تبلیغات

   محمد د علم ښهر دى،علي يې ور و     تر قنبر يې شه خوشحال خټک فداک ( ارمغان ٤٣٠ مخ)                                                    د حضرت علي پوهه فخر رازي په کبير تفسير کې د آل عمران د سورت د (إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ) تر آيت لاندې له حضرت […]

   محمد د علم ښهر دى،علي يې ور و  

  تر قنبر يې شه خوشحال خټک فداک

( ارمغان ٤٣٠ مخ)

                                                

 

د حضرت علي پوهه

فخر رازي په کبير تفسير کې د آل عمران د سورت د (إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ) تر آيت لاندې له حضرت علي روايتوي چې وايي : رسول اکرم راته د علم زر ورونه رازده کړل،چې ما له هر بابه زر نور بابونه استنباط کړل .

( استيعاب : دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي :معاويه بن ابوسفيان ته به چې کومه مسله راپېښه شوه؛نو حضرت علي ته به يې ليکل او ترې به يې مرسته غوښته؛نو کله يې چې واوېدل،چې حضرت علي ووژل شو؛نو ويې ويل :فقه او علم د علي له مړينې سره مړه شول . ورور يې عتبه ورته وويل :پام چې د شام خلک دې دا خبره وا نه وري . معاويه ورته وويل : پرېږ ده مې .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالله بن عباس روايتوي چې وايي : که علم لس برخې فرض کړو؛نو پر خداى قسم،چې نهه برخې يې په علي کې دي او علي د هغو لس برخو په هغه برخه کې هم له خلکو سره شريک دى .

 دا روايت ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې هم راوړى دى دى .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي چې وايي : بې له علي  چا هم په ژوند کې  و نه ويل : (سلونى؛څه چې غواړئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) .

 دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې، ابن حجر د صواعق په ٧٦ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې، احمد په مناقب کې، بغوي په معجم او ابو عمرو هم نقل کړى دى

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : علي خلکو ته وينا کوله،چې و يې ويل :ايهاالناس ! دا څه رټلې خبرې دي،چې ستاسې په اړه  زما غوږونو ته رارسي؟ پر خداى چې ډېر ژر به طلحه او زبير (رضي الله عنهما) ووژل شي او بصره به سوبه شي او ډېر ژر به د کوفې له اړخه شپږ زره پينځه سوه او شپېته او يا يې وويل : پينځه زره شپږسوه او پنځوس مرستيال سرتېري ستاسې مرستې ته راشي . ما له ځان سره وويل :دا امام د خبرې د جنګي سياست لپاره دي؛ځکه  په جګړه کې دوکه روا ده؛خو سره له دې د کوفيانو هرکلي ته ولاړم؛نو پوښتنه مې وکړه،چې شمېر مو څومره دى او هومره يې راته وويل، چې امام وړاندوينه کړې وه . بيا مې له ځان سره وويل: دا له هغه اسرارو دي،چې رسول اکرم (ص) ورته ويلي وو؛ځکه رسول اکرم ورته د پوهې زر بابه ورکړي ول،چې له هر باب يې زر نور بابونه خلاصېدل .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له ابي المتعمر مسلم بن اوس او همداراز له جارية بن قدامه سعدي (رض) روايتوي،چې دواړه وايي : له علي سره وو،چې د خپلو ويناوو په ترڅ کې يې خلکو ته وويل : مخکې له دې چې له لاسه مې ورکړئ؛نو ومې وپوښتئ او داسې څه به نه وي،چې زه به يې ځواب ونه لرم؛خو داسې څه،چې له عرش مافوق وي .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) ، ( د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،١٥٨ مخ )، ( فخر رازي په خپل تفسير کې د (( و اما بنعمة ربک فحدث )) تر آيت لاندې ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٤ مخ کې ) ، ( ابن سعد؛طبقات :دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ )، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢١ مخ ) ، ( کنزالعمال :اتم ټوک،٢١٥ مخ ) ، (ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٨ مخ )  او ( د بغداد تاريخ :شپږم ټوک،٣٧٩ مخ ) د اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب د علم په اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې خپلې سينې ته په اشارې کميل ته وويل :دلته خورا پوهه ده؛خو څومره بده ده، چې څوک نشته،چې ددې علومو حامل شي او ور و يې لېږدوم . ګواکې د استعداد خاوندان شته؛خو امين نه دي .

( کنزالعمال :لومړى ټوک،١٠٣ مخ ) له اصبغ بن نباته (رض) روايتوي،چې وايي : له حضرت علي بن ابيطالب سره ناست وو،چې يو يهودى راغى او ويې ويل :اميرالمؤمنينه ! خداى له کله و ؟ نو همدا چې موږ ترې دا خبره واورېده؛نو سم مو وواهه او نږدې ول، ومري؛خو حضرت علي وويل : خوشې يې کړئ او بيا يې وويل : يهودي وروره ! چې څه درته وايم ، ښه يې واوره او په زړه کې يې وساته؛ځکه له هغه کتابه ځواب درکوم،چې خداى پر موسى نازل کړ او که تا خپل اسماني کتاب ويلي وي؛نو د خپلې پوښتنې ځواب به پکې پېدا کړې؛ هغه چا ته صحيح دي،چې ووايو،چې له کله و، چې شتون يې پر نشتون مخکې وي؛يعنې په يو وخت کې نه و او بيا شته شو؛خو لا يزال خداى بې له کيف و او شتون يې د نورو د شتون په څېر نه دى؛له لايزال مخکې لا يزال او وروسته له وروسته و او بې له کيفه لم يزال ، غايت او منتهي دى . يهودي وژړل او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! پر خداى، چې په تورات کې هم داسې راغلي دي او اوس شهادت ورکوم،چې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد (ص) يې بنده او استازى دى .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٢٢ او ٢٢٢ مخونه ) د حضرت علي د علم په اړه  دوه روايتونه راوړي او همداراز ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ او ٦٧ مخونو ) د قرآن پر ظاهر او باطن د حضرت علي د پوهې په اړه  دوه روايته ، ( ابن سعد؛طبقات:دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ ) له حضرت ابي الطفيل،(ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٧ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ) ، (ابن جرير؛تفسيرجرير:٢٦ ټوک،١١٦ مخ ) له حضراتو ابي  الطفيل او ابي  الصبهاء ، ( متقي؛کنزالعمال :لومړى ټوک،٢٢٨ مخ ) له حضرت عامر بن واثله او د شپږم ټوک په ٣٩٣ مخ کې په دې اړه ( سلوني؛يعنې څه چې پوښتئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) چې په وروستي کې يې له مامون الرشيد له مهدي عباسي له منصور دوانيقي له پلار يې عبدالله بن عباس روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب مې واوېدل،چې وايي :هېڅکله په علي پسې بدې ردې مه وياست،چې له علي سره مې د رسول اکرم داسې چلن ليده، چې که له ماسره يې درلود؛نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه و،چې لمر پرې لګي (بيا خپله خبره کوي تر دې چې دلته رارسي ) علي د څو ځانګړنو په درلودو نېکمرغه شو؛د رسول اکرم په زومتوب،له بېوزليو سره مرسته او د قرآن پر ظاهر، باطن،فقه او تاويل علم .

( طحاوي؛ مشکل الآثار : دويم ټوک،٣٧٣ مخ ) پر دوو سندونو له حضرت عبيد بن ابي رفاعة انصاري روايتوي،چې د خداى د استازي يارانو د حضرت عمربن خطاب په مخ کې د نطفې د عزل په اړه  اختلاف وکړ،چې حلاله ده که حرامه ؟ حضرت عمر بن خطاب وويل :تاسې چې اهل بدر ياست او نن په يوه ديني مسئله کې سره شخړه کوئ؛نو راتلونکى ځوځات به مو څه کوي ؟ اصحاب چوپ شول او دوو سره پسپسکي پيل کړل،چې حضرت عمر وويل : دا پسپسکي څه دي ؟ يو يې وويل :يهوديان عزل حرام ګڼي او يو ډول موئوده _ژوندي ښخول _ يې ګڼي . حضرت علي وويل :هله ژوندى ښخول ګڼل کېږي،چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي؛ځکه  قرآن هغه ته انسان وايي، چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي،چې دادي : ١_ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ. ٢_ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ.٣_ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً . ٤_ فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً.٥_ فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا . ٦_ فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا.٧_ ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ. او لنډه دا چې د نطفې له منځه وړل او له زيلانځ- رحم  يې بهر اچول هله ژوندي ښخول دي،چې له طين،نطفه،علقه،مضغه؛ عظام او هډوکي او يا پر غوښه پوښل شوى وي او بل خلقت شوى وي او لنډه داچې ژوندى انسان وي .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٦ مخ ) له رسول الله مبارک روايتوي،چې وايي :علي بن ابيطالب د خلکو اعلم دى؛پر خداى او خلکو .

 د هماغه ټوک په ٣٩٦ مخ کې له ابي  ازهراء روايتوي،چې وايي :  حضرت علي بن ابيطالب به تل ويل :زه او د اولادې پاکان مې ،تر ټولو خلکو سينه پراخه او تر ټولو پوه يو . خداى تعالى په موږ دروغ له منځه وړي  او د لېوانو غاښونه له داړلو پڅوي او په موږ خداى ،له ورمېږونو څخه د ذلت زنځيرونه پرانځي،خپګانونه مو له منځه وړي او په موږ دي،چې خداى پيل او پاى کوي .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٣ مخ ) له حضرت سلمان روايتوي،چې وايي : رسول اکرم ته مې وويل : رسول الله ! هر پېغمبر وصي لري؛نو ستا وصي څوک دى ؟ رسول اکرم راته هېڅ هم و نه ويل ؛خو بله ورځ يې،چې وليدم؛نو غږ يې راته وکړ او ما هم ورمنډه کړه او راته يې وويل : پوهېږې،چې د موسى وصي څوک و ؟ورته مې وويل : يوشع بن نون . پوښتنه يې وکړه  : ولې د موسى وصي شو ؟ ورته مې وويل : ځکه په هغه وخت کې تر ټولو عالم و. رسول الله وويل : ((  زما وصي علي دى،چې تر ټولو غوره دى،چې پر کړيو ژمنو مې وفا وکړي او پورونه مې ورکړي . ))

( ابن سعد؛ طبقات : شپږم ټوک،١٦٧ مخ ) په خپل سند له جبلة بنت مصفح له خپل پلاره ، ( اسدالغابه : شپږم ټوک،٢٢ مخ ) په خپل سندعبدة بن سليمان له عبدالملک بن سليمان ، ( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) ، (مناوي؛ فيض القدير: درېم ټوک،٤٦ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب : دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) له جبير له عايشې بي بي ، ( متقي؛کنزالعمال : څلورم ټوک،٣٤٣ مخ  او همداراز د دويم ټوک په٤٦٢ مخ ) له مغيرة ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( بيهقي؛سنن :پينځم ټوک،٥٩ مخ ) په خپل سند له عمرو له ابي  جعفر څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ دلته يوازې د ذخاير العقبى د ٦١ مخ روايت راخستى،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : د خداى استازي وويل : په دنيا کې د علي بن ابيطالب فضيلت ته څوک رسېداى نشي، چې خاوند د هدايت پر لور رهبري او له ضلالت  او هلاکت يې لرې کړي.

 ( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٣١ مخ ) په خپل سند له طبراني روايتوي،چې رسول اکرم (ص)،حضرت علي ته وويل : (( قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چې که له دې نه وېرېدم،چې مسلمانان ستا په اړه  هغه څه و نه وايي،چې مسيحيان يې د عيسى بن مريم په اړه  يې وايي؛نو نن به مې ستا په اړه  هغه څه ويلي ول،چې د هر مسلمان له مخې تېرېدې؛نو ستا د پښو خاورې به يې د تبرک لپاره ښکلولې . ))

( امام احمد بن حنبل؛ مسند : لومړى ټوک،١٩٩ مخ ) له وکيع له شريک له اسحاق له هبيره روايتوي،چې وايي : حضرت حسن بن علي د حضرت علي تر شهادت وروسته په خطبه کې وويل : پرون له تاسې هغه سړى ولاړ،چې نه په تېرو او نه په راتلونکيو کې يې څوک پوهه لري؛هغه چې رسول اکرم جګړې ته لېږه؛نو جبراييل به يې ښي لور او مکائيل به کيڼ لور ته و او له بري پرته به نه راستنېده .

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) له سويد به غفله له صنابحي ، (ابونعيم؛حلية : لومړى ټوک،٦٤ مخ ) له اصبع بن نباته او حارث ، (مناوي په فيض القدير کې ) ، ( د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٠٤ مخ ) او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠١ مخ کې له اسماعيل بن موسى څخه په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( زه د حکمت کور او علي يې ور دى او يا وايي : زه د علم ښار اوعلي يې ور دى . ))

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٦ مخ ) په خپل سند له مجاهد له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( زه د علم ښار او علي يې ور دى؛نو که څوک غواړي دې ښار ته راننوځي؛نو له وره دې راننوځي . ))

 ( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٣٤٨ مخ ) او په بله لار د اووم ټوک په ١٧٢ مخ کې اوپه بله لار د يوولسم ټوک په ٤٨ مخ کې او په څلورمه لار د اووم ټوک په ٤٩ مخ کې ، ( ابن اثير؛اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛تهذيب التهذيب :شپږم ټوک،٣٢٠ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٤٢٧ مخ  ) ، ( متقي؛کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ ) ، ( مناوي؛ فيض القدير :درېم ټوک،٤٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي، ابن عدى، طبراني، حاکم ، ابو الشيخ  او همداراز ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٤ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٣ مخ ) ، ( کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ )، ( کنوزالحقايق :٤٣ مخ ) ، ( صواعق محرقه :٧٣ مخ ) او د بغداد تاريخ د دويم ټوک په ٣٧٧ مخ کې په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې موږ يوازې د خطيب بغدادي روايت نقل کړى دى،چې په خپل سند يې له حضرت جابر بن عبدالله روايت کړى،چې وايي : د حديبيه پر ورځ حال دا چې رسول اکرم(ص) د علي لاس نيولى و، وويل :دا د عالم د نېکانو امير، د ناپاکانو قاتل دى او چاچې وسره مرسته وکړه؛نو له خداى سره يې مرسته کړې او که چا پرېښود؛نو خداى يې پرېښى دى او بيا يې خپل غږ لوړ کړ او پر لوړ غږ يې وويل : (( زه د علم ښار يم او علي يې ور دى؛که څوک غواړي زما د علم ښار ته راننوځي؛نو بايد له وره راننوځي . ))

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٢ مخ ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٣ مخ ) له حضرت انس بن مالک څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې د ړومبي مضمون يې داسې دى، چې رسول اکرم (ص) حضرت علي ته وويل : ته به تر ما وروسته زما په امت کې د خداى هغه احکام بيانوې،چې خلک پکې اختلاف کوي . ))

د حضرت علي وړاندوينې

( مستدرک الصحيحين :دويم ټوک،٣٥٨ مخ ) په خپل سند له طاووس له پلاره روايتوي،چې وايي : حضرت حجربن قيس عدوي د حضرت علي بن ابيطالب له خدمتګارانو ځنې و،چې يوه ورځ  حضرت علي ورته وويل : حجره ! ته به تر ما وروسته ژوندى يې او ما ته کنځلو ته به دې اړ کړي؛نو ته کنځلې وکړه؛خو له ما بېزاري او کرکه مه کوه . طاووس وايي : د اميرالمؤمنين تر شهادت وروسته مې حجر وليد،چې احمد بن ابراهيم نيولى دى،چې يا به علي ته کنځلې کوي او يا به وژل کېږي،چې حجر ورته وويل : خلکو ! ټول پوه شئ،چې امير احمد بن ابراهيم راته حکم کړى،چې علي ته کنځل وکړم؛نو تاسې هم راسره هغه ته کنځل وکړئ،چې خداى يې لعنت کړي او خداى هم د خلکو زړه داسې ړوند کړى و، چې پوه نه شول چې مراد او مطلب يې څه و .

( ابن سعد؛طبقات :پينځم ټوک،٣٠ مخ ) د مروان د حالاتو په  باب يې راوړي،چې يوه ورځ ورته حضرت علي له مانا ډکه کتنه وکړه او و يې ويل : ډېر ژر به تر بوډا توب وروسته د ضلالت بېرغ پورته کړي او د عمر په پاى کې به امارت ته ورسې،چې هغه ته امارت د سپي په څېر دى،چې د خپلې پوزې اوبه سټي،چې همداراز هم وشول . د ژوند چټل تاريخ ته يې مراجعه وکړئ.

( ابن حجر؛ اصابه : پينځم ټوک،درېم ټوک،٣٢٥ مخ ) له جرير له مغيره روايتوي،چې وايي : حجاج بن يوسف په کميل پسې يو تن ولېږه او د هغه او د کورنۍ تنخواه يې بنده کړه، کميل،چې دا خبره واورېده،و يې ويل : ما خپل عمر کړى دى؛نو  څنګه ښه مې نه ايسي،چې د څو تنو ډوډۍ بنده کړم؛نو په خپله حجاج ته راغى او حجاج ورته وويل : زړه مې غواړي سخا درسره وکړم . کميل ورته وويل: زما عمر مخ پر خلاصېدو دى؛نو هر کار چې دې خوښه وي، و يې کړه،چې ما او تا به له خداى سره يو بل ګورو او اميرالمؤمنين علي خبر کړى وم،چې ته مې وژونکى يې . حجاج ورته وويل : هو ته په هغو خلکو کې وې،چې عمر(رض) يې وژلى و،ورمېږ ترې غوڅ کړئ او جلادانو يې هم ورمېږ پرې کړ .

( تهذيب التهذيب: اووم ټوک،٣٥٨ مخ ) د  حضرت علي بن عبدالله بن عباس په حالاتو کې ليکي :  علي بن عبدالله بن عباس،چې وزيږېد؛نو پلار يې حضرت علي بن ابيطالب ته بوت،چې امام وپوښتل : نوم يې څه دى ؟ ورته يې وويل : دانو کېداى شي،چې په نوم ايښوونه کې له تاسې مخکې شم ؟ حضرت علي ورته وويل: زما نوم پرې کېږده او هغه د پادشاهانو پلار دى او همداراز هم وشول؛ځکه علي د ټولو عباسي خلفاوو پلار  و.

(هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٤١ مخ ) له  حضرت جندب روايتوي،چې وايي : چې کله خوارج له علي بېل او ورسره دښمنان شول؛نو علي ورپسې ولاړ او موږ هم ورسره شوو،چې ورورسېدو؛نو ما وليدل،چې په خوارجو کې ډېر داسې کسان ليدل کېدل،چې د عبادت په جامو کې وو او د ډېرو سجدو له امله يې پر تنديو ټاپې جوړې شوې وې؛نو په زړه کې مې شک شو چې آيا کېداى شي له داسې لمونځ کوونکيو سره جګړه وکړو؛نو خپل اس مې غاړې ته کړ، نېزه مې په خپل ځاى کې کېښووه او له اس راکوز شوم او زغره مې له بدنه وايسته او پر اس مې کېښووه، او اس مې له واګي ونيو او لمونځ مې پيل کړ او په لمونځ کې مې ويل : پالونکيه ! که له دې قوم سره جګړه له تا لاروي وي؛نواجازه يې راکړه او که ورسره جګړه له تا سرغړونه وي؛نو د برائت چل راوښيه،چې همدا مهال علي د رسول الله پر کچره ناست راورسېد او چې راورسېد،و يې وويل : جندبه ! بېشکه خداى ته پناه يوسه . په علي پسې شوم، چې په يو ځاى کې يې لمونځ پيل کړ،چې دا مهال يو سپور راغى او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! ورته يې وويل : څه وايې ؟ اميرالمؤمنين ورته وويل :که غواړئ له دې قوم سره وجنګېږئ؛نو بېړه وکړئ،چې له نهره واوختل . امام ورته وويل: نه له نهره نه دي اوختي او تېر به هم نشي،چې ټول ووژل شي او دا هغه ژمنه ده،چې رسول اکرم راسره کړې ده . ما وويل : الله اکبر! زه هم پاڅېدم او جنګي جامې مې واغوستې او په اميرالمؤمنين پسې شوم؛همداراز روان و او ويل يې : جندبه ! ورته مې وويل : بلې اميرالمؤمنينه ! و يې ويل : زه به يو سړى ورولېږم،چې قرآن ورته ووايي او د خداى کتاب او سنتو ته يې راوبلي؛خو دا سړى به راستون نشي؛خو چې د غشيو موخه يې شي . جندبه ! پام دې وسه،چې له لښـکرو به يو يوازې لس تنه ژوندى پاتې شي.

 دا روايت طبراني هم راوړى دى

 ( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٢ مخ ) له اصبع روايتوي،چې وايي : له علي (ک ) سره د امام حسين د قبر له ځايه تېرېدو،چې حضرت علي (ک ) وويل :دا يې د څارويو ځاى دى،دا هغه ځاى دى،چې خپلو بارونه به په کې ږدي،دا هغه ځاى دى،چې د آل محمد د ځوانانو وينه به تويېږي او اسمان او ځمکه به ورته ژاړي .

 دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١١٥ مخ کې په لږ اختلاف راوړى او د ملا سيرة نه يې اخستى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٨٥ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن نجار له پلاره روايتوي : له علي سره نينوا ته ورسېدو او هلته يو کس و،چې د اميرالمؤمنين د اوبو او لوټې دنده يې درلوده، وايي :همداچې له اميرالمؤمنين سره دې سيمې ته راورسېدو؛ نو پر لوړ غږ يې وويل : ابا عبدالله صبر وکړه، صبر وکړه ابا عبدالله، د فرات په څنګ کې يو . پوښتنه مې وکړه : څه خبره ده ؟ و يې ويل : يوه ورځ رسول اکرم ته ورغلم او و مې ليدل،چې سترګې يې له اوښکو ډکې دي او ژاړي؛نو زه يې،چې وليدم راته يې وويل :همدا اوس جبراييل دلته و او د حسين د برخليک په اړه  يې راته وويل، چې د فرات په څنګ کې به وژل کېږي او بيا يې راته وويل : غواړې د خاورې بوى يې بوى کړې . ورته مې وويل :  هو ! بيا يې د هغه ځاى خاوره راکړه؛نو له کله مې چې هغه خاوره ليدلې، د اوښکو مخنيوى نه شم کړاى .

دا روايت ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : دويم ټوک،٣٤٧ مخ ) ، (متقي؛ کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٥ مخ ) راوړى او متقي ابي شيبه، ابويعلي،سعيد بن منصور ته نسبت ورکړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٨٧ مخ کې راوړى او بزار او طبراني ته نسبت ورکړى او رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .

( اسدالغابه :څلورم ټوک،١٦٩ مخ ) د حضرت غرفه ازذى د حالاتو په شرحه کې وايي : هغه د رسول اکرم له “اصحاب صفه وو” څخه و او هماغه و، چې رسول اکرم ورته دعا کړې وه : بارک الله فى صقفة يمينک؛خداى دې معامله برکتي کړه . بيا وايي :ابوصادق له هغه روايت کړى، چې وايي : د علي په اړه  شکمن وم،چې له علي سره د فرات غاړې ته ورسېدو او له هغه ځايه،يې خپله لار کږه کړه او په يو ځاى کې ودرېد،چې موږ هم ودرېدو او په خپل لاس يې يو ځاى ته اشاره وکړه او و يې ويل :دا يې د بارونو ځاى دى، دا يې د څارويو ځاى دى او دا هغه ځاى دى،چې وينه به يې تويېږي. پلار مې دې ترې ځار شي،چې په ځمکه او اسمانونو کې بې له خدايه بل يار نه لري . تردې چې شهيد شو او ورپسې حسين هم شهيد شو؛نو ګنډه مې وتړله او هماغې ځاى ته ولاړم او و مې ليدل،چې هماغه ځاى و،چې علي ويلي ول او بيا مې له خدايه پر علي د شک په اړه  مغفرت وغوښت او پوه شوم،علي چې څه کول،هرومرو د هغو ژمنو له مخې وو،چې رسول الله ورسره کړې وې .

( کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٦ ټوک ) له شيبان بن محزم روايتوي،چې وايي : زه له علي سره وم،چې کربلا ته راورسېد،چې هلته يې وويل : په دې ځاى کې به داسې کسان شهيدان شي،چې بې د بدر له شهداوو هېڅ شهيد به يې په څېر نه وي .

 بيا متقي وايي :دا روايت طبراني هم راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٩٠ مخ کې راوړى دى .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٩١ مخ ) له حضرت ابي خيرة روايتوي، چې وايي :له علي سره وو،چې له مدينې نه کوفې ته کډن شو؛نو همدا چې ښار ته راغى، پر منبر کېناست او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل : د کوفې خاوندانو ! څنګه ياست،چې کله مو د پېغمبر ځوځات راشي ؟ ورته وويل : که داسې وشي؛نو د خداى په لار کې به ښه ازمېينه ورکړو . و يې ويل : پر خداى قسم،چې هرومرو به راشي او تاسې به ورشئ او و به يې وژنئ او بيا يې دا بيت ووايه :

هم اوردوه بالغروه و غردوا                  اجيبوا دعاء لا نجاة ولا عذرا

  يعنې په دروغو به يې خپلې سيمې ته راولي او هغوى چې د دوى بلنه ومنله؛نو راګېر شول؛هغه ګېرېدل،چې د خلاصون لار يې نه وه او هېڅ عذر يې و نه منه .

يمن ته د حضرت علي (ک) مسافرت

( صحيح ابن ماجه : باب قضاء : ١٦٨ مخ ) ، ( صحيح ابوداود: د اقضيه کتاب : باب کيف القضا ) ، ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٥ مخ او څلورم ټوک :٨٨ مخ ) ،  ( خصايص نسائي :١١ مخ  له اوو لارو ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک ،٨٣،٨٨،١١١،١٣٦،١٤٩ ،١٥٦ مخونه له دوو لارو ) ، ( ابوداود طيالسي؛ مسند : لومړى ټوک،١٦،١٩ مخونه ) ، ( بيهقي؛ سنن : لسم ټوک،٨٦ مخ له دوو لارو ) ، ( ابونعيم؛ حلية : څلورم ټوک،٣٨١  مخ ) ، ( خطيب بغدادي :د بغداد تاريخ :دولسم ټوک،٤٤٣مخ ) ، ( ابن سعد؛ طبقات : دويم ټوک،دويم قسم،١٠٠ مخ له دوو لارو او ١٠٠ مخ کې له يوې لارې ) ، ( ابن اثير؛ اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٨ مخ ) او په همدې مخ کې د هغه د وينا له مخې بيهقي په شعب الايمان او په ٣٩٥ مخ کې له ابن جرير او ٣٩٤ مخ کې له ابن سعد له ابي  شيبه او بيهقي او په دلائل او ٣٩٥ مخ کې له عدني،مروزي، ابويعلي،دورقي، سعيد بن منصور، ابن جرير او په ٣٩٥ مخ کې بيا عدني، ابويعلي، ابن جرير، ابن حبان او بيهقي ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٨ مخ ) او د هغه د وينا له مخې اسماعيلي او حاکمي ټولو له ابي  البختري روايت کړى،چې وايي :  حضرت علي وويل :رسول اکرم يمن ته ولېږلم،چې ورته مې وويل : رسول الله ! ځوان يم او د ورمندون- قضا په فن هم نه پوهېږم؛ نو څنګه به په هغو خلکو کې حکم او ورمندون وکړم؟ رسول اکرم زما په سينه لاس کېښود او و يې ويل : خدايه ! زړه ته يې لارښوونه او ژبه يې غښتلې کړې او له هغه مهاله تر اوسه مې لا د دوو کسو ترمنځ په ورمندون کې شک نه دى کړى .

( ذخاير العقبى :١٠٩ مخ ) له حضرت براء بن عازب روايتوي،چې وايي : رسول اکرم(ص) حضرت خالد بن وليد يمن ته ولېږه،چې د هغه ځاى خلک اسلام ته راوبلي او زه هم له هغو کسانو ځنې وم،چې له حضرت خالد بن وليد سره وم؛ حضرت خالد شپږ مياشتې په يمن کې تېرې کړې؛خو چا ورسره و نه منله؛نو بيا رسول اکرم(ص)، حضرت علي ددې کار لپاره ولېږه او حکم يې وکړ،چې حضرت خالد او ورسره ټول کسان  که غواړي؛نو راستانه دې شي او که غواړي؛نو پاتې دې شي او زه له هغو کسانو ځنې وم،چې له  حضرت علي سره پاتې شوم؛نو همداچې يمن ته ورنږدې شو؛نو زموږ د راتګ خبره د هغه ځاى خلکو ته ورسېده؛نو ټول له موږ راټول شول او وروسته تر دې چې حضرت علي د سهار لمونځ وکړ؛نو موږ ټول په يوه ليکه کې ودرېدو او بيا حضرت علي راغى او د ليکې په مخ کې ودرېد او د خداى تر ستاينې وروسته يې د رسول اکرم (ص) رالېږلى ليک ولوست،چې د همذان ټبر په يوه ورځ کې ټول مسلمان شو. حضرت علي، رسول الله (ص) ته د کار راپور ولېږه او چې رسول اکرم (ص) ته د حضرت علي ليک ولوستل شو؛سجده يې وکړه،و يې ويل :سلام دې پر همذان وي سلام دې پر همذان وي .

محب طبري وايي : دا روايت ابوعمرو هم راوړى او البته عسقلاني هم د فتح الباري د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې راوړى او اسماعيلي ته يې نسبت ورکړى دى .

علي (ک) تر ټولو اصحابو کرامو پر قضا ښه پوهېده

( صحيح بخاري د تفسير په کتاب کې د ( ما ننسخ من آية ) تر آيت لاندې له سعيد بن جبير له حضرت ابن عباس ، ( حاکم ؛مستدرک :درېم ټوک،٣٠٥ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: پينځم ټوک،١١٣ مخ ) ، (ابونعيم؛ حلية : لومړى ټوک، ٦٥ مخ ) ،  سيوطي په در المنثور کې تر پورتني آيت لاندې او د هغه د وينا له مخې نسائي او ابن الانباري ( په مصاحف کې ) بيهقي ( په دلائل ) کې روايتوي،چې حضرت بن خطاب وويل : په موږ کې علي تر ټولو ښه پر قضا او د قضاوت پر فن پوهېږي .

( صحيح ابن ماجه؛باب فضايل اصحاب الرسول :١٤ مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٥ مخ ) له علقمه له عبدالله بن مسعود ، (ابن سعد؛طبقات :دويم ټوک،دويم قسم،١٠٢ مخ ) ، ( ابن اثير؛اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب : دويم ټوک،٤٦١،٤٦٢ مخونه ) ، ( ابن حجر؛صواعق : ٧٦ مخ ) ، (شبلنجي؛ نورالابصار :٧٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابن حجر او ابن عساکر له ابن مسعود او عسقلاني په فتح الباري ( نهم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه  روايتونه راوړي،چې رسول اکرم (ص) _ او په ځينو نورو کې _ ((اصحاب کرام يوه خوله دي چې : علي تر هغوى ټولو په قضاوت ښه پوهېده . ))

( سنن بيهقي : لسم ټوک،٢٦٩ مخ ) په خپل سند له رقبه روايتوي،چې يزيد بن ابي مسلم د حجاج بن يوسف له ځايه بهر ووت او ويې ويل : امير نن څه هېښنده ورمندون وکړ . شعبي وپوښتل : د څه قضاوت ؟ کيسه يې ورته وکړه، شعبي وويل :دا ورمندون يې له يو صحابي اخستى،چې د بدر په جګړه کې يې هم ګډون درلود . يزيد وپوښتل: مطلب دې څوک دى؟ويې ويل: نه يې وايم . ويې ويل : څوک دى؟ راته يې ووايه ! له خداى سره ژمنه کوم،چې حجاج ته به و نه وايم . شعبي وويل : علي بن ابيطالب دى . يزيد د خپلې ژمنې پر خلاف ولاړ او حجاج ته يې وويل . حجاج ورته وويل : پر ځان ووېرېږه ! شعبي رښتيا وايي ، دا قضاوت ما له علي بن ابيطالب زده کړى و؛البته له څو لارو او که موږ يې کورنۍ او ځوځات وژنو؛نو له قضاوته خو يې غچ نه اخلو؛ځکه پوهېږم،چې علي د رسول اکرم (ص) تر ټولو اصحابو په قضاوت ښه پوهېده .

( حليةالاولياء:لومړى ټوک،٦٥ مخ ) په خپل سند حضرت له حضرت معاذ بن جبل روايتوي،چې وايي: رسول اکرم (ص) وويل : علي زه درسره يو لورى يم، چې د نبوت په مسله کې تر ما وروسته بل پېغمبر نشته او ته به له خلکو سره په اوو ځانګړنو کې يو لورى يې،چې يو قريش هم نشي کړاى په دې ځانګړونو کې دې انډول شي؛١_په ايمان راوړو کې تر ټولو ړومبى يې .٢_ د نورو په پرتله له خداى سره پر کړې ژمنه ټينګ ولاړ يې .٣_ د خداى په امر کې دې پښه نه ښويېږي.٤_د ټولو په پرتله مساوات ښه رعايتوې .٥_ پر ولس تر ټولو عادل يې .٦_په قضا کې دې ليدانه – بصيرت تر ټولو ډېر دى .٧_د خداى په نزد تر ټولو لوړ مقام لرې .

دا روايت محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې راوړى دى .

( حلية الاولياء:لومړى ټوک،٩٦ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع الزوائد :نهم ټوک،١٦٥مخ ) او د هغه د وينا له مخې په کبير او اوسط کې او همداراز ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٨ مخ ) ،( ذخائر العقبى : ٨٣ مخ ) له حضرت عمر بن خطاب او مرقاة المفاتيح ( پينځم ټوک :٥٨٢ مخ ) له معمر له قتادة په دې اړه  روايتونه راوړي دي .

( صحيح نسائي :دويم ټوک،١٠٨ مخ ) په خپل سند له حضرت زيد بن ارقم روايتوي،چې وايي : له رسول الله سره وم او هغه مهال علي په يمن کې و؛ نو يو سړي رسول اکرم(ص)  ته وويل : رسول الله ! په يمن کې وو، چې درې کسان علي ته راغلل او درې واڼو ادعا کوله،چې دا ماشوم زما دى،چې دې ښځې زيږولې . علي يوه ته يې وويل : شونې ده،چې ماشوم دې بل سړي ته ورکړې ؟ سړي وويل : نه ! دويمي او درېمي ته يې هم دا وړانديز وکړ؛خو يو هم و نه منله . علي ورته وويل : تاسې څومره ناسازګاره شريکان ياست؛په تاسې کې به پچه واچوم، چې د چا په نوم چې راوخته؛نو درېمه برخه به د يو او درېمه برخه ديه به د بل وي . رسول اکرم دومره وخندل،چې غاښونه يې ښکاره شول .

دا روايت ( ابوداود؛صحيح :څوارلسم ټوک،٢٢٢ مخ ) له دوو لارو ، (مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٥،١٣٦ مخونه ) له بلې لارې او د څلورم ټوک په ٩٦ مخ کې له بلې لارې ، ( احمد بن حنبل؛مسند:څلورم ټوک،٣٧٣ ،٣٧٤ مخونه ) له دوو لارو ، ( ابوداود طيالسي؛ مسند:لومړى ټوک،٢٦ مخ ) ،( بيهقي؛ سنن : لسم ټوک،٢٦٦،٢٦٧ مخونه له بلې لارې ) ، (طحاوي؛مشکل الآثار :لومړى ټوک،٣٢٠ مخ ) له دوو لارو ، ( متقي؛کنزالعمال:درېم ټوک،١٨١ مخ ) او رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٠ مخ کې هم نقل کړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٧٧ مخ ) په دوو سندونو له حنش له حضرت علي بن ابيطالب روايتوي،چې وايي : رسول اکرم (ص) يمن ته ولېږلم،چې هلته د څو ټبرونو تر منځ ورمندون وکړم،چې کيسه يې داسې ده : يو څاه يې د زمري د ښکار لپاره ايستې وه او يو زمرى په څاه کې غورځېدلى و او ټول د تماشې لپاره له څاه راتاو وو،چې يو بل ټېله کول،چې شا ته شي،چې په خپله يې هم وګوري،چې يو يې څاه ته ورګوزار شو او چې څاه ته غورځېده؛نو د دويمي جامو ته يې لاس ورواچو او دويمي درېمي او درېمي د څلورمي جامو ته لاس ورواچو، چې په پايله کې څلور واڼه څاه ته وروغورځېدل او څلور واڼه د زمري پنځو ته ورغلل،چې زمري څلور واړه وداړل،چې په پاى يو وکړاى شول زمرى ووژني او ټپيان له څاه راوباسي؛خو تر څه مودې وروسته څلور واڼه مړه شول،چې ددې څلور واڼو ټبرونو ترمنځ شخړه شوه،چې د ړومبي او همداراز د دويمي، درېمي او څلورمي د وينې بيه به څوک ورکوي؛نو شخړه دې ته راورسېده،چې ټول ټبرونه وسله وال شول،چې پر يو بل بريد وکړي . حنش وايي : علي ورمخکې شو او ويې ويل :تر اوسه لا پېغمبر اکرم ژوندى دى او تاسې جګړې کوئ ؟ زه به مو په منځ کې ورمندون وکړم؛نو که زما پر قضاوت راضي شوئ؛نو ښه تر ښه ګنې؛نو رسول اکرم ته به مو بوځم،چې په منځ کې مو قضاوت وکړي او که په تاسې کې يو هم د رسول اکرم خبره و نه منله؛ نو هېڅ حق به نه لرئ . ولاړ شئ او له هغه ټبرونو،چې دا څاه يې ايستې؛ څلورمه ،درېمه، نيمه او پوره ديه راوړئ؛يعنې له څلور واڼو ټبرونو دوه زره او درې اتيا ديناره طلا راوړئ او له دې ماله څلورمه ديه _ ٢٥٠ ديناره _ د ړومبي کس وارثانو ته ورکړئ؛ ځکه  هغه د دويمي د وژل کېدو لامل شوى دى؛نو خپله خونبها يې بايد کمه شي او درېمه برخه ديه _؛يعنې ٣٣٣ ديناره _ د دويمي وارثانو ته او نيمه ديه _٥٠٠ ديناره_د درېمي وارثانو ته او ١٠٠٠ ديناره د څلورمي وارثانو ته ورکړئ؛خو د ټبرونو خلک راضي نه شول .علي له څو کسانو مامورانو سره خلک رسول اکرم ته ولېږل،چې پېغمبر اکرم په مسجدالحرام کې د مقام ابراهيم تر څنګ و؛هغوى ورته خپله کيسه وکړه . رسول اکرم ورته وويل :زه به په تاسې کې قضاوت وکړم . يو له هغوى وويل : علي بن ابيطالب په موږ کې يو قضاوت کړى او بيا يې د علي قضاوت شرح کړ،چې رسول اکرم هماغه قضاوت لاسليک کړ او و يې ويل : سم قضاوت يې کړى دى .

 دا روايت  ( احمد بن حنبل؛مسند:لومړى ټوک،١٢٨،١٥٢ مخونه ) ، (ابوداود طيالسي؛ مسند :لومړى ټوک،١٨ مخ ) ، ( بيهقي؛ سنن :اتم ټوک،١١١ مخ ) ، ( طحاوي؛ مشکل الآثار : درېم ټوک،٥٨ مخ )  او (محب طبري؛رياض النضره:دويم ټوک،١٩٩ مخ ) هم نقل کړى دى .

( استيعاب : دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) په خپل سند له زر بن حبيش روايتوي،چې وايي : دوه کسانو سره خواړه خوړل،چې يو د پينځو ډوډيو او بل د درې ډوډيو خاوند و،چې دا مهال يو سړى راغى، سلام يې واچاوه او د خوړو ست ورته وشو او راغلى سړى خوړو ته کېناست او درې واڼو اته ډوډۍ وخوړې، راغلي سړي اته درهمه کېښوول او ولاړ . د ډوډيو د خاوندانو سره شخړه شوه او د پينځو ډوډيو خاوند وويل : پينځه درهمه زما چې ډوډۍ مې پينځه او درې ستا؛خو هغه بل راضي نه شو او ويې ويل :بايد مساوي يې سره وويشو . شخړه يې د هواري لپاره علي بن ابيطالب ته وړاندې کړه او خپله يې کيسه يې ورته وکړه . حضرت علي د درې ډوډيو خاوند ته وويل : ملګري دې بې انصافي نه ده کړې؛نو ته يې پر ويش راضي شه؛ ځکه  ډوډۍ يې له تا ډېره وه . و يې ويل : نه !پر خداى قسم،چې په مرحق پرته به پر څه راضي نشم . حضرت علي ورته وويل : په مرحق کې تا ته له يوه درهم زيات نه رسي او اووه درهم ستا د ملګري دي . سړي ورته وويل :سبحان الله اميرالمؤمنين ! په خپله د درې درهمو وړانديز کوې او زه پرې نه راضي کېږم او تاسې وياست،چې په مرحق کې مې يو درهم حق دى ؟ حضرت علي ورته وويل: ملګري دې د سولې لپاره وړانديزکړى او تا ته حلال وو؛خو ته له مرحق پرته پر څه راضي نه شوې،چې په مرحق کې هم ستا برخه يو درهم دى. سړي ورته وويل :ددې خبرې دليل راته ووايه،چې قانع شم . حضرت علي ورته وويل : مګر داسې نه ده،چې اته ډوډۍ څلرويشت ثلثه (درېمه برخه ) ډوډۍ ده ؟ چې په تاسې کې هر يوه له دې څلرويشت ثلثو اته ثلثه وخوړې او ددې احتمال،چې يو به ډېره او بل به لږه خوړلې وي؛نو له دې احتماله يوازې خداى خبر دى؛نو په تاسې کې هر يو بايد اته ثلثه په غاړه واخلئ. ويې ويل : سمه ده . حضرت علي ورته وويل :تا خپل اته ثلثه خوړلي او ددې لپاره،چې ستا ډوډۍ درې ټيکلي وه؛يعنې نهه ثلثه وو او يو ثلث له درې ټيکلو دې په خپله نه ده خوړلې او هغه سړي خوړلې؛لکه څنګه چې ملګري دې پينځه ټيکلي ډوډۍ؛يعنې پنځلس ثلثه درلودې او اته ثلثه يې هم په خپله خوړلې او اوه ثلثه هم راغلي سړي؛نو د يو ثلث پر وړاندې يو درهم برخه لري او ملګرى دې د اوو ثلثو پر وړاندې اوه درهمه برخه لري . سړي وويل: اوس راضي شوم .

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : درېم ټوک،١٨٠ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک،١٩٩ مخ ) او د هغه د وينا له مخې قلعي او همداراز ابن حجر د صواعق په ٧٧ مخ کې راوړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛ مسند : پينځم ټوک، ٥٨ مخ ) په خپل سند له معاوية بن قرة له يو انصاري ، ( کنزالعمال : درېم ټوک،٥٣ مخ ) د علي د هغه قضاوت په اړه  روايت نقل  کړى،چې يو سړي د احرام په حال کې د فیل مرغ هګۍ ماته کړې وه .

( صواعق محرقه :٧٣ مخ ) روايتوي،چې پېغمبراکرم (ث) له اصحابو کرامو سره ناست و،چې دوه شخړه کوونکي راننووتل، چې يو يې وويل : رسول الله ! ما يو خر درلود،چې ددې سړي غوا وواژه . په غونډه کې په ناستو کسانو کې يو د رسول اکرم تر ځواب مخکې وويل :څارويان ضمانت نه لري . رسول اکرم وويل :علي په دې دوو کسانو کې قضاوت وکړه . حضرت علي پوښتنه وکړه : آيا دواړه څاروي تړلي ول، که خلاص وو او يا يو يې تړلى او بل يې خلاص و ؟ هغو دوو کسانو وويل :خر تړلى و؛خو غوا خلاصه وه او د غوا خاوند له خپلې غوا سره و. حضرت علي وويل :د غوا خاوند د خر ضامن دى . رسول اکرم دا حکم تاييد کړ .

( شبلنجي؛ نورالابصار : ٧١ مخ ) يوه کيسه نقل کړې ده : يو سړي له “نرښځي” سره(،چې هم يې د ښځې او هم يې دسړي عورت درلود،) واده وکړ او په مهر کې يې يوه وينځه ورکړه او چې ورسره يې کوروالى وکړ؛نو د نر ښځي پر ګېډه ماشوم شو او زوى ترې وشو او په خپله هغه نرښځي له خپلې وينځې سره کوروالى وکړ،چې مهر يې و او هغه وينځه هم دوه ځانې- حامله شوه او زوى يې وشو .ددې سړي او نرښځي خبره ډنډوره شوه او حضرت علي بن ابيطالب هم خبر شو. حضرت علي د نرښځي له حاله خبر شو،چې هم حيض کېږي،هم وطى کوي او هم وطى کېږي؛ لنډه دا چې له دوو اړخو يې مني راوزي،حامله کېږي او حامله کول هم کوي . ټول خلک يې له خلقته حيران وو او څوک نه و، چې د هغه او مېړه په منځ کې يې قضاوت کړى واى . حضرت علي وويل :هغه دوه هلکان راوړئ؛نو حکم يې ورکړ : ولاړ شئ او د نرښځي د سينې ښۍ او کيڼې پښتۍ وشمېرئ؛نو که د ښي لور او چپ لور پښتۍ يې سره برابرې وې؛نو ښځه ده او که د کيڼ لور يوه پښتۍ يې له ښي کمه وه؛ نو سړى دى، دوه هلکان ولاړل او د حضرت حکم يې پلي کړ او خبر يې راوړ،چې د کيڼ لور پښتۍ يې له ښي اړخه کمې دي او پردې مانا يې شهادت ورکړ او حضرت علي حکم وکړ،چې دا نرښځى سړى دى او له مېړه يې بېل کړ .

د حضرت ابوبکر (رض) ستر سلاکار

( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٤ مخ ) له ابن سمان روايتوي،چې وايي : د رسول اکرم تر مړينې وروسته ځينې مرتد شول او د زکات له ورکولو يې سرغړونه وکړه ، حضرت ابوبکر له اصحابو کرامو سره سلا مشوره وکړه؛ هر چا يوه خبره وکړه،چې حضرت علي ته يې وويل : ابالحسنه ! ته پکې څه وايې؟ حضرت علي وويل : که څه ترې رسول اکرم اخستل او تا ورته پرېښوول؛نو د هغه له سنتو سره دې مخالفت کړى دى .ابوبکر(رض) ورته وويل : ته چې وايې؛نو ورسره به وجنګېږم که ان د يو پړي لپاره هم وي .

( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٠١ مخ ) او ( رياض النضره: درېم ټوک،٩٩  مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي، چې حضرت عبدالله بن عمر وويل : څو تنه يهود حضرت ابوبکر ته راغلل او ورته يې وويل : د ملګري کيسه دې وکړه،چې څنګه سړى و . ابوبکر (رض) په ځواب کې ورته وويل :ددې دوو ګوتو په څېر يو ځاى زه ورسره په غار کې وم او ورسره د حرا غار ته ولاړم حال داچې زما وړه ګوته يې په لاس کې وه؛خو رښتيا خبره داده،چې حديث نقلول ترې سخت دي؛نو تاسې ابي الحسن علي بن ابيطالب ته ورشئ؛نو حضرت علي ته ورغلل او هغه ته يې وويل : د تره زوى دې څنګه سړى و؟ حضرت علي ورته وويل : نه اوږد و او نه لنډ و او له تنې لږ اوږد و؛سپين سور بخن مخ يې درلود؛ويښتان يې غونج او ډېر اوږده نه ول او د غوږ تر نرمۍ رارسېدل؛تندى يې لوى او سترګې يې تورې او غټې وې، له سينې تر نامه يې پر سينه نرۍ کرښه ويښتان وو او د بدن پر بل ځاى يې ويښتان نه درلودل،غاښونه يې ځلېدل،پوزه يې لوړه او د پوزې سوري يې واړه وو او ورمېږ يې د نقرې د لوښي په څېر ځلېده،پښې او لاسونه يې غوښين او غټ وو او پر لار به چې تله ته وا له پورته راکوزېږي او چاته يا چېرې يې چې کتل؛نو ټول بدن او مخ يې وراړوه؛ له ځايه به چې پاڅېد؛نو خلک به يې بېسده کړل او چې به ناست؛نو ټول به يې تر دبدبې لاندې وو او خبرې به يې چې کولې؛نو ساه ګانې به بندې شوې او چې وينا به يې کوله؛نو ټول به ورته پر ژړا وو،پر خلکو تر ټولو مهربانه و،د پلار مړيو مهربانه پلار او د نشتمنو ډاډمن ملاتړ و؛تر ټولو مېړنى،سخي او ښکلى و، خواړه يې روټه ،ښوروا يې شيدې، بالښت يې د کجورو له پاڼو،تخت يې د ام غيلان له لرګي و،چې په منځ کې يې د کجورې پاڼې وې؛دوه پګړۍ يې درلودې،چې د يوې نوم يې سحاب او د بلې عقاب و، بيرغ يې غراء، اوښ يې غضباء، کچره يې دلدل، خر يې يغفور، اس يې مرتجز،ګډ يې برکت ، کوړه يې ممشوش او لښکر يې  لواء محمد نومېده . په خپله به يې د اس په پښو کې نعلونه لګول، واښه او اوبه به يې ورکولې. خپلې جامې يې په خپله پېوندلې او پڼې يې په خپله ګنډلې .

د حضرت عمر (رض) ستر سلا کار

( صحيح ابي  داود:اته ويشتم ټوک،باب سرقت ديوانګان:١٤٧ مخ ) په خپل سند له ظبيان له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه لېونۍ ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې زنا يې کړې وه،چې له اصحابو سره تر سلا مشورې وروسته پايله د سنګسار حکم شو او حکم پلي کولو ته يې،چې وړه؛نو حضرت علي راغى،و يې پوښتل: دې ښځې څه کړي ؟ورته وويل شول : دا ښځه لېونۍ، د پلاني ټبر ده او زنا يې کړې او حضرت عمر يې د سنګسار حکم کړى دى .  حضرت علي وويل : هغه بېرته بوځئ او عمر(رض) ته يې وويل : عمره؛مګر خبر نه يې چې پر دې خلکو تکليف نشته ؟١_ لېونى،چې ښه شي . ٢_ويده،چې ويښ شي .٣_ماشوم،چې بالغ شي . حضرت عمر ورته وويل : هو ! علي : نو ولې يې سنګساروې ؟ علي ښځه پرېښووه او عمر (رض) څو ځل تکبير ووايه .

دا روايت بخاري په خپل صحيح، ( احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٤٠،١٥٤ مخونه )  ، ( دارقطني؛د حدود کتاب :٣٤٦ مخ ) ، ( متقي؛ کنزالعمال :درېم ټوک،٩٥ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق و همداراز مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ او عسقلاني او فتح الباري په بېلابېلو عبارتونو راوړى دى او په ځينو کې يې راغلي : حضرت عمر وويل : که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و . او فتح الباري وايي : بې له نوموړيو د حديث نورو امامانو هم دا روايت نقل کړى دى .

( امام انس بن مالک؛موطاء : د الاشربه کتاب :١٨٦ مخ ) په خپل سند له حضرت ثور بن زيد ديلمي روايتوي،چې حضرت عمر بن خطاب د خلکو د شراب څښکلو په اړه  مشوره وکړه،چې حضرت علي بن ابيطالب ورته وويل : زما فتوا  داده،چې بايد اتيا کوړې وخوري؛ځکه چې شراب وڅښي؛نو مست شي؛نو چې مست شي؛نو چټيات وايي او چې چټيات يې وويل؛نو تورونه لګوي . حضرت عمر ورسره ومنله او تر هغه  وروسته به يې شرابخواران اتيا کوړې وهل .

دا روايت (شافعي؛مسند : د الاشربه کتاب :١٦٦ مخ ) ، (حاکم؛مستدرک:څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) ، ( سيوطي؛درالمنثور: د مايده د سورت د انما الخمر و الميسر ترآيت لاندې ) او د هغه د وينا له مخې ابو الشيخ،ابن مردويه، حاکم،دارقطني د خپل سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې او متقي د کنزالعمل د درېم ټوک په ١٠١ مخ کې راوړى دى .

( مستدرک الصحيحين : څلورم ټوک،٣٧٥ مخ ) په خپل سند له وبره کلبي روايتوي،چې وايي : حضرت خالد بن وليد د خپل ماموريت له ځايه حضرت عمر ته راولېږلم او مدينې ته،چې راغلم؛نو حضرت عمر په جومات کې  له  عثمان بن عفان،علي، عبدالرحمان بن عوف،طلحة او زبېر (رضى الله عنهم) سره و. ورته مې وويل : خالد بن وليد درباندې تر سلام وروسته وايي : خلکو شرابو ته مخه کړې او له هېڅ هم نه وېرېږي . حضرت عمر وويل : دا د رسول اکرم اصحاب دي؛نو له دوى وپوښته، چې څه وايي ؟ حضرت علي وويل : د شرابخور حد اتيا کوړې دى . خپل ملګري ته دې ووايه،چې شرابخور پر اتيا کوړو ووهي .

دا روايت طحاوي هم د شرح الاثار د دويم ټوک په ٨٨ مخ کې له دوو لارو راوړى او مخکې يې ويلي :حضرت  ابوبکر ژوندى و؛نو د شرابخور حد يې څلوېښت کوړې و او حضرت عمر هم تر هغه ورځې پورې څلوېښت کوړې واهه .

 او همداراز دارقطني هم د سنن د حدود د کتاب په ٣٤٦ مخ کې، بخاري د پينځلسم ټوک په ٧٣ مخ کې راوړى او طبراني،طحاوي، بيهقي ته يې د حضرت اسامه بن زيد له لارې نسبت ورکړى او په ٧٤ مخ کې يې عبدالرزاق له معمر بن ايوب له عکرمة ته نسبت ورکړى دى .

( مستدرک الصحيحين : لومړى ټوک،٤٠٠ مخ ) او د لومړي ټوک په ٤٥٧ مخ کې حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو دوه کيسې راوړي،چې د دويمې لنډيز داسې دى : حضرت ابوسعيد خدري وايي : يو کال له حضرت عمر سره حج ته تللى وم،طواف يې،چې کاوه؛نود حجر الاسود مخ ته ودرېد او و يې ويل :خبر يم چې ته هېڅ ګټه او تاوان نه لرې او که رسول اکرم نه وې ښکل کړى؛نو ما به هم نه وې ښکل کړى . حضرت علي هم هلته و،چې و يې ويل : عمره داسې هم نه ده،چې ګومان کوې،دا تيږه له نورو تيږو سره توپير لري او دا تيږه ګټه او تاوان لري؛ځکه ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويې ويل : د قيامت پر ورځ به دا تيږه راوړي او پرېکنده به د هغوى په ګټه شهادت ورکړي،چې موحد وي او دا تيږه يې استلام کړې وي . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له خدايه،چې په داسې خلکو کې  ژوند وکړم،چې ابالحسن پکې نه وي .

دا روايت ( کنزالعمال :درېم ټوک،٣٥ مخ ) هم نقل کړى او د هندي د کتاب فضايل مکه  او مطولات په کتاب کې يې ابوالحسن قطان ته نسبت ورکړى ، حاکم هم په مستدرک، عبدالرزاق په جامع،سيوطي د انعام د سورت د (وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ ) تر آيت لاندې نقل کړى او بيهقي ته يې په شعب الايمان کې نسبت ورکړى، فخر رازي د (وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ. وَطُورِ سِينِينَ وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ) تر آيتونو لاندې نقل کړى،چې په وروستي  کې يې راغلي،چې حضرت عمر وويل:ابالحسنه ژوندى دې نه يم په هغه قوم کې،چې ته پکې نه يې.

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٤ مخ ) په خپل سندله حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر خلک راټول کړل، چې د تارخ د مبداء په اړه  ورسره سلا مشوره وکړي . حضرت علي وويل : له مکې څخه مدينې ته د رسول اکرم هجرت د تاريخ مبداء کړئ؛ځکه دا هغه ورځ ده،چې رسول اکرم د شرک سيمه پرېښووه . حضرت عمر يې پرنظر عمل وکړ .

دا روايت ( ابن جرير؛تاريخ :دويم ټوک،١١٢ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،٢٤٤ مخ ) کې هم راوړى او متقي بيا وايي : حضرت عمر د خلافت له دوه نيم کالو تېرېدو وروسته تاريخ تاسيس کړ .

( سنن بيهقي؛شپږم ټوک،١٢٣ مخ او همداراز : اووم ټوک : ٣٤٣ مخ ) حضرت علي ته د حضرت عمر د مراجعاتو په اړه  دوه روايتونه نقل کړي،چې په دويم کې يې راغلي : يو سړى حضرت عمر ته راغى او ورته يې وويل :ما خپلې مېرمن ته وويل : واګې دې خپلې دي _البته دا يو کنايي تعبير دى او واقعي مانا يې مطلب نه ده _ آيا دا تعبير طلاق دى که نه ؟ حضرت عمر ورته وويل : د حج په موسم کې راشه . نو چې د حج په موسم کې راغى او کيسه يې بيا ورته وکړه؛حضرت عمر ورته وويل : هغه اصلع _ هغه چې پر تندي ويښتان نه لري _ سړى وينې ؟ ورشه او ويې پوښته، چې ورغى،هغه حضرت علي بن ابيطالب و؛نو و يې پوښتل : چا رالېږلى يې ؟ ورته يې وويل : عمر بن خطاب(رض) . حضرت علي ورته وويل : پر دې کور قسم وخوره، چې پر هغه دې له هغې خبرې مراد د ښځې طلاق نه و. سړى مخ په قبله ودرېد او ويې ويل : سړي قسم وخوړ،چې له طلاق پرته مې بل مطلب نه درلود . حضرت علي ورته وويل : ښځه دې طلاقه ده .

( سننن بيهقي؛اووم ټوک،٤٤٢ مخ له شعبي له حضرت عمر) ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٦ مخ له مسروق له حضرت عمر) ، ( سنن بيهقي : اووم ټوک،٤٤٢ مخ  په خپل سند له ابي الاسود دوئلي ) په دې اړه  راوايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوړه،چې شپږمياشتنى ماشوم يې زيږولى و؛نو حضرت عمر حکم وکړ،چې سنګسار يې  کړئ. حضرت علي خبر شو، و يې ويل : نه ! دا حکم غلط دى،سنګسار دې نشي،حضرت عمر،چې واورېدل، حضرت علي يې حکم رد کړى؛و يې پوښته : څنګه کېداى شي د ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وشي . حضرت علي ورته وويل : د قرآن له دې دوو آيتونو جوتېږي، چې د حمل تر ټولو لږه موده شپږ مياشتې دي : (وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا) او بل (وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ) آيتونه دي؛ځکه ړومبي آيت د حمل او شيدو ورکولو موده دېرش مياشتې ښوولي او دويمي ايت ويلي : که د مور خوښه وي؛نو څلرويشت مياشتې شيدې ورکولاى شي؛نو پردې بنسټ د حمل لږ تر لږه موده شپږ مياشتې ده . عمر(رض) چې دا واورېدل؛نو ښځه يې پرېښووه او و يې ويل : ((لو لا على لهلک عمر؛يعنې که علي نه و؛نو عمر به هلاک شوى و )

دا روايت پر بيهقي سربېره (محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٤ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي او ابن اسمان ، (متقي؛کنزالعمال :درېم ټوک،٩٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عبدالرزاق،عبد بن حميد،ابن منذر،ابن ابي حاتم او همداراز (کنزالعمال :درېم ټوک،٢٢٨ مخ ) او په ٢٢٨ مخ کې يې له قتادة له ابي حرب بن اسود دوئلي له پلاره هم نقل کړى دى او په وروستي کې راغلي : د ښځې خور حضرت علي ته راغله او ورته يې وويل : عمر(رض) غواړي خور مې سنګسار کړي؛نو پر خداى مو قسم ،که څه چاره وي، چې خور مې پرې خلاصه کړم. حضرت علي ورته وويل :خور دې معذوره ده. هغې ښځې داسې پر لوړ غږ تکبير ووايه،چې په شاوخوا کې ټولو او ان حضرت عمر هم واورېد . ښځه حضرت عمر ته ورنږدې شوه او ورته يې وويل : علي وايي : خور دې معذوره ده . عمر(رض) هم په علي پسې څوک ولېږه، چې عذر يې څه دى . حضرت علي ورته وويل : خداى په قرآن کې وايي …..

  او همداراز دا روايت ( عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٤٦١ مخ ) نقل کړى،چې په پاى کې يې حضرت عمر ويلي : که علي نه و؛نو عمر به هلاک و .

( ابن سعد؛طبقات : دويم ټوک، دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې يوه ورځ حضرت عمر بن خطاب، اصحابو کرامو ته راغى او ورته يې وويل : ما ته په يو کار کې لارښوونه وکړئ، چې کړى مې دى او فتوا مو راکړئ.پوښتنه وشوه : اميرالمؤمنينه! څه کار مو کړى دى؟ ويې ويل : سره له دې،چې روژه وم؛له خپلې وينځې سره مې کوروالى وکړ . ټول چوپ شول.حضرت عمر وويل : يا بن ابيطالب ! ته په کې څه وايې ؟ ورته يې وويل : حلال کار دې کړى؛يوه ورځ له يوې ورځې سره؛يعنې نن دې روژه باطله او پر ځاى يې بله ونيسه . حضرت عمر وويل : ستا فتوا تر ټولو غوره ده .

( ابن سعد؛ طبقات : درېم ټوک،لومړى قسم ،٢٢١ مخ ) په خپل سند له له حضرت ابي امامة بن سهل ابن حنيف روايتوي،چې وايي : وروسته تر دې،چې حضرت عمر د خلافت پر کرسۍ کېناست؛نو د څه مودې لپاره يې له بيت الماله ګټه نه اخسته او ددې لپاره ما ورسره ځانګړى چلن درلود؛نو يو څوک يې د رسول اکرم (ص) په اصحابو کرامو پسې ولېږه،چې راټول يې کړل او د هغوى پر نظر يې هم ځان پوه کړ، چې حضرت عثمان ورته وويل : څومره چې دې خوښه وي، وخوره او څومره،چې دې خوښه وي،ويې بښه . حضرت سعيد بن زيد بن عمرو بن عقيل هم همدا نظر ورکړ.حضرت عمر وويل :علي ! ته څه وايې ؟ ورته يې وويل : ته يوه سهارنۍ او يو ماښامنى له بېت الماله ګټه اخستى شې . حضرت عمر د علي خبره پلي کړه .

( ابن سعد؛ طبقات : دويم ټوک،دويم قسم ،١٠٢ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت عمر به تل ويل : پناه غواړم له خدايه له هغې ستونزې،چې ابوالحسن علي مې تر څنګ نه وي.

دا روايت ( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : اووم ټوک،٣٢٧ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛ استيعاب :دويم ټوک ،٤٦١ مخ ) او (متقي؛کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٤١ مخ ) هم نقل کړى دى .

( شرح معاني لاثار: دويم ټوک، د حدود کتاب ،٨٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي عبدالرحمن سلمي له حضرت علي روايتوي،چې د شام ځينو خلکو شراب وڅښکل او هغه مهال يې والي د معاويه بن ابوسفيان ورور يزيد بن ابوسفيان و؛نو چې يې ونيول،ويې ويل : شراب حلال دي او د (لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ ) پر آيت يې استدلال وکړ . يزيد دا خبره عمر(رض) ته وليکله . عمر(رض) ورته په ځواب کې وليکل :چې دې څو کسانو ټول چاپېريال نه وي لړلى؛نو ژر تر ژره يې مدينې ته راولېږه،مدينې ته يې،چې راوستل؛نو په اړه يې  حضرت عمر له نورو اصحابو سره سلا مشوره وکړه . ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! ددې لپاره چې پر خداى يې دروغ تړلي او په دين کې يې تشريع کړې؛نو له ټولو ورمېږونه غوڅ کړه . په دې ټولو خبرو کې  حضرت علي چوپ و . حضرت عمر وويل : علي ستا نظر څه دى ؟ و يې ويل : زمانظر دادى،چې پر دوى توبه وباسې؛نو که توبه يې وکړه؛نو هر يو اتيا کوړې ووهه؛ځکه مسلمانان شوي او پخوا يې په خپله مسلمانۍ کې شراب خوړلي او که توبه يې ونه کړه _ که همداسې يې پر خپل  ارتداد ټينګاره کاوه _نو ورمېږونه ترې غوڅ کړه؛ځکه مرتد دي،پر خداى يې دروغ تړلي او بې له دې،چې د خداى له کتابه څه راوړي، په دين کې يې تشريع کړې ده . حضرت عمر د حضرت علي فتوا پلي کړه؛هغوى توبه وکړه او بيا يې اتيا اتيا کوړې ووهل .

دا روايت ( عسقلاني؛ فتح الباري : پينځلسم ټوک،٧٤ مخ ) هم نقل کړى او ابن ابي شيبه ته يې نسبت ورکړى دى . سيوطي هم په درالمنثور کې د مائده دسورت د (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ) تر آيت لاندې راوړى او ابن ابي شيبه، ابن منذر او کنزالعمال ( لومړي ټوک: ٢٢٩ مخ  )  ته يې نسبت ورکړى دى .

سيوطي په درالمنثور کې دآل عمران د سورت د (فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ) تر آيت لاندې د محب ( نصر ) له کتاب له حضرت ابي هريرة روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب سره ناست وو،چې يو سړى راغى او و يې پوښتل: قرآن مخلوق دى او که غير مخلوق . حضرت عمر ددې پوښتنې په اورېدو سخت حيران شو، جامې يې راټولې کړې او پوښتونکى يې حضرت علي ته بوت،ورته يې وويل : ابالحسنه ! خبر يې چې دا سړى څه وايي؟ ويې ويل : څه وايي ؟ حضرت عمر: راغلى او پوښتي، چې قرآن مخلوق دى که غير مخلوق ؟ حضرت علي وويل : دا هغه ټکى دى،چې ورپسې به يوه ثمره وي او که د چارو واکې زما په لاس کې وې؛نو ورمېږ به مې ترې غوڅ کړى و .

( کنزالعمال :دويم ټوک،٢٢١ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي، چې يو بيدياني سړي د اوښانو رمه راوړې وه،چې و يې پلوري، حضرت عمر خبر شو،سړي ته راغى،چې يو ځاى ورسره ټول ترې وپېري؛نو بېل بېل اوښ يې په لغته واهه،چې پاڅي،چې پوه شي روغ دى که نه . اعرابي ورته سپکې سپورې وکړې او ويې ويل : اوښان مې پر خپل حال پرېږده؛خو سپکو سپورو يې مخه ونشوه نيولاى او وروسته تر دې،چې ټول يې روغ وموندل؛نو ټول يې يو ځاى واخستل او پلورونکي ته يې وويل : اوښان رامخکې کړه او راځه چې بيه يې درکړم . اعرابي ورته وويل : صبر وکړه،چې پړي او کتې ترې کوزې کړم . حضرت عمر وويل : ما اوښان له پړو او کتو سره اخستي دي . اعرابي وويل :شهدالله چې بد سړى يې ! تا اوښان اخستي که کتې . حضرت عمر ورته وويل : ما چې اخستل؛نو پړي او کتې پرې وې؛نو شخړه يې کوله، چې علي راورسېد . حضرت عمر ورته وويل : ددې سړي پر قضاوت راضي يې ؟ اعرابي وويل : هو او بيا يې خپله  کيسه و کړه . علي وويل : که تا ورسره د پړو او کتو بيه هم کړې وه؛ نو ستا به وو او اوس چې دې نه ده کړى؛نو د هغه دي او حضرت عمر هم د  حضرت علي خبره ومنله .

( کنزالعمال : درېم ټوک،٥٣ مخ ) له حضرت محمد بن زبير روايتوي، چې وايي : د دمشق جومات ته ننووتم،چې هلته مې يو بوډا سړى وليد، چې په ملا  کړوپ و،ورته مې وويل : مشره ! تا په ژوند کې څوک ليدلي دي ؟ و يې ويل : پېغمبراکرم(ص) مې ليدلى دى.پوښتنه مې وکړه : په کومو جګړو کې دې برخه اخستې وه ؟ راته يې وويل : د یرموک په غزا کې مې برخه اخستې وه .ومې ويل :  څه چې دې اورېدلي؛نو ما ته يې هم ووايه . ويې ويل : د اشعريينو او عک له خلکو سره حج ته ولاړو او د احرام په حال کې مو څو د فیل مرغ هګۍ تر پښو لاندې ماتې کړې _يا مو ماتې او و مو خوړې _ بيا مو خپله کيسه حضرت عمر بن خطاب ته وکړه،چې زموږ تکليف څه دى ؟ پرته له دې چې کوم ځواب راکړي؛نو موږ ته يې وويل : راځئ . موږ هم ورپسې شو، چې د رسول اکرم خونې ته ورسېد. ور يې وواهه ، يوې ښځې له کوره غږ کړه :څوک يې ؟ حضرت عمر وويل :  ابوالحسن په کور کې شته ؟ و يې ويل : نه ! په پټي کې دى . حضرت عمر بيا روان شو او راته يې وويل : راځئ . اباالحسن ته چې ورسېدو؛نو ښه راغلاست يې ووايه  . حضرت عمر وويل : دا ځوانان د عک او  اشعريين دي او د احرام په حال کې يې د فیل مرغ څو هګۍ ماتې کړې دي .حضرت علي وويل :څوک به دې په ما پسې رالېږلى و؛زه به په خپله درغلى وم . عمر(رض) وويل : په دې به ښه ښکاره شم،چې زه تاته راشم .حضرت علي وويل د هګيو د شمېر هومره نر فیل مرغان ،چې فیلمرغې يې نه وي ليدلي له هغه ښځو فیلمرغو سره،چې فیلمرغ يې نه وي ليدلى؛نوکه بچى يې وشو،هغه به منى ته يوسي او قرباني دې يې کړي . حضرت عمر وويل : کېداى شي اوښه بچى وغورځوي ( سقط يې کړي ) .حضرت علي وويل : کېداى شي هګۍ هم فاسدې شي . عمر(رض) وويل : خدايه ! په داسې ستونزه کې مې راګېر نه کړې،چې علي مې تر څنګ نه وي .

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : يوه ستره ستونزه حضرت عمر ته پېښه شوه،چې د ستونزې د ستروالي له امله به کېناسته او پاڅېده؛رنګ به يې واوخوت او تک تور به شو او ددې ستونزې د هواري لپاره يې د رسول اکرم اصحاب راټول کړل،چې سلا مشوره ورسره وکړي،چې ټولو ورته وويل : اميرالمؤمنينه! زموږ پناه ځاى خو ته يې . حضرت عمر وويل : له خدايه ووېرېږئ او سمه خبره وکړئ،چې خداى مو نيتونه پاک کړي. اصحابو کرامو ورته وويل : ددې ستونزې حل له موږ سره هم نشته . حضرت عمر وويل : پر خداى قسم، چې څوک پېژنم،چې ددې ستونزې هوارول ورته ډېر اسان  دي . اصحابو کرامو وويل : ګواکې مردا مو د ابيطالب زوى دى . حضرت عمر وويل : خداى دې لري؛ايا عرب يې په څېر بل لري، پاڅئ، چې ورشو.اصحابو کرامو ورته وويل : اميرالمؤمنينه ! صبر نه کوئ، چې په خپله راشي .عمر(رض) وويل : نه بېخي نه !داچې له بني هاشمو دى او د رسول اکرم خپلوان دى، تر ټولو پوه دى او په ټوليزه،علم يو څيز دى، چې بايد ورپسې ولاړ شو او بايد توقع ونه لرو،چې کور ته مو راشي .

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٧٩مخ ) له حضرت سعيد بن جبير روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې يو ماشوم يې زيږولى و، چې له پنډيو پورته دوه وو؛يعنې دوه سره، دوه ګېډې،څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر  پنډو لاندې يو و .دې ښځې له مېړه څخه د دوو اولادونو ميراث غوښته . حضرت عمر اصحاب کرام راټول کړل،چې  مشوره ورسره وکړي؛خو سم او صحيح ځواب يې لاس ته را نه غى؛نو بيا يې علي بن ابيطالب راوغوښت . حضرت علي وويل :په دې خبره کې يو راز دى؛نو ښځه او زوى يې بندي کړئ او د ميراث مال هم ونيسئ او يو څوک ورته ونيسه،چې خدمت يې وکړي او لګښت يې ورکړي، حضرت عمر همداسې وکړل، چې ښځه مړه شوه او بيا عجيب الخلقة زوى د ميراث غوښتنه وکړه، حضرت علي حکم وکړ،چې يو خسي خادم دې د د دواړو د عورت داسې خيال وساتي؛لکه مور يې چې د خپل ماشوم ساتي،چې تر څه مودې وروسته يو له هغوى د واده هيله وکړه،چې حضرت عمر يو څوک په حضرت علي پسې ولېږه، چې بالاخره نظر دې ددې دوو کسانو په اړه  څه دى؛نو که يو يې ښځه غواړي او بل نه او يو څه غواړي،چې هغه بل يې نه غواړي؛موږ به څه کوو او ګورې،چې يو يې ښځه غواړي ؟ حضرت علي وويل: الله اکبر ! خداى تردې حليم او کريم دى، چې خپل بنده به دې ته اړ کړي،چې جماع کول يې وليدل شي او تاسې هم هغه ځوان بوخت کړئ،چې خداى يې په اړه  حکم صادر کړي؛ځکه  دا هلک به هله د جماع اشتها کوي،چې مړينې ته نږدې وي او هغه ځوان هم درې ورځې وروسته مړ شو. بيا حضرت عمر اصحاب کرام راټول کړل، چې په دې ژوندي پورې د تړل شوي مړي تکليف څه دى ؟ورته يې وويل : هغه مړى د ژوندي له بدنه بېل کړئ او ښح يې کړئ . حضرت عمر وويل : عجيبه خبره کوئ ! آيا زه يو ژوندى د بل مړي لپاره ووژنم ؟ او په خپل هغه ځوان هم نيوکه وکړه،چې سره له دې،چې مؤحد يم، قرآن وايم او د محمد بن عبدالله پر نبوت او رسالت ايمان لرم؛نو بيا مې هم وژنئ ؟ بيا حضرت عمر په حضرت علي پسې يو کس ولېږه،چې راشه او ددې ستونزې لپاره لاره چاره پېدا کړه . حضرت علي وويل : مسله ډېره اسانه ده او تاسې مه وارخطا کېږئ؛هغه ته غسل ورکړه او کفن يې کړه او يو خادم ورته ونيسه،چې په ناسته پاسته کې ورسره مرسته وکړي او چې درې ورځې تېرې شوې؛نو هغه يو به وچ شي او د جلا کولو وړ به وګرځي،درې ورځې وروسته همداسې هم وشول . حضرت عمر وويل : يابن ابيطالب ! ته او د هرې شبهې رابرسېروونکى او د هر حکم مرجع وې او يې .

( کنزالعمال : څلورم ټوک،٢٢٣ مخ ) له حضرت قاسم بن ابي امامه روايتوي، چې وايي : حضرت عمر جنب و او له خلکو سره يې لمونځ وکړ؛نو چې پوه شو؛نو خپل لمونځ يې راوګرځاوه . حضرت علي وويل : بايد خلکو ته اعلان وکړې،چې هغوى هم خپل لمونځ راوګرځوي او اصحابو هم د حضرت علي حکم پلي کړ .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٦ مخ ) له ابن عمر (رض) روايتوي، چې پلار مې  حضرت عمر بن خطاب،حضرت علي بن ابيطالب ته وويل : ابا الحسنه ! درې مطلبه مې په ذهن کې مشکل دي او ډېر مې زړه غواړي که ته يې پوهه لرې؛نو ځواب يې راکړه . حضرت علي: هغه درې مسئلې څه دي ؟ حضرت عمر وويل : يو دا چې کله انسان له يوه داسې سړي سره مخ کېږي،چې دومره مينه ورسره لري،چې تر هغه هومره به له چا سره هم مينه نه کوي او بل به يې دومره بدې راځي،چې تر هغه به يې بل بدې نه راځي،چې ددې خبرې علت به څه وي؟ حضرت علي ورته وويل : ما د خداى له استازي واورېدل : ارواګانې په هوا کې ځانته لښکرې دي او په بېلو بېلو ليکو کې دي او که بدنونه يو له بل سره مخامخ شول؛نو که ارواګانې يې سره په يوه ليکه کې وي؛نو يو بل جذبوي او که په يوه ليکه کې نه وي؛نو يو بل يې بدې راځي . حضرت عمر وويل : دا يې يو . بله دا انسان هغه څه هېروي،چې اورېدلى يې وو او کله يې ياد ته راځي؛نو ددې علت څه دى ؟ حضرت علي ورته وويل : د خداى له استازي مې واوېدل : داسې زړه به و نه ګورې،چې د ځان لپاره به وريځ نه لري؛لکه څنګه،چې سپوږمۍ د ځان لپاره وريځ لري او په همدې ترڅ کې،چې سپوږمۍ رڼا ورکوي؛نو وريځ يې د رڼا مخه نيسي او تپه تپاره کړي او زړونه همداسې دي. عمر (رض) وويل :دا يې دوه . درېم : چې کله انسان خوب ګوري؛نو کله يې خوب رښتيا وي او کله دروغ؛نو ددې علت څه دى ؟ حضرت علي وويل : د خداى له استازي مې واورېدل: داسې ښځه او سړى به نه وي،چې خوب يې درون شي او اروا يې د عرش پر لور روانه نشي او تر هغه نه راويښېږي ،چې اروا يې عرش ته نه وي رسېدلې او څه يې چې ليدلي؛نو صادق دي او هغه چې عرش ته يې د اروا تر رسېدو مخکې راويخ شي؛نو هر هغه څه دروغ دي،چې په خوب کې يې ويني .عمر (رض) ورته وويل : دا خبرې وې، چې زما ذهن يې پر ځان له ډېره وخته بوخت کړى و او تا راته دا ستونزه هواره کړه او د خدايه شکر کوم،چې تر مړينې مخکې مې پرې سر خلاص شو .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٠ مخ ) له حضرت عمر څخه روايتوي، چې د يوې خبرې پر سر يې له يو سړي سره شخړه شوه، چې ورته مې وويل : آيا راضي يې،چې دا ناست کس زما او ستا په منځ کې قضاوت وکړي ؟ سړي پر سپکاوي وويل : هغه سړى،چې غټه ګېډه لري ؟ حضرت عمر غوسه شو، ورپاڅېد او سړى يې له ګرېوانه راونيو او ورته يې وويل: خبر يې چې د چا سپکاوى دې وکړ ؟ تا زما او د هر مسلمان مولى خپه کړ .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٥ مخ ) له زيد بن علي له پلاره له نيکه روايتوي،چې وايي: يوه دوه ځانې- حامله ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې پر زنا يې اعتراف – منښته کړې وه. حضرت عمر پرې د سنګسار حکم وکړ. حضرت علي دا ښځه پر لار ليدلې او له خلکو يې پوښتنه کړې وه، چې دې ښځې څه کړي دي ؟ورته وويل شول : عمر(رض) حکم کړى،چې سنګسار دې شي. حضرت علي حکم وکړ: بېرته يې وګرځوئ او حضرت عمر ته يې وويل : ته پر هغې ښځې واکمن يې، نه په ګېډه کې يې پر ماشوم، ته په دې عمل پرې وينه راوړه او ودې وېروله او همدومره ورته بس دى. عمر (رض) وويل : په رښتيا چې همداسې ده ؟ ورته يې وويل : هو ! مګر د خداى له استازي دې نه دي اورېدلي : چا چې بر بلا  تر ککړېدو وروسته پر جرم منښته وکړه؛نو نور پرې حد نه جاري کېږي؛يا بايد بندي شي او يا وګواښول شي؛ځکه  اقرار يې اقرار نه دى . حضرت عمر هم ښځه پرېښووه .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٢ مخ ) له حضرت عبدالرحمان سلمي روايتوي، چې يوه ښځه يې حضرت عمر ته راوسته،چې په بيديا کې يې د سختې تندې له امله له يوه شپوڼه د اوبو غوښتنه کړې وه او شپوڼ ورته ويلي وو،چې د کوروالي په شرط به اوبه درکړم او ښځې هم  د ناچارۍ له مخې زنا کړې وه . حضرت عمر يې د سنګسارولو په اړه  له اصحابو کرامو سره سلا مشوره وکړه، چې حضرت علي ورته وويل : بايد رجم نشي؛ځکه پرېشانه وه؛نو تاسې يې پرېږدئ .حضرت عمر هم د حضرت علي حکم پلى کړ .

 ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) له حضرت حنش بن معتمر روايتوي، چې دوه کسانو له يوې قريشي ښځې سره سل ديناره امانت کېښوول او ورته يې وويل : موږ يوه ته به يې هم نه راکوې؛يعنې که يو مو ځان ته راغى؛نو مه يې راکوه او صبر وکړه،چې هغه بل هم راشي، چې له دې کيسې يو کال تېر شو او يو يې راغى او ښځې ته يې وويل : زما هغه بل ملګرى مړ شوى او دينار راکړه. ښځې دينار ور نه کړل او سړي د ښځې د مېړه کورنۍ په ښځې پسې راوپاروله او د ښځې کورنۍ هم دا ښځه سور اور ته ونيوه، چې ددې سړي دينار ورکړي او ښځې هم دينار ورکړل . يو کال تېر شو او هغه بل سړى راغى او د دينارو غوښتنه يې وکړه. ښځې ورته وويل : ما دينار ستا هغه بل ملګري ته ورکړل؛ځکه راغى او ما ته يې وويل،چې هغه بل ملګرى مې مړ شوى او ما هم دينار ورکړل،چې خبره عمر(رض) ته يووړل شوه. حضرت عمر ښځې ته وويل : ته ضامنه يې او بايد دينار ورکړې . ښځې قسم ورکړ،چې ته په موږ کې قضاوت مه کوه او پرېږده، چې علي بن ابيطالب په موږ کې قضاوت وکړي . حضرت عمر هم قضاوت حضرت علي ته وروسپاره.حضرت علي پوه شو،چې هغه دوه سړي له دې ښځې سره دوکه کوي . حضرت علي سړي ته وويل : هغه ورځ مو چې امانت دې ښځې ته ورکاوه؛مګر تاسې نه وو ويلي،چې موږ يوه ته به يې نه راکوې؟ ويې ويل : هو ويلي مو وو. حضرت علي ورته وويل : ستاسې مال له ماسره دى او ولاړ شه او هغه بل ته هم ووايه،چې راشي،چې مال مو درکړم .سړى ولاړ او بېرته راستون نشو .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او همداراز د رياض النضره په هماغه ټوک او هماغه مخ کې درې نور روايتونه راغلي،چې په دوو کې يې حضرت عمر ويلي : علي ! خداى دې ما له تا مخکې واخلي .

( شبلنجي؛ نورالابصار : ١٧١ مخ ) روايتوي،چې يو سړى يې حضرت عمر ته راوست،چې په خلکو کې يې د کفر خبرې کړې وې . خلکو پوښتلى و، چې څنګه يې . هغه ورته ويلي وو : اوس خو حالات داسې دي،چې فتنه مې خوښه ده او له حقه کرکه لرم او يهود او نصارا تاييدوم او پر هغه څه ايمان لرم چې نه يې وينم او پر هغه څه ايمان لرم،چې نه وي پيدا شوى. حضرت عمر يو کس په حضرت علي پسې ولېږ؛نو همدا چې حضرت علي راغى؛نو د سړي کيسه يې ورته وکړه.حضرت علي سړى په حقه وباله ،و يې ويل : رښتيا وايي؛ځکه  د هغه مال او اولاد خوښ دى او خداى هغه دواړه فتنه ښوولي؛( أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ ) له حقه کرکجن دى،چې مراد يې مړينه ده،چې حق دى او خداى وايي : (وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ) د يهودو او نصاراوو خبره هم تاييدوي؛ځکه  قرآن د يهودو له خولې وايي :نصارى پر باطله دي او نصارى وايي،چې يهود پر باطله دي او بل داچې وايي چې پر ناليدي ايمان لرم او هغه خداى دى، چې نه ليدل کېږي او پر هغه څه ايمان لري،چې پيدا شوى نه دى او هغه قيامت دى . حضرت عمر وويل : پناه غواړم له هغې ستونزې،چې علي يې هوارونکى نه وي .

( ثعلبي؛قصص الانبياء :٥٦٦ مخ ) د (إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً) آيت په تفسير کې وايي : د اصحاب کهف په اړه  کيسه ده او هغه داچې کله اميرالمؤمنين عمر بن خطاب خلافت ته ورسېد؛د يهودو عالمان ورته راغلل،چې آيا له محمد (ص) او ابوبکر (رض) وروسته د مسلمانانو د خلافت چارې يې په لاس کې دي ؟

ورته يې وويل : هو ! ورته وويل شول : موږ څه پوښتنې لرو؛نو که ځواب دې راکړ؛ نو پوه به شو، چې اسلام پر حقه او محمد (ص) په رښتيا پېغمبر و او که ځواب دې رانه کړ؛نو پوه به شو،چې اسلام پر حقه نه دى او محمد (ص) هم دروغجن و . حضرت عمر وويل : وپوښتئ هر څه چې پوښتئ . و يې ويل : راته ووايه : د اسمان د قفلونو مانا څه ده او کونجيانې يې کومې دي ؟ هغه کوم قبر و،چې په ځان کې ښح کړى يې له ځانه يووړ ؟ هغه څوک و، چې خپل قوم يې انذار کړ حال داچې نه انس و او نه جن ؟ هغه کوم ساه کښ دي،چې پر ځمکه وګرځېدل؛خو په يوه زيلانځ = رحم کې هم نه دي پيدا شوي؟ هغه غږ، چې دراج کوي، څه مانا لري ؟ راته ووايه : چرګ، اس، چينډخ، خر ، قمري په خپل غږونو کې څه وايي؟ حضرت عمر خپل سر لاندې ټيټ کړ او بيا يې وويل : دا د عمر (رض) نيمګړتيا نه ده، چې وپوښتل شي او پر ځواب نه پوهېږي،چې ووايي : نه پوهېږم او پر څه چې نه پوهېږي،پوښتنه يې وکړي . ناڅاپه يهودان پاڅېدل او و يې ويل : موږ شهادت ورکوو، چې محمد (ص) پېغمبر نه و او اسلام هم باطل دين دى . دا مهال حضرت سلمان وارخطا پاڅېد او ورته يې وويل : تاسې مهرباني وکړئ، څو شېبو ته کېنئ ،چې راستون شم او په بېړه يې ځان حضرت علي ته ورورساوه او ورته يې وويل : ابا الحسن ! سلام عليکم ! د اسلام مل شه، چې ګوره له لاسه ځي . حضرت علي ورته وويل : څه شوي ؟ حضرت سلمان ورته کيسه وکړه . حضرت علي د رسول اکرم(ص) عبا واخسته، چې پرې لږه اوږده هم وه او په دبدبه مجلس ته ورغى؛نو حضرت عمر، چې وليد،ورغاړې ووت،ورته يې وويل : ته د هرې ستونزې د هوارې لپاره زموږ زېرمه يې . بيا حضرت علي له يهودانو وغوښتل : وپوښتئ او په پاى کې يې وويل : اخر رسول اکرم (ص) ما ته زر بابه علم رازده کړى،چې له هر يو يې زر نور بابونه پرانستل کېږي . يهودانو خپلې پوښتنې وکړې او حضرت علي ورته وويل : په دې شرط ځواب درکوم،چې که زما ځواب د تورات له مخې و؛نو ټول به ايمان راوړئ،چې بيا حضرت علي د ټولو ځواب ورکړ، چې موږ د لنډيز لپاره نه دي راوړي .

حضرت علي ته د حضرت عثمان او معاويه بن ابوسفيان مراجعات

( امام انس بن مالک؛موطاء : باب طلاق مريض :٣٦ مخ ) په خپل سند له محمد بن يحيى بن حبان روايتوي،چې وايي : نيکه مې دوه ښځې درلودې،چې يوه يې هاشمي او بله يې انصاري وه؛ انصاري ته يې طلاق ورکړ حال داچې شيدې يې ورکولې او تر يو کال وروسته په خپله مړ شو. دې ښځې يې ادعا وکړه،چې زه يې اوس هم ښځه يم؛ځکه تر اوسه مې لا حيض نه دى راغلى،چې دې دواړو ښځو خپل شکايت حضرت عثمان ته يووړ، چې حضرت عثمان حکم وکړ : په ارث کې يې برخه ده، چې هاشمي ښځې ملامته کړ او ورته يې وويل : دا څنګه حکم دې وکړ. حضرت عثمان ورته وويل : ما دې د تره له زوى علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه او هغه داسې حکم کړى دى .

دا روايت ( بيهقي؛ سنن :اووم ټوک،٤١٩ مخ ) ، ( شافعي؛مسند : د عدد کتاب : ١٧١ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :اتم ټوک،لومړى قسم، ٢٠٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :دويم ټوک،٧٦٤ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او محب طبري يې په پاى کې راوړي : حضرت عثمان وويل: زه په دې مسله نه پوهېږم او خپله شخړه مو حضرت علي ته يوسئ . حضرت علي ورته وويل : د رسول اکرم (ص) د منبر تر غاړې قسم وخوره، چې په دې موده کې يې درې ځل حيض نه دى راغلى . ښځې هم قسم وخوړ او له هغه بلې ښځې سره په ميراث کې شريکه شوه .

( امام انس بن مالک؛موطاء : د حدود کتاب :١٧٦ مخ ) يو روايت نقل کړى،چې يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزيږاوه،چې خبره يې  حضرت عثمان ته راوړه او هغه هم حضرت علي ته ورلېږل،چې دې ته ورته کيسه مو د حضرت عمر په مراجعاتو کې هم وکړه؛خو په دومره توپير، چې حضرت عثمان وويل : ولاړشئ او ښځه راولئ؛خو د سنګسار حکم يې و نه کړ؛خو اوبه له ورخه تېرې وې .

 دا روايت بيهقي هم د سنن د اووم ټوک په ٤٤٢ مخ کې له مالک نقل کړى دى .

سيوطي په درالمنثور کې د (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا) د آيت په تفسير کې دې روايت ته ورته يوه بله کيسه نقل کړې،چې د جهينيه د ټبر يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزېږواه،چې د حضرت علي ځواب ورته هماغه و،چې په دوو تېرو روايتونو کې ورته اشاره وشوه؛نو د لنډيز لپاره مو دلته نه دى راوړى  او بيا همدا کيسه ابن جرير د خپل تفسير د پينځه ويشتم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړې ده .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٠٠ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن حارث نوفل هاشمي روايتوي،چې وايي : پلار ته مې حضرت عثمان د مکې د کومې چارې واک ورکړى و او حضرت عثمان،چې مکې ته راغى؛نو زه او پلار مې د حارث ليدو او ستړو مه شو ته ورغلو او په قديد کې کوز شو؛ځکه حضرت عثمان هلته اړولې وه او د سيمې خلکو ورته سيسۍ ښکار کړې وې؛نو هغه مو ورته قورمه پوخ کړ ورته مو يووړ،چې د حضرت عثمان يارانو يې له خوړو ډډه وکړه،چې موږ محرم يو او د احرام په حال کې نشو کړاى د ښکار غوښه وخورو.حضرت عثمان وويل: موږ خو څه په خپله ښکار نه دى کړى؛بلکې اهل حل _ څوک چې محرم نه وو_ښکار کړى دى او موږ ته يې راکوي او دا خو پروا نه لري او چا ويل چې پروا لري ؟ عبدالله بن حارث وايي : ته به  وايې،چې همدا اوس يې وينم چې حضرت علي راروان دى او خپل لاسونه يې له هغو وښو څنډل،چې څارويو ته يې اچولي وو . حضرت عثمان وويل : هغه ښکار،دى چې اهل حل کړى موږ خو امر هم نه دى کړى،چې ښکار وکړئ او ورته مو نه دي ښوولي،چې هغه ښکار کړه؛ ځکه په احرام کې څوک نشي کړاى،چې څه وښيي چې ښکار يې کړه او موږ خو د دوى مېلمانه يو؛نو دا خو څه پروا نه لري . حضرت علي غوسه شو او ويې ويل : زه ناستو کسانو ته پر خداى قسم ورکوم،چې پاڅئ او شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د ښکار د غوښې پنډۍ راوړه او رسول اکرم وويل :  اهل حل ته يې ورکړئ؛ځکه  په احرام کې و؛نو ځکه يې و نه خوړه،چې بيا دولس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې رسول اکرم هغه غوښه و نه خوړه . حضرت علي بيا وويل :تاسې ته قسم درکوم،چې شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د احرام په حال کې د فیلمرغ غوښه راوړه،چې و يې ويل :موږ محرم يو او اهل حل ته يې ورکړئ . چې بيا تر دولس کسانو لږ  پاڅېدل او شهادت يې ورکړ . بيا حضرت عثمان هغه خواړه و نه خوړل او خپلې کېږدۍ ته ننووت او خواړه يې اهل حل ته ورکړل .

دا روايت احمد بن حنبل هم له دوو لارو په لنډه راوړى او طحاوي هم د معاني الاثار د شرح د حج د کتاب په ٣٨٦ مخ کې په لنډه راوړى، متقي هم د کنزالعمال د درېم ټوک په ٥٣ مخ کې راوړى او وايي : ابن جرير او ابويعلي نقل کړى او همداراز هيثمي د مجمع د درېم ټوک په ٢٢٩ مخ کې راوړى او احمد،ابويعلي او بزار ته يې نسبت ورکړى دى .

( امام انس بن مالک؛موطاء :د قضا کتاب :١٢٦ مخ ) په خپل سند له  حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې د شام يو اوسېدونکى،چې نوم يې ابن خيبري و،خپله ښځه يې له پردي سړي سره وليده او ښځه او که دواړه يې ووژل . خبره معاوية بن ابوسفيان ته راورسېده،چې څنګه د سړي، ښځې او مېړه او کورنيو تر منځ شخړه هواره کړي؛نو حضرت ابو موسى اشعري ته يې ليک وليک،چې ولاړ شه او له حضرت علي ددې ستونزې هوارى وپوښته. حضرت ابوموسى اشعري هم له حضرت علي پوښتنه وکړه . حضرت علي ورته وويل :دا پېښه د حکومت په واک کې نه ده او بايد ووايې، چې چېرته شوې ده ؟ حضرت ابوموسى ورته پوره کيسه وکړه،چې معاويه راته ليکلي چې له تا وپوښتم . حضرت علي ورته وويل : که څلور شاهدان يې راوستل؛خو سمه ده؛ګنې نو بايد د قصاص لپاره ونيول شي .

دا روايت ( بيهقي؛سنن :اتم ټوک،٢٣٠ مخ له يوې لارې او په ٢٣٧ مخ کې له بلې لارې او د دويم ټوک په١٤٧ مخ کې له بلې لارې  ) ، (شافعي؛مسند :دالجائز الحدود کتاب ، ٢٠٤ مخ ) او ( متقي؛ کنزالعمال : اووم ټوک،٣٠٠ مخ ) کې هم نقل کړى دى .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي : معاوية بن ابوسفيان به چې په هره ستونزه کې راګېر شو؛نو په ليک کې به يې هوارى له حضرت علي غوښته او معاويه،چې واورېدل،چې حضرت علي يې وواژه؛نو ويې ويل: فقه او علم يې وواژه . د معاويه ورور عتبه،چې دا خبره واورېده؛ معاويه ته يې وويل : پام کوه څوک دې دا خبره وا نه وري. معاويه ورته وويل: درومه خپل کار دې کړه .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢١ مخ ) له شعبي روايتوي،چې وايي : حضرت علي وويل : شکر د خداى چې زموږ دښمن يې موږ ته اړين کړ،چې په دين کې هر ستونزه لري؛نو له ما يې پوښتي او همدا اوس راته معاويه د نرښځي د ميراث په اړه   ليک رااستولى او ما يې هم ځواب ورکړ،چې د عورت له مخې ورته ميراث ورکړه،چې که عورت يې د سړي و؛نو د سړي ميراث ورکړه او که عورت يې د ښځې و؛نو د ښځې ميراث ورکړه.

( مناوي؛فيض القدير :څلورم ټوک،٣٥٦ مخ ) په شرح کې وايي : د همزيه په شرح کې راغلي،چې معاويه بن ابي سفيان به په ستونزه کې راګېر شو؛نو د هواري غوښتنه به يې له حضرت علي کوله او حضرت علي هم ورته ستونزه هواروله،چې د حضرت علي يو زوى وويل : ولې د ښمن ته لارښوونه کوې ؟ حضرت علي  وويل : دا موږ ته بس نه ده،چې خداى راته اړ کړى دى او موږ پوښتي ؟

( کنزالعمال :درېم ټوک،١٨٠ مخ ) له ابي الوضين روايتوي،چې يو سړي د يو شامي پر لور مرکه وکړه؛ البته پر هغه لور،چې له ازادې ښځې يې وه او د لور پلار د وينځې لور سينګار او د زوم کور ته يې ولېږله، زوم،چې د واده پر ړومبۍ شپه کوټې ته ولاړ؛ نو ناوې يې وپوښتله: د چا لور يې ؟ ناوې ورته وويل : د پلانۍ لور_؛يعنې د وينځې لور _ زوم وويل :د پلانۍ پر لور چې يې له ازادې ښځې شوې وه، مې مرکه کړې وه . خبره يې معاويه بن ابوسفيان ته وکړه . معاويه ورته وويل : څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده او بيا يې له خپلو شاوخوا کسانو وپوښتل : ددې مسلې حل څه دى؟ هغوى هم ورته د معاويه خبره وکړه او ويې ويل : څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده . زوم غوښتنه وکړه،چې مسئله حضرت علي ته ولېږئ او معاويه هم حضرت علي ته ولېږله . حضرت علي څه له ځمکې راپورته کړل او ويې ويل :  ددې خبرې حل ددې څيز د راوچتولو هومره اسان دى او ويې ويل : کوم جهيز يې،چې دې ښځې ته ورکړې،ددې ښځې شو؛ځکه  کوروالى دې ورسره کړى او پلار يې بايد هماغومره جهيز هغه بلې لور ته چمتو کړي او ددې ښځې عده،چې پاى ته ورسېده؛هغه بله لور دې ستا کور ته راولېږي . بيا راوي وايي : تر کومه مې چې يادېږي حضرت علي د نجلۍ پلار پر کوړو وواهه او که غوښتل يې،چې و يې وهي. بيا وايي :دا روايت ابن ابي شيبه هم روايت  کړى دى .

 ( کنزالعمال : درېم ټوک،١٨١ مخ ) له حجار بن ابحر روايتوي،چې وايي : له معاويه سره ناست وم،چې دوه سړي راغلل،چې د يو جوړ جامو پر سر يې شخړه وه او يو يې وويل : دا جامه زما او شهود يې راوستل او هغه بل وويل : دا جامه ما په خپله له يو ناپېژندګلو سړي اخستې ده . معاويه وويل : کاشکې علي بن ابيطالب و،چې دا ستونزه يې هواره کړې واى . ما ورته وويل : زه وم،چې دې ته ورته شخړه يې حضرت علي ته راوړه ؟ پوښتنه يې وکړه : نو هغه څه وکړل؟ ومې ويل : حق يې هغه ته ورکړ،چې د شهودو اقامه يې کړې وه او بل ته يې وويل: تا خپل مال ضايع کړى دى.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٥ مخ ) له ابي حازم روايتوي،چې يو سړي معاويه بن ابي سفيان ته راغى او له هغه يې د يوې مسئلې پوښتنه وکړه او داچې له معاويه سره يې ځواب نه  و؛نو ورته يې  وويل: ولاړ شه او له حضرت علي يې وپوښته.سړي ورته وويل : ستا ځواب مې ډېر خوښ دى.معاويه : څومره ناوړه خبره دې وکړه ! آيا هغه سړي ته له تګه کرکه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛هغه سړى،چې رسول اکرم يې په اړه  ويلي وو : (( ته ما ته داسې يې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته پېغمبر نه راځي)) هغه سړى،چې  حضرت عمر بن خطاب به په کومه ستونزه کې راګېر شو؛نو  حضرت علي ته به يې مراجعه کوله .

 محب طبري وايي :دا روايت احمد هم په مناقب کې راوړى دى .

( مناوي؛فيض القدير:درېم ټوک،٤٦ مخ ) له کلا بازي راويت کوي، چې يو سړي له معاويه بن ابي سفيان يوه مسله وپوښتله.معاويه ورته وويل : له حضرت علي يې وپوښته،چې تر ما اعلم دى . سړي ورته وويل : زه ستا ځواب غواړم. معاويه ورته وويل : پر ځان ووېرېږه،چې له هغه سړي ډډه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛هغه سړى،چې حضرت عمر به په ستونزه کې ګېر شو؛نو حضرت علي به يې پوښته او يوه ورځ يو سړى حضرت عمر ته راغى او پوښتنه يې ترې وکړه،چې عمر (رض) ورته وويل : حضرت علي دلته دى،چې سړي ورته وويل : له تا يې ځواب غواړم . حضرت عمر وويل : پاڅه خداى دې پښې شلې کړه او حکم يې وکړ،چې نوم يې له دېوانه پاک کړئ .

دې روايت ته ورته يو بل روايت په فتح الباري فى شرح البخاري ( اولسم ټوک،٥٠ مخ ) له اسماعيل بن ابي خالد له قيس بن ابي حازم نقل کړى دى .

( صحيح مسلم د طهارت کتاب : پر موزې د مسحې باب ) په خپل سند له حکم بن عتيبه له قاسم بن مخيمره له شرح بن هاني روايتوي،چې عايشې بي بي ته ولاړم او پر موزې د مسحې په اړه مې ترې پوښتنه وکړه،چې راته يې وويل : ولاړ شه او د ابيطالب له زوى پوښتنه وکړه .

دا روايت مسلم له دوو نورو لارو،نسائي په صحيح ( لومړى ټوک،٣٢ مخ ) ، ( ابن ماجه؛ صحيح :٤٢ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک :٩٦،١٠٠،١١٣،١١٧،١٢٠،١٣٣،١٤٦،١٤٩ او د شپږم ټوک په ١١٠ مخ ) ، ( ابوداود طيالسي؛مسند :لومړى ټوک،١٥ مخ ) ، ( بيهقي؛ سنن :لومړى ټوک،٢٧٢ مخ له دوو لارو او په ٢٧٧ مخ کې له درېمې لارې ) ، ( ابونعيم؛حلية :لومړى ټوک،٨٣ مخ ) ، ( خطيب بغدادي :د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٤٦ مخ ) ، ( طحاوي؛شرح معاني الاثار : د طهارت کتاب :٤٩ مخ او له  بلې  لارې په ٥٠ مخ ) ، (ابوحنيفه؛مسند :١٢٩ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،١٤٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې حميدي، سعيد بن منصور، عبدالرزاق، ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل، عدني، دارمي، ابن حزيمه او ابن حبان هم نقل کړى دى .

( فتح الباري؛شپاړسم ټوک،١٦٨ مخ ) له ابن ابي شيبه په ډېر ښه او صحيح سند له عبدالرحمن بن ابزي روايتوي،چې و ايي : د جمل د جګړې پر ورځ  حضرت عبدالله بن بديل بن ورقاء خزاعي ځان عايشې بي بي ته ورساوه او تر اوسه لا عايشه بي بي په خپله کجاوه کې وه او ورته يې وويل : يادېږي مو چې د حضرت عثمان تر وژل کېدو وورسته درغلم او پوښتنه مو وکړه،چې تر حضرت عثمان وروسته د چا خلافت ته غاړه کېږدو؟ تا راته وويل : د حضرت علي خلافت ته . عايشه بي بي چوپ شوه او څه يې و نه ويل. بيا يې د هغې د ورور محمد (رض) په مرسته اوښ وتاړه او حضرت علي ته مو راوسته. حضرت علي حکم وکړ،چې ځانګړى کور ورکړئ .

( سننن بيهقي؛پينځم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند له ابي مجلز روايتوي،چې وايي : يو سړي د حضرت عمر زوى وپوښته،چې په رمي جمرات کې مې شک کړى، آيا اوه وارې مې رجم وکړ او که شپږ وارې؛نو څه وکړم ؟ و يې ويل : بايد علي بن ابيطالب وپوښتې.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!