تبلیغات

که دا هومره ويل کا ورته رخصت دى  محمد دى پېغـــــــــــــــمبر،علي ولي (ارمغان ٦٣٧مخ)   رسول الله (ص) : د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى ( صحيح ترمذي: دويم ټوک،٢٩٨ مخ ) په خپل سند له شعبه له سلمة بن کهيل څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : ما له ابي  […]

که دا هومره ويل کا ورته رخصت دى

 محمد دى پېغـــــــــــــــمبر،علي ولي

(ارمغان ٦٣٧مخ)

 

رسول الله (ص) : د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى

( صحيح ترمذي: دويم ټوک،٢٩٨ مخ ) په خپل سند له شعبه له سلمة بن کهيل څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : ما له ابي  الطفيل څخه اورېدلي،چې له حضرت ابي  سريحه_ او يا حضرت زيد بن ارقم _ څخه يې روايتاوه، چې رسول اکرم وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . )) همدا روايت شعبه له ميمون ابي عبدالله له حضرت زيد بن ارقم له رسول الله (ص) څخه هم نقل کړى دى .

ليکوال : علي بن سلطان هم په مرقاة ( پينځم ټوک،٥٦٨ مخ ) په شرح کې له جامع څخه نقل کړي،چې ترمذي،نسائي او ضياء له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛ نو علي يې مولا دى . ))

( صحيح ابن ماجه: باب فضايل اصحاب نبي،١٢ مخ ) په خپل سند د براء بن عازب د خولې وينا راخستې،چې ويلي يې دي : له رسول الله (ص) سره د حج له سفره راستانه شوو او په لار کې يې حکم وکړ،چې په جمعه لمونځ کوو او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ ورته وويل شول : هو همدسې ده ! ويې ويل : آيا زه پر ټولو مؤمنانو پر هغوى وړ نه يم؟ ورته وويل شول: هو! بيا يې وويل : (( نو پوه شئ دا د هر هغه چا ولي دى،چې زه يې ولي يم؛ خدايه ! د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه .))

ليکوال : دا روايت احمد بن حنبل  په خپل مسند (څلورم ټوک،٢٨١ مخ) کې داسې راوړى دى : حضرت براء  وويل : له رسول الله سره په سفر کې وو،چې کله د خم په ډنډ کې راټول شوو؛نو ټول تم شوو او غږ شو : الصلاة جامعة او مراد يې دا و،چې ټول بايد را ټول شو، بيا يې د خداى نبي ته د ونو تر سيوري لاندې ځاى جوړ کړ،د ماسپښين تر لمانځه وروسته يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا خبر نه ياست،چې زه له مؤمنانو پر هغوى وړ يم ؟ )) ورته وويل شول : هو ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم ؛نو علي يې مولا دى؛ خدايه ! د دوستانو يې  دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه . )) حضرت براء  وايي : تر دې پېښې وروسته حضرت عمر،حضرت علي  وليد او ورته يې وويل : د ابوطالب زويه! مبارک دې شه،چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې . بيا عبدالرحمن _؛ يعنې احمد بن حنبل _ وايي : دا حديث موږ له هبه له براء بن عازب څخه نقل کړى دى .

دا روايت متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٣٩٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : ابن ابي  شيبه نقل کړى دى . محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٩ مخ ) کې ورته رواړى او ويلي يې دي : ابن السمان نقل کړى او همداراز محب طبري هم د احمد حنبل په څېر روايت راوړى دى او ويلي يې دي : احمد په مسند کې راوړى؛خو  له  (د دښمن يې دښمن وسه ) تر غونډلې وروسته يې زيات کړي : (( ملا تړ شې د هغه چې د علي ملاتړ وي او د دوست يې دوست وسه . )) شعبه وايي : ياد مې نه دي،چې  داسې يې وويل او که و يې ويل : (( د د‌ښمن يې دښمن وسه . ))

( صحيح ابن ماجه : باب فضايل اصحاب الرسول،١٢ مخ ) په خپل سند له ابن سابط_ چې هماغه عبدالرحمان دى _ له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : معاويه بن ابوسفيان حج ته راغلى و،چې حضرت سعد يې کتو ته ورغى،چې د حضرت علي خبره را منځ ته شوه،چې په دې ترڅ کې معاويه بن ابوسفيان علي وکنځه،چې حضرت سعد په دې کار غوسه شواو و يې ويل : په هغه پسې کنځلې کوې،چې رسول اکرم يې په اړه  ويلي دي : (( د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى . )) او بيا مې ترې واورېدل،چې و يې ويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته؛خو بې له پېغمبرۍ )) او د خيبر په جګړه کې يې وويل : (( نن به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى . ))

ليکوال : دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٤ مخ کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او د سند تر  راوړو وروسته يې له عبدالرحمان بن سابط له حضرت سعد څخه ويلي: ناست وم، چې په علي پسې يې سپکې سپورې وکړې . ما ورته وويل : له رسول الله مې د علي درې داسې ځانګړنې  واورېدې،چې که يوه يې هم زما وه؛نو پر ځمکه له هر تېرايستونکي به را ته ښه وه؛ړومبى دا چې (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو بې له پېغمبرۍ)) دويم داچې وا مې ورېدل : د خداى نبي وويل : ((سبا به د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى . )) درېم دا چې رسول الله (ص)  وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .))

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٠٩ مخ ) په خپل سند له ابي  الطُفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه نقل کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله له حجة الوداع  څخه راستنېده ؛نو “خم غدير” ته،چې راورسېد؛نو حکم يې وکړ، چې د ونو تر سيورې لاندې ورته د ناستې ځاى جوړ کړي او بيا يې وويل : (( ګواکې تلو ته يې بللى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه ستر يادګارونه پرېږدم، چې يو تربله ستر دي؛د خداى کتاب او زما عترت؛نو ګورم،چې څنګه چلن به ورسره کوئ؛ځکه  هغوى يو له بله نه بېلېدونکي دي،چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني؛خداى زما مولا  او زه د هر مؤمن مولا يم .)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه ولي يم ؛نو دا يې ولي دى؛ خدايه  ! مل شې د هغه چې د علي ملتيا کوي او ملا ما ته کړې د هغه چې ملاتړ يې نه کوي او د علي د دښمن دښمن وسه . ))

حاکم وايي : دا حديث د صحت لپاره ټول هغه شرايط لري،چې مسلم او بخاري يې په رسميت پېژني؛خو بيا هم دواړو نه دى نقل کړى . بيا وايي : ددې حديث د صحت شاهد د سلمة بن کهيل له ابي الطفيل د خولې حديث دى، چې په خپله د بخاري او مسلم د صحت په شرايطو برابر حديث دى او بيا يې د حديث د سند تر ذکر وروسته حديث نقل کړى،چې سلمة بن کهيل له پلاره له ابي  الطفيل له ابن وائله له  حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې اورېدلي يې دي،چې ويل يې :  پېغمبر اکرم (ص) د مکې او مدينې په منځ کې په هغه ځاى کې تم شو، چې سترې سترې  ونې پکې وې او بيا يې ورته تر ونو لاندې جارو کړاى شو، پېغمبر اکرم تر ماښامه هلته پاتې شو او بيا يې خطبه وويله . د خداى  تر ستاينې او نصيحتونو وروسته يې وويل : (( خلکو ! په تاسې کې مې دوه څيزونه پرېښوول؛نو که لاروي مو ترې وکړه؛نو بې لارې به نشئ؛هغه د خداى کتاب او زما عترت او اهلبيت دي . آيا خبر ياست،چې زه پر هر مؤمن تر هغه وړ يم ( او درې ځل يې دا جمله تکرار کړه ) د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))

ليکوال : دا روايت يې د درېم ټوک په ٥٢٣ مخ کې هم له بلې لارې له حضرت زيد بن ارقم څخه نقل کړى او ويلي يې دي : موږ له رسول الله  (ص) سره له مکې ووتو،چې د “خم غدير” سيمې ته ورسېدو او هلته يې حکم وکړ،چې تر ونو لاندې جارو کړئ . هغه ورځ خورا ګرمه وه،چې داسې ګرمي مې لا ما په ژوند کې نه وه ليدلې . رسول اکرم د خداى تر ستاينې وروسته وويل : ((پېغمبران د تېر  پېغمبر د عمر په نيمه ژوند کوي او نږدې دى،چې د خداى بلنې ته ټټر ووهم؛په تاسې کې داسې څه پرېږدم، چې که لاروي مو ترې وکړه؛نو تر ابده به بې لارې نشئ؛ د خداى کتاب ))  او بيا پاڅېد او علي يې يې لاسه ونيو، و يې ويل : (( خلکو ! څوک پر تاسې په واک کې وړ دى ؟ )) ورته وويل شول : خداى او رسول يې . رسول الله (ص) : ((د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى.)) (بيا وايي ) دا حديث صحيح  السند دى .

متقي هم په  کنزالعمال ( لومړي ټوک،٤٨ مخ ) حاکم ته ورته حديث نقل کړى او ويلي يې دي : طبراني په کبير کې له ابي  الطفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى دى .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٦ مخ ) په خپل سند له خثيمة بن عبدالرحمان څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : ما له سعد بن مالک _ هغه وخت،چې يو چا ورته وويل : دا چې له علي دې سرغړونه کړې؛نو په تاپسې خبرې کوي _ څخه واورېدل،چې و يې ويل : پر خداى قسم،چې په سرغړونه کې مې فکر شو،چې پر غلطه وم او علي پر سمه و؛ځکه  علي ته درې څيزه ورکړل شوي،چې که يو يې هم ما ته راکړل شوى و؛نو په دنيا کې به تر ټولو نعمتونو راته غوره و؛ ړومبى داچې رسول الله په “خم غدير” کې د خداى تر ستاينې وروسته وويل : ((آيا پوهېږئ،چې زه پر مؤمنانو وړ يم ؟ )) ورته وويل شول : هو ! بيا رسول اکرم وويل: (( خدايه ! د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ د علي د دوستانو دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه.)) دويم داچې د خيبر د جګړې پر ورځ د علي سترګې خوږېدې،چې رسول اکرم راوغوښت او هغه ورته وويل : سترګې مې درد کوي . رسول الله مبارک يې په سترګو کې خپلې توکاڼې وموږلې او دعا يې ورته وکړه او چې ژوندى و؛نو سترګو يې خوږ و نه کړ او خيبر يې هم سوبه کړ . درېم دا چې رسول اکرم خپل تره او نور له جوماته بهر کړل؛نو عباس ورته وويل : موږ چې دې ترونه او خپلوان يو؛نو له جوماته مو باسې او علي ته پکې ځاى ورکوې ؟ پېغمبر اکرم وويل : (( ما نه پخپله خوښه تاسې ايستي ياست او نه مې پخپله خوښه علي ته پخپل جومات کې ځاى ورکړى؛بلکې د خداى حکم و،چې پلي مې کړ.))

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٧١ مخ ) په خپل سند له رفاعة بن اياس ضبى له پلاره له نيکه روايت کړى،چې ويلي يې دي : د جمل په جګړه کې له حضرت علي سره وو،چې علي په حضرت طلحة بن عبيدالله پسې يو کس ولېږه ،چې ما وويني؛نو چې حضرت طلحه راغى،حضرت علي ورته وويل : پر خداى دې قسم، چې د خداى له رسوله دې وا نه ورېدل، چې ويې ويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى؛د دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وسه . )) و يې ويل: هو اورېدلي مې دي . حضرت علي ورته وويل :؛ نو ولې راسره جګړه کوې ؟ و يې ويل : د رسول الله دا خبره مې هېره کړې وه. دا خبره يې وکړه او ولاړ .

ليکوال : دا روايت متقي هم په کنزاالعمال ( شپږم ټوک،٨٣ مخ ) کې په لږ اختلاف نقل کړى او ويلي يې دي،چې له ابن عساکر مې نقل کړى دى.

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٠ مخ ) و ايي : دا حديث،چې له بريده اسلمي نقلوم،د بخاري او مسلم د شرطونو پر بنسټ معتبر دى او بيا يې سند حضرت ابن عباس او بريده اسلمي ته رسوي او وايي : له حضرت علي سره يمن ته جهاد ته تللي وو (  تردې چې وايي ) رسول الله (ص) ته راغلم او په حضرت علي پسې مې خوله راوسپړله،چې ناڅاپه د رسول اکرم (ص) څېره له غوسې واوخوته او و يې ويل:((بريده! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ )) ورته مې وويل : هو ! را ته يې وويل : ((د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى)) (د حديث تر پايه ) .

ليکوال : دا حديث احمد بن حنبل هم د مسند په پينځم ټوک،٣٤٧ مخ،متقي هم په لنډه په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي،چې احمد بن حنبل، ابن حبان،سمويه، حاکم، او سعيد بن منصور له حضرت ابن عباس له ابن بريده روايت کړى.متقي هم د دويم ځل لپاره د شپږم ټوک په ٣٩٧مخ او همداراز نسائي په خصايص ( ٢٢ مخ ) کې له حضرت بريده له دوو لارو نقل کړى دى.ابن حجر هم په صواعق کې ( ٢٦ مخ ) کې له حضرت ابن عباس له بريده له دوو لارو نقل کړى او تر نقلولو مخکې يې ويلي : دا روايت ذهبي صحيح  ګڼلى او همداراز علي بن سلطان د مرقاة د پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : ذهبي له بريده نقل کړى او صحيح يې ګنلى دى.

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٢٩ مخ ) په خپل سند له ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده له عبدالله بن بريده اسلمي (رض) روايت کړى،چې ويلي يې دي : له پلار سره مې روان وم،چې يوه ډله مو مخې ته راغله،چې په حضرت علي پسې يې بدې ردې ويلې،چې پلار مې ورته وويل : ما هم ستاسې په څېر په حضرت علي پسې سپکې سپورې کولې او زړه مې ترې خوړ؛په يو سفر کې له حضرت خالد بن وليد سره وو،خورا غنيمت مو لاس ته راوړ، حضرت علي هم له غنميته په خمس کې يوه وينځه واخسته؛نو دا چې حضرت خالد بن وليد له حضرت علي سره دښمني درلوده؛نو ما ته يې وويل : دا ښه فرصت دى،چې ته ګټه ترې پورته کولاى شې؛ځکه حضرت خالد هم خبر و،چې زما او د  حضرت علي اوبه په يوه وياله کې نه ځي؛نو راته يې وويل : ژر رسول اکرم (ص) ته ځان ورسوه او له حضرت علي ورته سر وټکاوه. زه هم چې مدينې ته راغلم ؛نو هر څه مې رسول الله (ص) ته وويل : عادت مې و، چې د خبرو پر مهال به مې  تل سرښکته و؛نو چې سر مې راپورته کړ؛نو و مي ليدل، چې د رسول الله (ص) رنګ له غوسې سور اوختى او راته يې وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې ولي او مشر دى .)) دا خبره مې،چې له رسول الله واورېده؛نو حضرت علي ته مې په زړه کې کينه له منځه ولاړه .

ددې حديث تر نقلولو وروسته حاکم وايي : دا روايت د مسلم او بخاري د اعتبار معيارونه لري؛خو په دې عبارت يې نه دى نقل کړى او بيا وايي : په دې باب د ابي عوانه له اعمش له سعد بن عبيده د حديث په پرتله بل صحيح حديث نشته او بيا يې همدا حديث له بلې لارې له اعمش له سعد بن عبيده له بريده نقل کړى دى .

ابونعيم په حلية ( څلورم ټوک،٢٣ مخ ) کې له بريده نقل کړى : (( دچاچې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى .)) متقي هم په کنزالعمال (شپږم ټوک،١٥٢ مخ ) کې داسې راوړي : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى)) او ويلي يې دي : احمد او نسائي له براء او بيا هم احمد له بريده او ترمذي،نسائي او ضياء له زيد بن ارقم څخه روايت کړى . احمد بن حنبل هم په مسند ( پينځم ټوک،٣٥٨ او ٣٦١ مخونو ) کې په لنډه له بريده نقل کړى دى . محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٧٢ مخ )کې له بريده نقل کړى او ويلي يې دي : ابوحاتم نقل کړى او مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٨ مخ کې راوړى او يلې يې دي : احمد،نسائي او حاکم له بريده نقل کړى او په شرح کې يې ويلي دي : هيثمي په بل ځاى کې وايي : ددې روايت رجال ډاډمن دي او په بل ځاى کې يې ويلي : ددې حديث رجال صحيح دي . ( مناوي )

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت (النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ) د آيت په تفسير کې له ابي  شيبه،احمد او نسائي له حضرت بريده روايت کړى،چې ويلي يې دي : له حضرت علي سره يمن ته جهاد ته ولاړو او د هغه جفا له امله،چې حضرت علي راسره کړې وه؛نو په زړه کې مې ورته کينه درلوده او چې د خداى استازي ته راغلو؛نو د حضرت علي ګيله مې ورته وکړه. و مې ليدل،چې پېغمبراکرم (ص) له غوسې سور اوختى،راته يې وويل : ((بريده!  آيا پر مؤمنانو وړ نه يم ؟ )) ورته مې وويل : هو ! راته يې وويل : (( د چاچې زه مولا يم؛علي يې هم مولا دى . ))

( امام احمد بن حنبل؛مسند : څلورم ټوک،٣٧٢ مخ ) په خپل سند له ميمون بن عبدالله روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت زيد بن ارقم راته خبرې کولې او ما ورته غوږ نيولى و : يوه ورځ په يوه بيديا کې له رسول الله (ص) سره وو،چې نوم يې  (( خم )) و، چې حکم يې وکړ : ټول د لمانځه لپاره راټول شئ؛ډېره ګرمه ورځ وه، تر لمانځه وروسته يې خطبه وويله او بيا يې وويل : (( آيا نه پوهېږئ،چې تر هر مؤمن پر هغوى وړيم ؟ )) ټولو وويل : هو! . بيا يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى؛خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه .))

ليکوال : دا روايت يې د مسند څلورم ټوک په ٣٧٢ مخ کې له ميمون بن عبدالله څخه په نورو ټکيو نقل کړى،چې  ويلي يې دي : له حضرت زيد بن ارقم  سره وو،چې د فسطاط د سيمې يو سړي حديث وپوښته، چې حضرت زيد ورته وويل : د خداى  استازي وويل : (( آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ )) ورته وويل شول : هو ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .)) بيا وايي :  دا حديث طبراني  او احمد يوازې له زيد  څخه نقل کړى،چې بزار هم نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٠٤ مخ ) له عمر او ذى مرو زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ خطبه وويله او بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه او مرسته د هغه وکړې،چې د علي مرسته کوي . )) بيا وايي : دا حديث احمد او طبراني يوازې له زيدڅخه نقل کړى او بزار هم نقل کړى دى .

ليکوال : متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : طبراني له عمروذى مروزي بن ارقم(رض)  دواړو څخه نقل کړى دى .

( اما احمد بن حنبل؛مسند:څلورم ټوک،٣٦٨ مخ ) په خپل سند له عطيه عوفي څخه روايت کړى،چې ويلي دي : حضرت زيد بن ارقم ته مې وويل : خسر مې راته ستا له خولې د “خم غدير” په اړه  حديث نقل کړى؛خو خوشحاله به شم،چې پخپله يې ستا له خولې واورم، چې زيد وويل : تاسې د عراق داسې او هغسې ياست .ما ورته وويل : له ما مه ووېرېږه . بيا حضرت زيد وويل : هو موږ په “جحفه” کې وو،چې د خداى نبي له خپلې کېږدۍ راووت او حال داچې حضرت علي يې له مټه نيولى و، و يې ويل : (( ايها الناس ! آيا خبر نه ياست،چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم ؟ )) خلکو ورته وويل : ولې نه خبر وو.بيا يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو تر دې وروسته يې علي ولي دى . خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه . )) راته يې وويل : دا هغه څه وو، چې په خپله مې اورېدلي ول .

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : له عطيه عوفي له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت دى، چې په “جحفه” کې د “خم غدير” په سيمه کې د خداى رسول ، حضرت علي له مټه ونيو او بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې ولي دى . ))  ( د ابن جرير خبره ده )

( امام احمد حنبل؛مسند:لومړى ټوک،١٥٢ مخ ) په خپل سند له حضرت علي روايتوي،چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ وويل : ((د چا چې  زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))

 هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : احمد نقل کړى او ويلي يې دي،چې ټول رجال يې ډاډمن دي .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٣٣٠ مخ ) په خپل سند له حضرت عمرو بن ميمون څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي :له ابن عباس سره ناست وم،چې يوه نهه کسيزه ډله راننووته او و يې ويل : ابن عباسه ! يا له موږ سره ولاړ شه او يا دې کور خالي کړه،چې درشو . حضرت ابن عباس ورته وويل : زه درځم . دا هغه وخت و،چې حضرت ابن عباس لا ړوند شوى نه و . وايي : هغوى ولاړل او پر خبرو شول؛خو موږ پوه نه شو،چې څه يې ويل،چې ناڅاپه مو پام شو،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي او روان دى او وايي : تون لعنت دې پر هغوى وي،چې په هغه چا پسې بد رد وايي،چې خداى پر لسو ځانګړنو پسوللى و او بيا يې يوه يوه وشمېرله تر دې چې و يې ويل : رسول اکرم وويل : (( د چاچې  زه مولا يم ؛ نو علي يې مولا دى .)) ( د حديث تر پايه )

دا روايت نسائي هم د خصايص په ٨ مخ، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٣ مخ او د ذخاير په ٨٦ مخ کې يې راوړى او په ذخاير کې يې ويلي : دا ټول روايت احمد،حافظ او ابوالقاسم دمشقي د موافقات او اربعين طوال په کتاب کې راوړى او همداراز په ذخاير کې يې ويلي : نسائي يې هم يوه برخه راخستې ده .

هيثمي په مجمع ( نهم ټوک،١١٩ مخ ) کې نقل کړي او ويلي يې دي : احمد او طبراني د کبير او اوسط په کتابونو کې راوړى دى .

( د امام احمد حنبل مسند : پينځم ټوک،٣٦٥ مخ ) په خپل سند له سعيد بن مسيب بن وهب (رض) څخه روايت کړى،چې علي د رسول اکرم پينځه که شپږ اصحابو ته قسم ورکړ او هغوى هم شهادت ورکړ،چې د خداى  استازي ويلي ول : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .))

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په ٢٢ مخ،هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٤ مخ کې راوړى او ويلي يې دي،چې احمد هم نقل کړى او ټول رجال يې سم دي .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،١١٨ مخ ) په خپل سند له ابي  اسحاق له حضرت سعيد بن وهب او حضرت زيد بن يثيع څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : علي په رحبه ( کوفه ) کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه څه ووايي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي ول. دا مهال د حضرت سعيد له اړخه شپږ کسان او د حضرت زيد له اړخه هم شپږ کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ د علي په اړه  وويل : (( ايا خداى پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه دى ؟)) ټولو وويل : ولې نه همدسې ده . رسول اکرم وويل : (( خدايه ! شاهد وسه د چاچې ته مولا يې؛نو علي يې مولا دى .خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه .))

ليکوال : دا روايت هيثمي د مجمع الزوايد د نهم ټوک په ١٠٧ مخ کې راوړى او پکې راغلي : د حضرت سعيد له اړخه شپږ تنه او د حضرت زيد له پلوه اوه تنه پاڅېدل او ليېنه- شاهدي يې ورکړه اوبيا وايي : دا روايت عبدالله او بزار پوره نقل کړى دى .

 دا روايت نسائي هم د خصايص په ٢٢ او ٤٠ مخونو کې او احمد بن حنبل وروسته تردې چې له ابي  اسحاق له سعيد بن وهب (رض) او له زيد بن يثيع (رض) څخه نقل کړى،وايي : دې حديث ته ورته يو بل حديث له ابي  اسحاق له عمروذى مر څخه روايت شوى؛خو په دومره توپير،چې په پاى کې يې راغلي دي : ((خدايه مرسته وکړې  د هغوى چې د علي مرسته کوي .)) بيا يې درېم حديث له ابي  طفيل له زيد بن ارقم (رض) څخه روايت کړى،چې د پورتني حديث په څېر دى .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،١١٩ مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالرحمان بن ابي  ليلي روايت کړى،چې ويلي يې دي : له علي سره په رحبه ( کوفه ) کې وم،چې خلکو ته يې قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : ((د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى .)) عبدالرحمان وايي : هغه دولس تنه پاڅېدل،چې د بدر په جګړه کې يې ګډون کړى و او داسې يې راته څېرې يادې دي؛لکه همدا اوس مې،چې سترګو ته مخامخ وي او ټولو وويل :په “خم غدير” کې مو د خداى له استازي واورېدل : (( آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ آيا زما مېرمنې د هغوى ميندې نه دي ؟ ))  ټولو وويل : هو همداراز ده ! بيا يې وويل :  (( اوس چې داسې ده؛نو د چاچې زه ولي وم؛نو علي يې ولي دى؛ خدايه ! د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه . ))

ليکوال : دا روايت خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلوارلسم ټوک په ٢٣٦ مخ او هيثمي هم په مجمع کې راوړى او ويلي يې دي : ابويعلي نقل کړى او رجال يې ډاډمن دي او عبدالله بن احمد هم نقل کړى دى.

متقي هم د کنزاالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧مخ کې نقل کړى  او ويلي يې دي : ابويعلي، ابن جرير، سعيد بن منصور نقل کړى . ابن اثيرجرزي په د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٨ مخ کې او طحاوي هم د مشکل آثار د دويم ټوک په ٣٠٨ مخ کې نقل کړى دى .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک، ٨٨ مخ ) په خپل سند له حضرت زياد بن زياد څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : وا مې ورېدل،چې حضرت علي بن ابيطالب خلکو ته قسم ورکوي،چې هغه کسان دې له ځايه پاڅي،چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي :  (( د چا چې زه مولا يم؛ علي يې مولا دى . )) دا مهال دولس تنه بدري پاڅېدل .

ليکوال : دا روايت محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٠ مخ کې او هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او هيثمي ويلي : احمد يې راويان ډاډمن ګڼلي دي .

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٨٤ مخ ) په خپل سند له حضرت زاذن ابن عمر څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : په  رحبه ( کوفه ) کې وم،چې حضرت علي خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال دريالس تنه پاڅېدل او ګواهي يې ورکړه،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چا چې زه مولا يم نو علي يې هم مولا دى . ))

ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٧ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : احمد بن حنبل په مسند او ابن ابي  عاصم په خپل سنن کې نقل کړى دى .

( د امام احمد حنبل مسند : پينځم ټوک،٣٠٧ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت علي خلکو ته قسم ورکړ او ويې ويل : هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : ((خدايه  ! د چاچې زه مولا يم؛علي يې هم مولا دى؛ خدايه د وستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه  ))  دا مهال شپاړس تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه .

ليکوال : دا روايت محب طبري د رياض النضره د شپږم ټوک په ١٧٠ مخ او هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٦ مخ )کې راوړى او په پاى کې يې هيثمي ويلي دي : راوي وايي : زه له هغوى وم،چې دا شهادت مې پټ کړ او ړوند شوم او بيا يې ويلي : طبراني د کبير او اوسط په دوو کتابونو کې د شهادت د پټولو او د حضرت علي له ښېرو پرته نقل کړى او بيا يې ويلي : د اوسط روايان ټول ډاډمن دي .

( مسندا مام احمد حنبل : څلورم ټوک، ٣٧٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي الطفيل څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت علي په رحبه کې خلکو ته وويل : هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال دېرش تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه . ابونعيم ويلي : يوه ډله پاڅېده او ليېنه يې ورکړه،چې د خداى استازي حال داچې حضرت علي له لاسه نيولى و، وويل : (( آيا پوهېږئ،چې زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم؟ )) خلکو ورته وويل : همداراز ده رسول الله ! بيا يې رسول اکرم وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ خدايه ! د دښمنانو يې دښمن او دوستانو يې دوست وسه  .)) وايي : په زړه کې مې اړنګ- شک و او راووتم،چې حضرت زيد بن ارقم مې مخې ته راغى او ورته مې وويل : علي داسې خبره وکړه . زيد راته وويل : له دې خبرې څوک سترګې نشي پټولاى؛دا خبره ما پخپله د خداى له رسوله اورېدلې ده .

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په څلورم مخ کې له حضرت ابي  الطفيل له حضرت عامر بن واثله له دوو لارو نقل کړى دى،محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په١٦٩ مخ کې نقل کړى او په نقل کې يې راغلي : خلک پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه او په پاى کې يې راغلي : ابونعيم وويل : ما له فطر څخه چې ددې روايت راوي و،وپوښتل : د هغه د مړينې او ددې خبرې ترمنځ څومره واټن و .و يې ويل : سل ورځې . بيا وايي : ابوحاتم دا حديث نقل کړى او ويلي يې دي : د ابو نعيم مراد د علي مرګ و .

( مسندا امام احمد بن حنبل :پينځم ټوک،٤١٩ مخ ) په خپل سند له حضرت رياح بن حارث څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : په رحبه کې يوه ډله حضرت علي ته راغله او ورته يې وويل : السلام عليکم يا مولانا ! علي وويل : زه څنګه ستاسې مولا يم حال داچې عرب ياست ؟ ورته يې وويل : موږ د خداى له استازي واورېدل، چې د “خم غدير” پر ورځ يې وويل : (( د چا چې  زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) رياح وايي : همداچې دا ډله له حضرت علي بېله شوه؛نو زه ورپسې ولاړم او پوښتنه مې ترې وکړه : څوک ياست ؟ و يې ويل : موږ انصار يو .

ددې حديث تر نقلولو وروسته په لږ اختلاف له بلې لارې همدا حديث نقل کړى دى . هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٣ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : احمد او طبراني نقل کړى دى : د خداى له استازي مو واورېدل چې ويل يې : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) اوس ابو ايوب له موږ سره دى . بيا ابو ايوب خپله پګړۍ له خپل تندي اوچته کړه او و يې ويل : ما له رسول الله اورېدلي، چې و يې ويل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) بيا وايي : ددې روايت ټول راويان ډاډمن دي .

( د امام احمد بن حنبل مسند : پينځم ټوک،٣٥٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن بريده له پلاره روايتوي،چې ويلي يې دي : رسول اکرم جګړې ته ولېږلو او علي يې زموږ مشر کړ؛نو چې راستانه شو، راته يې وويل  : (( له مشر سره مو سفر او ناسته پاسته څنګه وه ؟ )) زما نه يادېږي، چې ما شکايت وکړ او که بل چا . زما تل دا عادت و، چې سترګې به مې لاندې وې؛خو چې سترګې مې راپورته کړې؛نو و مې ليدل، چې د خداى د نبي څېره له غوسې سره شوې او وايي : (( د چاچې زه مولا يم؛علي يې ولي دى .))

ليکوال : دا روايت نسائي  د خصايص په ٢١ مخ، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٨ مخ کې راوړى او متقي په پاى کې راوړي  : دا مې چې واورېدل؛نو په زړه کې حضرت علي ته کينه مې له منځه ولاړه او تر دې وروسته مې هېڅکله ورپسې بدرد و نه ويل .

 دا روايت هيثمي په مجمع ( نهم ټوک،١٠٨ مخ ) کې راوړى او په پاى کې يې ويلي چې ويې ويل : تر دې وروسته به دې د حضرت علي په اړه  خپه نه کړم .

 بيا هيثمي وايي : دا روايت بزار هم نقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي.

( فخر رازي ؛کبير تفسير ) د مائدې د سورت د (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت تر تفسير لاندې ليکي : لسم _؛يعنې د آيت په نزول کې لسمه وجه _ د حضرت علي په فضليت کې راغلې او تر راتلو وروسته يې رسول الله (ص) ، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه .)) بيا حضرت عمر،حضرت علي ته وويل : مبارک دې شه چې زما،د هر مؤمن او مؤمنې مولا شوې . بيا وايي : دا خبره _ دا چې دا آيت د حضرت علي په فضيلت کې راغلى دى _ مې له حضرت ابن عباس ، حضرت براء  بن عازب او حضرت محمد بن علي نقل کړې ده .

( ابي نعيم؛حلية الالياء : پينځم ټوک،٢٦ مخ ) په خپل سند له حضرت عميرة بن سعد څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت علي پر منبر ناست و، چې د رسول الله(ص) اصحابو ته، چې ابوسعيد، ابوهريره، انس بن مالک (رضى الله عنهم) او نهه تنه نور ول،قسم ورکړ،چې آيا تاسې د خداى له رسوله نه دي اورېدلي چې ويې ويل : (( د چاچې مولا وم؛علي يې ولي دى . )) ټول پاڅېدل او ويې ويل : له رسول الله مو دا خبره اورېدلې ده ؛خو په دوى کې يو کس پا نه څېد،چې حضرت علي ورته وويل : څه فکر دې وکړ، چې پا نه څېدې ؟ ورته يې وويل : اميرالمؤمنيه ! زوړ شوى يم او راڅخه هير شوي دي . حضرت علي وويل : خدايه ! که دروغ وايي؛نو پر نه رغېدونکي رنځ يې خسي کړې . د هغه سړي د دوو سترګو په منځ کې يوه غوټه راووته، چې پګړۍ به هم نه شوه پټولاى .

ليکوال : دا کيسه هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې راوړې او ويلي يې دي : طبراني د اوسط او صغير په دوو کتابونو کې راوړې او متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٣ مخ کې راو ړې اوويلي يې دي : طبراني په اوسط کې راوړې ده .

( حلية الاولياء : پينځم ټوک ) د عمرو بن عبدالعزير د تاريخ په پاى کې په خپل سند له يزيد بن عمر بن مورق څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : په شام کې وم،چې عمر بن عبدالعزيز خلکو ته تنخوا ورکوله،چې زه هم ورغلم او راته يې وويل : له کوم ټبر يې ؟ ورته مې ويل : قريش ! ويې ويل : په قريشو کې له کوم ټبر يې ؟ و مې ويل : بني هاشم ! پوښتنه يې وکړه : په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې ؟ چوپ پاتې شوم او ځواب مې ور نه کړ، چې بيا يې پوښتنه وکړه : په بني هاشمو کې د کومې پرګې يې ؟ ورته مې وويل : د مولا علي له پرګې ؟ پوښتنه يې وکړه : علي څوک دى ؟ بيا چوپ شوم . بيا يې زما په سينه لاس کېښود او راته يې وويل : پر خداى چې زه هم د علي مينوال يم .

  بيا وايي : ځينو راته نقل کړى، چې د خداى له استازي يې اورېدلي : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې ولي دى .)) بيا يې ويل : مزاحمه دې سړى ته دې څومره ورکړې ؟ و يې ويل : سل که دوه سوه درهمه . عمر وويل : دې سړي ته پنځوس ديناره ورکړه . ابي  داوود وايي : شپېته ديناره ورکړه،چې د علي مينوال دى . بيا يې وويل : خپلې سيمې ته ستون شه اوچې څومره مې ستا په څېر کسانو ته ورکړي ،هملته به يې درلېږم .

ليکوال : دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٣٨٣ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .

( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،٣٧٧ مخ ) خطيب په خپل سند له حضرت انس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : له رسول الله مې واورېدل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))

( د بغداد تاريخ: اتم ټوک،٢٩٠ مخ ) خطيب په خپل سند له حضرت ابي  هريرة څخه روايتوي،وايي : څوک چې د ذي الحجه پر اتلسمه روژه شي؛ نو د شپېتو روژو ثواب به ورکړ شي؛ځکه  د “خم غدير” ورځ ده او پر دې ورځ رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل : (( آيا زه د مؤمنانو ولي نه وم ؟ )) خلکو ورته وويل : هو رسول الله ! ته زموږ ولي يې . بيا يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) بيا حضرت عمر بن خطاب راغى او علي ته يې وويل : بخ بخ لک يا بن ابيطالب چې زما او د هر مسلمان مولا شوې،چې بيا  د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت راغى . ( د حديث تر پايه )

( د بغداد تاريخ : دولسم ټوک،٣٤٣ مخ ) په خپل سند له فضل بن ربيع له پلار يې له منصور او هغه هم له خپل پلار له خپل نيکه له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې رسول اکرم وويل : ((د چاچې زه مولا وم؛ علي يې مولا دى .))

( خصايص نسائي :٢١ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي الطفيل له حضرت زيد بن ارقم څخه روايت کړى،چې و يې ويل : رسول الله چې له حجةالوداع څخه راستون شو؛نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ،چې ترنو لاندې ځمکه جارو کړئ او بيا يې وويل : (( ګواکې بلل شوى يم او ما هم منلې ده؛ زه په تاسې کې دوه  ستر ګران بيه څيزونه پرېږدم،چې يو يې تر بله ستر دى ؛ د خداى کتاب او عترت مې اهلبيت؛نو ګورم، چې تر ما وروسته به ورسره څرنګه چلن کوئ او هغوى دواړه زما ځايناستي دي چې دواړه يو له بله نه بېلېږي،چې د قيامت پر ورځ مې د کوثر د حوض تر غاړې وويني؛خداى زما مولا او زه د هر ولي مؤمن يم )) او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : ((د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . )) ما يزيد ته وويل : آيا دا هر څه دې په خپله له رسول الله اورېدلي دي ؟ و يې ويل  : په هغه دوحات ( ونو ) کې به داسې څوک نه ول، چې په سترګو به يې نه وي ليدلي او په غوږونو به يې دا خبره نه وي اورېدلي.

ليکوال : دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : ابن جرير نقل کړى او دې ورته يو بل روايت يې له عطيه عوفي له حضرت ابي سعيد خدري  نقل کړى دى.

( خصايص نسائي : ٢٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعد څخه روايت کړى،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : ((د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))

( خصايص نسائي : ٢٥ مخ ) په خپل سند له سعد څخه روايتوي، چې رسول اکرم، حضرت علي له لاسه ونيو،خطبه يې وويله او بيا يې وويل : (( آيا خبر نه وئ،چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم ؟)) ټولو ورته ووويل : هو خبر وو . بيا رسول الله  (ص) وويل : ((د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))

ليکوال : دا روايت هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٠٧ مخ ) کې په لنډه راوړى او ويلي يې دي : بزار رانقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي .

( خصايص نسائي : ٢٥ مخ ) په خپل سند له حضرت سعد څخه روايت کړى،چې له رسول الله (ص) سره د مدينې پر لار وو؛نو چې کله د “خم غدير” سيمې ته راورسېد؛خلک يې ودرول او حکم يې وکړ، چې مخکې تللي راستانه او شاته پاتيو ته په تمه شئ او همداچې ټول راټول شول،د خداى نبي وويل : (( خلکو ! ستاسې ولي او د واک خاوند څوک دى ؟ )) خلکو ورته وويل : خداى او رسول يې ! خداى او رسول يې ! خداى او رسول يې ! بيا رسول الله (ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او په جيګ غږ يې وويل : ((د چا چې خداى او رسول يې ولي وي؛نو علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . ))

( خصايص نسائي : ٢٢ مخ ) په خپل سند له حضرت عمرو بن سعد څخه روايت کړى : په  رحبه ( کوفه ) کې وم،چې حضرت علي  خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال شپږ تنه پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه .

( خصايص نسائي :٢٣ مخ ) په خپل سند له شريک له ابي  اسحاق له حضرت زيد بن يثيع څخه روايت کړى،چې وايي : په  رحبه ( کوفه ) کې وم، چې حضرت علي  خلکو ته قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال د حضرت محمد (ص) شپږ تنه اصحاب پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى . )) شريک وايي : ما ابي  اسحاق ته وويل : آيا له حضرت براء بن عازب څخه دې اورېدلي،چې داسې خبره يې له رسول الله (ص) نقل کړې ده ؟ و يې ويل : هو .

( خصايص نسائي :٢٦ مخ ) په خپل سند له حضرت عمروذى مر څخه روايت کړى،چې وايي : په  رحبه ( کوفه ) کې وم،چې حضرت علي  د رسول الله مبارک اصحابو ته قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې  يې  د خداى له استازي  اورېدلي : (( د چاچې زه مولا يم؛ نو علي يې هم مولا دى . ))  دا مهال ديارلس کسان پاڅېدل او ليېنه يې ورکړه،چې د خداى له استازي يې اورېدلي: (( د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې هم مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه او خدايه مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي  ))

( رياض النضره :دويم ټوک،١٦٩ مخ ) وايي : او له هغه _؛يعنې له رياح _ روايت شوى چې ويلي يې دي : يوه ورځ حضرت علي په يوه ډله کې ناست و، چې يو سړى،چې معلومېده له سفره راغلى، وويل : السلام عليک يا مولاى ! علي ورته وويل : څوک يې ؟ و يې ويل : ابو ايوب انصاري يم . حضرت علي وويل : ځاى ورکړئ . اصحابو ځاى ورکړ او حضرت ابوايوب کېناست او و يې ويل : د خداى له استازي مې واورېدل : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . )) محب طبري وايي  : دا روايت بغوي په خپل معجم کې راوړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٢٩ مخ ) وايي : ابن السمان له حضرت عمر څخه روايت کړى،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى )) او په ١٧٠ مخ کې يې له عمر (رض) څخه روايت کړى، چې وايي : علي د هغه مولا دى،چې رسول الله يې مولا و . بيا وايي:  له حضرت سالم څخه روايت دى،چې يو سړي حضرت عمر ته وويل : ته ولې له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د خداى د نبي له يوه صحابي سره يې نه کوې ؟ ورته يې وويل : ځکه هغه مې مولا دى .

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي، چې دارقطني هم نقل کړى دى .

(ابن حجر؛ صواعق محرقه : ٢٥ مخ ) وايي : طبراني او نورو په خپل صحيح سند روايت کړى،چې د خداى استازي په  “خم غدير” کې تر ونو لاندې وويل : (( خلکو ! پالونکي خبر کړى يم،چې پېغمبران د تېر پېغمبر په نيمه عمر کوي او ګواکې ما ته ژر بلنه راکړه شي او زه يې ومنم، زه مسئول يم او تاسې هم مسئول ياست او ټول پوښتل کېږي؛نو ستاسې نظر څه دى ؟ )) ورته وويل شول : موږ ليېنه ورکوو، چې خپله دنده دې ښه او بشپړه تر سره کړه؛خپل کوښښ دې وکړ او د ټولو ښېګڼه غواړى وې، خداى دې خېر درکړي . رسول الله وويل : (( آيا شهادت نه ورکوئ،چې بې له خدايه بل معبود نشته، محمد د خداى بنده او استازى يې دى، جنت يې حق،اور يې حق، تر مړينې وروسته قيامت حق، قيامت راتلونکى او هېڅ شک پکې نشته، ټول خلک به د قيامت پر ورځ له قبرونو راپاڅي ؟ )) ټولو ورته وويل : ولې نه ! شهادت مو ورکاوه او ورکوو به يې .رسول الله مبارک وويل : (( خلکو ! خداى  زما مولا او زه د مؤمنانو ولي يم او زه پر مؤمنانو پر هغوى وړ يم او د واک خاوند يې هم يم ؛نو د هر چا چې زه مولا وم؛علي يې  مولا دى؛ خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن وسه . خلکو ! زه درنه مخکې ځم، موږ او تاسې به د قيامت پر ورځ د حوض کوثر تر غاړې وينو،چې له بصرې تر صنعا ( شام او يمن ) پلن او پکې د اسمان د ستوريو هومره د نقرې جامونه دي او هلته مو چې سره وليدل؛ نو دوو څيزونو پوښتنه به درڅخه کوم؛ نو پام مو وسه، چې څرنګه چلن ورسره کوئ،چې “اکبر ثقل” يې د خداى کتاب دى،چې له يوه اړخه د خداى په لاس کې او له بل اړخه ستاسې په لاس کې دى؛نو منګولې پرې ولګوئ،چې بې لارې نشئ او بل يې “عترت” او زما “اهلبيت” دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى،چې دوى به تر هغه  يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې درسره وويني . ))

( کنزالعمال : لومړى ټوک،٤٨ مخ ) په دې عبارت راوړى دى : (( داسې پېغمبر نه دى راغلى،چې د پخواني پېغمبر په نيمه به يې ژوند نه وي کړى او نږدې ده،چې ما ته هم بلنه راکړه شي او زه يې هم ومنم، ستاسې نظر څه دى او او زما په اړه  څه وياست ؟ )) ورته وويل شول : تا د ټولو ښېګڼه غوښته . رسول الله (ص) وويل : مګر داسې نه وه، چې شهادت مو ورکړى و، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد يې بنده او استازى دى او شهادت مو ورکړى،چې جنت، دوزخ او له مړينې وروسته ژوند حق دى ؟ )) ټولو ورته وويل : ولې نه شهادت ورکوو . رسول الله (ص) وويل : ((زه هم درسره شهادت ورکوم؛پوه شئ، چې زه به درنه مخکې حوض کوثر ته ولاړ شم او تاسې به هم راپسې راشئ،چې بر يې له صنعا ( يمن ) تر بصرا ( شام ) پورې دى او د اسمان د ستوريو هومره جامونه پکې دي؛نو ګورم،چې تر ما وروسته له “ثقلين” سره څرنګه چلن کوئ ؟)) وپوښتل شو : ثقلين څه دي ؟ رسول الله (ص) وويل : (( يو يې د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل اړخ يې له تاسې سره دى؛نو منګولې پرې ولګوئ،چې بې لارې نشئ او دويم يې عترت زما اهلبيت دي او ځيرن باخبر څښتن مې خبر راکړى،چې هغوى دوه يو له بله نه بېلېدونکي دي،چې د کوثر د حوض تر غاړې مې وويني او ما له خدايه هغوى ته همداراز غوښتي؛نو ترې مخکې نشئ، چې ورک به شئ او کوښښ مه کوئ،چې څه ورزده کړئ؛ځکه  هغوى تر ټولو پوه دي؛نو د هر چاچې زه ولي او د واک خاوند وم؛علي يې ولي او د واک خاوند دى؛نو خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . ))

متقي بيا وايي : دا روايت طبراني په کبير کې له حضرت ابي  الطفيل له حضرت زيد بن ارقم او هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک،١٦٣مخ ) کې په لږ اختلاف له حضرت زيد بن ارقم څخه په لږ اختلاف داسې نقل کړى : رسول اکرم په “جحفه” کې واړوله او بيا يې د خداى تر ستاينې وروسته خلکو ته وويل : (( داسې پېغمبر نه پېژنم،چې الخ بيا وايي : له دې هم په يوه لنډ روايت کې راغلي، چې د سپينو زرو د جامونو پر ځاى په کې د سرو زرو جامونه راغلي دي، بيا وايي : روايت دى، چې کله د خداى نبي له حجة الوداع راستون شو؛ نو په “خم غدير” کې تم شو او حکم يې وکړ،چې تر ونو لاندې سيورى جارو کړئ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل : (( ګواکې بلل شوى يم او ما هم و منله )) ( او په پاى کې وايي ) ما يزيد ته وويل : آيا دا حديث دې په خپله له رسول الله اورېدلى دى؟ را ته يې وويل : تر هغو ونو لاندې به داسې څوک نه و،چې د خداى د رسول غږ به يې په خپلو دوو غوږونو نه وي اورېدلى او په سترګو به يې نه وي ليدلاى .

 ( کنزالعمال : لومړى ټوک،٤٨ مخ ) په دې عبارت راوړى : (( لطيف او خبير څښتن خبر راکړى،چې پېغمبران د تېر پېغمبر د عمر په نيمايي ژوند کوي او نږدې ده،چې و بلل شم او زه  هم بلنه ومنم او زه تاسې او خپل ځان مسئول ګڼم؛نو اوس مې د دندې په اړه  څه وياست؟))  ورته وويل شول : شهادت ورکوو،چې خپل رسالت دې ښه ترسره کړ او کوښښ او جهاد دې وکړ او د ټولو ښېګڼه دې وغوښته . بيا رسول اکرم (ص) وويل: (( آيا شهادت ورکوئ، چې بې له خدايه بل خداى نشته او محمد د خداى بنده او استازى دى، جنت حق دى، اور حق دى، مرګ حق دى او تر مړينې وروسته راژوندي کېدل حق دي،قيامت راتلونکى دى او اړنګ پکې نشته او خداى به ټول خلک له قبرونو راژوندي کوي ؟ خلکو! خداى زما مولا او زه د ټولو مؤمنانو مولا يم او تر هغوى وړ او واک يې لرم؛نو د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛ نو خدايه  د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن و سه . خلکو زه درنه مخکې تلونکى يم او تاسې به راسره د هغه حوض تر غاړې ووينئ، چې بر يې له بصرا ( شام ) تر صنعا (يمن ) پورې او د اسمان د ستوريو هومره د سپينو زرو جامونه پکې دي او هلته مو چې راسره وليدل؛ نو زه به درنه د ثقلينو پوښتنه کوم؛نو ګورم،چې څرنګه چلن ورسره کوئ، چې يو يې “اکبر ثقل” ؛د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى سره او بل يې له تاسې سره دى؛نو منګولې پرې ولګولئ،چې بېلارې نشئ او نور درباندې واکمن نشي او بل يې زما عترت اهلبيت دي،چې لطيف او خبير خداى مې خبر راکړى،چې دوى به هېڅکله يو له بله بېل نشي،چې د حوض کوثر تر غاړې راسره وويني . ))

 بيا کنزالعمال وايي : دا روايت حکيم ترمذي په نوادر الاصول او طبراني په کبير کې له حضرت ابي  الطفيل له حضرت حذيفه بن اسيد څخه نقل کړى دى .

ليکوال : دا روايت هيثمي په مجمع ( نهم ټوک،١٦٤ مخ ) کې راوړى او په پيل کې يې ويلي دي : له حضرت حذيفه بن اسيد څخه روايت دى،چې کله د خداى نبي له حجة الوداع څخه راستون شو؛نو خپل اصحاب يې له تلو وژغورل او بيا يې حکم وکړ، چې تر ونو لاندې سيورى له خاشاکو او خسو پاک کړئ او هلته يې لمونځ  وکړ او بيا پاڅېد او خلکو ته يې وويل : (( لطيف او خبير خداى مې خبر کړى يم، چې ( د حديث تر پايه )

 او بيا يې وويل : دا حديث طبراني نقل کړى او کنزالعمال هم د دويم ځل لپاره د درېم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړى او يې ويلي : له حضرت ابي  الطفيل عامر بن واثله له حضرت حذيفه بن اسيدغفاري څخه د هيثمي په څېر حديث نقل کړى دى .

 همداراز ابن اثير په اسدالغابه ( درېم ټوک،٩٢ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : له حضرت ابي  الطفيل عامر بن واثله له حضرت حذيفه بن اسيد غفاري او حضرت عامر بن ليلي بن ضمرة روايت دى،چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم، چې له حجة الوداع راستون شو،د “خم غدير” پر ورځ يې وويل : ايها الناس ! لطيف او خبير خداى مې خبر راکړى . ( د حديث تر پايه )

 همداراز ابن حجر په اصابة ( څلورم ټوک،٦١ مخ ) کې په لنډه نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) وايي : ((  علي بن ابيطالب د هغه مولا دى،چې زه يې مولا وم . ))

 دا روايت محمالي هم په امالي کې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

ليکوال : دا روايت مناوي هم په فيض القدير ( څلورم ټوک،٣٥٨ مخ ) او کنوزالحقايق ( ٩٢ مخ ) او علي بن سلطان هم د مرقات  پينځم ټوک په ٥٦٨ مخ کې راوړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ )  په دې عبارت نقل کړى : (( پوه شئ ! خداى زما ولي او زه د هر ولي مؤمن يم او د چاچې ولي وم؛نو علي يې مولا دى . )) بيا متقي وايي : دا روايت ابونعيم د فضايل الصحابه په کتاب کې له حضرت زيد بن ارقم له حضرت براء بن عازب څخه نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) داسې عبارت راوړى دى : (( خدايه! د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى؛خدايه د دوستانو يې دوست او د ښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هر هغه چاچې د علي مرسته کوي .)) متقي وايي : طبراني له حبشي بن جناده نقل کړى دى .

ليکوال : دا روايت هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : د “خم غدير” پر ورځ مې د خداى له رسوله واورېدل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) ( د حديث تر پايه ) هيثمي وايي : دا روايت طبراني نقل کړى او ټول رجال يې ډاډمن دي .

ليکوال :محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٩ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : مخلص ذهبي نقل کړى دى . ( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) داسې عبارت راوړى دى : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . ))

متقي وايي : دا روايت  طبراني له ابي  عمرو له ابن ابي  شيبه له حضرت ابي هريرة او د خداى د رسول  له  دولس نورو اصحابو نقل کړى او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له حضرت ابي  ايوب او له نورو اصحابو کرامو نقل کړى ،حاکم له حضرت علي او حضرت طلحه نقل کړى او احمد بن حنبل، طبراني، سعيدبن منصور له حضرت علي او دېرشو نورو اصحابو نقل کړى او ابونعيم د فضائل الصحابه په کتاب کې له حضرت سعد او خطيب له حضرت انس څخه نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٠ مخ ) وايي : له حضرت ميمون بن عبدالله روايت دى :  له حضرت زيدبن ارقم سره وو،چې يو سړي د حضرت علي په اړه  پوښتنه وکړه . حضرت زيد ورته وويل : له رسول الله سره د مکې او مدينې تر منځ په سفر کې وو، چې په “خم غدير” نومې ځاى کې تم شو، بيا د جمې د لمانځه لپاره اذان  وشو، خلک راټول شول او رسول اکرم د خداى  تر ستاينې وروسته وويل : (( خلکو! آيا زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم او د واک خاوند يې نه يم ؟ )) ورته وويل شول : هو همداسې ده او موږ شهادت ورکوو،چې ته د هر مؤمن واک  او اختيار لرې او تر هغوى وړ يې  . بيا رسول الله مبارک وويل : (( پوه شئ ! د چاچې زه مولا وم دا يې مو لا دى .)) دا مهال يې حضرت علي له لاسه ونيو او خلکو ته يې وښود .

بيا يې وويل : ((خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) ( بيا وايي : دا خبره د ابن جرير طبري ده )

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٧ مخ ) له عبدالرحمان بن ابي  ليلى روايت کړى،چې وايي : حضرت علي خطبه وويله او بيا يې خلکو ته وويل : ستاسې دې پر اسلام قسم وي او هغه کسان دې پاڅي، چې د “خم غدير” پر ورځ يې له رسول الله اورېدلي و ي : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه  او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او  مرسته و نه کړې د هغه چې د علي له مرستې ځان ژغوري  )) دا مهال لس او څو تنه نور پاڅېدل او شهادت يې ورکړ؛خو هغوى چې پا نه څېدل او شهادت يې ور نه کړ؛نو تر مړينې مخکې يا ړانده شول او يا د برګي پر ناروغۍ اخته شو . ( خطيب ددې کسانو نوم ذکر راوړى دى )

( کنزالعمال : شپږ م ټوک،٣٩٧ مخ ) له حضرت علي روايتوي او وايي : رسول اکرم (ص) وويل : (( آيا پر مؤمنانو تر هغوى وړ نه يم ؟ ))ورته وويل شول:هو همداراز ده . بيا پاک نبي وويل : (( د چاچې زه ولي يم؛ هغه يې ولي دى )) ( له ابن عاصم څخه روايت شوى دى ))

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايتوي،چې ويلي يې دي : په “جحفه” کې په “خم غدير” کې وو، چې و موليدل رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه نيولى،وايي : ((د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى )) ( روايت له ابن ابي  شيبه شوى دى ))

 ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي : په جحفه کې په “خم غدير” کې له رسول الله سره وو، چې د جهينيه، مزينة او د غفار د ټبر ډېر خلک راټول شوي وو،چې رسول الله مبارک له خپلې کېږدۍ راووت او په خپل لاس يې درې ځل اشاره  وکړه او بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : ((د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى .)) ( بزار )

 ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) له حضرت جرير بجلي روايتوي او وايي : د حج په موسم کې له رسول الله (ص) سره وو،هغه د حجة الوداع سفر و، چې “خم غدير” ته راورسېدو،چې د جمې د لمانځه لپاره غږ وشو،ټول لمونځ ته راټول شول؛مهاجر او انصار ټول سره راټول شوي ول، پېغمبر اکرم (ص) زموږ  د ټولو په منځ کې ولاړ و او و يې ويل : (( خلکو!پرڅه شهادت ورکوئ؟)) ورته وويل : پردې چې بې له خدايه بل خداى معبود نشته !بيا يې وپوښتل: (( نور پر څه شهادت ورکوئ ))  ورته وويل شول : داچې محمد د خداى بنده او استازى دى !. بيا يې وپوښتل : ((ولي مو څوک دى ؟ )) ورته وويل شول : خداى او استازى يې ! بيا يې وپوښتل : (ولي مو څوک دى ؟)  او بيا يې دواړه  لاسونه بډ وهل او علي يې له لاسونو ونيو او په جيګ غږ يې وويل : (( د چاچې خداى او استازى يې مولا دى؛نو دا يې هم مولا دى،خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) ( د حديث تر پايه ) (طبراني )

ليکوال : دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې په لنډه او هيثمي د مجمع  د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) وايي : حضرت علي وايي : رسول اکرم په “خم غدير” کې تر ونې لاندې کېږدۍ ووهله او بيا له کېږدۍ راووت او علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل : (( خلکو ! آيا شهادت مو نه ورکاوه،چې پالونکى څښتن مو معبود دى ؟ )) ورته وويل شول : هو شهادت ورکوو . بيا يې وپوښتل : (( آيا شهادت مو نه ورکاوه، چې ستاسې د واک خاوند خداى او استازى يې دى ؟ او داچې پېغمبر مو مولا دى ؟ )) ورته وويل شول : هو شهادت ورکوو . بيا رسول الله (ص) وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى او په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم،چې که منګولې مو پرې ولګولې؛نو هېڅکله به بېلارې نشئ؛يو د خداى کتاب دى، چې يو اړخ يې له خداى او بل يې له تاسې سره دى او دويم يې زما اهلبيت دي .))

 (ابن جرير، ابن ابي  عاصم او محاملي په امالي کې راوړى او محاملي صحيح ګڼلى دى )

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٣ مخ ) له حضرت عمير بن سعد څخه روايت کړى، چې وايي : حضرت علي په رحبه ( کوفه ) کې  خلکو ته چې زه هم پکې وم، قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلي وي : ((  د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا اتلس تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې دا خبره مو د خداى له استازي اورېدلې ده . ( طبراني په اوسط کې راوړى دى )

ليکوال : هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٨ مخ کې نقل کړى او ويلي يې دي، چې سند يې صحيح دى .

(کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٣مخ ) حضرت زيد بن ارقم : حضرت علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي، چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازى اورېدلى وي : (( ايا خبر نه ياست چې زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم او  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا  دولس تنو پر دې خبره شهادت ورکړ .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٣ مخ ) ابي  اسحاق له عمرو ذى مرو له سعيدبن وهب له زيد بن يثيع (رض) : وامو ورېدل،چې حضرت علي په کوفه  کې خلکو ته قسم ورکړ،چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاځي،چې په “خم غدير” کې يې د خداى له استازي اورېدلې وي : ((زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ او د واک خاوند يې يم،د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى خدايه د دوستانو يې دوست او دښمانو يې دښمن وسه او مرسته د هغه و نه کړې،چې د علي مرسته نه کوي ))  بيا ديارلس تنو شهادت ورکړ، چې دا خبره يې د خداى له استازي اورېدلې ده .

 ( ابن بزار، ابن جرير او خلعي په خلعيات کې راوړى او هيثمي وايي: ددې حديث ټول رجال ډاډمن دي )

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٥ مخ )  حضرت سعد : د خداى له استازي مې د حضرت علي درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې هم زما وه؛ نو په دنيا کې به تر هر څه راته ښه وه ؛لومړى : رسول الله(ص)، حضرت علي ته وويل : ((داسې راته يې؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو بې له پېغمبرۍ)) دويم : ورته يې وويل : (( سبا به د د جګړې د مشرۍ بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛ هغه چې هېڅکله له جګړې نه تښتي . )) درېم: (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې ولي دى .)) ( متقي وايي : دا روايت ابن جرير طبري نقل کړى دى )

   ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٦مخ ) وايي : د “خم غدير” پر ورځ يې رسول الله له لاسه ونيو او خلکو ته يې وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . )) ( د حديث تر پايه ) بيا وايي: ( راهويه او اين جرير نقل کړى دى )

( اصابه : لومړى ټوک،لومړى قسم،٣١٩ مخ ) وايي : ابن عقده د موالات په کتاب کې له حبة بن جوين روايتوي،چې وايي : د “خم غدير” ورځ وه،چې رسول الله حکم وکړ: جارچييان دې غږ کړي ( الصلاة جامعة ) ابن جوين تر هغه حديث وروسته د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) روايت داسې نقلوي،چې د حضرت علي لاس يې پورته او دومره يې پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر هغه ورځ مشرک وم .

ليکوال : دا روايت ابن اثير جرزي هم په اسدالغابه ( لومړي ټوک،٣٦٧ مخ ) کې راوړى او ويلي يې دي : له يعقوب بن يوسف ( تردې چې وايي ) له حضرت حبة بن جوين عرني بجلي روايت شوى، چې ويې ويل : د “خم غدير” پر ورځ د خداى رسول د جماعت د لمانځه حکم وکړ او دا وخت لا نيمه ورځ تېره شوې وه. د خداى  تر ستاينې وروسته يې وويل: ((خلکو ! خبر ياست، تر تاسې ډېر زه ستاسې واک لرم ؟ )) خلکو ورته وويل : هو خبر يو . بيا رسول الله وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) او بيا يې د حضرت علي لاس دومره پورته کړ، چې ما يې تخرګونه وليدل او زه پر دې ورځ مشرک وم .

( اصابه : درېم ټوک، لومړى قسم ،٢٩ مخ ) ابن عقده د موالات په کتاب کې د عمرو بن يعلي مره له لارې له پلار له نيکه روايت کړى،چې ويلي يې دي :علي،چې کوفې ته راغى؛نو خلکو ته يې قسم ورکړ،هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې د خداى له نبي اورېدلي وي : ((د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى.))  بيا لس او يو څو نور کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې پکې زيد که يزيد بن شراجيل انصاري هم پاڅېد او شهادت يې ورکړ .

ليکوال : دا روايت ابن اثير جرزي هم د اسد الغابه د پينځم ټوک په شپږم مخ کې راوړى او ويلي يې دي : ابوموسى را ته خبر راکړى ( همداراز يې راويان شمېرلي،چې رارسېدلى ) ابوالعباس ابن عقده ( تردې چې وايي ) له عمرو بن عبدالله بن مره له پلار له نيکه روايت دى،چې وايي : د خداى له رسول مې واورېدل : ((  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى. خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمانو يې دښمن وسه  )) او بيا چې کله حضرت علي کوفې ته راغى؛نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله  اورېدلي وي : ((  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا لس او يو څو نور تنه پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې پکې د خداى  د استازي صحابي ابوايوب(رض) ( هغه چې په مدينه کې يې رسول الله ته په خپل کور کې ځاى ورکړ ) او بل حضرت ناجية بن عمرو خزاعي هم و. ( د جرزي د وينا له مخې ) چې د اسدالغابه دويم ټوک همدا روايت نقل کړى دى .

( اصابه : څلورم ټوک،لومړۍ برخه١٦٩ مخ ) وايي : ابن عقده هم _ د عمرو بن عبدالله بن يعلي بن مره له پلار له نيکه څخه _ روايت کړى، چې وايي : چې کله حضرت علي کوفې ته راغى؛نو خلکو ته يې قسم ورکړ، چې اولس تنو شهادت ورکړ، چې حضرت عامربن ليلي غفاري هم پکې و .

ليکوال : دا روايت يې د شپږم ټوک په ٢٢٣ مخ کې هم نقل کړى او ابن اثير جرزي د اسدالغابه د درېم ټوک په ٩٣ مخ کې راوړى او بيا وايي : د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) تر غونډلې وروسته يې ويلي وو : ((د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . ))

( اصابه : څلورم ټوک،لومړى قسم،١٤ مخ ) وايي : ابن عقده د موالات په کتاب کې د موسى بن اکتل بن عمير نميري له لارې روايتوي،چې وايي : تره مې عامر بن عمير موږ ته د “خم غدير” حديث نقل کړى دى .

 ( اصابه : څلورم ټوک، لومړى قسم،١٤٣ مخ ) وايي : ابوالعباس بن عقده د (( جمع طرق )) په کتاب کې د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) حديث د ابراهيم بن محمد،چې زما په آند ابن ابي  يحيى په سند دى، له جعفر بن محمد له پلاره او ايمن بن عبدالله بن يا ليل څخه نقل کړى،چې وايي : د خداى له رسول مې واورېدل،چې ويل يې : د چا چې زه مولا وم الخ او بيا يې وويل : دا روايت ابوموسى استدراک کړى دى .

ليکوال : ابن اثير د اسدالغابه د درېم ټوک په ٢٧٤ مخ کې ويلي : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى  . ))

( اصابه : څلورم ټوک، لومړى قسم،١٦٩ مخ ) وايي : ابن عقده د موالات په کتاب کې د ( من کنت مولاه فعلى مولاه ) په راويانو کې د حضرت عبدالرحمن بن عبدرب انصاري نوم هم راوړى او بيا يې حديث د حضرت اصبغ بن نباته له لارې داسې نقل کړى دى : حضرت علي،چې په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ، چې يوازې هغه کسان دې پاڅي،چې پخپله يې  د “خم غدير” پر ورځ د رسول اکرم وينا اورېدلي وي، چې لس او يو څو نور تنه پاڅېدل،چې پکې ابو ايوب، ابو زينب او عبدالرحمن بن عبدرب انصاري (رضى الله عنهم) هم وو او ويې ويل : شهادت ورکوو، چې رسول اکرم د “خم غدير” پر ورځ وويل : (( خداى زما ولي دى،زه د مؤمنانو ولي يم او د هر چا چې زه مولا يم؛نو علي يې ولي دى .))

ليکوال : دا روايت يې د اووم ټوک د لومړي قسم په ٧٨ مخ کې هم راوړى او پکې راغلي : شهادت ورکوو،چې د “خم غدير” پر ورځ حال داچې رسول اکرم (ص) حضرت علي له لاسه نيولى و، وويل : ((شهادت نه ورکوئ، چې ما د خداى رسالت تر سره کړ ؟ )) ورته وويل شول : هو شهادت ورکوو . رسول الله (ص) وويل : (( د چاچې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))

دا روايت ابن اثير جرزي د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٠٥ مخ کې راوړى او دا زياتوالى هم پکې راغلى : (( خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او مرسته وکړې د هغه چې د علي مرسته کوي او مرسته و نه کړې د هغه چې د علي مرسته نه کوي . )) دا روايت طحاوي هم د مشکل الاثار د دويم ټوک په ٣٠٧ مخ کې او د ( و انصر من نصره و اخذل من خذله ) غونډله يې هم راوړې ده .

( اصابه : څلورم ټوک،لومړى قسم،١٢٨ مخ ) له ابو العباس بن عقده ( د موالات د کتاب خاوند )څخه روايتوي : سعد بن طالب ابو غيلان راته وويل : ابواسحاق را ته وويل : يوې ډلې،چې نومونه يې نشم اخستى راته روايت کړى،چې حضرت علي په رحبه کې خلکو ته قسم ورکړ،چې هغوى دې له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې له رسول الله اورېدلي : ((  د چاچې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى .)) چې يوه ډله پاڅېده او شهادت يې ورکړ، چې حضرت عبدالرحمن بن مدلج هم پکې و .

همدا مانا ابن شاهين له ابن عقده نقل او ابو موسى استدراک کړى دى .

ليکوال : ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د درېم ټوک په ٣٢١ مخ کې راوړى،چې پکې راغلي : شهادت يې ورکړ،چې دا خبره يې د خداى له نبي اورېدلې او هغوى چې پردې شهادت پرده واچوله او شهادت يې ور نه کړ؛نو تر مړينې مخکې ړانده شول او يا په کوم آفت ککړ شول .

( اصابه : اووم ټوک،لومړى قسم،١٥٦ مخ ) وايي : ابوالعباس بن عقده د موالاة په کتاب کې د ابا قدامه انصاري نوم اخستى _ ابوالعباس په خپل کې د غدير د حديث د نقلولو لارې شمېرلې دي _ او د محمد کثير له فطر له حضرت ابي  الطفيل له لارې روايت کړى چې وايي : موږ له علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغوى دې پاڅي چې د “خم غدير” په کيسه کې وو چې اتلس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ چې په کې ابو قدامه انصاري هم و.

بيا اصابه وايي : دا روايت ابو موسى استدراک کړى دى .

ليکوال : ابن اثير جرزي هم د اسدالغابه د پينځم ټوک په ٢٧٦ مخ کې راوړى او د سند تر راوړو وروسته يې ويلي دي : حضرت ابي الطفيل : موږ له حضرت علي سره وو چې خلکو ته يې قسم ورکړ چې هغه کسان دې له خپل ځايه پاڅي چې د “خم غدير” په پېښه کې وو چې بيا اوولس کسان پاڅېدل ابوقدامه انصاري هم پکې و، شهادت يې ورکړ،چې له رسول الله سره له حجة الوداع څخه راستنېده او ماسپيښين و، چې رسول الله مو وليد او حکم يې وکړ،چې د ونو ښاخونه سره وتړئ او بيا يې پرې څادرونه هوار کړل او بيا جارچيانو د لمانځه  غږ کړ، ټولو لمونځ وکړ او بيا رسول اکرم د خداى تر ستاينې وروسته وويل : (( خلکو! خبر ياست،چې خداى زما مولا او زه د مؤمنانو مولا يم او پر مؤمنانو تر هغوى وړ او واک يې زما په لاس کې دى ؟))  ( دا خبره يې څو ځلې وکړه او هر ځل ورته خلکو ) وويل : هو خبر يو .

بيا حال داچې ستا لاسونه يې په خپلو لاسونو کې وو، وويل: (( د چا چې  زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى ، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه  . )) او دا دعا يې درې ځلې وکړه .

( اسدالغابه : لومړى ټوک، ٣٠٨ مخ ) وايي : ابو احمد عسکري په خپل سند له عمارة بن يزيد له عبدالله بن علاء له زهري ( تردې چې وايي ) څخه روايت کړى،چې وايي : له اباجنيدة جندع بن عمرو بن مازن (رض) څخه مې واورېدل،چې د خداى له استازي يې اورېدلي دي : (( کور دې د هغه وسوځي،چې په لوى لاس په ما پورې دروغ تړي . )) او همداراز مې ترې واورېدل : _ او که داسې نه وي؛نو خداى دې زما دواړه غوږونه کاڼه کړي _ له حجة الوداع څخه د راستنېدو پر مهال،چې په “خم غدير” کې يې خطبه وويله او حال داچې حضرت علي يې له لاسه نيولى و ، وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛ نو دا يې ولي دى،خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) عبدالله وايي : ما زهري ته وويل :دا حديث په شام کې چا ته مه وايه؛ځکه هلته د اوبو څښکلو په څېر حضرت علي ته کنځلې کوي . په ځواب کې يې راته وويل : پر خداى،چې د حضرت علي په فضيلت کې دومره حديثونه لرم،چې که  مې ورته وويل؛ نو و به مې وژني.

( اسدالغابه : درېم ټوک،٣٠٧ مخ ) په خپل سند له حضرت اصبغ بن نباته روايتوي،چې وايي : علي په کوفه کې خلکو ته قسم ورکړ،چې په تاسې کې دې يوازې هغه کسان له خپل ځايه پاڅي،چې په “خم غدير” کې يې په خپله  له رسول الله  اورېدلي وي : ((  د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . ))  بيا لس او يو څو نور تنه، چې پکې ابوايوب انصاري، ابوعمرة بن محصن، ابوزينب، سهل بن حنيف، خزيمه بن ثابت، عبدالله بن ثابت انصاري، حبشى بن جناده سلولى، عبيده بن عازب انصاري، نعمان بن عجلان انصاري، ثابت بن وديعه انصاري، ابوفضاله انصاري او عبدالرحمن بن عبدرب (رضى الله عنهم) پاڅېدل او شهادت يې ورکړ، چې موږ د خداى له استازي واورېدل، چې ويل يې : (( عزوجل څښتن زما ولي او زه د مؤمنانو ولي يم او پوه شئ ! زه چې د هر چا ولي وم؛نو علي يې مولا دى؛نو  خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه او د هغه ملاتړ شې،چې د علي  ملاتړ وي.))

( ابن قتيبة؛الامامه و السياسه :٩٣ مخ ) له همدان څخه  د برد په نامه يو سړى معاويه بن ابوسفيان ته راغى او وا يې ورېدل،چې ( عمرو) حضرت علي ته کنځلې کوي،چې ورته يې وويل : زما سپين ږيرو د خداى له استازي اورېدلي چې (( د چا چې زه مولا يم؛نو علي يې مولا دى .)) نو آيا دا حديث صحيح دى که باطل ؟ عمرو وويل : حق دى او زه به تردې درته ډېر ووايم او هغه داچې د رسول الله په اصحابو کې د حضرت علي هومره يو هم فضيلت نه لري .

( طحاوي؛مشکل ا لاثار : دويم ټوک،٣٠٧ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن علي له پلار حضرت علي روايتوي،چې وايي : پېغمبر اکرم په “خم غدير” کې له خپلې کېږدۍ راووت  او زه يې له لاسه ونيوم او و يې ويل : (( خلکو! آيا تاسې نه وئ،چې ويل مو چې پالونکى مو الله دى؟)) ورته وويل شول : هو موږ وو . رسول الله : (( آيا هغه خلک نه وئ،چې ويل به مو چې واک مو د خداى او د خداى د استازي په لاس کې دى او دا چې خداى او استازى يې ستاسې مولا دى ؟ )) خلکو وويل : هو همداراز ده . رسول الله (ص) : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى او زه په تاسې کې دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم؛که منګولې مو پرې ولګولې؛نو تر ما وروسته به هېڅکله بې لارې نشئ،چې يو يې د خداى کتاب او بل يې زما اهلبيت دي .))

( مناوي؛فيض القدير : شپږم ټوک،٢١٨ مخ ) د غدير حديث يې له ديلمي په دې ټکيو راوړى : ( د چاچې زه پېغمبر وم؛نو علي يې ولي دى ) او وايي : نو ځکه حضرت ابابکر _ د دارقطني د وينا له مخې _ وويل : علي د رسول الله عترت دى .

ليکوال : دا روايت مناوي هم د کنوزالحقايق په ١٤٧ مخ کې په دې عبارت راوړى : ( د چاچې زه ولي وم؛ نو علي يې ولي دى . ) او په پاى کې وايي : ديلمي ويلي دي .

( هيثمي ؛ مجمع : اووم ټوک،١٧ مخ ) حضرت عمار ياسر : حضرت علي بن ابيطالب د مستحب لمانځه پر رکوع و، چې سوالګر يې مخې ته ودرېد او حضرت علي خپله په لاس ګوته سوالګر ته ورکړه. پېغمبر اکرم چې راغى؛نو سوالګر ورته کيسه وکړه،چې بيا دا آيت راغى :[ إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ] رسول اکرم آيت ووايه او بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې مولا دى . خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) ( طبراني )

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٠٥ مخ ) حضرت زيد بن ارقم : د خداى نبي حکم وکړ،چې تر ونو لاندې ځاى جارو او ابپاشي کړئ او بيا يې موږ ته خطبه وويله او په خداى قسم،چې تر قيامته پورې د هر څه وړاندوينه يې راته وکړه او بيا يې وويل : (( خلکو ! څوک دى،چې ستاسې واک يې په لاس کې دى ؟ )) خلکو ورته وويل : خداى او استازى يې ! رسول الله : (( د چا چې زه مولا وم؛نو دا يې مولا دى .)) او بيا يې علي له لاسه ونيو او ټولو ته يې وښود او بيا يې وويل : (( خدايه ! د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه ! )) ( وايي ) دا روايت طبراني او بزار تر دې هم بشپړ نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٠٥ مخ ) وايي : له داود بن يزيد اودي له پلاره روايت کړى،چې وايي : حضرت ابوهريرة،چې جومات ته راننووت؛نو خلک ترې راتاو شول،چې دا مهال يو ځوان پاڅېداو و يې ويل :پر خداى مو قسم، چې آيا د خداى له رسوله دې اورېدلي چې : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى .خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) حضرت ابوهريره وويل : شهادت ورکوم، چې د خداى له استازي مې اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه.)) (وايي ) : دا روايت ابويعلي او ورته يو بل روايت بزار او طبراني په اوسط کې نقل کړى دى .

هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٠٦ مخ کې وايي : حضرت انس بن حويرث وايي : پېغمبراکرم (ص) وايي : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . )) ( وايي ) : دا روايت طبرانې نقل کړى او رجال يې ډاډمن دي .

 ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک، ١٠٧ مخ )  حميد بن عمارة : له خپل پلاره مې واورېدل،چې ويل يې : د خداى له استازي مې اورېدلي : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . خدايه د دوستانويې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) ( دا خبره يې په داسې حال کوله،چې علي يې له لاسه نيولى و . (بزار)

 ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٠٨ مخ ) حضرت ابن عباس : د خداى رسول وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛علي يې مولا دى . )) ( طبراني )

  د يارانو مبارکي

( د امام احمد بن حنبل مسند : څلورم ټوک،٢٨١ مخ ) په خپل سند له حضرت براء بن عازب څخه روايتوي،چې وايي : په يوه سفر کې له رسول الله سره وو،چې په “خم غدير” کې تم شو ( حديث ته هماغسې ادامه ورکوي؛لکه څنګه چې په صحيح ابن ماجه کې راغلى ) بيا يې حضرت علي له لاسه ونيو او رسول الله (ص) وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى ، خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه.)) حضرت براء  بن عازب وايي : حضرت عمر،چې حضرت علي وليد؛نو ورته يې وويل : د ابوطالب زويه مبارک دې شه، چې د تل لپاره د مؤمن او مؤمنې مولا شوې .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د مائدې د سورت د (أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت په تفسير کې وايي : ددې آيت لسمه وجه او شان نزول دادى،چې د حضرت علي په فضيلت کې نازل شوى او تر نازلېدو وروسته يې د خداى نبي د حضرت علي لاس ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى،خدايه د دښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست وسه . )) چې بيا عمر (رض) راغى او حضرت علي ته يې وويل : مبارک دې شه، چې د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې .

( خطيب بغدادي؛ د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،٢٩٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابوهريره روايتوي،چې وايي : څوک چې د ذي الحجه په اتلسمه روژه شي؛نو د شپږ مياشتو د روژو ثواب به ورته ليکل کېږي؛ځکه  د “خم غدير” ورځ ده،چې پر هغه ورځ رسول الله (ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا د مؤمنانواو تر هغوى وړ نه يم ؟ )) ورته وويل شول : هو يې ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . )) تر دې وروسته حضرت عمر بن خطاب راغى او و يې ويل : بخ بخ لک يابن ابيطالب چې د تل لپاره زما او د هر مسلمان مولا شوې . بيا خداى دا آيت راولېږه : (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)

( فيض القدير : شپږم ټوک،٢١٧ مخ ) په شرح کې يې وايي : چې کله حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رسول اکرم(ص)  له خولې واورېدل، چې حضرت علي ته وايي : ((من کنت مولاه فعلى مولاه ))؛نو راغلل او حضرت علي ته يې  وويل : د ابوطالب زويه ! د تل لپاره د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې .

ليکوال : دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې راوړى او هغه روايت دى،چې په اصل کې دارقطني له حضرت سعد بن ابي  وقاص څخه نقل کړى دى .

(  محب طبري؛ذخائر العقبى : ٦٨ مخ ) وايي : عمر(رض) وايي : يو څو بيدياني عربان په جنګ ورته راغلل،چې  حضرت عمر،حضرت علي ته وويل : اباالحسنه ! په دوى کې ورمندون- قضاوت وکړه . حضرت علي هم په هغوى دوو کې ورمندون وکړ . په هغوى کې يو نيوکه وکړه او و يې ويل : دا به په موږ کې ورمندون کوي . حضرت عمر له ځايه پاڅېد او هغه يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل : هغه پېژنې،چې څوک دى ؟ دا زما او د هر مؤمن مولا دى او د چا چې هغه مولا نه وي؛نو مؤمن نه دى. وايي: دا روايت ابن سلمان په موافقات کې راوړى دى .

ليکوال : دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٠٧ مخ کې له دارقطني روايت کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) وايي : حضرت عمر ( هغه سړي ته چې شخړه يې ورسره راغلې وه ) وويل : په موږ کې به هغه سړى _ حضرت علي ته يې اشاره وکړه_ ورمندون کوي . سړي  وويل : هغه سړى به په موږ کې ورمندون کوي ؟! حضرت عمر له ځايه ورپاڅېد او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل : خبريې،چې څوک ښيې ؟ دا زما او د هر مسلمان مولا دى . وايي : ابن سمان نقل کړى دى .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) سالم وايي : يو سړي حضرت عمر ته وويل : ته له علي سره داسې په درناوي چلن کوې، چې د رسول اکرم (ص) له يو صحابي سره يې هم نه کوې .عمر (رض) ورته وويل :ځکه هغه زما مولا دى .

ليکوال : دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٢٦ مخ کې نقل کړى دى.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) حضرت عمر : علي د هغه مولا دى،چې رسول الله يې مولا و . (ابن السمان )

 د “خم غدير” پر ورځ  رسول الله (ص) د حضرت علي پر سر پګړۍ کېښووه

( ابي  داوود طيالسي؛ مسند : لومړى ټوک،٢٣ مخ ) په خپل سند د  حضرت علي له خولې وايي : د “خم غدير” پر ورځ رسول اکرم راته پګړۍ پر سر کړه،چې شا ته راځنګېده ( بيا وايي ) : خداى د بدر او حنين پر ورځ په هغه پرښتې زما مرسته وکړه،چې د “خم غدير” د پګړۍ په څېر پګړۍ يې درلوده .

دا روايت بيهقي هم د سنن په ١٤ مخ کې  او بن حجر د اصابه د څلورم ټوک، لومړي قسم په ٤١ مخ کې راوړى،چې پکې راغلي : توره پګړۍ وه پر وليو مې راځنګېده . بيا وايي : دا بغوي روايت  کړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٦٠ مخ ) حضرت علي وايي : رسول اکرم (ص) راته د “خم غدير” پر ورځ پر سر پګړۍ کېښووه،چې شا ته هم ځنګېده ؛( وايي چې په يو بل نقل کې راغلي ) پر دواړو وليو مې راوځنګېده او بيا يې  وويل : د بدراو حنين پر ورځ مې خداى په هغو پرښتو مرسته وکړه،چې زما د “خم غدير”  د ورځې پګړۍ يې پر سر وې او بيا وايي : پګړۍ د کفر او ايمان ترمنځ واټن ده ( په بل نقل کې راغلي ) د مسلمان او کافر ترمنځ واټن ده ( د حديث تر پايه ) بيا وايي : دا روايت ابن ابي  شيبه، ابو داوود طيالسي، ابن منيع او بيهقي نقل کړى دى .

(ابن اثير جرزي؛اسد الغابه : درېم ټوک،١١٤مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالاعلى ابن عدى روايتوي،چې وايي : د “خم غدير” پر ورځ رسول الله (ص)، حضرت علي راوغوښت او پر سر يې ورته پګړۍ کېښووه او پر شا يې هم راوځنګېده او بيا يې وويل : تل داسې پګړۍ تړئ، چې پګړۍ د اسلام ښکارندوى ده او د مسلمان او کافر ترمنځ بريد دى .

ليکوال : دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په٢١٧ مخ کې راوړى دى .

 د (  يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت د“خم غدير” پر ورځ راغلى دى

( واحدي؛ اسباب النزول : ١٥٠ مخ ) وايي : ابو سعيد بن محمد بن علي صفار وويل چې حسن بن احمد مخلدي وويل : موږ ته محمد بن حمدون بن خالد وويل : موږ ته محمد بن ابراهيم خلوتي وويل : ما ته حسن بن حماد بن سجاده وويل : علي بن عابس له اعمش له ابي  حجاب له عطيه له ابي سعيد خدري (رض) روايت کړى،چې د ( يا يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ) آيت د “خم غدير” پر ورځ د علي بن ابيطالب رضى الله عنه په اړه  نازل شوى دى .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د مائدې د سورت د (يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ) د آيت په تفسير کې وايي : لسم _؛يعنې له هغو وجهو لسم،چې مفسرين يې ددې آيت د نزول په اړه  بيانوي _ دادى، چې د حضرت علي بي ابيطالب په فضيلت کې راغلى دى او همداچې نازل شو؛نو رسول اکرم (ص) هغه له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى، خدايه د دوستانو يې دوست او دښمنانو يې دښمن وسه . )) او تر دې وروسته، چې حضرت عمر،حضرت علي وليد؛نو ورته يې وويل : د ابوطالب زويه ! مبارک دې شه، چې زما او د هر مؤمن او مؤمنې ولي شوې . ( فخر رازي وايي ) دا خبره د حضرت ابن عباس، حضرت براء بن عازب او حضرت محمد بن علي ده .

 د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت د “خم غدير” پر ورځ نازل شوى دى

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) تر آيت لاندې ليکي : ابن مردويه او ابن عساکر دواړو له ابي  حضرت سعيد خدري نقل کړى،چې ويلي يې دي : چې کله رسول اکرم (ص) ،حضرت علي نصب کړ او د ولايت نعره يې ووهله؛نو جبراييل راغى او د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت يې راووړ .

سيوطي په درالمنثور کې د مائدې د سورت د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) تر آيت لاندې ليکي : ابن مردويه ، خطيب  او ابن عساکر له حضرت ابي  هريره روايت کړى،چې د “خم غدير” ورځ؛يعنې د ذي الحجې اتلسم شو؛نو پاک نبي وويل : (( د چا چې زه مولا يم؛ نو علي يې مولا دى . )) بيا خداى دا آيت راولېږه : (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،٢٩٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي هريره نقل کړى،چې وايي : څوک چې د ذي الحجې په اتلسم روژه شي؛نو د شپېتو روژو ثواب ورته ليکل کېږي، چې دا ورځ د “خم غدير” ورځ ده،چې پر هغه ورځ رسول الله (ص)،حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( آيا زه د مؤمنينو مولا نه وم ؟ )) ورته وويل شول : هو تاسې د مؤمنانو ولي ياست ! بيا يې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛نو علي يې ولي دى . )) بيا حضرت عمر بن خطاب وويل : بخ بخ لک يابن ابيطالب ! مبارک دې شه چې زما او د هر مسلمان مولا شوې . بيا سبحان څښتن د (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) آيت راولېږه . ( د حديث تر پايه ) او دې حديث ته ورته يو بل روايت هم خطيب له بلې لارې نقل کړى دى .

 حارث بن نعمان پر الهي عذاب ککړ شو؛ځکه  د “خم غدير” پر ورځ يې د خداى د رسول پر کار خوښ نه شو

(  شبلنجي؛ نورالابصار :٧١ مخ ) وايي : امام ابواسحاق ثعلبي په خپل تفسير کې نقل کړى،چې يو سړي له سفيان بن عينيه وپوښتل : د (سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ) آيت د چا په اړه  راغلى دى ؟ سفيان ورته وويل : له ما دې داسې څه وپوښتل ،چې تر اوسه لا چا نه وه پوښتلې  پلار مې له جعفر بن محمد له خپلو پلرونو نقل کړي،چې د “خم غدير” ورځ شوه؛نو رسول اکرم (ص) جارچيانو ته حکم وکړ، چې د لمانځع غږ وکړئ او چې ټول راټول شول؛نو رسول اکرم(ص)، حضرت علي له لاسه ونيو او و يې ويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې ولي دى . )) چې دا خبره په چټکه په ټولو ښارونو کې خپره شوه او حارث بن نعمان هم ترې خبر شو،پر اوښ سپور د خداى رسول ته راغى له اوښه راکوز شو او و يې ويل : محمده ! د خداى له اړخه دې حکم راکړ، چې شهادت ورکړو،چې بې له خدايه بل خداى نشته او داچې ته پېغمبر يې؛موږ هم درسره ومنله . حکم دې وکړ،چې پينځه وخته لمونځ وکړو؛ و مو منله . حکم دې وکړ،چې  زکات ورکړئ ؛ ومو منله . حکم دې وکړ، چې د رمضان په مياشت کې روژه ونيسئ؛ ومو نيوله . حکم دې وکړ چې حج وکړ؛ومو کړ؛خو ته په دې ټولو راضي نه شوې او د خپل د تره زوى لاس دې پورته کړ،چې هغه تر موږ غوره کړى او بيا دې وويل : (( د چا چې زه مولا وم؛علي يې مولا دى . ))؛نو آيا دا خبره د خداى ده او که له ځانه دې کړى ده ؟ د خداى نبي ورته وويل : قسم پر خداى چې بې له هغه بل خداى نشته،چې دا خبره بې له خدايه د بل چا خبره نه ده . دا مهال حارث شا کړه،چې ستون شي او ويې ويل : خدايه ! که محمد رښتيا وايي؛نو پر ما کاڼي راووروه او يا مې پر سخت عذاب ککړ کړه . تر اوسه لا پر خپل اوښ نه و سپور شوى،چې له اسمانه پرې ټبره راګوزاره شوه او ځاى پر ځاى يې مړ کړ او ورپسې سملاسي دا آيتونه راغلل : [سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ . لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ . مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ (معارج/۱- ۳)]

ليکوال : دا روايت  مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې نقل کړى؛خو د هغه په نقل کې سفيان د جعفر بن محمد نوم نه دى راوړى .

رسول الله (صلی الله علیه و آله و سلم) فرمايي :

مَنْ كُنْتُ مَوْلاهُ، فَهذا عَلِىٌّ مَوْلاهُ د چا چې زه سرور او مولا يم؛نو علي يې مولا دی[1]

[1]  امام محمد حنبل ١/٨٤مخ

سنن ترمذی: زید بن ارقم عن النبی(ص) قال: من کنت مولاه فعلی مولاه. [ترمذی، محمد بن عیسی، بیروت، دارالفکر، ج12، ص175]

مصنف ابن ابی شیبه: حدثنا مطلب بن زیاد عن عبدالله بن محمد بن عقیل عن جابر بن عبدالله قال: کنّا بالجحفة بغدیر خم إذا خرج علینا رسول الله فأخذ بید علی فقال: من کنت مولاه فعلی مولاه.[ المصنف، ابن ابی شیبه، ج7، ص495، بیروت، دارالفکر، 1409]

المعجم الکبیر للطبرانی: عن أبی إسحاق الهمدانی قال سمعت حبشی بن جناده یقول: سمعت رسول الله(ص) یقول یوم غدیر خم: اللهم من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه و انصر من نصره و اعن من اعانه.[ معجم الکبیر، طبرانی، ج4، ص4]

الدر المنثور عن ابی هریره: لما کان یوم غدیر خم و هو یوم ثمانی عشر من ذی الحجة قال النبی (ص): «من کنت مولاه فعلی مولاه فانزل الله الیوم اکملت لکم دینکم

تفسیر ابن کثیر: (یا ایها الرسول بلغ ما انزل الیک…) د شان نزول په باب وايي: و قد روی ابن مردویه من طریق ابی هارون عن ابی سعید خدری انها نزلت علی رسول الله(ص) یوم غدیر خم حین قال لعلی: «من کنت مولاه فعلی مولاه» ثم رواه عن أبی هریره و فیه انه الیوم الثامن عشر من ذی الحجه یعنی مرجعه من حجة الوداع. [تفسیر اللباب، ابن عادل، ج15، ص456؛ ارشاد العقل السلیم، محمد بن محمد العمادی (ابوالسعود) ج6، ص376]

آلوسی تفسیر: عن ابن عباس (رضی الله تعالی عنه) قال: نزلت هذه الایة فی علی (کرم الله وجهه) حیث امر سبحانه ان یخبر الناس بولایته فتخوف رسول الله أن یطعنوا فی ذلک علیه فاوحی الله تعالی الیه هذه الایة فقام بولایته یوم غدیر خم و أخذ بیده. فقال (علیه الصلاة و السلام): «من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه؛ [الدر المنثور، جلال الدین سیوطی، ج3، ص323]

فتح القدیر: قال رسول الله(ص) إلی بریده: یا بریده ألست بالمؤمنین من أنفسهم؟ قلت: بلی یا رسول الله. قال: «من کنت مولاه فعلی مولاه».[ تفسیر القرآن العظیم، ابن کثیر، محقق سامی بن محمد، ج3، ص28، دارطیبه للنشر، 1420]

 رازای تفسیر: نزلت الایة فی فضل علی بن ابی طالب(ع) و لما نزلت هذه الایة أخذ بیده و قال: «من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه». فلقیه عمر فقال: هنیئاً لک یا بن ابی طالب أصبحت مولای و مولی کل مؤمن و مؤمنة. و هو قول ابن عباس و البراء بن عازب و محمد بن علی [مفاتیح الغیب، فخر رازی، ج6، ص113.]

 امالی، المحاملی: قال سعید بن جبیر عن ابن عباس: قال رسول الله(ص) : «من کنت مولاه فعلی مولاه [امالی، المحاملی(235 ـ 330)، اسماعیل بن محمد، ج1، ص36، دار ابن القیم و المکتبه الاسلامیه، 1991م.]

 لاندې علماې کرامو د دې حدیث (غدیر) پر تواتر باندې اعتراف کړی:

1 . شمس الدين ذهبي (مړ748هـ)
شرح حال ذهبي
2 . ابن حجر عسقلاني (مړ 852 هـ )
شرح حال ابن حجر عسقلاني
3 . ابن حجر الهيثمي (مړ974هـ)
شرح حال ابن حجر هيثمي
4 . جلال الدين سيوطي (مړ 911هـ)
شرح حال سيوطي
5 . أبو حامد غزالي (مړ505هـ)
شرح حال أبو حامد غزالي
6 . ملا علي قاري (مړ1014هـ)
شرح حال ملا علي قاري
7 . علامه شمس الدين الجزري الشافعي (مړ833هـ)
شرح حال علامه جزري
8 . سبط بن جوزي (مړ 654هـ)
شرح حال ابن جوزي
9 . علامه اسماعيل بن محمد العجلوني الجراحي (مړ 1162هـ)
شرح حال العجلوني
10 . محمد بن اسماعيل صنعاني (مړ1182هـ)
شرح حال صنعاني
11 . محمد بن جعفر الكتاني (مړ1345هـ)
12 . محمد ناصر الباني (1332هـ . 1914م ؛ 1420هـ – 1999م)
شرح حال الباني
13 . شعيب الأرنؤوط (معاصر)

لاندې علماوو د دې حدیث (غدیر) پر سموالي او صحت باندې اعتراف کړی دی :

1 . ترمذي  له أبو طفيل څخه
2 . ابن ماجه قزويني له سعد بن أبي وقاص (رض) څخه
3 . ابن ماجه قزويني از له براء بن عازب(رض) څخه
4 . ابن حجر عسقلاني له حضرت علي څخه
5 . امام احمد بن حنبل له رياح بن الحرث څخه
6 . امام احمد بن حنبل له أبي طفيل څخه
7 . امام احمد بن حنبل له سعيد بن وهب او زيد بن يسع څخه
8 . امام نسائي له زيد بن أرقم (رض) څخه
9 . امام نسائي له سعد بن أبي وقاص (رض) څخه
10 . حاكم نيشابوري له زيد بن أرقم (رض) څخه
11 . بزار له زيد بن يثيع څخه
12 . بزار له سعد بن أبي وقاص (رض) څخه
13 . ابن أبي عاصم له حضرت علي څخه
14 . طبراني له زيد بن أرقم (رض) څخه

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!