بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ پرله پسې ۱۲ مه برخه ۷۵۸-حرص، ایمان ځپي. ۷۵۹-شک، د ناپوهۍ پایله ده. ۷۶۰-ځانمني، عقل تری تموي. ۷۶۱-اخلاص، د دینوالۍ روستۍ مرتبه ده. ۷۶۲-(د الله تعالی) خوښي، د ډاډ ثمره ده. ۷۶۳-پاکلمني، د ځيرکو خوی دی. ۷۶۴-حرص، د ناپاکانو خوی دی. […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
غررالحکم
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ
پرله پسې ۱۲ مه برخه
۷۵۸-حرص، ایمان ځپي.
۷۵۹-شک، د ناپوهۍ پایله ده.
۷۶۰-ځانمني، عقل تری تموي.
۷۶۱-اخلاص، د دینوالۍ روستۍ مرتبه ده.
۷۶۲-(د الله تعالی) خوښي، د ډاډ ثمره ده.
۷۶۳-پاکلمني، د ځيرکو خوی دی.
۷۶۴-حرص، د ناپاکانو خوی دی.
۷۶۵-پوهه، ستره بریا ده.
۷۶۶-(د الله تعالی) اطاعت، پایښتی عزت دی.
۷۶۷-ځيرک، هغه دی، چې هیلې یې لنډې وي.
۷۶۸-شریف هغه دی، چې غوره چلن او کړنې ولري.
۷۶۹-دوه مخي، د کړنو بدرنګي ده.
۷۷۰-ورین تندیتوب، د دوستانو مینه ډېروي.
۷۷۱-(په دین کې) دوه مخي، د شرک رور دی.
۷۷۲-خیانت، بهتان او تور یوشان دي.
۷۷۳-نفاق (دوه مخي)، د کفر غبرګونې ده.
۷۷۴-غولونه، خورا ناوړه اندنه ده.
۷۷۵-دوه مخي، ایمان ځپي.
۷۷۶-دروغ، انسان ژوبلوي.
۷۷۷-نرمي، د ستریا نښه ده.
۷۷۸-(له خلکو سره) احسان، د ښېګڼو سر دی.
۷۷۹-حق، ځلانده لار ده.
۷۸۰-رښتیا، بریمن دلیل دی.
۷۸۱-دروغ، د سرکوزۍ لامل دی.
۷۸۲-منت، نېکي تباه کوي.
۷۸۳-زهد، د سمونې کونجي ده.
۷۸۴-دنننۍ تقوا (ورع) د ژغورنې مشال دی.
۷۸۵-تقوا، د ښو اخلاقو سرلړ ده.
۷۸۶-د نورو زغمل، د دوستانو پت دی.
۷۸۷-دنننۍ تقوا، غوره ملګرې ده.
۷۸۸-تقوا، مزبوته کلا ده.
۷۸۹-تمه، همېشنۍ بندګي ده.
۷۹۰-(له خلکو) نهیلي، بیاځلي ازادي ده.
۷۹۱-زغم، له کړاوونو پناه ده.
۷۹۲-شکر او منندوینه، د نعمتونو ښکلا ده.
۷۹۳-قناعت، د خوښۍ نښه ده.
۷۹۴-صبر، د بریا ملاتړ دی.
۷۹۵-صبر، د بریا نښه ده.
۷۹۶-صبر، کړاوونه لرې کوي.
۷۹۷-صبر، دښمن ماتوي.
۷۹۸-صبر، د نشتمنۍ پر وړاندې یوه وسله ده.
۷۹۹-صبر، تاوان تمبوي.
۸۰۰-صبر، د هر کار مرستندوی دی.
۸۰۱-صبر، غوره توښه او پناه ده.
۸۰۲-ورکړه، غوره خوشحالي ده.
۸۰۳-عاجزي، د پوهې پایله ده.
۸۰۴-د زغم پایله، د غوسې سړول دي.
۸۰۵-زغم، د ستریا بنسټ دی.
۸۰۶-(د نادودو) زغمل، د سیاست ښکلا ده.
۸۰۷-عفوه، د ځواکمنۍ ښکلا ده.
۸۰۸-عدالت، د واکمنۍ بنسټ دی.
۸۰۹-عفوه، د ستریا لامل دی.
۸۱۰-ورکړه، د ستاینې لامل ده.
۸۱۱-ورکړه، د پېغمبرانو خوی دی.
۸۱۲-دعا، د الله تعالی د دوستانو وسله ده.
۸۱۳-مینه، د ورکړې مېوه ده.
۸۱۴-کنجوسي، دښمني پنځوي.
۸۱۵-کنجوس، تل ذلیل دی.
۸۱۶-کینه کښ، تل رنځور دی.
۸۱۷-احسان، انسان مطیع او ایلوي.
۸۱۸-منت، احسان ځپي.
۸۱۹-ډاډمني، د عقلمنۍ نښه ده.
۸۲۰-مړانه، د ستریا نښه ده.
۸۲۱-کمعقلي، د اخلاقو بدرنګي ده.
۸۲۲-ناپوهي، ناوړه کړنې دي.
۸۲۳-کمعقلي، ژوند تنګوي.
-
ټیګونه:
- احسان ځپي. ۸۱۹-ډاډمني
- انسان ژوبلوي. ۷۷۷-نرمي
- انسان مطیع او ایلوي. ۸۱۸-منت
- ایمان ځپي. ۷۵۹-شک
- ایمان ځپي. ۷۷۶-دروغ
- بریمن دلیل دی. ۷۸۱-دروغ
- بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
- بهتان او تور یوشان دي. ۷۷۳-نفاق (دوه مخي)
- بیاځلي ازادي ده. ۷۹۱-زغم
- پایښتی عزت دی. ۷۶۷-ځيرک
- تاوان تمبوي. ۸۰۰-صبر
- تل ذلیل دی. ۸۱۶-کینه کښ
- تل رنځور دی. ۸۱۷-احسان
- چې غوره چلن او کړنې ولري. ۷۶۹-دوه مخي
- چې هیلې یې لنډې وي. ۷۶۸-شریف هغه دی
- خورا ناوړه اندنه ده. ۷۷۵-دوه مخي
- ځلانده لار ده. ۷۸۰-رښتیا
- د اخلاقو بدرنګي ده. ۸۲۲-ناپوهي
- د الله تعالی د دوستانو وسله ده. ۸۱۳-مینه
- د بریا ملاتړ دی. ۷۹۵-صبر
- د بریا نښه ده. ۷۹۶-صبر
- د پوهې پایله ده. ۸۰۴-د زغم پایله
- د پېغمبرانو خوی دی. ۸۱۲-دعا
- د حضرت علی (ک) سپیڅلی ویناوی
- د حضرت علی کرم الله وجهه ویناوی
- د خوښۍ نښه ده. ۷۹۴-صبر
- د ځواکمنۍ ښکلا ده. ۸۰۸-عدالت
- د ځيرکو خوی دی. ۷۶۴-حرص
- د دوستانو پت دی. ۷۸۷-دنننۍ تقوا
- د دوستانو مینه ډېروي. ۷۷۱-(په دین کې) دوه مخي
- د دینوالۍ روستۍ مرتبه ده. ۷۶۲-(د الله تعالی) خوښي
- د ډاډ ثمره ده. ۷۶۳-پاکلمني
- د ستاینې لامل ده. ۸۱۱-ورکړه
- د ستریا بنسټ دی. ۸۰۶-(د نادودو) زغمل
- د ستریا لامل دی. ۸۱۰-ورکړه
- د ستریا نښه ده. ۷۷۸-(له خلکو سره) احسان
- د ستریا نښه ده. ۸۲۱-کمعقلي
- د سرکوزۍ لامل دی. ۷۸۲-منت
- د سمونې کونجي ده. ۷۸۴-دنننۍ تقوا (ورع) د ژغورنې مشال دی. ۷۸۵-تقوا
- د سیاست ښکلا ده. ۸۰۷-عفوه
- د شرک رور دی. ۷۷۲-خیانت
- د ښو اخلاقو سرلړ ده. ۷۸۶-د نورو زغمل
- د ښېګڼو سر دی. ۷۷۹-حق
- د عقلمنۍ نښه ده. ۸۲۰-مړانه
- د غوسې سړول دي. ۸۰۵-زغم
- د کړنو بدرنګي ده. ۷۷۰-ورین تندیتوب
- د کفر غبرګونې ده. ۷۷۴-غولونه
- د ناپاکانو خوی دی. ۷۶۵-پوهه
- د ناپوهۍ پایله ده. ۷۶۰-ځانمني
- د نشتمنۍ پر وړاندې یوه وسله ده. ۷۹۹-صبر
- د نعمتونو ښکلا ده. ۷۹۳-قناعت
- د هر کار مرستندوی دی. ۸۰۱-صبر
- د واکمنۍ بنسټ دی. ۸۰۹-عفوه
- د ورکړې مېوه ده. ۸۱۴-کنجوسي
- دښمن ماتوي. ۷۹۸-صبر
- دښمني پنځوي. ۸۱۵-کنجوس
- ژوند تنګوي.
- ستره بریا ده. ۷۶۶-(د الله تعالی) اطاعت
- عقل تری تموي. ۷۶۱-اخلاص
- غررالحکم - د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ- پرله پسې ۱۲ مه برخه - اندیال وېبپاڼه
- غوره توښه او پناه ده. ۸۰۲-ورکړه
- غوره خوشحالي ده. ۸۰۳-عاجزي
- غوره ملګرې ده. ۷۸۸-تقوا
- کړاوونه لرې کوي. ۷۹۷-صبر
- له کړاوونو پناه ده. ۷۹۲-شکر او منندوینه
- مزبوته کلا ده. ۷۸۹-تمه
- ناوړه کړنې دي. ۸۲۳-کمعقلي
- نېکي تباه کوي. ۷۸۳-زهد
- هغه دی
- همېشنۍ بندګي ده. ۷۹۰-(له خلکو) نهیلي