تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه درې ډلې انسانان وَكُنْتُمْ أَزْوَاجًا ثَلَاثَةً ﴿واقعه/۷﴾ = او تاسې درې ډلې شئ. فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿ واقعه/۸﴾ = نو (د ښي لاس) نېكمرغه ياران؛ (د ښې لاس) نېكمرغه ياران څوك دي! وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿ واقعه/۹﴾ = او (د […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

درې ډلې انسانان

وَكُنْتُمْ أَزْوَاجًا ثَلَاثَةً ﴿واقعه/۷﴾ = او تاسې درې ډلې شئ.

فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿ واقعه/۸﴾ = نو (د ښي لاس) نېكمرغه ياران؛ (د ښې لاس) نېكمرغه ياران څوك دي!

وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿ واقعه/۹﴾ = او (د كيڼ لاس) بدمرغه ياران؛ (د كيڼ لاس) بدمرغه ياران څوك دي!

وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ ﴿ واقعه/۱۰﴾= او(درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)،

أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ ﴿ واقعه/۱۱﴾ = همدوى (خداى ته) نژدې دي.

فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿ واقعه/۱۲﴾  = (چې) له نعمتونو په ډكو(جنتي) باغونو كې دي.

ثُلَّةٌ مِنَ الْأَوَّلِينَ ﴿ واقعه/۱۳﴾ = زياته برخه (يې) له مخكېنيو(امتونو) ده،

وَقَلِيلٌ مِنَ الْآخِرِينَ ﴿ واقعه/۱۴﴾ = او لږه يې له وروستنيو (امتونو) ده.

دا آيتونه په قيامت كې د خلكو د حالاتو پر څرنګوالي لګيا شوي او په درېيو ډلو يې ويشلي: د مخكښانو مخكښان، نېكمرغه او بدمرغه.

 د علي (ك) خبره ددې آيت څرګند تفسير دى:

 1_ هغه ډله چې په ښو چارو كې د مخكښۍ په پار ژغورل كېږي.

 2_ هغه ډله چې په كړنو كې د ناغېړۍ له لامله، بښنې ته هيلمن وي.

 3_ هغه ډله، چې د دندو په كولو كې يې لنډون او كوتاهي كړې او د ځاني غوښتنو د لاروۍ له لامله په اور كې غورځي. (منشور جاويد، 9: 436 مخ)

 له لومړي مخكښانو مطلب، په ښو چارو كې ړومبيتوب دى او د دويمي مخكښانو مطلب، د خداى بښنې او لورنې ته ړومبيتوب دى، چې دا بښنه او لورنه ځكه وركول كېږي چې په نېكيو كې مخكښان وو.

هو! هغوى همېش په ښو چارو كې مخكښان ول؛ نو ځكه به تر ټولو وړاندې الهي بښنې او جنت ته ورسي.

خداى دا ډله د خپل درشل مقربان ښوولي دي. دوى خورا نېكمرغه دي او دا مقام د هغه په برخه كېږي، چې د خداى پوره بنده وي او د خداى بندګي هله پلې كېږي، چې بنده په اراده او عمل كې پوره په خپل خاوند پسې ولاړ شي او چې خاوند یې څه غواړي، هماغه وغواړي او چې نه يې غواړي دا يې هم ونه غواړي (؛يعنې عملي یې كړي) او دا د خداى په (ځانګړي) ولايت او پالندوينې كې ننووتل دي؛ نو دوى د خداى وليان دي. (الميزان، 19: 125 مخ)

 هو! كه په ښو چارو كې ړومبيتوب د عقل د ځلا او د زړه د پاكوالي نښه وي؛ نو طبعاً دغسې ګرانبيه ملغلره به نورې اغېزې او اثار هم ولري. قرآن مجيد د مؤمنون سورت په 57 تر 61 آيتونو كې د مخكېنيو ځانګړنې داسې ګڼي: له الهي وېرې لړزېږي، پر الهي آيتونو ايمان لري، له خپل پالوونكي سره شرك نه كوي، خپلې مالي دندې ترسره كوي، همېش په زړه كې له خدايه ډارېږي او ډار يې په دې پار دى، چې پر معاد ايمان لري.( منشور جاويد، 9: 437 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!