تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ   پرله پسې ۱۳ مه برخه     ۸۲۴-پستي، خیانت پنځوي. ۸۲۵- په احتیاط موخې ته ښه رسېدای شې. ۸۲۶-ګناه، د دعا قبلېدو مخه نیسي. ۸۲۷-د مخلص (دعا)، د قبلېدو وړ ده. ۸۲۸-ظلم، د اور لامل دی. ۸۲۹-ظلم، هلاکت پنځوي. ۸۳۰-تقوا خپلول، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو او زرینو ویناوو پوهنغونډ  

پرله پسې ۱۳ مه برخه

 

 

۸۲۴-پستي، خیانت پنځوي.

۸۲۵- په احتیاط موخې ته ښه رسېدای شې.

۸۲۶-ګناه، د دعا قبلېدو مخه نیسي.

۸۲۷-د مخلص (دعا)، د قبلېدو وړ ده.

۸۲۸-ظلم، د اور لامل دی.

۸۲۹-ظلم، هلاکت پنځوي.

۸۳۰-تقوا خپلول، د اخرت توښه ده.

۸۳۱-نرمخويي، د درانه خوی نښه ده.

۸۳۲-خوشحالي له نرمۍ سره ده.

۸۳۳-ژغورنه، په رښتیاوو کې ده.

۸۳۴-حرص، غوسه راپاروي.

۸۳۵-لانجمني، د هلاکت نښه ده.

۸۳۶-پر تنګلاسي نیوکه، اخلاقي چار نه دی.

۸۳۷-نرمدریځي روزي زیاتوي.

۸۳۸-ظلم، خورا بدرنګه بدي ده.

۸۳۹-عدالت، ستر فضیلت دی.

۸۴۰-عدالت، د خلکو د پایینې بنسټ دی.

۸۴۱-ظلم، د ولس تباهي ده.

۸۴۲-غوسه، سپکه سورلۍ ده،

۸۴۳-کینه، ژوند تنګوي.

۸۴۴-غفلت، ستر دښمن دی.

۸۴۵-(پر ګناه) ټينګار، خورا ناوړه غوښتنه ده.

۸۴۶-پوهه، غوره پانګه ده.

۸۴۷-عقل، غوره ګاڼه ده.

۸۴۸-عقل، (له ګناه) د ډار لاملېږي.

۸۴۹-ناپوه، غولېږي.

۸۵۰-عقل، د پوهې سورلۍ ده.

۸۵۱-پوهه، د زغم سورلۍ ده.

۸۵۲-پوهه، د ګرسره خېر ښېګڼو جرړه ده.

۸۵۳-ناپوهي، د ټولو بدیو جرړه ده.

۸۵۴-ناپوهي، خورا دردناک رنځ دی.

۸۵۵-هیله، خورا زیانمنه دښمنه ده.

۸۵۶-تقوا، خورا ټينګ بنسټ دی.

۸۵۷- زغم پیاوړی ډال دی.

۸۵۸-رښتیا، (د باطلو) څېروونکی یو حقیقت دی.

۸۵۹-عقل، تېره توره ده.

۸۶۰-ډاډ، شکمني ورکوي.

۸۶۱-ناوړګوماني،(پر الله تعالی) د شرک لاملېږي.

۸۶۲-پوهه، د عقل نښه ده.

۸۶۳-الله پېژندنه، د غوراوۍ دلیل دی.

۸۶۴-پوهه، د معرفت سرچینه ده.

۸۶۵-پاکي او سپېڅلتیا، د پاکلمنۍ نښه ده.

۸۶۶-پوهه، اند رڼا کوي.

۸۶۷-زغم، درجه لوړوي.

۸۶۸-ناپوهي، انسان بدۍ ته ورکاږي.

۸۶۹-د الله تعالی یاد، د زړونو د پراخۍ لامل دی.

۸۷۰-عقل، د هر کار وسله ده.

۸۷۱-پوهه، غوره لارښوده ده.

۸۷۲-حیا و شرم، ښه خوی دي.

۸۷۳- ناوړګوماني رنځ دی.

۸۷۴-تمکار، تل خوار وي.

۸۷۵-پوهه، زغمناک لارښود دی.

۸۷۶-زغم، د پوهې پایله ده.

۸۷۷-(پر الله تعالی) ډاډ، زهد پنځوي.

۸۷۸-نصیحت، دوستي ده.

۸۷۹-پتمني، پر ژمنې وفا ده.

۸۸۰-پوهه، اوچته لارښوونه او ښیون دی.

۸۸۱-رښتیا، درنه خبره ده.

۸۸۲-ناپوهي، اخرت پوپناه کوي.

۸۸۳-ځانمني، د پرېمانۍ خنډ دی.

۸۸۴-ایمان، خورا اوچته موخه ده.

۸۸۵-اخلاص، عزتمنه تړانګه ده.

۸۸۶-پر الله تعالی ډاډ، د دین سټه ده.

۸۸۷-اخلاص، د ډاډ پایله ده.

۸۸۸-(د الله تعالی د مینې) غم، د مؤمنانو سرټکی دی.

۸۸۹-(د الله تعالی د محبت) شوق او مینه، د الله پېژاندو اخلاص دی.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!