تبلیغات

د حضرت امام حسين پر مبارك مزار اى هغه چې تۀ يې لسه نبي نبى لـه تانه ای  چې مور او پلار نبي په تا قربانول ای  د حوصلی  همت مېړانې د نګه غره ستا سره ډغره خپل تندي وو ماتول ای  هغه، معيار د قربانۍ دې چې اكمل كه خيری ، د اسلام د […]

د حضرت امام حسين پر مبارك مزار

اى هغه چې تۀ يې لسه نبي نبى لـه تانه
ای  چې مور او پلار نبي په تا قربانول
ای  د حوصلی  همت مېړانې د نګه غره
ستا سره ډغره خپل تندي وو ماتول
ای  هغه، معيار د قربانۍ دې چې اكمل كه
خيری ، د اسلام د ائينې دې وزد وېل
ای  ته د بتول په مقدسو شودو لويه
برخه دې و پاك نبي په دوش وو سپرېدل
ته وې چې پاكان دې پرې اتلس قرباني كړل
چې پرې بنيادونه د اسلام يې نړول
ای  چې قافله دې شوه تالا په دې مقام کې  
راغله ستا سلام ته ، قافله د پښتنو ده
تا ته وسيله مو د قېدي زېن العباده
مونږ ته نظر بويه زمانه د زولنوده
لری  اّفتونه چې زمونږ د دين دنيا شي 
راكړه محبت چې وظيفه دمېړنو ده
ستاسو په الفت کې  چې هم سوځوهم ګډېږو
خو ښه زمونږ دغه مشغله د سپېلنو ده
مونږ ته هم جذبې د قربانۍ نه برخه راكړه
بس دغه اّرزو د ښكلي دين د لېونو ده
ای  چې دې احسان پۀ سړي توب دی  تر قيامته
ای  د قربانۍ د دوه ليمو نظر حسېنه
مست چې د انسان ضمير په ميو ددنيا شو
تا دا بې خبر كړو په ايثار خبر حسېنه
غوټه ستا جبين چې شو ، تيرې وبوږنيدې
رادې وړ د رشد او هدايت سحر حسېنه
تېر شوې لـه عباس او لـۀ اكبر او لـۀ قاسمه
لاس شول درنه غوڅ او هم نظر ځيګر حسېنه
جار دې لـۀ مېړانې چې دې هر څه قرباني كړل
ټيټ دې د ګمراه پۀ مخکې  نۀ كړو سر حسېنه
هره خواته خپره پر ېشاني او ځان ځاني ده
پاتې په مسلم کې  جمعيت او نه طاقت دی  
مړې د زړه ډيوې شولې تيارۀ ده په محفل کې  
تللی  دلوګي غوندې الفت او اخوت دی  
مرسته يې حاصله د صليب او د ګرجې نه
وينو چې پشتي يې د عيسى همه امت دی  
خپل مهدي ته اووايه چې راشي دې دجال ته
اوګڼي روان د فنا لور ته دا ملت دی  
عرض مې په اخر کې  درته دا په ډېر نياز دی  
پورته دې هر لوري ته نښان د”بې نوا “شي
ستا د ديد ارمان يې چې په زړۀ وړی  عقبى ته
داسې الفاظ نشته وضاحت يې چې لـه ماشي
ګير يو پۀ تيرو د ابتلا کې  ای  امامه
پورته دې نقاب كړه د جبين نه چې رڼا شي
وايه مصطفى او مرتضى او مجتبى ته
هم پاكې بتول ته دا تيرې چې وار خطا شي
بيا هغه ساقي هغه محفل وي هغه می  وي
بيا هغه ماښام هغه رندان هغه صبا شي
                                ●●●

 

 

حضرت امام حسين

ستا د كربلا د استقلال ته بۀ زه څۀ واېم
دی  د شګو پړی  چې هيچا غړلی  نۀ دی  
څوك بۀ چې پۀ څنګ شو ، تا ګزار پرې نۀ كړلو
زور کې  دې جلال وه، خو جمال دې تللی  نۀ دی  
دايثار د اسمعيل نه ابتدا اوزېږېدله
له حسېنه تكامل او انتها اوزېږېدله
لور لـۀ موره پيدا كيږي لـۀ ډيوې شي ډيوه بله
كه يې ګورې د كعبې نه كربلا اوزېږېدله
پاك حسېن بۀ سر دحق نه، ولې نه قربانولی  
احترام د بېت الله يې پۀ سرشت کې  وۀ راغلی  
په كعبه کې  يې نيكه حجر اسود وۀ نصب كړی  
هم بابا يې په حرم کې  د كعبې وۀ زېږېدلی  
چې راغلی  د قراّن پرې،  اّيتونه دي ناطق
پۀ حسېن د طهارت يې نښانونه دي ناطق
قراّنونه د وصامت چې په صفېن کې  په نېزو وو
په كربل کې  په نېزو دي، قراّنونه دي ناطق
                                ●●●

 

 

ميړنى حسين

الله الله ! د شهادت هغه منظر د حسېن
چې شمر غوڅ كړو په خنجر د ستم سر د حسېن
سر په ثنا د رب صمد شو هر پرهر د حسېن
لكه چې كل وي لـه اجزا اجزا لـه كل وتلي
حسين منى و انا من الحسين راغلي
دی  يې رڼا ؤو ، چې بابا او ګنو نمر د حسېن
له سمعًا و بصراً پکې  صفات د يزدان
د نوح نبي په څېر يې نه وه مدعا د طوفان
د ستم حد او شو خو سترګه نۀ شوه تر د حسېن
په كوم ساعت چې د حادث ځنې قديم شو جدا
عرش ؤ، په مزكه اورېدی  شو ترې كلام د مولا
سر د قراّن په تلاوت په نېزه سر د حسېن
تنده ګرمي او بې كسي او خاوندان د علي
غرېو د زېنب د صغرا چغې د بانو اسويلي
زلزله تندر او سيلۍ ګوره ځيګر د حسېن
لكه مارغان ويرې اخستي بې سكتې شول اشرار
چې ذوالفقار د اژدها ژبې بهر شوې هزار
شو لـۀ نيامه غضب چې را بهر د حسېن
بيا په شانه يې د بلا خپله ګمگنځ كړ څړۍ
د شهادت ناوې سيند وركړه د حسرت پۀ دړۍ
چې د حرم نه كربلا ته شو سفر د حسېن
چې پۀ لسمه خزان راغی  په چمن د علي
دا ويره نۀ ده كړي د دوؤ سترګو ديدن د نبي
دا د خېمو په لوري اوړی  چې نظر د حسېن
د شهادت په وينو رنګ چې شوه لمن د امام
د فضا سترګې شوې ګلرنګې د شفق په خرام
فطرت ژړا وكړه په پرخه د سحر د حسېن
امام پۀ وينو خشكه مزكه د كربلا كړه چمن
حمزه كه تندې د فراق دې سوخته كړی  وې تن
پل يې پۀ پل ږده ملاقي شه په كوثر د حسېن
                             ●●●



    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست