي.

* حضرت علي کرم الله وجهه د نهج البلاغه په ۵۳ لیک کې، مالک اشتر ته لیکي:«و لکن احذر کل الحذر من عدوک بعد صلحه فان العدو ربما قارب لیتغفل» ان تر سولې روسته، د دښمن له چل وله مه غافلېږه، چې له شا ګوزار و نه کړي.

او د حضرت علي په غررالحکم کې لولو:«لا تأمن عدوا و ان شکر» له دښمنه ډاډمن مه وسه،ان که ستا ستاینه یې وکړه. دښمن د اوبو په څېر دی، که څه په تودوخه ګرمېږي؛ خو په پای کې سړېږي….فانه کالماء و ان اطیل سخانه بالنار لم یمتنع من اطفائه[19]

*له کفارو سره د اړیکې پرې کولو دلیلونه پینځه دي:

الف)ښوونځی مو نه مني. «کَفَرُوا بِما جاءَکُمْ مِنَ الْحَقِّ»

ب)امت او مشرتابه نه زغمي. «یُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَ إِیّاکُمْ»

ج)که لاسبري شي؛ نو دښمني درسره پايي.( إِنْ یَثْقَفُوکُمْ …)

د)په لاس او ژبه مو کړوي. «یَبْسُطُوا إِلَیْکُمْ أَیْدِیَهُمْ وَ أَلْسِنَتَهُمْ»

ه) غواړي، له دینه مو واوړئ او مرتد شئ. «وَدُّوا لَوْ تَکْفُرُونَ»

 

پېغامونه:

1-دښمنان درباندې د هراړخیزې لاسبرۍ په تکل کې دي. «یَثْقَفُوکُمْ»

2-د دښمن چوپتیا یې د دوستۍ نښه نه ده؛ بلکې د ګوزار فرصت په ګوتو نه دی ورغلی. «إِنْ یَثْقَفُوکُمْ یَکُونُوا لَکُمْ أَعْداءً»

3-دښمن هم پوځي یرغل لري، «یَبْسُطُوا إِلَیْکُمْ أَیْدِیَهُمْ» هم فرهنگي یرغل. «وَ أَلْسِنَتَهُمْ»

4- د دښمن د خولې او لاس اچونې جرړه یې په زړګنۍ غوښتنه کې ده.(یَبْسُطُوا إِلَیْکُمْ أَیْدِیَهُمْ وَ أَلْسِنَتَهُمْ … وَدُّوا لَوْ تَکْفُرُونَ)

5-دښمنان درسره په دښمنۍ کې یو لاس دي.( یَکُونُوا … یَبْسُطُوا … وَدُّوا)

6-له پوځي او فرهنګي یرغلونو د دښمن موخه داده، چې له ښوونځي مو لاس واخلئ. «وَدُّوا لَوْ تَکْفُرُونَ»

7-تر څو مو کافران نه کړي، دښمن درځنې نه راضي کېږي. «وَدُّوا لَوْ تَکْفُرُونَ» (په بقره سورت ۲۱۷ آیت کې لولو: «لا یَزالُونَ یُقاتِلُونَکُمْ حَتّی یَرُدُّوکُمْ عَنْ دِینِکُمْ إِنِ اسْتَطاعُوا»)

 

لَنْ تَنْفَعَکُمْ أَرْحامُکُمْ وَ لا أَوْلادُکُمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ یَفْصِلُ بَیْنَکُمْ وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ«3»=د قيامت پر ورځ به خپلوان او اولادونه مو [چې د سلامتۍ لپاره يې له کفارو سره دوستي کوئ] هېڅ ګټه در و نه رسوي (الله پر هغه ورځ) ترمنځ مو بېلتون [د قيامت پر ورځ د خپلوۍ اړيکې پرې کېږي، تاسې پاتېږئ او کړنې مو] راولي او الله مو د کړنو ښه ليدونکى دى.

 

ټکي:

*داچې له دښمن سره د اړیکنیونې یو لامل د کورنیو او خپلوۍ اړیکو ساتل دي، قرآن وايي: کافره کورنۍ او خپلوان مو په قیامت کې په کار نه راځي؛ نو په پار یې ځان مه ګناهګاروئ.

*په قیامت کې د خپلوانو په کار نه راتلل او د اسبابو پرې کېدل، څو ځل په قرآن کې اوڅار شوي دي:

«فَلا أَنْسابَ بَیْنَهُمْ[20]=

«تَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبابُ»[21]=

 

پېغامونه:

1-کله د خپلوۍ اړیکې، دښمن ته د ورماتېدو لاره چاره ده.( تُسِرُّونَ إِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّهِ … لَنْ تَنْفَعَکُمْ أَرْحامُکُمْ)

2-له کفارو سره اړیکنیونې ته څه انګېزه لرئ ؟

هغوی غواړي تاسې کافر شئ. «وَدُّوا لَوْ تَکْفُرُونَ»

لاس او ژبه یې ستاسې پرخلاف ده. «یَبْسُطُوا إِلَیْکُمْ أَیْدِیَهُمْ وَ أَلْسِنَتَهُمْ»

په قیامت کې هم درته ګټه نه لري. «لَنْ تَنْفَعَکُمْ»

3-په قیامت کې د ملاتړو ناچلېدل او خپل یوازېتوب رایاد کړئ، چې له کفارو مو هیله پرې شي، که څه خپلوان مو وي.( لَنْ تَنْفَعَکُمْ … یَوْمَ الْقِیامَهِ)

4- الله (ج) د قیامت پر ورځ، کږلاري خپلوان له مؤمنانو جلا کوي؛ نو د دنیا څو ورځو لپاره، ځان مه ورتړئ.( أَوْلِیاءَ … یَفْصِلُ بَیْنَکُمْ)

5-پر الهي پوهه او څارنه ایمان، له ګناه مخنیونکی لامل دی. «وَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ»

 

قَدْ کانَتْ لَکُمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ فِی إِبْراهِیمَ وَ الَّذِینَ مَعَهُ إِذْ قالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنّا بُرَآؤُا مِنْکُمْ وَ مِمّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللّهِ کَفَرْنا بِکُمْ وَ بَدا بَیْنَنا وَ بَیْنَکُمُ الْعَداوَهُ وَ الْبَغْضاءُ أَبَداً حَتّی تُؤْمِنُوا بِاللّهِ وَحْدَهُ إِلاّ قَوْلَ إِبْراهِیمَ لِأَبِیهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَکَ وَ ما أَمْلِکُ لَکَ مِنَ اللّهِ مِنْ شَیْءٍ رَبَّنا عَلَیْکَ تَوَکَّلْنا وَ إِلَیْکَ أَنَبْنا وَ إِلَیْکَ الْمَصِیرُ«4»=په يقين، ابراهيم او ملګري يې په چلن کې درته غوره بېلګه ده، چې کله يې خپل قوم ته وويل: ((په رښتینه كې موږ له تاسې او (هغه) څه چې د الله پر ځاى لمانځئ، کرکجن يو، ستاسې له (دينه) منكر يو او زموږ او ستاسې ترمنځ تر هغه چې په يوه الله ايمان راوړئ، تلپاتې كينه او دښمني اعلان ده؛ خو د ابراهيم هغه خبره (بېله ده) چې خپل پلار [= د مور پلار، تره، پلندر] ته يې وويل: زه به هرومرو بښنه درته وغواړم، که څه زما په وس کې نشته، چې له الله نه څه درته ترلاسه کړم. پالونكيه! پر تا مو بروسه كړې او يوازې تا ته مو مخ کړى او ستنېدا ستا لوري ته ده.

 

ټکي:

* «أُسْوَهٌ» له «تأسی» اخستل شوې او د لاروۍ، بېلګه کولو او پر پله پل ايښودو ته وايي.

*د تېرو آیتونو په پامنیوي، چې ځینو مسلمانانو به د خپلو خپلوانو خوندېینې ته، په پټه یا ښکاره دښمن ته دوستي څرګندوله، دا آیت وايي: له کفارو او مشرکانو کرکه او برائت له حضرت ابراهیم او یارانو یې زده کړئ.

* ابراهیم علیه السلام چې پر کفر او شرک د خپل پلار ټینګار ولید او له ښیون  – هدایته یې نهیلی شو؛ نو کرکه یې ترې وکړه او ورته یې د استغفار ژمنه، هغه لاره چاره وه، چې د پلار ورستنېدل یې چمتو کړي؛ لکه څنګه چې په توبه سورت ۱۱۴ آیت کې لولو: «وَ ما کانَ اسْتِغْفارُ إِبْراهِیمَ لِأَبِیهِ إِلاّ عَنْ مَوْعِدَهٍ وَعَدَها إِیّاهُ فَلَمّا تَبَیَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ» = او ابراهيم چې خپل پلار [= د مور پلار يا تره] ته د بښنې دعا كړې وه؛ نو د هغې ژمنې له مخې وه، چې ورسره يې كړې وه (چې ايمان راوړو ته يې جذب كړي؛) خو چې ورڅرګنده شوه د الله دښمن دى(؛نو) ترې بېزار (او له ورسره کړې ژمنې څنګ ته) شو

* قرآن دوه سړي او دوه ښځنې مؤمنانو ته بېلګه ورښيي:

په سړیو کې یو ابراهیم علیه السلام، «قَدْ کانَتْ لَکُمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ فِی إِبْراهِیمَ» او بل یې حضرت محمد صلی الله علیه و آله دی. «لَکُمْ فِی رَسُولِ اللّهِ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ» [22]

په ښځنو کې یوه د فرعون مېرمن او بله حضرت مریم ده، چې قرآن هغوی د تحریم سورت په 11 و 12 آیتونو کې د حضرت نوح او حضرت لوط د مېرمنو پر وړاندې، د بېلګه مېرمنو په نامه ښوولي او وايي: ((ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً لِلَّذِینَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ … وَ مَرْیَمَ ابْنَتَ عِمْرانَ))

البته په روایتونو کې نور وګړي؛ لکه امام حسین «فلکم فی اسوه» [23]او حضرت زهرا هم بېلګه ښوول شوي دي؛ لکه څنګه چې حضرت مهدي وايي:«و فی ابنه رسول الله لی اسوه حسنه» [24] د رسول الله لور مې نېکه بېلګه ده.

 

په قرآن کې د حضرت ابراهیم علیه السلام ځانګړنې

1.په ستونزمنو الهي ازمېینو کې یې بشپړ بری. «فَأَتَمَّهُنَّ» [25]

2.جومات ته چوپړ. «طَهِّرا بَیْتِیَ» [26]

3.الله (ج) ته تسلیم. «حَنِیفاً مُسْلِماً»[27]

4.د الله (ج) درشل ته، توبه ګاره، انابه، صبور او حلیم و. «إِنَّ إِبْراهِیمَ لَأَوّاهٌ حَلِیمٌ» [28]

5.د یوه امت په څېر و. «إِنَّ إِبْراهِیمَ کانَ أُمَّهً» [29]

6.وفادار او پتمن و. «إِبْراهِیمَ الَّذِی وَفّی»[30]

7.مېړنی و. «تَاللّهِ لَأَکِیدَنَّ أَصْنامَکُمْ» [31] پر خدای سوګند! بوتانو ته به مو لار او نخچه جوړه کړم.

8.هجرت او مهاجرت. «إِنِّی مُهاجِرٌ إِلی رَبِّی» [32]

9.تېرېدنه او سرښندنه درلودل. «فَلَمّا أَسْلَما وَ تَلَّهُ لِلْجَبِینِ» [33]

 

پېغامونه:

1- په روزنه او تبلیغ کې د عیني او عملي بېلګې را وړاندې کول پکار دي. «قَدْ کانَتْ لَکُمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ»

2- هم انبیاء بېلګه دي او هم یې لارویان او په لاس یې روزل شوي. «أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ فِی إِبْراهِیمَ وَ الَّذِینَ مَعَهُ»

3-وخت تېرېدنه د دیني او مانیزو – معنوي بېلګو ونډې نه کمرنګوي؛ ابراهیم علیه السلام نن هم راته بېلګه کېدای شي. «کانَتْ لَکُمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ فِی إِبْراهِیمَ»

4-د بېلګو کږلاري خپلوان، هغوی ته د ورشا کولو دلیلېدای نشي. ( په قرآن کې د «أُسْوَهٌ» کلیمه د اسلام پېغمبر او حضرت ابراهیم ته کارېدلې، حال دا، د دواړو ترونه کږلاري وو).

5-ځینې بېلګې ښې او ځینې ناوړه دي. «أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ»

6-له الهي مشرتابه سره همپلي، همګامي، ملتیا او اندیزه او عملي همغږي پکار ده.«وَ الَّذِینَ مَعَهُ»

7-له مشرکانو په «برائت» او کرکې څرګندونه کې پرېکندتوب او ځغردتوب یو ارزښت دی. «إِذْ قالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنّا بُرَآؤُا مِنْکُمْ»

8-ټبریزې دوسیې او ټولنیزې اړیکې دې د حق څرګندولو مانع نشي.( قالُوا لِقَوْمِهِمْ …)

9-د برائت او کرکې چورليځ شرک او د شرک اسباب له الله (ج) لرېوالی دی. «بُرَآؤُا مِنْکُمْ وَ مِمّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللّهِ»

10- برائت دې ښوونځیز – مکتبي او موخه لرونکی وي؛ نه غچیز. «بَدا بَیْنَنا وَ بَیْنَکُمُ الْعَداوَهُ وَ الْبَغْضاءُ أَبَداً حَتّی تُؤْمِنُوا»

11- برائت یوازې په لفظ نه دی؛«إِنّا بُرَآؤُا»؛ بلکې لفظي پړاو«کَفَرْنا» زړګنی پړاو او عملي پړاو لري، «بَدا بَیْنَنا وَ بَیْنَکُمُ الْعَداوَهُ وَ الْبَغْضاءُ».

12- ایمان دې له هر ډول شرکه نږه وي. «تُؤْمِنُوا بِاللّهِ وَحْدَهُ»

13-د شرک او کفر پر وړاندې ټلواله جوړول او پرېکندتوب، توکل، دعا او معاد ته پاملرنې ته اړتیا لري.( إِنّا بُرَآؤُا … عَلَیْکَ تَوَکَّلْنا)

14-د توکل مانا انفعال او ګوښېتوب نه دی؛ بلکې توکل هله مانا مومي چې د مشرکانو پر وړاندې په ځغرده کرکه اعلان او دریځ ونیول شي.( إِنّا بُرَآؤُا … کَفَرْنا …تَوَکَّلْنا)

15- توکل د اندېښنو درمل دی؛ ځکه په ځغرده او څرګنده د برائت اعلان، شونې ده ناوړه اغېزې ولري؛ نو توکل پکار دی.( إِنّا بُرَآؤُا مِنْکُمْ … عَلَیْکَ تَوَکَّلْنا)

16- چېرې چې کومه خبره کوئ او یا کوم هوډ کوئ؛ نو خپل نفس د الله (ج) په یاد کابو کړئ.( إِنّا بُرَآؤُا … کَفَرْنا بِکُمْ ، بَدا بَیْنَنا وَ بَیْنَکُمُ … رَبَّنا عَلَیْکَ تَوَکَّلْنا ، وَ إِلَیْکَ أَنَبْنا ، وَ إِلَیْکَ الْمَصِیرُ)

17- توکل او توبه دې د الله (ج) د رشل ته وي. «عَلَیْکَ تَوَکَّلْنا وَ إِلَیْکَ أَنَبْنا» (د «عَلَیْکَ» او «إِلَیْکَ» کلیمې چې پر «تَوَکَّلْنا» و «أَنَبْنا» لومړۍ راغلي؛ د انحصار نښه ده).

18-الهي اولیاء ځانونه د څه څښتن نه ګڼي او ځان ته اجازه نه ورکوي، چې الهي قانون بدل کړي. «لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَکَ وَ ما أَمْلِکُ لَکَ مِنَ اللّهِ مِنْ شَیْءٍ»

19-د ټولې هستۍ بهیر او زموږ مسیر د الله (ج) پر لوري دی. «إِلَیْکَ أَنَبْنا وَ إِلَیْکَ الْمَصِیرُ»

 

رَبَّنا لا تَجْعَلْنا فِتْنَهً لِلَّذِینَ کَفَرُوا وَ اغْفِرْ لَنا رَبَّنا إِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«5»= 5 پالونكيه! كافرانو ته مو (د) ازمېښت (وزله) مه کړې! (کافران راباندې لاسبري مه کړه) او ومو بښه. پالونكيه! په رښتيا همدا ته بريمن حكيم يې.))

 

ټکي:

* فِتْنَهً» په لغت کې د اړدوړ، ازمېینې، عذاب، بلا او کړاو لپاره راغلې ده.

مسلمانان ځورول، کفارو ته یوه ازمېینه ده، چې خپله پلیتي، ناولتیا، خباثت او دښمني څرګنده کړي، پر خپله ولکه غره شي او خپل ځواک د خپل حقانیت نښه وګڼي.

*په تېرو آیتونو کې د برائت، پرېکندتوب او له له کفارو سره له دوستۍ د ځان ساتنې خبره وه، دا آیت د دعا په چوکاټ کې د تېرو آیتونو پر مطالبو ټینګار کوي، چې ای پالونکیه! موږ دې د مخالفانو د لاس اوزار نشو.

 

پېغامونه:

1- د دعا له ادابو ځنې د «یا رَبِّ» خطاب دی. معمولاً د قرآن دعاوې په «رَبَّنا» کلیمې پیلېږي.

2- مسلمانان دې په ټولو چارو کې، ان په وټيزو – اقتصادي، پوځي او فرهنګي هوکړه لیکونو کې داسې څه نه کوي، چې کفار ترې ناوړګټنه وکړي او پر ځان کفارو ته د دباو او ولکې لار پرانځي. «لا تَجْعَلْنا فِتْنَهً لِلَّذِینَ کَفَرُوا»

3- دین او سیاست یو د بل ترڅنګ دي، له کفارو برائت، له الله (ج) د مغفرت غوښتو ترڅنګ. یوه دعا سیاسي رنګ لري او بله دعا مانیز – معنوي رنګ. (رَبَّنا لا تَجْعَلْنا … وَ اغْفِرْ لَنا)

4- کله گناهوه د فتنې سببېږي « لا تَجْعَلْنا فِتْنَهً … وَ اغْفِرْ لَنا»

5-د هغه درشل ته دې ورمخه کړو، چې هم وسمن دی او هم حکیم. (رَبَّنا … إِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ)

6-د کفارو په نه لاسپوڅۍ کې عزت دی.( لا تَجْعَلْنا فِتْنَهً … أَنْتَ الْعَزِیزُ)

7-د ډېری ځواکمنو چلن حکیمانه نه وي؛ خو الله (ج) هم ناماتی ځواکمن دی او هم حکیم. «أَنْتَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

 

لَقَدْ کانَ لَکُمْ فِیهِمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ لِمَنْ کانَ یَرْجُوا اللّهَ وَ الْیَوْمَ الْآخِرَ وَ مَنْ یَتَوَلَّ فَإِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیدُ«6»= په يقين، تاسې ته د دوى په (دود) كې د لاروۍ (لپاره) غوره (بېلګه) ده؛ هغه چا ته چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او څوك چې سرغړونه وکړي (؛ نو ځان ته به يې زيان وررسولى وي؛ ځكه چې) يوازې الله موړ ستايل شوی دى.

 

ټکي:

*په دې آیت او د احزاب سورت په ۲۱ آیت کې چې د حضرت ابراهیم او حضرت محمّد صلی الله علیه و آله است د بېلګه توب خبره ده، الله (ج) او قیامت ورځ ته هیلمني، د بېلګې مننې شرط ښوول شوی دی.(لِمَنْ کانَ یَرْجُوا …)

* په ۴ او ۵ آیت کې د «رَبَّنا» کلیمې تر تکرار روسته بیا هم وايي: هغوی بېلګې دي؛ یعنې نه یوازې په برائت کې؛ بلکې په دعا او مناجاتو کې هم بېلګې دي.

 

پېغامونه:

1-الهي بېلګې، لګښت نېټه نه لري. «لَقَدْ کانَ لَکُمْ فِیهِمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ»

2- نه یوازې پېغمبران؛ بلکې رښتیني یاران یې هم راته بېلګې دي. «فِیهِمْ»

3-سمې ګروهې، په چلن او خوی کې د بېلګې منلو بېخبناوې دي.« أُسْوَهٌ… لِمَنْ کانَ یَرْجُوا اللّهَ وَ الْیَوْمَ الْآخِرَ

»(هو! هغوی له سمو بېلګو برخمنېږي، چې د هیلې په رڼا یې زړه روڼ وي. «یَرْجُوا» او هغوی ورشا کوي، چې نهیلي او په اصطلاح، پاتې راغلي وي. «یَتَوَلَّ»)

4- هغه ایمان ارزښتمن دی، چې کوټلی وي. « کانَ یَرْجُوا اللّهَ …(له فعل مضارع سره د «کانَ» تړښت – ترکیب د تلتیا – استمرار او ثبات نښه ده). »

5-له الهي بېلګو د خلکو مخ اړونه، الله (ج) او اولیاء یې نه ټکني کوي.(وَ مَنْ یَتَوَلَّ فَإِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیدُ»

 

عَسَی اللّهُ أَنْ یَجْعَلَ بَیْنَکُمْ وَ بَیْنَ الَّذِینَ عادَیْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّهً وَ اللّهُ قَدِیرٌ وَ اللّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ«7»=هيله ده الله ستاسې او (له مشركانو) د هغو كسانو ترمنځ (په اسلام راوړو یې) دوستي او مينه پيدا كړي، چې دښمني ورسره لرئ او الله وسمن دى (او) الله ډېر بښونكى لورين دى.

 

ټکي:

*دا آیت هغو مسلمانانو ته پېغام ورکوي، چې له کافرو خپلوانو سره د اړیکې پرېکون له کبله یې تشه ننګېرله، چې دا تشه به په ګانده – راتلونکي کې جبیره شي او ډېری به یې اسلام ته رامات شي.

*ددې په پامنیوي، چې تېره دښمني له کفارو د برائت پر بنسټ وه؛ نو په دوستۍ او مینه یې بدلېدل باید د کفارو د ایمان راوړ له لارې وي؛ نه داچې د برائت حکم ساقط شي.

 

پېغامونه:

1-د کفارو له ښیون – هدایته مه نهیلېږئ. «عَسَی اللّهُ»

2-دښمني آر – اصل نه ؛ بلکې یو لنډمهاله اړتیا ده او باید شرایط عادي کړو.( أَنْ یَجْعَلَ بَیْنَکُمْ … مَوَدَّهً)

3-د زړونو اړول او د مینو رامنځ ته کول د الله (ج) په لاس کې دي. (عَسَی اللّهُ أَنْ یَجْعَلَ … مَوَدَّهً)

4-تاسې له کفارو سره له پټې دوستۍ او مینې لاس واخلئ، الله (ج) به یې  رښتینې مینه ځایناستې کړي.( تُلْقُونَ إِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّهِ … یَجْعَلَ بَیْنَکُمْ … مَوَدَّهً)

5-پر مینه د دښمنۍ له اوړېدو مه هک اریانېږئ؛ ځکه الله (ج) پر هر کار وسمن دی.«وَ اللّهُ قَدِیرٌ»

6-له مسلمانانو سره د کفارو ناوړه چلن بښنوړ دی.«وَ اللّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ»

7-د الله (ج) بښنه یې له لورنې راولاړه ده. «وَ اللّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ»

 

لا یَنْهاکُمُ اللّهُ عَنِ الَّذِینَ لَمْ یُقاتِلُوکُمْ فِی الدِّینِ وَ لَمْ یُخْرِجُوکُمْ مِنْ دِیارِکُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَ تُقْسِطُوا إِلَیْهِمْ إِنَّ اللّهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِینَ«8»=الله مو له هغو كسانو سره د نېكۍ، عدل او انصاف له چلنه نه منع كوي، چې د دين په اړه يې جګړه درسره نه ده كړې او له خپلو كورونو يې شړلي نه ياست؛ (ځكه) چې الله (مقسطین) انصاف ګر خوښوي.

 

ټکي:

* کافران دوې ډلې دي، یوه ډله یې مسلمانانو ته د دسیسې او دښمنۍ په تکل کې دي، چې په تېرو آیتونو کې یې وویل: ولې دوستي ورڅرګندوئ، له هغوی برائت څرګند کړئ، چې الله (ج) درته بسیا دی؛ خو یوې ډلې یې ستاسې پرخلاف څه نه دي کړي او پرخلاف مو د دسیسې په تکل کې نه دي؛ نو دا آیت وايي: نېک چلن ورسره کوئ او اړیکه ورسره منع نه لري.

* د اسلام بهرنی سیاست، د نورو د جلب و جذب پر بنسټ دی، چې له لاندې لارو لاسرسوړ دی:

1.نېکي. «تَبَرُّوهُمْ» نېکي ورسره وکړئ.

2.عدالت. «تُقْسِطُوا إِلَیْهِمْ» په اړه یې قسط او عدالت ولرئ.

3.د څېړنې مهلت. «وَ إِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِکِینَ اسْتَجارَکَ فَأَجِرْهُ حَتّی یَسْمَعَ کَلامَ اللّهِ» [34] که کوم یو مهلت وغوښت؛ نو مهلت ورکړئ، چې د الله (ج) کلام واوري.

4.د سولې وړاندیز منل. «وَ إِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَها» [35] که سوله ایز ژوند ته یې غېږ پرانسته؛ نو د سولې وړاندیز یې ومنئ.

5.وټیزه – اقتصادي مرسته. «وَ الْمُؤَلَّفَهِ قُلُوبُهُمْ» [36] د زکات یوه برخه دې د هغوی د الفت او مینې پيدا کولو لپاره ولګول شي.

6.امانتونه یې ورکول، ورسره پر کړې ژمنه وفا، ورسره د شویو هوکړو درناوی او له والدینو سره یې نېکي.

ددې آیت پر بنسټ، غیرحربي کفار، چې له مسلمانانو سره د جګړې هوډ نه لري او په اسلامي حکومت کې ژوند کوي، د ټولنیز عدالت له حقوقو برخمن دي.

 

پېغامونه:

1- د بې ازاره کفارو حساب له آزاري کفارو جلا دی.( لَمْ یُقاتِلُوکُمْ … لَمْ یُخْرِجُوکُمْ)

2- اسلام د نېکۍ او عدالت دین دی؛ ان کفارو ته. «أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَ تُقْسِطُوا إِلَیْهِمْ»

3-د الهي مینې په اعلان سره، انګېزې مو لوړې کړئ. «إِنَّ اللّهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِینَ»

 

إِنَّما یَنْهاکُمُ اللّهُ عَنِ الَّذِینَ قاتَلُوکُمْ فِی الدِّینِ وَ أَخْرَجُوکُمْ مِنْ دِیارِکُمْ وَ ظاهَرُوا عَلی إِخْراجِکُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَ مَنْ یَتَوَلَّهُمْ فَأُولئِکَ هُمُ الظّالِمُونَ«9»=الله يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي،چې د دين په اړه يې جګړه درسره كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست يا يې ستاسې په شړلو كې يو د بل لاسنيوى كړى او څوك چې دوستي ورسره وكړي؛ نو همدا دوى ظالمان دي.

 

ټکي:

* نن چې ددې آیت تفسیر لیکم، اسرائیل په مسلمان مېشتو سیمو له ځمکې او هوا یرغل پيل کړی دی، هغوی له خپل ټاټوبي باسي او ډېر یې شهیدان کړل. ددې آیت له مخې، پر ټولو مسلمانانو واجب ده، چې له صهیونستي رژیم سره اړیکه پرې کړي او دوستي ورسره ونکړي، دا آیت هم د قرآن له سیاسي آیتونو ځنې دی.

*سره له دې چې ددې آیت مفهوم د تېر آيت په منځپانګه کې و؛ خو د اړیکو روڼوالي ته، الله (ج) دا مسله په جلا آیت کې اوڅار کړې ده.

 

پېغامونه:

1- ظلم حرام دی، که پخپله دې کړی وي او که د نورو په ګډون او ملاتړ. (هو! د حربي کفارو ملاتړي، په جرم کې ورسره شریک دي.) (أَخْرَجُوکُمْ … ظاهَرُوا عَلی إِخْراجِکُمْ)

2-ان که مظلوم شوئ، له کفارو سره دوستي پرې کړئ، نه داچې نېکي ورسره مه کوئ. (دوستي نه کول جلا مسله ده). (یَنْهاکُمُ … أَنْ تَوَلَّوْهُمْ)

3-د نورو پر سیمو یرغل او له ټاټوبي یې د وګړیو شړل منع دي او کولای شو له دې زورواکیو سره په اسلامي جهاد مبارزه وکړو.( إِنَّما یَنْهاکُمُ اللّهُ عَنِ الَّذِینَ … أَخْرَجُوکُمْ مِنْ دِیارِکُمْ)

4- د نوع دوستۍ او انسان دوستۍ په نامه، له حربي کفارو سره دوستي منع ده.«وَ مَنْ یَتَوَلَّهُمْ فَأُولئِکَ هُمُ الظّالِمُونَ»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا جاءَکُمُ الْمُؤْمِناتُ مُهاجِراتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللّهُ أَعْلَمُ بِإِیمانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِناتٍ فَلا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَی الْکُفّارِ لا هُنَّ حِلٌّ لَهُمْ وَ لا هُمْ یَحِلُّونَ لَهُنَّ وَ آتُوهُمْ ما أَنْفَقُوا وَ لا جُناحَ عَلَیْکُمْ أَنْ تَنْکِحُوهُنَّ إِذا آتَیْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَ لا تُمْسِکُوا بِعِصَمِ الْکَوافِرِ وَ سْئَلُوا ما أَنْفَقْتُمْ وَ لْیَسْئَلُوا ما أَنْفَقُوا ذلِکُمْ حُکْمُ اللّهِ یَحْکُمُ بَیْنَکُمْ وَ اللّهُ عَلِیمٌ حَکِیمٌ«10»=مؤمنانو! چې مؤمنې مهاجرې ښځې درغلې؛ نو ازمېښت يې كړئ، الله یې پر ايمان ښه پوهېږي او كه درمعلومه شوه،چې مؤمنې دي؛نو كفارو ته يې مه ورستنوئ، نه دوى كفارو ته روا دي او نه كافران دوى ته روا دي او څه يې چې (ددې ښځو د ودونو لپاره) لګولي، ور یې كړئ او كه مهر يې وركړئ؛ نو واده مو ورسره څه ګناه نه لري او هېڅكله كافرانې ښځې پخپله نكاح كې مه ساتئ (او كه ستاسې له ښځو كومه يوه كافره شوه او د كفرسيمې ته وتښتېده) بايد چې وركړى مهر ترې وغواړئ؛ لكه چې څنګه هغوى (د هغو ښځو) مهر درنه غواړي (چې ترې بېلې شوې دي،) دا د الله حكم دى، چې ترمنځ مو پرېكړه كوي او الله پوه حکيم دى .

ټکي:

*د حدیبیه سولې یو بند دا و، چې که کوم مشرک له مکې ورغی او د مدینې له مسلمانانو سره یوځای شو، مسلمانان به یې بېرته ورستنوي. دا آیت وايي: په ورستنولو کې هغه مهاجرې ښځې نه رانغاړل کېږي، چې مسلمانانو ته یې پناه وروړې ده.

* دا آیت د قرآن له حقوقي او ټولنیزو آیتونو ځنې دی.

د هغې کافرې ښځې مهر یې کافر مېړه ته ورکول کېږي، چې مسلمانه او له اسلامي ټولنې سره یوځای شوې ده.«آتُوهُمْ ما أَنْفَقُوا» او دا مهر دې له بیت الماله ورکړ شي. [37]

* د«عصم» کلیمه د «عصمت» جمع ده او د ساتنوزلې په مانا ده.

په دې آیت کې د اسلام عدالتپالې څېره انځور شوې ده:

لومړی داچې هجرت کړې ښځه پر خپل حال نه پرېږدي،

دویم: د هغه کافر مېړه حق نالیدی نه ګڼي، چې ښځه یې له لاسه ورکړې او کوم مهر یې چې ورکړې، بېرته ورکول کېږي،

درېیم: د ښځې غریزي او عاطفي اړتیا په « تَنْکِحُوهُنَّ» حکم او وټیزه – اقتصادي اړتیا یې په «أُجُورَهُنَّ»پوره کوي.

*ښايي، هجرت له مېړه تېښتې ته، نوي ژوند، جاسوسۍ او یا مال او کورنۍ ته د رسېدو په پار وي؛ نو په ازمېیلو یې انګېزه راپه ډاګه کړئ.

*کفار څو ډلې دي: [38]

یا یې ټول پر کفر ټینګار کوي، چې لومړي آیت ورته وویل، چې برائت ترې وغواړئ او اړیکې ورپرېږدئ.( لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَ عَدُوَّکُمْ أَوْلِیاءَ … قَدْ کَفَرُوا بِما جاءَکُمْ مِنَ الْحَقِّ) یا په ډله ایزه توګه درسره له دښمنۍ لاس اخلي. «عَسَی اللّهُ أَنْ یَجْعَلَ بَیْنَکُمْ وَ بَیْنَ الَّذِینَ عادَیْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّهً» (د همدې سورت اووم آیت) یا بېلېږي، د بېلګې په توګه: ښځه مسلمانېږي؛ خو مېړه کافر پاتېږي او یا اپوټه یې، چې په دې بڼه کې مسلمان درسره یوځای کېږي. «جاءَکُمُ الْمُؤْمِناتُ مُهاجِراتٍ»

* مهر ویلو ته لومړی د «نفقه» کلیمه راغلې، (أَنْفَقُوا … أَنْفَقْتُمْ)؛ خو د دویم واده مهر ته د «أُجُورَهُنَّ» کلیمه راغلې ده. د هغو پینځو ځایونو په پامنیوي، چې د «أُجُورَهُنَّ» کلیمه په قرآن کې راغلې ده، داسې څرګندېږي، چې د «اجر» کلیمه کونډو ښځو او دویم واده ته یې ده.

*هغه مهال چې د مېړه یا ښځې ایمان راوړل یې تېره نکاح ماتوي؛ په طریقه اولی، که تر نکاح مخکې، ښځه کافره وي، کومه نکاح نه ترسره کېږي.

امام باقر (رح) وویل:«لا ینبغی نکاح اهل الکتاب» له کتابیانو (یهود و نصارا) ښځو سره واده وړ نه دی. بیا امام ددې آیت دا برخه تلاوت کړه: [39]«وَ لا تُمْسِکُوا بِعِصَمِ الْکَوافِرِ»

 

پېغامونه:

1-ښځې په دین ټاکنه او د دیني احکامو په عمل کې د مېړه تابع نه دي او خپل دین ساتنې ته هجرت کړای شي. «جاءَکُمُ الْمُؤْمِناتُ مُهاجِراتٍ»

2-هغوی و ازمېیئ، چې له کفر ځنې ایمان ته د ورستنېده ادعا کوي.(جاءَکُمُ الْمُؤْمِناتُ … فَامْتَحِنُوهُنَّ)

3-په هر ځای کې د جاسوسۍ او ورته چارو شونتیا وي؛ نو ټاکنه او ازمېینه پکار ده.«فَامْتَحِنُوهُنَّ»

4-خلکو ته مثبت لید ولرئ. «جاءَکُمُ الْمُؤْمِناتُ مُهاجِراتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ» (سره له دې چې تر اوسه ازمېیل شوي نه دي؛ خو د مؤمن لقب ورکول شوی دی).

5-پر چارو الهي پوهه، موږ له مسوولیته نه خلاصوي. «فَامْتَحِنُوهُنَّ اللّهُ أَعْلَمُ بِإِیمانِهِنَّ»

6-له خلکو سره په چلن کې، دنده لرو، ظاهري کچو ته وګورو؛ نه په وسواس او بدګومانۍ. «فَامْتَحِنُوهُنَّ اللّهُ أَعْلَمُ بِإِیمانِهِنَّ» همداراز؛ یقین په یقین مات کړئ (ځکه ښځه مخکې کافره وه، باید په امتحان یې پر ایمان پوه شو) «فَامْتَحِنُوهُنّ…. فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِناتٍ»

7-په کورنیو چارو او ګډ ژونډ کې د ایمان ونډه خورا مهمه ده، که د یوه کافر ښځه مؤمنه شوه؛ نو کافر مېړه ته یې مه ورستنوئ؛ ځکه کافر مېړه د کور چاپېریال ناروغوي. «فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِناتٍ فَلا تَرْجِعُوهُنَّ»

8-پر مسلمان د کافر ولکه او حکومت له هر اړخ منع دی، که سیاسي وي که ټولنیز، چې قرآن وايي: «لَنْ یَجْعَلَ اللّهُ لِلْکافِرِینَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ سَبِیلاً[40] که کورنۍ وي، چې دا آیت وايي: مسلمانه ښځه دې د کافر مېړه تر امر لاندې نه وي. «فَلا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَی الْکُفّارِ»

9-ټولنه او چاپېریال پر وګړي اغېزمن دی. شونې ده د کفر چاپېریال، مسلمانه ښځه په ځان کې هضمه کړي؛ نو کفارو ته یې مه ورستنوئ. «فَلا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَی الْکُفّارِ»

10-د ښځې یا مېړه کفر یې د قهري (هرومرو) طلاق لامل دی. «فَلا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَی الْکُفّارِ»

11-مېرمن ته د مېړه په وګړیزه مینه مه قانع کېږئ، ښايي پر مېړه یې ښځه ګرانه وي؛ خو فاسده ټولنه د ښځې اروا تر دباو لاندې نیسي. «فَلا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَی الْکُفّارِ» (و یې نه ویل:«الی زوجه»)

12- ایمان د واده بېخبنا ده او کافر د مؤمن وړ نه دی. «لا هُنَّ حِلٌّ لَهُمْ وَ لا هُمْ یَحِلُّونَ لَهُنَّ»

13-د واده له ګډ ژونده وتل، د وټیزو – اقتصادي حقوقو د نالیدي ګڼلو په مانا نه دی، ان که کافر کوم لګښت کړی وي، باید مسلمانان یې ورکړي. «لا هُمْ یَحِلُّونَ لَهُنَّ وَ آتُوهُمْ ما أَنْفَقُوا»

14- هر ډول واده جلا مهر لري.(تېر مهر، چې کافر مېړه ورکړې، مېړه ته یې ورکړئ او پخپله ورسره دویم واده ته ګام پورته کړئ؛ خو باید جلا مهر ورکړئ.) (آتُوهُمْ ما أَنْفَقُوا … آتَیْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ)

15- د غیرحربي کفارو د مالکیت حق او وټيز حقوق خوندي دي. «آتُوهُمْ ما أَنْفَقُوا»

16-د ښځې لومړۍ اړتیا، وړ مېړه دی. «لا جُناحَ عَلَیْکُمْ أَنْ تَنْکِحُوهُنَّ»

17-د کفر مخینه، له تازه مسلمان سره د واده مانع نه دی. «لا جُناحَ عَلَیْکُمْ أَنْ تَنْکِحُوهُنَّ»

18- مهر د ښځې حق دی. «أُجُورَهُنَّ»

19- هم دې غریزي اړتیا پوره شي، «تَنْکِحُوهُنَّ» او هم دې وټيزه اړتیا پوره شي. «أُجُورَهُنَّ»

20-له ښځېتوب، یوازېتوب او نوي مسلمانېدو ناوړګټنه مه کوئ. «آتَیْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ»

21- کفر د بېلتون کونجي ده او واده، مینه، اولاد او د ژوند مخینه د بېلتون مانع نه دي. «وَ لا تُمْسِکُوا بِعِصَمِ الْکَوافِرِ»

22-د حقوقو خوندېینه دوه اړخیزه ده، ستاسې حق او د کفارو حق دې نالیدی و نه ګڼل شي.(که کومه مسلمانه ښځه کافره شوه او له کافرو سره یوځای شوه؛ نو کړی لګښت مو له کفارو واخلئ او که کومه کافره ښځه له مسلمانانو سره یوځای شوه؛ نو هغه مهریه یې مېړه ته ورکړئ، چې ورکړې یې ده). «وَ سْئَلُوا ما أَنْفَقْتُمْ وَ لْیَسْئَلُوا ما أَنْفَقُوا»

23- پناه ورکونه په اسلام کې منل شوی چار دی؛ خو په دې شرط چې: وګړي وازمېیل شي، وټیزه او د ښکلا او بدرنګۍ خبره په پناه ورکولو کې اوڅار نه وي او کوم لګښت چې کفارو کړی، هغوی ته ورکړل شي او کفار د مطالبې حق لري.( إِذا جاءَکُمُ … مُهاجِراتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ … آتُوهُمْ ما أَنْفَقُوا … وَ لْیَسْئَلُوا ما أَنْفَقُوا)

24-الهي احکام عالمانه او حکیمانه دي. «ذلِکُمْ حُکْمُ اللّهِ یَحْکُمُ بَیْنَکُمْ وَ اللّهُ عَلِیمٌ حَکِیمٌ»

 

وَ إِنْ فاتَکُمْ شَیْءٌ مِنْ أَزْواجِکُمْ إِلَی الْکُفّارِ فَعاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِینَ ذَهَبَتْ أَزْواجُهُمْ مِثْلَ ما أَنْفَقُوا وَ اتَّقُوا اللّهَ الَّذِی أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ«11»=او که له ښځو مو کومه يوه کافرانو ته ولاړه او(ستاسې غوښتل شوى مهر يې درنه کړ او له کفارو مو) غنيمت ونيوه؛ نو(له غنايمو) تر ټولو ړومبى همدغو سړيو ته چې ښځې يې تللي دي، هومره ورکړئ، چې د هغوى واده ته يې لګولي او [خپل ځانونه] د هغه الله له [عذابه] وساتئ،چې ايمان پرې لرئ .

 

 

ټکي:

*په تېر آیت کې کافر مېړه ته یې د حق ورکړې خبره وه او په دې آیت کې له هغوی د خپل حق اخستنې خبره ده.

 

پېغامونه:

1- حق دې حقدار ته ورسي،ان که په ځنډ وي.( فاتَکُمْ شَیْءٌ … فَآتُوا … مِثْلَ)

2- څه چې له مسلمان وګړي د ایمان په پار له لاسه وځي، باید اسلامي نظام  یې جبران کړي. (فاتَکُمْ شَیْءٌ … فَآتُوا)

3-د مسلمانانو مال ساتنې او تاوان جبیره کولو ته د کفارو تعقیب جایز دی. (فاتَکُمْ … فَعاقَبْتُمْ)

4-خپل حق اخستو ته مو راپاڅئ. (فاتَکُمْ … فَعاقَبْتُمْ)

5-د زیانمنو ملاتړ دې وشي او له بیت المال یا ولجو -غنایمو دې یې تاوان جبران شي. (فاتَکُمْ شَیْءٌ … فَآتُوا … مِثْلَ ما أَنْفَقُوا)

6-په خپل حق اخستو کې تقوا او ځان کابو کول پکار دي. «مِثْلَ ما أَنْفَقُوا وَ اتَّقُوا اللّهَ»

7-وټیزې – اقتصادي چارې تېروتنځی دی؛ نو تقوا ولرئ او له الله (ج) وډار شئ. (فَآتُوا … مِثْلَ ما أَنْفَقُوا وَ اتَّقُوا اللّهَ)

8-هم دې تاواني، په خپل تاوان غوښتو کې تقوا ولري او تر تاوانه ډېر دې نه غواړي او هم دې ټولنه په دې باب ځان نه تېرباسي. «اتَّقُوا اللّهَ»

9-تقوا د واقعي ایمان نښه ده. «وَ اتَّقُوا اللّهَ الَّذِی أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ»

 

یا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِذا جاءَکَ الْمُؤْمِناتُ یُبایِعْنَکَ عَلی أَنْ لا یُشْرِکْنَ بِاللّهِ شَیْئاً وَ لا یَسْرِقْنَ وَ لا یَزْنِینَ وَ لا یَقْتُلْنَ أَوْلادَهُنَّ وَ لا یَأْتِینَ بِبُهْتانٍ یَفْتَرِینَهُ بَیْنَ أَیْدِیهِنَّ وَ أَرْجُلِهِنَّ وَ لا یَعْصِینَکَ فِی مَعْرُوفٍ فَبایِعْهُنَّ وَ اسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ«12»=پېغمبره! چې مؤمنې ښځې بيعت ته درشي (؛ نو شرط به يې دا وي): له الله سره به هېڅ څيز نه شريكوي؛ غلا او زنا به نه كوي؛ خپل مټینګي (ارمونى اولاد) به په دروغو په خپل مېړه پورې نه ورتړي او په ښو (چارو) كې به سرغړونه درځنې نه کوي؛ نو بيعت ورسره وكړه او له الله بښنه ورته وغواړه، چې الله ډېر بښونكى لورين دى.

 

ټکي:

*د مکې د سوبې پر ورځ، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم، چې پر صفا غونډۍ له سړیو بیعت اخسته؛ نو ښځمنې هم آنحضرت ته ورغلې، چې بیعت وکړي، دا آیت راغی او د بیعت څرنګوالی یې اوڅار کړ.

له ښځمنو سره د پېغمبراکرم بیعت په دې بڼه و، چې آنحضرت به خپل مبارک لاس د اوبو په یوه لوښي کې ایښوده او بیا به یې ښځمنو ته ویل: بیعت کولو ته مو خپل لاس په اوبو کې غوپه کړئ.«ادخلن ایدیکن فی هذه الماء فهی البیعه»[41]

*کوم شرطونه چې په دې آیت کې راغلي، ګروهیز – اعتقادي او اخلاقي آرونه دي، چې ښځه او سړی دواړه دې یې رعایت کړي.

 

پېغامونه:

1-ښځه خپلواکه وګړه ده، د ارادې خاونده، ټاکونکې او خپلواکه حقیقي او حقوقي وګړه لري، تردې چې په صدر اسلام کې به ښځو نېغ په نېغه له رسول الله سره خبرې اترې کولې. (یا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِذا جاءَکَ الْمُؤْمِناتُ یُبایِعْنَکَ …)

2-له ښځې او سړي سره د اسلامي ټولنې د مشرتابه چلن یو شان او د ښځې او سړي دواړو په لاسرس کې دی. «جاءَکَ الْمُؤْمِناتُ»

3- دین له سیاسته جلا نه دی «الْمُؤْمِناتُ یُبایِعْنَکَ» (بیعت یو سیاسي چار دی.)

4-د مسلمانانو له ډېروالي سره مینه مو، له ارزښتونو غافل نه کړي او هرڅوک مه منئ. (یُبایِعْنَکَ عَلی أَنْ لا یُشْرِکْنَ …)

5-امنیت ته د اسلامي نظام ځانګړی پام دی ؛

هم وټيز – اقتصادي امنیت ، «لا یَسْرِقْنَ»

هم کورنی امنیت ، «لا یَزْنِینَ»

هم ځاني امنیت ، «لا یَقْتُلْنَ»

هم حیثیتي او عِرضي امنیت ، «لا یَأْتِینَ بِبُهْتانٍ»

او هم سیاسي، ټولنیز امنیت. «لا یَعْصِینَکَ فِی مَعْرُوفٍ»

6-د ګروهو – اعتقاداتو سمونه، د کړنو پر سمونو ورلومړۍ ده.(لومړی «لا یُشْرِکْنَ»، بیا نورې چارې)

7-یوازې ایمان بسیا نه دی، پر کړنو ژمنه او د اسلامي ټولنې له مشرتابه لاروي هم پکار ده. (اَلْمُؤْمِناتُ یُبایِعْنَکَ عَلی …)

8-له مفاسدو د ښځې روغتیا د ټولنې د روغتیا لاره چاره ده.( لا یُشْرِکْنَ …)

9- شرک بیخي نه منل کېږي.(د «شَیْئاً» کلیمه د «لا یُشْرِکْنَ» ترڅنګ ددې څرګندوی ده، چې ان ذره یې د منلو وړ نه دی)

10-له بدیو په منع، کې د بدیو له ټولو څېرو سره مبارزه وکړئ، ګروهیزې – اعتقادي «لا یُشْرِکْنَ»، وټیزې – اقتصادي «لا یَسْرِقْنَ»، جنسي «لا یَزْنِینَ»، کورنۍ «لا یَقْتُلْنَ أَوْلادَهُنَّ» او ټولنیزې. «لا یَأْتِینَ بِبُهْتانٍ»

11-د خلکو د پت او عزت ساتل خورا اړین دي او باید لږ هم ټکنی نشي. «لا یَأْتِینَ بِبُهْتانٍ»

12-په اسلامي نظام کې، چورلیځ، مشرتابه دی او ټول دې یې تابع وي.«لا یَعْصِینَکَ» (د«لا یعصین الله» پرځای)

13-که منکرات/بدۍ نه وي؛ نو د معروف/ښېګڼو لار وهل خورا اسان دي. (منکرات جلا جلا راغلي؛ خو معروف په یوه غونډله – جمله کې راغلي دي.) «لا یَعْصِینَکَ فِی مَعْرُوفٍ»

14-ښځمنې په ګروهیزو، ټولنیزو، اخلاقي او سیاسي چارو کې د سړیو ترڅنګ دي او پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د وحې تر سیوري لاندې، له هغوی سره عادلانه چلن درلود. «فَبایِعْهُنَّ»

15-د بیعت شرایط دې راڼه او د بیعت کوونکیو له زیانمنېدونکیو شرایطو سره سم وي.( په جاهلي کورنیو کې غلا، زنا، اولاد وژنه او تورنول ډېر دود وو). (یُبایِعْنَکَ عَلی أَنْ … فَبایِعْهُنَّ)

16- پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله دنده درلوده، چې هغو ته دعا او استغفار وکړي، چې بیعت یې ورسره کړی دی. «وَ اسْتَغْفِرْ لَهُنَّ»

17-الهي اولیاوو ته توسل جایز او دعا یې منل شوې ده؛ ګنې الله (ج) به ورته د دعا حکم نه ورکاوه. «وَ اسْتَغْفِرْ لَهُنَّ»

18-که څه اسلام راوړل، د کفر پېر چارې پوښي او له منځه یې وړي؛ خو بیا هم د پېغمبر اکرم دعا ته اړتیا ده. «وَ اسْتَغْفِرْ لَهُنَّ»

19-د خلکو بده مخینه دې لامل نشي،چې دعا ورته ونکړئ. «اسْتَغْفِرْ لَهُنَّ»

20-الهي لورنه او بښنه د دعا د منل کېدو ملاتړ ده. (وَ اسْتَغْفِرْ … إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ)

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَتَوَلَّوْا قَوْماً غَضِبَ اللّهُ عَلَیْهِمْ قَدْ یَئِسُوا مِنَ الْآخِرَهِ کَما یَئِسَ الْکُفّارُ مِنْ أَصْحابِ الْقُبُورِ«13»=مؤمنانو! له هغې ډلې سره دوستي مه كوئ، چې الله پرې غوسه شوى، په يقين دوى له اخرته نهيلي دي؛ لكه چې کافران په قبرونو کې د پرتو خلکو له راژوندي کېدو (یا مړه کافران چې د الله له ثواب او رحمته) نهيلي دي.

 

ټکي:

* «تولی» کله د دوستۍ او کله د ولایت او چارسنبالۍ منلو په مانا دی او په دې آیت کې یې له دواړو ماناوو منع شوې ده.

*په دې آیت کې له غضب شویو مراد یهود او له کفارو مراد، د مکې مشرکان دي، یهودان د آخرت له ثوابه نهیلي دي او له قیامته منکر مشرکان له خپلو مړیو. [42]

*ددې سورت لومړی آیت د الله (ج) له دښمنانو د برائت او مسلمانانو په اړه و او روستی آیت یې هم په همدې اړه دی. دا د قرآن یوازېنی سورت دی، چې لومړی او روستی دواړه آیتونه یې په «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا» پیل شوي دي.

 

غضب شوي په قرآن کې

په قرآن کې یو شمېر وګړي په الهي غضب اخته شوي؛ لکه:

د یهودو په اړه وايي: «وَ باؤُ بِغَضَبٍ» [43]هغوی پر الهي پرغز – قهر او غضب اخته شول.

د قاتلانو او منافقانو په اړه وايي: «غَضِبَ اللّهُ عَلَیْهِمْ» [44]الله ورته غوسه شوی دی.

د بې عمله علماوو په اړه وايي: «کَبُرَ مَقْتاً عِنْدَ اللّهِ»[45]د الله په نزد ستر غضب هغوی ته دی، چې په خپلو خبرو او ژمنو عمل نه کوي.

د قارون، فرعون، ابولهب او بلعم باعورا په څېر وګړي هم په قرآن کې په الهي غضب اخته شوي دي.

*له آخرته نهیلي؛ یعنې له الهي ځواک، حکمت او عدالته نهیلي. هغه چې آخرت نه مني، ډپ ته رسي. هغه شتون او پاتېدو ته کوم دلیل نلري؛ ځکه له ځان سره وايي: له مودو کړاو او هڅو روسته په مړینه له منځه ځو؛ نو ښه به وي،چې له همدا اوسه ځان له منځه یوسو.

که پوپناه کېږو او ورکېږو؛ نو ښوونه او روزنه او چوپړ مانا نه لري. که دا ماڼۍ له منځه ځي؛ نو جوړول، ساتنه او سینګارول یې مانا نه لري.

که پوپناه کېږو؛ نو ولې له خوندونو او ځاني غوښتنو لاس پر سر شو ؟

چې پوښتنه راځنې نه کېږي؛ نو چې ژوندي یو، ځانونه دې له ځاني غوښتنو ځار کړو.

 

پېغامونه:

1-د الله (ج) ملګری له هغه سره دوستي نه کوي، چې الله (ج) غضب پرې کړی دی. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَتَوَلَّوْا»

2-که څه کتابیان پر قیامت ګروهه – عقیده لري؛ خو داچې، الله (ج) ورته غوسه او د آخرت ثواب ته هیلمن نه دي؛ نو په قیامت کې یې وضعیت د معاده له منکرو او کافرانو سره توپير نه لري. «یَئِسُوا مِنَ الْآخِرَهِ کَما یَئِسَ الْکُفّارُ»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

 

 

[1] المیزان تفسیر

[2] – مجمع البیان،روح البیان،صافي،مراغي،المیزان او نمونه تفاسیر، په نقل کې له لږ توپیر سره.

[3] – المیزان تفسیر

[4] – المیزان تفسیر

[5] – مائده،82.

[6] – بقره،105.

[7] – قلم،9.

[8] – آل عمران،118.

[9] – نساء،102.

[10] – طارق،15

[11] – نساء،44

[12] – نساء،101

[13] – بقره،9.

[14] – ممتحنه،2.

[15] – آل عمران،72.

[16] – منافقون،4.

[17] – انفال،60

[18] – آل عمران،118

[19] – غررالحکم.

[20] – مؤمنون،101.

[21] – بقره،166

[22] – .احزاب،21.

[23] – مقتل ابي مخنف، ۸۶ مخ.

[24] – بحار، ۵۳ ټ، ۱۸۰ مخ

[25] – بقره،124

[26] – بقره،125.

[27] – آل عمران،67.

[28] – توبه،114

[29] – نحل،120

[30] – نجم،37

[31] – .انبیاء،57.

[32] – عنکبوت،26

[33] – .صافات،103

[34] – توبه،6.

[35] – انفال،61

[36] – توبه،60

[37] – المیزان،نمونه او فرقان تفاسیر.

[38] – د فخررازي کبیر او مراغي تفاسیر.

[39] – نورالثقلین تفسیر

[40] – نساء،141.

[41] – مجمع البیان او نورالثقلین تفاسیر.

[42] – المیزان تفسیر.

[43] – آل عمران 112

[44] – فتح 6

[45] – غافر 35.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!