تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر انسان (دهر) سورت تفسیر په روایتونو کې راغلي: امام حسن و امام حسین رنځوران شول. پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او اصحاب یې پوښتنې ته ورغلل او حضرت علي کرم الله وجهه ته یې وړاندیز وکړ، چې د خپلو زامنو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

انسان (دهر) سورت تفسیر

په روایتونو کې راغلي: امام حسن و امام حسین رنځوران شول. پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او اصحاب یې پوښتنې ته ورغلل او حضرت علي کرم الله وجهه ته یې وړاندیز وکړ، چې د خپلو زامنو روغتیا ته دې نذر وکړه او روژه ونیسي. چې حسنین روغ شول، حضرت علي او حضرت فاطمه درې ورځې روژه شول؛ خو روژه ماتي ته یې خواړه نه درلودل.

حضرت علي له یهودي شمعون نه وربشې پور کړې.ماښام یې په لمانځه پسې چې روژه ماتی کاوه؛ نو پر لومړۍ شپه مسکین ورغی، پر دویمه شپه پلارمړی او پر درېیمه شپه بندي سوالګر ورغی او د حضرت علي د کور تمبه یې وټکوله او خواړه یې وغوښتل. د رسول الله اهلبیتو د الله (ج) د خوښۍ لپاره، خپل خواړه ورکړل او په خپله یې په اوبو روژه ماتوله. الله (ج) یې په ستاینه کې دا سورت نازل کړ.

مهمه داده، چې په دې سپېڅلي حرکت کې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله شریک نه و، چې روښانه شي، دا سورت یوازې د اهلبتیو فضایلو ته نازل شوی دی[1].

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=به نام خداوند بخشنده مهربان

هَلْ أَتی عَلَی الْإِنْسانِ حِینٌ مِنَ الدَّهْرِ لَمْ یَکُنْ شَیْئاً مَذْکُوراً«1» إِنّا خَلَقْنَا الْإِنْسانَ مِنْ نُطْفَهٍ أَمْشاجٍ نَبْتَلِیهِ فَجَعَلْناهُ سَمِیعاً بَصِیراً«2»=هو! پر انسان د روزگار يو (داسې) وخت (پړاو) تېر شوى، چې د يادونې وړ كوم څيز نه و؟په حقيقت كې انسان مو له یو ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ، چې و یې ازمېيو (؛نو ځكه) هغه مو اورېدونكى او ليدونكى وګرځاوه .

 

ټکي:

* «دهر»د زمانې او پېر په مانا او «أَمْشاجٍ» د «مشیج» جمع د ګډ په مانا دی.

* امام باقر (رح) وايي:«کان شیئا لم یکن مذکورا[2]»انسان څیز و، یادونې وړ نه و او بیا روسته یې وړتیا ومونده.

* امام صادق (رح) وايي: انسان په الهي تقدیر کې و؛ خو څه نه و. «لَمْ یَکُنْ شَیْئاً مَذْکُوراً))[3]

* امام باقر (رح) وویل: له «نُطْفَهٍ أَمْشاجٍ» نه مراد له ښځې سره د سړي د څاڅکي یوځای کېدل دي[4].

*ویده وجدانونو راويښولو ته کله اړین دي، چې پرېکنده چارې د پوښتنې په چوکاټ کې اوڅار شي؛ لکه څنګه چې مور خپل اولاد پوښتي: آیا ما شیدې نه دي درکړې؟ په دې آیت کې هم د «هَلْ» کلیمه د «قد» په مانا ده. ((هَلْ أَتی عَلَی الْإِنْسانِ …))؛ یعنې په رښتینه، پر هر انسان یو پېر تېر شوی چې هېڅ شی هم نه.

*کله د انسان ناڅیزتوب طبیعي دی، «لَمْ یَکُنْ شَیْئاً مَذْکُوراً»؛ خو د نامناسبو کړنو په پار، ځان د ناڅیزوالي برید ته رسوي؛ لکه څنګه چې قرآن وايي: ((یا أَهْلَ الْکِتابِ لَسْتُمْ عَلی شَیْءٍ حَتّی تُقِیمُوا التَّوْراهَ وَ الْإِنْجِیلَ وَ …ای کتابیانو!..[5])).

* قرآن،12 ځل د انسان پنځون له څاڅکي ګڼلی دی، چې هم د الله (ج) ځواک معلوم شي، چې له یوه څاڅکي انسان جوړوي او هم انسان غره نشي.

 

پېغامونه:

1- انسان دې د خپل وجود د سرچینې په باب فکر وکړي. «لَمْ یَکُنْ شَیْئاً مَذْکُوراً»

2- انسان یو نوی پنځول شوی او حادث موجود دی. «لَمْ یَکُنْ شَیْئاً مَذْکُوراً»

3- انسان په خپل وجودي بهیر کې تکاملي بهیر ‏درلود او یو لړ پړاوونه یې تېر کړي دي، له پیله موجود نه و ، «لَمْ یَکُ شَیْئاً[6]»تر رامنځ ته کېدو روسته هم څه شی نه و. «لَمْ یَکُنْ شَیْئاً مَذْکُوراً»

4-د کمزوریو یادونه، له انسان غرور لرې او الله (ج) ته یې ورتسلیموي. «لَمْ یَکُنْ شَیْئاً مَذْکُوراً»

5-له ناڅیزه څاڅکي د انسان پنځونه د الهي ستریا یوه پلوشه ده.(( إِنّا خَلَقْنَا الْإِنْسانَ مِنْ نُطْفَهٍ …))

6-الله (ج) پر اوبو په انځورجوړونه خپل ځواک څرګندوي. «مِنْ نُطْفَهٍ أَمْشاجٍ»

7-د انسان پنځونه حکیمانه ده او موخه لري.((خَلَقْنَا الْإِنْسانَ … نَبْتَلِیهِ))

8-انسان، مسئول او مکلف موجود دی. ( ازمېینه د پازوالۍ نښه ده.) «نَبْتَلِیهِ»

9- الله (ج) د تاریخ په ترڅ کې ټول انسانان ازمېیلي دي. «نَبْتَلِیهِ»

10-د لیدو او اورېدو د دوو ځانګړنو بیانول، د بېلګې لپاره دي، ګنې د انسان ټول وجود ازمېیل کېږي. «سَمِیعاً بَصِیراً»

 

إِنّا هَدَیْناهُ السَّبِیلَ إِمّا شاکِراً وَ إِمّا کَفُوراً«3» إِنّا أَعْتَدْنا لِلْکافِرِینَ سَلاسِلَ وَ أَغْلالاً وَ سَعِیراً«4»= په رښتینه كې موږ (سمه) لار وروښووله، كه منندوى وي (او ويې مني) که نامنندوى (او ويې نه مني). په حقيقت كې كافرانو ته مو ځنځيرونه، غړوندي او سوځنده اور چمتو كړي دي!

 

ټکي:

* ښیون څو ډوله دی:

کله ښیون فطري وي؛ لکه څنګه چې قرآن وايي: «فَأَلْهَمَها فُجُورَها وَ تَقْواها[7]» الله (ج) مازې بشر ته خیر او شر ورالهاموي.

بل ډول ښیون هغه دی، چې انسان یې په زده کړه، تعقل، مشورې، تجربې او مطالعې لاس ته راوړي.

 او درېیم ډول ښیون هغه دی، چې د انبیاوو او الیاوو په تبلیغ او ارشاد لاس ته راځي.

* مننه کله زړګنۍ وي؛ یعنې ټول نعمتونه له الله (ج) وګڼو؛ کله عملي وي، په دې مانا، چې انسان دې الهي  نعمتونه یوازې په حق لار کې ولګوي او کله په ژبه وي؛ یعنې انسان په ژبه «الحمد لله رب العالمین» ووايي.

* «سلاسل»د «سلسله» جمع او د ځنځیر په مانا او «اغلال» د «غل» جمع او هغه کړۍ ده، چې پر غاړه اچول کېږي او«سعیر» د بل اور په مانا دی.

* امام صادق (رح) تر «إِمّا شاکِراً وَ إِمّا کَفُوراً» آیت لاندې وویل:«عرفناه اما آخذ و اما تارک[8]»موږ لار ورښوولې یا یې نیسي یا یې پرېږدي.

* «سَلاسِلَا وَ أَغْلالاً»؛ یعنې په پښو کې ځنځیز او پر غاړه غاړه کۍ.

* انسان د بندګۍ او له الله (ج) نه د مننې په لار کې کمزروی یا منځنی پړاو وهي؛ خو په سرغړونه کې لوړرپړاوونه وهي. په شکر کې شاکر دی (نه شکور)؛ خو په کفر، کې کفور دی. «إِمّا شاکِراً وَ إِمّا کَفُوراً»؛ یعنې شکر یې معمولي؛ خو کفر یې پیاوړی دی.

 څو نورو بېلګو ته پام وکړئ.

 قرآن وايي:

«إِنَّهُ لَیَؤُسٌ[9]»انسان خورا نهیلی دی.

«إِنَّ الْإِنْسانَ لَظَلُومٌ[10]»په رښتینه چې انسان خورا ظالم دی.

«کانَ الْإِنْسانُ عَجُولاً[11]»انسان عجول او بیړندوی ‏موجود دی.

«کانَ الْإِنْسانُ قَتُوراً[12]»انسان،تنگ نظری دی.

«إِنَّ الْإِنْسانَ خُلِقَ هَلُوعاً[13]»انسان خورا حریص او زړه تنګی دی.

 «إِذا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعاً[14]» چې شر ور ورسي؛ نو زګېروې کوي.

«إِنَّ الْإِنْسانَ لِرَبِّهِ لَکَنُودٌ[15]»انسان د خپل ‏پالونکي په اړه خورا ناشکره او کنجوس دی.

 

 پېغامونه:

1- د انسان ازمېینه، د پوهې او ازادۍ پر بنسټ ده:

پوهه په سترګو، غوږونو، عقل، دننني فطرت او بهرني ښیون، او د اختیار پر بنسټ آزادي، چې ټولو انسانانو ته ورکول شوې ده: (نَبْتَلِیهِ … سَمِیعاً بَصِیراً إِنّا هَدَیْناهُ … إِمّا شاکِراً وَ إِمّا کَفُوراً)

2-الله (ج) پر انسان غاړه خلاصه کړې ده. «إِنّا هَدَیْناهُ السَّبِیلَ»

3- سمه لار یوازې یوه لار ده. «إِنّا هَدَیْناهُ السَّبِیلَ» («سبیل»مفرد کلیمه ده.)

4- ښیون هغه نعمت دی، چې مننې ته اړتیا لري. «إِنّا هَدَیْناهُ السَّبِیلَ إِمّا شاکِراً» (د دین پر لاره روانېدل، الهي شکر او ترې کږلاري کفران او ناشکري ده.)

5- هغوی چې د انبیاوو ښیون نه مني، د کفر پر لوړه درجه یې خپله کړې ده. (ددې پر ځای چې ووايي «اما کافرا»، ویلي یې دي: «إِمّا شاکِراً وَ إِمّا کَفُوراً»؛ ځکه «کفور» د کفر لوړه سوکه ده.)

6- څوک چې شاکر نه وي، کفور دی، درېیمه لار پکې نشته. «إِمّا شاکِراً وَ إِمّا کَفُوراً»

7-د انسان په روزنه کې، تر زېري، د ګواښګرندۍ ونډه ډېره ده. (؛نوځکه قرآن لومړی ګواښنګرندي کوي او بیا زېری ورکوي.) ((إِنّا أَعْتَدْنا لِلْکافِرِینَ …))

8- الهي سزاوې کچې او مېچ لري. «أَعْتَدْنا لِلْکافِرِینَ سَلاسِلَ وَ أَغْلالاً وَ سَعِیراً»

9- هره ټاکنه خپله پایله لري، د کفر پایله دوزخ او د شکر جنت دی. ((إِمّا شاکِراً وَ إِمّا کَفُوراً … إِنّا أَعْتَدْنا لِلْکافِرِینَ … إِنَّ الْأَبْرارَ …))

 

إِنَّ الْأَبْرارَ یَشْرَبُونَ مِنْ کَأْسٍ کانَ مِزاجُها کافُوراً«5» عَیْناً یَشْرَبُ بِها عِبادُ اللّهِ یُفَجِّرُونَها تَفْجِیراً«6»= په حقيقت كې نېكان به (د شرابو) له هغو جامونو څښي، چې كافور ورسره ګډ شوي وي، (هماغه) چينه،چې د الله [نېك] بندګان يې ترې څښي او پخپله خوښه يې هرې خوا ته بهولاى شي.

 

ټکي:

* «ابرار» یا د «بَرّ» جمع ده است؛ (لکه «ارباب» چې د «رَبّ» جمع ده) یا د «بار» جمع ده (؛لکه «اشهاد» چې د «شاهد» جمع ده). په هر حال «بر» د پراخوالي په مانا دی او بیدیا ته یې د پراخوالي له لامله «بر» وايي. نېکچاری انسان پراخه او پرانستې اروا لري او له نېکچارۍ یې مراد شتمنۍ او مقام ته رسېدل نه؛ بلکې تر شتمنۍ او مقام اوچت فکر لري. له نورو سره د نېکچاري انسان لاس پرانستی او اجر یې هم پراخه دی[16].

* «کافور» خوشبوه بوټي ته وايي، چې په سوړوالي او سپینوالی کې مشهور دی.

* «تفجیر» د څېرې کولو په مانا او هغه ته «فاجر» وايي، چې په ګناه د حیا پرده څیرې کړي او فجر هغه رڼا ده، چې د شپې تیاره څیروي.

*د روایتونو له مخې، په دې آیت کې له «ابرار» نه مراد، د پېغمبر اهل بیت علیهم السلام دي، چې د روژې نذر یې وکړ او خپل روژه ماتی یې پلارمړي، مسکین او بندي ته ورکړ، چې په راتلونکیو آیتونو کې راغلي دي.

سره له دې چې ځینې دا آیت مدني بولي؛ خو ځینو مغرض او مخالف وايي: د انسان سورت مکي دی او حسنین په مدینه کې زیږېدلي دي؛ نو ځکه وايي چې دا آیت د اهلبیتو په باب نه دی نازل شوی؛ ځکه د هغوی رنځوري، د پېغمبر پوښتنه کول او د موروپلار روژه یې په مدینه کې وه!

په ځواب کې یې وايو: په ډېری مکي سورتونو کې، مدني آیتونو شتون لري او غوره شاهد یې د ((اسیر)) کلیمه ده، چې په دې آیتونو کې راغلې ده؛ ځکه په مکه کې له مسلمانانو سره کوم بندي نه و او اسیر نیول، مدینې ته تر هجرت روسته د رسول الله په غزاګانو پورې اړوند دی.

 

پېغامونه:

1- احسان او نېکچاري د الهي ښیون د شکر یوه څرک دی. (( إِمّا شاکِراً … إِنَّ الْأَبْرارَ …))

2- جنتي څښاک له معطرو او خوشبویه توکیو سره ګډ دی. «کانَ مِزاجُها کافُوراً»

3-جنتي خوندونه په هغوی پورې اړه مومي، چې ځان یې د عبودیت پړاو ته رسولی وي. «یَشْرَبُ بِها عِبادُ اللّهِ»

4-په دنیا کې د الله (ج) د بندګانو لنډمهالي بې برخېتوبونه په قیامت کې جبرانېږي. «یَشْرَبُ بِها عِبادُ اللّهِ»

5-«اهلبیت» د بېوزلیو د لاسنیوي په پار د «ابرار» په لقب او د الله (ج) د لاروۍ په پار په «عباد اللّه» ملقب شول((. إِنَّ الْأَبْرارَ … عِبادُ اللّهِ))

6- د الله (ج) بندگان، له نورو سره نېکي کوي او نیکان، د خدای بندګان دي‏. ((اَلْأَبْرارَ یَشْرَبُونَ … یَشْرَبُ بِها عِبادُ اللّهِ))

7- د جنتیانو اراده چارسازې ده او څه چې وغواړي وررسي او څه چې وغواړي کېږي‏. «یُفَجِّرُونَها تَفْجِیراً»

 

یُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَ یَخافُونَ یَوْماً کانَ شَرُّهُ مُسْتَطِیراً«7» وَ یُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلی حُبِّهِ مِسْکِیناً وَ یَتِیماً وَ أَسِیراً«8» إِنَّما نُطْعِمُکُمْ لِوَجْهِ اللّهِ لا نُرِیدُ مِنْکُمْ جَزاءً وَ لا شُکُوراً«9» إِنّا نَخافُ مِنْ رَبِّنا یَوْماً عَبُوساً قَمْطَرِیراً«10»=دوى (نېكان) خپل نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې وېرېږي، چې شر (او عذاب) یې خپور وور دی. او (خپل) خواړه سره له دې چې خوښېږي یې (او اړتیا ورته لري) ((مسكين))، ((پلارمړي)) او ((بندي)) ته وركوي. (او وايي:) يوازې د الله لپاره خواړه دركوو (او) هېڅ بدله او مننه درځنې نه غواړو. په حقيقت كې موږ له خپل پالونكي پر هغه ورځ وېرېږو، چې ډېره تریومخې او سخته ده.

 

ټکي:

* «مستطیر» له «سیطره» اخستل شوی؛ یعنې ولکه او جرړه یې «طیر»، چې پراخوالي ته وايي.

* «قمطریر» سخت شر ته ویل کېږي.

 *د ځینو روایتونو له مخې، مسکین، پلارمړي او بندي ته خواړه ورکول په یوه شپه کې وشول او د ځینو روایتونو له مخې، په درېیو پرله پسې شپو کې و او هره شپه یو یې راتله.

* له «یُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلی حُبِّهِ» مراد دادی: سره له دې چې د اهل بیتو خواړه ښه ایسېدل؛ خو بیا یې هم نورو ته ورکړل؛ لکه څنګه چې قرآن په یوه بل ځای کې وايي: «لَنْ تَنالُوا الْبِرَّ حَتّی تُنْفِقُوا مِمّا تُحِبُّونَ» نېکۍ ته به و نه رسۍ؛ خو داچې هغه انفاق کړئ، چې خوښ مو دي[17].

د المیزان تفسیر مفسر وايي: له الله (ج) سره د اهلبیتو مینه په راتلونکي آیت کې اوڅار شوې، چې وايي:«إِنَّما نُطْعِمُکُمْ لِوَجْهِ اللّهِ» او له «عَلی حُبِّهِ» نه مراد، خوړو ته لېوالتیا ده، چې په دې بڼه کې، پر اخلاص سربېره یې ایثار هم جوتېږي.

*که د نامې او شهرت په فکر کې نه وسئ؛ نو الله (ج) به مو نامه تلپاتې کړي. کوم کار چې اهل بیتو وکړ، ډېر توکیز ارزښت یې نه درلود؛ خو دا چې د اخلاص له مخې و، الله (ج) تلپاتې کړ.

*په دې آیت کې مسکین، پلارمړی او بندي په نکره بڼه راغلي، چې وايي: په خوړو ورکولو کې ټاکنه مه کوئ؛ بلکې هر څوک چې و، نفقه ورکړئ.

 * پروین اعتصامي په انفاق کې د اخلاص په باب وایي:

بزرگی داد یک درهم گدا را

که هنگام دعا یاد آر ما را

یکی خندید و گفت این درهم خُرد

نمی ارزید این بیع و شری را

مکن هرگز به طاعت خودنمایی

حجاب دل مکن روی و ریا را

تو نیکی کن به مسکین و تهیدست

که نیکی خود سبب گردد دعا را

به وقت بخشش و انفاق پروین

نباید داشت در دل جز خدا را

 

*له الله (ج) وېره یې له مقامه د وېرې په مانا ده؛ لکه چې په یوه بل ځای کې وايي: «وَ لِمَنْ خافَ مَقامَ رَبِّهِ[18]»

 

پېغامونه:

1- رښتینی‏ کمال هغه مهال وي، چې نېکي په انسان کې بنسټیزه شي.(ټول کمالات د مضارع په بڼه راغلي، چې د فعل د استمرار په مانا دي.) ((یُوفُونَ ، یَخافُونَ ، یُطْعِمُونَ و…))

2- خوراک ورکول او انفاق هغه مهال ارزښتمن دي، چې انفاق شوي څيز ته پخپله هم اړتیا ولرې او خوښ دې وي. «یُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلی حُبِّهِ»

3- اسلام د بېوزلیو، پلارمړیو او بندیانو ملاتړ دی.(( وَ یُطْعِمُونَ الطَّعامَ … مِسْکِیناً وَ یَتِیماً وَ أَسِیراً))

4- د ځینو خوراک خوښ وي او د ځینو خوراک ورکونه. «یُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلی حُبِّهِ»

5- نورو ته خواړه ورکول هغه مهال ارزښتمن دي، چې خپل دې وي او په خپل لاس دې وي. «نُطْعِمُکُمْ»

6- هغه مرسته ارزښتمنه ده، چې د اخلاص له مخې او له هر منت او تمې لرې وي. «نُطْعِمُکُمْ لِوَجْهِ اللّهِ»

7- د اخلاص له مخې انګېزه او په کړنه کې اخلاص دی، چې کړنه ارزښتمنوي. «نُطْعِمُکُمْ لِوَجْهِ اللّهِ لا نُرِیدُ مِنْکُمْ جَزاءً وَ لا شُکُوراً»

8- نېکان نه یوازې په ژبه د مننې غوښتونکي نه دي؛ بلکې په زړه کې هم د ستاینې او مننې په فکر کې نه دي.(( لا نُرِیدُ … شُکُوراً))

9- که څه ابرار د انعام تمه نه لري؛ خو خلک دې هم بې توپیره نه وي. د قصص صورت په ۲۵ آیت کې لولو: حضرت شعیب خپله لور ورواستوله، چې د حضرت موسی د اوبو ورکونې لاسباړه ورکړي. «إِنَّ أَبِی یَدْعُوکَ لِیَجْزِیَکَ أَجْرَ ما سَقَیْتَ»

10- یوازې له انعام تېرېدل، د اخلاص نښه نه؛ بلکې له ستاینې او مننې غوښتنې تېرېدل هم پکار دي. «لا نُرِیدُ مِنْکُمْ جَزاءً وَ لا شُکُوراً»

11-منلی نذر مو ورکړئ او هغوی چې پر منلي نذر وفا نه کوي، له الهي عذابه ‏دې وډار شي. «یُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَ یَخافُونَ یَوْماً»

12- که کوم چار د الله (ج) لپاره وي؛ نو یوازې د هغه له قهره ډارېږو؛ نه د خلکو. «نَخافُ مِنْ رَبِّنا»

13-د الهي انګېزې درلودل، ثواب ته له لېوالتیا یا له عذابه له وېرې سره ټکر نه لري؛ ځکه ثواب او عذاب ‏ هم د الله (ج) دي.(( لِوَجْهِ اللّهِ … إِنّا نَخافُ مِنْ رَبِّنا یَوْماً عَبُوساً)) 

14- په قیامت کې نه یوازې خلک تریو مخې ‏دي؛ بلکه تریومخې ورځ ده.«یَوْماً عَبُوساً»

15-له هغې تریومخې ورځې تېښتې ته، نن مسکین، پلارمړي او بندي ‏ته مه تریو مخي کېږئ‏. «نَخافُ مِنْ رَبِّنا یَوْماً عَبُوساً»

 

فَوَقاهُمُ اللّهُ شَرَّ ذلِکَ الْیَوْمِ وَ لَقّاهُمْ نَضْرَهً وَ سُرُوراً«11» وَ جَزاهُمْ بِما صَبَرُوا جَنَّهً وَ حَرِیراً«12» مُتَّکِئِینَ فِیها عَلَی الْأَرائِکِ لا یَرَوْنَ فِیها شَمْساً وَ لا زَمْهَرِیراً«13» وَ دانِیَهً عَلَیْهِمْ ظِلالُها وَ ذُلِّلَتْ قُطُوفُها تَذْلِیلاً«14» وَ یُطافُ عَلَیْهِمْ بِآنِیَهٍ مِنْ فِضَّهٍ وَ أَکْوابٍ کانَتْ قَوارِیرَا«15» قَوارِیرَا مِنْ فِضَّهٍ قَدَّرُوها تَقْدِیراً«16» وَ یُسْقَوْنَ فِیها کَأْساً کانَ مِزاجُها زَنْجَبِیلاً«17» عَیْناً فِیها تُسَمّی سَلْسَبِیلاً«18»= نو الله (ددې ګروهې او كړنو له لامله) د هغې ورځې له شره خوندي کړي او له ښېرازۍ او خوښۍ سره یې مخامخوي. او د زغم په بدل كې جنت او ورېښمينې [جامې] وركوي. هلته به پر تختونو ډډه وهلي ناست وي، نه به د لمر [ګرمي] او نه (د ژمي) سخت ساړه ويني؛ او د جنت د ونو څانګې به پرې ورټيټې شوې سيورنې وي او د مېوو راشكول به يې ډېر اسان وي. او ګرچاپېره به د سپينو زرو لوښي او بلورينې كوزې ترې ګرځول كېږي (چې له غوره خوړو او څښاکه به ډك وي). د سپينو زرو د بلورينو كوزو اندازه يې پوره سمه ټاكلې ده. او هلته داسې جامونه پرې څښلېږي، چې (شراب) يې له سونډو سره ګډ شوي دي، [او دا څښاك] له [هغې] چينې [دى] چې هلته سلسبيل نومېږي؛

 

 

 

 

ټکي:

* «نَضْرَهً» د ښکلا او ښېرازۍ ‏په مانا ده؛ لکه څنګه چې په یوه بل ځای کې لولو: «وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ ناضِرَهٌ[19]»«ارائک»د «اریکه» جمع،‏ سینګار شوي تخت ته وايي.

* «زمهریر» سختو سړو (یخې هوا) او «قطوف» د «قطف» جمع او د واڼو‏لو په مانا دی.

* «تذلیل» اېلولو او په واک کې ورکولو ته وايي.

* «أَکْوابٍ» د «کوب» جمع، د کاسې په مانا او «قواریر» د «قاروره» جمع، د ښیښې په مانا او «سلسبیل» په جنت کې یوه چینه ده.

* امام باقر (رح) د «جَزاهُمْ بِما صَبَرُوا» آیت تر تفسیر لاندې وویل: د ابرارو ثواب د هغه صبر په پار دی، چې په دنیا کې یې پر بېوزلۍ او کړاوونو کړی و[20]. لکه څنګه چې حضرت علي کرم الله وجهه وویل: «صبرت و فی العین قذی و فی الحلق شجی[21]» صبر مې وکړ، حال دا په سترګو کې مې اغزي او په ستوني کې تېغ و. او د امام حسین په باب لولو:«لقد عجبت من صبرک ملائکه السماوات[22]»په رښتینه کې،  صبر ته دې پرښتې هېښنده شوې.

*د ابرارو اطعام (د نېکانو د خوړو ورکړه) د دوو موخو لپاره وشو: «لِوَجْهِ اللّهِ» و «نَخافُ مِنْ رَبِّنا» او دې ‏دواړو موخو ته هم ورسېدل. «فَوَقاهُمُ اللّهُ شَرَّ ذلِکَ الْیَوْمِ وَ لَقّاهُمْ نَضْرَهً وَ سُرُوراً»

* صابران نه یوازې په قیامت کې ثواب تر ګوتو کوي؛ بلکې په دنیا کې هم الهي سلام او درود تر لاسه کوي. «سَلامٌ عَلَیْکُمْ بِما صَبَرْتُمْ[23]»، «بَشِّرِ الصّابِرِینَ أُولئِکَ عَلَیْهِمْ صَلَواتٌ مِنْ رَبِّهِمْ[24]»، «إِنِّی جَزَیْتُهُمُ الْیَوْمَ بِما صَبَرُوا[25]»

* جنتي نعمتونه د ښه والي په خورا لوړه درجه کې دي. په «نَضْرَهً» ، «سُرُوراً» ، «جَنَّهً» ، «حَرِیراً» کلیمو کې تنوین د ستریا لپاره دی.

 

پېغامونه:

1- الله (ج) مخلصان خپل مراد ته رسوي. ((إِنّا نَخافُ … یَوْماً عَبُوساً – فَوَقاهُمُ اللّهُ شَرَّ ذلِکَ الْیَوْمِ))

2-له الله (ج) د خوف ثمره یې له قهره خلاصون دی.(( إِنّا نَخافُ … فَوَقاهُمُ اللّهُ شَرَّ ذلِکَ الْیَوْمِ))

3-سزا او ثواب دې له کړنو سره انډول ‏وي. (له بېوزلیو ملاتړ‏ او ژغورنه یې، په قیامت کې د انسان د ملاتړ ‏او خلاصون لاملېږي.) «فَوَقاهُمُ اللّهُ شَرَّ ذلِکَ»

4- په نننۍ وېرې پسې د سبا امنیت او د نن په خوشحالولو پسې د سبا خوشحالي ده.(( نَخافُ مِنْ رَبِّنا … فَوَقاهُمُ اللّهُ … وَ لَقّاهُمْ نَضْرَهً وَ سُرُوراً))

5-الهي ثوابونه، د صبر په پار دي. «جَزاهُمْ بِما صَبَرُوا»

6- جنتیان هوسا دي. «مُتَّکِئِینَ فِیها عَلَی الْأَرائِکِ»

7-د جنت هوا په زړه پورې ده. «لا یَرَوْنَ فِیها شَمْساً وَ لا زَمْهَرِیراً»

8-په جنت کې، نعمتونه ابرارو ته تسلیم دي. «ذُلِّلَتْ قُطُوفُها تَذْلِیلاً»

9- د جنتیانو چوپړیالان، د پتنګانو په څېر ترې چورلي. «یُطافُ عَلَیْهِمْ»

10-جنتي لوښي په بېلابېلو بڼو او د جنتیانو د ارادې او خوښې له مخې جوړ شوي دي. «قَدَّرُوها تَقْدِیراً»

 

وَ یَطُوفُ عَلَیْهِمْ وِلْدانٌ مُخَلَّدُونَ إِذا رَأَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤاً مَنْثُوراً«19» وَ إِذا رَأَیْتَ ثَمَّ رَأَیْتَ نَعِیماً وَ مُلْکاً کَبِیراً«20» عالِیَهُمْ ثِیابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَ إِسْتَبْرَقٌ وَ حُلُّوا أَساوِرَ مِنْ فِضَّهٍ وَ سَقاهُمْ رَبُّهُمْ شَراباً طَهُوراً«21» إِنَّ هذا کانَ لَکُمْ جَزاءً وَ کانَ سَعْیُکُمْ مَشْکُوراً«22»=او (د مېلمستيا لپاره) ګرچاپېره ((همېشني هلكان)) پرې ګرځي راګرځي، چې و يې ويني (؛ نو) د شيندل شويو مرغلرو ګومان به پرې وکړې. او چې هلته (هرې خوا ته) وګورې (؛ نو) پرېمانه نعمتونه او ستر سلطنت به دې تر سترګو شي. د جنتيانو پر تن به نرۍ او پرېړې ورېښمينې شنې جامې وي او د سپينو زرو په بنګړيو به سينګار وي او پالونكى به يې په پاکو څښاکو خړوبوي. په حقيقت كې دا مو بدله ده او هڅې مو منل شوې دي.

 

 

ټکي:

* امام کاظم (رح) وپوښتل شو: په دې (انسان) سورت کې د ابرارو او د پېغمبر اکرم اهلبیتو ثواب ته ولې د حورالعین نامه نه ده راوړل شوې؟ امام یې په ځواب کې وویل:د فاطمه زهرا د مقام په پار[26].

* امام صادق  (رح) له رسول الله صلی الله علیه رانقلوي: هغه مهال چې جنتیان جنت ته ورننوځي، له یوې داسې ونې سره مخ شي، چې پراخه سیوری لري او له بېخه یې دوه چینې رابهېږي، هغوی په یوه چینه کې ځان وینځي او په بلې چینې ځان خړوبوي او تردې روسته یې په بدن کې یو رنځ او خپګان هم نه راځي او دا د «سَقاهُمْ رَبُّهُمْ شَراباً طَهُوراً[27]» مانا ده.

جنتي نعمتونه

*جنتي نعمتونه له دنیوي نعمتونو سره خورا توپیر لري، چې ځینو ته یې اشاره کېږي:

خورا ډېر دي: «فاکِهَهٍ کَثِیرَهٍ[28]»

موسمي، لنډمهاله او فصلي نه دي: «لا مَقْطُوعَهٍ[29]))

په ګټنه کې یې ممنوعیت نشته : «وَ لا مَمْنُوعَهٍ[30]»

جنتیان یې په ګټنه کې ټاکنه کولای شي:«مِمّا یَتَخَیَّرُونَ[31]»

هرې اشتها ته یو نعمت وي: «مِمّا یَشْتَهُونَ[32]»

ګټنه یې آفتونه او عوارض نه لري: «لا یُصَدَّعُونَ[33]»

ګټنه یې بې زحمته ده:«وَ ذُلِّلَتْ قُطُوفُها تَذْلِیلاً[34]»

چې څه غواړئ، چوپړیالان یې درچمتو کوي: «وَ یَطُوفُ عَلَیْهِمْ»

جنتي چوپړیالان هم ښکلي دي: «لُؤْلُؤاً مَنْثُوراً» ،هم نه زړېږي: «مُخَلَّدُونَ»

خوندونه یې هوسا دي: «عَلَی الْأَرائِکِ مُتَّکِؤُنَ(([35]

په جنت کې کینه، حسادت او سیالي نشته: «نَزَعْنا ما فِی صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ[36]» 

نعمتونه د الله (ج) له خوښۍ او سلام سره مل دي: «وَ رِضْوانٌ مِنَ اللّهِ أَکْبَرُ[37]»، «سَلامٌ قَوْلاً مِنْ رَبٍّ رَحِیمٍ[38]»

مؤمن ځوځات یې ورسره یوځای کېږي او بریالي کېږي: «أَلْحَقْنا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ(([39]

له الهي اولیاوو سره ګاونډیانېږي:«و هم جیرانی[40]»

جنتي نعمتونه ډولا ډول دي: ))وَ أَنْهارٌ مِنْ لَبَنٍ … وَ أَنْهارٌ مِنْ عَسَلٍ[41]((

 

پېغامونه:

1-په جنت کې مېلمستیا ځانګړې ځانګړنې لري؛ لکه:

غوښتو ته یې اړتیا نشته؛ ځکه تل له جنتیانو چوپړیالان ګرچاپېره ګرځي. «یَطُوفُ»

مېلمه پالان په هر ځای کې ورسره وي. «یَطُوفُ عَلَیْهِمْ»

مېلمه پالان تنکي ژڼي –  ځوانان دي. «وِلْدانٌ مُخَلَّدُونَ[42]»

څېرې یې د ملغلرو‏ په څېر ځلنده دي. «حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤاً»

د جنتیانو واکمني پراخه ده. «مُلْکاً کَبِیراً»

د مېلمه پالانو د جامو رنګ زرغون «خُضْرٌ» د جامو جنس یې له نازکو «سُندُسٍ» او پېړو «إِسْتَبْرَقٌ» ورېښمو دی.

د ابرارو ساقي، پالونکی «سَقاهُمْ رَبُّهُمْ» او د شرابو ډول یې طهور دی.

«شَراباً طَهُوراً» (امام صادق وویل:دا شراب د جنتیانو له زړه غیرالله پاکوي[43].

2-سره له دې چې جنت الهي فضل او پېرزو ده؛ خو الله (ج) د ابرارو لاسباړه او اجر شمېرلې ده، چې جنتیان په خپلو کړنو وویاړي. «إِنَّ هذا کانَ لَکُمْ جَزاءً»

3-الهي ثواب د نیت او د کار کولو په څرنګوالي پورې اړه لري، نه د کار په څومره والي او د احسان په مقدار پورې.( څو کپه روټه او دا دومره ثواب یې یوازې د اخلاص او ایثار له لامله دي.) «إِنَّ هذا کانَ لَکُمْ جَزاءً وَ کانَ سَعْیُکُمْ مَشْکُوراً»

4- هغوی چې نه له خلکو لاسباړه غواړي او نه د مننې غوښتنه کوي، «لا نُرِیدُ مِنْکُمْ جَزاءً وَ لا شُکُوراً»، الله (ج) هم ثواب ورکوي او هم ترې مننه کوي. «کانَ لَکُمْ جَزاءً وَ کانَ سَعْیُکُمْ مَشْکُوراً»

5-د نورو قدرمني او مننه یوه الهي ځانګړنه ده. «سَعْیُکُمْ مَشْکُوراً»

6-ناڅیزه څاڅکی «نُطْفَهٍ أَمْشاجٍ» د ایمان، عمل، اخلاص او ایثار له لامله هغه ځای ته رسي، چې د هستۍ پنځګر ترې مننه کوي. «وَ کانَ سَعْیُکُمْ مَشْکُوراً»

 

إِنّا نَحْنُ نَزَّلْنا عَلَیْکَ الْقُرْآنَ تَنْزِیلاً«23» فَاصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ وَ لا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِماً أَوْ کَفُوراً«24» وَ اذْکُرِ اسْمَ رَبِّکَ بُکْرَهً وَ أَصِیلاً«25»=په رښتینه كې موږ پخپله قرآن پوره درباندې نازل كړى دى؛ نو د خپل پالونكي د حكم (په تبليغ او عملي كولو كې) زغمناك (او ټينګ) وسه او له دوى د هېڅ يوه ګناهګار يا نامنندوى (كافر) خبره مه منه. او هر سهار و ماښام د خپل پالونكي نامه يادوه.

 

ټکي:

* «بُکْرَهً» د سپیده چاود ‏راختو او لمر راختو ترمنځ واټن ته وايي.«اصیل» د مازیګر او ماښام ترمنځ واټن ته وايي او د ورځې پای ده. شونې ده له دې دوو کلیمو مراد، د ورځ په پیل او پای کې د الله (ج) یادول او لمونځ وي.

 

پېغامونه:

1-په کوډو او پالیتوب د قرآن تورنولو پر وړاندې څوار – مقاومت وکړئ. «إِنّا نَحْنُ نَزَّلْنا عَلَیْکَ الْقُرْآنَ»

2- قرآن سوکه سوکه نازل شوی دی.«نَزَّلْنا عَلَیْکَ الْقُرْآنَ»

3-د قرآني احکامو پلي کولو ته صبر او څوار ‏په کار دی.((نَزَّلْنا … فَاصْبِرْ))

4-د پالونکي د احکامو په پلي کولو کې صبر او پاینه ارزښت لري؛ نه پر وګړیزو سلیقو ټینګار ته«فَاصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ»

5- الهي احکام، د انسان ودې ته دي. «لِحُکْمِ رَبِّکَ»

6- انبیاء، الهي موعظې ته اړمن دي.«فَاصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ»

7- گناهګاران او سرغړاندي هڅه کوي د مسلمانانو په مشرتابه کې نفوذ وکړي.«فَاصْبِرْ لِحُکْمِ رَبِّکَ وَ لا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِماً أَوْ کَفُوراً»

8-د الله (ج) یاد، انسان زغمناک ‏او کوټلی کوي.(( فَاصْبِرْ … وَ اذْکُرِ … بُکْرَهً وَ أَصِیلاً))

9- د ورځې پیل او پای، د الله (ج) یاد مناسب وختونه دي. «بُکْرَهً وَ أَصِیلاً»

 

وَ مِنَ اللَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَ سَبِّحْهُ لَیْلاً طَوِیلاً«26» إِنَّ هؤُلاءِ یُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ وَ یَذَرُونَ وَراءَهُمْ یَوْماً ثَقِیلاً«27»= او د شپې په څه برخه كې (راپاڅه) او سجدې ورته كوه، او اوږده شپه يې ستايه. په حقيقت كې دا خلک ژرتېری[ دنيوي ژوند] خوښوي او تر شا درنه ورځ [قيامت] پرېږدي.

 

ټکي:

*د عبادت حکم او په یوه لنډ آیت کې د «لیل» کلیمې تکرار، عبادت ته د شپې ارزښت او ونډه راښيي.

* امام صادق او امام رضا وپوښتل شول: د «سَبِّحْهُ لَیْلاً طَوِیلاً» له حکمه مراد څه دی ؟ و یې ویل: تهجد لمونځ[44].

 

پېغامونه:

1-له دنیا سره مینه او پرې زړه تړنه، د ګناه سرچینه او کفر د ګناهګارانو نښه ده. (( لا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِماً أَوْ کَفُوراً … إِنَّ هؤُلاءِ یُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ))

2- دنیا فاني، ژرتیرې او ناپایښتې ده. «الْعاجِلَهَ»

3- دنیاپالي او له آخرته تېښته د ګناه کولو لاره چاره او زمینه ده.(( آثِماً … یُحِبُّونَ الْعاجِلَهَ وَ یَذَرُونَ وَراءَهُمْ یَوْماً ثَقِیلاً))

4- قیامت له سختیو ډکه او درنه ورځ ده.(( «یَوْماً ثَقِیلاً»

5-د دنیا فاني توب او د قیامت ورځ سختیو او درنوالي ته پاملرنه، هغه څه دي، چې له دنیا سره د انسان مینه کمولای شي.(( اَلْعاجِلَهَ … یَوْماً ثَقِیلاً))

 

نَحْنُ خَلَقْناهُمْ وَ شَدَدْنا أَسْرَهُمْ وَ إِذا شِئْنا بَدَّلْنا أَمْثالَهُمْ تَبْدِیلاً«28» إِنَّ هذِهِ تَذْکِرَهٌ فَمَنْ شاءَ اتَّخَذَ إِلی رَبِّهِ سَبِیلاً«29» وَ ما تَشاؤُنَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ إِنَّ اللّهَ کانَ عَلِیماً حَکِیماً«30» یُدْخِلُ مَنْ یَشاءُ فِی رَحْمَتِهِ وَ الظّالِمِینَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذاباً أَلِیماً«31»= دوى خو موږ پيدا كړي او (د بدن) بندونه او اندامونه يې مو ورټینګ كړي او چې وغواړو (ټول له منځه وړاى شوو) او پر ځاى يې په څېر راولو. په حقيقت كې دا يو پند دى؛ نو څوك چې غواړي (له ده نه په ګټنې) د خپل پالونكي پر لور لار خپلولای شي. هېڅ څیز مو په خوښه نه كېږي؛خو داچې الله يې وغواړي[؛ځكه] چې هغه پوه حكيم دى . چاته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي)، په خپل (پراخه) رحمت كې يې رانغاړي او ظالمانو ته يې دردناك عذاب چمتو كړى دى!

 

ټکي:

* «اسر» بند په بند تړل دي او «اسیر» هغه دی، چې بند په بند تړل شوی وي. له «شَدَدْنا أَسْرَهُمْ» نه مراد دادی، چې انسان مو له بند بنده کلک تړلی دی.

 

پېغامونه:

1- کفر او سرغړونه د انسان د ورکاوي لاره چاره او زمینه ده.(( آثِماً أَوْ کَفُوراً … بَدَّلْنا أَمْثالَهُمْ))

2-د انسان پر پنځون د الله (ج) وسمني، د انسان په پوپناه کولو هم وسمني ده.((خَلَقْناهُمْ … بَدَّلْنا أَمْثالَهُمْ))

3- الله (ج)  پر خلکو غاړه خلاصه کړې ده. «إِنَّ هذِهِ تَذْکِرَهٌ»

4- قرآن، د راويښولو وزله ده. «إِنَّ هذِهِ تَذْکِرَهٌ»

5- د الله (ج) لار، اجباري او په زور نه ده، څوک چې غواړي نېکمرغه شي، باید پخپله یې وټاکي او پرې ولاړ شي. «فَمَنْ شاءَ اتَّخَذَ إِلی رَبِّهِ سَبِیلاً»

6-د انسان اراده، نه د الله (ج) له ارادې خپلواکه ده او نه ترې غوره؛ بلکې د انسان په غوښتنو کې به هغه څه کېږي، چې الله (ج) یې وغواړي.((«وَ ما تَشاؤُنَ إِلاّ أَنْ یَشاءَ اللّهُ»

7- الهي مشیت، عالمانه او حکیمانه دی، نه چټي او هسې په هسې. ((یَشاءَ اللّهُ … عَلِیماً حَکِیماً))

8-د حکیمانه مشیت له مخې، چا ته یې چې خوښه وي په الهي لورنه کې یې رانغاړي.((«یُدْخِلُ مَنْ یَشاءُ فِی رَحْمَتِهِ»

9-هغوی له الهي لورنې لرې دي، چې په خپله یې د ظلم او تېري لار ټاکلې وي. «وَ الظّالِمِینَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذاباً أَلِیماً»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

 

[1] – الغدیر،ج 3،ص 107.

 

[2] – برهان تفسیر.

[3] -کنزالدقائق تفسیر.

[4] نورالثقلین تفسیر.

[5] – مائده 68.

[6] – .مریم،67.

[7] – .شمس،8.

[8] – کنزالدقائق تفسیر.

 

[9] – .هود،9.

[10] – .ابراهیم،34.

[11] – اسراء،11.

[12] – اسراء،100.

[13] – .معارج،19.

[14] – معارج،20.

[15] – عادیات،6.

[16] – مفردات راغب.

[17] – برهان تفسیر ؛محاسن برقی،ج 2،ص 397.

[18] – الرّحمن،46.

[19] – قیامت،22.

[20] – .بحارالأنوار،ج 75،ص 186.

[21] – نهج البلاغه،خطبه 3.

[22] – بحارالانوار،ج 98،ص239.

[23] – رعد،24.

[24] – بقره،155.

[25] – .مؤمنون،111.

[26] – .مناقب،ج 3،ص 328.

[27] – بحار،ج 8،ص 212.

[28] – .واقعه،32.

[29] – .واقعه،33.

[30] – واقعه،33.

[31] – واقعه،20.

[32] – واقعه،21.

[33] – واقعه،19.

[34] – انسان،14.

[35] – یس،56.

[36] – واقعه،16.

[37] – توبه،71.

[38] – .یس،58.

[39] – طور،21.

[40] – دعای ندبه.

[41] – محمّد،15.

[42] – طور،24

[43] – مجمع البیان تفسیر

 

[44] – نورالثقلین تفسیر.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!