تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په قرآن کې فقهي احکام قرآن ټولو دردونو ته د شفا نسخه ده او د انسان ټولو غوښتو ته يې په ټولو برخو کې مناسب ځواب ورکړى دى او داچې قرآن  ته نړۍ وال او د ټولو وختونو کتاب ويل کېږي، ددې لپار دى، چې د انسان ټولو غوښتنو ته  ځواب […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په قرآن کې فقهي احکام

قرآن ټولو دردونو ته د شفا نسخه ده او د انسان ټولو غوښتو ته يې په ټولو برخو کې مناسب ځواب ورکړى دى او داچې قرآن  ته نړۍ وال او د ټولو وختونو کتاب ويل کېږي، ددې لپار دى، چې د انسان ټولو غوښتنو ته  ځواب ورکولاى شي. په اتلسمه زده کړه کې مو  په لنډه د قرآن تقريبا سلو موضوعګانو ته اشاره وکړه، چې يوه موضوع يې هم احکام دي، چې خداى راته پردې احکامو  د عمل حکم راکړى دى.

احکام څه ته وايي؟

د اسلام د سپېڅلې شرع په څرګندنه-اصطلاح احکام ټولو هغو د ستوراتو او قانونو ته ويل کېږي،چې خداى له مسلمانانو پرې عمل غوښتى دى.

 شرعي احکام هم هماغه ديني دستورات دي،چې هر عاقل، بالغ  او مکلف مسلمان بايد کله،چې د تکليف سن ته ورسېد؛ نو بايد عمل پرې وکړي .

هر دين ځان ته قانون او دستورات لري، چې لارويان يې پرې بايد عمل وکړي او بې قانون دين بشپړ نه دى . اسلام هم داحکامو په وضع کولو ( عملي قوانين او دستورات) مسلمانان د تکامل په بهير کې اچولي دي، چې ددې  احکامو په عملي کولو د خداى خوښي ګوتو ته راوړي.

 د قرآن شريف يو سورت هم پورتنۍ موضوع ته اشاره کړې ده او په والعصر سورت کې وايي :

((وَالْعَصْرِ .إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ . إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ = پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى؛خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په زغم سپارښتنه  کړې وي .))

د احکامو له آيتونو سره آشنايي

١ _ لمونځ کول او زکات ورکول :

((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ [1]= او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړئ ( او لمونځ په جمع وكړئ) ))

٢ _ پر نېکيو امر او له بديو منع :

((وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ [2]= او بايد ستاسې له منځه يوه ډله وي،چې (خلك) نېكيو ته راوبولي او پر ښو چارو ورته امر وكړي او له بديو يې راواړوي او همدغه بريالي دي . ))

٣ _ له محارمو سره واده حرام دى :

((وَلاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاء سَبِيلاً [3]= او له كومو ښځو سره،چې ستاسې پلرونو واده كړى وي؛هېڅكله واده و نه کړئ؛خو څه چې ( ددې حكم تر نازلېدو) مخكې شوي دي،هغه شوي دي؛ځكه دا بدلمني کرکجن چار او ناسمه لار ده .))

٤ _ د اودس کولو طريقه :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَـكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ  [4]= مؤمنانو! لمانځه ته چې پاڅېدئ؛ نو خپل  مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ او سرونه (مسح کړئ) او پښې تر(پړكيو) پورې مسح كړئ اوكه په جنابت کې ياست؛نو( په غسل کولو) ځان پاك كړئ او كه ناروغ  يا مسافر ياست او يا له تاسې څوك له اودس ماتي راشي يا تاسې  پر ښځو لاس لګولى وي (اوکوروالى مو كړى وي) او ( د غسل يا اوداسه لپاره) اوبه  و نه  مومئ؛ نو پر پاكه خاوره تيمم وكړئ او پر مخ و لاس يې راكاږئ، خداى تاسې تنګول نه غواړي؛بلكې غواړي پاك مو كړي او خپله لورنه درباندې پوره كړي . ښايې شكر يې پر ځاى كړئ .))

٥ _ د کفارو او مشرکينو پر جنازه لمونځ مه کوئ :

((وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ  [5]=  او بيخي پر يوه مړي يې هم (د جنازې) لمونځ مه کوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پر قبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او په سرغړاندۍ كې مړه شوي دي .))

 قرآن  د احکام پېژندو معيار دى

ددې آيتونو يوه غوره ځانګړنه داده،چې مدني دي او دا سورتونه د شرعي احکامو په باب نازل شوي دي .

او پردې احکامو د پوهېدنې لپاره لاندې وسايل په کار دي او بايد د فقهې په علم کې هم پوهه ولرو،چې په الهي احکامو پوه شو.

١ _ قرآن . ٢ _ سنت. ٣ _  عقل ياقياس. ٤ _ اجماع.

[1] (بقره/٤٣)

[2]  (آل عمران/١٠٤)

[3] (نساء/٢٢)

[4] (مائده/٦)

[5] (توبه/٨٤)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!