تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ امام زمخشري (رحمة الله عليه) له زمانې سره د ناجوړۍ شاعرانه انځور ارواښاد محمود زمخشري د خراسان د شپږمې پېړۍ ستر اديب او د كشاف تفسير مولف دى . د دې تفسير د درېم ټوك په پاى كې هغه ته منسوب څو شعرونه كښل شوي، چې پښتو مضمون يې دا دى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

امام زمخشري (رحمة الله عليه)

له زمانې سره د ناجوړۍ شاعرانه انځور

ارواښاد محمود زمخشري د خراسان د شپږمې پېړۍ ستر اديب او د كشاف تفسير مولف دى . د دې تفسير د درېم ټوك په پاى كې هغه ته منسوب څو شعرونه كښل شوي، چې پښتو مضمون يې دا دى :

1 _ كه څوك مې د مذهب په باب وپوښتي،چې پر كوم مذهب يې؟ نو زه خپل مذهب پټوم او ويلاى يې نه شم؛ ځكه د مذهب پټونه مې پر ګټه ده .

2 _ كه ووايم چې حنفي يم؛نو وائي چې د “سرو زرو” په نامه شراب حلال ګڼې،حال دا چې شراب حرام دي .

3 _ كه ووايم چې شافعي يم؛نو وايي چې له خپلى لور سره ( چې له زنا زيږېدلې وي) نكاح روا بولي.

4 _ كه ووايم چې مالكي يم ؛نو وايي چې د سپي غوښه روا بولي .

5 _ كه ووايم چې حنبلي يم،وايي چې دروند دى،حلولي دى مبغوض دى او خداى جسم ګڼي .

6 _ كه ووايم چې اهل حديث او اخباري يم؛نو وايي چې وزه ده، څه نه پېژني او نه پر څه پوهېږي.

7 _ زه د دې زمانې له اوسېدونکيو حيران يم او د ژبې له شره يې بچ نه يم .

8 _ زمانې شاته وغورځولم او يوه ډله رامخې ته يې كړه،حال دا چې هغوى ناپوه او زه پوه وم .

9 _ له هغې ورځې چې ناپوهان نېكمرغه شول؛نو زه پوه شوم چې د ” ميم ” په څېر يم چې “افلح” او “اعلم” مې نه شي ويلاى.

(يعنې ميم له شفوى ټکيو دى،د چا چې پورته شونډه پړقه شلېدلې وي ورته “افلح” وائي او د چا چې كښته شلېدلې وي ورته “اعلم” وائي،چې طبعاً داسې سړى “ميم” نه شي ويلى؛نو ارواښاد زمخشري هم له زمانې سره ناجوړي دغسې انځور كړې ده)

زه خو د زړه درد غواړم په هر یو مذهب کې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ کړې

(خوشحال خان خټک)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!