تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت فاطمه الزهرا ژوند خوشال بابا وایي : سرحلقه د اولياوو هغه شــــــــــماره چې شيطان يې بند کړى په قفس دى[1] شفاعت د محمد ثابت په نـــــص دى دا په دا چې د درست جهان آخص دي د موسى دعيسى کله دا ضـــــــفت وو د لولاک نعت پرده باندې مختص […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت فاطمه الزهرا ژوند

خوشال بابا وایي :

سرحلقه د اولياوو هغه شــــــــــماره

چې شيطان يې بند کړى په قفس دى[1]

شفاعت د محمد ثابت په نـــــص دى

دا په دا چې د درست جهان آخص دي

د موسى دعيسى کله دا ضـــــــفت وو

د لولاک نعت پرده باندې مختص دى[2]

نبوي کورنۍ

او د حضرت آدم عليه السلام توبه

      حضرت پېغمبراكرم (ص) وپوښتل شو: ((دا چې حضرت آدم (ع) له پالونکي “كلمات” واخستل او توبه يې ومنل شوه؛ نو دا “كلمات” څه ول؟)) ورته يې وويل:((سئاله بحق محمد و علي و الحسن والحسين الاتبت علي فتاب الله عليه انه هوا التواب الرحيم))؛يعنې خداى پاك ته يې د محمد،علي،فاطمې،حسن او حسين په د مخ قسم وركړ،چې توبه يې ومني او خداى هم توبه يې ومنله.[3]))

“سيوطي” په  “درالمنثور” کې د ((فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ)) په تفسير کې وايي :

 “ابن نجار” له “ابن عباس” څخه روايت کړى : ما د خداى استازى وپوښت : (( د ا ټکي څه ول،چې آدم له خدايه تلقي کړل او خداى د هغو ټکيو د درناوي له امله هغه وباښه؟)) ويې ويل: ((پر محمد،علي، فاطمه ،حسن او حسين قسم و.))

له حضرت علي روايت[4] دى : (( د خداى  استازى مې وپوښت : د (فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ) آيت کې د “کلمات” له ټکي مراد څه دى؟)) د خداى استازي راته وويل : ((خداى آدم په “هند” کې او “حوا” په “جده” کې له اسمانه راکوزه کړه او آدم په هند کې پر خپله کړې ګناه سل کاله وژړل،چې جبراييل راغې او د خداى له لوري يې ورته وويل:” آدمه ! خو ته مې په خپل لاس جوړ کړى او خپله سا مې در کې پو نه کړه ؟  او پرښتې مې درته پر سجده نه کړې؟” آدم د ټولو پوښتنو ځواب  “هو!” ورکړ؛نو خداى ورته وويل :” دا دومره ژړا د څه لپاره؟” آدم وويل:” ددې لپاره چې د خداى له رحمته لرې شوى يم.” حضرت جبراييل ورته وويل:” درته په کار دي،چې پردې کلماتو خداى ته قسم ورکړې او هغه توبه منونکى او بښونکى دى،چې دادي:(اللهم اني اسئلک بحق محمد و آل محمد ،سبحانک لا اله الا انت عملت سو و ظلمت نفسي فتب على انک انت التواب الرحيم ) دا څو ځل ووايه،چې خداى دې وبښي.))

د “کنزالعمال”  خاوند وايي :((دا روايت “ديلمي” هم راوړى دى .)

“سيوطي” هم په “درالمنثور” کې تر همدې آيت  لاندې  دا روايت راوړى  او ويلي يې دي : ((“ديلمي” په “مسند الفردوس” کې دا روايت له علي  په يو سند روايت کړى او بيا يې د ديلمي روايت په لږ توپير راخستى دى .))

حمزه بابا وايي :

په دعا کې د آدم اثر علي دی

په لېمه کې د یعقوب نظر علي دی

        يوه ورځ حضرت فاطمه رنځوره شوه. پېغمبراكرم (ص) يې له اصحابو سره يوځاى پوښتنې ته ورغى . له وره يې غږ وكړ : (( لورې! پرده وكړه،ځينې اصحاب دې پوښتنې ته راغلي دي .)) پېغمبر اكرم خپله چپنه د پردې لپاره وركړه او تر پوښتنې وروسته اصحاب كرام له پېغمبر اکرم (ص)  سره بهر ولاړل او اصحابو كرامو د حضرت فاطمې پر ناروغۍ خواخوږي څرګنده كړه؛نو  پېغمبر  اکرم (ص)  وويل: (( پوه شئ،چې هغه په قيامت كې د ټولو ښځو بي بي ده.))

      له ام المؤمنين حضرت عايشې بي بي روايت دى: (( يوه ورځ حضرت فاطمه،پېغمبر  اکرم (ص)  ته راغله،چې تګ يې كټ مټ د پېغمبر  اکرم (ص)  په څېر و؛نو پېغمبر  اکرم (ص)  خپلې ښۍ يا كېڼې خوا ته كېنوله او په غوږ كې يې ورته څه وويل او فاطمه په ژړا شوه؛نو ما ورته وويل :” ولې ژاړې؟”وروسته بيا رسول الله ورته په پټه نور څه وويل؛نو فاطمه په خندا شوه،تر اوسه مې داسې ښادي نه وه ليدلې،چې له غم سره نږدې وي،له فاطمې مې د دې خبرې لامل وپوښته ؟ فاطمې وويل:” د رسول الله راز نه ښكاره كوم”،رسول الله چې رحلت وكړ؛ نو بيا مې وپوښتله، راته يې وويل : په لومړي ځل يې راته وويل:”جبراييل راباندې هر كال يو ځل قرآن نازلاوه؛خو سږكال يې دوه ځل او فكر كوم دليل يې دادى،چې اجل مې رانژدې شوى او ته به لومړنۍكس يې،چې راسره يو ځاې كېږې”؛نو چې دا خبره مې واورېده؛په ژړا شوم او بيا يې راته وويل:” آيا خوښه نه يې،چې د جنت د ښځو بي بي او له ايمانوالو ښځو شې؟” دا خبره مې،چې واورېده؛ نو په خندا او خوشحاله شوم.)) (صحيح بخارى)

      له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت دى، چې رسول الله (ص) وويل: (( څلور ښځې د جهان د ښځو سردارې دي : “مريم د عمران لور”،”آسيه د مزاحم لور”،”خديجه د خويلد لور” او “فاطمه د محمد لور” او په ټولو كې فاطمه غوره ده.[5]))

ام المؤمنين عايشه بي بي په يو بل روايت كې وايي: (( فاطمه په خبرو كې پېغمبر  اکرم (ص)  ته ډېره ورته وه،چې کله به رسول الله ته راتله؛ نو هغه يې درناوي ته ودرېده او ورته يې ښه راغلاست وايه؛لاس يې ورته ښكلاوه او پر خپل ځاى يې كېنوله.[6]))

په يو بل روايت كې راغلې،چې رسول الله به د حضرت فاطمې د سر وېښته ډېر ښكلول. (كنز العمال)

      حضرت فاطمه خداى ته هم ځانګړى مقام لري،په دې هكله پېغمبر  اکرم (ص)  وايي: (( خداې ستا پر غوسه  غوسه کېږي او پر رضا دې راضي كېږي.[7]))

پېغمبر اکرم (ص)  وايي: ((فاطمه زما د بدن ټوټه ده؛څوك چې يې وځوروي او خواشينې يې كړي؛ نو زه يې ځورولى او خواشينى كړى يم او څوک چې يې په زحمت كړي؛ نو زه به يې په زحمت كړى يم.[8]))

[1] > ارمغان ٦٢٣مخ

[2] > ارمغان ٦٢٣مخ

[3] . وګورئ :(١) ابن مغازلي شافعي؛ المناقب:63 مخ .(٢)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينا بيع المودة : 97 مخ .

[4] . (کنز العمال  1/224)

[5] . وګورئ : (١)ذخاير العقبى : 44.(٢)سيوطي؛الدرالمنثور .(٣)صحيح ترمذي :٢\٣٠٦-١\٣١.(٤)صحيح بخاري : ٨ ټوک.(٥)نسايي؛خصايص :٣٣ مخ .(٦)ترمذي؛ سنن : ٥ ټوک. (٧) مستدرک الصحيحين٣ :\١٨٥-٢\٤٩٧.(٨)کنزالعمال : ١٢\له ١٠٥ څخه تر ١١٢ مخونو پورې .

[6] . وګورئ : مستدرك الصحيحين 3/154.

[7] . وګورئ : مستدرك الصحيحين : 2/ 153.

[8] . وګورئ: صحيح بخاري،خصايص نسائي،فيض القدير، كنزالعمال، مسند احمد بن حنبل، صحيح ابي داود،حلية اولياء، صحيح ترمذي: 2/319)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!