بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ﴿۱﴾ یو غوښتونكي پېښېدونكی عذاب وغوښت. (۱) لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ ﴿۲﴾ چې دا (عذاب) يوازې د كافرانو لپاره دى [او] هېڅوك يې مخه نيولاى نشي . (۲) مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ ﴿۳﴾ او د ذى […]
| بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین الله په نامه
|
|
| سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ﴿۱﴾ | یو غوښتونكي پېښېدونكی عذاب وغوښت. (۱)
|
|
| لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ ﴿۲﴾ | چې دا (عذاب) يوازې د كافرانو لپاره دى [او] هېڅوك يې مخه نيولاى نشي . (۲)
|
|
| مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ ﴿۳﴾ | او د ذى المعارج [د اسماني درجو د څښتن] الله له لوري دى . (۳)
|
|
| تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ ﴿۴﴾ | پرښتې او روح [= د الله مقربه پرښته] پر هغه ورځ ورخېژي، چې د پنځوس زرو (۵۰،۰۰۰) كالو هومره ده، (۴)
|
|
| فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا ﴿۵﴾ | نو په غوره زغم زغمناك وسه؛ (۵)
|
|
| إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا ﴿۶﴾ | [ځكه] چې دوى یې لرې انګېري، (۶)
|
|
| وَنَرَاهُ قَرِيبًا ﴿۷﴾ | او (موږ) يې نژدې وينو.(۷)
|
|
| يَوْمَ تَكُونُ السَّمَاء كَالْمُهْلِ ﴿۸﴾ | هغه ورځ،چې اسمان د ويلي شويو غوړيو (يا فلز) په څېر شي، (۸)
|
|
| وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ ﴿۹﴾ | او غرونه به د رنګينو ډانډس شويو وړيو په څېر شي!(۹)
|
|
| وَلَا يَسْأَلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا ﴿۱۰﴾ | او دوست به دوست و نه پوښتي . (۱۰)
|
|
| يُبَصَّرُونَهُمْ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ ﴿۱۱﴾ | دوستان ورښوول كېږي (خو هر څوك پخپلو خولو كې ډوب وي) ګناهګار هيله كوي، چې كاش د هغې ورځې له عذابه د (ژغورلو لپاره) خپل زامن په بدل کې ورکړي؛ (۱۱)
|
|
| وَصَاحِبَتِهِ وَأَخِيهِ ﴿۱۲﴾ | او (همداراز) خپله مېرمن او خپل ورور، (۱۲)
|
|
| وَفَصِيلَتِهِ الَّتِي تُؤْويهِ ﴿۱۳﴾ | او (همداراز) خپل ټبر،چې تل يې ملاتړ ترې كاوه،(۱۳)
|
|
| وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنجِيهِ ﴿۱۴﴾ | او (همداراز) څه چې په ځمكه دي، ټول يې (په تاوان كې وركول)،چې ویې ژغوري ؛ (۱۴)
|
|
| كَلَّا إِنَّهَا لَظَى ﴿۱۵﴾ | (خو) هېڅكله داسې نه ده (چې په دې به وژغورل شي. هو!) په رښتینه كې دا (دوزخ) يو ژبغړاندى اور دى! (۱۵)
|
|
| نَزَّاعَةً لِّلشَّوَى ﴿۱۶﴾ | (چې) د سر او وریت شوي بدن پوټكی وباسي . (۱۶)
|
|
| تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّى ﴿۱۷﴾ | (دوزخ) هغه رابولي (او رانغاړي)، چې [حق ته يې] شا كړې او [له ايمانه يې] مخ ګرځولى وي،(۱۷)
|
|
| وَجَمَعَ فَأَوْعَى ﴿۱۸﴾ | او(همداراز هغوى چې شتمني يې) راټوله او زېرمه كړې وي . (۱۸)
|
|
| إِنَّ الْإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا ﴿۱۹﴾ | په رښتيا، انسان حريص او بى حوصلې پيدا شوى دى، (۱۹)
|
|
| إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا ﴿۲۰﴾ | چې كړاو ورورسي؛ نو ژړا انګولا كوي، (۲۰)
|
|
| وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا ﴿۲۱﴾ | او چې ښېګڼه ورورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)، (۲۱)
|
|
| إِلَّا الْمُصَلِّينَ ﴿۲۲﴾ | خو بې له لمونځ كوونكيو (چې له دې نيمګړتيا ژغورل شوي دي)،(۲۲)
|
|
| الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ ﴿۲۳﴾ | هغوى چې تل خپل لمونځونه كوي؛ (۲۳)
|
|
| وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ ﴿۲۴﴾ | او هغوى چې په مالونو كې يې يو ټاكلې برخه وي، (۲۴)
|
|
| لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ ﴿۲۵﴾ | د سوالګر او بې برخې لپاره (چې له بېوسۍ سره سره سوال نه كوي)،(۲۵)
|
|
| وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ ﴿۲۶﴾ | او هغوى چې د جزا ورځې حقانیت تصدیقوي، (۲۶)
|
|
| وَالَّذِينَ هُم مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ ﴿۲۷﴾ | او هغوى چې د خپل پالونكي له عذابه وېرېږي، (۲۷)
|
|
| إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍ ﴿۲۸﴾ | (ځكه) چې د خپل پالونكي له عذابه يې ډاډمنتیا نشته، (۲۸)
|
|
| وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ﴿۲۹﴾ | او هغوى چې (په جنسي چارو كې) پاكلمني دي، (۲۹)
|
|
| إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ﴿۳۰﴾ | خو بې له خپلو مېرمنو او وينځو،چې په حقيقت كې (په دې اړه) پرې پړه نشته . (۳۰)
|
|
| فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ ﴿۳۱﴾ | نو څوك چې له دې [پولې] پښه واړوي؛ نو همدوى پوله ماتي دي .(۳۱)
|
|
| وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ ﴿۳۲﴾ | او هغوى چې خپل امانتونه او ژمنې پالي، (۳۲)
|
|
| وَالَّذِينَ هُم بِشَهَادَاتِهِمْ قَائِمُونَ ﴿۳۳﴾ | او هغوى چې پر خپلو شاهديو ولاړ وي، (۳۳)
|
|
| وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿۳۴﴾ | او هغوى چې خپل لمونځونه ساتي، (۳۴)
|
|
| أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍ مُّكْرَمُونَ ﴿۳۵﴾ | همدوى به په (جنتي) باغونو كې عزتمن شوي وي .(۳۵)
|
|
| فَمَالِ الَّذِينَ كَفَرُوا قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ ﴿۳۶﴾ | نو پر دې كافرانو څه شوي،چې په منډو درځغلي؟ (۳۶)
|
|
| عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِينَ ﴿۳۷﴾ | له ښي او كيڼ لوري ډله ډله (راځي او د جنت هيله لرې)! (۳۷)
|
|
| أَيَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ أَن يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍ ﴿۳۸﴾ | ایا له دوی هر يو (په خپلو ناوړه كړنو سره) تمه لري، چې د نعمتونو ډك جنت ته ورننايستل شي؟! ؟! (۳۸)
|
|
| كَلَّا إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّمَّا يَعْلَمُونَ ﴿۳۹﴾ | هېڅكله داسې نه ده؛ په حقيقت كې دوى مو له هغه څه پيدا كړي،چې [پخپله] يې پېژني . (۳۹)
|
|
| فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ ﴿۴۰﴾ | نو د ختيځونو او لوېدیځونو پر پالونكي قسم،چې بېشكه موږ وسمن يو، (۴۰)
|
|
| عَلَى أَن نُّبَدِّلَ خَيْرًا مِّنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ﴿۴۱﴾ | دا چې د دوی پرځاى تر دوی غوره راولو او موږ بېوسې نه يو؛
(۴۱)
|
|
| فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ﴿۴۲﴾ | نو دوی پر خپل حال پرېږده، چې [په خپلو باطلو كې] ورګډ وي او لوبې کوي، تر هغه وخته، چې له خپلې هغې ورځې سره مخ شي، چې ژمنه يې ورسره كېږي . (۴۲)
|
|
| يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ ﴿۴۳﴾ | پر هغه ورځ، چې په تلوار له (خپلو قبرونو) راوځي؛ لكه چې ته وا د لګول شویو نښو پر لور په منډه وي؛ (۴۳)
|
|
| خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ذَلِكَ الْيَوْمُ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿۴۴﴾ | دوی سترګې به (له شرم او ډاره) ټیټې او خړې وي او سپكاوي به رانغښتې وي! دا هماغه ورځ ده، چې ژمنه یې ورسره كېده. (۴۴)
|
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن کریم
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پښتو ژباړه
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.