تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۹مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة) حضرت ابوذر(رض) ربذې ته شړل كېږي (لومړۍ برخه) حضرت ابوذر (رض) هماغسې بې ځنډه او بې پروا خپلو نيوكو ته دوام وركړ،خلك يې له پانګوالۍ ژغورل او ويل يې،چې نن هم بايد د پېغمبر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۹مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

حضرت ابوذر(رض) ربذې ته شړل كېږي (لومړۍ برخه)

حضرت ابوذر (رض) هماغسې بې ځنډه او بې پروا خپلو نيوكو ته دوام وركړ،خلك يې له پانګوالۍ ژغورل او ويل يې،چې نن هم بايد د پېغمبر اکرم(ص)،حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) د خلافت په څېر مالونه او پانګه پر ټولو خلكو په مساوي توګه ووېشل شي .

د حضرت ابوذر(رض)غوسو،راوېښوونكيو او انقلابي ويناوو د پانګوالو د ماڼيو بنسټونه ولړزول او د فقيرانو په زړونو كې يې د پاڅون اور بل کړ او هره ورځ ددې امكان و،چې د بني اميه وو د زبېښناك او پانګوالۍ نظام له بېخه ونړېږي . نشتمن پوه شوي ول، چې دوى څومره زموږ حقوق تر پښو لاندې كړي؛نو پر خلاف يې په مبارزه لاس پورې كړ.

پانګوالو د انقلاب خطر احساس كړ او د شام والي ته يې د پېغمبراکرم (ص) له دې پاك، زړور او زاهد صحابي شكايت وكړ؛ والي هم په حضرت ابوذر(رض)پسې يو سړى ولېږه،هوډ يې کړى، چې ځان نور له دې غمه بېغمه كړي،چې د شام پر پخوانيو او نويو پانګوالو يې اور لګولى و او د والي ټولنيز دريځ او مقام ته ګواښ و.

دنګ ابوذر(رض) په خواره او غنم رنګې څېره په مزبوتې  ارادې او اېمان د والي ماڼۍ ته ننووت؛والي مخې ته ورمنډه كړه او په ورين تندي يې حضرت ابوذر(رض)ته ښه راغلاست ووايه او خدمتګارانو ته يې وويل  چې ابوذر(رض)ته خواړه راووړئ!دسترخوان خپور شو او ډول ډول خواړه پرې كېښوول شول . والي حضرت ابوذر (رض) ډوډۍ خوړو ته راوباله؛خو حضرت ابوذر(رض) ونه منله او والي ته يې وويل:د پېغمبر اکرم(ص) پر ژوند مې خواړه  د اونۍ د جوارو يو کيلو اوړه وو،پر خداى قسم،چې پېغمبراکرم(ص) مې بيا نه وي ليدلى، تر هغه به ډېر څه ونه خورم . بيا يې په خپګان والي ته وكتل ورته يې وويل : ولاړې بدل شوې،اوس چې دې وينم؛نو سهار يو ډول او غرمه بل ډول جامې او رنګارنګ خواړه خورې؛ خو د پېغمبراکرم (ص) ژوند داسې نه و.

والي ورته وويل : هغه وخت تېر شو، اوس موږ په  پرديو سيمو كې يو او كه داسې ونه کړو؛نو ددې ځاى خلك به راته په سپكه وګوري.

حضرت ابوذر(رض) : زه به هېڅكله ځان بدل نه کړم، كېداى شي په هغه دنيا كې په تاسې كې، رسول الله (ص) ته تر ټولو نږدې اوسم؛ په خپلو غوږونو مې له رسول الله (ص) واورېدل،چې راته يې وويل : “هغوى به د قيامت پر ورځ راته نږدې وي، چې زما تر مرګه وروسته اوښتي نه وي او هماغسې پاتې شوي وي؛لكه څنګه چې زما پر ژوند ول .” پر خداى،چې ټول بې له ما بدل شوي ياست .

معاويه : ابوذره! شتمنو له تا راته شكايت كړى،چې بېوزلي يې پر خلاف پاڅون ته هڅوې .

حضرت ابوذر(رض): زه هغوى له پانګوالۍ منع كوم او بس .

معاويه : ولې؟

حضرت ابوذر(رض) : ځكه د خداى خبره ده، چې وايي : (( وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (توبه – 34) ))

 او زه هم ورته د دې سخت عذاب زېرى وركوم .

معاويه بن ابوسفيان : دا آيت  د كتابيانو په باب نازل شوى دى.

حضرت ابوذر(رض) : نه! داسې نه ده!هم زموږ په باب دى او هم د كتابيانو.

معاويه بن ابوسفيان : زه دستور دركوم،چې له دې  كارو لاس واخله.

حضرت ابوذر(رض) : پر خداى چې همداسې به خلك له پانګوالۍ ژغورم او زهد ته به يې رابولم او پانګوالو ته وايم،چې ځانونه د قيامت د ورځې سختو عذابونو ته چمتو كړئ .

معاويه بن ابوسفيان : خېربه دې په دې كې وي،چې له دې چارو لاس واخلې.

حضرت ابوذر(رض) : زما مبارزه به تر هغې جاري وي،څو مالونه په مساوي توګه پر خلكو نه وي وېشل شوي .

معاويه بن ابوسفيان پر لوړ او ګواښنده غږ : ابوذره!پام دې اوسه، چې دا كارونه به زما او ستا په منځ كې اوبه خړې کړي او بېلتون به راولي.

حضرت ابوذر(رض) په سړه سينه : (( قُل لَن يُصِيبَنَا إِلَّا مَاكَتَبَ اللّهُ لَنَا هُوَ مَوْلاَنَا وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ(توبه/ 51)=(ورته)  ووايه :(( موږ ته هېڅ ( زيان يا ښېګڼه ) نه رسي؛خو داچې څه راته خداى ليكلي وي، الله زموږ پالندوى (او كارساز) دى؛ نو مؤمنان بايد يوازې پرخداى توكل وكړي .))

معاويه بن ابوسفيان حضرت ابوذر(رض) له خپلې ماڼۍ واېست او ويې ويل : چې څوك ورسره د ناستې پاستې حق نه لري.

حضرت ابوذر(رض) نېغ جومات ته ولاړ؛اودس يې وكړ او د قرآن لوستو ته كېناست . په دې كې د حضرت ابوذر(رض) وړه،وچه او ژيړ مخې لور،چې زړې جامې يې پر تن وې راننووته او د پلار مخې ته ودرېده،ورته ويې ويل : پلار جانه!خانان راته وايي،چې د پلار عايد دې يو فلس ته هم نه رسي.

حضرت ابوذر(رض) : لورجانې!هغوى خپلو خبرو ته پرېږده، ستا پلار ته په دې ټولو سرو او سپينو كې بې له يوه فلسه بل څه نه رسي.

د حضرت ابوذر(رض) لور ولاړه او والي له خپلو كسانو سره په غوسه او دبدبه جومات ته راننووت،خلك د جمعې لمانځه ته راټول شول، والي ممبر ته وخوت او خلكو ته په وينا شو:مال،زما مال دى او “في” زما “فى” ده؛نو خوښه مې چې چا ته يې وركوم او چا ته نه.

په دې كې يو سړى راپاڅېد او په لوړ او زړور غږ يې وويل : داسې هم نو نه ده! مال زموږ مال دى او “فى” هم زموږ “فى” ده او چاچې ترې بې برخې كړو،په توره به يې د خداى په نزد محاكمه كړو.

 والي سر ټيټ كړ او هېڅ يې هم ورته ونه ويل او له ځان سره يې وويل : له خبرو يې د ابوذر بوى راځي .

 پوه شو چې بې له ابوذر(رض) بل چا نه دي رالمسولى(معاويه په چورت كې و،چې) له دې ګستاخ سره څه چل وكړي،راشه پرې راودانګه او دومره يې ووهه، چې نورو ته هم عبرت شي . نه!په زور كلي نه كېږي او د زور باد به د انقلاب تر ايرو لاندې سكروټې راتازه كړي .

معاويه،چې سياستوال او ځيرك و،له ځان سره يې وويل:غوره به دا وي چې ځان روښانفكر وښيي او سملاسي چوپ پاتې شي،تر لمانځه وروسته يې يو تن په دې ابوذري مسلمان پسې ولېږه،چې راغى خلكو ته يې وويل : دې سړي زما مړ شوى ضمير راژوندى كړ،خداى دې يې د تل لپاره ژوندى لري . له رسول الله (ص) مې اورېدلي،چې” تر ما وروسته به داسې واکمنان راشي،چې څوك به ورسره د مخالفت جرئت نه لري او هغوى به په دې چارو د بيزوګانو په څېر دوزخ  ته  ټوپونه وروهي .”

د جمعې لمونځ خلاص شو،والي خپلې ماڼۍ ته راستون شو،له غوسې يې خپل غاښونه چيچل، غورېده او غړمبېده، چې څو خپلوان يې راننووتل .

په حيرانتيا يې وپوښتل : ولې دې تندى تريو دى؟

معاويه : ابوذر پوزې ته راوستى يم،پر خداى كه همداسې مو پرېښود خلك به راباندې راپاڅوي .

_ زه به مو له دې  غمه خلاص كړم .

معاويه : زور پرې اغېز نه  لري .

_ خېر دا ځل يې ما ته  را پرېږدئ .

سړى د حضرت ابوذر(رض) كور ته روان شو،چې ورورسېد، په زوره يې ور وټكاوه،ابوذر(رض) چې ور پرانست ،سړى يې ونه پېژانده؛خو پوه شو،چې له هغوى دى،چې جنګ په بيه اخلي .

حضرت ابوذر(رض): ستړى مه شې، خېر خو به وي .

_ شر دى ! د والي مه خنډېږه كه  نه نو…………

حضرت ابوذر(رض) : پر ناسمه پته راغلى يې (په ملنډو) ځه ځه ! كوم بل څوك له مرګه ووېروه،زه له مرګه نه وېرېږم .

_ ګوره خېر به دې په دې كې وي،چې له خپلو ؛ارو لاس واخلې،ولې والي له ځانه خپه كوې؟

حضرت ابوذر:د خداى له خپګانه به راته د والي خپګان ښه وي .

_ ګوره ولې ځان د بلا خولې ته وراچوې،په  موږ پسې خلك مه راپاروه.

حضرت ابوذر(رض) : والي ته مې هم ويلي او ته دې هم ښه پرې غوږونه خلاص كړه :  تر څو چې مالونه پر ټولو مسلمانانو په مساوي توګه نه وي وېشل شوي، زه لاس اخستونكى نه يم . ځه اوس دې لاس خلاص او توره دې تېره .

_ موږ ښه پوهېږو،چې ته د چا لپاره لګيا يې، ښه به درته نشي كه له خپلو چارو دې لاس وانه خسته .

حضرت ابوذر(رض):پر خداى قسم،څو بېرته د خداى كتاب ته راستانه نشئ، له خپلې مبارزې به لاس وا نه خلم .

سړى چوپ شو او سر  يې ښکته کړ او له ځان سره يې وويل : په رښتيا چې د حق او باطل په دې مقابله كې موږ په زور د ابوذر(رض) ملا نشو ماتولاى؛نو راشه له چله كار واخله او بډې وركړه كېداى شي و يې مني.

_ ابوذره ! ولې سادګي كوې،علي(ک) خو درته نه خېر در رسولاى شي او نه درڅخه  شر تمبولاى شي؛خو معاويه بن ابوسفيان به دې په سرو او سپينو كې پټ كړي .

ابوذر(رض) : زه ستاسې مال ته اړتيا نه لرم . ما ته هماغه د خداى رضا بس ده .

_ خوښه دې خپله ! په دې چارو، پخپلو لاسونو ځان ته قبر كنې .

ابوذر(رض): تر دې ژوند راته مرګ ډېر  غوره ده .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!