بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ يس سورت یس سورت په مکه کې نازل شوى، درې اتیا (83) آيتونه لري، لومړى آيت يې “مقطعه ټکي” دى او همدا ټکي ددې سورت نامه ده. د یس سورت چورليځ ګروهې دي، اولاد ته یې پر ورښوونې او د لوست ثواب يې مړيو ته پر ورډالۍ کولو سپارښت شوى دى. […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
يس سورت
یس سورت په مکه کې نازل شوى، درې اتیا (83) آيتونه لري، لومړى آيت يې “مقطعه ټکي” دى او همدا ټکي ددې سورت نامه ده.
د یس سورت چورليځ ګروهې دي، اولاد ته یې پر ورښوونې او د لوست ثواب يې مړيو ته پر ورډالۍ کولو سپارښت شوى دى.
یس سورت د اسلام د پېغمبر پر رسالت، د الله تعالی پر لېينې-ګواهۍ پيل او د درېیو الهي پېغمبرانو د رسالت پر ويلو دوام لري.
د یس سورت په يوې برخې کې، په هستۍ کې د پالونکي د ستريا نښو ته، د توحيد د نښو په نامه اشاره شوې او په بل ځاى کې د معاد په اړه، د قيامت پر ورځ د سوال و ځواب او د قيامت ورځې نياوتون-محکمې او د دوزخ او جنت ځانګړنې پکې نوموتي دي.
روايتونه يس سورت ته د «قرآن زړه» وايي[1].
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ=د لوراند او لورين الله په نامه
ټکي:
*د نړۍ په بېلابېلو قومونو او ملتونو کې دود دى، چې خپلې مهمې چارې د خپل هغه مشر په نامه پيلوي، چې مينه ورسره لري او درناوى يې کوي، چې کار یې سپېڅلى او مبارک شي؛ البته هغوى دا کړنه د فاسدو یا سمو ګروهو له مخې کوي؛ کله د بوتانو او طاغوتونو په نامه او کله د الهي اولياوو په لاس خپلې چارې پيلوي؛ لکه څنګه چې رسول الله د “خندق” په غزا کې لومړى مېتى د الله تعالی په نامه پر ځمکه وواهه[2].
*(بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) د الهي کتاب پيل دى.
*(بسم الله) نه يوازې د قرآن په پيل کې؛ بلکې د ټولو اسماني کتابونو په پيل کې راغلې او د ټولو انبياوو د کړنو سرټکی وه.
چې کله په توپان کې د نوح عليه السلام بېړۍ روانه شوه؛ نو حضرت نوح خپلو يارانو ته وويل: سپاره شئ، چې (بِسْمِ اللّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا[3])؛ يعنې ددې بېړۍ روانېدل او درېدل، د الله تعالی په نامه دي.
سلیمان عليه السلام هم چې د “سبا” ملکه ايمان ته راوبلله؛ نو خپله بلنه يې په (بسم الله الرحمن الرحيم) پيل کړه.
((إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ[4]= په حقيقت کې هغه (ليک) د سليمان له لوري دى او (مضمون يې دا) دى: د لوراند (او) لورين الله په نا مه.))
حضرت علي کرم الله وجهه وويل: (بسم الله) برکت دى او پرېښوول يې نسکورېدل دي.
همداراز حضرت علي هغه انسان ته چې “بسم الله” يې ليکله وويل: “جودها”؛ يعنې ښايسته يې وليکه[5].
د هر کار په پیل کې پر “بسم الله” ویلو ټينګار شوى دى. په خوراک، ليکلو، سورېدلو، مسافرت او نور ډېرو چارو کې ان که يو څاروی بې د الله تعالی له نامې اخستو حلال شي؛ نو غوښه يې حرامه ده او ددې خبرې موخه داده، چې ان د “یوڅښتني”- موحد او هدفمنو انسانانو خواړه هم بايد الهي اړخ ولري.
په حديث کې راغلي: “بسم الله” ويل مه هېروئ، ان که د يوې غونډلې – جملې ليکلو ته هم وي.
د هغه انسان د ثواب په هکله ډېر روايتونه شته، چې په لومړي ځل ماشوم ته “بسم الله” ورزده کوي[6].
*پوښتنه: ولې د هر کار په پيل پر “بسم الله” ويلو ټينګار شوى دى؟
ځواب: “بسم الله” د مسلمانۍ نښه ده او د مسلمانانو ټولې چارې بايد الهي رنګ ولري؛ لکه څنګه چې د يوې کارخانې يېبره-محصول د هماغې کارخانې ټاپه لري، دا یېبرې – محصولات لږ وي که ډېر، کوشني وي که غټ، مثلا د لوښو جوړولو کارخانه، پر خپل جوړ شوي لوښي خپله ټاپه وهي ان که دا لوښى وړوکى وي که غټ.
د ساري په ډول: د هر هېواد بېرغ د هغه هېواد پر ادارو، ښوونځيو او پوځي مرکزونو راځوړند وي او د کارمندانو پر اداري ميزونو هم وي.
امامانو ټينګار درلود، چې په لمانځه کې دې “بسم الله” په لوړ غږ وويل شي.
هغوى چې “بسم الله” یې په لمانځه کې نه ويله او يا داچې “بسم الله” يې د سورت برخه نه ګڼله، امام باقر (رح) یې په اړه وویل: د قرآن غوره آيت يې غلا کړ[7].
په قرطبي تفسیر کې د امام صادق (رح) وينا راغلې ده: “بسم الله” د سورتونو تاج دى. يوازې د برائت سورت (توبه) په پيل کې “بسم الله” نه ده راغلې او د حضرت علي کرم الله وجهه د وينا له مخې، دا ځکه چې “بسم الله” د خونديېنې او رحمت ويى-ټکى دى او له مشرکینو او کفارو د برائت او کرکې اعلانول له مينې او رحمت سره اړخ نه لګوي[8].
١ – “بسم الله” د الهي رنګ او د توحيدي لوري نښه ده.
٢ –”بسم الله” د توحيد نښه او پر ځاى یې بله نامه اخستل د کفر نښه ده او د هغه د نامه ترڅنګ بله نامه اخستل، د شرک نښه ده. ( نه يې د نامې تر څنګ او نه يې د نامې پرځاى د بل چا نامه واخلئ) نه يوازې د الله تعالی ذات؛ بلکې نامه يې هم له هر ډول شريکباڼي پاکه ده.
((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى[9]= د خپل لوړ پالونكي نامه وستايه.))
ان د حضرت محمد(ص) په نامه هم د کار پيل منع دى[10].
٣ – “بسم الله” د پایښت او پاینې خواله ده؛ ځکه څه چې الهي رنګ و نه لري، له منځه تلونکى دى. (كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ[11])
٤ – “بسم الله” له الله تعالی سره د مينې او پرې د توکل نښه ده، هغه چې رحمن (لوراند) او رحيم (لورین) دى، کار مو د هغه پر توکل پيلوو، چې د نامې يادول یې د رحمت نازلوونکى دى.
٥ – “بسم الله” له لویۍ او سترچارۍ وتنه او الله تعالی ته عاجزي ده.
٦ – “بسم الله” د بندګۍ او عبوديت لوړ ګام دى.
٧ – “بسم الله” شيطان شړي، له چا سره چې الله تعالی و؛ نو شيطان پرې اغېز نه لري.
٨ – “بسم الله” د چارو د پياوړتيا او سپېڅلتيا لامل دی.
٩ – “بسم الله” د الله تعالی يادول دي؛ يعنې یا الله! ما نه يې هېر کړى.
١٠ –”بسم الله” مو د موخې او نيت بيانوونکې ده؛ يعنې یا الله! موخه مې ته يې؛ نه خلک؛ نه طاغوتان، ريا او ځاني غوښتنې.
١١ – امام رضا (رح) وايي: بسم الله؛ يعنې پر ځان د الله تعالی د بندګۍ نښه لګوم[12].
١٢ -د هر سورت په پيل کې د “بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ” راتلل په دې مانا دي، چې ددې سورت د منځپانګې سرچينه حق او رحمت دى.
١٣ – د کتاب په پیل کې د ” بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ” د راتګ مانا داده، چې لارښوونه يوازې د هغه په مرسته پلي کېږي. کېداى شي ددې خبرې مانا دا وي، چې وايي: ټول قرآن د حمد په سورت کې او د حمد ټول سورت په “بسم الله” کې او ټوله “بسم الله” په “ب” کې راټوله شوې ده، چې د هستۍ پنځون او ښیون -هدايت ټول د هغه په لاس کې دي؛ لکه څنګه چې د آنحضرت(ص) رسالت هم د هغه په نامه پيل شو. (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ).
١٤ – په “بسم الله” د الله تعالی خبرې له خلکو سره او د خلکو خبرې له الله تعالی سره پيلېږي.
١٥ – د ذات په څېر یې رحمت هم تلپاتې او ابدي دى. (اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ)
١٦ – په بېلابېلو بڼو د الهي رحمت بيانول، د هغه پر رحمت ټينګار دى ( د رحمن او رحيم بڼه) (الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ)
١٧ – د کتاب په پيل کې”رحمن” او “رحيم” راوړل، شونې ده، په دې مانا وي، چې قرآن د الهي رحمت جوله – جلوه ده؛ لکه څنګه چې خلقت او بعثت یې هم د رحمت جوله ده. (الرحمن الرحيم)
((يس (۱). وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ (۲). إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (۳). عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ (۴) = يا، سين. او پر قرآن حكيم قسم. چې ته په رښتيا (د الله) له استازيو ځنې يې؛ پر سمه لار يې.))
ټکي:
*روايتونه وايي، يس د آنحضرت (ص) يوه نامه ده[13].
په ځينې دعاوو کې هم، الله تعالی ته د پېغمبراکرم په دې نامه قسم ورکوو.
د حکيم مانا ذوالحکمة (د حکمت خاوند) هم کېداى شي او د ټينګ (محکم) مانا هم ورکوي؛ لکه د هود سورت په لومړي آيت کې چې راغلي: (أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ) د قرآن آيتونه تينګ دي.
*سیده لار، داسې لار نه ده چې ګرده مو ووهله؛ نو مطلب ته به ورسو، بلکې څومره یې چې ووهو؛ نو یوې برخې ته به رسېدلي یو، لکه د علم زده کړه، چې څومره مخکې ځو؛ نو هومره پوهه او علم ترلاسه کوو.
*سره له دې چې پر پېغمبراکرم ډول ډول تورونه ولګېدل؛ لکه شاعر، پالي، کوډګر او مجنون؛ خو حکیم خدای د حکیم قرآن په قسم د پېغمبراکرم پر رسالت ټينګار کوي.
*الله تعالی قسم ته اړتيا نه لري او په قرآن کې د قسمونو خواله، پر هغه مطلب ټينګار او د ارزښت ښوونه يې ده.
پېغامونه:
١ – په قرآن کې سست او باطل مطلبونه نشته، ټول يې ټينګ او مضبوط دي. (وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ)
٢ -پر قرآن د خداى قسم د قرآن سپېڅلتيا او برم-دبدبه راښيي. (وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ)
٣ – د تورونو، یرغل او نارواوو پر خلاف سم او هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا ده. (إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ)
٤ – د تاريخ په بهير کې الهي انسانان يوازې نه دي او له نورو الهي استازيو سره دي. (لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ) هو! د پېغمبرانو رسالت د تاريخ هغه بهير دى، چې د اسلام پر پېغمبر پاى ته ورسېد.
٥ – د پېغمبر اکرم لار د الله تعالی لار ده. په هود سورت کې راغلي: (إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ[14]) او په دې سورت کې هم وايو: (إِنَّكَ. . . . . عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (سیده لار د الله تعالی او د استازي یې ده)
٦ – بري ته درې څيزه پکار دي:
الف: مدونه کړلار (الْقُرْآنِ الْحَكِيمِ).
ب: پلي کوونکى او پوه مشر (لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ).
ج: څرګنده لار او (صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ).
٧ – د ګروهې بنسټ دې غښتلى وي. (الْقُرْآنِ الْحَكِيمِ) هم الله تعالی حکيم دى (أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[15])، هم قرآن حکيم دى (الْقُرْآنِ الْحَكِيمِ) او هم پېغمبر د حکمت ښووند – ښوونکى دى. (يُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ[16])
سمه او سیده لار کومه ده؟ کېدای شي د هرې سليقې خاوند له نيکونو، طاغوت او شيطاني وسوسو په لاروۍ خپله لار سمه وګڼي؛ خو حقيقت څه دى؟
سمه لار، هماغه سم دين دی، چې بايد ځان پرې پوه کړو؛ لکه څنګه چې د کور خاوند تر هر چا د خپل کور پته، ښه ورکولاى شي؛ نو متعال خالق/پنځګر هم تر نورو ښه سیده لار راښيي. نور خلک مو خپلو وګړیزو ګټو ته غواړي؛ خو الله تعالی زموږ ګټه غواړي او په فکر کې مو دى. نور تېروتنه، محدوديت او ځاني غوښتنې لري او شونې ده ناسمه لار راوښيي؛ خو الله تعالی هوس او تېروتنه نه لري. سیده لار هم بايد وپېژنو او هم پرې ولاړ شو، هم ترې و نه وځو او نور هم دې لارې ته راوبلو. د سیده لارې ټاکنه هم په فکر کې ده، هم په کړنه کې، هم په وګړیزو او هم باید په ټولنيزو چارو کې پرې ولاړ شو. افراط و تفريط له سیده لارې وتل دي، ان د الله تعالی عبادت هم بريد او اندازه لري. اسلام هر کار ته سمه لار ښوولې ده:
له نشتمنو سره په مرسته کې:
((وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا[17]=او هغوى چې كله ( د خداى په لار کې) لګښت كوي؛ نو نه بېځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي.
په لمانځه کې د غږ په ټيټوالي او لوړوالي کې:
((قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا[18]=تاسې يې ((“الله” وبولئ که يې “رحمن” وبولئ، په هره نامه یې، چې وبولئ (سپېڅلى ذات يې يو دى او) يوازې هغه ته ښکلي نومونه دى.)) او لمونځ دې مه ډېر جګ او مه ډېر رو وايه او د دواړو ترمنځ (منځلارى) وسه.))
په هڅونه او نيوکه کې پر منځلارۍ ټينګار کوي. په خوراک، څښاک، اغوستو، له کور او دنيا سره په مينه، غچ او ان د اسلام له دښمنانو سره په چلن کې يې پر منځلارۍ حکم راکړى دى، چې له افراط و تفريطه ځان وژغورو او اعتدال ته يې رابللي يو.
په قرآن کريم او روايتونو کې ډېرې بېلګې شته، چې پکې پر منځلارۍ ټينګار شوى او له افراط و تفريطه منع شوي يو.
دې خبرو ته ځير شئ:
*پېغمبر اکرم هم عمومي رسالت لري((وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا[19])) او هم خپله کورنۍ رابلي ((وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ[20]))
*اسلام هم له خالق سر پر اړيکو ټينګار کوي (لمونځ) (أَقِيمُوا الصَّلَاةَ) او هم له خلکو سره پر اړيکو (زکات) ټينګار کوي. (آتَوُاْ الزَّكَاةَ)
*مينه مو پر حق له لېینې- ګواهۍ کاږه نه کړي. (شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ[21]) او نه مو دښمنۍ د عدالت له پلي کولو لرې کړي. ( وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ[22])
*مؤمنان هم دافعه لري، ( أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ) او هم جاذبه (رُحَمَاء بَيْنَهُمْ[23])
*هم د زړه ایمان او باور پکار دى (آمَنُواْ) او هم نېکچاري. (عَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ[24])
* هم ژړا او دعا کول پکار دي او هم له الله د بري غوښتل اړین دي ( رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا[25]) او هم پراخه سينه او صبر اړین دي (عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ[26]).
دعاشورا پر شپه امام حسين هم دعا کوله او هم يې توره وهله.
* د عرفې پر ورځ او د غټ اختر (قربان) پر شپه د الله تعالی د کور زيارت کوونکي دعا کوي او د غټ اختر پر ورځ بايد حلاله وکړي او وينې وويني.
* اسلام مالکيت مني[ الناس مسلّطون على اموالهم[27]]؛ خو نورو ته د زيان رسولو مخالف دى او هغه محدودوى. (لا ضَرر و لا ضِرار[28])
هو د زړه سره! اسلام خو څه يو اړخيز دين نه دى، چې یوازې يوه اړخ ته به ګوري او نور اړخونه به هېر کړي؛ بلکې ټينګار يې پر اعتدال، منځلارۍ او سیده لار دى.
((تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ (۵) = او (دا قرآن) د بريمن لورين الله له لوري نازل شوى دى.))
((لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ (۶) = چې هغه قوم ووېروې، چې پلرونه يې وېرول شوي نه وو؛ نو (ځکه) دوى ناخبره دي.))
پېغامونه:
١ _ د قرآن د نزول سرچينه عزت دى او څوک چې ورباندې منګولې ولګوي؛ نو عزت او رحمت ته رسي. (تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ)
٢_ د اسماني کتابونو لېږل، له بندګانو سره د الله تعالی د مينې نښه ده. (تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ)
٣_ د اسماني کتاب لېږل، د الله تعالی د ځواک نښه ده. (تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ) ( او داسې اثر يې پنځولی، چې هېڅوک یې ان د يوه آيت په څېر د راوړو وس نه لري)
٤_ که ددې کتاب له آيتونو منکر شئ؛ نو د بريمن الله له ځواک سره به مخامخ شئ(الْعَزِيزِ) او که ورتسليم شوئ؛ نو پر رحمت به مو ماړه کړي. (الرَّحِيمِ)
٥_ د قرآن ګواښنې د الله تعالی له عزت او رحمته راولاړې دي. (الرَّحِيمِ لِتُنذِرَ)
٦_ د تبليغ او انذار بنسټ دې قرآني ښوونې وي. ( تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ لِتُنذِرَ)
٧_ انذار او ګواښګرندي د تبليغ له کړنلارو ځنې دى، چې مبلغان دې ورسره اشنا وي. (لِتُنذِرَ قَوْمًا)
٨ _ انذار او د خلکو راوېښول د پېغمبرانو د بعثت يوه موخه ده. (لِتُنذِرَ قَوْمًا)
٩_ خلکو ته انذار او اخطار یو الهي قانون دى. (لِتُنذِرَ. . . . مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ)
خبرداری او ګواښنه
انسان تر هر څه ډېر، له ځان سره مينه لري او د خپل وخت او شتمنۍ يوه برخه د همدې، د دفاع په لار کې لګوي، چې هغه او څه چې ورپوې تړاو لري، زيان و نه رسي. د وسلو، روغتيا او امنيتي چارو بودجې، د کلکو دېوالونو ماڼۍ او کورونه جوړل، د مرمۍ ضد موټر، ساتندويان، پوليس، سرتېري او سرحدي پوليس دا ټول ددې لپاره دي، چې د انسان جسم له خطره وژغوري؛ خو هغه خطرونه، چې د انسان مقام او وګړې ته متوجه وي، زيات دي او په دې خطرونو کې چې کوم تر ټولو مهم او اوږده وي؛ نو په اړه دې یې اخطارهم جدي او دوامداره وي، پردې سربېره انسان ناليدلي او نامريي دښمنان هم لري؛ لکه له یوخوا ناپوهي، غفلتونه، ځاني غوښتنې، ځان بايلل، ناروا غوښتنې او بلخوا د ابليس او د جني او انساني شيطانانو وسوسې د انسان دښمنان دي او تر ټولو ښه اخطار ورکوونکي الهي انبياء دي؛ ځکه علمي پرمختګونه او تکنالوژۍ، نه د انسان د غفلتونو او نه د شیطاني وسوسو مخه نیواى شي .
عقل ته به ورشو، چې څه وايي: يو مثال ته پام وکړئ: فرض کړئ زر تنه پر سفر وځي او په خپلو موټرونو کې سورېږي او ترافيک هم ورته لارښوونه کوي، په دوى کې ځينې مسافر په لار کې پکارېدوني وزلې له ځان سره اخلي او نور تش لاس روانېږي؛ نو که په لار کې مو راوړو وزلو ته اړتيا پیدا نه کړه؛ نو زيان مو نه دى کړى، يوازې څه اضافه بار مو له ځان سره راوړى؛ خو که په لار کې ټېر، جک او يا. . . ته اړتيا پیدا شوه او راسره نه وي؛ نو بيا؟!
عقل خو وايي: احتياط پکار دى او په لار کې پکارېدوني وزلې له ځان سره واخلئ او د ترافيک خبرو ته هم غوږ نيول پکار دي.
تردې مثال روسته، را به شو دې خبرې ته: انسان غواړي، يوه لار ووهي او الله تعالی هم د انبياوو له لارې مسافرو ته اخطار ورکوي، چې تر مړينې روسته ژوندي کېدل، حساب، کتاب، ثواب او عذاب شته، لار خطرناکه ده او تاسې بايد په لار کې پکارېدوني وزلې له ځان سره يوسئ، له ځان سره ممنوع وزلې مه وړئ، سرعت مو کنټرول کړئ او د متقي عالمانو خبرو ته غوږ شئ.
خلک ددې خبرو تر اورېدو روسته دوه ډلې کېږي: يوه ډله لمونځ کوي او له الله تعالی سره له دې لارې اړيکې ټينګوي او په خمس، زکات، انفاق او صدقې خپله اړيکه له نشتمنو سره ټينګوي، له ګناهونو، حرام کار، ناروا ورهڼې- کسب او رزق نه ځان ساتي او په خپلې تقوا، په دې لار کې پکارېدونې وزلې له ځان سره اخلي او وړي يي.
بله ډله په لویۍ او ملنډو په ځاني غوښتنو کې ډوبه وي، پر الله تعالی، معاد، خپلو دندو او له نشتمنو سره پر مرسته ايمان نه لري او د دښمن د دسيسو پر وړاندې په غفلت کې ژوند کوي.
دلته بېلارويو ته مو ځواب دادى چې: ان که معاد، قيامت، حساب و کتاب هم نه وي؛ نو هغه ډله چې څو دقيقې یې لمونځ کړی، له نشتمنو سره يې مرسته کړې او په کال کې يې څو روژې هم نېولې او که وسه يې درلوده؛ نو حج ته هم پکې ولاړل؛ نو ايا زيان يې وکړ. ددې خلکو مثال د هغه چلوونکيو په څېر دى، چې په لار کې پکارېدونې وزلې يې له ځان سره واخستې؛ خو په لار کې يې ورته اړتيا پیدا نه کړه.
خو که د معاد او قيامت راتلل حقيقي وي؛ نو (چې راتلو ته يې په زرګونو دلايل شته) هغوى چې ايمان، تقوا او د خير کار نه درلود؛ الهي نياوتون-محکمې ته به تش لاس ورتل؛ هلته به يې څه غذر درلود؟ نو سم ليد او عقل حکم کوي؛ لکه څنګه چې د دنيا ټولو عقلمنو د فرضي دښمن د مقابلې لپاره سرتېري او اردو روزلی او ډېرى پېسې پرې لګوي؛ نو که جګړه راپېښه نشوه؛ د سرتېرو ساتل، روزل او چمتوتيا زيان نه لري؛ خو که دفاع ته اړتيا شوه او هېڅ ډول چمتوتيا نه وه؛ نو تش لاس به بې له بدمرغۍ بله هېڅ پايله ونه لري.
نوځکه د الهي انبياوو د رسالت يوه دنده خبرداری، غفلت څنډنه، وريادونه، موعظه او ارشاد دى او الله تعالی کله هم یو قوم بې له انذار ورکوونې نه دى پرېښى؛ نو د څه په باب چې انبياوو اخطار راکړى، په ټينګه دې ورته پام وکړو.
((لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ (۷) = هو! (داچې حق يې و نه مانه؛ نو) پر ډېرو يې (د الله) د عذاب ژمنه جوته شوې؛ نو ځكه ايمان نه راوړي.))
((إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً فَهِيَ إِلَى الأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ (۸) = په حقيقت كې موږ د دوی په غاړو كې تر زنو غړوندي وراچولي، چې سرونه يې نېغ پاتې دي (او ښكته كولاى يې نشي.).))
ټکي:
*“اذقان” د “ذقن” جمع ده، چې د”زنې” مانا ورکوي او “مقمحون” له “قمح البعير” څخه اخستل شوى، چې د اوښ سر جيګولو پر مانا دی؛ يعنې لکه څنګه چې اوښ ته اوبه راوړل کېږي؛ خو هغه ترې سر پورته کوي؛ نو که دې ناپوهانو ته هم په دنيا کې د حق وړانديز وشي؛ نو سرجيګوي او حق ته نه پر ګونډو کېږي.
*په غاړو کې یې تر زنو پورې د غړوندو اچول، یا د هغوى د آخرت سزا ده؛ لکه د (إِذِ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ [29]) آیت په شان او یا کېداى شي هغه غړوندي یې د عقلي خرافاتو انځور وي، چې په دنيا کې ور ترغاړې دي. لکه د اعراف ۱۵۷ آیت: « وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ » چې د انبياوو يوه دنده د همدې خرافاتو له منځه وړل دي، چې دوى پکې راګېر شوي دي.
هو! انبياء غواړي خرافات له منځه يوسي؛ خو ځينې يې نه غواړي.
له “القول” څخه مراد د ((وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ[30])) آیت په قرینې د شيطان د لارويانو په هکله د الله عذاب دى.
پېغامونه:
١_ډېرى غافل خلک حق ته لېوال نه دي او د انبياوو پر خلاف منفي دريځ نيسي. (فَهُمْ غَافِلُونَ لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ)
٢_ د ډېرو مخالفت دې د حق د لارې مبلغ او مشر نهیلی نه کړي. (أَكْثَرِهِمْ. . . لَا يُؤْمِنُونَ)
٣ _ غفلت کفر ته لاره چاره هواروي. (فَهُمْ غَافِلُونَ – فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ)
٤ _که څه الله تعالی د کافرانو په غاړو کې غړوندي اچولي؛ خو دې کار ته پخپله کافرانو لار هواره کړې ده. ( لَا يُؤْمِنُونَ. إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً)
٥ _ هغوى پر ذلت او مريېنه محکوم دي، چې د انبياوو له بلنې سرغړونه کوي. (فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً)
٦ _ چې الله تعالی درسره مل نه وي؛ نو کاروبار دې خراب دى. [ چې الله درسره مل نه وي رحمانه – که لښکرې درسره وي یک تنها یې. ] (فَهِيَ إِلَى الأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ)
((وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ (۹) = او د دوی مخې ته مو هم دېوال جوړ کړی او تر شا یې هم دېوال او (سترګې يې) مو ورپوښلي؛ نو ځكه ليداى نشي. .))
ټکي:
*سره له دې چې قرآن مضبوط او د حکمت رازده کوونکى دى، د پېغمبرانو رسالت پرېکونی دی، د دين لار سیده ده او الله تعالی لوراند دى؛ خو دا چې ډېرى خلک غافل، بې ايمانه او په کږنو او انګېرنو – خرافاتو کې راګېر دي؛ نو هرې خوا ته چې ولاړ شي؛ نو له خنډ سره مخېږي.
په دې آيت کې د ځيلي انسانانو ځانګړنې څرګندې شوي دي:
الف: دوی غافل دي ((فَهُمْ غَافِلُونَ))؛ نو پايله يې ايمان نه راوړل دي. ((فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ))
ب: په کږنو او انګېرنو- خرافاتو کې ښکېل دي. ((فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً)) او د اوښ په څېر د حق له منلو سرغړونه کوي. ((فَهُم مُّقْمَحُونَ)) او وړاندې روسته کلابند دي، ((سَدًّا))، پر سترګو يې پردې راغورځېدلي او نه ويني.
*کېداى شي له ((بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا)) څخه مراد، د راتلونکي لپاره د انسان اوږدې هيلې او له ((وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا)) څخه مراد، له تېرو ګناهونو غفلت وي، چې هغه هيلې او دا غفلت دواړه د حق د نه ليدو لامل دي.
*په دې آيتونو کې دوه کفره د دوو کږنو- انحرافاتو پر وړاندې راغلي دي: (فَهُمْ غَافِلُونَ – فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ)، (جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلًا – وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا)
پېغامونه:
۱- زرڅراغه لري؛ خو پر کږو وږو لارو ځي، پرېږده چې ولوېږي او خپله سزا وویني. (– وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا)
۲ _ بې ايمانه غافلان نه له تېرو عبرت اخلي. (خَلْفِهِمْ) او نه له هغې معجزې او استدلاله، چې په مخ کې يې دى. (مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ)
۳ _ کافر چېرته هم نشي رسېداى او ټپ درېږي. (سَدًّا. . . سَدًّا)
۴ _له الله تعالی منکر انسان ډېر محدود دى. (مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا)
۵ _په تبليغ کې معقولات له محسوساتو سره تشبيه کول په کار دي. (سَدًّا)
۶ _ کافر انسان، الله تعالی ته سرسري ګوري. (فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ)
۷ _ که د عقل او فطرت پر هنداره ګرد او دوړه کېني؛ نو يا واقعيت نه راښيي او يا يې بد راښيي. (فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ)
((وَسَوَاء عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ (۱۰) = او پر دوى بې توپېره ده، که يې ووېروې که يې ونه وېروې، ايمان نه راوړي.))
((إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ (۱۱) = خبردارى دې ايله هغه ته (ګټور) دى، چې د قرآن لاروی وکړي او په پټه له لوراند الله وېرېږي؛ نو همده ته د بښنې او ارزښتمنې بدلې زېرى وركړه.))
ټکي:
*د نورو آيتونو په رڼا کې د “الذِّكْرَ” مراد قرآن دى؛ لکه څنګه چې په حجر سورت کې راغلي دي:
((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ[31]= په حقيقت کې موږ قرآن پخپله نازل كړى دى او بېشكه موږ يې پاسوالان يو.))
* یوه ډله کفار او مشرکان لارې ته نه راځي او د پېغمبر خبرې پرې اغېز نه لري:
کفار:
((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ[32]= په حقيقت کې څوك چې كافران شوي دي، هغوى ته بې توپېره ده، چې كه ( له الهي عذابه) يې و وېروې يا و نه وېروې ايمان نه راوړي.))
مشرکين:
((سَوَاء عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَامِتُونَ[33]))
*له((خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ)) څخه مراد يا په زړه کې له الله تعالی وېره ده يا د خلکو له سترګو پناه په پټو ځايونو کې وېره او يا د قيامت د ورځې له نياوتون-محاکمې وېره ده، چې دایوه غيبي مساله ده.
*انسان چې د يوه ستر شخصيت مخې ته ورشي؛ نو وګړه/ شخصيت، برم او هيبت يې پر انسان يو حالت راوړي، چې ورته “خشيت” وايي او له هغه “خوف” او “وېرې” سره توپير لري، چې د عذاب لپاره وي.
پېغامونه:
١ _ چاچې ځان کوڼ کړى وي؛ نوخبره پرې اغېز نه لري. (سَوَاء عَلَيْهِمْ)
٢ _ په روزنه کې لومړى ګام د زده کړیالانو منل دي، ګنې ښوونکی به هېڅ ونه کړي. (سَوَاء عَلَيْهِمْ)
٣ _ سره له دې چې پر ځينو خلکو خبره بېخي اغېز نه لري؛ خو پېغمبران بيا هم پرې خپله غاړه خلاصوي. (سَوَاء عَلَيْهِمْ)
٤ _ قرآن ذکر دى او لاروي يې د هېرو رايادول او د انسان د ويده فطرت راوېښول دي. (اتَّبَعَ الذِّكْرَ)
٥ _ نه ښايي د الله تعالی رحمت زموږ د بې پروايۍ لامل شي. (خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ)
٦ _ په پټه او د خلکو له سترګو پناه ګناه نه کول د ايمان او واقعي وېرې نښه ده. (خَشِيَ الرَّحْمَن)
٧ _ مؤمنان د الله تعالی د ستریا له لامله وېره (خشيت) ترې لري، ( خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ) (رحمان خداى خو څه ډاروونکی نه دی؛ بلکې مؤمن انسان د خپلې دندې او د هغه د ستروالي په پار ترې وېره لري.)
٨ _ وېره او هیله څنګ تر څنګ په کار دي. ( د خشى الرحمن په غونډله/ جمله کې هم وېره او هم رحمت راغلى دى.)
٩ _ په پټه او زړه کې له الله تعالی وېره پکار ده؛ نه د خلکو په مخ کې او د خلکو په پار. (خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ)
١٠ _ له الله په وېره کې ریا پکار نه ده. (إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ)
١١ _د انبياوو خبرې پر هغوى اغېز لري، چې چمتو زړه او اورېدونکي غوږونه ولري. (إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ)
١٢ _ د انبياوو دنده هم انذار دی او هم اخطار (إِنَّمَا تُنذِرُ. . .) او هم هيله او زېرى. (فَبَشِّرْهُ)
١٣ _ پر هغوى د جنت زېرى کېږي، چې د پېغمبرانو خبرو ته يې غوږ ايښى او لاروي يې کړې وي. (تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ. . . فَبَشِّرْهُ. . .)
١٤ _قرآن د يادونې او غفلت درمل دى. (الذِّكْرَ)
١٥ _له قرآنه د لاروۍ پايله له الله تعالی وېر ده. (اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن)
((انَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ (۱۲) = په حقيقت كې موږ پخپله مړي راژوندي كوو او څه یې چې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي، ليکو يې او موږ ټول څيزونه په یوه څرګند لارښود (لوح محفوظ) كې شمېرلي دي. .))
ټکي:
*د انسان کړنې د ده په کړنلیک کې کښل کېږي او د قيامت پر ورځ به د يوه کتاب په بڼه (کړنليک) ورکول کېږي.
په قرآن کې درې ډوله کتاب راغلى دى:
الف: شخصي کتاب (اقْرَأْ كَتَابَكَ[34])
ب: د امتونو کتاب (كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا[35])
ج: جامع او هر اړخیز کتاب (وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ[36])، (فِي لَوْحٍ مَّحْفُوظٍ[37])
په قرآن کې هم کتاب ته امام ویل شوى (وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إَمَامًا[38]) او هم وګړو ته (إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا[39]). په روايتونو کې حضرت علي کرم الله وجهه د “امام مبين” مصداق ښوول شوى دى، چې ټول علمونه ورسره دي[40].
ډېری علماوو د “امام مبين” مراد لوح محفوظ ګنلى، چې په قرآن کې ورته “ام الکتاب” ويل شوى او داچې په دې کتاب کې ټول علمونه دي او ټول خلک او څيزونه پکې د راغلیو قوانينو تابع دي؛ نو ورته امام ويل شوى دى[41].
پېغامونه:
١ _ د کافرانو د کږو وږو ګروهو پر وړاندې غوڅه وينا پکار ده. (إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي)
٢_په قيامت کې ټول مړي راژوندي کېږي. (نُحْيِي الْمَوْتَى) او “حى” او “قيوم” الله تعالی به دا کار کوي.
٣ _ د انسان د کړنو دوسيه ان تر مړينې روسته یې تر قيامته پرانستې ده. (نَكْتُبُ. . . . . وَآثَارَهُمْ)
٤ _ نه يوازې کړه وړه؛ بلکې آثار هم ثبتېږي او د قيامت پر ورځ حسابېږي (نَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ) (که دا آثار خير؛ لکه صدقه جاريه، پوهه، خلکو ته چوپړ او یا د شر اثار؛ لکه د ګناه د مرکزونو جوړول وي. )
٥ _ د کړنو دوسيه تر موږ مخکې قيامت ته رسي. (قَدَّمُوا)
٦ _ستر الله تعالی د قيامت د ورځې حساب و کتاب کوي. (إِنَّا، نَحْنُ، نُحْيِي، نَكْتُبُ، أحْصَيْنَاهُ)
٧ _انسان يوازې د خپلو کړنو ضامن نه؛ بلکې د کړنو د آثارو او پايلو مسوول هم دى. (وَآثَارَهُمْ)
٨ _ د الله تعالی حساب هر اړخيز او خورا دقيق دى. (كُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ)
٩ _ ټول ژوي تر څارنې لاندې دي، د هر چا، هر څه او هره کړنه په ډاګه ليکل کېږي. (كُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ)
۱۰- الهي نیاتون ټولو ته څرګند دی. (أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ)
قرآن وايي: (نَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ)؛ يعنې نه يوازې د بندګانو کړه وړه؛ بلکې د کړنو آثار هم ثبتوو. پر خبره د رڼا اچولو لپاره، يو مثال راوړم. د ساري په ډول: که يو بې ادبه انسان واده ته راننووت او برښنا يې پرې کړه او په تياره کې یو لړ پېښې راپېښې شوې، د بېلګې په توګه: ځينې له پوړیو راوغورځېدل، لوښي مات شول، بوټان ورک شول، ماشومان ووېرېدل، ځينو ترې ناوړه ګټنه وکړه، واده ګډوډ شو، د مېلمنو ښه عزت ونشو، چې دا ټول د يوه انسان د یوې کوشنۍ کړنې اثار دي؛ نو په دې کيسه کې، که خطاکار انسان ونيول شي؛ نو ايا نه ښايي دا ټولې ورانکارۍ پرې ورواړول شي؟
په قرآن کې د (لَا تَقْتُلُوهُ) (مه وژنئ) په قالب کې دوه ټکي د يوه سړي او ښځې له خولې راوتلي دي: لومړى د فرعون ښځه وه، چې کله يې ولېدل مېړه يې موسى وژني؛ نو و يې ويل: (لَا تَقْتُلُوهُ[42]) او په دې خبرې او له بدیو په منع يې موسى علیه السلام له وژل کېدو وساته، چې ددې ژوندي پاتې کېدو اثار دا شول، چې موسى علیه السلام ستر پېغمبر شو او بني اسرائیل يې د فرعون له شره وژغورل. ( د يوې مېرمنې د يوې کړنې ښه اثار او اغېزې)
بل ځل هله وو، چې د یوسف (ع) روڼو غوښتل يوسف علیه السلام ووژني، چې يو رور يې د (لَا تَقْتُلُوهُ) د ټکي په ويلو، د يوسف علیه السلام له وژل کېدو مخه ونيوه او په څاه کې يې واچاوه، د يوسف علیه السلام ژوندي پاتې کېدو اغېزې او اثار درلودل او هغه داچې په راتلونکي کې يوسف علیه السلام د مصر واکمن شو او په خپل تدبير يې مصر له وچکالۍ او سوکړې- قحطۍ وساته. ( له بدیو د منع ښه اغېز) او دا هماغه څيز دى، چې قرآن يې وايي: (نَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ)
((وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلاً أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ (۱۳) = او دوی ته (د انطاكيه) كلي د وسېدونكيو مثال تېر کړه، چې د (الله) استازي ورغلي ول؛))
ټکي:
* له دې آيته تر اوولسو نورو آيتونو پورې د پېغمبرانو کيسې راغلي، چې د خپلې سيمې د خلکو د لارښوونې دندې يې پر غاړه وې.
* تفسيرونه ليکي: په دې آيت کې له ((الْقَرْيَةِ)) مراد د “انطاکيه” سيمه ده، چې د “روم” له پخوانيو ښارونو ځنې وه، چې اوس د ترکيې هېواد خاوره او سوداګریز ښار دى.
*دا اتلس آيتونه راښيي، چې ددې سيمې ټول خلک بوت نمانځي ول او پېغمبرانو به توحيد ته رابلل.
پېغامونه:
١ _د انبياوو يوه دنده د تېرو د تاریخ ویل دي. (وَاضْرِبْ لَهُم)
٢ _ د تېرو تاريخ، راتلوونکيو ته غوره ښوونه ده. (وَاضْرِبْ لَهُم)
٣ _ ديني مبلغ دې له تاريخ سره اشنا وي او کار ترې واخلي. (وَاضْرِبْ لَهُم)
٤ _پر ټولنه يو لړ ثابت آرونه او قوانين واکمن دي، چې پر بنسټ یې د انسانانو او ټولنو برخليک ټاکلاى شو.
هو ګرانه! الهي قوانین ثابت دي او د قومونو، خلکو، وخت او ځاى له بدلون سره بدلون نه مومي. (وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلاً)
٥ _ غوره مثالونه واقعي او عيني مثالونه دي؛ نه تخيلي. (وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلاً أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ)
٦ _ په کيسو کې عبرت مهم دى؛ نه د کلي نامه، ټبر، ژبه او د خلکو شمېره. (أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ)
٧ _انبياء، خلکو ته ورتلل او په دې تمه نه پاتېدل، چې خلک ورشي. (جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ)
إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُم مُّرْسَلُونَ (۱۴) = چې کله دوه تنه (استازي) مو ورولېږل؛ نو دروغجن يې وګڼل؛ نو موږ یې ملاتړ ته درېیم (استازى) هم ورولېږه؛ نو (ټولو) وويل: ((بېشكه موږ درته رالېږل شوي يو.))
قَالُوا مَا أَنتُمْ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَمَا أَنزَلَ الرَّحْمن مِن شَيْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ تَكْذِبُونَ (۱۵) = ویې ويل: ((تاسې يوازې زموږ په څېر یو بشر ياست او لوراند (الله) څه نازل كړي نه دي، تاسې مازې دروغ وايئ!.))
قَالُوا رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّا إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ (۱۶)
وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ (۱۷) (استازيو) وويل: ((پالونكى مو پوهېږي، چې موږ درته رالېږل شوي يو، او پر موږ بې له څرګند پيغام رسونې (بله ژمنه) نشته.))
ټکي:
* ځينې خلک د الله تعالی پر شتون ګروهن/ معتقد دي؛ خو نبوت نه مني، وايي: خداى عقل راکړى او وحې ته اړتيا نه لرو، چې ددې باور سرچينه د الله ښه نه پېژندل دي؛ لکه څنګه چې په بل آيت کې وايي:
((وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُواْ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ[43] = هغوى الله سم و نه پېژانده، چې و يې ويل: ((خداى هېڅ څيز پر هېڅ بشر نه دى نازل كړى.))
پېغامونه:
١ _ کله دې حق ته بلنه او پر نېکیو امر او له بدیو منع، په ډله ايزه بڼه وي. (أَرْسَلْنَا. . . اثْنَيْنِ فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٢ _ ځېل بې درمله درد دى (ان انبياء یې هم دروغجن ګڼل) (فَكَذَّبُوهُمَا)
٣ _ چې دښمن دروغجن وګڼلئ، له کاره لاس مه وينځئ؛ بلکې تکړه شئ او خپل ملګري پياوړي کړئ. (فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٤ _کله به څو پېغمبران يو ځاى يو قوم ته استول کېدل. (اثْنَيْنِ. . . بِثَالِثٍ)
٥ _د مبلغانو او ښوونکيو شمېر دې د ټولنې د اړتيا له مخې وټاکل شي (أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ) (پر نېکیو په امر کې آریزه موخه پايله ده؛ نو پايلې ته د رسېدو لپاره دې تبليغي عوامل زيات کړاى شي)
٦ _ښه مدير هغه دى، چې کله يې چا ته دنده ورکړه؛ نو همداسې يې نه پرېږدي؛ بلکې ملاتړ يې وکړي. (فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٧ _ د وړ او لايقو وګړيو ډېروالى د عزت لامل دى. (فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٨ _ فرهنګي چارواکي دې په ټولنه کې د خپلو چارو پايله وګوري. (فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٩ _عزت او ذلت د الله تعالی په لاس کې دى، که څه وګړي يا بل څه يې وسيله شي. (فَعَزَّزْنَا)
١٠ _ ښه مدير تل زېرمه لري. (بِثَالِثٍ)
١١ _ کفارو خپل عقل او د پېغمبرانو کمالونه ناليدي وګڼل او هر څه ته په ظاهري سترګه ګوري. (بَشَرٌ مِّثْلُنَا)
١٢ _ ځيني وايي: پر نېکیو امر او له بدیو منع له الهي رحمت سره اړخ نه لګوي او په دې اند دي، چې د رحمت مانا بې قيد و شرطه ازادي او سرايله پرېښوول دي. (وَمَا أَنزَلَ الرَّحْمن مِن شَيْءٍ)
١٣ _ چې کله مو دښمن پرلپسې دروغجن ګڼي؛ نو د الله تعالی په ياد خپل زړه ډاډمن کړئ. (رَبُّنَا يَعْلَمُ. . .)
١٤ _ د انبياوو کار تبليغ او پوهول دي او د پايلې ضامنان نه دي. (وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ)
١٥ _ تبليغ دې څرګند او په ډاګه وي. (الْبَلاَغُ الْمُبِينُ)
قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ (۱۸)= ویې ويل: ((په رښتینه كې تاسې سپېره ګڼو او كه (له دې خبرو) لاس وانخلئ؛ نو هرومرو مو په کاڼو ولو او زموږ له لوري به ستر کړاو درورسي!))!
قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ أَئِن ذُكِّرْتُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ (۱۹) = (استازيو) وويل: ((ايا چې نصيحت درته وشو (؛ نو دغسې وايئ)؟ سپېره توب مو پخپله له همدا تاسې سره دى؛ حق دادى، چې تاسې له پولو اوښتي خلك ياست.))
ټکي:
* بدفال له لرغونې زمانې راهیسې و او نن هم په لروبر کې شته او هره سیمه او قوم یوڅه په بد فال نیسي. اسلام دا کار شرک بولي او د ” الطیرة شرک” په جمله یې د بطلان کرښه پرې کاږلې ده او کفاره یې پر الله تعالی توکل ګڼلی دی. « کفارة الطیرة التوکل[44]»
*بدفال سپېرې اغېزې لري، له دې ځنې: د وګړیو په باب بدګوماني، کارونه په ټپه درېدل، د ماتې تلقین او د سپکاوۍ ننګېرنه؛ خو فوراً او بدترین یې، په مقدساتو او الهي ولیانو بدفال دی.
پېغامونه:
١ _ د هرې کږې او بېځايه خبرې ځواب په مړانه او څرګنده ورکول پکار دي. (قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ، قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ)
٢ _ دروغ ګڼل (فَكَذَّبُوهُمَا)، سپکاوى (تَطَيَّرْنَابِكُمْ)او ګواښ (لَنَرْجُمَنَّكُمْ) د کفارو د جګړې اوزار دي.
٣ _ بدفال، جاهلي ادب او دود دى. (تَطَيَّرْنَابِكُمْ)
٤ _څوک چې سول – منطق نه لري؛ نو کږنو او انګېرنو – خرافاتو ته مخه کوي. (تَطَيَّرْنَابِكُمْ)
٥ _ اندیز کوږوالی د عملي کوږوالي سريزه ده. (تَطَيَّرْنَابِكُمْ. . . لَنَرْجُمَنَّكُمْ)
٦ _ کفر، د زړه سختۍ او د پېغمبرانو د دروغ ګڼلو لامل دى. (لَنَرْجُمَنَّكُمْ)
٧ _ کفارو د پېغمبرانو د منطق په مقابل کې منطق نه درلود؛ نو تر دروغجنولو روسته يې پر ګواښ لاس پورې کړ. (لَنَرْجُمَنَّكُمْ و. . .)
٨ _ د انبياوو دنده د غفلتونو ځپل او فطرت ته بلل دي. (ذُكِّرْتُم)
٩ _د اسراف يوه څېره، سرغړونه او ګناه ده. (بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ)
١٠ _ د بدمرغيو جرړه، په ګناه او اسراف کې ده؛ نه پر الله تعالی او پېغمبرانو باندې په ايمان کې. (بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ)
*“طيره”؛ يعني بدفال نيول، چې يو ډول کږنې او انګېرنې – خرافات دي.
*بدفال بدګوماني ده، چې هېڅ ډول عقلي بنسټ نه لري او په حديثونو کې يو ډول شرک او کفر بلل شوى دى[45].
*د الله تعالی د رسول (ص) وينا ده: څوک چې په داسې فالونو کې ککړ دي، له موږ ځنې نه دي[46].
*بدفال د خپګان لامل دى. هغوى چې پر بدفال ککړ دي، ډارن او کمزوري انسانان دي، چې پر الله تعالی توکل نه لري.
*په حديث کې راغلي: بد فال پر الله تعالی په توکل جبران کړئ او چې کله پرې اخته شوئ؛ نو خپل کار ته په زياته مينه ملا وتړئ[47].
*د بدفال په مقابل کې ښه فال دى، چې انسان ته روحيه ورکوي او د پېغمبر اکرم هم ډېر خوښ و[48].
*بدفال له پخوا د خلکو په منځ کې په خرافي بڼه و؛ نو د خرافاتو څو ټکیو ته مو پام را اړوم.
د کږنو انګېرنو – خرافاتو خطر
*خرافات د انسان پر توحيد او ګروهه اغېز کوي. [إِنَّ اللّهَ فَقِيرٌ[49]]؛ يعنې څوک دى، چې الله تعالی ته پور ورکړي، چې اجر يې څو ګرایه ورکړي، چې کله دا آيت نازل شو؛ نو ځينو ( ددې پر ځاى چې ووايي، مراد ترې انفاق ته بلنه او هڅول دي) و یې ويل: الله تعالی نشتمن دى او زموږ پور ته اړتيا لري.
*د پرښتو په هکله هم خرافي ګروهې وې؛ ځکه د جاهليت د وخت خلکو دوى د خداى لوڼې بللې.
*عبادت هم له خرافاتو سره يو ځاى شوى و او ددې پر ځاى چې د کعبې ترڅنګ لمونځ وکړي؛ نو چک چکې یې کولې او شپېلي يې وهل.
*بشر د تاريخ په اوږدو کې د خرافاتو له لامله ډېر تاوانونه ليدلي دي؛ په يو وخت کې يې خپلې بې ګناه لوڼې ژوندۍ ښخولې، چې له لامله يې څومره کورونه وران شول.
*خرافات د انسانانو د ناپوهۍ، تلقين، غلطو دودونو، د نيکونو د پوچو ګروهو، دروغجنو تبليغاتو، د ښکېلاک د دسیسو، د خلکو د سادګۍ او له رښتیني عالمانو د لرېتوب او د پیاوړې ګروهې د نه درلودو له لامله رامنځ ته کېږي.
* د انبياوو يوه دنده هم د خرافاتو له منځه وړل دي، چې د خلکو پر ذهنونو واکمن دي.
* که خرافات د دين په نامه وي؛ نو بدعت دى. په حديث کې راغلي: د بدعت ايښوونکي درناوى د اسلام منځه وړو ته د لېچو رانغاړل دي[50].
د کږنو انګېرنو پر وړاندې مو دنده څه ده؟
چې کله له يوې مسئلې، فکر، شعار، وړانديز او دود سره مخ شوئ؛ نو هغه د متقي او بې هوسه عالم له لارې له قرآن، حديث، عقل، علم او تجربې سره وسنجوئ.
په حديثونو کې راغلي: داچې ډېر غلط روايتونه يې راتپلي؛ نو چې څه مو د حديث په نامه رانه واورېدل؛ نو که له قرآن سره يې سمون خوړ؛ و يې منئ؛ که نه يې درلود؛ نو مه يې منئ[51].
قرآن کريم حکم راکوي: ((وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ[52]= او هغوی چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي.))
رسول الله د خپل دوه کلن زوى ابراهيم تر مړينې روسته پر منبر کېناست، ويې ويل: اورېدلي مې دي، چې وايئ: د نن لمر نيول زما د زوى د مړينې له لامله وو؛ نو غوږونه خلاص کړئ، چې لمر و سپوږمۍ د الله تعالی د قدرت نښې دي، چې په هغو مدارونو کې چې الله تعالی ورته ټاکلي دي، حرکت کوي او د چا د مړينې او يا ژوند په پار خپل مسير نه بدلوي[53].
نن هم خلک ډېر خرافات لري او د ديارلس ١٣شمېره ښه نه ګڼي او په دې ورځ کار نه وي، حال داچې حضرت علي کرم الله وجهه د رجب پر ١٣ زيږېدلى دى. که خرافاتو ته ځير شو؛ نو و به ګورئ، چې څومره پيسې او وختونه دې خرافاتو له منځه يووړل، څومره يې سره لاس و ګرېوان کړل، څومره کورنۍ يې ورانې کړې، پخپله پام وکړئ، چې څومره خرافات مو په شاوخوا کې دي.
وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ (۲۰) = او (په دې ترڅ كې) د ښار له لرې ګوښې يو (با ايمانه) سړى په منډه راغى، ويې ويل: ((ای زما قومه (د الله په دغو) استازیو پسې ولاړ شئ؛
اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُم مُّهْتَدُونَ (۲۱) = د هغوی لاروي وکړئ، چې اجر درځنې نه غواړي او پخپله (هم) پر سمه لار دي.
ټکى:
*١٣ آيت د پېغمبرانو د حضور سيمه “القريه” راښوولې او په دې آيت کې ورته “المدينه” وايي، کېداى شي د قرآن له نظره د ټولنو پرمختګ د خلکو په ايمان پورې تړاو ولري. هغه ښار، چې ښاريان يې کافر وي، کلى دى او هغه کلى که ان يو مؤمن هم پکې وي، پرمختللى او ښار دى.
پېغامونه:
١ _ د ښار له مرکزه لرېوالى، له فرهنګه د لرېوالي په مانا نه دى. (وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ)
٢ _ د حق ملاتړ، پوله او سيمه نه لري. (وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ)
٣ _ کله دې په ګډه له حقه دفاع ته وخوځېږو. ( وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ) حضرت علي کرم الله وجهه وايي: د حق په لار کې د لارويانو له کموالي مه وېرېږئ[54].
٤ _ نه ښايي له حقه د ملاتړ لپاره د لارې اوږدوالى مو مخه ونيسي. (أَقْصَى الْمَدِينَةِ)
٥ _ د حق پلوي انګېزه او زړه غواړي؛ نه نښه او نامه. (رَجُلٌ)
٦ _ که الهي انسان مو په خطر کې وليد؛ نو مرستې ته ورمنډه کړئ. (رَجُلٌ يَسْعَى)
٧ _ پېغمبرانو تکړه لارويان هم درلودل. (رَجُلٌ يَسْعَى)
٨ _ مؤمن د خلکو پر ښیون مين دى او د خلکو ناپوهي يي د خپګان لامل دى. (قَالَ يَا قَوْمِ)
٩ _هغه پر الله تعالی ګران دی، چې په انحرافي چاپېريالونو کې یې د حق دفاع ته غږ پورته کړ. (قَالَ يَا قَوْمِ)
١٠ _د حق ملاتړ دې کلک، په بیړه او له منطق او عاطفې سره وي. (يَسْعَى – يَا قَوْمِ -هُم مُّهْتَدُونَ)
١١ _ په تبليغ کې د خلکو راماتونې شرط، اخلاص دى. (اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا) نه ښايي د حق ويوونکي له خلکو لاسباړه وغواړي.
١٢ _هدايت کوونکي دې په خپله هدایت شوي وي. (اتَّبِعُوا. . . مُّهْتَدُونَ)
١٣ _د بې هوسه عالم لاروي پکار ده. (اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا)
*پر نېکیو امر له دين سره د انسان د مينې نښه ده.
*پر نېکیو امر له خلکو سره د انسان د مينې نښه ده.
*پر نېکیو امر د تولى او تبرى نښه ده.
*پر نېکیو امر په ټولنه کې د آزادۍ نښه ده.
*پر نېکیو امر په ټولنه کې د خلکو ترمنځ د خوږو اړیکو نښه ده.
*پر نېکیو امرد ويښ فطرت نښه ده.
*پر نېکیو امر د واجباتو حاضري اخستل دي، ولې دې لمونځ و نه کړ، ولې دې روژه و نه نيوه.
*پر نېکیو امر د ټولو واجباتو د اجرا ضامن او له بدیو منع د ټولو محرماتو د پرېښوولو ضامن دى.
*پر نېکیو امر په ټولنه کې ښه خلک هڅول دي.
*پر نېکیو امر د ناپوهه خلکو پوهول دي.
*له بدیو منع پر بدچاريو خوب حرامول دي.
*پر نېکیو امر او له بدیو منع د موټر اکسېلېټر دى، چې د ټولنې د لارښوونې موټر ګړندى کوي.
* پر نېکیو امر د کم ارادې او کمزوريو خلکو پياوړي کول دي.
*پر نېکیو امر په ډګر کې حضور دى.
*پر نېکیو امر هغه حق او مقام دى، چې الله تعالی د ايمان خاوندانو ته ورکړى، چې یو د بل کړنې وڅاري.
*پر نېکیو امر په ټولنه کې د تقوا د نيمګړتياوو جبران دى.
*پر نېکیو امر د ټولنې د پرمختګ او له بدیو منع د ټولنې د راپرځېدو مخه نيسي.
*پر نېکیو امر د ټولنې د وګړيو د حقوقو ساتندوى دى.
*پر نېکیو امر د پياوړتيا نښه ده او بې غږه ټولنه، مړه ټولنه ده او چوپ وګړي يوازې ساه اخستونکي جمادات دي.
*پر نېکیو امر او له بدیو منع د ديني غيرت، مسئوليت ننګېرنه – احساس او د خلکو ستونزې خپلې ستونزې ګڼل دي .
*پر نېکیو امر او له بدیو منع، د روحي او خپرېدونکیو ګناهونو پر ضد يو ډول ډال دی.
*پر نېکیو امر او له بدیو منع يو ډول ټولنيز پېیون- نظم دى؛ يعنې د ټولنې د ګټو لپاره خپلې وګړیزې غوښتنې محدودول دي؛ يعنې په رښتینه کې د قانون ماتیو کابو کول دي.
*پر نېکیو امر او له بدیو منع د ودې نښه ده، حضرت لوط ګناهګارې ډلې ته وويل:
((أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ[55]=آيا په تاسې کې يو رشيد انسان شته، چې ستاسې دګناهونو مخنيوې وکړي؟))
*پر نېکیو امر او له بدیو منع د ټولنې د دنننيو ستونزو هواروونکی او له بهرني دښمن سره د چمتوتيا نښه ده.
په حديث کې راغلي: تر ټولو غوره ملګرى دې هغه دى، چې د ګناه پر مهال دې مخه ونيسي او تر ټولو بد ملګرى دې هغه دى، چې يادونه (تذکر) درته و نه کړي.
امام صادق (رح): زما غوره ملګرى هغه دى، چې نيمګړتيا مې راډالۍ کړي[56].
په روايتونو کې راغلي: د مؤمن تل خپلو چارو ته پام وي؛ يعنې له ځان سره حساب کتاب کوي.
هو د زړه سره! که موږ ځان له دننه او خلک مو له بهره وڅاري او داسې حکومت ولرو، چې خلک له بديو منع کړي او نېکيو ته يې راوبلي؛ نو تر ټولو غوره خلک به يو.
قرآن کريم وايي: ((كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ[57])) = تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه رادبره شوي یاست، (داچې) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ.
جز: ۲۳
وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (۲۲) = او ولې هغه ذات و نه لمانځم، چې پيدا كړى یې يم؟ او لوري ته یې ورستنول كېږئ.
أَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِ آلِهَةً إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ لاَّ تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلاَ يُنقِذُونِ (۲۳) = ايا پر ځاى یې داسې معبودان ولمانځم، كه لوراند (الله) څه تاوان رارسول غواړي، (؛ نو) سپارښت يې راته ګټور نه دی او نه مې بچولای شي.
إِنِّي إِذًا لَّفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ (۲۴) = كه داسې مې وكړل؛ نو بېشكه زه به څرګند بېلارې يم؛
إِنِّي آمَنتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُون (۲۵) =(له همدې لامله) په حقيقت کې ستاسې پر پالونكي مې ايمان راووړ؛ نو خبره مې واورئ [او ګواهي ورکړئ].
قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ (۲۶) = (په پاى كې يې شهيد كړ او) ورته وويل شو: ((جنت ته ورننوځه.)) ويې ويل: ((كاش قوم مې پوهېداى،))
بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ (۲۷) = چې پالونكي مې وبښلم او په عزتمنو كې يې وشمېرلم!
ټکي:
*روايتونه وايي: هغه انسان چې د “انطاکيه” ښار ته د الهي استازيو ملاتړ ته ورغلى و “حبيب نجار” و، چې ورته د “يس خاوند” هم ویل شوى دى او په دې لار کې شهيد شو او د آل فرعون د مؤمنینو په کتار کې وشمېرل شو، چې له موسی علیه السلام څخه يې ملاتړ کړى و[58].
*نن د انطاکيه ښار د حلب او اسکندريه ترمنځ د ترکيه په خاوره کې دى او تر بيت المقدس روسته د مسيحيانو دویم پاموړ ښار دى.
پېغامونه:
١ _ هغوى چې د خپل پنځوونکي الله تعالی بندګي نه کوي، د وجدان په نياوتون -محکمه کې محکوم دي. (وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ)
٢ _ د ځان مخاطبول پر نېکیو د امر او له بدیو د منع يوه لار ده. (وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ)
٣ _ له خدایه نمښته- منکرېدل او شرک رټل شوي دي؛ نه پر خداى ايمان او خدای لمانځنه. (وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي)
٤_ نورو ته د تبليغ يوه لار داده، چې خپلې سولیزې – منطقي ګروهې ورته بيان کړئ. (وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ الَّذِي. . .)
٥ _د عبادت يوه فلسفه د نعمت له څښتنه مننه ده. (الَّذِي فَطَرَنِي)
٦ _ د توحيد او بندګۍ سرچينه معاد ته پام دى. (فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
٧ _مړينه د ژوند پاى نه؛ بلکې الله تعالی ته ورستنېدل دي. (إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
٨ – پرتلنه د روزنې غوره لار ده. زه الله تعالی پیدا کړی يم؛ خو بوتان راته هېڅ ګټه نه لري. (فَطَرَنِي، لاَّ تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ)
٩ _ بې له الله څوک هېڅ هم نشي کړاى. (مِن دُونِهِ. لاَّ تُغْنِ)
١٠ _کومې ستونزې چې انسان ویني، د الله تعالی په ارادې او د هغه د رحمت په مدار کې دي. (إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ)
١١ _الله تعالی ته د پاملرنې لپاره دا بسیا ده، چې خپلې مخې ته سخت او سرباندې – فوق العاده شرايط انځور کړئ. (إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ)
١٢ _ د خلکو د عواطفو د نه ټکنېدو په موخه تل د ځان په باب مثال راوړئ. (إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ)
١٣ _کله د ناپوهۍ لامل پټ نه؛ بلکې ښکاره وي؛ لکه بوت لمانځنه. (ضَلاَلٍ مُّبِينٍ)
١٤ _د څرګندې بېلارۍ پر ضد ښکاره بلنه په کار ده. (ضَلاَلٍ مُّبِينٍ)
١٥ _ د تبليغ غوره لار عمل دى. (إِنِّي آمَنتُ)
١٦ _ پر نېکیو د امر او له الهي مشرانو د ملاتړ په لار کې شهادت پخوانۍ مخینه لري. (قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ)
١٧ _ د شهادت او جنت ترمنځ واټن نشته. (قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ)
١٨ _ الهي انسانان ان تر مړينې روسته هم د خلکو د ښیون – هدايت په فکر کې وي. (يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ)
١٩ _ برزخي ژوند او جنت تر ژمن شوي – موعود جنته مخکې دي. (قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ)
٢٠ _شهادت د مغفرت لامل دى. (بِمَا غَفَرَ لِي)
٢١ _لومړی تېرېدنه او بښل (مغفرت) دي او بیا کرامت دی (غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ) [الله تعالی لومړی انسان بښي او بيا د خپل رحمت ترڅنګ ځاى ورکوي. ]
((وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِنْ جُندٍ مِّنَ السَّمَاء وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ (۲۸) = او (تر شهادت) روسته یې موږ له اسمانه پر قوم يې كوم لښكر راکوز نه کړ او نه یې راکوزوونکي یو.))
((إِن كَانَتْ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ (۲۹) = (؛ بلكې عذاب يې) يوه (اسماني) كړيكه وه؛ نو یو دم مړه ساړه سمخ (پراته) وو.
ټکي:
*تېرو آيتونو د هغه انسان کيسه بيان کړه، چې يوازې يې غږ پورته کړ او د الهي پېغمبرانو د ملاتړ په لار کې شهيد شو. دا آيت د هغو کفارو سخت عذاب بيانوي، چې انبياء يې دروغجن وګڼل او دا الهي انسان يې ووژاه.
((خامد)) له خمود څخه اخستل شوى؛ یعنې د اور د لمبې مړه کېدل او دلته ترې مراد هلاکت او مړه کېدل دي.
پېغامونه:
١ _پرښتې د خداى د قهر او رحمت چارواکې دي او راتلل او نه راتلل يې د خداى په امر دي. (مَا أَنزَلْنَا. . . . جُندٍ مِّنَ السَّمَاء)
٢ _ الهي قهر ناڅاپي وي پام مو وسه. (صَيْحَةً وَاحِدَةً)
٣ _ کله د يوه بې ګناه مؤمن، مجاهد او ديني عالم دروغجن ګڼل او وژل يې د يوې سيمې د هلاکت لامل ګرځي. (هُمْ خَامِدُونَ)
٤ _ هغه ځواکونه، چې پرون یې صالحان کړول او وژل (لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ)، نن تس نس شول. (هُمْ خَامِدُونَ)
٥ _ الله تعالی چې وغواړي؛ نو هر څه غلي کولاى شي. (هُمْ خَامِدُونَ)
((يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون (۳۰) = او پر(دې) بندګانو افسوس، چې (لارښوونې ته) يې هر استازى ورغلى (؛ نو) ملنډې يې ورپورې وهلې!.))
پېغامونه:
١ _ يو انسان چې کړاى شي د حق په ملاتړ او د پېغمبرانو په لاروۍ ځان نېکمرغه کړي(جَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ)؛ نو ولې ځان د ښاڅمنۍ – غرور او ځېل له لامله پر عذاب ککړوي. (يَا حَسْرَةً. . .)
٢ _ تردې به بل ستر افسوس وي، چې د ښاڅمنۍ او ځېل له لامله پر ځان د لارښوونې لارې بندې کړي. (يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ)
٣ _ د تاريخ پر ترخو پېښو ځان پوهول انسان راویښوي. (يَا حَسْرَةً. . . . مَا يَأْتِيهِم)
٤ _ پر پېغمبرانو ملنډې وهل په تاريخ کې د کفارو همېشنى دود و. (كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون)
٥ _ پر ټولو پېغمبرانو ملنډې وهل شوي دي. (مِّن رَّسُولٍ)
٦ _ پر پېغمبرانو ملنډې د تلپاتې او ستر افسوس لامل دی. (يَا حَسْرَةً. . .)
((أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنْ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لاَ يَرْجِعُونَ (۳۱) = ايا ليدلي يې نه دي، چې موږ تر دوی مخكې څومره قومونه (د ګناهونو له لامله يې) هلاك كړي، چې هغوی د دوی (کافرانو) خوا ته نه راګرځي ( او نه ژوندي کېږي)))؟
((وَإِن كُلٌّ لَّمَّا جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ (۳۲) = او بېشکه دوی ټول به (د قيامت پر ورځ) زموږ حضور ته حاضر كړاى شي.))
ټکى:
*“قرن” هم اوږد وخت ته ويل کېږي او هم هغو خلکو ته، چې په يوه وخت کې يې ژوند کاوه[59].
پېغامونه:
١ _ پر هغوى دې نيوکه وشي، چې په تاريخ کې څېړنه نه کوي او عبرت ترې نه اخلي. (أَلَمْ يَرَوْا)
٢ _ په تاريخ کې الهي قوانین ثابت دي، برخليکونه سره ورته والى لري او د يوې نندارې ليدل، بلې ته بېلګه کېداى شي. (أَلَمْ يَرَوْا. . .)
٣ _ د تاريخ لوستل مجرمانو ته ګواښ او حق غواړيو ته ډاډ دی. (أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا)
٤ _ پر پېغمبرانو ملڼدې وهل د هلاکت لامل دى. ( كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون. . . أَهْلَكْنَا)
٥ _ چې الهي عذاب راورسېد؛ نو د جبران موقع تللي وي؛ نو له همدا اوسه خپل وخت بېځايه مه تېروئ. (أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لاَ يَرْجِعُونَ)
٦ _ د کفارو هلاکت د دوی د کار پاى نه؛ بلکې د عذاب پيل دى. (لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ)
٧ _ ټول خلک د قيامت پر ورځ يو ځاى راټولېږي. (كُلٌّ. . . . جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ)
وَآيَةٌ لَّهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ (۳۳) = او دوی ته (د معاد پر شونتیا) مړاوې [= شاړه] ځمكه يوه څرګنده نښه ده [، چې] راژوندۍ مو كړه او غلې دانې مو ترې راوايستې، چې دوی يې خوري.
ټکي:
*په تېر آيت کې مو ولوستل، چې ټول خلک به د قيامت پر ورځ راژوندي او الله تعالی ته به ورحاضر شي، دا آيت د پسرلي موسم او د بوټيو زرغونېدل، د معاد او د مړيو د راژوندي کېدو دليل بولي.
*د بوټيو له دانو د انسان او څارويو د خوړو او په صنعت کې په درمل او رنګ جوړولو کې ګټنه کېږي[60].
پېغامونه:
١ _ هر مړى، چې د قيامت پر ورځ له قبره راپاڅي، مثال يې د هغې دانې په څېر دی، چې بوټى ترې رازغونېږي. (وَآيَةٌ لَّهُمُ)
٢ _ د خپلې خبرې د حقانيت اثبات ته پر بېلګو استدلال وکړئ. (وَآيَةٌ لَّهُمُ)
٣ _خلکو ته غوره دلیل هغه دى، چې تلپاتې، عمومي، نانټی – غير قابل انکار، ساده او د هر ځاى وي. (وَآيَةٌ لَّهُمُ الْأَرْضُ)
٤ _ مخلوقاتو ته ځيرتيا، پر معاد د ايمان غوره لار ده. (الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا)
٥ _ ژوند، پسرلى او د بوټو رازرغونېدل، د توحید غوره بېلګې دي. (أَحْيَيْنَاهَا)
٦ _ د انسان د خوراک يوه مهمه برخه د بوټيو دانې دي، چې ورته ځيرتيا د الله پېژندنې غوره لار ده. (وَآيَةٌ. . . . حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ)
وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنْ الْعُيُونِ (۳۴)= او په هغې (ځمكه) كې مو د كجورو او انګورو بڼونه پيدا كړل او چينې مو پکې وبهولې، .
لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلَا يَشْكُرُونَ (۳۵)= چې له مېوو يې وخوري او دا هر څه خو د دوی د خپلو لاسونو پیداوار نه دي؛ نو ايا (د الله ددې نعمتونو) شكر نه کاږي؟!
ټکي:
*له مېوو په قرآن کې. ډېری د انګورو او کجورې نامې راغلي او دا کېداى شي د دوى د غذايي ونډې له کبله وي يا داچې په هر ځاى کې شته يا د رنګارنګۍ لپاره او يا داچې له وچې او لمدې دواړو يې ګټنه کېږي.
*“نخیل” د “نخل” جمع ده او “اعناب” د “عنب” جمع ده، چې دا دواړه ویی – کلمې د جمع په بڼه ویل شوي؛ ځکه انګور او کجورې دواړه ډېر ډولونه لري.
*د کجورې په هکله يې د کجورې د ونې “نخیل” نامه راوړې او کېداى شي ددې لپاره وي، چې ددې ونې، هر څه پکار راځي.
*کېدای شي په ((وَمَا عَمِلَتْهُ)) کې ((ما)) “موصوله” وي او يا “نافيه”؛ يعنى دا چې بشر پکې لاس نه لري[61].
پیغانونه:
١ _ په خوړو کې لومړۍ ونډه د حبوباتو او دانو ده او بيا د مېوو. (أَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا. . . جَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ)
٢ _ د مېوو او ونو پيداېښت د انسان لپاره دی. (لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ)
٣ _د نعمتونو پر وړاندې د انسان دنده شکر او معرفت دی. ( الله تعالی ځمکه راژوندۍ کوي، بوټي او ونې يې انسان ته پیدا کړي، چې و یې خوري او شکر وکړي) (لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ. . . أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
٤ _ قرآن هم له مېوو د ډول ډول څيزونو جوړول مني. (وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ)
٥ _ د نعمتونو بيانول په انسان کې د شکر رښتینې روحيه راژوندۍ کوي. (أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
٦ _ ناشکره انسان د الله تعالی هم نه دى خوښ. (أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ (۳۶) = پاك دى هغه (الله) چې دا ګردې جوړې يې پيدا كړي، که ځمکه یې راټوکوي يا يې له انساني نوغې وي يا له هغو څيزونو، چې دوی یې لا پېژني هم نه.
ټکى:
*د قرآن له علمي معجزو ځنې يوه یې ټولو څيزونو ته د جوړې د قانون بيان دى. بوټي، انسانان او څه چې خلک ترې په خپل وخت کې خبر نه ول او نن ترې خبر دي، د قرآن د نزول په وخت کې خلک يوازې د کجورو له جوړې خبر ول؛ خو نن جوته شوې، چې په ګرد عالم کې د زوجيت قانون عموميت لري ان جامدې ذرې هم له دوو برخو جوړې شوې دي.
پېغامونه:
١ _ شکر مو د ودې نښه ده؛ ګنې الله تعالی خو مو شکر ته اړتيا نه لري. (أَفَلَا يَشْكُرُونَ سُبْحَانَ الَّذِي)
٢ _په مخلوقاتو کې د زوجيت قانون د الله تعالی په اړه نه دى، هغه ایکي يو او بېساری دى. (سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ)
٣ _ پیدا کول او پیدا شوي د الله تعالی د ځواک، ارادې او حکمت نښه ده؛ نه د هغه د اړتيا او تړاو نښه. (سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ)
٤ _د دانې او مېوې پیدا کېدل هم د زوجيت د قانون له مخې دي. (مِن ثَمَرِهِ. . . خَلَقَ الْأَزْوَاجَ)
٥ _ په هستۍ کې داسې ژوي شته، چې د زوجيت بڼه يې لا بشر ته جوته شوې نه ده. (خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا. . . مِمَّا لَا يَعْلَمُونَ)
((وَآيَةٌ لَّهُمْ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ (۳۷) = او دوى ته (د الله د عظمت) يوه څرګنده نښه شپه (هم) ده، چې ورځ ترې (د څرمن غوندې) راباسو؛ نو یو دم تيارې پرې راخورې شي؛))
((وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (۳۸) = او لمر (هم ورته يوه نښه ده، چې) د پوه ځواکمن (الله) د حساب له مخې پر خپلې ټاکلې لار چلېږي.))
((وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ (۳۹) = او سپوږمۍ ته مو منازل (پړاوونه) ټاكلي، تردې چې د کجورې د يوې وچې زړې څانګې په څېر شي. .))
((لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ (۴۰) = نه د لمر په وس كې ده، چې سپوږمۍ راګېره کړي او نه شپه پر ورځې راړومبۍ کېدونکې ده او دا هر يو په (خپل خپل) چورلیځ كې لامبو وهي. .))
ټکي:
*” عُرجون” د کجورې د څانګې هغې برخې ته ويل کېږي، چې په ونې پورې نښتې او تر څه مودې روسته کږېږي او د لیندۍ بڼه پیدا کوي. چې کله سپوږمۍ له اته ويشتو منزلونو واوړي؛ نو نرۍ ژېړه کم رنګې شي او د کجورې د ژېړ شوي ښاخ په څېر شي. په زړه پورې خو داده، چې سپوږمۍ په روښانه شپو کې د لیندۍ په بڼه وي، چې دواړه سرونه يې مخ پورته وي او په روستیو شپو کې سرچپه وي؛ يعنې مخ پر لاندې وي او د کجورې د ونې د ښاخ په څېر شي.
د لمر حرکت، د ورځې او شپې پيداېښت، په سپوږمۍ کې بدلونونه، په اسمان کې د کراتو لامبو وهلو، د کراتو مدارونه، په منځ کې یې د اصطکاک نشتوالی او دغسې بشپړ نظم ته د خلکو پام وراړول، پردې سربېره، چې د پوه او وسمن پنځګر نښې دي؛ بلکې ددې نښه هم ده، چې اسلام د ستوریو- نجوم پوهنې ته هم پاملرنه کړې، چې د تاريخ په اوږدو کې یې پوهانو ته د څېړنې او پلټنې مناسبه لار هواره کړې ده.
*په دې دوو آيتونو کې د کال لمريز او سپوږميز نظام ته اشاره شوې ده.
*د ځمکې، لمر او لمریز نظام حرکت دومره دقيق دى، چې ان د نوي کال د راننووتو ثانيې هم اعلاموي ان د سلونو راتلونکيو کلونو هم.
*ټوله هستي خوځنده ده، ځمکه له لمر څخه چورلي او فصلونه او کلونه ترې منځ ته راځي او ځمکه او لمريزه منظومه او د اسماني کراتو ټولګه په يوه ټاکلي چورلیځ – محور کې خوځي، چې ستورپوهان دې ټکي ته د “دوګا” ستورى وايي.
پېغامونه:
١ _ شپه، د الهي حکمت او ځواک نښه ده. (آيَةٌ لَّهُمْ اللَّيْلُ)(چې د شپې تورتم شي؛ نو د رڼا د ارزښت پته لګي)
٢ _ په ټول تاريخ کې ثابت او نه بدلېدونکې کړلار د ګڼګر – حسابوونکي، حکيم او عليم خداى پر شتوالي دلالت دی. (ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ)
٣ _ د شپې او ورځې پيداېښت تصادفي نه؛ بلکې د الله تعالی کار دى. (نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ)
٤ _ د لمر و سپوږمۍ د حرکت مدار داسې جوړ شوى، چې کله هم یو له بل سره ټکر نه کوي او د ورځې او شپې په راتلو کې هېڅ بې نظمي نه راځي. (لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ)
٥ _ يو لید وايي، چې لمر ثابت دى؛ خو قرآن وايي، چې لمر روان دی او هغه هم پر خپلې ټاکلې لار. (تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا)
٦ _د هستۍ په واکمن پېیون – نظم کې څوک هم بې نظمي نشي راوړاى. (تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ)
٧ _ د قرآن تشبيهات نه زړېدوني دي، په يوه وخت کې يې سپوږمۍ د کجورې د کږې څانګې سره تشبيه کړې ده. (عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ)
٨ _ د لمريز نظام ټول کُرات په خپل مدار کې په حرکت کې دي (كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ)
۹- دا کُرې په خپل مدار کې چټک حرکت کوي. (يَسْبَحُونَ) (؛ يعنې تېزه لامبو)
وَآيَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ (۴۱) = او دوى ته (د پالونكي د عظمت) يوه (بله) نښه دا هم ده، چې موږ د دوی (نيكونه يا) ځوځات (له وزلو او بارونو) په ډكې بېړۍ كې سواره كړل.
وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ (۴۲)= او د دې په څېر مو داسې څيزونه ورپيدا كړي، چې پرې سورېږي. .
وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنقَذُونَ (۴۳) = او كه وغواړو ډوب به يې كړو؛ نو هېڅوك به يې نه چغه واوري او نه به وژغورل شي؛
إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ (۴۴) = خو په خپلې لورنې یې (نه ډوبوو او پورې باسو يې) چې تر يوې ټاكلې نېټې (له ژونده) ګټه واخلي.
ټکي:
*په قرآن کې بېړۍ او څاروي په څو ځايونو کې د نعمت په نامه اوڅار – مطرح شوي؛ خو دلته د لېږد د يوې وزلې په توګه راغلې، چې انسان په عقل او عاطفه الهي نعمتونه درک کړي. (حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ)
*همدا نن که د تېلو، بارونو، غنمو او د خوراکي توکیو بېړۍ په سمندرونو کې حرکت و نه کړي؛ نو د بشر ژوند به پر ټپه ودرېږي، پردې سربېره، د سمندر له لارې، د درنو توکیو لېږد رالېږد ډېره ارزانه لار ده.
*په تير آيت کې په اسمان کې د کُراتو حرکت وويل شو او په دې آيت کې په سمندر کې د بېړۍ حرکت وويل شو؛ يعنې د دوى حرکتونه سره ورته والى لري.
*نه ښايي انسان په خپلو وسمنيو پیسمن – مغرور شي؛ ځکه ډېر زيانېدونی دى او الله تعالی یې یوازېنى پناهځی دی. ګورئ چې نن بشر له دې ټولو پرمختګونو سره سره له طبيعي پېښو سره مقابله نشي کړای.
پېغامونه:
١ _ دا الله تعالی دى، چې اوبه يې داسې پیدا کړي، چې انسان پرې خپلې بېړۍ وچلوي، چې دا د الله تعالی د ځواک نښه ده. ( وَآيَةٌ. . . . فِي الْفُلْكِ)
٢ _ سورلۍ او د لېږد وزله د بشر د ژوند اړتيا ده، چې دا د الله تعالی يو ځانګړى نعمت، پېرزوینه او د تدبر نښه یې ده. (خَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ)
٣ _ خداى ته قهر او عذاب اسان دى؛ نو مه مغرورېږئ. (إِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ)
٤ _که د خداى پر قهر ککړ شوئ؛ نو څوک به دې د خلاصي نه وي؛ نو ډېر د امنيت احساس په کار نه دى. (إِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ)
٥ _ کله هم په دې اند مه وسئ، چې د خلاصون لامل ماديات دي. (إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا)
٦ _ زموږ ژوند محدود دى او هر څوک اجل لري. (مَتَاعًا إِلَى حِينٍ)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (۴۵) = او چې ورته وويل شي: ((له هغه څه (= الهي عذابه) ځانونه وساتئ، چې مخې ته مو دي او له هغه څه هم چې تر شا مو دي. ښايي لورنه درباندې وشي.)) (نو ځان ناګاروي)
وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ (۴۶) = او چې د خپل پالونكي له نښو هره نښه ورځي (؛ نو) ور ځنې مخ اړوونکي دي.
ټکي:
*تېرو آيتونو الهي نعمتونو ته اشاره وکړه، چې که ورته ځير شو؛ نو ټول الهي نعمتونه د الهي تدبير ښکارندوى دي. په دې آيت کې وايي: د هغوى ځېل تردې دى، چې نه له نښو عبرت اخلي او نه موعظې ته غوږ ږدي؛ هغه کانې مه کوئ، چې دنيا و اخرت مو پرې خرابېږي، چې الله تعالی مو تېر کړه وړه وبښي او پېرزوېنه درباندې وکړي.
پېغامونه:
١ _ پر نېکیو په امر پر خلکو خپله غاړه خلاصه کړئ. (قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا)
٢ _ تقوا د الهي رحمت د زېرمې کونجي ده. (اتَّقُوا. . . لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)
٣ _ پر نورو د غاړه خلاصولو لپاره ورسره ډول ډول استدلالونه وکړئ. (آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ)
٤ _ د الله تعالی نښې ډېرې دي؛ خو د خلکو منل لږ دي. (آيَاتِ رَبِّهِمْ. . عَنْهَا مُعْرِضِينَ) (نښه دې وليدل شي او په خاوند پسې يې ورتګ په کار دى؛ نه داچې نښې ته ورشا کړو)
٥ _ځېلي کافر نه موعظه مني او نه الهي آيتونه. (كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاء اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ (۴۷) = او چې ورته وويل شي: ((څه چې الله دركړي (د ده په لار کې يې) ولګوئ))؛ نو كافران مؤمنانو ته وايي: ((آيا موږ هغو ته خواړه وركړو، چې كه الله غوښتي واى؛ نو پخپله به يې وركړي ول؟! (نو الله غوښتي، چې هغوى وږي وي) تاسې خو بيخي په ښكاره بېلارېتوب کې ياست.))
ټکي:
*هغوى چې سم ليد نه لري يا له پازوالۍ پښې سپکوي او يا داچې د خپلو ټولو کږلاريو پړه پر نورو اچوي:
١ _ کله وايي: دا د خدای پړه ده، که هغه نه غوښتل؛ نو اوس به مشرک نه واى. (لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا[62])، (لَوْ شَاء الرَّحْمَنُ مَا عَبَدْنَاهُم[63])
٢ _ کله وايي: ټولنه پړه ده، که مشران مو سم واى؛ نوموږ به هم مؤمنان واى. (لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ[64])
٣ _ کله وايي: پړه مو د نيکونو ده. (إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا[65])
*په دې آيت کې هم وايي: که په کار وه؛ نو خداى به پخپله نشتمنو ته روزي ورکړې واى؛ خو له دې بې خبره دي، چې خداى د نشتمنو مړول د شتمنو پر غاړه کړي دي.
*پوښتنه: ولې الله تعالی پخپله نشتمنو ته رزق نه ورکوي، چې د نفقې ورکولو حکم کوي؟!
ځواب: انسان د تېرېدنې، بلهار- ايثار، سخاوت، مينې، زړه سوي، صدقې؛ خوږلنۍ، مرستې او محبت تر سیوري لاندې وده کوي؛ نو که ټول خلک له يو رنګ نعمتونو برخمن وي؛ نو نه به د دې کمالونو د ودې لپاره لارې چارې چمتو شي او نه به نشتمنو ته د زغم، زهد او قناعت لار چاره.
پېغامونه:
١ _ که دې خبرې ته مو پام وي، چې دا هر څه د الله تعالی ورکړه ده؛ نو نورو ته به په ورکړه کې لاس خلاصي شو. (أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ)
٢ _ کفر د انفاق مخنيوى کوي. (قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا. . . أَنُطْعِمُ)
٣ _ کافر د الله تعالی پر رازقوالي ملنډې وهي. (لَّوْ يَشَاء اللَّهُ أَطْعَمَهُ)
٤ _ ځينې کنجوسان له نورو سره د مرستې نه کولو لپاره د الهي مشيت پلمه راوړي. ( لَّوْ يَشَاء اللَّهُ أَطْعَمَهُ)
٥ _ انفاق د ايمان نښه ده (؛ ځکه د انفاق پرېښوول د کفر نښه ګڼل شوې ده). (قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا. . . أَنُطْعِمُ. . .)
٦ _ انسان کله دومره پر کږه شي، چې کفر او کنجوسي سمه لار او ايمان او انفاق کوږوالی بولي. (إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ)
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (۴۸) = او دوى وايي: ((كه رښتوني ياست؛ نو دا ژمنه (قيامت) به كله وي؟!))
مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ (۴۹) = دوی بې له یوې سترې (اسماني) کړیکې بل څه ته څارو نه دي، چې داسې وخت به یې راګېر کړي، چې (په دنيوي چارو كې) به پر شخړو بوخت وي؛
فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا إِلَى أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ (۵۰) = نو (په دې حال کې) نه کوم وصيت كولاى شي او نه خپلو كورنيو ته ورستنېدای شي.
پېغامونه:
١ _ کفار د قيامت د نټې – انکار لپاره دليل نه لري؛ خو يوازې په دې پوښتنه پر قيامت ملنډې وهي، چې کله به راځي. (مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ).
٢ _ دا چې د قيامت د راتګ په وخت نه پوهېږو؛ نو په دې مانا نه دى، چې نه به راځي. (مَتَى هَذَا الْوَعْدُ)
٣ _ قيامت الهي ژمنه ده. (هَذَا الْوَعْدُ)
٤ _ کفار، انبياء او مؤمنان دروغجن بولي. (إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ)
٥ _ قيامت ناڅاپه دى؛ نو دا دومره غفلت د څه لپاره دى؟ (صَيْحَةً وَاحِدَةً)
۶- قیامت خو مو نه خبروي؛ نو دا ګرد غفلت او ملنډې د څه لپاره؟ (صَيْحَةً وَاحِدَةً)
۷ _ قيامت تر یوې مرګڅپاڼې نندارې روسته دى. (صَيْحَةً وَاحِدَةً)
۸ _ قيامت، چې راشي؛ نو نه ژبه د سپڼ وسه لري او نه پښې د تېښتې. (فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا. . . . . يَرْجِعُونَ)
۹ _ د دنيا پاى او د قيامت پيل به په داسې حال کې وي، چې ټول خلک به په ورځني ژوند کې بوخت وي. (تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ)
۱۰ _ اړيکې په دنيا کې په کار راځي، چې قيامت شي؛ نو پرې شي. (وَلَا إِلَى أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ)
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ (۵۱) = او (بل ځل چې) په شپېلۍ كې پوكى وشي؛ نو یو دم به له قبرونو د خپل پالونكي (نیاتون ) ته ورمنډې کړي.
قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ (۵۲) = وايي: ((پر موږ دې افسوس وي، چا له خپلو خوبځايونو راپاڅولو؟! (هو!) دا هماغه څه دي، چې لوراند الله يې ژمنه كړې وه او استازيو (يې) رښتيا ويلي وو.))
إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ (۵۳) = يوازې يوه كړيكه به وي، چې ناڅاپه ټول به راته حاضر کړای شوي وي.
ټکي:
*“اجداث” د “جدث” جمع، د قبر په مانا دى. “ينسلون” له “نسلان” څخه اخستل شوى، چې د چټک تلو په مانا دى. “مرقد”د ځاى نامه ده، چې له “رقاد” څخه اخستل شوى او د استراحتځي په مانا دى؛ خو دلته ترې مراد قبر دى.
*په قرآن کې دوه ډوله په شپېلۍ کې پوکى اوڅار- مطرح شوى دى: يو د نړۍ د پاى ته رسېدو لپاره او بل د قيامت د راتګ لپاره، دلته له ((نُفِخَ فِي الصُّورِ)) څخه مطلب د دويم ځل شپېلۍ پوکى دى، چې مړي راژوندي کېږي.
*هو زړګيه! مړه کول او ژوندي کول یو یې هم الله تعالی ته ستونزمن چار نه دی؛ په يوه غږ یې مړه کوي او په يوه پوکي يې راژوندي کوي.
*د امام باقر (رح) وينا ده: د (هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ) جمله قيامتوالو ته د پرښتو خبره ده[66].
پېغامونه:
١ _ د قيامت پيل له هغه غږ سره دی، چې په شپېلۍ کې له پوکلو اورېدل کېږي. (نُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا. . .)
٢ _ معاد جسماني دى او بدنونه له همدې قبرونو راپاڅي. (مِّنَ الْأَجْدَاثِ. . . . يَنسِلُونَ. . . بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا)
٣ _ د قيامت پر ورځ د انسانانو راژوندي کېدل ډېر ژر او اسان دي. (نُفِخَ فَإِذَا هُم. . .)
٤ _ د قيامت پر ورځ په تګ کې تلوار د خلکو د وېرې نښه ده. (يَنسِلُونَ)
٥ _ قيامت د کفارو د حسرت ورځ ده. (يَا وَيْلَنَا)
٦ _ قيامت د راويښېدو او د دادښت- اقرار او منښتې- اعتراف ننداره ده. (هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ)
٧ -_ قيامت او حساب و کتاب، د الله تعالی د لوراندوالي لازمه ده. (هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ)
٨ _کفار به پر هغه ورځ هغه څه وويني، چې په دنيا کې ترې منکرېدل ( په دنيا کې به همداچې د رحمن نامه واخستل شوه؛ نو ویل يې: (وَمَا الرَّحْمَنُ[67])؛ خو ور به شي، خبر به شي. (هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ)
٩ _ د قيامت پر ورځ ټول خلک يوځاى ته حاضرېږي. (جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ)
١٠ _په قيامت کې حاضرېدل زموږ په واک کې نه دي. (مُحْضَرُونَ)
فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (۵۴) = (او ورته ويل كېږي) نو نن به پر هېچا هېڅ تېرى ونشي او څه مو چې كړي، يوازې بدله یې دركول كېږي.
ټکي:
دا آیت په قیامت کې د کړنو د انځورونې او تجسم ښودونکی دی؛ ځکه وايي: سزا مو مازې خپله کړنې دي. « مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ » خو که ویل یې: « بما کنتم تعملون» په دې مانا وه، د خپلو کړنو په پار، سزا یا بدله درکول کېږي.
پېغامونه:
١ _ الله تعالی دادمل، نیاومن- عادل دى او د قيامت ورځ د الله تعالی د سماو-عدل ورځ ده. (فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ) (ان ډېر سخت عذاب هم د نیاومنۍ –عدل له مخې دى)
٢ _ په دنيا کې مو کړه وړه د قيامت پر ورځ د عذاب او ثواب بنسټ دى. د يوې ذرې هومره به پر چا ظلم ونشي. (مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)
إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْيَوْمَ فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ (۵۵) = په رښتيا نن جنتيان (د الله له نعمتونو) په خوندونو اخستو بوخت او خوشحاله دي؛
هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِؤُونَ (۵۶) = دوى او مېرمن به يې (د جنتي ماڼيو او ونو) په سيورو كې پر تختونو ډډه وهلي (ناست) وي.
لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ (۵۷) = دوى ته هلته (هر ډول) مېوې شته او څه چې وغواړي، ورته (چمتو) دي؛
سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ (۵۸) =(پر تاسې) سلام، (دا) د لورين پالونکي له لوري یوه وېنا ده.
ټکي:
*((شُغُلٍ)) هغه چار دی، چې انسان يې بوخت کړى وي او دلته په تنوین او په اصطلاح نکره راغلی او د هغې بوختیا په مانا دی، چې بېخ او ژوروالی يې نامعلوم او نه ستاینېدونی وي.
* ((فَاكِهُونَ)) له ((فکاهه)) اخستل شوى، چې د خوشحالوونکې خبرې مانا ورکوي.
* ((الْأَرَائِكِ)) د ((اريکه)) جمع ده، چې د واده شپې د شاوو او ناوې تيار شوي تخت ته وايي.
*په جنت کې له هر اړخه سلام وي:
خداى پر جنتيانو سلام وايي: (سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ) پرښتې سلام وايي: (وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ سَلاَمٌ عَلَيْكُم[68])
جنتيان هم يو پر بل سلام وايي: (وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ[69])
پېغامونه:
١ _په جنت کې بېکاري نشته (أَصْحَابَ الْجَنَّةِ فِي شُغُلٍ) په جنت کې د فراغت وخت بې موخې نه دى؛ بلکې د الهي نعمتونو تر سیوري لاندې جنتيان خوشحالېدونکې بوختياوې لري.
٢ _ په جنت کې غم او خپګان نشته. (فَاكِهُونَ) ( د جنتيانو زړه آرام وي او هېڅ ډول غم نه لري)
٣ _ښه ورهڼه او دنده هغه ده، چې انسان ترې خوښ او پکې خوشحاله وي. (شُغُلٍ فَاكِهُونَ)
٤ _ په جنت کې بې مرګه ژوند، بې رنځه روغتیا، بې زړښته ځواني، بې ذلته عزت، بې محنته نعمت، بې فنا پایښت او بې غمه خوشحالي ده. (فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ)
٥ _ په جنت کې کورنی غونډال- نظام نه شيندل کېږي او يوازېتوب پکې نشته. (هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ)
٦ _ جنتي هستوګنه زړه خوښې او ارامه ده. ( فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ)
٧ _ پر تخت او چوکۍ ناسته پر ځمکې تر ناستې ښه وي. (عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِؤُونَ)
٨ _ په جنت کې غوره خواړه وي. (لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ) (فاکهه د نکره په بڼه راغلې، چې د دې نښه وي، چې هلته په ډېرو ښو مېوو د انسان مېلمستيا کېږي)
٩ _ په جنت کې محدوديت نشته. (وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ) (يدعون په دې مانا دى، چې څه غواړي ور وړل کېږي او پر زړه هېڅ ارمان نه پاتېږي.)
١٠ _ معاد جسماني دى. ( مېوه، مېرمن او تخت په دې مانا دي، چې په قيامت کې به هم له همدې جسم سره ژوند کوو)
١١ _ د توکیزو هڅونو تر څنګ روحي هڅونې هم پکار دي. (فَاكِهَةٌ. . . سَلَامٌ)
١٢ _جنت هغه ځاى دى، چې الله تعالی درباندې سلام وايي او درڅخه خوښ دى. (سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ) ( د الله تعالی رحمت يوازې په دنيا کې نه؛ بلکې په قيامت کې هم وي)
١٣ _ د جنتيانو ستره هيله، پر هغوی د الله تعالی سلام دى. (وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ سَلَامٌ. . .)
وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ (۵۹) = او (ورته ويل كېږي:) ای مجرمانو نن (له نېکانو) بېل شئ.
أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (۶۰) = ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه، چې شيطان مه لمانځئ (؛ ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى؟!
وَأَنْ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ (۶۱)= او داچې (یوازې) ما ولمانځئ، چې دا سیده لار ده؟
وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ (۶۲) = او په يقين چې ډېر یې درنه بېلارې كړل، ايا اندنه مو نه کوله؟
ټکي:
*د ګناهګارانو او نېکانو بېلتون د الهي نیاو-عدل د قانون له مخې دى، چې ويې ويل: ((أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ[70])) مومن او فاسق سره یو رنګ نه دي.
او شونې ده له بېلېدو مراد یو له بله د مجرمانو بېلېدل او يوازېدل او د بېلتانه پر درد اخته کېدل وي؛ لکه په دنيا کې انفرادي زندان، چې مجرمان هر يو په يوه خونه کې اچول کېږي.
*د ((عهد)) ټکى، چې کله هم له ((الى)) سره راشي؛ نو د سپارښتنې مانا ورکوي.
*يوازې ځینو مؤمنانو پر الهي سپارښتنې عمل کړى دى. (مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ[71])
*((جِبِلًّا كَثِيرًا)) هغو ډېرو خلکو ته ويل کېږي، چې د غره په څېر ستريا ولري[72].
*له شيطان لمانځنې موخه شيطان ته غاړه ایښوونه ده؛ لکه څنګه چې په حديث کې راغلي: « من اطاع رجلاً فی معصیته فقد عبده» چاچې په ګناه کې چا ته غاړه کېښووله؛ نو د هغه بندګي يې کړې ده[73].
پېغامونه:
١ _ قیامت د پرېکړې او بېلتون ورځ ده. (وَامْتَازُوا الْيَوْمَ)
۲- الله تعالی ( د انبیاوو، عقل او فطرت له لارې) له انسانه ژمنه اخستې ده. (أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ)
۳ _ قيامت د مجرمانو د رټلو ورځ ده. (أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ)
۴ _ الهي عذاب تر غاړه خلاصونې روسته دى. ( أَلَمْ أَعْهَدْ)
۵ _ انسان يا د الله تعالی بنده دى يا د شيطان. (لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ. . . اعْبُدُونِي)
۶ _ د شيطان دښمني څرګنده دښمني ده. (عَدُوٌّ مُّبِينٌ)
۷ _ هغه سیده لار، چې په ټولو لمونځونو کې يې له الله غواړو، (اهدِنَا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ)هماغه د الله عبادت دی.
۸ _ د عبادت ستره فلسفه په ژوند کې د سمې لارې ټاکنه ده. (اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ)
۹ _ د تېروتیو له برخليکه عبرت اخستل پکار دي. (أَضَلَّ. . . . جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)
۱۰ _ د شیطان د ټګیو د بلهاریانو په تریخ برخلیک کې انده د شیطان له لومو او وسوسو د ژغورنې لار ده. ( أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)
١۱ _ هغوى بايد ورټل شي، چې خپل اند او عقل نه کاروي. (أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)
۱۲ – شیطان ستاسې له پلار سره ټګي وکړه او تاسې یې اولاد یاست؛ نو هسې نه چې د شیطان لاروي وکړئ. ( يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ)
*پوښتنه: آيا شيطان شته؟
ځواب: د شيطان په شتون کې هېڅ اړنګ- شک نشته؛ ځکه هم یې خداى د شتون په باب خبر راکړى او هم هر څوک چې خپل ژوند ته پام وکړي؛ نو پوه به شي، چې شيطان ورته وسوسې وراچولې دي او له دې لارې کړای شي د شيطان پر شتون ځان پوه کړي؛ يعنې چې کله غواړو په پوره ډاډمن زړه لمونځ وکړو؛ خو نه يې شو کړاى؛ نو دليل یې دا دى، چې يو مخالف شته چې الله تعالی ته مو له پامه مخنيوى کوي.
*پوښتنه: الله تعالی ولې شيطان پیدا کړ؟
ځواب: شیطان هم د نورو موجوداتو؛ لکه انسان، پرښتې او پېريانو په څېر يو موجود دی، چې د الله تعالی پر عبادت بوخت و؛ خو په يوه الهي ازمېښت کې يې د الله تعالی له حکمه سرغړونه وکړه او د توکمپالۍ د حس له لامله یې د الله تعالی امر ته غاړه کېنښووله، و یې ویل: زه له اوره جوړ شوى یم او انسان له خاورې. د لویۍ، تعصب او کينې له لامله یې نه يوازې د الله تعالی حکم پلى نه کړ او ددې پر ځاى چې توبه وکاږي او بښنه وغواړي؛ نو پر الله تعالی يې نيوکه هم وکړه. خبره داده، چې الله تعالی نوموړی بد نه و پیدا کړى؛ بلکې شيطان بد عمل و کړ او سره له دې چې کړاى يې شول، توبه وباسي؛ خو له الله يې د خلکو د بېلارولو لپاره اوږد عمر وغوښت. الله تعالی هم يا د هغه د پخوانيو عبادتونو د ثواب په پار او يا د انسان د ازمېښت په پار مهلت ورکړ او د شيطان د وسوسو پر وړاندې يې د پېغمبرانو په رالېږلو انسان سمبال کړ او د انسان د تېروتنو پر وړاندې یې د توبې ور پرانستى پرېښود.
*پوښتنه: ايا شيطان او ابليس يو دی، که دوه بېل موجودات دي؟!
ځواب: ابليس د هماغه موجود نامه ده، چې د الله تعالی له حکمه يې سروغړونه وکړه؛ خو د شيطان ټکى هغه ته خاص او ځانګړى نه دى او بې له هغه نورو ته هم ويل کېږي. د ساري په ډول: په روايتونو کې زيان رسوونکيو موجوداتو او په قرآن کې ځينو انسانانو ته هم شيطان ويل شوى دى.
*پوښتنه: د شيطان سياست څه دى؟
ځواب: په قرآن کې به مو د ((خطوات الشيطان)) ټکى ليدلى وي، چې دا ویی – کلمه د ((خطوه)) جمع ده، چې د قدم په مانا ده. د شيطان سياست هم ګام په ګام پرمختګ دى، د ساري په ډول: لومړى انسان کتو ته رابولي او څيز ورته ښه برېښوي، په بل پړاو کې يې فکر ته ورننوځي او بل پړاو د عمل قدم وي.
ډېرې ګناوې له ټوکو پيلېږي. ډېرې غلاوې له ارزانه توکیو پيلېږي او غټو غلاوو ته رسي.
حضرت علي کرم الله وجهه د نهج البلاغه په يوه خطبه کې وايي: شيطان لومړۍ هګۍ اچوي ((فباض)) بيا چورګړي ترې راوځي ((وفرخ)) بيا ګرځي((ودب)) او روسته د خلکو په لمنو کې وده کوي((درج فى حجورهم)) تردې ځايه رسي، چې کتل او خبرې يې هم شيطاني کېږي.
*قرآن او روايتونو د شيطان لومې راښوولي دي:
حرام رزق، شراب، جواري، ډنډورې، تفرقه، له نا اهله انډيوالانو سره ناسته، شونې ده، دا انډيوال ګاونډى وي، ښووند- ښوونکی وي، زده کړیال وي که پېسمني – غرور او بېځايه هيلې وي.
ښایي وویل شي: د شيطان د راننووتو خورا ستر ورونه سترګې، غوږونه، ژبه او شهوت وي. يوه ننداره لیدل، يوه ډنډوره او يا باطله خبره اورېدل او يا د يوه ټکي په ویلو او جنسي خوند ته رسېدل؛ نورو ژورو او خطرناکو وسوسو ته لار پرانځي؛ البته شيطان د سپي په څېر دى، چې د کور پر خاوند برید نه کوي. الله تعالی ابليس ته وويل: ((إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ[74]= ته مې پر مخلصو (نږه) بندګانو واک نشې کړای.)) ستا نفوذ يوازې پر پرديو دى؛ لکه سپى، چې پر پرديو وردانګي.
*پوښتنه: له دې دومره شیطاني وسوسو سره د بشر ګناه څه ده؟
ځواب: په قرآن کې وايو:
((وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَاْ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ[75]=[ او چې كله (په قيامت كې د حساب) كار پاى ته ورسي، شيطان وايي: ((په حقيقت كې خداى چې تاسې ته وعده دركړه (؛ نو) وعده يې رښتيا وه او ما هم درسره وعده كړې وه؛ خو بې لوزي مې درسره وكړه، پرتاسې مې څه واک نه و؛ خو داچې را و مې بللئ؛ نو راسره مو ومنله؛ نو ځكه پر ما پړه مه اچوئ، خپل ځانونه پړه وګڼئ. نه زه ستاسې ستونزو ته رسېداى شم او نه تاسې زما ستونزو ته. تاسې چې تردې مخكې زه(د خداى په چاروكې) شريك ګڼلم، ترې منكر يم)) په واقع کې ظالمانو ته دردناك عذاب دى!))
*پوښتنه: د شيطان د نفوذ لارې کومې دي؟
ځواب:
١ _ همداچې انسان له نورو سره د مرستې په فکر کې شي؛ نو شيطان يې له راتلونکې نشتمنۍ وېروي. (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ[76])
٢ _ همداچې د دوو تنو ترمنځ مينه وويني، هغوى جوارۍ ته کېنوي او د ګټونکي او بېلونکي کينه پکې اچوي. (إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ[77])
٣ _ همداچې انسان د واده په فکر کې شي، ورته وايي چې اوس لا وختي دى.
٤ _ همداچې وغواړي پر خپل وخت لمونځ وکړي، وايي: صبر وکړه، کېنه ستړى يې، لا وخت شته.
٥_ همداچې د توبې په فکر کې شئ، وايي: په بوډاتوب کې یې وکړه.
٦ _کله شيطان د نامه په بدلولو انسان پر ګناه ککړوي، په ديني چارو کې بېځايه لګښت ته، ديني شعائر وايي، په کور کې بېځايه لګښت ته پتمني او پر دوستانو پيسې لګولو ته سخاوت وايي، له الله تعالی، معاد او مسئوليته غفلت کوي، عیاشۍ ته دمه وايي، د مال په راټولو کې حرص ته د ژوند جوړول، چل ول ته هوښياري، ټګۍ برګۍ ته تدبير، نفاق ته سياست، د سپېڅلتیاوو سپکاوي ته روڼ اندي، د ښه رواجونو منځه وړو ته تمدن او د ملي، اندیز او ګروهیز هويت لاسه ورکولو ته له زمانې سره همرنګي وايي.
نو داچې په قرآن کې لولو، شيطان (په همدې نومونو) انسانانو ته چارې ښکلي انځوروي (وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ[78])؛ نو مفهوم يې همدا دى.
په پاى کې وايي، انسان کړای شي، پر الله تعالی د توکل له لارې، د الله تعالی په يادولو، لمانځه، له متقي دوستانو سره د نژدېوالي، د فساد د نندارو او غونډو په لرېتوب او په تاريخ کې له تېروتیو په عبرت اخستو، ځان د شيطان له لومو خلاص کړي او که پرګناه ککړ شو؛ نو په توبه، له الله تعالی په بښنې او د لمونځ په کولو دې ځان پاک کړي، قرآن وايي: ((إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ[79]= نېکۍ، بدۍ له منځه وړي.))
هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ (۶۳)= دا هماغه دوزخ دى، چې ژمنه یې درسره کېده؛
اصْلَوْهَا الْيَوْمَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ (۶۴) = نن د خپل كفر په سزا كې ورننوځئ (او په اور يې وسوځئ).
ټکى:
*((اصْلَوْهَا)) له “صلى” اخستل شوى؛ يعنې اور بلول، اور ته ورننووتل او پکې اوسېدل دي.
پېغامونه:
١ _ د الله تعالی له عذابونوځنې يو یې هم د ګناهګارانو رټل دي. (هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي. . .)
٢ _ د فکر نه کولو پايله دوزخ او بدمرغي ده. (أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي)
٣ _ الله تعالی څو ځل د جهنم وعده ورکړه؛ خو کافرانو نه منله. (تُوعَدُونَ، تَكْفُرُونَ)
٤ _ الله تعالی پر دوزخيانو غاړه خلاصه کړې وه او تل يې ورته د دوزخ خطر ورياداوه. (كُنتُمْ تُوعَدُونَ)
٥_ د نن عذاب د پروني کفر پايله ده. (اصْلَوْهَا بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ)
٦ _کفار او دوزخيان به کله هم له اوره بېل نشي. (اصْلَوْهَا الْيَوْمَ)
الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (۶۵) = نن د دوی پر خولو ټاپه وهو او لاسونه يې راسره خبرې كوي او پښې يې پر كړنو ګواهي لي!
ټکي:
*په قيامت کې ګواهان ډېر دي؛ لکه: الله تعالی، پېغمبر، امام، وخت، ځاى، پرښتې، کړنې او د انسان غړي.
د پښې او لاس د نامه یادول د بېلګې لپاره دي؛ ځکه په نورو آيتونو کې لولو، چې غوږونه، سترګې او زړه هم پوښتل کېږي.
((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا[80]= [او په هغه څه پسې مه ځئ، چې پرې پوه نه ياست؛ ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.))
او ان پوټکى هم ګواهي لي. هر غړي، چې هر څه کړي وي، ګواهي پرې ورکوي.
*د امام باقر (رح) وينا ده: د انسان پر خلاف د غړيو ګواهي د کافرانو لپاره ده؛ خو مؤمن به خپل کړنليک په ښي لاس خوشحاله واخلي او پرې به وياړي[81].
پېغامونه:
١ _ الله تعالی سبب سوځی او سبب سازی دى. خوله، چې د ويلو وزله ده، بندوي او پښې او لاسونه پر خبرو کوي. (نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَ. . . . . أَرْجُلُهُمْ)
٢ _معاد جسماني دى. (تُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ)
٣ _ د قيامت پر ورځ د انسان غړي د انسان په واک کې نه دي. (نَخْتِمُ)
٤ _په نياوتون-محکمه کې تر ټولو قوي لووى-ګواه د جرم د عامل اقرار دى. ( تَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ)
٥ _ د بدن غړي درک او شعور لري، چې د قيامت پر ورځ ګواهي لي. (تُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ)
وَلَوْ نَشَاء لَطَمَسْنَا عَلَى أَعْيُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّى يُبْصِرُونَ (۶۶) = او كه وغواړو بېشکه سترګې به يې ورړندې کړو؛ نو (هغه وخت) چې [د ژغورنې] لارې ته لټه کوي؛ نو څنګه به یې ويني؟!
وَلَوْ نَشَاء لَمَسَخْنَاهُمْ عَلَى مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوا مُضِيًّا وَلَا يَرْجِعُونَ (۶۷) = او كه وغواړو (؛ نو) هرومرو به يې ځاى پرځاى (داسې) مسخ کړو، چې نه د وړاندې تلو وس ولري او نه د راستنېدو.
ټکي:
* ((طمس)) د يوه څيز د آثارو او شواهدو له منځه وړو ته وايي.
*که دا دوه آيتونه د تېرو آيتونو په دوام کې، د قيامت پر ورځ د کفارو د عذاب په اړه وبولو؛ نو د جنت د لارې په لټه او د محشر په ډګر کې يې حيرت او کړهاندي او ځلبلاندي راښيي؛ خو ډېرى مفسرینو دا دوه آيتونه د کفارو د دنيوي کفر په باب بللي او هغه يې يو ډول ګواښ ګڼلی، چې ښايي کافران به لید له لاسه ورکړي، چې د کور لار به نشي پيدا کولاى او نه به هم ورهڼه-کار او کسب[82].
پېغامونه:
١ _ فکر و نه کړئ، څه چې لرئ، بايد و يې لرئ او تلپاتې به وي، د الله تعالی پرغز- قهر او د نعمتونو بدلون ته مو پام وسه. (لَوْ نَشَاء لَطَمَسْنَا)
۲- د پېښې علاج تر پېښېدو مخکې پکار دى. د عذاب تر راتګ مخکې ځان سمول پکار دي. (وَلَوْ نَشَاء. . . . وَلَوْ نَشَاء. . .)
٣ _هر ځاى د الله تعالی د قهر لوښى کېداى شي. (عَلَى مَكَانَتِهِمْ)
٤ _ د الله تعالی قهر ته څوک هم د ټينګې نه دى. (فَمَا اسْتَطَاعُوا. . . .)
٥ _ الهي قانون دا دى، چې ټول انسانان يې ازاد پرېښي، چې د حقيقتونو په اورېدو او ليدو ايمان راوړي؛ نه داچې د قهر او اجبار له مخې ايمان راوړي. (لَوْ نَشَاء لَمَسَخْنَاهُمْ) [((لَوْ)) راښيي چې الهي قانون د خلکو مسخ او راګېرول نه دي. ]
وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ (۶۸) = او د چا چې عمر اوږد كړو؛ نو په پنځون (او سلوک) کې يې اولټه کړو (او د کوچنيتوب بېوسۍ ته يې ورستنوو) ولې اندنه نه کوي؟!
ټکي:
*په تېرو آيتونو کې الله تعالی وويل: که وغواړو؛ نو سترګې ړندې او څېرې اړولى شو، دا آيت د زړونو په باب د بدلون يوه بېلګه ده.
*((نُنَكِّسْهُ)) له ((تنکيس)) څخه اخستل شوى؛ يعنى اړول او وړوکتوب ته د انسان ستنېدل ترې مراد دي. پوهه يې پر ناپوهۍ اوړي، ځواک يې کمزورېږي، زغم يې کمېږي، حساسيت يې زياتېږي او اوښکې يې را روانېږي.
*ګرانو!ځواني غنیمت وګڼئ، تل به تاند، ښېرازه او فارغ نه وسئ او دا وس او ځواکمني تلپاتې نه ده.
*په حديث کې راغلي دي: پینځه څيزه د پینځه څيزونو تر راتلو مخکې غنيمت وګڼه: تر بوډاتوب مخکې ځواني، تر ناروغۍ مخکې روغتیا، تر نشتمنۍ مخکې مړه خواتوب، تر مرګ مخکې ژوند او تر بوختيا مخکې فراغت[83].
پېغامونه:
١ _اوږد عمر د الله تعالی ورکړه ده. (وَمَنْ نُعَمِّرْهُ)
٢ _ الهي سنت دى، چې بوډاتوب له اوړېدنې سره وي. (نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ)
٣ _ انسان دې هم د نعمتونو د لاسه وتو (لطَمَسْنَا، مَسَخْنَا) او هم یې د کمزورېدو په فکر کې وي. (نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ)
۴- د اوږده عمر اغېزې د الله تعالی په لاس کې دي، چېرې چې الله تعالی وغواړي، د نوح (ع) او مهدي (ع) په څېر وګړیو ته اوږد عمر ورکوي. (نُنَكِّسْهُ)
وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ (۶۹) = او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر ورښوولى نه دی او نه [هم] ورسره ښايي، دا (اسماني كتاب) يوازې پند او څرګندوی قرآن دى.
ټکي:
*پر پېغمبراکرم (ص)، مشرکانو ډېر تورونه لګولي ول؛ لکه کوډګر، لېونی، پالي او يو يې هم شاعر و، حال داچې: شعر له تخيله راولاړ شوی؛ خو وحې نه. شعر د عواطفو او احساساتو پايله ده؛ خو وحې نه. شعر له ښندې/ اغراق سره اغږل شوې؛ خو وحې نه.
سمه ده، چې قرآن د شعر په څېر موزون او مقطعي غونډلې/ جملې لري؛ خو د شعر آریزه تومنه تخيل دى، چې قرآن ترې پاک دى.
البته د شعر او شاعرۍ په هکله بې انصافي شوې او ژمنو شاعرانو ته پام نه دى شوی، حال داچې شعر په خپل ځاى ډېر رغنده او اغېزمنېداى شي او پردې سربېره، چې د ((حسان فرزدق)) او ((دعبل)) په څېر له ژمنو شاعرانو سره د امامانو مينه وه، چې ددې سترو شاعرانو شعرونو هم ننني کهول ته رارسېدلى دي[84].
*قرآن ذکر او ياد دى. ((إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ)) د الله تعالی د ځواک او قهر ياد، د نعمتونو او پېرزوينو ياد، د بښنو ياد، د قوانينو او سنننو يادول، د انبياوو، اولياوو او اوصياوو يادول، له عبرته ډک تاريخ يادول، د قومونو د راپرځېدو او عزت د لاملونو يادول، د نېکانو او ښیون شويو يادول، د ګناهګارانو، کافرانو، فاسقانو، مجرمانو او ظالمانو د پایلې يادول، د اخلاصونو، سرښندنو، مړانو، انفاق، زغمونو او د آخرې خاتمې د خير يادول، د وژنو، کړاوونو، تورونو، سپکاويو، حق وژنو او د مستکبرينو د ناوړپایلۍ يادول، د امرونو، نواهیو، موعظو، حکمتونو يادول، د ځمکنۍ، سمندري او اسمانې ژویو يادول، د راتلونکي تاریخ یادول او د حق حکومت بریا، چې نړۍ به له عدله ډکه کړي، د ظلم او تېري د محکوميت يادول، د برزخ، معاد او تر قيامته د مخکې پېښو، د قيامت د پېښېدو، د دوزخ د خطرنو او د جنت د نعمتونو يادول دي .
*هو د زړه سره! قرآن د تذکر او يادولو کتاب دى. (إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ)
پېغامونه:
١ _ په قرآن کې د شعر د ارزښت د نفې کولو خبره ټولو ته نه ده؛ بلکې يوازې له پېغمبره د شعر د نفې خبره ده. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٢ _ الله تعالی د خلکو د تورونو په مقابل کې د پېغمبرانو ملاتړ دى. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٣ _پر شعر نه پوهېدل، د مبلغ تبليغ ته زيان نه رسوي. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٤_ بېځايه ودې او ناسم فرهنګي چاپېریالونه مو څپڅپاندي نه کړي. ( د پېغمبراکرم په وخت کې شعر او شاعر ځانګړى برم او دبدبه درلوده، چې دې آيت ماته کړه. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٥ _ د شعر طبع د الله تعالی له لوري ده. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٦ _ الله تعالی د پېغمبر ښوونکی دى. (عَلَّمْنَاهُ)
٧ _ هر څوک د هرې پوهې وړتیا نه لري. (وَمَا يَنبَغِي لَهُ)
٨ _ قرآن د تذکر او يادولو کتاب دى. (إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ)
٩ _ د قرآن منځپانګه د انسان له فطرت سره اړخ لګوي او د انسان وجدان او په دوړو کې پټ شوی فطرت راويښوي. (إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ)
١٠ _ قرآن څرګندې ويناوې او پر پوهېدو وړ استدلال لري. (قُرْآنٌ مُّبِينٌ)
لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ (۷۰)= چې (د) ژونديو (زړونو خاوندانو) ته خبر وركړي او پر كافرانو (بشپړونه وشي او د عذاب) خبره (پخه او) جوته شي.
ټکي:
*د ژوند ډولونه:
١ _ نباتي ژوند ((وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا[85]= او ځمكه تر مړاوي کېدو روسته یې ( د ګیاوو په راټوکېدو) ژوندۍ كوي.))
٢ _ حيواني ژوند. ((وَكُنتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ=[86] تاسې مړه وئ او هغه را ژوندي کړی.))
٣ _ اندیز ژوند ((دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ[87]= پېغمبر تاسې داسې څه ته رابلي، چې (مړه زړونه مو) را ژوندي کوي.))
٤ _ ټولنيز ژوند ((وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ[88]=تاسې ته په قصاص کې ژوند دی.))
٥ _ارواییز او د زړه ژوند ((لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا ( همدا آيت) قرآن هغوی ته خبردارى ورکوي، چې د ژوندي، پاک او چمتو زړونو او روح خاوندان وي.
*هو! مؤمنان د ژوندي زړه خاوندان او له واقعي او معقول ژونده برخمن دي.
روايتونه وايي: له ((حَيًّا)) مراد عاقل انسان دى[89].
*پر کافرانو هرومرو الهي پرغز- قهر ورتلونکى دى، چې په دې آيت کې د (يَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ) سره راغلى او په زمر سورت کې راغلي دي: (وَلَكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ[90])
*د قرآن د خبرداريو سرچينه، الهي پوهه ده، د قرآن خبردارۍ ډول ډول، ښه او د حکمت له مخې دی. د قرآن خبردارى له زېري او د نوون-ابتکار په طریقو وي، پر ځمکه له وخت او ځاى سره جوختې بېلګې لري.
*خبر ورکوونکي: په دې آيت کې (لِيُنذِرَ) هم قرآن کېداى شي او هم په خپله پېغمبر، چې په تېر آيت کې اوڅار- مطرح شول.
پېغامونه:
١ _د قرآن خبرداری د يادونې لامل دی. (إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ. . . . لِيُنذِرَ)
٢ _ د الله تعالی خبره منل، زړه ژوندى کوي. (لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا)
٣ _ پر قرآن عمل ځانګړي قوم او توکم ته نه دی. (لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا)
٤ _ د پېغمبرانو د بعثت او وحې موخه د ژونديو زړو راويښول او پر مړ زړویو غاړه خلاصول دي. (وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ)
٥ _ چاچې ځان ويده کړى وي؛ نو را ويښول يې ډېر سخت دي. (مَن كَانَ حَيًّا)
٦ _ کفار او هغوى چې حق نه مني، د مړو په شان دي. [د (مَن كَانَ حَيًّا) په مقابل کې ((الْكَافِرِينَ)) راغلی دى]
٧ _ د کافرانو لپاره د الهي قهر ژمنه پلې کېدونې ده. (يَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ)
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ (۷۱) = ايا نه ويني، چې موږ ورته د خپل (قدرت) په لاسونو څاروي پيدا كړل؛ نو دوى يې خاوندان دي.
پېغامونه:
١ _ انسان، الله پېژندنې ته، د شاوخوا له ژویو مرسته غوښتای شي. (أَوَلَمْ يَرَوْا. . . .)
٢ _ د قرآن له روزنیزو کړنلارو ځنې یوه دا هم ده، چې د انسان پام شاوخوا څيزونو او مسائلو ته وراړوي او له دې لارې يې روزي. (أَوَلَمْ يَرَوْا. . .)
٣ _ د څارويو پيداېښت د انسان لپاره دى. (خَلَقْنَا لَهُمْ)
٤ _ د الله تعالی د پېرزوینې له نښو همدومره بس دی، چې انسان د څارويو په پيداېښت کې هېڅ ونډه نه لري؛ خو په اسانه يې مالکېږي. (أَيْدِينَا. . . . فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ)
٥ _ اسلام د مالکیت له آر سره مخالف نه دى. (فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ)
۶- انسان، د بوټیو، ګیاوو او مېوو په تولید کې ونډه درلوده « لِيَأْكُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ» (یس/۳۵)؛ خو انسان د څارویو په پنځونه کې ونډه نه لري. (عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا)
۷- د الله تعالی پنځون، نوښتی دی، نه تقلیدی. (عَمِلَتْ أَيْدِينَا)
۸- له لمر، بوټیو او سمندره، بې له انسانانو نور هم برخمنېږي؛ خو له څارویو یوازې انسان ګټنه کړای شي. (خَلَقْنَا لَهُمْ. . . فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ)
وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ (۷۲)= ايا لیدلي یې نه دي، چې موږ د خپل (قدرت) په لاسونو څاروي ورپيدا كړل، چې دوی يې خاوندان شي.
وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ أَفَلَا يَشْكُرُونَ (۷۳) = او په دې (څارويو) كې (نورې) ګټې او د څښلو (شيان هم) ورته شته؛ نو ولې شكر نه کاږي؟!
ټکي:
*د اهلي څارویوو شتون الهي نعمت دى، چې انسان ترې ګټنه کړای شي، که غوا او مېږه وحشي وای؛ نو انسان به د لبنياتو له نعمته بې برخې وای، چې انسان ته ډېره ګټه لري. (ذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ. . . . وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ) که ټول څاروي وحشي وای؛ نو ډېر سفرونه به نه واى شوي. (ذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ. . . . وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ)
*هم ځمکه اېل شوې ده (الْأَرْضَ ذَلُولًا[91]) او هم څاروي (ذَلَّلْنَاهَا) خو انسان چې دواړو ته اړ دی؛ سرغړاندی دى. (إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَى[92])
پېغامونه:
١ _ هر څيز يوې موخې او ګټې ته پیدا شوى دى. (فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ)
٢ _ خام خوړل اسلام نه دي ستايلي؛ خو د غوښې خوړو سپارښتنه یې کړې ده. (مِنْهَا يَأْكُلُونَ)
٣ _شيدې ځانګړى نعمت دى، چې شکر يې پکار دی. ( سره له دې چې شيدې له څاريو دي؛ خو ځانګړې نامه ورته راغلې ده.) (مَشَارِبُ)
٤ _شکر د پېژندنې پايله ده، که د نعمتونو سرچينه وپېژنو؛ نو شکر به يې ادا کړو. (خَلَقْنَا ذَلَّلْنَاهَا، أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
٥ _ ويده شوي فطرتونه او عواطف په پوښتنه راويښ کړئ. (أَوَلَمْ. . . . أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ (۷۴) = او د الله پرځاى يې (لمانځنې ته) په دې هيله معبودان ونيول، چې مرستندوى به يې شي.
لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ (۷۵)=(خو بوتان) مرسته ورسره کولای نشي (؛ بلكې) دوى (بوت نمانځي) یې (پاسوالۍ ته) یو چمتو لښکر دى.
فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ (۷۶) = نو پر خبرو يې مه خپه كېږه، بېشكه چې ټول پټ او ښكاره یې رامعلوم دي.
ټکي:
*د انسان ځينې جامې له څارويو دي. له وړیو د قالينو کارخانې منځ ته راغلي، د انسان بوټ د څارويو له پوټکي دى. د څارويو له پوټکي ګټنې ته ډېرې کارخانې منځ ته راغلي دي او د انسان خواړه د څارويو له شيدو او غوښې دي. (وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ)
*په کرنه کې څاروي خورا مهمه ونډه لري، ( قولبه کول، ځمکه اړول، اوبه ورکول، طبيعي سره، د بې ځايه بوټو خوړل، د بار وړل) (فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ)
پېغامونه:
١ _ شرک او بوت نمانځنه د نعمتونو کفران دى. (أَفَلَا يَشْكُرُونَ مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً)
٢ _ خيالونه او کږنې او انګېرنې – موهومات د بوت لمانځنې بنسټ دی. (وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ)
٣ _ د عبادت يوه جرړه د مرستې غوښتنې او پناه غوښتنې حس دى. (لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ)
٤ _ له کږلاريو سره په استدلال کې یې پر ګروهیزو آرونو بريد وکړئ. (لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ)
٥ _ هغه چې د مطالعې او د نعمتونو د شکر پر ځاى په بوتانو پسې ځي؛ نو ځاى يې په دوزخ کې دى. (مُّحْضَرُونَ)
٦ _ قيامت د کافرو بوت نمانځو د رسوايۍ ننداره ده. (وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ)
٧ _انبياء هم ډاډ ته اړتيا لري، چې الله تعالی ډاډ ورکاوه. (فَلَا يَحْزُنكَ)
٨ _ څوک چې ستره موخه لري؛ نو بريدونه به هم پرې ډېر وي. (فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ)
٩ _ پراخه سينه او ارام زړه د الله تعالی له مرستې سره وي، الله تعالی هم چې مبلغ ته ډاډ ورکړي؛ نو زړور شي. (فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ. . .)
١٠ _ د الله تعالی پوهې ته پاملرنه، د مؤمن لپاره ډاډ او بېلاريو ته ګواښوزله ده. (نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ)
١١ _ د دښمنانو پټو او ښکاره دسيسو ته دې پام اوسه. (يُسِرُّونَ، يُعْلِنُونَ)
أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ (۷۷) = ايا انسان نه پوهېږي، چې دا موږ له یوه (بې ارزښته) څاڅكي پيدا كړ؟! او دا (دومره د ځواك، شعور او وينا خاوند شو) چې په ډاګه زموږ دښمنۍ ته ودرېد.
وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ (۷۸) = او مثال یې راته راوړ او خپل پنځون يې هېر كړ، و يې ويل: ((څوك به دا وراسته هډوكي راژوندي كړي؟!
قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ. (۷۹) = ووايه: ((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيدا كړل او هغه په هر (ډول) پنځون ښه پوه (او وسمن) دى؛
الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ (۸۰) = هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ.))
ټکي:
*يو مشرک يو روست هډوکى د پېغمبراکرم په مخ کې مات کړ او پر ځمکه يې ګوزار کړ، و يې ويل: څوک به دا روست هډوکى راژوندى کړي؟ دا آيت د همدې شک او پوښتنې ځواب ته راغى[93].
*په دې آيت کې له ونې مراد دوه ډوله د اورلګيد لرګي دي، چې نامې یې ((مرخ)) او ((عفار)) دي، چې عربانو پرې اور بلاوه؛ لکه د نن د اورلګيد د ډکو په څېر[94].
*له شنې ونې اور لګول هغه مثال دى، چې عوام پرې پوهېږي او پوهانو هم ددې لپاره، چې انرژي پکې ده؛ نو له علمي لارې یې ګوتو ته راوړي. (مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا)
*((خَصِيمٌ مُّبِينٌ)) هم د الله تعالی د ځواک نښه ده، چې له څاڅکي یې ځواکمن او باشعوره انسان جوړ کړى او هم د انسان د لویۍ او هېرېدنى نښه ده، چې د خپلو نعمتونو څښتن ته يې شا کړې او په هماغه ځواک ورسره جنګېږي، چې الله تعالی ورکړی دى.
*الله تعالی د قرآن په بېلابېلو آيتونو کې انسان په څو بنسټيزو چارو کې هېروونکى موجود معرفي کړى دى؛ لکه:
١ _ د خپل پنځوونکي په اړه. (نَسُواْ اللّهَ[95])
٢ _ د خپل پيداېښت په اړه. (نَسِيَ خَلْقَهُ[96])
٣ _ د خپل هويت په اړه. (وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ[97])
٤ _ د حساب ورځې په اړه. (يَوْمَ الْحِسَابِ[98])
٥ _ د ورم- نصيحت او موعظې په اړه. (وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا[99])
پېغامونه:
١ _ که د انسان خپلې کمزورۍ او حقارت ته پام وي؛ نو کله به هم سرغړونه ونه کړي. (أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ. خَصِيمٌ)
٢ _ له څاڅکي د انسان پيداېښت ته پاملرنه په انسان کې پر معاد ايمان پياوړى کوي. (مِن نُّطْفَةٍ)
٣ _ تر بدو بد خو هغه دي، چې له حق سره په کلکه او ښکاره مخالفت کوي. (خَصِيمٌ مُّبِينٌ)
٤ _ له الله تعالی سره د انسان جګړه هېښنده- حيرانونکې او له تمې لرې خبره ده. (فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ) (“اذا” د غير منتظره کار لپاه کارېږي.)
٥ _ د باطلو ځوابولو ته د باطلو افکارو مثال راوړل باک نه لري. (ضَرَبَ لَنَا مَثَلًا)
٦ _ د الله تعالی د ځواک په اړه د ځینو نيوکو جرړه په دې کې ده، چې ورته بېلګو ته ناپاملرنه او د مخېنو / سوابقو هېرول دي. (وَنَسِيَ خَلْقَهُ)
٧ _ د معاد منکران برهان نه لري، څه چې دي هغه استبعاد او نټې دي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)
٨ _ په اسلام کې د بيان آزادي تردې ده، چې له الله تعالی او معاده منکرین د مسلمانانو د مشر په مخ کې خپلې خبرې کوي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)
٩ _ پوښتل باک نه لري، څه چې بد دي له، ځېل او لویۍ ډکې انګېرنې دي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)
١٠_ د ځينو ګروهیزو نيوکو لامل دادى، چې د انسان ځواک د الله تعالی له ځواک سره پرتله کوي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)
١١ _ باید ګروهیزې شبهې وځوابول شي، که څه د يوه تن وي. (قَالَ. . . قُلْ)
١٢_ معاد، جسماني دى. (يُحْيِي الْعِظَامَ)
١٣ _ د مړيو ژوندي کېدل په دوو څيزونو پورې اړه لري:
د انسان بيا جوړونې ته د الله تعالی ځواک او په خاوره کې د خورو شويو ذرو په اړه د الله تعالی پوهه. دا آيت دې دواړو ته اشاره کوي. (أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ) د الله تعالی د ځواک نښه او (وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ) یې د پوهې نښه ده.
۱۴- الله پاک، اضداد راټولوي؛ اور او اوبه خو یو له بل سره اړخ نه لګوي. (مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا)
د معاد شونتیا
په تاريخ کې چا هم د معاد د نشتوالي لپاره علمي دليل نه دی راوړى. څه چې د معاد مخالفين وايي دا دي، ایا دا شونې ده، چې د يوه مړي خورې شوې ذرې، يو ځل بيا راژوندۍ شي؟ دا خو ناشونې ده؟ د عقل او قرآن ځواب دادى: بېشکه دا چار شونى دى؛ ځکه د رد لپاره يې دليل نشته او بل داچې موږ په خپل ورځیني ژوند کې پخپلو سترګو د مړيو راژوندي کېدل ګورو. زموږ د استدلال بنسټ قرآن دى؛ خو قرآن موږ اندنې – تفکر او تعقل ته رابللي يو او وايي: ايا د هغه چا د ژمنې انکار ته به څه دلیل وي، چې د کار بېلګې یې شپه او ورځ او په هر فصل او کال کې ګورئ.
امام جواد (رح) وايي: ويدېدل او راوېښېدل غوره بېلګې دي، چې مړه کېدل او ژوندي کېدل راښيي.
هو! مرګ د يوه اوږد او ډوب خوب په څېر دى.
د ونو پسرلى او منى د ژندي کېدو او مړه کېدو بله بېلګه ده. په فاطر سورت کې راغلي: ((وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ[100]=[ او خداى هغه دى، چې بادونه يې لېږلي دي، چې ورېځې راپورته كوي بيا موږ دا ورېځې (شاړو او) مړاوو ځمكو ته شړو؛ نو تر مړاوي کېدو (او وچوالي) روسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) راژوندي كول (هم) همدغسې دي. ]
د معاد شونتیا ته څو نورې بېلګې
داچې قرآن وايي د مړيو راژوندي کېدل شوني دي، ډېرې بېلګې ورته يې راوړي دي؛ لکه:
*الف: يو کس يو روست هډوکى له دېواله راوايست او په لاس کې يې وړه کړ او رسول الله ته يې ( په غرور) وويل: څوک دى، چې دا رژېدلى هډوکى به را ژوندى کړي؟ الله پاک خپل پېغمبر ته وويل: ((قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ = ووايه: دا هماغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيداكړی و.))
که د يوه څيز جوړونکى ووايي، چې زه د خپل لاس جوړ شوى څيز تر ټوټه ټوټه کولو روسته بيا جوړولى او یو له بل سره یې نښلولى شم، بېځايه خبره يې نه ده کړې؛ ځکه ورانولو تر خلاصولو او بيا تړلو مهم دي.
*ب: عزير علیه السلام:
((أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىَ يُحْيِي هََذِهِ اللّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللّهُ مِئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِئَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ وَانظُرْ إِلَى العِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ[101]= يا خو د هغه سړي په څېر چې پر يوه (ړنګ) كلي تېرېده، چې چتونه يې پر بل مخ نسكور شوي وو (او د اوسېدونكيو تنې او هډوكي يې هره خوا پراته وو، له ځان سره يې) وويل: ((خداى به دوى څنګه تر مرګ روسته بېرته را ژوندي كوي؟)) (؛ نو پردې وخت) خداى هغه سل كاله مړ كړ، بيا يې را ژوندى كړ او ورته يې وويل: ((څومره وخت پروت وې؟)) و يې ويل: ((يوه ورځ يا د يوې ورځې يوه برخه.)) ورته يې وويل: ((نه؛ بلكې سل كاله درباندې تير شوي دي! اوس دې (درسره) خوړو څښو ته وګوره ( چې د كلونو په تېرېدو) هېڅ ډول بدلون پكې نه دى راغلى! (هغه خداى چې ورستېدونکي څيزونه دومره موده روغ ساتى؛ نو پر هرڅه وسمن دى) بلخوا خپل خره ته دې وګوره ( چې ان هډوكي يې هم وراسته شوي دي او دا ستا دوىم ځل را ژوندي كېدل ستا د ډاډ لپاره وو او هم) داچې ( د معادپه باب) دې خلكو ته نښه كړم. ( اوس) دې ( د خپل خره) هډوكيو ته وګوره، چې څنګه يې راخوځوو، په غوښه او پوټكي يې پټوو!)) چې كله ورته دا ( حقايق) په ډاګه شول، و يې ويل: ((( اوس) پوهېږم، چې خداى پر هرڅه واکمن دى.))
* ج: ابراهيم علیه السلام له یوه کڅ څخه تېرېده، د يو مارغه مړى يې وليد، چې نيم په اوبه کې پروت دى او نيم پر وچه او د دښتې او سيند ځناور هر يو یې پر يوې برخې بوخت دي او خوري يې، همداچې دا ننداره يې وليده؛ نو الله تعالی يې وپوښت:
((وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَى وَلَكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[102]= او ( درياد كړه) چې کله ابراهيم وويل: ((پالونكيه! ما ته راوښيه، چې څنګه مړي ژوندي كوې؟)) خداى ورته وويل: ((ولې ستا لا باور نشته؟!)) هغه عرض وكړ: ((ولې نه، باور مې شته؛ خو غواړم زړه مې ډاډه شي.)) ورته يې وويل: ((څلور ډوله مرغان راواخله او (تر حلالولو روسته يې) ټوټه ټوټه كړه (او سره يې واغږه) بيا يې يوه يوه ټوټه پر بېلابېلو غرونو كېږده بيا ورته نارې كړه، په منډو به درشي او پوه شه، چې خداى ناماتى ځواکمن او د حكمت څښتن دى ( هم د مړيو د بدن له ژوندينکو-حجرو خبر دى او هم يې په راټولو برلاسى دى.)))
په دوو څيزونو کې د معاد د منکرانو وسوسې دي:
لومړى: آيا کېداى شي وراسته هډوکي بېرته راژوندي شي؟
((وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا[103]= او ويې ويل: ((ايا چې كله موږ وراسته هډوكي او مېده خاورې شوو؛ نو بيا به له نوي سره راژوندي کېږو؟!))
دوىم: فرض به کړو، چې د هډوکيو راژوندي کېدل شونې وي، خبره دا ده، چې څوک به دا کار کوي؟
((فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ(اسراء/۵۱)= نو بې درنګه به ووايي: ((څوك به موږ بېرته د ژوند پر لور وراړوي؟!)) ووايه: ((هماغه چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ياست.))
هغوى چې د مړيو راژوندي کېدل ناشوني ګڼي؛ نو ولې له پيداېښته منکر نه دي؛ ځکه د لومړي ځل لپاره جوړول؛ خو تر بيا جوړولو سخت دي؛ يعنې يو څيز، چې يو ځل جوړ شي او بيا وران شي؛ خو جوړونکي ته يې د هر څه پته وي؛ لکه د يوې الوتکې انجينر، چې ووايي: زه خپله الوتکه خرابوم او بيا يې جوړم؛ نو دا چار ورته ډېر اسان دى. قرآن ته به ورشو، چې په دې اړه وايي:
((وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ[104]=او هغه دى، چې هستونه پيلوي بيا يې بېرته راګرځوي او پر هغه دا (كار) خورا اسانه دى او په اسمانونو او ځمكه كې يې صفت تر ټولو لوړ دى او هغه بريمن حكيم دى. ]))
يو بل مثال ته پام وکړئ، چې څرنګه له خپرو ورو او بې سا ذرو ساکښ او بې سا ژوي جوړېږي:
١ _ غوا واښه خوري او شيدې ترې جوړوي.
٢ _ انسان خواړه خوري او اوښکې، وينه، هډوکي، وېښتان، غوښه. . . . . او ترې جوړېږي.
٣ _ په مستو کې منداڼو وهل کېږي او د کوچو خواره ذرات ترې راغونډېږي.
څنګه منلاى شئ، چې د غوا د هاضمې سیستم له وينو شيدې راايستاى شي او تاسې هم په منداڼو په مستو کې خواره غوړي راغونډوئ؛ خو همداچې واورئ، خداى ځمکه خوځوي، (إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا[105]) او ستاسې د ورستو هډوکيو ذرات راټولوي، چې په هر ځای کې وي؛ نو دا نه منئ؟! د ویینې پاى ته څو آيتونه راوړم.
((كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ[106]= لكه څنګه یې چې په ړومبي ځل پيدا كړي ياست بيا به په همدې ډول (هغه ته) ورځئ.))
((وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَةَ الْأُولَى فَلَوْلَا تَذكَّرُونَ[107]=او په يقين تاسې خو په لومړني پيداېښت (دنيا) پوهېدلي ياست؛ نو ولې پند نه اخلئ (چې په هغه پسې بله نړۍ هم شته)؟!))
((فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ[108]=نو انسان بايد وګوري، چې له څه پيدا شوى دى؟!))
((خُلِقَ مِن مَّاء دَافِقٍ[109] = له ټوپ وهونكيو اوبو پيداشوى دى،))
((يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ[110]=[چې دا اوبه] د نارينه د شا او د ښځې د سيني د هډوكيو له منځه راووځي.))
((إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ[111]=خداى چې انسان له دومره ناڅيزه شي پيداكړى دى؛ نو بېشكه هغه [په قيامت كې] د ده پر بېرته پيدا كولو برلاس دى.))
((أَلَيْسَ ذَلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَى[112]=ايا هغه [خداى] نشي كړاى مړي را ژوندي كړي؟! (هو، کړاى شي)))
((أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ[113]= آيا نو موږ په لومړي ځل پيدا كولو ستړي شوي يو (چې په قيامت كې به له بيا پيدايښت بې وسې يو)؟! خو هغوى (له دې ټولو څرګندو دلايلو سره) بيا هم د نوي پيداېښت په اړه شكمن دي.))
((أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّ اللّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ[114] = ايا نه پوهېږي، خداى چې اسمانونه او ځمكه پيدا كړي دي، په څېر يې د پيدا كولو وس هم لري (او نوي ژوند ته به يې ورستانه كړي)؟!))
((أَوَلَا يَذْكُرُ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا[115] =او ايا (دا) انسان نه را يادوئ، چې موږ تردې مخكې له نشته پيدا کړى دى؟!))
أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُم بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ (۸۱) = ايا چاچې اسمانونه او ځمكه پيدا كړل، د دوى (= خاورې شويو انسانانو) په څېر پيدا كولاى نشي؟! هو (كولاى يې شي) او هغه پوه پنځگر دى.
ټکي:
*انسان له روح او بدنه جوړ شوى دى، د انسان بدن له مرګ سره ورستېږي او په ژوند کې هم تل د بدلون په حال کې وي؛ خو روح او شخصيت یې ثابت دی، د قيامت پر ورځ د انسان اروا هماغه دنيوي اروا ده؛ خو بدن يې دنيوي جسم ته ورته دى. (يَخْلُقَ مِثْلَهُم)
پېغامونه:
١ _ کله پوښتنه دې په پوښتنه او يا په څو ځوابونو ځواب شي (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ. . . أَوَلَيْسَ الَّذِي)
٢ _ پوښتنه د وجدانونو راويښولو يوه لار ده. (أَوَلَيْسَ الَّذِي. . .)
٣ _ له منکرانو سره د خبرو پر مهال له وړو مسئلو پيل کړئ، چې سترو مسايلو ته ورسئ. ( لومړى څاڅکی، بيا شنې ونې او بيا د اسمانونو پيدايښت)
٤- هغه چې اسمانونه او ځمکه پنځولای شي، انسان هم پنځولای شي. (خَلَقَ السَّمَاوَاتِ. . . بِقَادِرٍ)
٥ _ د الله تعالی کار پنځول دي، که په دنيا کې وي، که په آخرت کې. (هُوَ الْخَلَّاقُ)
٦ د معاد دليل د الله تعالی پر حکمت او عدالت سر بېره، د هغه ځواک او پوهه هم ده. (وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ)
إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (۸۲) = بېشکه كار یې دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛ نو) يوازې ورته وايي، چې ((شه!))؛ نو (بس) شي.
فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (۸۳) = نو پاك دى هغه الله، چې د ټولو څيزونو مالكيت او واکمني يې په لاس كې ده او يوازې د هغه لوري ته ورستنول كېږئ.
ټکي:
*داچې پر معاد ايمان ډېر پياوړى او ټينګ وي؛ نو هر ډول اړنګ – شک لرې کول باید داسې وي، چې پوټى شبهه هم په ذهن کې پاتې نشي. هغه چې هډوکى يې ورژاوه او راګوزار يې کړ، الله تعالی ورته څو ځوابه ورکړل، چې دا آيت يې روستى ځواب و. (إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا. . .)
*د الهي حکم او ارادې پلي کېدل، وخت نه غواړي؛ بلکې د سترګو په رپ کې کېږي.
((وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ[116]= او زموږ امر د سترګې رپ په څېر يوازې يو ځل وي.))
*الله تعالی ان د ((كُنْ)) ويلو ته هم اړتيا نه لري؛ ځکه دا په خپله يوه اړتيا ده، چې د هغه په شان کې نشته؛ نو له ((كُنْ)) مراد يې حکم او اراده ده. حضرت علي کرم الله وجهه وايي:
((لا بصوت يقرع و لابنداء يسمع [117]))
پېغامونه:
١ _د الله تعالی لپاره د ټولو څيزونو پنځول يو شان دي. (إِذَا أَرَادَ شَيْئًا)
٢ _ الله تعالی په پنځولو کې نه وزله غواړي، نه مرسته او نه يې څوک مخه نيواى شي. ( كُنْ فَيَكُونُ)
٣- د الله تعالی د ارادې او کار کولو ترمنځ هېڅ واټن نشته. (كُنْ فَيَكُونُ)
٤ _ الله تعالی څنګه د قيامت له جوړولو بېوسه ګڼئ؟ هغه له هر ډول بېوسۍ پاک دى. (فَسُبْحَانَ الَّذِي)
٥ _ ټوله هستي یې مالکيت دى او د ټولو ورستنېدل هم د هغه پر لور دي. (بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
٦ _ مړينه فنا او نيستي نه؛ بلکې د الله تعالی پر لور ورستنېدل او حرکت دى. (إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
٧ _ الله تعالی کله هم بې ګټې او بې موخې موجود نه پيدا کوي. (فَسُبْحَانَ الَّذِي. . . . إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
پاى
[1] (مجمع البيان تفسير)
[2] (مجمع البيان تفسير)
[3] (هود/۴۱)
[4] (نمل/۳۰)
[5] (کنزالعمال ۲۹۵۵۸ حدیث)
[6] (تفسیر برهان ۱/ ۴۳)
[7] (بحار ۸۵ /۲۰)
[8] (د مجمع البیان او فخررازي تفسیرونه)
[9] (الاعلی/۱)
[10] (اثبات الهداة۷/ ۴۸۲)
[11] (قصص/ ۸۸)
[12] ( تفسیر نور الثقلین)
[13] (د مجمع البیان تفسیر)
[14] (هود/ ۱۶)
[15] (بقره/ ۲۰۹)
[16] (آل عمران/ ۱۶۴)
[17] (فرقان/۶۷)
[18] (اسراء / ۱۱۰)
[19] (مریم/ ۵۱)
[20] (مریم/ ۵۵)
[21] (نساء/ ۱۳۵)
[22] (مایده/ ۸)
[23] (فتح/ ۲۹)
[24] (بقره/ ۲۵)
[25] (بقره/۲۵۰)
[26] (انفال/ ۶۵)
[27] (بحار ۲/۲۷۲)
[28] (کافي ۵/۲۸)
[29] غافر/۷۱
[30] (سجده/۱۳)
[31] (حجر/۹)
[32] (بقره/۶)
[33] (اعراف/۱۹۳)
[34] (اسراء/۱۴)
[35] (جاثیه/۲۸)
[36] (یس/۳۶)
[37] (بروج/۲۲)
[38] (هود/۱۷)
[39] (بقره/۱۲۴)
[40] (نور الثقلین تفسیر)
[41] ( راهنما تفسیر)
[42] (قصص/۹)
[43] (انعام/۹۱)
[44] کافي: ۸ټ، ۱۹۸ مخ
[45] (میزان الحکمة)
[46] (میزان الحکمة)
[47] (میزان الحکمة)
[48] (بحار ۷۷/ ۱۵۳)
[49] (ال عمران/۱۸۱)
[50] (بحار ۷۲/ ۲۶۵)
[51] (بحار ۲/ ۲۳۵)
[52] (مؤمنون/۳)
[53] (کافي ۳/ ٦٠)
[54] (نهج البلاغه ۲۰۱ خطبه)
[55] (هود/۷۸)
[56] (کافي ۲/ ۶۳۹)
[57] (ال عمران/۱۱۰)
[58] (مجمع البیان او نورالثقلین تفسیرونه)
[59] (نمونه تفسیر)
[60] (نمونه تفسیر)
[61] (نمونه تفسیر)
[62] (انعام/۱۴۸)
[63] (زخرف/۲۰)
[64] ( سبا/۳۱)
[65] (زخرف/۲۲)
[66] (نورالثقلین تفسیر)
[67] (فرقان/۶۰)
[68] (رعد/۲۳)
[69] (یونس/۱۰)
[70] (سجده/۱۸)
[71] (احزاب/۲۳)
[72] (مفردات راغب)
[73] (وسایل ۱۸/ ۷۹)
[74] (حجر/۴۲)
[75] (ابراهیم/۲۲)
[76] (بقره/ ۲۶۸)
[77] (مایده/۹۱)
[78] (انعام/۴۳)
[79] (هود/۱۱۴)
[80] (اسراء/۳۶)
[81] (نمونه تفسیر)
[82] (نمونه تفسیر)
[83] (نمونه تفسیر)
[84] (نمونه تفسیر)
[85] (روم/۱۹)
[86] (بقره/۲۸)
[87] (انفال/۲۴)
[88] (بقره/۱۷۹)
[89] (د نورالثقلین تفسیر)
[90] (زمر/۷۱)
[91] (ملک/۱۵)
[92] (علق/۶)
[93] (د نورالثقلین تفسیر)
[94] (د راهنما تفسیر)
[95] (توبه/۶۷)
[96] (یس/۷۸)
[97] (بقره/۴۴)
[98] (ص/۲۶)
[99] (مایده/۱۳)
[100] (فاطر/۹)
[101] (بقره/۲۵۹)
[102] (بقره/۲۶۰)
[103] (اسراء/۴۹)
[104] (روم/۲۷)
[105] (زلزله/۱)
[106] (اعراف /۲۹)
[107] (واقعه/۶۲)
[108] (طارق/۵)
[109] (طارق/۶)
[110] (طارق/۷)
[111] (طارق/۸)
[112] (قیامت/۴۰)
[113] (ق/۱۵)
[114] (اسراء/۹۹)
[115] (مریم/۶۷)
[116] (قمر/۵۰)
[117] (نهج البلاغه ۱۸۶ خطبه)