تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مسلمینو ځوړتیا له دین څخه بهر عواملو راولاړ شوې وه  لنډه دا باید د مسلمینو د روسته پاتې والي خواله ددې چارو او عواملو په بېلګو کې ولټوو او په دې اړه د څېړنې ورونه پرانستې دي او دا څه هڅې چې کوو، د لارې پای نه؛ بلکې پیل یې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د مسلمینو ځوړتیا له دین څخه بهر عواملو راولاړ شوې وه

 لنډه دا باید د مسلمینو د روسته پاتې والي خواله ددې چارو او عواملو په بېلګو کې ولټوو او په دې اړه د څېړنې ورونه پرانستې دي او دا څه هڅې چې کوو، د لارې پای نه؛ بلکې پیل یې دی. خو هله له تاریخه عبرت اخستای شو، چې پام مو وي، څه چې راباندې راغلي په پیل کې له دین څخه بهر و او دا بهرنی عامل و، چې زموږ دیني پوهېدنه او هم له دین څخه د ګټې اخستنې طریقه یې واړوله او اوسني حالت ته یې را ورسولو.

له عزت غوښتنې موخه د امپراطورۍ جوړول نه دي

دا چې وایو باید د مسلمینو سودا او سوچ بدل کړو، موخه مو پراختیا غوښتنه او د امپراطورۍ جوړول نه دي. د دین له عظمت او د مسلمینو له عزته مطلب، پر نړۍ د واکمنۍ د خیالونو کچول نه دي، دا د هیټلر او چنګیز سوچونه دي، نه د سیدجمال الدین افغاني. د دین عزت او د مسلمینو دبدبه بله مانا لري او البته خورا لږه یې دا ده، چې د نورو تر لاس لاندې نه اوسو؛ خو تر لاس لاندې نه اوسېدل کافي نه دي، که د ځمکې مخ اسلام ونیسي کوم پردې نه پاتېږي، چې تر لاس لاندې کېدو یې وډار شو؛ نو هلته باید د دښمنانو، کافرانو او پردیو له شتونه مستقل شوکت او دبدبه مانا او عملي کړو. هلته عزت مطلق مانا مومي نه نسبي، او دا هغه څه دي چې خدای غوښتي: «عزت یوازې د الله دی».

نو که غواړو د سید جمال الدین افغاني په لاروي د مسلمینو عزت غواړي خوځښت موخو ته ورسوو؛ نو لازم دي، چې ځانونه له دین څخه پر نوې پوهېدنې سنبال کړو. مسلمین له کله چې مخ پرځوړ شول، د دیني پوهېدنې په هکله هم مخ پرځوړ شول؛ نو که نن مو په سر کې د عزت سوچ وي؛ دا سوچ هله عملي کېدای شي چې له دین څخه عزت غواړې پوهېدنه ولرو. له دینه ډولا ډولې پوهېدنې درلودای شو: فیلسوفانه، عارفانه، عالمانه او عامیانه خو تر څنګ یې له دین څخه عزیزانه او ذلیلانه پوهېدنې هم درلودای شو. دغسې له دین څخه عزیزانه او ذلیلانه ګټنې هم لرو.

هغوی چې ځانونه د سیدجمال الدین افغاني د عزت غواړي خوځښت لارویان بولي، پوه دې شي چې دا لار هله غځېدای شي چې له دین څخه مو پوهېدنه هم عزیزانه وي، که نه په زړې پوهېدنې عزت غواړی خوځښت غځولی او کمال ته رسولای نشو.

لازم دي، په هغو هېوادونو کې چې د سید په لاروي د مسلمانانو د عزت او سرلوړۍ لپاره کوم خوځښتونه بریالي شوي او ځان یې د پردیو پر وړاندې تثبیت کړی، له تجاربو یې ګټنه واخلو او د کلونو کلونو لارې د وهلو پرځای یې څو کلونو وهلو ته راکم کړو او دا له تاریخه سم عبرت اخستل دي.

په افغانستان کې د سیدجمال الدین افغاني خوځښت او لیکي ته ځغلنده اشاره

د هېواد د نامتو بچي، د اسلامي نړیوال خوځښت بنسټګر او د بېوزلیو او مستضعفینو د حقوقو نړیوال مدافع افغان سید جمال الدین په باب پر ۱۳۵۵ په کابل کې یو سیمنار جوړشوی و، چې (۱۶) عنوانه کتابونه د سید د حالاتو او مبارزو په اړه چاپ شو. د اندیال ویبپاڼه په پام کې لرې چې د ارواښاد حبیبي او محترم عبدالله بختیاني لیکنې بیاځلي در وړاندې کړي.

سید جمال الدین ارواښاد سید مراد علي کاموال ته وړاندیز وکړ، چې د قرآن مجید تفسیر وکاږي؛ ځکه په پښتو ژبه کې داسې تفسیر نشته، چې د زمانې غوښتنې وځوابوي؛ نو هماغه، چې ارواښاد مراد، «تفسیر یسیر» ولیکه، چې لا تر اوسه په دوو توکونو کې چاپېږي.

په هېواد کې د سید زده کړیال ارواښاد علامه محمود طرزی دی، چې په ترکیه یې زده کړیال و او چې ارواښاد طرزي هېواد ته راستون شو، د هېواد د فرهنګي ويښتیا په ترڅ کې یې «سراج الاخبار» خپور کړ؛ نو ځکه له یوه اړخ ارواښاد طرزی په هېواد کې د ژورنالېزم بنسټګر بلل کېږي او دا هم پر نوي کهول یوه ذمه واري ده، چې د طرزي د ژوند لیک، وګړې، دریځونو، فرهنګي، او سیاسي فعالیتونو په باب مطالعه وکړي؛ ځکه دغسې وګړې مو تاریخ او فرهنګ دی او هېوادوال باید پر خپل تاریخ او فرهنګ پوه شي.

تر ارواښاد طرزي روسته، ارواښاد ګل پاچا الفت د سید جمال الدین واقعي لاروی ښکاري او دا لاروي یې له شعري او نثري ټولګو، دریځونو، شخصي ژوند او مرګه څرګندېږي.  د «الفت» په اشعارو او لیکنو ډېر داسې څه شه چې شرح پرې وکښل شي، داسې پراګرافونه پکې شته چې توضیح ته یې د نورو اسلامي عالمانو شننې استخدام کړای شي. د الفت اثار نوي کهول ته د پردیو د فرهنګي یرغل پر وړاندې یو مضبوط او نه ماتېدونی ډال دی. باید د پوهنتون زده کړیالان یې پر لیکنو او اشعارو تېزسونه ولیکي. د ارواښاد الفت د اثارو پر مطالعې د لوستونکي تنده ماتیږي، چې په موږ کې داسې یو څوک و، چې لیکنې یې راروسته زمانو ته هم د لارې مشال دي. له نېکمرغه چې د ګل پاچا الفت په نامه یوه سایت یې ټول اثار خپاره کړي دي، همداراز عبد الکافي نامي د مصري عالم عبد الحمید جودة السجاده لیکنه د «الفت» د ټولنې په جوړښت کې د اسلام ونډې کتاب د یوه پاراګراف په توضیح کې خپور کړی چې دا د ځوان کهول  فرهنګي ویښتیا ته یو ګټور ګام دی.

«اندیال» سایت هڅه کوي چې تر وسې وسې د ارواښاد «الفت» په فکري ځلولو خپله پازه ترسره کړي.

هغه ټولنیز او سیاسي سازمانونه چې د هېواد د اساسي قانون له مخې فعالیت کوي، فرهنګي سپارښتنه ورته کېږي، چې په خپلو داسي کړیو کې د «الفت» اثار په ښوونیز نصاب کې په پام کې ونیسي، له یوې خوا به نوی کهول له خپل فرهنګ او تاریخ خبر کړي، بلخوا د استبداد، زورواکۍ، او د مظلومو د حقوقو د دفاع لپاره به یې په «انقلابي پوتنشیال» ورسنبال  کړي او هم دا چې لیکنې یې پر یو ډول اسلامي پروتستانتیزم او اعتراضي روحیه ولاړې دي، نوي کهول ته تر عامیانه دیني پوهېدني، وراوچتې پوهېدنې او د سیدجمال د هیلو د پوره کولو لپاره، نوي پښت ته لار هواروي، چې له اسلامه د سمې پوهېدنې له مخې، په هېواد کې د مدني ټولنې د جوړولو لپاره په اندیزو او سیاسي فعالیتونو لاس پورې کړي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!