تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۳مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)  د يارانو بېلتون   پېغمبر اکرم(ص) سخت ناروغ شو او يوه ورځ،چې لږ ښه شو؛نو عايشې بي بي ته يې وويل : په جومات كې ناست ياران مې راته راوغواړه!عايشې بي بي هم يو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۳مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

 د يارانو بېلتون

 

پېغمبر اکرم(ص) سخت ناروغ شو او يوه ورځ،چې لږ ښه شو؛نو عايشې بي بي ته يې وويل : په جومات كې ناست ياران مې راته راوغواړه!عايشې بي بي هم يو تن ورپسې ولېږه او يو شېبه وروسته ټول راغلل،چې حضرت ابوذر(رض) هم پکې و، سلام يې واچاوه او كېناستل .

 پېغمبراکرم(ص) خپلو پاكو،ننګيالو او پتمنو دوستانو ته په ځير كتل،ورته يې وويل : خداى دې له تاسې سره ښه وكړي،خداى مو وبښه،پر خداى مې سپارلي ياست،خداى مو رزق پراخه كړه،خداى مو په چارو كې بركت واچاوه،خداى دې تاسې ټولو ته اجر او صبر دركړي،تاسې ټولو ته د تقوا وصيت كوم،زه مو له خدايه وېروم،له خدايه ووېرېږئ،زړونه او عقلونه پرې وسپارئ،له خدايه ووېرېږئ او هېڅكله له خپل هېواد او هېوادوالو سره خيانت مه كوئ،د خداى پر وړاندې مه غره كېږئ؛ځكه هغه ما ته وويل :

 [تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوّاً فِي الْأَرْضِ وَلاَ فَسَاداً وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ(قصص / 83) (هو) دا د اخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د پرهېزګارانو ده.]

پېغمبراکرم(ص) غلى شو؛نور هم غلي شول،بيا آنحضرت(ص) وويل: ايا  په دوزخ كې د خپلسرو لپاره ځاى شته؟او بېرته غلى شو.پر كوټه د سكوت سيورى خپور شو،د چا له خولې خبره نه راوته او ټولو په ژړاندو سترګو رسول اكرم(ص) ته كتل،چې آنحضرت(ص) وويل : بېلتون رانژدې شو؛د ستنېدو وخت رانږدې شو،د خداى پر لور د ستنېدو وخت ، د “جنة الماوى” پر لور، د “سدرة المنتهى پر لور، د رفيق اعلى پر لور….

د پېغمبراکرم(ص)له يارانو يوه وويل : د خداى رسوله!څوك غسل دركړي؟

_ زما له كورنۍ يو تن،چې ډېر راباندې ګران دى .

_ د كفن چارې دې څنګه كړو؟

_ كه خوښه مو وه،په دې خپلو جامو كې مې ښخ كړئ يا د مصر يا يمن په يوه ټوټه كې .

_ څوك دې جنازه وكړي؟

حضرت ابوذر(رض) زړه ټينګ كړى و،چې ځان غلى او چوپ ونيسي؛خو ویې نه كړاى شو؛پر خداى قسم زړه مې پړک چوي،حبيب مې رانه روان دى،يو دم يې چغه كړه او په ژړا شو او له سترګو يې د اوښكو رودونه جاري شول .

 د پېغمبراکرم(ص) نور ياران هم په ژړا شول او د پېغمبراکرم(ص) مباركې سترګې هم له اوښكو ډكې شوې .

د حضرت ابوذر(ض) پر زړه څه تېرېږي؟ورشه عاشقان وپوښته،چې د يار بېلتون څومره غم لري؛څه درته ووايم،د عاشقانو له زړه يو الله خبر دى . پر زړه يې د بېلتون اور بل شو، غوښتل يې وژاړي،چغې كړي؛خو دومره يې ژړلي وو،چې د سترګو اوښكې يې وچې شوې او دومره چغې يې وهلې وې،چې نورې يې نه شواى وهلې، پر مرۍ يې د خپګان خپسه ناسته وه، سر يې ښکته كړ او له كوره ووت .

خلكو په جومات كې له حضرت ابوبكر(رض) سره لمونځ وكړ،چې پېغمبراکرم(ص) په تړلي سر او ناروغ ځان جومات ته راننووت . د خلكو زړونه د پېغمبراکرم(ص) په ليدو د پسرلې د ګلانو په څېر وغوړېدل؛ځكه پسرلى راغلى و او خوشحالۍ يې كولې او له دې  خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېدل . حضرت ابوذر(رض)هم رامنډه كړه،چې د يار ديدن وكړي . ټول له آنحضرت (ص) راتاو شول او تر خپل كوره يې ورساوه.

 د حضرت ابوذر(رض) پر غمځپلي زړه بيا پسرلى راغى؛د زړه د باغ بلبلو يې سندرې ويلې،چې د زړه د بڼ بڼوال يې روغ شو او په همدې خيال خوشحاله خپل كور ته ولاړ؛خبر نه و چې دا يې د زړه د باغ وروستى پسرلى و؛خبر نه و،چې د پېغمبراکرم(ص) دا ليدنه او راتګ له خپلو يارانو سره خداى په اماني وه؛راغلى و،كه د چا پوروړى وي،چې ور يې كړي؛لنډه داچې په دې دنيا كې خپل حساب كتاب خلاص كړي او ځان د خپل يار ديدن ته تيار كړي.

حضرت ابوذر(رض) خوشحاله كور ته ولاړ؛خو خبر نه و،چې يوازېنى سرسيورى يې له نړۍ روان دى او څومره سختې به پرې د پېغمبر اکرم(ص) ددې خبرې له امله راځي،چې ورته يې ويل : “همېشه د حق خبره كوه، كه څه ترخه وي او د خداى په لار كې له چا مه وېرېږه” خبر نه و،چې د پېغمبراکرم(ص) تر وفات وروسته به پرې د حق او د خداى د رضا لپاره څومره سختۍ او كړاوونه راځي .همداسې په چورت كې روان و،چې يو خپلوان يې وليد او ویې پوښت :

_ چيرته روان يې؟

_ تاسې كره در تلم.

_ خېر خو به و؟

_ په كور كې دې ماشومه زېږېدلې ده.

حضرت ابوذر(رض)غلى شو.خپلوانو يې ورته وويل :[و اذا بشر احدهم بالاثنى ظل وجهه مسودا و هو كظيم؛(چې کله ورته د لور د زوكړې، زېرې وركړ شي؛نو له غوسى يې رنګ اوړي او خپله غوسه كېنوي.)

ابوذر(رض) : نه! خداى شته،چې دا خبره نه ده،د مرګ لپاره يې زېږوي،د خرابۍ لپاره يې ابادوي او…… او څومره ښه ياران دي دا دواړه؛ مرګ او فقر .

د پېغمبراکرم(ص) په كور كې چغې شوې او خلكو په وارخطايۍ او بيړه د پېغمبراکرم (ص) كور ته منډې وهلې او سره پوښتل يې :د خداى رسول مړ شوى دى؟ پېغمبراکرم (ص) مړ شوى دى؟ او ………

د “فاطمې بي بي ” د خپګان له امله پرښتې هم په اسمانو كې پر ژړا وې، فاطمې ژړل او ويل يې:

ابتاه يا ابتاه ؟ ……………. ابتاه
اجاب ربا دعاه؟………………………يا ابتاه
الى جبريل ننعاه …………………….يا ابتاه
جنه الفردوس ننعاه………………….يا ابتاه
من ربه ما ادناه……………………….يا ابتاه

د خلكو چغې  او وير له ځمكې اسمانو ته رسېده؛ حضرت ابوذر(رض) هم په چغو او ژړا ځان مړ كړ،ګرد سره يې نه غوښتل،چې باور وكړي، چې پېغمبراکرم(ص) مړ شوى دى . اصحابو هم په همدې باب يو له بل سره خبرې كولې،هيچا د يو بل خبرو ته غوږ نه نيوه،د چا زړه چېرته صبرېده او يوازې ژړاګانې يې كولې.

حضرت عمر(رض) راننووت او د پېغمبراکرم (ص) له مخه يې څادر پورته كړ،ويې ليده،چې پېغمبراکرم(ص) ارام او بې ساه پروت دى، فكر يې وكړ، چې پېغمبراکرم (ص) غيبت كړى،په منډه جومات ته راغى او ويې ويل : په تاسې كې ځينې وايې،چې پېغمبراکرم (ص) مړ شوى دى،پر خداى قسم،چې نه دى مړ شوى او د حضرت موسى او حضرت عيسى په څېر خداى ته اسمانو ته ورغلى دى او ژوندى دى!

پر حضرت ابوذر(رض) د حضرت عمر(رض)خبرې ډېرې ښې ولګېدې او په زړه كې يې حضرت عمر(رض) ته وويل : پر خوله دې ګوړه او شكره او دعا يې كولې،چې كاش د حضرت عمر(رض)خبره رښتيا واى او حضرت محمد (ص) د منافقينو د ځپلو لپاره يو ځل بيا راپاڅي؛خو چې حضرت ابوبكر(رض) راغى د حضرت ابوذر(رض) د ارمانو پر كاسه خاورې ايرې تويې شوې .حضرت عمر(رض) ته يې وويل :

عمره! ودرېږه ! بې صبري مه كوه، خلكو ماته اجازه راكړئ …… او ويې ويل : چاچې د حضرت محمد(ص)عبادت كاوه؛نو هغه مړ شوى دى او څوك چې د خداى عبادت كوي،خداى خو ژوندى دى او تل به ژوندى وي .

حضرت عمر(رض) په ژړا شو او يقين يې وشو،چې پېغمبراکرم(ص) مړ شوى،حضرت ابوذر(رض) هم چغې كړې او چغې يې وهلي : وخيلا! د خداى رسول،امين، مهربان او كريم ورور مې مړ شو.

د څښلو د اوبو په لټه كې شو،چې كېداى شي د حضرت محمد (ص) د بېلتون له امله يې په سينه كې لګېدلې اور مړ شي؛خو هېڅ ګټه يې نه درلوده،له ځان سره يې فكر وكړ،چې د تسل دارو يوازې قرآن دى او د قرآن په لوستو يې پيل وكړ.

وَلاَ تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلهاً آخَرَ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَىْ‏ءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ. (قصص – 88) او له الله سره بل معبود مه بله، چې له هغه پرته بل معبود نشته، د هغه له (سپېڅلي) ذاته پرته نور ټول څيزونه هلاکېدونكي دي،واکمني يوازې د هغه ده او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول کېږئ.)

ابوذر(رض) نهيلى او خپه له كوره راووت او له ځان سره يې په وير كې دا جملې ويلې: د خداى رسوله خداى دې وبښه!ولاړ د خداى رسول مړ شو……….

ټول په جومات كې ناست ول او له څېرو يې څرګندېده،چې څومره د پېغمبراکرم(ص) پر مړينې خپه دي؛خطرناكې او له پېښو ډكې راتلونكې پر ټولو غاښونه لګول . خدايه!څه چل به كېږي؟حضرت عمر،حضرت ابوعبيده او حضرت ابوذر(رضی الله عنهم) او نور مسلمانان ولاړ ول، چې يو سړى راورسېد او حضرت عمر(رض) ته يې وويل : انصار په “سقيفه” كې راټول شوي،چې د خلافت لپاره له حضرت سعدبن عباده(رض) سره بيعت وكړي .

 دا خبره نه وه، سم تندر و،چې پر حضرت ابوذر(رض) راوغورځېد ، رنګ  يې د كوركمن په څېر ژېړ شو او په حيرانتيا يې له ځان سره وويل : عجيبه خلك دي؟دوى څنګه ځان ته اجازه وركوي، چې له حضرت علي پرته له بل چا سره بيعت وكړي؟! حضرت علي(ک) تر ټولو دې كارته وړ دى، هغه لومړى تن و، چې پر پېغمبراکرم(ص) يې ايمان راووړ،د پېغمبراکرم (ص) د تره زوى دى، زوم يې دى؛عجيبه خبره ده.نه پوهېږم،چې ددې خلكو مغزو ته څه فكرونه راغلي، چې له حضرت علي(ک) پرته له بل سره بيعت كوي؟

حضرت ابوبكر(رض)راووت،حضرت عمر(رض)ورته وويل : وا دې نه ورېدل، چې انصار د بني ساعده وو په سقيفه (څپرګي) كې راټول شوي او د خلافت لپاره له سعد بن عباده سره بيعت كوي؟!

حضرت ابوبكر، حضرت عمر او حضرت ابوعبيده(رضي الله عنهم) سقيفې ته روان شول،حضرت ابوذر(رض)هم ورپسې ورووت .

حضرت علي(ک)،حضرت عباس(رض) او ځينې نور بني هاشم د پېغمبر اکرم(ص) پر كفن او ښخولو بوخت ول،چې حضرت عباس (رض)احساس كړه،د پردې تر شا نورې خبرې دي او ځينو د پېغمبراکرم (ص) د ځايناستۍ لپاره ځانونه چمتو كړي دي .حضرت علي(ک) ته يې مخ كړ،ورته يې وويل : لاس دې راكړه، چې بيعت درسره وكړم؛ځكه خلك به وايي،چې د پېغمبر اکرم(ص) تره ورسره بيعت كړى او هغه دوه نور به هم درسره مخالفت ونه کړي .

حضرت علي(ک) : ولې نور څوك هم شته، چې دې كار ته تمه لري؟

حضرت عباس(رض) : وربه شې، خبر به شې!

په دې كې حضرت علي(ک) د وره ټك ټك واورېد، ورغى او پوښتنه يې وكړه: څوك يې؟

 _ زه يم، ابوذر.

_ خېر خو به يې؟

_ خلكو له  حضرت ابوبكر(رض) سره بيعت وكړ.

حضرت علي(ک) ور پرانست او حضرت ابوذر(رض) راننووت .

حضرت علي : څنګه او چا له حضرت ابوبكر  سره بيعت وكړ؟

حضرت ابوذر(رض) :انصار د بني ساعده وو په سقيفه کې (د بني ساعده و د ټبر په څپرګي کې چې به پکې راټوليدل) راټول شوي ول، چې له حضرت سعد بن عباده(رض)سره بيعت وكړي،حضرت ابوبكر،حضرت عمر او حضرت ابوعبيده(رضی الله عنهم) هم هلته ولاړل، د حضرت ابوبكر (رض) تر ډېرو خبرو اترو وروسته،انصارو ورته وويل:((يو امير به له تاسې وي او يو به زموږ وي )).

حضرت ابوبكر(رض)ورته وويل :عرب دا خبره درسره نه مني!امير بايد يوازې له قريشو وي؛نو له همدې كبله امير دې زموږ له لوري او وزير دې ستاسې له لوري وي .

 په همدې وخت كې حضرت عمر(رض)هم د حضرت ابوبكر(رض)د خبرې د پخلې لپاره وويل : پرخداى قسم،چې خلك درسره دا حكومت نه مني؛ځكه پېغمبراکرم(ص) له تاسې و،دې كار ته يوازې موږ وړ يو؛ځكه پېغمبراکرم(ص) زموږ له ټبره و او څوك چې له موږ سره مخالفت وكړي؛نو غټه ګناه به يې كړې وي . بيا حضرت عمر(رض)غږ وكړ:ابوبكره! لاس دې راكړه . حضرت عمر(رض) د حضرت ابوبكر (رض) لاس ونيو ورته يې وويل : خو پېغمبراکرم(ص) تا ته امر نه و كړى،چې مسلمانانو ته لمونځ وركړه!ته د خداى د رسول خليفه يې، موږ له تا سره د دې لپاره بيعت كوو،چې په موږ كې پر پېغمبراکرم(ص) ډېر ګران وې . حضرت ابوعبيده(رض)هم بيعت وكړ او ويې ويل:ته تر ټولو غوره مهاجر يې، ته د پېغمبراکرم(ص) د سمڅې يار يې، ته د خداى د رسول خليفه يې؛ نو تر تا به څوك دې چار ته وړ وي؟

حضرت ابوذر(رض) تر خپلې كيسې وروسته په فكر كې ډوب شو او غلى شو.

حضرت عباس(رض)، حضرت على(ک)ته وويل : زما خبرې ته مو غوږ ونه نيو، ګوره  چې څه  وشو.

امرتهم امر بمنعرج اللوى               فلم يستبينو النصح الاضحى الغد

حضرت علي(ک) : چاره څه ده؟

حضرت ابوذر(رض):بايد حضرت مقداد، حضرت سلمان، حضرت عباده بن صامت،حضرت ابوهيثم،حضرت حذيفه اوحضرت عمار (رضی الله عنهم) هم راوغواړو بيا به ګورو،چې څه وكړو؟

* * *

شپه شوه او د همېشه په څېر تپه تياره؛ خو دې شپې تر نورو شپو ډېر توپېر درلود،څه عجيبه شپه وه، د اسلامي حكومت لومړي بنسټونه اېښوول كېدل .انصار د جومات مخې ته راټول شوي ول،حضرت ابوذر(رض) ورته وويل : څوك شك نه لري،چې حضرت علي(ک) تر ټولو د خلافت لپاره وړ دى او موږ بايد د خلافت چارې مهاجرينو ته وسپارو. راځئ د سقيفې تړون مات كړو!

_ څنګه؟

حضرت ابوذر(رض) : هغوى انصارو ته دا دليل ووايه چې پېغمبراکرم (ص) له هغوى دى او موږ به هم مهاجرينو ته همدا دليل ووايو؛ځكه حضرت على(ک) په موږكې تر ټولو پېغمبراکرم(ص)ته له هر اړخه  نږدې دى .

ټول ددې خبرو په اورېدو په فكر كې ډوب شول؛شور زوږ شو او پرېکړه يې وکړه،چې د دې كار په اړه له مهاجرينو سره سلا مشوره وكړي .

د دويمې ورځې لمر راوخوت؛حضرت ابوذر(رض) له خپل كوره راووت او د خداى د رسول د لور (فاطمې) كور ته ولاړ؛هلته حضرت عمار،حضرت زبير،حضرت مقداد او حضرت سلمان(رضی الله عنهم) هم ول،چې حضرت خالد بن سعيد(رض) هم راورسېد،حضرت على(ک) ته يې وويل : پر خداى قسم،چې په خلكو كې څوك تر تا د خلافت د چارو د سمبالي لپاره وړ نه وينم!

حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) ته خبر ورسېد،چې دا كسان د حضرت فاطمې په كور كې راټول شوي دي . هلته ورغلل او له حضرت علي(ک) او يارانو يې وغوښتل،چې راووځي او د نورو په څېر له دوى سره بيعت وكړي؛خو چا يې خبرو ته غوږ و نه نيو. په دې وخت كې “ابوسفيان” راورسېد او ويې ويل : پر خداى قسم،چې د ويني تږى انقلاب ګورم،چې را روان دى . بيا يې حضرت علي(ک) او حضرت عباس(رض)  ته وويل : سستو خلكو! ذليلانو!حضرت على(ک) ته يې وويل : لاس دې راكړه، چې بيعت درسره وكړم، كه غواړې چې مدينه درته له لښكره د ابوفضيل (ابوبكر) پر خلاف ډكه كړم؟

حضرت علي(ک) د ابوسفيان له خبرو سره په مخالفت كې په موسکا او ريشخند لاندې شعرونه وويل:

و لايقيم على فيم يراد به

الا الا ذلان غير الحى والوتر

هذا على الخسف مربوط برمته

و ذا يشج فلا يرثى احد

له دوو ذليلانو پرته څوك پر ځان ظلم نه مني : يو د ټبر خر او بل  موږى، خر په موږي پورې تړل كېږي او هغه بل تل پر سر وهل خوري؛ خو څوك نشته،چې وير ورته وكړي .)

حضرت ابوذر(رض) غوسه ابوسفيان ته وكتل او پوهېده،چې د ابوسفيان دا خبرې د دوستۍ لپاره نه دي او يوازې په مسلمانانو كې درز اچول غواړي، اوس يې اوبه خړې ليدلي، غواړې  كبان ونيسي.

حضرت علي(ک) ابوسفيان ته څو خبرې وكړې،چې د حضرت ابوذر(رض) زړه پرې خوشحاله شو.

حضرت علي(ک) وويل : ته څومره له اسلام سره كينه لرې،ځه ولاړ شه! زه ستا لښكر او بيعت ته اړ نه يم .

ژباړن : د دې تاريخي پېښې په پوهېدو سره لوستونکي د خوشحال بابا د دې شعر پر مفهوم  ښه پوهېداى شي چې :

اختلاف يې چې د اصحاب په منځ کې راشي

د مــفــهـــومـــو کار هغو زده چې “مـفـهـوم” دى

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!