تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د سورة القيامت د منتخبو آیتونو شرح   د قيامت سورت ټوليزه منځپانګه ددې  سورت ويينې پر معاد او د قيامت پر ورځې راچورلي؛خو څو آيتونه يې د قرآن او نه مننونکيو په باب خبره کوي (نمونه، 25: 271 مخ) وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ﴿۲﴾ = او قسم خورم پر (ويښ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 د سورة القيامت د منتخبو آیتونو شرح  

د قيامت سورت ټوليزه منځپانګه

ددې  سورت ويينې پر معاد او د قيامت پر ورځې راچورلي؛خو څو آيتونه يې د قرآن او نه مننونکيو په باب خبره کوي (نمونه، 25: 271 مخ)

وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ﴿۲﴾ = او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملامتوونکي نفس (چې قيامت حق دى)!

2_ وجدان؛ د معاد پر شتون يو دليل

حقيقت دادى، چې په انسانانو كې د وجدان د محكمې شتون، د معاد پر شتون يو دليل دى، چې د ښو چارو پر مهال د بنيادم روح شحالي كوي او په دې توګه بدله وركوي او د بدو چارو يا د ګناهونو په كولو، روح يې تر سخت دباو لاندې نيسي او سزا وركوي او ربرړوي يې؛ تردې چې كله د وجدان عذاب له ژغورنې په ځانوژنې لاس پورې كوي؛ يعنې په رښتینه كې يې وجدان د اعدام حكم كړى دى، چې په خپل لاس یې عملي كوي؛ البته نفس لوامه (ملامتګر وجدان) په ځينو انسانانو كې ډېر پياوړى او په ځينو كې كمزورى او بېوسې دى؛ خو په هر حال په هر انسان كې شته؛ خو داچې څوك يې په ډېرو ګناهونو يومخې له كاره وغورځوي.( نمونه، 25: 275 مخ.) په دې توګه داچې كوچنۍ نړۍ (د انسان) په خپل زړه كې كوچنی محکمه لري؛ نو څنګه به ستره نړۍ (د هستۍ غونډال – نظام) د عدل ستره محكمه ونلري؟؛ نو ځكه پوهېداى شو، چې اخلاقي وجدان د قيامت لپاره يو نښه ده او هم د سورت د لومړيو د دو قسمونو ښه اړيكه هم راڅرګندېږي. په بله وينا، دويم قسم، لومړي قسم ته يو دليل دى. (نمونه، 25: 283 مخ.)

بَلِ الْإِنْسَانُ عَلَى نَفْسِهِ بَصِيرَةٌ ﴿۱۴﴾ = حق دادى،چې انسان پخپله ځان ښه پېژني.

وَلَوْ أَلْقَى مَعَاذِيرَهُ ﴿۱۵﴾ = كه څه خپلې پلمې وړاندې كړي.

 14 او 15_ انسان؛ د خپلو كړنو غوره داور یا منځګړی دى

دا آيتونه، هماغه څيز وايي، چې د قرآن په نورو آيتونو كې د انسان پر كړنو يې د غړيو د لېینې – ګواهۍ په باب راغلي دي (وګورئ: فصلت_20،  يس_65)؛ نو ځكه د قيامت په ستره محکمه كې د انسان پر كړنو غوره ګواه، پخپله انسان دى؛ ځكه تر ټولو له خپلې وضع ښه خبر دى. كه څه خداى اتمام حجت ته، ګڼ شمېر ګواهان رادبره كړي، پخپله خو د انسان له ټولو خوالو پوره خبر دى، خورا مهم قاضي يې ستره محکمه  دى. كه څه دا آيتونه ټول د قيامت په باب خبرې كوي؛ خو مفهوم يې پراخ دى او دنیوي نړۍ هم رانغاړي. دلته هم خلك له خپل حاله با خبر دي؛ كه څه په دروغو او ځانښوونې خپله واقعي څېره پټوي. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((چې كه يو له تاسې خپله څېره وپسولئ؛ خو په پټه بدچاری وسئ، څه كړاى شئ؟ ايا، چې كله له ځان سره سوچ كوي؛ نو نه پوهېږي، چې داسې نه ده؟ خداى پاك وايي: ((بل الانسان على نفسه بصيرة)) چې د انسان باطن او دننه سمه شي؛ دباندې يې هم ښه او پياوړى كېږي)). (نمونه، 25: 292 مخ.)

إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ ﴿۲۳﴾ = يوازې د خپل پالونكي لوري ته کتونکي.

  23_ پالونكي ته كتنه

دا آيت، د جنتيانو ستره روحاني بدله څرګندوي او هغه د حضرت حق جمال ته كتنه ده؛ د زړه په سترګو او په باطني شهودو كتنه؛ داسې كتنه، چې بېساري ذات او مطلق كمال او جمال ته يې ورجذبوي او داسې روحاني او ناستاينوړ خوند وربښي، چې يوه شېبه یې تر ګردې نړۍ او چې څه پكې دي غوره او اوچت دي. ځينې ناخبري دا آيت په قيامت كې د خداى حسي مشاهدې ته اشاره بولي، چې پر هغه ورځ به خداى په همدې ظاهري سترګو مشاهده كړي؛ حال داچې د داسې كتو لازمه، د خداى جسم والى، په مكان كې يې شتون او ځانګړی جسمي څرنګوالى يې دى او پوهېږو، چې پاك الهي ذات له دې ځانګړنو خوندي او بچ دى؛ لكه چې څو ځل د قرآن په آيتونو كې ټينګار پرې شوى دى. (وګورئ: انعام_103) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې كله جنتيان جنت ته ننوځي، خداى وايي: نور څه غواړئ، چې در زيات یې كړم؟ وايي: ايا زموږ مخونه دې سپين نه كړل؟ ايا موږ دې جنت ته رادننه نه كړو او له اوره دې بچ نكړو؟ په دې وخت كې پردې يوې خوا ته كېږي؛ نو په دې حال كې د خپل پالوونكي تر كتو ورته بل څه ګران نشته)). (نمونه، 25: 302 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!