تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ   پرله پسې ۱۲ مه برخه   ۷۵۸-حرص، ایمان ځپي. ۷۵۹-شک، د ناپوهۍ پایله ده. ۷۶۰-ځانمني، عقل تری تموي. ۷۶۱-اخلاص، د دینوالۍ روستۍ مرتبه ده. ۷۶۲-(د الله تعالی) خوښي، د ډاډ ثمره ده. ۷۶۳-پاکلمني، د ځيرکو خوی دی. ۷۶۴-حرص، د ناپاکانو خوی دی. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ  

پرله پسې ۱۲ مه برخه

 

۷۵۸-حرص، ایمان ځپي.

۷۵۹-شک، د ناپوهۍ پایله ده.

۷۶۰-ځانمني، عقل تری تموي.

۷۶۱-اخلاص، د دینوالۍ روستۍ مرتبه ده.

۷۶۲-(د الله تعالی) خوښي، د ډاډ ثمره ده.

۷۶۳-پاکلمني، د ځيرکو خوی دی.

۷۶۴-حرص، د ناپاکانو خوی دی.

۷۶۵-پوهه، ستره بریا ده.

۷۶۶-(د الله تعالی) اطاعت، پایښتی عزت دی.

۷۶۷-ځيرک، هغه دی، چې هیلې یې لنډې وي.

۷۶۸-شریف هغه دی، چې غوره چلن او کړنې ولري.

۷۶۹-دوه مخي، د کړنو بدرنګي ده.

۷۷۰-ورین تندیتوب، د دوستانو مینه ډېروي.

۷۷۱-(په دین کې) دوه مخي، د شرک رور دی.

۷۷۲-خیانت، بهتان او تور یوشان دي.

۷۷۳-نفاق (دوه مخي)، د کفر غبرګونې ده.

۷۷۴-غولونه، خورا ناوړه اندنه ده.

۷۷۵-دوه مخي، ایمان ځپي.

۷۷۶-دروغ، انسان ژوبلوي.

۷۷۷-نرمي، د ستریا نښه ده.

۷۷۸-(له خلکو سره) احسان، د ښېګڼو سر دی.

۷۷۹-حق، ځلانده لار ده.

۷۸۰-رښتیا، بریمن دلیل دی.

۷۸۱-دروغ، د سرکوزۍ لامل دی.

۷۸۲-منت، نېکي تباه کوي.

۷۸۳-زهد، د سمونې کونجي ده.

۷۸۴-دنننۍ تقوا (ورع) د ژغورنې مشال دی.

۷۸۵-تقوا، د ښو اخلاقو سرلړ ده.

۷۸۶-د نورو زغمل، د دوستانو پت دی.

۷۸۷-دنننۍ تقوا، غوره ملګرې ده.

۷۸۸-تقوا، مزبوته کلا ده.

۷۸۹-تمه، همېشنۍ بندګي ده.

۷۹۰-(له خلکو) نهیلي، بیاځلي ازادي ده.

۷۹۱-زغم، له کړاوونو پناه ده.

۷۹۲-شکر او منندوینه، د نعمتونو ښکلا ده.

۷۹۳-قناعت، د خوښۍ نښه ده.

۷۹۴-صبر، د بریا ملاتړ دی.

۷۹۵-صبر، د بریا نښه ده.

۷۹۶-صبر، کړاوونه لرې کوي.

۷۹۷-صبر، دښمن ماتوي.

۷۹۸-صبر، د نشتمنۍ پر وړاندې یوه وسله ده.

۷۹۹-صبر، تاوان تمبوي.

۸۰۰-صبر، د هر کار مرستندوی دی.

۸۰۱-صبر، غوره توښه او پناه ده.

۸۰۲-ورکړه، غوره خوشحالي ده.

۸۰۳-عاجزي، د پوهې پایله ده.

۸۰۴-د زغم پایله، د غوسې سړول دي.

۸۰۵-زغم، د ستریا بنسټ دی.

۸۰۶-(د نادودو) زغمل، د سیاست ښکلا ده.

۸۰۷-عفوه، د ځواکمنۍ ښکلا ده.

۸۰۸-عدالت، د واکمنۍ بنسټ دی.

۸۰۹-عفوه، د ستریا لامل دی.

۸۱۰-ورکړه، د ستاینې لامل ده.

۸۱۱-ورکړه، د پېغمبرانو خوی دی.

۸۱۲-دعا، د الله تعالی د دوستانو وسله ده.

۸۱۳-مینه، د ورکړې مېوه ده.

۸۱۴-کنجوسي، دښمني پنځوي.

۸۱۵-کنجوس، تل ذلیل دی.

۸۱۶-کینه کښ، تل رنځور دی.

۸۱۷-احسان، انسان مطیع او ایلوي.

۸۱۸-منت، احسان ځپي.

۸۱۹-ډاډمني، د عقلمنۍ نښه ده.

۸۲۰-مړانه، د ستریا نښه ده.

۸۲۱-کمعقلي، د اخلاقو بدرنګي ده.

۸۲۲-ناپوهي، ناوړه کړنې دي.

۸۲۳-کمعقلي، ژوند تنګوي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!