تبلیغات

د برزخي عذاب يو لړ لاملونه په روايتونو کې د برزخي عذاب لپاره ډول ډول لاملونه راغلي؛لکه : ١_لمونځ ته په سپکه سترګه کتل . ٢_د بېوزليو ياري نه کول . ٣_په حديث کې راغلي: ان الهي انسان هم په برزخ کې ګرفتارېږي او همداچې د برزخ پرښتې هوډ کوي،چې پر کوړه يې ووهي؛نو هغوى […]

د برزخي عذاب يو لړ لاملونه

په روايتونو کې د برزخي عذاب لپاره ډول ډول لاملونه راغلي؛لکه : ١_لمونځ ته په سپکه سترګه کتل . ٢_د بېوزليو ياري نه کول . ٣_په حديث کې راغلي: ان الهي انسان هم په برزخ کې ګرفتارېږي او همداچې د برزخ پرښتې هوډ کوي،چې پر کوړه يې ووهي؛نو هغوى زارۍ کوي،چې مه مې وهئ؛خو د برزخ پرښتې ورته وايي:دا کوړه د هغه لپاره ده،چې يوه ورځ دې بې اودسه لمونځ وکړ او يوه ورځ د يو بېوزلي په څنګ کې تېر شوې او ورسره دې مرسته و نه کړه او پر همدې مهال به وي،چې پر کوړه به يې ووهي او له ګوزار سره سم به يې قبر له اوره ډک شي. (١١٤) ٣_غيبت : په حديث کې راغلي : د قبر عذاب يو پر درېمه برخه د غيبت له امله ده. (١١٥)( بحارالانوار،۶/ ۲۴۵) ٤_ چغلي کول : ٥ _ په نجاساتو بې پروايي: حضرت علي وايي :د قبر عذاب د چغلۍ او له نجاساتو او متيازو نه د ځان نه ساتلو پايله ده . ٦_ له کورنۍ ځان ګوښه کول: له مېرمنې لرې والى او طبيعي غوښتنو ته يې مثبت ځواب نه ورکول . (١١٦) ٧_ له کورنۍ سره بد چلن . د مؤمنانو د برزخ عذاب ځينې مؤمنانو ته په برزخ کې عذاب ورکول کېږي،چې بې حسابه د قيامت پر ورځ خداى ته حاضر شي او پاک سوتره يې جنت ته ور دننه کړي . رسول اکرم وايي : د مؤمن لپاره د قبر عذاب د اسراف د کړې ګناه او د نعمتونو د ضايع کېدو‏ له امله دی‏. (١١٧)( بحارالانوار،۶/ ۱۶۹۲۳۷)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست