تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نړۍ هر څه په شمار دي إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴿قمر/۴۹﴾ = په حقيقت كې موږ هر څه په ټاکلې کچه پيدا كړي دي.  دا آيت پر ګرده هستۍ له يو واكمن حقيقته پرده اوچتوي او هغه په ټولو كايناتو كې دقيقه كچونه ده، چې څومره بشري پوهه پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د نړۍ هر څه په شمار دي

إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴿قمر/۴۹ = په حقيقت كې موږ هر څه په ټاکلې کچه پيدا كړي دي. 

دا آيت پر ګرده هستۍ له يو واكمن حقيقته پرده اوچتوي او هغه په ټولو كايناتو كې دقيقه كچونه ده، چې څومره بشري پوهه پر مخ ځي، بنيادم له دې كچونې سره اشنا كېږي.

ستور مزلي په دقيقو علمي شمېرانو – محاسبو او سنجونې كټ مټ د سپوږمۍ پر هماغه ځاى كېني، چې له مخكې يې ټاكلى و؛ سره له دې چې له ځمكې يې د حركت په واټن كې، سپوږمۍ پر خپل چورليز چورلېدلې او ځمكه د هوايي بېړۍ د توغېدو پر مهال هم پر خپل چورليز او هم د لمر پر شاوخوا په سرباندې چټكۍ په حركت كې وه؛ خو داچې دا ټول حركات، حساب او دقيقه اندازه او مېچ لري؛ نو ځكه ستورمزلي پخپلو عملياتو كې برېمنېږي.

ستورپوهان هم له لس ګونو كلونو وړاندې، چې د ځمكې پر كوم ځاى د سپوږمۍ تندر (خسوف) او د لمر تندرنیونه (كسوف) راپېښېږي، وړاندوينه يې كوي. دا ټول ددې سترې نړۍ په كچونه كې دقت او ځيرنه راښيي.

په كوچنيو ژویو كې واړه مېږيان خورا هېښنده دي چې پېچلي غړي او نري رګونه او اعصاب لري، چې كله ښه كوچنيو ژویو؛ يعنې ذره بيني ساه كښو (؛لكه ميكروب وېروس او اميب…) ته رسوو؛ نو دا مېچونه نوره هم لوړېږي او دلته ان د ميلي متر زرمه او ترې كوچنۍ هم كارولېږي.

تر دې ورهاخوا، چې اتوم ته ورشو؛ نو بايد دا ټولې كچونې يوې خوا ته كړو، هلته كچونې دومره كوچنۍ كېږي چې د هېڅ انسان په فكر كې نه ځايېږي. دا كچونې يوازې په كميتونو (او څومروالي) كې نه دي، جوړښتيز څرنګوالى هم ترې برخمن دى.

هغه غونډال – نظام چې د انسان پر اروا، روحياتو، هيلو او غريزو واكمن دى، د انسان د وګړيز او ټوليزو غوښتنو په بهير كې په ځير كچونه لري چې كه ډېر لږ بدلون پكې راشي، وګړيز او ټوليز ژوند يې ګډوډېږي.

 په طبيعت كې داسې ژوي شته چې يو د بل آفت دي او يو بل ته بريك شمېرل كېږي. ښكاري مارغان كوچني مارغان خوري او داچې شمېر یې له بريده واوړي او ټولو یېبرو – محصولاتو ته زيان ورسوي، مخه يې نيسي؛ نو ځكه اوږده عمري دي؛ خو همدا ښكاري مارغان ډېرې لږې هګۍ اچوي او لږ بچي ترې زېږېږي او يوازې په ځانګړو شرايطو كې ژوند كوي. اوس كه په همدې اوږده عمر كې ډېر بچي وزېږوي؛ نو د ټولو كوچنيو مارغانو ځوځات له منځه تله. دا په څارويو او بوټو كې اوږده كيسه ده، چې څېړنه یې انسان د ((إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ)) له ژورو سره اشنا كوي[1].

 



[1] نمونه تفسیر، 23: 81 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!