بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الزّخرُف سورت زخرف سورت نهه اتیا (۸۹) آیتونه لري او بې له ۴۵ ام آیته، نور ټول آیتونه یې په مکه کې نازل شوي. ددې سورت نامه له ۳۵ ام آیته اخستل شوې چې پکې د «زخرف» کلمه کارېدلې ده. زخرف د سرو، سپینو ، ګاڼې، ښکلا او سینګار په مانا […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
زخرف سورت نهه اتیا (۸۹) آیتونه لري او بې له ۴۵ ام آیته، نور ټول آیتونه یې په مکه کې نازل شوي.
ددې سورت نامه له ۳۵ ام آیته اخستل شوې چې پکې د «زخرف» کلمه کارېدلې ده.
زخرف د سرو، سپینو ، ګاڼې، ښکلا او سینګار په مانا دی.
ددې سورت عمده مطالب د قرآن، نبوت، د انبیاوو د مخالفینو غبرګون، د توحید دلایل، له شرک سره مبارزې، د انبیاوو د تاریخ د یوې برخې د یادونې او د معاد د صحنو په اړه دي.
پاموړ ټکی دا دی چې د قرآن پرله پسې اوه سورتونه د «حم» په مقطعه ټکیو پیلېږي. د غافر، فصّلت ، شوری، زخرف، دخان، جاثیه او احقاف سورتونه د «حوامیم سبعه» یا «آل حم» په سورتونو هم یادېږي.
بسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه
حم«1» = حا، ميم.
وَ الْکِتابِ الْمُبِینِ«2» = پر څرګندوى كتاب قسم!
إِنّا جَعَلْناهُ قُرْآناً عَرَبِیًّا لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ«3» = په یقین چې هغه موږ لوستونى عربي (= واضح) ګرځولى، چې (په حقایقو کې یې) اندنه وکړئ.
وَ إِنَّهُ فِی أُمِّ الْکِتابِ لَدَیْنا لَعَلِیٌّ حَکِیمٌ«4» = او بېشکه دا په ((ام الکتاب)) [= لوح محفوظ، الهي علم او آریزه لیکنه] کې زموږ په نزد، لوړمقامی، او له حکمته ډک دى.
ټکي:
د اسماني کتاب په توګه د قرآن ځانګړنې دا دي:
څرګند او څرګندوونکی دی.«مبین»
له الهي پوهې یې سرچینه اخستې. «فِی أُمِّ الْکِتابِ»
مانیز حالت لري. «لَدَیْنا»
ټکي او منځپانګه یې لوړی پوړي دي.«علی»
منځپانګه یې له حکمته ډکه او ټینګه ده. «حَکِیمٌ»
د «قرآن» کلمه د «قرأ» له جرړې د لوستوني کتاب په مانا ده.
د «عربی» کلمه له «عرب» څخه د څرګند او روښانه په مانا ده. عربي ژبه، یعنې څرګنده او بې ابهامه ژبه.
پېغامونه:
1- د مقطّعه ټکیو او د قرآن د نزول ترمنځ اړیکه ده. دا کتاب د همدې الفبا له ټکیو لیکل شوی دی. «حم وَ الْکِتابِ»
2- قرآن، سپېڅلی او د قسم وړ دی. «الْکِتابِ»
3- پر غیر الله هم قسم جایز دی. «وَ الْکِتابِ»
4- که څه د قرآن ځینې آیتونه متشابه دي، خو ډېری یې راڼه، څرګند او د پوهې وړ دي. «الْکِتابِ الْمُبِینِ»
5-قرآن، د خپلې ژبې پر عربي والي ټینګار لري. «قُرْآناً عَرَبِیًّا»
6- د الله تعالی د لارې ټاکنه باید د تعبد نه، بلکې د تعقل له لارې وي«قُرْآناً عَرَبِیًّا… تَعْقِلُونَ»
7- زموږ دنده د دین تبلیغ دی، که څه شک دی چې پر خلکو به اغېز وکړي. «قُرْآناً عَرَبِیًّا لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ»
8- ټول آسماني کتابونه یو واحد کتاب ته ورګرځي چې د ټولو کتابونو مور ده. «إِنَّهُ فِی أُمِّ الْکِتابِ»
9- د قرآن حقیقت په لوح محفوظ کې او له الله تعالی سره دی. «فِی أُمِّ الْکِتابِ لَدَیْنا»
10- تعقّل والا به هرو مرو له قرآنه بخرور شي. «لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ»
11- د بشر لاس به د قرآن ټولو لوړو پوهاویو ته و نه رسي. «لَعَلِیٌّ»
12- د وخت تېرېدنه او د بشري علومو پرمختګ د قرآن ټینګتیا نه راکموي. «حَکِیمٌ»
أَ فَنَضْرِبُ عَنْکُمُ الذِّکْرَ صَفْحاً أَنْ کُنْتُمْ قَوْماً مُسْرِفِینَ«5» = ايا له دې لامله، چې له پولو اوښتی قوم ياست [؛ نو بايد] پند (قرآن) درنه منع كړم (او له لارښوونې مو لاس واخلم)؟!
وَ کَمْ أَرْسَلْنا مِنْ نَبِیٍّ فِی الْأَوَّلِینَ«6» = او موږ په پخوانيو قومونو کې څومره پېغمبران ولېږل؛
وَ ما یَأْتِیهِمْ مِنْ نَبِیٍّ إِلاّ کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ«7» = او چې دوته به هر پېغمبر ورغی، ملنډې يې پرې وهلې.
فَأَهْلَکْنا أَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشاً وَ مَضی مَثَلُ الْأَوَّلِینَ«8» = نو موږ تر دوى (مشركانو) زورور، هلاك كړي او د پخوانيو (د هلاکت) بېلګې تېرې شوې دي.
ټکي:
«صفح» د مخ اړونې او «بطش» په ځواک او سختۍ سره یوځای د نیونې په مانا دی.
د قرآن په فرهنګ کې هغه کار ته اسراف ویل کېږي چې د الهي نعمتونو د ضایع کېدنې او توی تلنې لامل شي، ځکه په دې آیتونو کې هغوی پر مسرف یاد شوي چې د آسماني کتاب په اړه بې پروا وي.
پېغامونه:
1- د څو مزاحمو شتون دې د خیر د وړاندې کونې خنډ نشي. « أَ فَنَضْرِبُ عَنْکُمُ الذِّکْرَ…»
2- قرآن د راویښونې وزله ده. «الذِّکْرَ»
3- د الهي یادونو یا تذکّراتو پر وړاندې بې پروايي د اسراف یوه بېلګه ده. «کُنْتُمْ قَوْماً مُسْرِفِینَ»
4- د پېغمبرانو لېږل الهي قانون دی. « کَمْ أَرْسَلْنا… فِی الْأَوَّلِینَ»
5- پر ټولو انبیاوو یې مخالفینو ملنډې وهلې او هر پېغمبر باید د پخواني پېغمبرانو له حالته خبر وي چې په دې توګه د یوې ډلې د ملنډو له لامله له خپل کاره لاس پر سر نشي. «ما یَأْتِیهِمْ مِنْ نَبِیٍّ إِلاّ کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ»
6- انبیا به خلکو ته ورتلل. «یَأْتِیهِمْ»
7- د نورو له ستونزو سره بلدتیا د ډاډ او زړه غټاوي لامل او یو ډول اروایز چمتووالی دی. « ما یَأْتِیهِمْ… إِلاّ… یَسْتَهْزِؤُنَ»
8- ملنډې د انبیاوو د مخالفینو تلپاتې سلوک دی. «کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ»
9- لومړی غاړه خلاصونه، بیا سرغړاندو ته سزا.« یَأْتِیهِمْ مِنْ نَبِیٍّ… فَأَهْلَکْنا…»
10- پر الهي مېړنو ملنډې، د پوپنا کېدنې او هلاکت لاملېږي. «یَسْتَهْزِؤُنَ فَأَهْلَکْنا»
11- له تکړه او وړ کسانو چې پر دنده یې ګومارئ ملاتړ وکړئ. «یَسْتَهْزِؤُنَ – فَأَهْلَکْنا»
12- د زبرځواکو برم مات کړئ. «فَأَهْلَکْنا أَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشاً»
13- د خلکو ځواک د الهي پرغز- قهر خنډ نه دی. «فَأَهْلَکْنا أَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشاً»
14- تاریخ او پېښې یې قانونمنده دي او ځان ته ځانګړې دود او آرونه لري. «مَضی مَثَلُ الْأَوَّلِینَ»
وَ لَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ لَیَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِیزُ الْعَلِیمُ«9» = او كه له دوی وپوښتې: ((چا اسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟)) هرومرو وايي: ((چې پوه وسمن (الله) پيدا كړي دي.))
اَلَّذِی جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ مَهْداً وَ جَعَلَ لَکُمْ فِیها سُبُلاً لَعَلَّکُمْ تَهْتَدُونَ«10» = هغه چې ځمكه يې تاسو ته هوساينځاى وګرځوله او لارې يې درته پکې جوړې كړې، چې لار ومومئ (او پړاو ته ورسئ).
ټکي:
مشرکانو، الله پنځګوونکی (خالق) ګڼه؛ خو په عبادت کې یې بوتان لمانځل.
که د ځمکې برخې د لوړو دنګو غرونو او ژورو ناونو او درو له لارې یو له بله بېله وای، د انسان ژوند به پر ټپه ولاړ وای، له همدې کبله پر ځمکه د ارتباطي لارو د جوړونې شونتیا یو الهي نعمت دی.
پېغامونه:
۱-د کفارو ملنډې، حق ته د پېغمبرانو په بلنه کې خنډ نه دی. «یَسْتَهْزِؤُنَ – لَئِنْ سَأَلْتَهُمْ»
2- که څه کبر و ناپوهي او له نیکونو د پټو سترګو لاروي د انسان پر فکر سیوری کوي، خو فطرت یو مخې د الله تعالی پوهه او ځواک درک کوي. « لَیَقُولُنَّ… اَلْعَزِیزُ الْعَلِیمُ»
3- د الله تعالی د فطري پېژندنې لپاره نعمتونه رایاد کړو. « لَیَقُولُنَّ… اَلَّذِی جَعَلَ لَکُمُ»
4- خپله ځمکه ناهستوګنوړ وه، الله تعالی انسان ته هستوګنوړ کړه. «جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ مَهْداً»
5- د مخلوقاتو موخه، د انسان بخروري ده. « جَعَلَ لَکُمُ… جَعَلَ لَکُمُ »
6- د لارو شتون ستر الهي نعمت دی. «جَعَلَ لَکُمْ فِیها سُبُلاً»
7- که ګرځندوینه د عبرت نه، بلکې د غفلت پر بنسټ وي؛ نو مانیزه وده به ونلري. «جَعَلَ لَکُمْ فِیها سُبُلاً لَعَلَّکُمْ تَهْتَدُونَ»
8- ګرځندوینه، سفر او د ځمکې د برخو لیدنه د هدایت له وزلو ده. «سُبُلاً لَعَلَّکُمْ تَهْتَدُونَ»
وَ الَّذِی نَزَّلَ مِنَ السَّماءِ ماءً بِقَدَرٍ فَأَنْشَرْنا بِهِ بَلْدَهً مَیْتاً کَذلِکَ تُخْرَجُونَ«11» = او هغه چې له اسمانه يې په ټاکلي کچه اوبه نازلې کړې؛ نو موږ مړاوې سیمه پرې ژوندۍ کړه (او) تاسې (هم په قيامت كې له قبرونو) دغسې را ايستل كېږئ.
وَ الَّذِی خَلَقَ الْأَزْواجَ کُلَّها وَ جَعَلَ لَکُمْ مِنَ الْفُلْکِ وَ الْأَنْعامِ ما تَرْکَبُونَ«12» = او هغه چې [د څارویو او نورو] ټولې جوړې يې پيدا كړې او تاسې ته یې له بېړيو او څارويو سورلۍ جوړې كړې،چې (په لمده او وچه كې) پرې سواره شئ.
ټکي:
په تېر آیت کې د توحید په اړه خبرې وشوې، په دې آیت کې معاد ته اشاره شوې.
د «قدر» کلمه یا د کچې په مانا ده یا د تقدیر او کړلارې په مانا. یعنې باران یې په ټاکلي کچه راکوز کړ یا یې د کړلارې له مخې راکوز کړ. [1]
ظاهراً له «الْأَزْواجَ» څخه مراد بوټي او ګیاه دي، ځکه دا کلمه د باران تر ورښت او د ځمکې تر ژوندون روسته اوڅار شوې او د قرآن د نورو آیتونو پر بنسټ ،د جوړو قانون پکې روان دی. «أَزْواجاً مِنْ نَباتٍ شَتّی[2]»
په تېرو آیتونو کې د لارې خبره اوڅار شوې او په دې آیتونو کې په وچه او سمندر کې د سفر او ګرځېدو د وزلو خبره شوې، لکه اس، اوښ، کچره، کوچنۍ او لوی بېړۍ
پېغامونه:
1- د باران ټول څاڅکي حساب و کتاب لري. «نَزَّلَ مِنَ السَّماءِ ماءً بِقَدَرٍ»
2- په ټاکلې کچه د باران ورښت ستر نعمت دی. «بِقَدَرٍ»
3- الله تعالی کارونه په هغو وزلو کوي چې پخپله یې پيدا کړي دي.(باران یې د ځمکې د ژوندۍ کېدو لامل ګرځولی) «فَأَنْشَرْنا بِهِ بَلْدَهً مَیْتاً»
4- اوبه د ژوند سرچینه ده. «فَأَنْشَرْنا بِهِ بَلْدَهً مَیْتاً»
5- پسرلی او د بوټو راټوکېدل د قیامت یوه بېلګه ده. «کَذلِکَ تُخْرَجُونَ»
6- په قیامت کې د انسان ژوندي کېدل اجباري دي. «تُخْرَجُونَ»
7- جوړې یا زوجیّت په انسان یا څاروي پورې ځانګړې نه دي. «خَلَقَ الْأَزْواجَ کُلَّها»
8- د انسان صنعت د الهي الهام او له هغو قوانینو په ګټنې دی چې الله تعالی په پنځون کې په امانت ایښی دی. «جَعَلَ لَکُمْ مِنَ الْفُلْکِ»
9- طبیعي سورلۍ وزلې لکه څاروي او صنعتي سورلۍ وزلې لکه بېړۍ، دواړه الهي نعمتونه دي. « جَعَلَ لَکُمْ… ما تَرْکَبُونَ »
لِتَسْتَوُوا عَلی ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْکُرُوا نِعْمَهَ رَبِّکُمْ إِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَ تَقُولُوا سُبْحانَ الَّذِی سَخَّرَ لَنا هذا وَ ما کُنّا لَهُ مُقْرِنِینَ«13»= چې د دوی پر شا سواره شئ او چې کله پرې سم کېنئ، بیا د خپل پالونكي لورنه درياده كړئ او ووايئ: ((پاك دى هغه (الله) چې دا سورلۍ راته اېل كړې او (که نه) موږ یې د اېلولو وس نه درلود؛
وَ إِنّا إِلی رَبِّنا لَمُنْقَلِبُونَ«14» = او په رښتيا يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورستنېدوني يو.))
پېغامونه:
1- له نعمتونو ګټنه باید تل د الله تعالی له یاد او ترې له د شکر ایستنې سره مل وي ( نه دا چې د غرور او غفلت سبب شي) «لِتَسْتَوُوا… ثُمَّ تَذْکُرُوا»
2- نعمتونه او له اړتیاوو سره یې انډولتیا د الهي ربوبیت یو څرک دی. «نِعْمَهَ رَبِّکُمْ»
3- د شکر لار دې له الله تعالی زده کړو. «تَذْکُرُوا نِعْمَهَ رَبِّکُمْ… وَ تَقُولُوا…»
4- الهي تسبیح د الهي ستاېنې او حمد بېلګه ده . «تَذْکُرُوا نِعْمَهَ رَبِّکُمْ… سُبْحانَ الَّذِی»
5- انسان ته د ځمکې او سورلۍ اېلېدل، ستر الهي نعمت دی. «سَخَّرَ لَنا هذا»
6- که الله تعالی څاروي نه و اېل کړي ، انسان یې له ګټنې بېوسې و. «ما کُنّا لَهُ مُقْرِنِینَ»
7- پر بېوسۍ اعتراف، خپله د شکر یوه بېلګه ده. «وَ ما کُنّا لَهُ مُقْرِنِینَ»
8- د سفر لپاره د سورېدنې پرمهال دې د الله تعالی شکر وکړو او د نهايي سفر په یاد کې دې اوسو. «تَذْکُرُوا نِعْمَهَ رَبِّکُمْ إِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَ تَقُولُوا… إِنّا إِلی رَبِّنا لَمُنْقَلِبُونَ»
وَ جَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبادِهِ جُزْءاً إِنَّ الْإِنْسانَ لَکَفُورٌ مُبِینٌ«15» = او له دوی (مشركانو) د الله بندګانو ده ته یوه برخه ټاکلې (پرښتې یې د الله لوڼې ګڼلې)، په رښتیا انسان څرګند نامنندوی دی.
أَمِ اتَّخَذَ مِمّا یَخْلُقُ بَناتٍ وَ أَصْفاکُمْ بِالْبَنِینَ«16» = ايا هغه له خپلو مخلوقاتو ځان ته لوڼې نيولي او تاسې يې د زامنو په (درلودو) ځانګړي كړئ؟!
وَ إِذا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِما ضَرَبَ لِلرَّحْمنِ مَثَلاً ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَ هُوَ کَظِیمٌ«17» = او چې د دوى (مشرکانو) کوم يوه ته د هغه څه [د زوکړې] زېرى ورکړاى شي، چې پخپله یې د لوراند اولاد ګڼلی (؛ نو) له ډېره غمه يې مخ تک تور اوړي.
ټکي:
* له «عِبادِهِ» مراد پرښتې دي، چې مشرکانو د نجلۍ له جنسه ګڼلې او له «جُزْءاً» مراد دا دی چې مشرکانو، پرښتې د زوی په شان د الله یوه یوه برخه ګڼلې.
پېغامونه:
1- د خرافاتي یا کږنو او انګېرنو د ګروهو نقلول، که له ځواب سره یوځای وي، څه ممانعت نه لري. «جَعَلُوا لَهُ…»
2- د پنځګر په کارونو کې د مخلوق شریک ګڼل ، څرګنده ناشکري ده.« جَعَلُوا لَهُ… لَکَفُورٌ مُبِینٌ»
3- په خبرو اترو کې د خلکو د ګروهو یا عقایدو پر بنسټ ویینه ورسره کړای شو.« أَمِ اتَّخَذَ…»
4- دا چې پرښتې نجونې وګڼل شي ، چې معمولاً په نقاشیو او انځورونو کې لېدل کېږي، یو ډول شرک ډوله کږنه او انګېرنه – خرافه ده . «أَمِ اتَّخَذَ مِمّا یَخْلُقُ بَناتٍ»
5- څومره ناوړه ده چې انسان، نجلۍ ځان ته بي ننګي او شرم وګڼي، خو انجلۍ د الله تعالی اولاد وګڼي. «ضَرَبَ لِلرَّحْمنِ مَثَلاً»
6- چې د لور په زېږون خپه شي او انګېري چې هلک تر نجلۍ غوره دی، نو له شرکه پر ډکې کږنې او انګېرنې اخته دی. « إِذا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ… وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَ هُوَ کَظِیمٌ»
7- اروایز حالات د انسان پر بدن اغېز پرېباسي . «ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا»
أَ وَ مَنْ یُنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَهِ وَ هُوَ فِی الْخِصامِ غَیْرُ مُبِینٍ«18» = ايا داسې څوك (د الله اولاد ګڼئ) چې په ګاڼو كې يې پالنه کېږي او د شخړو پر مهال خپله موخه هم څرګندولاى نشي؟!
وَ جَعَلُوا الْمَلائِکَهَ الَّذِینَ هُمْ عِبادُ الرَّحْمنِ إِناثاً أَ شَهِدُوا خَلْقَهُمْ سَتُکْتَبُ شَهادَتُهُمْ وَ یُسْئَلُونَ«19» = او دوی پرښتې چې د لوراند (الله ځانګړي) بندګان دي، ښځینه (او دهغه لوڼې) وګڼلې، ايا د د دوی په پنځون ( = بدني جوړښت) کې حاضر وو (چې لوڼې وي) ؟ چې ( په دې حال کې) ژر به د دوي شاهدي وليكل او وبه پوښتل شي.
ټکي:
* په ۹ام آیت کې مو ولوستل چې مشرکانو ، الله تعالی د هستۍ پنځګر ګاڼه، دا آیت وایي: تاسې چې ځواکمن او علیم خالق ګڼئ، ولې لوڼې ورمنسوبوئ چې په ګاڼو کې یې پالنه کېږي او په خبرو کې یې عواطف او احساسات غالب دي، حال دا چې د ځواکمنۍ او عزیزوالي لازمه صلابت او پریکنده توب دی او د پوهې و علم لازمه استدلال او منطق دی، نه عاطفي او احساسي چلن .
پېغامونه:
1- سینګار خوښونه او په ګاڼو پسولل ښځو او نجونو ته یوه طبیعي چار دی. «یُنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَهِ»
2- د سړي په پرتله ښځه په عاطفه او احساساتو کې پیاوړې او د شخړو او مجادلې له کبله کمزورې ده. «وَ هُوَ فِی الْخِصامِ غَیْرُ مُبِینٍ»
3- پرښتې د الله تعالی اولاد نه، بلکې مخلوق یې دی. «عِبادُ الرَّحْمنِ»
4- د انسان اپوټه، پرښتې ښځه او سړی نه لري. «جَعَلُوا الْمَلائِکَهَ… إِناثاً»
5- څه مو چې خپله لېدلي نه وي، شاهدي پرې ورنکړو. «أَ شَهِدُوا خَلْقَهُمْ»
6- ټولې شاهدۍ او وېناوې له الله تعالی سره ثبتېږی. «سَتُکْتَبُ شَهادَتُهُمْ»
7- انسان د خپلو ګروهو پازوال دی. «یُسْئَلُونَ»
8- د کږنو انګېرنې ګروهې دې په کلکه وغندل شي. «أَمِ اتَّخَذَ مِمّا یَخْلُقُ بَناتٍ – أَ شَهِدُوا خَلْقَهُمْ سَتُکْتَبُ شَهادَتُهُمْ وَ یُسْئَلُونَ»
وَ قالُوا لَوْ شاءَ الرَّحْمنُ ما عَبَدْناهُمْ ما لَهُمْ بِذلِکَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلاّ یَخْرُصُونَ«20»= او دوى ویل: ((كه لوراند (الله) غوښتاى؛ نو موږ دوى [پرښتې] نه لمانځلې.)) (؛ خو) دوى په دې (خبرې) هېڅ نه پوهېږي، بس په اټکل پسې روان دي (او همدا دروغ وايي).
ټکي:
* «یَخْرُصُونَ» له «خرص» څخه د هغه خبرې په مانا دی چې د حدس او ګومان پر بنسټ وي.
* قرآن د نحل سورت په ۳۵ ام آیت او د انعام سورت په ۱۴۸ ام آیت کې هم د مشرکانو له خولې دا مانا بیانوي چې ویل یې: که الله نه غوښتای، نه مشرکېدو.
پېغامونه:
1- سرغړاندي د خپل کار په مخونې پسې دي او د الله تعالی غوښتنه وزله کوي. «وَ قالُوا لَوْ شاءَ الرَّحْمنُ ما عَبَدْناهُمْ»
2- د الله تعالی مهلت ورکونه یې خوښي و نه ګڼو. «لَوْ شاءَ الرَّحْمنُ ما عَبَدْناهُمْ»
3- مشرکانو به پرښتې لمانځلې. «عَبَدْناهُمْ»
4- بې پوهې خبره (په تېره په ګروهیز چارو کې) د غندنې ده. «ما لَهُمْ بِذلِکَ مِنْ عِلْمٍ»
5- له هر کس او ټولنې چې پوهه کډه وکړي، په اټکل ، توهماتو او حدسیاتو پسې درومي. «إِنْ هُمْ إِلاّ یَخْرُصُونَ»
أَمْ آتَیْناهُمْ کِتاباً مِنْ قَبْلِهِ فَهُمْ بِهِ مُسْتَمْسِکُونَ«21»= ايا موږ تردې وړاندې دوی ته كوم كتاب وركړى، چې (د پرښتو لمانځنې ته) كوم لاسوند ولري؟!
بَلْ قالُوا إِنّا وَجَدْنا آباءَنا عَلی أُمَّهٍ وَ إِنّا عَلی آثارِهِمْ مُهْتَدُونَ«22» = بلکې وايي: ((په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي او پر پلونو یې روان يو.))
پېغامونه:
1- شرک او خرافات نه عقلي بنسټ لري ، «ما لَهُمْ بِذلِکَ مِنْ عِلْمٍ» او نه هم له آسماني کتابونو څخه نقلي بنسټ. «أَمْ آتَیْناهُمْ کِتاباً»
2- د پټو سترګو لاروي د شرک او خرافاتو جرړه ده. «إِنّا وَجَدْنا آباءَنا عَلی أُمَّهٍ»
3- د پلار نېکه له عنعنعاتو، دودونو او عقایدو پلوي که د عقل او آسماني کتاب لاسوند و نه لري، د غندنې وړ ده. «إِنّا وَجَدْنا آباءَنا عَلی أُمَّهٍ»
4- پلرونو او نېکونو او تېرو چې د ناسمو عنعنعاتو، دودونو او عقایدو بنسټ ایښی، د راتلونکي کهول زمه وار هم دي. «إِنّا عَلی آثارِهِمْ مُهْتَدُونَ»
5- د ملي عنعنعاتو او دودونو پراختیا، کله نا کله بې منطقه انسان د هدایت شوي انسان په بڼه هم ښيي. «إِنّا عَلی آثارِهِمْ مُهْتَدُونَ»
6- ولسپالنه، د پټو سترګو لاروۍ او جاهلي تعصب ته پراختیا ورکوي. «إِنّا عَلی آثارِهِمْ مُهْتَدُونَ»
وَ کَذلِکَ ما أَرْسَلْنا مِنْ قَبْلِکَ فِی قَرْیَهٍ مِنْ نَذِیرٍ إِلاّ قالَ مُتْرَفُوها إِنّا وَجَدْنا آباءَنا عَلی أُمَّهٍ وَ إِنّا عَلی آثارِهِمْ مُقْتَدُونَ«23»= او همداسې موږ چې تر تا مخكې کوم كلي ته كوم خبروونكى (پېغمبر) ورلېږلى؛ نو شتمنو مشرانو يې وویل: ((په حقيقت كې موږ خپل پلرونه پر يوه دين موندلي او بېشكه موږ يې لارويان يو.))
ټکي:
* «مترف» له «ترفه» د پرېمانه نعمت په مانا دی او هغه ته ویل کېږي چې نعمتونو مغرور او مست کړی وي.
* په تېر آیت کې مو ولوستل چې عام خلک ګومان کوي چې د پلار نېکه لار او دود یې سم دی او هدایت ته د رسېدنې لپاره لاروي ترې کوي. «عَلی آثارِهِمْ مُهْتَدُونَ» خو دا آیت وايي:
مترفینو ته هدایت رسېدل نه، بلکې سوکالي او شتمني اوڅار ده، نوځکه د پلار نېکه له عنعناتو او دودونو لاروي د هدایت لپاره نه ده. «عَلی آثارِهِمْ مُقْتَدُونَ»
* په قرآن کله هم د «بعدک» کلمه د اسلام د پېغمبر لپاره نه ده کارېدلې، بلکې «قبلک» کارېدلې او دا ددې نښه ده چې د اسلام پېغمبر، روستي رالېږل شوی الهي پېغمبر دی.
پېغامونه:
1- د نېکونو پر دود او لارې ټینګار ، د تاریخ د منحرفینو دود دی. «وَ کَذلِکَ»
2- انبیاوو، په شتمنه او سوکاله طبقه کې مخالفین درلودل ، چې همداسې او ورته پلمې یې کولې. « ما أَرْسَلْنا مِنْ قَبْلِکَ… إِلاّ قالَ مُتْرَفُوها»
3- د تېرو خلکو ستونزو ته پاملرنه، انسان ټکوروي . «ما أَرْسَلْنا مِنْ قَبْلِکَ… »
4- ګواښګرندي د انبیاوو خورا مهمه ونډه ده. «مِنْ نَذِیرٍ»
5- د شتمنۍ او سوکالۍ مستي هم د سرغړونې لامل ده او هم لاروي او تعصب ته لار هواروي. « قالَ مُتْرَفُوها إِنّا وَجَدْنا آباءَنا… عَلی آثارِهِمْ مُقْتَدُونَ »
6- د پخوانیو اندونه د بیا کتنې او څېړنې وړ نه دي او بې ګړ پړه او مطلقه اقتدا ورپسې کومه مانا نه لري. «إِنّا عَلی آثارِهِمْ مُقْتَدُونَ»
قالَ أَ وَ لَوْ جِئْتُکُمْ بِأَهْدی مِمّا وَجَدْتُمْ عَلَیْهِ آباءَکُمْ قالُوا إِنّا بِما أُرْسِلْتُمْ بِهِ کافِرُونَ«24» = (پېغمبر يې ورته) وويل: ((او كه ما تاسې ته داسې يوه لار راوړې وي،چې تر هغې لارې ډېره سمه وي،چې خپل پلرونه مو پرې موندلي دي (؛نو بيا هم ورپسې ځئ)؟! )) ویې ویل: (( موږ بیخي ستا رسالت نه منو.))
فَانْتَقَمْنا مِنْهُمْ فَانْظُرْ کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الْمُکَذِّبِینَ«25» = نو غچ مو ترې واخست؛ نو وګوره، چې د دروغ ګڼونكيو د كار پاى څنګه وه!
پېغامونه:
1- له بدیو په منع کې لومړی باید غوره نېکي وړاندې شي او بیا د بدۍ د پرېښوونې وړاندیز وشي. «جِئْتُکُمْ بِأَهْدی»
2- د ښوونځي پېژندنې یوه لار، د ښوونځیو د ښوونو ترمنځ پرتلنه ده. «جِئْتُکُمْ بِأَهْدی» (انبیاوو پخپله بلنه کې عقل او مخالفینو یې تقلید او ولسپانه اوڅاروله)
3- غوره هدایت د ټاکنې معیار دی ، نه بل څه. «جِئْتُکُمْ بِأَهْدی»
4- سره له دې چې پوهېږو په بوت پالۍ کې هدایت نشته، چې توحید ته بلنه اوچت هدایت دی؛ خو د غوره او نېکو خبرو اترو غوښتنه دا ده چې حق ته په بلنه کې له مخالفینو سره ګوذاره وشي. «بِأَهْدی مِمّا وَجَدْتُمْ»
5- اینډه او ځېل د غوره ټاکنې واک له منځه وړي. « بِأَهْدی مِمّا وَجَدْتُمْ… کافِرُونَ»
6- تحجّر او تعصّب ددې لامل ګرځي چې حقایق نالیدلي وګڼل شي. «بِما أُرْسِلْتُمْ بِهِ کافِرُونَ»
7- د کفر او اینډې پای، پوه پناه کېدنه ده. «فَانْتَقَمْنا مِنْهُمْ»
8- الهي سزا تر غاړې خلاصونې روسته ده. « جِئْتُکُمْ بِأَهْدی… إِنّا… کافِرُونَ فَانْتَقَمْنا »
9- په خپل ځای کې غچ او تاوتریخوالی له الهي رحمت او لورنې سره په ټکر کې نه دی. «فَانْتَقَمْنا مِنْهُمْ»
10- د تاریخ له ترخو پېښو دې عبرت واخلو. « فَانْظُرْ… عاقِبَهُ الْمُکَذِّبِینَ »
11- د کار پای معیار دی ، نه ژرتېرې ځلا ګانې. «عاقِبَهُ الْمُکَذِّبِینَ»
وَ إِذْ قالَ إِبْراهِیمُ لِأَبِیهِ وَ قَوْمِهِ إِنَّنِی بَراءٌ مِمّا تَعْبُدُونَ«26» = او (درياد كړه) چې ابراهيم خپل (مورني) پلار (يا خپل تره) او خپل قوم ته وويل: ((په رښتینه كې ستاسې له معبودانو کرکجن يم او هېڅ اړيكه مې ورسره نشته؛
إِلاَّ الَّذِی فَطَرَنِی فَإِنَّهُ سَیَهْدِینِ«27» = خو بې له هغه (الله) چې پيدا كړى یې يم؛ نو البته هماغه به لار راوښيي.))
وَ جَعَلَها کَلِمَهً باقِیَهً فِی عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ«28» = او هغه ترځان روسته پخپل ځوځات كې د توحيد تلپاتې خبره پرېښووله، ښايي دوی (د الله لوري ته) راستانه شئ.
ټکي:
* په تېرو آیتونو کې د بوت پالو منطق له نېکونو لاروي وه، دا آیت وايي: ابراهیم د خپل پالندوی له لارې سره چې د ده تره هم کېده، په کلکه مخالفت وکړ.
* دا چې په « وَ جَعَلَها کَلِمَهً باقِیَهً » کې د « جعل» فاعل څوک دی، دوه احتماله شته: الله پاک یا ابراهیم علیه السلام. هم ویلای شو چې الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د ایمان په درناوي؛ توحید یې د ده په ځوځات کې ژوندی وساته او هم ویلای شو چې ابراهیم علیه السلام په خپل ځوځات کې د توحید غږ او له شرکه کرکه په یادګار پرېښووله.
* حضرت علی (ک) وايي: رسول الله صلی الله علیه و آله د ابراهیم له نسله دی او موږ اهل بیت هم د ابراهیم او محمد [ص] له نسله یو.[3]
پېغامونه:
1- د مشرانو یاد، خبرې، یون او پرېکنده دریځونه یې هېر نه کړو. «وَ إِذْ قالَ»
2- قومي، ټبریز او ګوندي تړاونه دې زموږ پر ګروهه او اند منفي اغېز پرېنباسي. «قالَ إِبْراهِیمُ لِأَبِیهِ وَ قَوْمِهِ»
3- انسان د خپلوانو پر وړاندې ځانګړې زمه واري لري او د دوی هدایت په لومړیتوب کې دی. «قالَ إِبْراهِیمُ لِأَبِیهِ»
4- له شرک څخه کرکه او برائت یو توحیدي شعار دی. «إِنَّنِی بَراءٌ مِمّا تَعْبُدُونَ»
5- چې پنځونه یې کړې، لارښوونه او هدایت به هم وکړي. « فَطَرَنِی… سَیَهْدِینِ»
6- ټول خلک ان انبیا هم الهي هدایت ته اړمن دي. «سَیَهْدِینِ»
7- لومړنی ایمان بسیا نه دی، باید الهي هدایت وغځېږي. «سَیَهْدِینِ»
8- په تاریخ کې د توحید چغه پاتېږي، که څه د هغې ورځې مخاطبین ورته غوږ کېنږدي. «کَلِمَهً باقِیَهً فِی عَقِبِهِ»
9- الله تعالی د تاریخ په اوږدو کې د توحید د دین ساتونکی دی. «جَعَلَها کَلِمَهً باقِیَهً»
10- په ګرد تاریخ کې د حضرت ابراهیم کهول د توحید توغچي – پرچمدار دی. «جَعَلَها کَلِمَهً باقِیَهً فِی عَقِبِهِ»
11- د پلرونو کړنې یې د اولادونو په برخلیک کې اغېزمنې دي. «جَعَلَها کَلِمَهً باقِیَهً»
بَلْ مَتَّعْتُ هؤُلاءِ وَ آباءَهُمْ حَتّی جاءَهُمُ الْحَقُّ وَ رَسُولٌ مُبِینٌ«29» = خو موږ دا ډله او پلرونه يې له دنيوي پېرزوېنو برخمن كړل، تردې چې حق (قرآن) او څرګند استازى ورغى؛
وَ لَمّا جاءَهُمُ الْحَقُّ قالُوا هذا سِحْرٌ وَ إِنّا بِهِ کافِرُونَ«30» = او چې کله حق (قرآن) ورغى، و يې ويل: ((دا كوډې دي او بیخي یې نه منو.))
وَ قالُوا لَوْ لا نُزِّلَ هذَا الْقُرْآنُ عَلی رَجُلٍ مِنَ الْقَرْیَتَیْنِ عَظِیمٍ«31» = او و يې ويل: (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) له دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي نازل نه شو؟!))
ټکي:
* ځینو کفارو بېځایه تمه درلوده او ویل یې: دا چې پلاني شتمن دی، باید وحی پر هغه نازله شوې وای، حال دا توکیز – مادي غوره والی د مانیز – معنوي غوره والي دلیل نه دی.
* مکّه او طائف د بعثت په پېر کې د حجاز د عربانو دوه مهم ښارونه وه.
پېغامونه:
1- د الله تعالی دود د مومن او کافر بریالي کونه او ټولو خلکو ته د مهلت ورکول دي. «مَتَّعْتُ هؤُلاءِ وَ آباءَهُمْ»
2- د غاړنې خلاصونې لپاره هم کتاب اړین دی او هم مشر. «جاءَهُمُ الْحَقُّ وَ رَسُولٌ مُبِینٌ»
3- قرآن، ګرد د حق او حقیقت خبرې دي. «جاءَهُمُ الْحَقُّ»
4- د دین تبلیغ او رسالت باید روښانه او څرګند وي. «رَسُولٌ مُبِینٌ»
5- د کفارو پر زړونو د قرآن اغېز تر دې حده و چې دوی ورته کوډې، سحر او جادو وایه. «هذا سِحْرٌ»
6- انسان ذاتاً مخونی دی. کفارو د جادو تور تاړه چې خپل کفر ته پرې مخونه ورکړي. «هذا سِحْرٌ وَ إِنّا بِهِ کافِرُونَ»
7- پلمه ګر هره شېبه یوه خبره کوي، یو ځل وايي: قرآن کوډې دي او بل ځل وايي: دا قرآن ولې پر هغه پلاني نازل نشو. « هذا سِحْرٌ… لَوْ لا نُزِّلَ »
8- ځینو ته ستریا د مال او نامې درلودل دي. « رَجُلٍ… عَظِیمٍ»
أَ هُمْ یَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّکَ نَحْنُ قَسَمْنا بَیْنَهُمْ مَعِیشَتَهُمْ فِی الْحَیاهِ الدُّنْیا وَ رَفَعْنا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجاتٍ لِیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضاً سُخْرِیًّا وَ رَحْمَتُ رَبِّکَ خَیْرٌ مِمّا یَجْمَعُونَ«32» = ايا دوى ستا د پالونكي لورنه اېشي؟! دا موږ یو چې په دنيوي ژوند کې د دوی ترمنځ، د دوي ژوند وزلې وراېشلي او د ځينو رتبې مو پر ځينو نورو ورلوړې كړي، چې ځينې يې ځينې (نور) په خدمت وګوماري او ستا د پالونكي لورنه تر هغه څه غوره ده، چې دوی یې ترلاسه کوي (او زیرموي).
ټکي:
* پر نورو د انسان غوره والی دوه ډوله دی:
– یو په بدني او فکري جوړښتونو او استعدادونو کې غوره والی دی چې دا چار یو بل ته د اړتیا د احساس او یو بل ته د چوپړ لامل دی او په دې توګه ټولنه جوړېږي. انسان په دې غوره والي کې ونډه نه لري. «رَفَعْنا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجاتٍ»
– بل ډول هغه غوره والی دی چې الله تعالی یې انسان ته د ده د هاندوهڅو له لامله ورکوي، لکه دا آیت: «یَرْفَعِ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُوا مِنْکُمْ وَ الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجاتٍ» [4] چې الله مو د مؤمنانو او پوهانو درجې لوړې كړي.
* چې کله د انسان معیشت د الله تعالی په لاس کې وي؛ نو دا ځینې څرنګه تمه لري چې د نبوت مقام دې له دوی سره وي او دوی دې هوډ وکړي چې وحی دې پر چا نازله شي ؟
* کوم توپیرونه چې په خلکو کې دي، د ځینو له لارې باید د ځینو د پیوستون ، مرستې او ګومارنې لامل شي، نه د زبېښاک، ویاړنې او د نورو د سپکاوۍ. «سُخْرِیًّا» یعنې ځینې انسانان بله ډله وګوماري او کار ترې واخلي.
پېغامونه:
1- انسان باید خپل ځای او مقام وپېژني او پښې له څادره بهر نه کړي.
(د پېغمبر ټاکنه د الهي ارادې په کړۍ کې ده، نه د خلکو په تمه او خوښه کې) «أَ هُمْ یَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّکَ»
2- نبوّت، ځانګړی الهي رحمت دی. «رَحْمَهِ رَبِّکَ»
3- الله تعالی د چا پوروړی هم نه دی، څه چې دي د الله تعالی رحمت دی. «رَحْمَهِ رَبِّکَ»
4- رزق یوازې د الله تعالی په لاس کې دی. «نَحْنُ قَسَمْنا بَیْنَهُمْ مَعِیشَتَهُمْ»
5- جسمي او فکري غوره والی مو د غرور لامل نشي، ځکه دا هر څه د الله تعالی دي. «نَحْنُ قَسَمْنا – رَفَعْنا»
6- د بې پاړکۍ (طبقې) ټولنې اند یو تش خیال دی. ( حکیم خدای، خپله ځینې توپیرونه ایښي چې خلک یو بل ته د اړمنۍ احساس وکړي او یو له بل سره د مرستې او لاسنیوي له لارې په ټولنه کې وده وکړي.) «رَفَعْنا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجاتٍ»
7- اجیر کېدنه او اجیر نیونه او د ځینو انسانانو له خوا د ځینو نورو انسانانو ګومارنه یوه روا او مشروع چار دی. «لِیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضاً سُخْرِیًّا»
8- پایښتې ټولنه او روغ اقتصاد د ټولنې د بېلابېلو انسانانو په ملګرتیا او د دوی له ځواکونو په ګټنې پورې تړلې ده. «لِیَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضاً سُخْرِیًّا»
9- رحمت، د ربوبیت له شئونو دی. «رَحْمَهِ رَبِّکَ»
10- وحې او رسالت دې له مادیاتو سره پرتله نه کړو. «رَحْمَتُ رَبِّکَ خَیْرٌ مِمّا یَجْمَعُونَ»
11- مادي غوره والی مو، له الهي رحمته غافل نه کړي. «وَ رَحْمَتُ رَبِّکَ خَیْرٌ مِمّا یَجْمَعُونَ»
وَ لَوْ لا أَنْ یَکُونَ النّاسُ أُمَّهً واحِدَهً لَجَعَلْنا لِمَنْ یَکْفُرُ بِالرَّحْمنِ لِبُیُوتِهِمْ سُقُفاً مِنْ فِضَّهٍ وَ مَعارِجَ عَلَیْها یَظْهَرُونَ«33» = او كه (له مادي نعمتونو د كفارو برخمنېدل) ددې نه لاملېده، چې ټول خلك (په بېلارۍ كې) يو امت شي؛ نو موږ به هغو کسانو ته چې پر لوراند (الله) كافرېږي، د كورونو چتونه يې او هغه پوړۍ، چې بامونو ته پرې ورخېژي له سپينو زرو ګرځولي واى؛
ټکي:
* د دنیا ځلبلي دومره بې ارزښته ده، چې الله تعالی په دې آیت کې وايي: چمتو یو چې کفارو ته پرېمانه دنیا ورکړو، خو دا چې د خلکو عقل، د دوی په سترګو کې دی، که کفارو ته یې ورکړو، ټول به کفر ته ورمات شي.
* نه یوازې دا چې په اقتصادي او معیشتي چارو کې د ټولو انسانانو یو ډول کېدل د الله تعالی اراده نه ده، بلکې په اعتقادي چارو کې هم چارې باید داسې لورې ته ولاړې نشي چې له خلکو د ټاکنې حق واخستل شي او داسې ګومان وکړو که د نړۍ ټول خلک په یوه اند او عقیده شي، نو مطلوبې موخې ته به رسېدلي یو.
پېغامونه:
1- د نعمتونو په ورکړه او بېرته اخستنه کې د ټولنې وړتیاوو ته دې پاملرنه وشي. « لَوْ لا… لَجَعَلْنا… »
2- هغه یو موټیامت ارزښت لري چې د کفر نه ،بلکې د ایمان پر بنسټ وي. «لَوْ لا أَنْ یَکُونَ النّاسُ أُمَّهً واحِدَهً»
۳- شتمني د الله تعالی په نزد د عزت نښه نه ده. «لَجَعَلْنا لِمَنْ یَکْفُرُ بِالرَّحْمنِ لِبُیُوتِهِمْ سُقُفاً مِنْ فِضَّهٍ»
وَ لِبُیُوتِهِمْ أَبْواباً وَ سُرُراً عَلَیْها یَتَّکِؤُنَ«34» = او (همداراز) موږ د دوی د كورونو ورونه او تختونه، چې ډډه پرې وهي (ښكلي او له سپينو زرو كول).
وَ زُخْرُفاً وَ إِنْ کُلُّ ذلِکَ لَمّا مَتاعُ الْحَیاهِ الدُّنْیا وَ الْآخِرَهُ عِنْدَ رَبِّکَ لِلْمُتَّقِینَ«35» = او زر او ګاڼې (به مې هم وركړې وې) او دا ټول د دنيوي ژوند سامان دی او آخرت ستا د پالونكي په نزد يوازې د متقیانو لپاره دى.
پېغامونه:
1- د کفارو په لید کې ارزښت په سینګار او زرو کې دی او د متقیانو په لید کې ارزښت په اخروي نېکمرغۍ کې دی. « وَ لِبُیُوتِهِمْ أَبْواباً… وَ الْآخِرَهُ عِنْدَ رَبِّکَ لِلْمُتَّقِینَ »
2- متّقیان ددې پر ځای چې په دنیا کې د خپل کور د سینګارونې په فکر کې وي، د اخرت فکر ورسره وي، چې دا هر څه الله تعالی پخپله چمتو کړي. « لِمَنْ یَکْفُرُ بِالرَّحْمنِ لِبُیُوتِهِمْ سُقُفاً مِنْ فِضَّهٍ… وَ زُخْرُفاً… وَ الْآخِرَهُ… لِلْمُتَّقِینَ »
۳-د الله تعالی درشل ته نږدیوالی له هیڅه سره هم پرتلنوړ نه دی. «عِنْدَ رَبِّکَ»
وَ مَنْ یَعْشُ عَنْ ذِکْرِ الرَّحْمنِ نُقَیِّضْ لَهُ شَیْطاناً فَهُوَ لَهُ قَرِینٌ«36» = او څوك چې د لوراند (الله) له ياده مخ واړوي، يو شيطان پرې ګمارو، چې(تل) يې ملګرى وي.
وَ إِنَّهُمْ لَیَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِیلِ وَ یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ«37» = او بېشكه شيطانان دوى (د الله) له لارې اړوي او دوی انګېري، چې بیخي پر سمه لار دي.
ټکي:
* په تېرو آیتونو کې د کفارو او په مادیاتو کې یې د ډوبېدنې خبره وه، دا آیت په زر او شتو کې د ډوبېدنې نښې بیانوي.
* «یَعْشُ» له «عشو» په سترګه کې د یوه آفت په مانا دی چې د لیدنې د کمزورتیا لامل ګرځي. دا کلمه چې کله د «عن» له ټکي سره یوځای وي، د مخ اړونې په مانا ده.
* د شیطان سیاست قدم په قدم دی: «خُطُواتِ»[5]
لومړی پړاو، د وسوسې القا کول دي. «فَوَسْوَسَ إِلَیْهِ» [6]
په دویم پړاو کې، اړیکه نیسي. «مَسَّهُمْ طائِفٌ»[7]
په درېیم پړاو کې، زړه ته ننوځي. «فِی صُدُورِ النّاسِ» [8]
په څلورم پړاو کې، په روح کې پاتېږي. «فَهُوَ لَهُ قَرِینٌ»[9]
په پنځم پړاو کې، انسان د خپل ګوند غړی کوي. «حِزْبُ الشَّیْطانِ»[10]
په شپږم پړاو کې، د انسان پالندوی کېږي. «وَ مَنْ یَتَّخِذِ الشَّیْطانَ وَلِیًّا» [11]
په اووم پړاو کې، انسان خپله یو شیطان شي. « شَیاطِینَ الْإِنْسِ وَ..» [12]
حضرت علي کرم الله وجهه په نهج البلاغه کې وايي: شیطان د انسان په روح کې هګې اچوي.«فباض و فرخ فی صدورهم» [13]
د الله تعالی له یاده د مخ اړونې نښې
- د خير له لارې څخه پاتې کېدنه. «لَیَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِیلِ»
- اندیزه کږېدنه چې انګېري هدایت یې موندلی دی. «یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ»
- موعظه پرې اغېز نه کوي. «وَ إِذا ذُکِّرُوا لا یَذْکُرُونَ» [14]
4.توبه نه کوي ، ځکه ځان په کږه نه ویني.
- ژوند به یې سخت او تنګ وي. «وَ مَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِکْرِی فَإِنَّ لَهُ مَعِیشَهً ضَنْکاً» [15]
6.څوک چې په دنیا کې د حق پر لیدو ړوند وي، «یَعْشُ» په آخرت کې به هم ړوند محشور شي. «مَنْ کانَ فِی هذِهِ أَعْمی فَهُوَ فِی الْآخِرَهِ أَعْمی» [16]
* هملاری شیطان، ممکن نا اهله ملګري، مېرمن یا مېړه، اولاد یا فاسد شریکباڼی وي. په همدې دلیل د شیطان کلمه په نکره ویل شوی چې هر ډول شیطان راونغاړي.
* لمونځ د رحمن ذکر دی ، «أَقِمِ الصَّلاهَ لِذِکْرِی» [17] قرآن، د رحمن ذکر دی، «نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّکْرَ» [18] نو څوک چې له لمونځ او قرآنه مخ واړوي ؛ نو د هملاری شیطان پرې لاسبری شوی دی. «فَهُوَ لَهُ قَرِینٌ»
پېغامونه:
۱-د شیطان لاسبري زموږ د خپلو کړنو له کبله ده. «وَ مَنْ یَعْشُ… نُقَیِّضْ »
2- زړه یا د رحمن ځای دی یا د شیطان. «وَ مَنْ یَعْشُ عَنْ ذِکْرِ الرَّحْمنِ نُقَیِّضْ لَهُ شَیْطاناً»
3- د رحمت له سرچینې د مخ اړونې سزا د ښکېلاکګر شیطان بندګي ده. «فَهُوَ لَهُ قَرِینٌ»
4- له حق لارې د انسان په راستنولو کې شیطان خورا خواریکښ دی. «إِنَّهُمْ لَیَصُدُّونَهُمْ»
5- اندیزه کږېدنه تر عملي کږېدنې لا بدتره ده. «یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ»
حَتّی إِذا جاءَنا قالَ یا لَیْتَ بَیْنِی وَ بَیْنَکَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِینُ«38» = تردې چې (په قيامت كې) موږ ته راشي (؛ نو شيطان ته) وايي: ((كاش زما او ستا ترمنځ د ختيځ او لويديځ هومره واټن واى؛ نو څه بد ملګرى وې!))
وَ لَنْ یَنْفَعَکُمُ الْیَوْمَ إِذْ ظَلَمْتُمْ أَنَّکُمْ فِی الْعَذابِ مُشْتَرِکُونَ«39» = او (ورته وايو:) نن تاسې ته (دا خبرې) هېڅ ګټورې نه دي؛ (ځكه) ظلم [= شرک] مو كړى، چې (په پايله كې) په عذاب كې شريك ياست!
ټکي:
* مجرمین په قیامت کې هیله کوي چې لږ تر لږه په دوزخ کې له شیطانانو لرې وي، خو قرآن وايي: دوی په عذاب کې هم له شیطانانو سره شریک دي او ترې نه بېلېږي.
پېغامونه:
1- پښېمانۍ په دنیا کې ګټورېدای شي؛ خو په آخرت کې بې له حسرت او افسوسه بله ګټه نه لري. «یا لَیْتَ… »
2- د قیامت پر ورځ چې پردې څېرې شي، ډېر منلي به نامنلي او انګېرنې به باطلې شي. «یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ حَتّی إِذا جاءَنا»
3- په قیامت کې شیطانان له انسانانو سره محشورېږي. «یا لَیْتَ بَیْنِی وَ بَیْنَکَ»
4- د دنیا ملګری به د قیامت ملګری وي. « فَهُوَ لَهُ قَرِینٌ… فَبِئْسَ الْقَرِینُ »
5-په قیامت کې له شیطان سره ملتیا خپله یو ډول عذاب دی. «فَبِئْسَ الْقَرِینُ»
6- د الله تعالی له یاده مخ اړونه چې د شیطان لاسبرۍ ته لاراواری کوي، پر ځان او انبیاوو تیری دی. «إِذْ ظَلَمْتُمْ»
7- د دنیا د زندانو پر خلاف چې عمومي زندان تر وګړیز زندان ښه دی، په قیامت کې د عذاب عمومي والی هیڅ ګټه نه لري. « لَنْ یَنْفَعَکُمُ… أَنَّکُمْ فِی الْعَذابِ مُشْتَرِکُونَ »
أَ فَأَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ أَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَ مَنْ کانَ فِی ضَلالٍ مُبِینٍ«40» = (پېغمبره!) ايا ته به کوڼ واوروې او يا (په زړه) ړوند او څرګند بېلاري ته لار ورښوولاى شې؟!
ټکي:
* حق خبره له الله تعالی وېرېدونکیو او د ژوندیو زړونو پر خاوندانو اغېزمنه ده، نه نورو. په قرآن کې وایو: «لِیُنْذِرَ مَنْ کانَ حَیًّا»[19] ، چې (د) ژونديو (زړونو خاوندانو) ته خبر وركړي ، «إِنَّما تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّکْرَ وَ خَشِیَ اَلرَّحْمنَ» [20] خبردارى دې ايله هغه ته (ګټور) دى، چې د قرآن لاروی وي او په پټه له لوراند (الله) وېرېږي.
پېغامونه:
1- که د منلو لاره چاره نه وي، ان د الله د رسول خبره هم اغېز نه لري. «أَ فَأَنْتَ»
2- پېغمبر د خلکو د هدایت لپاره ډېره تلوسه درلوده. « أَ فَأَنْتَ تُسْمِعُ… أَوْ تَهْدِی »
3- د شیطان ملتیا د باطني ړوندوالي او کوڼوالی لامل دی. «الصُّمَّ – اَلْعُمْیَ»
فَإِمّا نَذْهَبَنَّ بِکَ فَإِنّا مِنْهُمْ مُنْتَقِمُونَ«41» = نو كه تا (له نړۍ) بوځو هم؛ نو بېشکه موږ ترې غچ اخستونكي يو.
أَوْ نُرِیَنَّکَ الَّذِی وَعَدْناهُمْ فَإِنّا عَلَیْهِمْ مُقْتَدِرُونَ«42» = يا (كه ژوندى پاتې شوې؛ نو) موږ چې له دوی سره د کوم عذاب ژمنه کړې درښیو؛ نوځکه (په هرحال كې) د دوی پر (عذابولو) لاسبر يو.
ټکي:
* له الهي غچ څخه مراد، هماغه د الله تعالی عادلانه سزا ده، نه رخه، کینه او عقده چې معمولاً د بشري غچ سرچینې دي.
پېغامونه:
1- د پېغمبرانو په ګډون د هر انسان مرګ و ژوند د الله تعالی په لاس کې دی. «فَإِمّا نَذْهَبَنَّ بِکَ»
2- د کافرانو سزا یو الهي قانون دی. «فَإِنّا مِنْهُمْ مُنْتَقِمُونَ»
3- کفّار دې ګومان نه کوي تر هغې چې پېغمبر وي عذاب به ورباندې رانشي یا دا چې پېغمبر له نړۍ ولاړ شي، نور نو عذاب نشته. « فَإِمّا نَذْهَبَنَّ بِکَ… أَوْ نُرِیَنَّکَ »
4- د الله د پرغز- قهر نازلېدل د ده په لاس کې او حکیمانه دي ، که هغه د پېغمبر په وخت کې وي یا یې تر مړینې روسته. « نَذْهَبَنَّ… أَوْ نُرِیَنَّکَ… فَإِنّا عَلَیْهِمْ مُقْتَدِرُونَ »
فَاسْتَمْسِکْ بِالَّذِی أُوحِیَ إِلَیْکَ إِنَّکَ عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ«43» = نو څه چې تا ته وحې شوي، ټينګ ونيسه [؛ ځکه] چې پر سمه لار يې
وَ إِنَّهُ لَذِکْرٌ لَکَ وَ لِقَوْمِکَ وَ سَوْفَ تُسْئَلُونَ«44» = او په رښتيا دا (قرآن) تا او ستا قوم ته پند (ډېر لوړ شرف او عزت) دى او ژر به (په دې اړه) وپوښتل شئ.
ټکي:
* د «ذکر» کلمې ته دوه ماناګانې ویل شوي: یو پند او وریادونه او بله یاد، ستریا،نېکه اوازه. یعنې دا قرآن د پند او غفلت منځه وړنې سبب او یا په تاریخ کې ستا د یاد لامل دی او تا او ستا امت ته ستریا ورکوي.
پېغامونه:
1- د خلکو ړوند زړي او سخت زړي دې پر پېغمبر اغېز و نکړي. «فَاسْتَمْسِکْ بِالَّذِی»
2- هغه چې په سیده لار او په الهي وحی پورې تړلی دی، پخپل کار کې باید هوډمن او خوښمن وي. «فَاسْتَمْسِکْ بِالَّذِی أُوحِیَ إِلَیْکَ»
3- د خلکو د نه منلتیا له لامله دې د خپلې لارې په حقانیت کې شک ونکړو. «إِنَّکَ عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ»
۴-پېغمبر،معصوم دی. «إِنَّکَ عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ»
وَ سْئَلْ مَنْ أَرْسَلْنا مِنْ قَبْلِکَ مِنْ رُسُلِنا أَ جَعَلْنا مِنْ دُونِ الرَّحْمنِ آلِهَهً یُعْبَدُونَ«45» = او له هغو استازيو چې موږ تر تا وړاندې لېږلي وو ( د دوی د لارویانو یا کتاب له لارې) وپوښته: یا ( د تاریخ له پیله) بې له لوراند (الله) موږ نور معبودان د دوی لمانځنې ته ټاکلي وو؟
ټکي:
په تېرو آیتونو کې څو وارې د «رحمن» کلمه کارېدلې، ښايي دې ته اشاره وي چې د رحمت د سرچینې خوشې کول او په غېر الله پسې تلل، بې انصافي ده.
پېغامونه:
۱- موږ ټول تذکر، پند او یادونې ته اړمن یو. « لَذِکْرٌ لَکَ وَ لِقَوْمِکَ »
۲- لومړی ځان ته پند، ورپسې خلکو ته. « لَذِکْرٌ لَکَ وَ لِقَوْمِکَ »
۳- ټول د قرآن په اړه پازوال یو. « وَ سَوْفَ تُسْئَلُونَ »
۴- توحید د ټولو ادیانو ګډ آر دی او پېغمبر اسلام (ص) د تېرو پېغمبرانو د بلنې استمرار او غځېدا ده « وَ سْئَلْ مَنْ أَرْسَلْنا مِنْ قَبْلِکَ »
۵- پېغمبر اسلام (ص) پر مخکېنیو ټولو پېغمبرانو اشراف لري.« وَ سْئَلْ مَنْ أَرْسَلْنا مِنْ قَبْلِکَ مِنْ رُسُلِنا»
وَ لَقَدْ أَرْسَلْنا مُوسی بِآیاتِنا إِلی فِرْعَوْنَ وَ مَلاَئِهِ فَقالَ إِنِّی رَسُولُ رَبِّ الْعالَمِینَ«46» = او په رښتيا موږ موسى له خپلو نښو سره، فرعون او (د قوم) مشرانو ته يې ولېږه؛ نو (موسى ورته) وويل: ((په حقيقت کې زه د نړۍ د پالونکي استازى يم.))
فَلَمّا جاءَهُمْ بِآیاتِنا إِذا هُمْ مِنْها یَضْحَکُونَ«47» = نو چې کله هغوی ته زموږ معجزې وروړاندې کړې؛ ناڅاپه ټولو پرې وخندل!
ټکي:
* په قرآن کې د موسی علیه السلام ، فرعون او بني اسرائیلو پېښه تکرار شوې او دا ځکه چې د موسی علیه السلام او قوم برخلیک یې د اسلام د پېغمبر او مکې له خلکو سره ورته والی لري، فرعون پلمه کوي چې موسی علیه السلام نشتمن او بیوزلی او زه تخت و تاج لرم، د مکې کفارو هم د اسلام پېغمبر نشتمن، پلارمړی (یتیم) او ځانونه یې شتمن ګڼل.
پېغامونه:
1- انبیا پر شخصي کمالاتو سربېره ، معجزه هم باید ولري. «مُوسی بِآیاتِنا»
2- په ټبریزو شرایطو کې په اقوامو پسې باید ولاړ شئ. «قالَ لِقَوْمِهِ» خو په حکومتي شرایطو کې په حکومت پسې باید ولاړ شئ. «إِلی فِرْعَوْنَ» ( د تبلیغ په دود او طریقه کې لومړی په هغو خنډونو او د هغو عناصرو په سمونې پسې ولاړ شئ چې بدلون یې د ټولنې د بدلون لامل ګرځي.)
3- طاغوتان په یوازې ځان ځواک نه لري ، شاوخوا کسان یې دي چې طاغوتانو ته زور او ځواک ورکوي. «فِرْعَوْنَ وَ مَلاَئِهِ»
4- ملنډې او خندا د مخالفینو د پرېوتي توب، کمعقلۍ او لانجه مارۍ نښه ده. «إِذا هُمْ مِنْها یَضْحَکُونَ»
وَ ما نُرِیهِمْ مِنْ آیَهٍ إِلاّ هِیَ أَکْبَرُ مِنْ أُخْتِها وَ أَخَذْناهُمْ بِالْعَذابِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ«48» = او موږ چې هره معجزه ورښوده؛ نو تر ړومبۍ بېلګې به ستره (او مهمه) وه او موږ دوی (په راز راز) كړاوونو اخته كړل، چې (سمې لارې ته) راواوړي.
وَ قالُوا یا أَیُّهَا السّاحِرُ ادْعُ لَنا رَبَّکَ بِما عَهِدَ عِنْدَکَ إِنَّنا لَمُهْتَدُونَ«49» = او (چې پر كړاو به اخته كېدل؛ نو) ويل يې: ((كوډګره! د خپل پالونكي درشل ته دې – د درسره کړې ژمنې له مخې – دعا راته وکړه (چې له دې كړاوه مو وژغوري) چې البته موږ (په دې شرط) سمې لارې ته ورسيخېږو (او ايمان راوړو).))
فَلَمّا کَشَفْنا عَنْهُمُ الْعَذابَ إِذا هُمْ یَنْکُثُونَ«50» = خو چې موږ به (د موسى په دعا) عذاب ترې لرې كړ، ناڅاپه يې (خپل) تړون مات كړ.
ټکي:
* د اعراف سورت په ۱۳۵ ام آیت کې هم وايي: «فَلَمّا کَشَفْنا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلی أَجَلٍ هُمْ بالِغُوهُ إِذا هُمْ یَنْکُثُونَ» = خو چې كله موږ خپل عذاب د يو ټاكلي وخت لپاره، چې (په هر حال) وررسېدونكى و، ترې وتمباوه (؛نو) خپله ژمنه به يې ماته كړه.
پېغامونه:
1- اینډه مارو ته پرله پسې استدلال او معجزه لازم ده. «وَ ما نُرِیهِمْ مِنْ آیَهٍ إِلاّ هِیَ أَکْبَرُ مِنْ أُخْتِها»
2- پرله پسې معجزې د خلکو د هدایت لپاره د الله تعالی د لورنې نښه ده. «آیَهٍ إِلاّ هِیَ أَکْبَرُ مِنْ أُخْتِها»
3- لومړی غاړه خلاصونه او بیا سزا. « نُرِیهِمْ مِنْ آیَهٍ… أَخَذْناهُمْ »
4- په تبلیغدود کې لومړی باید عادي او بیا لوړ پړاوونه تېر کړو. «هِیَ أَکْبَرُ مِنْ أُخْتِها»
5- په دنیا کې الهي پرغز قهر د خلکو د پاملرنې او راستنېدنې لپاره دی. «لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُونَ»
6- ذلیل او پرېوتي کسان ان د کړاو او دباو په حال کې هم د نورو له سپکاوۍ لاس نه اخلي. «یا أَیُّهَا السّاحِرُ»
7- مجرمین د خپل روح په تل کې د الله ولیان مستجاب الدعوه ګڼي. «ادْعُ لَنا رَبَّکَ»
8-نبوّت، یوه الهي ژمنه ده. «عَهِدَ عِنْدَکَ»
9- انسان د کړاو پرمهال ژمنه کوي «إِنَّنا لَمُهْتَدُونَ» خو تر ستونزاوارۍ روسته ژمنماتی دی. «یَنْکُثُونَ»
10- د خطر ننګېرنې پر مهال په انسان کې د الله پېژندنې فطرت راوېښېږي. «إِنَّنا لَمُهْتَدُونَ»
وَ نادی فِرْعَوْنُ فِی قَوْمِهِ قالَ یا قَوْمِ أَ لَیْسَ لِی مُلْکُ مِصْرَ وَ هذِهِ الْأَنْهارُ تَجْرِی مِنْ تَحْتِی أَ فَلا تُبْصِرُونَ«51» = او فرعون په خپل قوم كې په لوړ غږ وويل: (( (زما) قومه! ايا د مصر واكمني او دغه ويالې، چې زما تر (ماڼيو) لاندې بهېږي، زما نه دي؟!؛ نو ايا (دا لويه دبدبه مې) نه وينئ؟
أَمْ أَنَا خَیْرٌ مِنْ هذَا الَّذِی هُوَ مَهِینٌ وَ لا یَکادُ یُبِینُ«52» = هو، زه تر دغه سپک سړي غوره یم (چې له ټیټې کورنۍ دی) او څرګندې خبرې هم نشي كړاى؟
ټکي:
* د «أَنَا خَیْرٌ» جمله په قرآن کې یو ځل د ابلیس او بل ځل د فرعون له خولې وتلې ده.
* دښمن خورا کوشنی کمزوری ټکی ډېر لوی ښيي. د موسی علیه السلام ژبه درنه وه، خپله وايي: «وَ أَخِی هارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّی» = او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی.[21] خو فرعون دې ټکي ته زور ورکوي او ډنډوره کوي یې او وايي: «لا یَکادُ یُبِینُ» موسی څرګندې خبرې نشي کړای.
* په دې آیتونو کې وېره، ویاړنه، استبداد، ځانویني، باطله عقیده، پر شتمنۍ ډډه او د ځلبلۍ کارونه چې د طاغوت ځانګړنې دي، په ښه توګه لیدل کېږي.
پېغامونه:
1- طاغوتان د خطر پر مهال ډنډورې غږوي. «وَ نادی فِرْعَوْنُ»
2- فرعون د خلکو له ننګېرنو ناوړه ګټنه کوله. «یا قَوْمِ»
3- طاغوت منطق نه لري، نوځکه پر خپل مال او ماڼې ټینګار کوي. «أَ لَیْسَ لِی مُلْکُ مِصْرَ»
4- طاغوتان له خلکو غواړي چې عقلونه یې په سترګو کې وي. «أَ فَلا تُبْصِرُونَ»
5-ځانویني د طاغوت څرګنده ځانګړنه ده. «أَ لَیْسَ لِی – أَمْ أَنَا خَیْرٌ»
6- د نورو سپکاوی د طاغوت ځانګړنه ده. «هُوَ مَهِینٌ – لا یَکادُ یُبِینُ»
7- د جامو او ساده ظاهر له کبله د نورو سپکاوی، فرعوني چلن دی. «هُوَ مَهِینٌ»
فَلَوْ لا أُلْقِیَ عَلَیْهِ أَسْوِرَهٌ مِنْ ذَهَبٍ أَوْ جاءَ مَعَهُ الْمَلائِکَهُ مُقْتَرِنِینَ«53» = (كه رښتيا وايي؛) نو ولې یې لاسونه د سرو زرو په بنګړيو پسولل شوي نه دي يا داچې ولې يو ټولى پرښتې ورسره راغلي نه دي (چې خبرې يې تاييد كړي)؟
فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطاعُوهُ إِنَّهُمْ کانُوا قَوْماً فاسِقِینَ«54» = نو فرعون خپل قوم (په دې تبلېغاتو) تېر باسه، او (په پایله کې) دوی ورسره ومنله (؛ ځكه) په رښتینه کې دوى يو پوله ماتى قوم و.
فَلَمّا آسَفُونا انْتَقَمْنا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْناهُمْ أَجْمَعِینَ«55» = نو چې کله یې موږ غوسه كړو؛ نو غچ مو ترې واخست او ټول مو ډوب كړل.
فَجَعَلْناهُمْ سَلَفاً وَ مَثَلاً لِلْآخِرِینَ«56» = او موږ دوی (په عذاب كې) مخكښان او راتلونكيو (ملتونو) ته (د عبرت) بېلګه وګرځول.
ټکي:
* «أَسْوِرَهٌ» د «سوار» جمع د بنګړي په مانا ده.
* په باطل نظام کې پر خلکو د واکمنانو واکمني د خلکو د سپکاوۍ پر بنسټ ده، خو په حق نظام کې یې بنسټ د غوره ټاکنې له مخې دی ، «یَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَیَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ» [22]چې هغه هم له مینې سره دی «لَوْ کُنْتَ فَظًّا غَلِیظَ الْقَلْبِ لاَنْفَضُّوا مِنْ حَوْلِکَ» = كه ته توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خپرېدل.[23]
* امام صادق (رح) د «آسَفُونا» کلمې د تفسیر په اړه وپوښتل شو. امام (رح) وویل: الله زموږ د انسانانو په څېر تأسّف نه لري، خو ځینې اولیا لري چې د دوی تأسّف یا رضایت د الله له غوسې او خوښۍ سره دی. [24]
* تېرو ته «سلف» او راتلونکیو ته «خلف» وايي او څه چې بېلګه دي «مثل» ورته وايي. هغو ته چې د ضرب المثلونو په شان ډېر مشهور وي، مَثَل ویل کېږي. «فَجَعَلْناهُمْ سَلَفاً وَ مَثَلاً لِلْآخِرِینَ»
پېغامونه:
1- څوک چې منطق نه لري پر شتمنۍ او سینګار ټینګار کوي او درلودنه یې د حق نښه او نه درلودنه یې د باطل نښه ګڼي. «فَلَوْ لا أُلْقِیَ عَلَیْهِ»
2- په سرو د نارینه وو پسولېدل/سینګارېدل یو فرعوني کار دی. «أُلْقِیَ عَلَیْهِ أَسْوِرَهٌ مِنْ ذَهَبٍ»
3- د الهي مشر کمزوري کول او د شبهاتو القا کول د فرعونیانو کار دی. أَوْ جاءَ مَعَهُ الْمَلائِکَهُ…
4- په فاسد نظام کې اطاعت د خلکو د سپکاوۍ پر بنسټ دی. «فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطاعُوهُ»
5- ځان بایلودنه او خپل هویت او پېژندنه له لاسه ورکول، طاغوتانو ته تسلیمېدل دي. «فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطاعُوهُ»
6- د تسلمېدنې او د پټو سترګو د لاروۍ جرړه په فرهنګي فقر او د انسان په لنډ اندۍ او سرسري لید کې نغښتې ده. «فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطاعُوهُ»
7- هغه ټولنه چې له الهي لیکې ووته، پر ځان باور نه لري او د سپکاوۍ منوونکې شي. « فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ… إِنَّهُمْ کانُوا قَوْماً فاسِقِینَ («فسق» د حق له کړۍ د وتنې په مانا دی)
8- چې د سیند په اوبو ویاړېده، «وَ هذِهِ الْأَنْهارُ تَجْرِی مِنْ تَحْتِی» په هماغه کې ډوب شو. «فَأَغْرَقْناهُمْ»
9- پر قیامت سربېره په دنیا کې هم غذابونه شته. «فَأَغْرَقْناهُمْ»
10- د فسق په کړۍ کې آمر و مأمور یوځای پوپناه کېږي. «أَجْمَعِینَ»
11- پر انسان د الله غوسه کېدنه او غچ د انسان د خپلې کړنې له وجهې دي. « فَأَطاعُوهُ… آسَفُونا… اِنْتَقَمْنا مِنْهُمْ »
12- د تاریخ په شاهدۍ، د زور ځواکونو پوپناه کېدنه یو پرېکنده الهي قانون دی. «فَجَعَلْناهُمْ سَلَفاً وَ مَثَلاً لِلْآخِرِینَ»
13- د تېرو پېښې راتلونکیو ته عبرت دی. « فَأَغْرَقْناهُمْ… فَجَعَلْناهُمْ سَلَفاً وَ مَثَلاً »
وَ لَمّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلاً إِذا قَوْمُکَ مِنْهُ یَصِدُّونَ«57» = او چې (د الله د قدرت ښودلو لپاره) د مريمې د زوى (د پنځون) بېلګه وړاندې شوه، ناڅاپه ستا قوم شور ځوږ ترې جوړ كړ.
وَ قالُوا أَ آلِهَتُنا خَیْرٌ أَمْ هُوَ ما ضَرَبُوهُ لَکَ إِلاّ جَدَلاً بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ«58» =او و يې ويل: ((ايا زموږ معبودان غوره دي، که دی [= مسيح] ؟! (كه زموږ معبودان په دوزخ كې وي؛ نو مسيح هم په دوزخ كې دى؛ ځكه چې دی (هم) معبود کړای شوى دى)!)) او دا بېلګه يې تا ته يوازې د خبرو اړولو را اړولو (او ځېل) لپاره دروړاندې كړه؛ بلكې دوى كينه كښ او لانجمن خلك دي.
ټکي:
* چې د انبیا سورت ۹۸ ام آیت نازل شو «إِنَّکُمْ وَ ما تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ» = [په حقيقت كې تاسې او څه مو چې د الله پر ځاى لمانځل، د جهنم سونګتوکي ياست او ټول هماغلته ورننووتونکي ياست] یو کس پیامبر اکرم صلی الله علیه و آله وپوښت: که داسې وي چې عیسی او عُزیر هم د نصاری او یهودو معبودان وه او ددې آیت له مخې عیسی و عُزیر هم د دوزخ سونتوکي دي او که عیسی په دوزخ کې وي، نو موږ او بوتان دا دوزخ منو. ټولو کفارو شوروځوږ جوړ کړ او په خندا شول. پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ورته وویل: «له انسانانو به هغه معبودان دوزخ ته ځي چې غواړي معبود واوسي؛ لکه فرعون؛ خو عیسی و عُزیر کله هم معبود کېدنې ته چمتو نه و.» پر دې سربېره د هماغه سورت په دوام کې ددې مخوتو حساب له بوتانو بېل شوی، لکه چې وايي:
«إِنَّ الَّذِینَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِنَّا الْحُسْنی أُولئِکَ عَنْها مُبْعَدُونَ» =(خو) په رښتیا هغوى [= صالحو مؤمنانو] ته چې له مخكې زموږ ژمنه وركړه شوې ده،[له دوزخه] لرې ساتل كېږي.
په هر حال مشرکانو د عیسی علیه السلام بېلګه راوړه او ویې خندل او فکر یې وکړ چې له پېغمبر سره به یې ځواب نه وي؛ خو له بوتانو سره د عیسی علیه السلام تشبیه یوازې لانجه او شخړه کول دي.
* دا چې قرآن ټینګار لري عیسی علیه السلام د حضرت مریم زوی معرفي کړي، د غلّو او د الله د زوی ګڼلو د مخنیوي په پار دي.
* د ښځو له نامې چې په قرآن کې راغلې، د مریم نامه ده. نورې ښځې په نامه نه دي یادې شوي، لکه د حضرت موسی مور «أُمِّ مُوسی» [25] ، د حضرت موسی خور «لِأُخْتِهِ»[26] ، د عمران مېرمن «امْرَأَتُ عِمْرانَ» [27] ، د فرعون مېرمن «امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ» [28] ، د مصر د عزیز مېرمن «امْرَأَتُ الْعَزِیزِ» [29] ، د حضرت لوط مېرمن «امْرَأَتَ لُوطٍ»[30] ، د ابولهب مېرمن «امْرَأَتُهُ حَمّالَهَ الْحَطَبِ» [31]، د پېغمبر مېرمنې «نِساءَ النَّبِیِّ» [32] ،د حضرت نوح مېرمن «امْرَأَتَ نُوحٍ» [33] او هغه ښځه چې ورېشلي تارونه بېرته اومړي. «کَالَّتِی نَقَضَتْ غَزْلَها» [34]
پېغامونه:
1- په عقایدو کې افراط و تفریط تر دې رسي چې یوه ډله حضرت عیسی د خدای تر بریده لوړوي او بله یې له ډبرو بوتانو سره په یوه لیکه کې راولي. «ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلاً»
2- کفّار د ټګۍ برګۍ د هرې صحنې هرکلی کوي چې پېغمبر پرې وځپي. «إِذا قَوْمُکَ مِنْهُ یَصِدُّونَ» (همدا چې یوه وویل: که معبودان دوزخیان وي، نو عیسی به هم دوزخي وي. په دې خبرو ټولو وخندل)
3- نېک بحث ارزښت لري، خو لانجمن بحث د غندنې وړ دی. «بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ»
إِنْ هُوَ إِلاّ عَبْدٌ أَنْعَمْنا عَلَیْهِ وَ جَعَلْناهُ مَثَلاً لِبَنِی إِسْرائِیلَ«59» = (مسيح) يوازې يو بنده و، چې موږ پېرزوېنه پرې وكړه او بني اسراييلو ته مو عبرت کړی و.
وَ لَوْ نَشاءُ لَجَعَلْنا مِنْکُمْ مَلائِکَهً فِی الْأَرْضِ یَخْلُفُونَ«60» = او كه موږ غوښتاى البته ستاسې پر ځاى مو پر ځمکه داسې پرښتې رادبره کولې، چې (ستاسې) ځایناستې شي.
ټکي:
* د پاکلمنو له شخصیتونو دفاع اړینه ده او دا شرافتمند، ګران او منلي دې د ناوړه موخو وزله نشي. مشرکانو د حضرت عیسی مثال راووړ چې د یوې ډلې معبود دی او د قرآن په وېنا غېر الهي عابد او معبود دوزخي دی، نو له دې مخې حضرت عیسی دوزخي دی؛ خو قرآن په دې آیت کې د حضرت عیسی نمانځنه کوي.
پېغامونه:
1- حضرت عیسی معبود نه؛ بلکې د الله تعالی خالص بنده دی. «إِنْ هُوَ إِلاّ عَبْدٌ»
2- عبودیّت د الهي پېرزوېنو د ترلاسه کونې لامل دی. «عَبْدٌ أَنْعَمْنا عَلَیْهِ»
3- که څه حضرت عیسی اولوالعزم پېغمبر و او د خپلې زمانې د ټولو خلکو لپاره معبوث شو، خو لومړني مخاطبین یې بنی اسرائیل وه. «مَثَلاً لِبَنِی إِسْرائِیلَ»
4- الله تعالی د خلکو عبادت ته اړمن نه دی. که یې غوښتای د خلکو پر ځای یې پرښتې رامځنته کولې چې تل الله تعالی ته د اطاعت په حال کې وي. «لَوْ نَشاءُ»
وَ إِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسّاعَهِ فَلا تَمْتَرُنَّ بِها وَ اتَّبِعُونِ هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ«61» = او په حقيقت كې د هغه (مسيح) شتون د قيامت (پوهېدو) ته یوه پوهه (او نښه) ده (؛ ځكه د عيسى راكېووتل، د قيامت نږدېوالى راښيي) هېڅكله پكې مه شكمنېږئ او زما لاروي وكړئ، چې دا سمه لار ده.
وَ لا یَصُدَّنَّکُمُ الشَّیْطانُ إِنَّهُ لَکُمْ عَدُوٌّ مُبِینٌ«62» = او شيطان مو (د الله له لارې) وا نه ړوي؛ (ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى.
ټکي:
* د مشرکانو په مقابل کې چې حضرت عیسی یې د غیرې الهي معبودانو لپاره مثال ګڼه، دا آیت وايي: حضرت عیسی خپله د قیامت یوه نښه ده. له بې خاونده مور څخه یې زېږون په قیامت کې د انسانانو د بیا پنځونې په اړه د الله تعالی د ځواک نښه ده، حضرت عیسی به همدې دنیا کې مړي راژوندي کول او د نړۍ د عمر په پای کې به له آسمانه راکوزېږي چې د قیامت سریزه ده.
پېغامونه:
1- د الله تعالی د ولیانو شتون د قیامت نښه او یادونه یې ده. «لَعِلْمٌ لِلسّاعَهِ»
2- د الهي ځواک د نښو په لیدو، د مړو د بیا ژوندي کېدنې په شونتیا کې تردید مناسب نه دی. «فَلا تَمْتَرُنَّ»
3- معصوم مشران پر سمه لار دي او لاروي یې هم سیده لار ده.«اتَّبِعُونِ هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ»
4- انسان په فطري ډول په هغې لارې پسې دي چې الله تعالی یې ښيي. «هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ»
5-بېځایه شکمني له سمې لارې د لرې والي لامل ګرځي. « فَلا تَمْتَرُنَّ… وَ اتَّبِعُونِ هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ »
6- انسان پر سمه لار د تګ لپاره بېلګې ته اړتیا لري. «وَ اتَّبِعُونِ هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ»
7- سمه او سیده لار یوه ده. «هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ»
8-شیطان د سمې لارې لارویانو ته په کمین کې ناست دی. «هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ – وَ لا یَصُدَّنَّکُمُ الشَّیْطانُ»
9- د حضرت آدم او حوا د غولونې په برخه کې د شیطان مخینه له چا هم پټه نه ده. «عَدُوٌّ مُبِینٌ»
10- د شیطان د وسوسو پېژندنه سوچ، تأمّل، تعقّل او عقل کارونې ته اړتیا نه لري، ځکه د انسان فطرت په اسانۍ سره کوږوالی پېژني. «عَدُوٌّ مُبِینٌ»
وَ لَمّا جاءَ عِیسی بِالْبَیِّناتِ قالَ قَدْ جِئْتُکُمْ بِالْحِکْمَهِ وَ لِأُبَیِّنَ لَکُمْ بَعْضَ الَّذِی تَخْتَلِفُونَ فِیهِ فَاتَّقُوا اللّهَ وَ أَطِیعُونِ«63» = او چې عيسى له څرګندو دلايلو سره راغی، و يې ويل: (( په یقین ما تاسې ته حكمت (سم اخلاق، ګروهې او دین) راوړى او (راغلى يم)،چې ځينې هغه څه درڅرګند کړم، چې پکې اختلاف کوئ؛ نو (ځانونه مو) د الله (له عذابه) وساتئ او اطاعت مې وكړئ.
ټکي:
* د انبیاوو د بعث په دلایلو کې لاندې ټکي شامل دي:
- خلکو ته د لیدانې ورکول.«حکمت»
2.په اختلافي مسایلو کې روښانتیا. «لِأُبَیِّنَ»
3.تقوا ته بلنه. «فَاتَّقُوا اللّهَ»
4.د حق بېلګې معرّفي کول. «وَ أَطِیعُونِ»
د الله تعالی په کار کې سستي او دوه زړه توب نشته، ځکه هغه حکیم دی، کتاب یې حکیم دی او د پېغمبرانو منطق یې حکمت دی.
* په الهي تقوا کې پر الله تعالی ایمان، د واجباتو ترسره کول او محرماتو ته شا کول نغښتي او له پېغمبر څخه په لاروۍ کې د ده د نبوت او سنتو آر اوڅار دی.
پېغامونه:
1- پېغمبران له روښانه، قانع کوونکیو، عقل منوونکي او نه ټکنېدونیو دلایلو او ګڼو معجزو سره راغلي. «جاءَ عِیسی بِالْبَیِّناتِ… بِالْحِکْمَهِ… »
2- د پېغمبرانو یون، کودتایي نه، بلکې فرهنګي او اندیز/فکري دی. «جِئْتُکُمْ بِالْحِکْمَهِ»
3- د دیني اختلافاتو لرې کونه د انبیاوو له موخو دي. « لِأُبَیِّنَ لَکُمْ… تَخْتَلِفُونَ فِیهِ »
4- تقوا او له الهي مشرانو اطاعت د ټولنیز یووالي تضمینوونکی دی. «لِأُبَیِّنَ لَکُمْ بَعْضَ الَّذِی تَخْتَلِفُونَ فِیهِ فَاتَّقُوا اللّهَ وَ أَطِیعُونِ»
إِنَّ اللّهَ هُوَ رَبِّی وَ رَبُّکُمْ فَاعْبُدُوهُ هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ«64» = په حقيقت كې همدا الله زما پالونكى هم دى او ستاسې پالونكى هم دى؛ نو ویې لمانځئ، همدا سمه لار ده.))
فَاخْتَلَفَ الْأَحْزابُ مِنْ بَیْنِهِمْ فَوَیْلٌ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا مِنْ عَذابِ یَوْمٍ أَلِیمٍ«65» = نو (مسيحيان د مسيح په باب) په خپل منځ كې سره بېل بېل ګوندونه شول (او ځينو خدای وګاڼه)؛ نو (د قيامت) د دردناكې ورځې د عذاب په پار، دهغو پر حال افسوس، چې (د عيسى په باب) يې ظلم وكړ.
ټکي:
* حضرت عیسی علیه السلام دنده درلوده چې ځینې اختلافات هوار کړي، همدا چې بلنه یې پیل کړه، خپله د ده په اړه هم نوي اختلافات راپېښ شول. «لِأُبَیِّنَ لَکُمْ بَعْضَ الَّذِی تَخْتَلِفُونَ فِیهِ… فَاخْتَلَفَ الْأَحْزابُ مِنْ بَیْنِهِمْ »
پېغامونه:
1- د حضرت عیسی خورا آریز پېغام د ایکي یو الله تعالی لمانځنې ته د خلکو بلنه وه. «إِنَّ اللّهَ هُوَ رَبِّی وَ رَبُّکُمْ»
2- د چارو څارنه او تدبیر یوازې د الله تعالی په لاس کې دي. «إِنَّ اللّهَ هُوَ رَبِّی»
3- لمانځنه، هغه ته ورځانګړې ده چې چارې یې په لاس کې دي. «رَبِّی وَ رَبُّکُمْ فَاعْبُدُوهُ»
4- بې له الله تعالی د هر چا او څيز لمانځنه بېلاري ده. «فَاعْبُدُوهُ هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ»
۵-د الله تعالی بندګی او د آسماني مشر پلوي یو حقیقت دی. «وَ أَطِیعُونِ… هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ» [35]، فَاعْبُدُوهُ… هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ »
6- اختلاف له سمې لارې د کږېدو لامل دی. «هذا صِراطٌ مُسْتَقِیمٌ – فَاخْتَلَفَ الْأَحْزابُ»
7- د انبیاوو تر څرګندو ښوونو روسته، د اختلاف او درز رامنځته کونه تېری دی.«فَاخْتَلَفَ الْأَحْزابُ…فَوَیْلٌ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا»
هَلْ یَنْظُرُونَ إِلاَّ السّاعَهَ أَنْ تَأْتِیَهُمْ بَغْتَهً وَ هُمْ لا یَشْعُرُونَ«66» = ايا دوی بې له قيامته (بل) څه ته څارو دي، چې ناڅاپه ورشي او (په حسي درک) ځیر ورته نه وي؟!
اَلْأَخِلاّءُ یَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلاَّ الْمُتَّقِینَ«67» = پر هغه ورځ بې له متقیانو (نور ټول) دوستان يو د بل دښمنان وي.
ټکي:
* هغوی چې د نا تقوایې له مخې یې دوستان ټاکلي وي، نو په قیامت کې به یې حال داسې وي:
– پښېماني او افسوس چې ولې ورسره ملګری شوم. «یا وَیْلَتی لَیْتَنِی لَمْ أَتَّخِذْ فُلاناً خَلِیلاً» = پر ما افسوس، كاش چې له پلاني (بېلارې سړي) سره مې دوستي نه واى كړې! [35]
– یو د بل په لاسنیوي کې به دوستان هیڅ ونډه ونلري. «وَ لا یَسْئَلُ حَمِیمٌ حَمِیماً» = او دوست به دوست و نه پوښتي. [36]
– دوستان یو د بل دښمنانېږي. «الْأَخِلاّءُ یَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ» (تر بحث لاندې آیت)
– یو پر بل لعنت وايي. «کُلَّما دَخَلَتْ أُمَّهٌ لَعَنَتْ أُخْتَها» [37]
– یو له بله تښتي. «یَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِیهِ وَ أُمِّهِ وَ أَبِیهِ وَ صاحِبَتِهِ وَ بَنِیهِ» [38]
– د خپلو ګناهونو پیټي پر نورو وراچوي. «لَوْ لا أَنْتُمْ لَکُنّا مُؤْمِنِینَ» [39]
– یو له بله کرکه لري. «یا لَیْتَ بَیْنِی وَ بَیْنَکَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ» [40]
پېغامونه:
1- د قیامت پېښېدل ناڅاپي دي او وخت یې چا ته نه دی معلوم. «بَغْتَهً وَ هُمْ لا یَشْعُرُونَ»
2- ټولې هغه دوستۍ چې د تقوا پر بنسټ نه وي، پر دښمنۍ بدلېږي. « اَلْأَخِلاّءُ… عَدُوٌّ إِلاَّ الْمُتَّقِینَ »
یا عِبادِ لا خَوْفٌ عَلَیْکُمُ الْیَوْمَ وَ لا أَنْتُمْ تَحْزَنُونَ«68» = (زما) بندګانو! نن هېڅ وېره درباندې نشته او نه به غمجنېږئ
اَلَّذِینَ آمَنُوا بِآیاتِنا وَ کانُوا مُسْلِمِینَ«69» = (هماغه) كسان، چې زموږ پر نښو يې ايمان راوړى او مسلمانان ول
اُدْخُلُوا الْجَنَّهَ أَنْتُمْ وَ أَزْواجُکُمْ تُحْبَرُونَ«70» = (ورته ويل كېږي:) تاسې او مېرمنې مو په خورا خوشحالۍ جنت ته ورننوځئ.
یُطافُ عَلَیْهِمْ بِصِحافٍ مِنْ ذَهَبٍ وَ أَکْوابٍ وَ فِیها ما تَشْتَهِیهِ الْأَنْفُسُ وَ تَلَذُّ الْأَعْیُنُ وَ أَنْتُمْ فِیها خالِدُونَ«71» = (د خوړو) د سرو زرو لوښي او (د رڼو شرابو) جامونه ورباندې ګرځول كېږي او هلته به هغه څيزونه وي،چې زړونه یې غواړي او سترګې پرې خوږېږي او هلته به همېشه ياست.
ټکي:
* «تُحْبَرُونَ» له «حبره» څخه د خوښ او ښه حالت په مانا دی، چې پر مخ باندې د خوشحالۍ په بڼه راڅرګندېږي، «صحاف» د «صحفه» جمع، لویو لوښو ته ویل کېږي. «أَکْوابٍ» د «کوب» جمع بې لاسکي جام ته وېل کېږي.
* د سترګو یو خوند، د الهي اولیاوو لیدنه ده چې انسان په دنیا کې ورسره نه دي لیدلي.
* جنتي نعمتونه ډول ډول ګټې لري:
- ټولې سلیقې او سترګې مړوي. «تَشْتَهِیهِ الْأَنْفُسُ وَ تَلَذُّ الْأَعْیُنُ»
2.تنوّع او رنګارنګي لري. «بِصِحافٍ – أَکْوابٍ»
3.ښایسته دي. «ذَهَبٍ»
4.د لېوالتیا له مخې دي. «تَشْتَهِیهِ الْأَنْفُسُ»
5.سترګې یې په لیدو نه مړېږي «تَلَذُّ الْأَعْیُنُ»
* دا چې قرآن حکم کوي تاسې او مېړه/مېرمن مو جنت ته ننوځئ، معلومېږي چې چې له مېړه/مېرمن یې مراد دنیوي مېړه/مېرمن دی، ځکه حورالعین له جنته بهر نه دي چې جنت ته د ورننوتو حکم ورته وشي.[41]
پېغامونه:
1- د الله تعالی بندگي په قیامت کې د ګواښونو او وېرو په مقابل کې د خوندیتوب خواله ده. « یا عِبادِ لا خَوْفٌ عَلَیْکُمُ… »
2- لومړی آرامتیا او بیا د جنتي نعمتوتو ترلاسه کول. « لا خَوْفٌ عَلَیْکُمُ… اُدْخُلُوا الْجَنَّهَ »
3- یوازې ایمان بسیا نه دی، باید پوره غاړه کېږدو. « آمَنُوا… وَ کانُوا مُسْلِمِینَ »
4- ایمانوال دنیوي مېړه/مېرمن، په آخرت کې هم هملارې وي. « اُدْخُلُوا… أَنْتُمْ وَ أَزْواجُکُمْ »
5-په قیامت کې د سترګو خوند داسې دی چې د جنتیانو له غوښتنو سره برابري کوي. «تَشْتَهِیهِ الْأَنْفُسُ وَ تَلَذُّ الْأَعْیُنُ»
6- یوازې په جنت کې ټولو غوښتنو ته رسېدلای شو. «فِیها ما تَشْتَهِیهِ الْأَنْفُسُ»
۵-د انسان دننني غرائز، تر قیامته ورسره وي. « فِیها ما تَشْتَهِیهِ الْأَنْفُسُ… »
وَ تِلْکَ الْجَنَّهُ الَّتِی أُورِثْتُمُوها بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«72» = او دا هغه جنت دى،چې تاسې ته د خپلو کړنو په بدل کې په ميراث درکړاى شوى.
لَکُمْ فِیها فاکِهَهٌ کَثِیرَهٌ مِنْها تَأْکُلُونَ«73» = هلته تاسې ته ډېرې مېوې شته، چې تاسې به یې خورئ.
ټکي:
* د روایتونو له مخې الله تعالی هر انسان ته په دوزخ او جنت کې یو ځای ټاکلی. د دوزخیانو جنتي ځایونو ، جنتیاتو ته په میراث او د جنتیاتو دوزخي ځایونه دوزخیانو ته په میراث پاتې کېږي. [42]
* د جنت د میراث پاتېدنې مسئله په بېلابېلو آیتونو کې اوڅار شوې ده: «أُولئِکَ هُمُ الْوارِثُونَ اَلَّذِینَ یَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ [43]
پېغامونه:
1- جنت د پايداره نېکو کړنو لپاره دی. «بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
2- د مېوو ګڼوالی او ډېروالی جنتي نعمت دی. «فاکِهَهٌ کَثِیرَهٌ»
3- جنتي خوندونه ، د دنیوي خوندونو په شان له بشري غرائزو سره همغږي دي. «مِنْها تَأْکُلُونَ»
إِنَّ الْمُجْرِمِینَ فِی عَذابِ جَهَنَّمَ خالِدُونَ«74» = په رښتینه كې مجرمان د دوزخ په عذاب كې تلمېشت وي
لا یُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَ هُمْ فِیهِ مُبْلِسُونَ«75» = له دوی عذاب نه سپكېږي او هلته له هر څه نهيلي وي!
وَ ما ظَلَمْناهُمْ وَ لکِنْ کانُوا هُمُ الظّالِمِینَ«76» = او موږ پر دوی تېرى نه دى كړى؛ بلكې پخپله ظالمان ول.
ټکي:
* «مُبْلِسُونَ» له «ابلاس» څخه د هغه غم په مانا دی چې له نهیلۍ سره یوځای وي. ښايي د «ابلیس» کلمه هم د الله تعالی له رحمته د شیطان د نهیلۍ له کبله پر شیطان وراطلاق شوي وي.
* تلمېشتي، نه کموالی، نهیلي او غم د دوزخ نښې دي.
پېغامونه:
1- په روزنه کې ګواښ او زیری دې یو له بل سره په څنګ کې وي. «تِلْکَ الْجَنَّهُ – اَلْمُجْرِمِینَ فِی عَذابِ»
2- د انسان خپله کړنه دوزخ ته د ورننوتنې لامل دی. «إِنَّ الْمُجْرِمِینَ»
3- د الله سزاګانې عادلانه دي. «وَ ما ظَلَمْناهُمْ»
4- پرله پسې تېری، پرله پسی عذاب لري. «خالِدُونَ… کانُوا هُمُ الظّالِمِینَ »
وَ نادَوْا یا مالِکُ لِیَقْضِ عَلَیْنا رَبُّکَ قالَ إِنَّکُمْ ماکِثُونَ«77» = او غږ به كړي: ((د (دوزخ مامور) او څښتنه! (كاش) چې ستا پالونكى موږ مړه كړي (چې ارام) شو! (په ځواب كې) وايي: په حقيقت كې تاسې (په دوزخ كې) تلمېشتي ياست.))
دوزخیان په قیامت کې له هر چا مرسته غواړي
– کله له مؤمنانو. «انْظُرُونا نَقْتَبِسْ مِنْ نُورِکُمْ» = ( لږ خو) راوګورئ (او تم شئ)،چې له رڼا مو څه ځلا واخلو.
– کله له ظالمو مشرانو. «فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ» = ايا د اور څه برخه رانه لرې كولاى شئ؟))
– کله د دوزخ له مامورانو.( لکه همدا آیت)
* دوزخیان د مرګ هیله کوي، خو دا هیله یې نه پوره کېږي. د قرآن په بل ځای کې وایو:
«لا یُقْضی عَلَیْهِمْ فَیَمُوتُوا» [44] = د مرګ پرېکړه یې نه کېږي، چې مړه شي.
پېغامونه:
1- د انسان کار تر دې ځایه رسي، چې د دوزخ له ماموره لاسنیوی غواړي. «یا مالِکُ»
2- د دوزخیانو هیله مرګ او پوپناه کېدنه ده. «لِیَقْضِ عَلَیْنا»
3- دوزخیان په تلمېشتي عذاب کې دي. «إِنَّکُمْ ماکِثُونَ»
لَقَدْ جِئْناکُمْ بِالْحَقِّ وَ لکِنَّ أَکْثَرَکُمْ لِلْحَقِّ کارِهُونَ«78» = په رښتیا موږ تاسې ته حق [دین او خبره] دروړه؛ خو ستاسې ډېر له حقه کرکجن دي.
أَمْ أَبْرَمُوا أَمْراً فَإِنّا مُبْرِمُونَ«79» = بلكې دوى د يوې دسیسې ټينګ هوډ کړی؛ نو موږ هم (په اړه یې) ټينګ هوډ لرو.
أَمْ یَحْسَبُونَ أَنّا لا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَ نَجْواهُمْ بَلی وَ رُسُلُنا لَدَیْهِمْ یَکْتُبُونَ«80» = ايا دوی انګېري، چې موږ د دوی پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو؟ هو! (اورو) زموږ استازي (او پرښتې) ورسره دي (او كړه وړه يې ليكي).
ټکي:
* «ابرام» د ځلېدنې او ټینګېدنې په مانا او دلته د رسول الله صلی الله علیه و آله پر ضد دسیسې ته د ټینګ هوډ او د ده د قانون د نه منلو په مانا دی.
پېغامونه:
1- الهي عذاب تر غاړې خلاصونې روسته دی. «إِنَّکُمْ ماکِثُونَ ، لَقَدْ جِئْناکُمْ بِالْحَقِّ»
2- حقّ منوونکي لږ دي. «جِئْناکُمْ بِالْحَقِّ وَ لکِنَّ أَکْثَرَکُمْ لِلْحَقِّ کارِهُونَ»
3- د حق مبدأ، الله تعالی دی او د اجر او سزا معیار، کچه او ملاک هم د حق منل او نه منل دي. « جِئْناکُمْ بِالْحَقِّ… لِلْحَقِّ کارِهُونَ »
4- چې هوډ او کړنه مو نه وي کړې، الله تعالی سزا نه ورکوي، الهي سزا زموږ په کړنې پورې تړلې ده. «أَبْرَمُوا – مُبْرِمُونَ»
5-د انبیاوو منکرین دې پوه شي چې جګړه یې له الله تعالی سره ده. «أَبْرَمُوا أَمْراً فَإِنّا مُبْرِمُونَ»
6- کافران یوازې د حدس او ګومان پر بنسټ خوځي. «أَمْ یَحْسَبُونَ»
7- مخالفینو، الله تعالی نه دی پېژندلی؛ ځکه ګومان کوي چې الله تعالی یې له پټو بې خبره دی. «أَمْ یَحْسَبُونَ أَنّا لا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ»
8-پرښتې هره خبره لیکي. « رُسُلُنا… یَکْتُبُونَ »
قُلْ إِنْ کانَ لِلرَّحْمنِ وَلَدٌ فَأَنَا أَوَّلُ الْعابِدِینَ«81» = ووايه: ((كه د لوراند (الله) څه اولاد واى، زه به یې پخپله ړومبى لمانځونكى وم.))
سُبْحانَ رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمّا یَصِفُونَ«82» = د اسمانونو او ځمكې پالونكى (او) د عرش پالونكى له ټولو هغو خبرو پاك دى، چې دوى يې ورمنسوبوي!
پېغامونه:
1- له مخالفینو سره په خبرو اترو کې دې ګوذاره ورسره وکړو. «إِنْ کانَ لِلرَّحْمنِ وَلَدٌ» دا جمله په خبرو اترو کې د ګوذارې په اړه ده، که نه الله تعالی خو اولاد نه لري او د «لو کانوا» جمله باید وکارول شي.
2- چې کله هم په یوه خبره کې د الله تعالی لپاره د نېمګړتیا احتمال و، مناسبه ده چې الله تعالی له هر ډول عیب او نېمګړتیا پاک وګڼو. « إِنْ کانَ لِلرَّحْمنِ وَلَدٌ… سُبْحانَ »
3- د هستۍ پالونکی اولاد ته څه اړتیا لري. «رَبِّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ»
فَذَرْهُمْ یَخُوضُوا وَ یَلْعَبُوا حَتّی یُلاقُوا یَوْمَهُمُ الَّذِی یُوعَدُونَ«83» = نو دوی پر خپل حال پرېږده، چې (په باطلو كې) ډوب ولاړ شي، هسې لګیا وي او لوبې كوي، تردې چې د خپلې هغه ورځې کتو ته ورسي، چې ژمنه يې ورکول کېږي (او د خپلو كړنو پايله وګوري)!
وَ هُوَ الَّذِی فِی السَّماءِ إِلهٌ وَ فِی الْأَرْضِ إِلهٌ وَ هُوَ الْحَکِیمُ الْعَلِیمُ«84» = او هغه دى، چې په اسمان كې هم معبود دى او په ځمكه كې هم معبود دى او همدی د حکمت خاوند او پر هر څه ښه پوه دى.
ټکي:
چېرې چې استدلال او ګواښ اغېز نه کوي، نو مقابل لوری باید پخپل حال پرېښودل شي ، لکه څرنګه چې یو زړه سواند ډاکتر، د نهیلۍ پر مهال، ناروغ پر خپل حال پرېږدي.
پېغامونه:
1- تر غاړې خلاصونې روسته نا اهلانو ته مهلت ورکول او پر خپل حال یې پرېښودل یو الهي قانون دی. « فَذَرْهُمْ… »
2- ناروا عقاید، اندونه او کړنې هغه ګنده او خوسا اوبه دي چې خلک په ځان کې ډوبوي. «یَخُوضُوا»
3- هره پلټنه ارزښت نه لري. کله انسان، په عین پلټنه کې یو لوبغاړی وي. «یَخُوضُوا وَ یَلْعَبُوا»
4- څه چې د حق او منطق په کړۍ کې نه وي، یو ډول لوبه او ساتیري ده. «یَخُوضُوا وَ یَلْعَبُوا»
5-پر لیونغرتو سره او سپېره ورځ راروانه ده. «یَوْمَهُمُ الَّذِی یُوعَدُونَ»
6- د خلکو کفر د الله تعالی پر ستریا او عزت څه اغېز نه لري. « فَذَرْهُمْ… وَ هُوَ الَّذِی فِی السَّماءِ إِلهٌ وَ فِی الْأَرْضِ إِلهٌ »
7- توحید او د ایکي یو الله تعالی لمانځنه له مشرکانو سره د پېغمبر د اختلاف اصلي بنسټ و.(د «اله» کلمې تکرار یې نښه ده) «فِی السَّماءِ إِلهٌ وَ فِی الْأَرْضِ إِلهٌ»
8-حکمت او مطلقه پوهه یوازې په الله تعالی پورې ځانګړی ده. «وَ هُوَ الْحَکِیمُ الْعَلِیمُ»
9- هغه لمانځوړ دی چې د بې نهایته حکم او پوهې څښتن وي. « إِلهٌ… هُوَ الْحَکِیمُ الْعَلِیمُ»
10- حکمت بې له پوهې دی. ډېری پوهان شته چې حکمت والا نه دي، پوهه لري، خو لیدانه نه لري، الله تعالی هم علیم دی او هم حکیم. «وَ هُوَ الْحَکِیمُ الْعَلِیمُ »
وَ تَبارَکَ الَّذِی لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَیْنَهُما وَ عِنْدَهُ عِلْمُ السّاعَهِ وَ إِلَیْهِ تُرْجَعُونَ«85» = او بركتناك (او پايند) دى؛ هغه چې د اسمانونو او ځمكې او څه چې د دوی ترمنځ دي، واکمني يې يوازې د هماغه ده او يوازې ده ته د قيامت د جوړېدو وخت معلوم دى او يوازې د ده لوري ته ورستنول كېږئ.
ټکي:
* «تَبارَکَ» له «برکت» څخه د پرېمانه خبر په مانا دی.
په قرآن کې نهه ځل الله تعالی د «تَبارَکَ» په عبارت ستایل شوی دی.
* په دې آیت او تېر آیت کې الله تعالی ته اته کمالونه اوڅار شوي، چې په دې توګه د الله تعالی د اولاد درلودنې ګروهه او نور څه چې په ناحقه د الله تعالی په اړه ویل کېږي، له منځه ولاړ شي.
پېغامونه:
1- د هستۍ پر نظام باندې د ایکې یو الله تعالی واکمني پاینده او لا زواله ده. «تَبارَکَ الَّذِی لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ»
2- الله تعالی له هر ډول نېمګړتیا پاک دی او د هر ډول کمال په مقابل کې مبارک دی. « سُبْحانَ… تَبارَکَ… »
3- د نورو د کوږ اندۍ په مقابل کې باید د سپېڅلتیاوو نمانځنه وشي. « تَبارَکَ الَّذِی لَهُ… »
4- الله تعالی هم مبدأ دی او هم مقصد. « لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ… إِلَیْهِ تُرْجَعُونَ »
5- بې له الله تعالی یو هم د قیامت جوړېدو له وخته خبر نه دی. «وَ عِنْدَهُ عِلْمُ السّاعَهِ»
6- په قیامت کې د خلکو سوبتیا هم عمومي ده او هم اجباري. «إِلَیْهِ تُرْجَعُونَ»
وَ لا یَمْلِکُ الَّذِینَ یَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الشَّفاعَهَ إِلاّ مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَ هُمْ یَعْلَمُونَ«86» = او هغوی چې د ده پر ځاى لمانځي، د سپارښت واک نه لري؛ خو هغه چې د پوهې له مخې پر حق ګواهي ورکړي [او موحد] وي.
پېغامونه:
۱-د شفاعت آر منلوړ دی، خو وهمي شفاعتونو مردود دي. « لا یَمْلِکُ… اَلشَّفاعَهَ »
2- سمونه باید له سرچینې پیل کړو. د شرک سرچینه د معبودانو شفاعت ته هیله ده چې خلک باید له داسې خیاله نهیلي شي. «لا یَمْلِکُ الَّذِینَ یَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ»
3- هغه د شفاعت حق لري چې پر حق منښتي – معترف او ګواه وي. «شَهِدَ بِالْحَقِّ»
4- هغوی چې د شفاعت حق لري په هر ځای کې او هر چاته شفاعت نه کوي، خپله پوهېږي چې د شفاعت ځای چېری دی.. «وَ هُمْ یَعْلَمُونَ»
5-گواهي او شهادت هله ارزښت لري چې د پوهې پر بنسټ وي. «شَهِدَ بِالْحَقِّ وَ هُمْ یَعْلَمُونَ»
وَ لَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُولُنَّ اللّهُ فَأَنّی یُؤْفَکُونَ«87» = او كه دوی وپوښتې: ((چې دوى چا پيدا كړي؟))؛ نو هرومرو وايي: ((الله))؛ نو ولې له حقه مخ اړوي؟!
ټکي:
* «یُؤْفَکُونَ» له «افک» څخه د مخ اړونې او له طبیعې لارې څخه د کوږوالي په مانا دی.
پېغامونه:
1- د مکې مشرکانو د الله تعالی خالقیّت منه؛ خو په ربوبیّت، تدبیر، د امورو په هوارونې او شفاعت کې پر شرک اخته وه او نور یې پکې ښکېل ګڼل. «لَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُولُنَّ اللّهُ»
2- توحید یو فطري امر دی او شرک له انساني فطرته کوږوالی دی. «فَأَنّی یُؤْفَکُونَ»
وَ قِیلِهِ یا رَبِّ إِنَّ هؤُلاءِ قَوْمٌ لا یُؤْمِنُونَ«88» = او دهغه وینا دا وه: ((زما پالونكيه! په رښتيا دا هغه خلك دي، چې ايمان نه راوړي.))
ټکي:
* «قِیلِهِ» د «قوله» په څېر مصدر او د وینا په مانا دی.
پېغامونه:
1- د اینډه مارانو پر ضد، پېغمبران الله ته پناه وروړي. «یا رَبِّ إِنَّ هؤُلاءِ قَوْمٌ لا یُؤْمِنُونَ»
2- دیني مبلّغان دې له ټولو خلکو څخه د حق منلو تمه نه لري. «هؤُلاءِ قَوْمٌ لا یُؤْمِنُونَ»
فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَ قُلْ سَلامٌ فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ«89» = نو (چې داسې ده) ترې تېر شه او ووايه: ((سلام))؛خو ډېر ژر به پوه شي!
ټکي:
* د عربانو په دود او فرهنگ کې دوه ځل سلام کوي؛ یو ځل د راتګ او لیدنې او بل ځل د خدای په امانۍ پر مهال. لکه څرنګه چې د هر لمانځه په پای کې وایو: « السلام علیکم و رحمه الله و برکاته». په دې آیت کې هم له سلام څخه مراد د خدای په امانۍ، شخړې پای ته رسېدو او متارکې سلام دی.
پېغامونه:
1- اینډه مار مشرکین پر خپل حال پرېږدئ او شخړه مه ورسره کوئ. «فَاصْفَحْ عَنْهُمْ»
2- ان له مشرکانو سره سوله ییز ژوند اړین دی. « فَاصْفَحْ… وَ قُلْ سَلامٌ » (له بشر څخه د دین لږ تر لږه تمه ټولنیز سوله ییز ګډ ژوند دی)
3- د اسلام پېغمبر خپل ټول کارونه د الله تعالی په امر کول. «فَاصْفَحْ عَنْهُمْ»
4- الله د پېغمبرانو مخالفینو ته د سختې سزا ګواښ کړی دی. «فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ»
«والحمدللّه ربّ العالمین»
سرچینه : نور تفسیر
مولف : شیخ محسن قرآئتی
[1] راهنما تفسیر
[2] طه/۵۳
[3] برهان تفسیر
[4] مجادله /۱۱
[5] بقره، ۱۶۸
[6] طه، ۱۲۰
[7] اعراف، ۲۰۱
[8] ناس، ۵
[9] زخرف، ۳۶
[10] مجادله، ۱۹
[11] نساء ، ۱۱۹
[12] انعام، ۱۱۲
[13] نهج البلاغه،۷ مه خطبه
[14] صافات، ۱۳
[15] طه، ۱۲۴
[16] اسراء، ۷۲
[17] طه، ۱۴
[18] حجر، ۹
[19] یس، ۷۰
[20] یس، ۱۱
[21] قصص/۳۴
[22] زمر/ ۱۸
[23] آل عمران/۱۵۹
[24] راهنما تفسیر
[25] قصص/۷
[26] قصص/۱۱
[27] آل عمران/ ۳۵
[28] قصص/۹
[29] یوسف/۳۰
[30] تحریم / ۱۰
[31] تبت/۲
[32] احزاب/ ۳۰
[33] تحریم/۱۰
[34] نحل/ ۹۲
[35] زخرف/۶۱
[36] معارج/ ۱۰
[37] اعراف/ ۳۸
[38] عبس،34-36
[39] سبأ،31.
[40] زخرف،38
[41] المیزان تفسیر
[42] مراغي او مجمع البیان تفسیر
[43] مومنون/۱۰- ۱۱
[44] فاطر،36