تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ښیون – هدایت څه ته وايي؟ ښیون- هدایت،لارښوونې ته وايي.یو قافله د یوې موخې پر لوري روانه ده او څوک پوښتي،چې د پلانۍ ځاى لار کومه ده او هغه یې هم ورته ښيي،چې دېخوا یا هاخوا ولاړ شه . دا لارښوونه ده،چې د لارې پر بلدتیا فرع ده. څوک د قافلې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ښیون – هدایت څه ته وايي؟

ښیون- هدایت،لارښوونې ته وايي.یو قافله د یوې موخې پر لوري روانه ده او څوک پوښتي،چې د پلانۍ ځاى لار کومه ده او هغه یې هم ورته ښيي،چې دېخوا یا هاخوا ولاړ شه . دا لارښوونه ده،چې د لارې پر بلدتیا فرع ده. څوک د قافلې لارښودېدای شي؟ هغه چې پوه شي قافله پر کومه لار روانه ده  او چېرې ځي. ټولنه هم لکه د قافلې په شان تل په حرکت کې ده. که وغواړو که نه دا قافله تل په حرکت کې ده. موږ باید پوه شو،چې قافلې څرنګه پر مخ یوسو؛ لکه د یو  چلوونکي په څېر،چې موټر چلوي، په یو ځای کې باید موټر ودروي . په بل ځای کې باید ځغاسته ډېره کړي،په یو ځای کې یې باید راتاو کړي، په بل ځای کې ګېر بدل کړي او په یو ځای کې هم تم شي . دا ټول د موټر په چلونه یا ښیون کې اړین دي . د ټولنې په ښیون کې هم دا ټول اړین دي . دا ټول هر څه په معلوم وخت کې لازمېږي . دې ته د ټولنې سازښت پېژندنه وايي. که بې له دې وي؛نو ناشونې ده،چې څوک رښتيا د ټولنې لارښود وي او د ټولنې ګټې ووايي.

کله د ټولنې لارښودېدای شي؟چې پر دې ټولو پوه شو او د ټولو ځایونه وپېژنو او پوه شو،چې د ټولنې په کوم ځای کې تم شو او په کوم ځای کې تاو شو. ټولنه خوځون – حرکت او بدلونونه لري .کله ستر ټولنیز بدلونونه رامنځ ته کېږي، ټولنه یو موړ ته رسي،چې ټولنې ترې باید تېره شي . هغه نوى حالت،چې اوس رامنځ شوی،نوى تمدن،چې رامنځ ته شوی،بېلابېلې اندې ،چې راپیدا شوي؛نو ټولنه مو له یو موړ ته رارسېدلې ده او د یو لاس اچوونکي پر وړاندې درېدلې ده او په اسانۍ او بې خطره باید له دې خطره تېره شي . یو دېوال مو مخې ته راغلى،چې باید تر څنګ يې تاو شو او خپله لار ووهو. پر کومه لار،چې روان یو، نه ښايي په پټو سترګو پرې ولاړ شو. پخوا دېوال نه و،اوس دېوال راپیدا شوی، مخې ته مو سیند دی، غر او تنګى دی .

په هر حال د ټولنې لارښود باید پوه شي،چې په کوم ځای کې ټولنه تاوه کړي او نوې لارې ته یې سمه کړي او د خپلي اصلي موخې پر لوري روانه شي . همداراز باید پوه شو،چې په کوم ځای کې ځغاسته ډېره کړو. په یو ځای کې د سیالۍ ډګر وي او ټول هڅه کوي،چې سیالي وګټي او مخکې شي؛نو دلته باید چټکتیا – سرعت او قوه زیاته کړو. نړۍ نن د پوهې او صنعت د سیالۍ ډګر ګرځېدلې ده . اوس،چې په ټولنه کې داسې سیالي رامنځ ته شوې؛نو باید هڅه وکړو،چې ټولنې خوځنده کړو،چې په دې سیالۍ وروسته پاتې نشي او کېناستل او نیوکې کول، دا کار وکړخ او هغه مه کوه؛نو دې ته ښیون- هدایت نه وايي .

په هر حال پراخې پوهې ته اړتیا ده،چې بېلابېل وختونه تشخیص کړو، باید پوه شي،چې په کوم ځای کې سنګر دى،چې پکې کېنو او کوم فرصت رامنځ ته شوی،چې ورنه ګټنه وکړو .

 رسول اکرم وايي:(( ان لربکم فی ایام دهرکم نفحاتٍ، الا فتعرضو الها)) د الهي لورنې بادونه کله نا کله رالوځي . الهي لورنه لکه د باد په څېر خبر نه ورکوي،چې کله او په کومه شېبه کې راځم . هوښیار اوسئ،چې له دې بادونو ګټنه وکړﺉ،فرصتونه لکه د بادونو په څېر ژر تېرېږي، که له ګوتو و ووت؛نو بېرته لاس ته نه راځي. په خواشینۍ موږ په داسې حالت کې یو،چې ورځ پر ورځ فرصتونه له لاسه ورکوو.

 

سرچینه: ده ګفتار، استاد مطهری

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!