تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي (ک) وېناوې تَذِلُّ الْأُمُورُ لِلْمَقَادِيرِ حَتَّى يَكُونَ الْحَتْفُ فِي التَّدْبِيرِ چارې داسې د تقدير په منګول کې دي، چې تدبير او چاره سنجونه په مرګ پاى ته رسي   مَنْ جَرَى فِي عِنَان أَمَلِهِ عَثَرَ بِأَجَلِهِ څوک چې پخپلو هیلو پسې منډې وهي؛ نو مرګ به یې له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت علي (ک) وېناوې

تَذِلُّ الْأُمُورُ لِلْمَقَادِيرِ حَتَّى يَكُونَ الْحَتْفُ فِي التَّدْبِيرِ

چارې داسې د تقدير په منګول کې دي، چې تدبير او چاره سنجونه په مرګ پاى ته رسي

 

مَنْ جَرَى فِي عِنَان أَمَلِهِ عَثَرَ بِأَجَلِهِ

څوک چې پخپلو هیلو پسې منډې وهي؛ نو مرګ به یې له پښو وغورځوي.

 

أَقِيلُوا ذَوِي الْمُرُوءَاتِ عَثَرَاتِهِمْ فَمَا يَعْثُرُ مِنْهُمْ عَاثِرٌ إِلَّا وَ يَدُ اللَّهِ بِيَدِهِ يَرْفَعُهُ .

د پتمنو او ځوانمردو له ښويېدنې تېر شئ؛ ځکه پتمن نه ښويېږي؛ خو د خداى د لورنې لاس یې لوړوي.

 

قُرِنَتِ الْهَيْبَةُ بِالْخَيْبَةِ وَ الْحَيَاءُ بِالْحِرْمَانِ وَ الْفُرْصَةُ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ فَانْتَهِزُوا فُرَصَ الْخَيْرِ .

ډار له نهيلۍ او شرم له بې برخېتوب سره مل دى او فرصتونه د ورېځو په څېر تېرېږي؛ نو ښه فرصتونه غنيمت وګڼئ.

 

مَنْ أَبْطَأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ

څوک چې پخپلو کړنو کوم ځاى ته ونه رسي؛ نو کورنۍ وياړنې يې چېرته رسولاى نشي.

 

مِنْ كَفَّارَاتِ الذُّنُوبِ الْعِظَامِ إِغَاثَةُ الْمَلْهُوفِ وَ التَّنْفِيسُ عَنِ الْمَكْرُوبِ

د خلکو مرستې ته وردانګل او د کړاو ځپلو خوشحالول د سترو ګناهونو کفاره ده.

 

يَا ابْنَ آدَمَ إِذَا رَأَيْتَ رَبَّكَ سُبْحَانَهُ يُتَابِعُ عَلَيْكَ نِعَمَهُ وَ أَنْتَ تَعْصِيهِ فَاحْذَرْهُ .

بنيادمه! له خدايه وډار شه، چې ډول ډول لورنې درلوروي؛ خو ته سرغړاندی يې.

 

مَا أَضْمَرَ أَحَدٌ شَيْئاً إِلَّا ظَهَرَ فِي فَلَتَاتِ لِسَانِهِ وَ صَفَحَاتِ وَجْهِهِ

په زړه کې پټ کړاى شوى څيز به د ژبې په ښويېدنې او د مخ رنګ په اوخوتو کې رابرسېره شي.

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!