تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الهي عدل سره له دې،چې خداى ډېر صفتونه لري؛لکه لورنه،حکمت،ځواک، خالقيت،علم او ……؛خو ولې يوازې عدل د دين په اصولو کې دی؟ ددې ټاکنې انتخاب هم تاريخي ريښه لري او هم سياسي . الف : تاريخي ريښه يې د اسلامي تاريخ په ړومبيو پېړيو کې ده .هغه مهال،چې د مسلمانانو يوې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الهي عدل

سره له دې،چې خداى ډېر صفتونه لري؛لکه لورنه،حکمت،ځواک، خالقيت،علم او ……؛خو ولې يوازې عدل د دين په اصولو کې دی؟

ددې ټاکنې انتخاب هم تاريخي ريښه لري او هم سياسي .

الف : تاريخي ريښه يې د اسلامي تاريخ په ړومبيو پېړيو کې ده .هغه مهال،چې د مسلمانانو يوې وړې ډلې (اشعارو) د خداى عادل والى لازم نه ګاڼه او ويل يې : هر کار،چې خداى وغوښت او ترسره يې کړ،هماغه سم دى،که څه هم دا کار د عقل له پلوه رټل شوى وي! د ساري په ډول: ويل يې : که خداى،حضرت علي دوزخ ته او وژونکى يې (ابن ملجم مرادي) جنت ته بوځي؛نو پروا نه لري؛خو موږ دا سول-منطق نه منو او د عقل او قرآن شريف د سول له پلوه وايو،چې د خداى ټول کارونه د حکمت له مخې دي او هېڅ داسې کار نه کوي،چې ظلم او ناوړه وي البته خداى ته هرکار اسان دى؛خو د خپل حکمت پر خلاف يو کار هم نه کوي؛لکه څنګه چې موږ ځواک لرو،خپله سترګه ړنده کړو؛خو داسې نه کوو؛ځکه دا کار د حکمت له مخې نه دی ؛نو له ځواکه ګټنه په دې پورې اړه لري،چې عمل له عدل،حکمت او پخوانيو ژمنو سره همغږى وي. هغه خداى، چې ژمنه يې کړې،مؤمنان به جنت او فاسقان به دوزخ ته بوځي؛نو که اوس بې له دې کوم کار وکړي؛نو پر ژمنه يې عمل نه دى کړى او دا کار رټل شوى وي او خداى کله هم رټل شوى کار نه کوي .

موږ،چې وايو خداى ظلم نه کوي؛نو د هغه ځواک مو محدود کړى نه دى؛بلکې دا حکمت دى،چې لامل ګرځي د خداى ځواک په مناسب ځاى کې وکارول شي .

ب: سياسي ريښـه يې د امويانو او عباسيانو واکمنۍ ته رسي .

داچې هغوی د خلکو له نيوکو او پاڅونو سره مخ نشي؛نو داسې يې تبليغوله،چې هر څه د خداى په خوښه دي او څوک حق نه لري د خداى د ارادې پر وړاندې خبره وکړي. که موږ واکمنان شوي يو؛نو دا د خداى خوښه وه او څوک پر موږ د نيوکې حق نه لري . په واقع کې داخبره اموي واکمنو ته ښه سياسي ملاتړ و .

د عدل مانا او مفهوم

هر څه په خپل مناسب ځاى کې ايښوولو او هر کار په غوره توګه سر ته رسولو ته عدل وايي؛لکه څنګه چې حضرت علي (ک) وايي : (( العدل يضع الامور و مواضعها )) (١)

دا چې وايو: خداى عادل دى؛يعنې د تکوين په نظام او طبيعت کې يې هر څه په ځانګړي او مناسب نظم پيدا کړي دي.

(( بالعدل قامت السموات والارض )) (٢) او هم د قانون جوړونې او د تشريع په نړۍ کې ټول قوانين عادلانه،پر ځاى او د پيدايښت له موخې سره اړخ لګوي او هېڅ ډول تبعيض او ناروا توپير پکې نشته؛لکه څنګه چې حضرت علي وايي : (( خداى پر خپلو بندګانو له تېري او ظلمه پاک دى او له خپل مخلوق سره په عدل چلن کوي او په هکله يې د عدل له مخې حکم کوي؛نو پر دې بنسټ د الهي عدل غوښتنه ده،چې څښتن(ج) له هر انسانه د هغه د استعداد هومره تمه ولري : ((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا)) (٤) او بيا يې د اختياري کوښښ او وسې په پامنيوي، په اړه يې ورمندون- قضاوت وکړي : ((وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ)) (٥) او د کړنو له مخې يې ورته سزا او انعام ورکړي :(( فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ )) (٦)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست