تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ډاکتر يوسف قرضاوي (د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې رئيس) فتوا پوښتنه : په مذهب او نظر کې د مخالفت په پار د يو عقيدتي،فقهي او سلوکي مذهب لارويانو تکفيرول جايز دي ؟ ځواب : “الحمدلله و الصلاة و السلام على سيدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم ، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ډاکتر يوسف قرضاوي (د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې رئيس) فتوا

پوښتنه : په مذهب او نظر کې د مخالفت په پار د يو عقيدتي،فقهي او سلوکي مذهب لارويانو تکفيرول جايز دي ؟

ځواب : “الحمدلله و الصلاة و السلام على سيدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم ،

د الهي توفيق تر غوښتو وروسته،د پوښتنې په ځواب کې وايم :

څوک چې د زړه له اخلاصه ووايي :” اشهد ان لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله “؛نو مسلمان دى .له ټولو مسلماني حقوقو برخمن دى او ټولې دندې يې هم پر غاړه دي .داسې وګړى د دوزخ اور ته له ورننووتو خلاصون موندلى .که يوازې په ژبه شهادتين ووايي او زړه يې پرې ايمان نه لري؛نو منافق دى .په ظاهر کې پرې د مسلمانانو احکام جاري کېږي، که څه د دوزخ په خورا لاندېنيو برخو کې يې ځاى دى؛په یو متفق عليه حديث کې راغلي دي :

“امرت ان اقاتل الناس حتى يقولوا : (لا اله الا الله،فاذا قالوها فقد عصموا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها و حسابهم على الله = راته حکم شوى،چې له خلکو سره ترهغې وجنګېږم،چې ” لا اله الا الله” وايي؛نو دا غونډله يې چې وويله؛نو زما له لوري يې وينه او شتمني خوندي ده؛خو د اسلامي قوانينو له مخې (د قصاص او دياتو تر بريده)؛خو اخروي حساب يې له خداى سره دى.) “[1]؛نو ځکه ځينو اسلامي علماوو ويلي دي : اسلام په يوه جمله کې پټ دى،د شهادت جمله،په دې جمله انسان اسلام ته ورننوځي او اسلامي حکم پرې جاري کېږي .

ډېرى احاديث هم په دې چار دلالت کوي؛لکه :

١.”من شهد ان لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله حرم الله عليه النار = څوک چې ” لا اله الا الله و ان محمداً رسول الله ” ووايي؛نو خداى پرې د دوزخ اور حراموي .”[2]

٢-“من شهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له،و ان محمدا عبده و رسوله و ان عيسى عبده و رسوله و ابن امته و کلمته التى القاها الى مريم و روح منه و ان الجنة حق،و ان النار حق و ان البعث حق،ادخله الله الجنة على ماکان من عمله،من اى ابواب الجنة الثمانية شاء =څوک چې شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خداى بل خداى نشته او شريک نه لري او محمد يې بنده او استازى دى او عيسى يې هم بنده او استازى او د هغه د وينځې او کلمې زوى دى او کومه کلمه يې چې مريم ته ورالقاء کړه او روح يې دى او جنت حق دى،دوزخ حق دى او قيامت حق دى؛نو هره کړنه،چې لري،خداى به يې جنتي کړي،د جنت له اتو ورونو ځنې،چې يې په هر يوه خوښه وي .”[3]

٣- (“من شهد ان لا اله الا الله دخل الجنة “=څوک،چې شهادت ورکړي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته؛نو جنتي دى”).[4]

٤- ( “من قال لا اله الا الله مخلصا دخل الجنة =څوک چې د اخلاص له مخې ووايي :” لا اله الا الله “؛نو جنتي دى.”)

٥-(“من قال لا اله الا الله و کفر بما يعبد من دون الله حرم ماله و دمه و حسابه على الله =څوک،چې ووايي :” لا اله الا الله ” او پر هغه څه کافر شي،چې بې له خدايه يې عبادت کېږي؛نو مال او ځان يې محترم دى او حساب يې له خداى سره دى .”)[5]

٦- (” من مات لا يشرک بالله شيئا دخل الجنة =څوک چې په داسې حال ومري،چې خداى ته پر څه څيز پر شريک قايل نه وي؛نو جنت ته به ننوځي .”)[6]

٧- (“من مات لا يشرک بالله شيئا دخل الجنة و من مات يشرک بالله شيئا دخل النار =څوک چې په داسې حال کې ومري،چې خداى ته پر شريک قايل نه وي؛نو جنت ته به ننوځي او څوک چې په داسې حال ومري،چې خداى ته يې شريک نيولى وي؛نو اور ته به ننوځي .”)[7]

٨-“من مات و هو يعلم ان لا اله الا الله دخل الجنة =څوک چې په داسې حال ومري،چې پوه شي،چې بې له ايکي يو خدايه بل خداى نشته؛نو جنت ته به ننوځي .”)[8]

دا ټول روايتونه – چې صحيح هم دي – پردې دلالت کوي،چې اسلام ته د ورننووتو لار د شهادت کلمه ده او که انسان په رښتیا ويلې وي او ومري – نه د نفاق له مخې – نو له اوره يې د خلاصون لاملېږي او جنتي دى،په ژوند کې يې چې هر څه کړې وي؛يعنې که د يو انسان ګروهه سمه وي؛نو اور ته له ورننووتو خلاصون مومي،که څه ډېرى ګناهونه يې هم کړې وي .

کومې نامې ،چې ځينې مسلمانان يې نورو ته اخلي، مهم نه دي .سلفي ،صوفي ،شيعه، سني، اشعري ،معتزلي ،ظاهري ، مقاصدي او ….مسمى دي او مضمون اصل دى؛نه نامه او عنوان .

همداراز دا حديثونه د نورو هغو احاديثو په باب وارد دى،چې ايمان له ځينې کبيره ګناه کوونکيو؛لکه زنا،غلا، د شرابخورۍ او … څخه نفې کوي؛لکه د ” لايزانى الزانى حين يزنى و هو مؤمن = زناکار د زنا پر حال ايمان نه لري” حديث په څېر.د حديث منظور د ايمان د کمال نفې ده؛نه په خپله ايمان .

البته د حديث د مانا لپاره داسې تاويل اړين دى،چې د احاديثو ترمنځ ټکر نه وي او په عربي ژبه کې داسې تاويلونه جايز دي .

د بېلګې په توګه وايو : پوهه هغه ده،چې ګټوره وي. مراد ترې کامل علم دى. يا مور هغه ده،چې ماشوم وروزي؛يعنې کامله مور؛ځکه تر زېږون وروسته موروالى تر لاسه کېږي.

څوک چې اسلام ته ننوځي؛نو کافي ده،چې د اسلام پر ارکانو او واجباتو قلبي التزام او باور ولري .که څه په عمل کې ګناهکار وي او پر ځاى يې نه کړي؛ځکه رسول الله (ص) به د هغو خلکو بې ځنډه اسلام مانه،چې شهادتين يې ويل او په مسلمانانو کې به يې شمېره . که څه بيا دوى پر خپل وخت د لمونځ،روژې او زکات په څېر په احکامو عمل و نه کړ .

د چا په اسلام راوړو چې ډاډمن شوئ؛نشو کولاى،چې له مسلمانانو يې بهر کړو؛خو داچې په کفر يې يقين پيدا کړو؛ځکه يقين په شک له منځه نه ځي او څه چې له اسلامه د وتو لپاره ډاډ راوړنکي دي،دادي،چې له بالضروره معلومه انکار وکړي يا کوم قطعي حرام،چې شک پکې نشته،حلال وشماري او يا داسې خبره يا کړنه وي،چې بې له کفره بل تاويل و نه لري؛لکه بې اجباره،چې بوت ته سجده وکړي يا قرآن تر پښو لاندې ولتاړي يا يې په ګند کې واچوي يا خداى او استازي (ص) وکنځي يا داسې څرګند څه وليکي،چې په کفرتوب کې يې شک نه وي .

جايز نه ده،چې يو مسلمان بل مسلمان د يوه ګناه کولو په پار له اسلامه بهر کړي،که څه دا ګناه يې کبيره هم وي؛ځکه سمه ده ،چې کبيره ګناه د انسان مسلمانتوب ټکنى کوي؛خو په ټوليزه يې له منځه نه وړي او په دې دليل،چې قرآن مجيد قاتل،د مقتول د اولياء دم ورور ګڼي،وايي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاء إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ =[9] مؤمنانو! تاسې ته د قتل په پېښو كې د قصاص حكم ليكل شوى دى : ازاد، د ازاد او مريى د مريي او ښځه دې د ښځې په بدله كې ووژله شي او كه له قاتل سره ( ديني ) ورور څه نرمي وښووه (او د قصاص حكم يې د وينې په بيه بدل كړ)؛نو له غوره لارې دې كار واخلي ( او د وينې خاوند دې د ديه وركوونكي حال په پام كې ونيسي) او قاتل دې هم په نېكۍ او خوښۍ ( د مقتو ل ولي ته) ديه وركړي ( او ناغېړي دې پکې نه كوي) ))

قرآن هم د هغه مسلمانانو ايمان قبول کړى دى،چې يو له بل سر جګړې کوي،وايي :

((وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ [10]= او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جنګ شي؛نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نوكه له هغو يوه ډله پر بلې تېرى وكړي؛نو له تېري كوونكې سره تر هغو وجنګېږئ،چې د خداى حكم ته راوګرځي؛نوکه راوګرځېد(او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكي خوښوي . ))

او په بل آيت کې وايي :

((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ [11]= په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اختلاف پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ،ښايي پر تاسې رحم وکړاى شي . ))

او په دې ډول اسلام د زنا،تور،غلا،لارلوټۍ او شرابخورۍ او د ارتداد په سزا کې پر توپير قايل دى . که هره کبيره ګناه کفر وګڼل شي؛نو بايد ټولو ته د ارتداد سزا ورکړل شي؛نو ځکه علماء دې ديني نصوص يو له بل سره يو ځاى مانا کړي ،متشابهات دې له محکماتو سره او فروع دې له اصولو سره په اړيکه کې کړي او هغه روايتونه تاويل کړي،چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه کفر او ځينې کړنې یې کفري کړنې شمېري؛لکه دا روايت : “لا ترجعوا بعدى کفارا يضرب بعضکم رقاب بعض = تر ما وروسته کفر ته مه مخه کوئ او ځينو مو د ځينو نورو ورمېږونه مه وهئ .”[12]

لکه څنګه چې جايزه نه ده،چې يو مسلمان يې د ګناه په پار له مسلمانۍ بهر کړو،همداراز جايزه نه ده،چې خطا او تېروتنې په پار يې هم دا کار وکړو؛ځکه هر عالم تېروتاى شي او د خطا عقوبت له امته اخستل شوى دى .

له حضرت ابن عباس نه د ابن ماجه د روايت له مخې،چې ابن حبان او حاکم تصحيح کړى،خداى خطا،نسيان او اکراه له دې امته لرې کړې ده.

په نړۍ کې د مشهورو مذاهبو لارويان،ټول په اسلامي کې مفهوم کې ننووتي دي،چې توضيح يې ورکړل شوه .هم فقهي مذاهب ،چې د اسلامي د عملي احکامو څرګندونه يې پر غاړه ده؛لکه د اهلسنتو څلورګوني مذاهب او ظاهري مذهب او هم اعتقادي او کلامي مذاهب،چې د دين له اصولو د اخستنې- برداشت له مخې رامنځ ته شوي؛لکه امام ابوالحسن اشعري (٣٢٤س مړ) ته منسوب اشعري مذهب، امام ابومنصور ماتريدي (٣٣٣ س مړ) ته منسوب ماتريدي مذهب او هم فقهي- اعتقادي مذهب؛لکه امام جعفر صادق (١٤٨ س مړ) ته منسوب جعفري مذهب،امام زيد بن علي بن الحسين (١٢٢ س مړ) ته منسوب زيدي مذهب او عبدالله بن اباض تميمي (د عبدالمالک مروان د پېر په وروستيو کې مړ) ته منسوب اباضي مذهب . دا ټول مذاهب د ايمان هغه ارکان مني،چې په قرآن کې راغلي دي :

” و من يکفر بالله وملائکته و کتبه و رسله و اليوم الاخر =څوک چې پر خداى،پرښتو،کتابونو،د خداى پر استازيو او د قيامت پر ورځ کافر شي ….”[13]

پر قدر ايمان درلودل (چې په نبوي سنتو کې راغلي) پر خداى د ايمان يوه برخه ده .

دا مذاهب همداراز د اسلام پر عملي ارکانو؛لکه شهادتينو،لمونځ، زکات،د رمضان پر روژې او د چا چې وسه وي د بيت الله پر حج ايمان لري .

همداراز اسلامي پرېکنده محرمات (لکه : وژنه،ځان وژنه،زنا، لواطت ،شرابخوري ،غلا ،غصب ،رباخوري ،د پلارمړي – يتيم د مال خوړل او پر پا پاکلمنو مؤمنو ښځو تور او نور ګناهونه،چې د کتاب او سنتو په محکماتو کې د کولو په صورت کې د عذاب وعده ورکړ شوې او اسلامي امت يې پر ګناهتوب اجماع لري) حرام ګڼي .ټول د اسلام پر قطعي احکامو(لکه عبادتونو،معاملاتو،واده،حدودو،قصاص او شرعي او مالي سياستونو او نورو احکامو) ايمان لري .ټول په هغه چارو کې اجتهاد مني،چې په اړه يې قطعي الثبوت والدلاله نص نه وي راغلى.

اجتهاد يو لړ اصول او ضوابط لري،چې د شرع اصولو ته ورګرځي که څه طريقه يې په بېلابېلو مذاهبو کې سره توپير لري.ځينې مذاهب،نص ته ډېره لېوالتيا لري،ځينې يې ډېر د راى پلوي دي،ځينې يې ظواهر اخلي او ځينې يې مقاصد غوره کوي .

له مجتهدينو ځنې هر يو يې،چې په اجتهاد کې واقعي الهي حکم ته ورسېد؛دوه اجره لري او هغه چې په دې لار کې تېرواته؛نو يو اجر به لري؛ځکه خپله ټوله هڅه يې کړې ده او د حق په لټه کې و؛نو بايد له اجره بې برخې نشي .په دې باب يو صحيح متفق عليه حديث رارسېدلى دى .د مجتهد تېروتنه توپير نه کوي،چې په اصولو کې وي که په فروعو کې،په علمي چارو کې وي که په عملي چارو کې . څېړونکيو علماوو دا خبره ښه څرګنده کړې ده.د تېروتنې په پار يې د مجتهد ګناهکار ګڼل (کافر خو لا لرې خبره ده)هغه څه دي،چې د بقرې سورت له دې آيت سره په ټکر کې دي :

((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ [14] = خداى هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي (انسان) چې څه ( ښه) وكړي؛نو ځان ته يې كړي او هره (بدي) چې وكړي؛نو د ځان په زيان به يې كړې وي .(مؤمنان وايي:) پالونكيه !كه له موږ څه هېره او خطا وشي؛موږ پرې مه نيسه . پالونكيه! پرموږ هغه پېټى مه ږده؛لکه چې هغه دې (د ګناه اوسرغړونې له امله) زموږ پر مخكېنيو ايښى و. پالونكيه ! پر موږ هغه پېټۍ مه ږده،چې د پورته كولو وس يې نه لرو او د ګناهونو نښې را نه ووينځه،ومو بښه،راباندې ولورېږه،ته زموږ پالندوى( او مرستندوى) يې او پر كافرانو مو بريالي كړه . ))

په صحيحو روايتونو کې راغلي،چې خداى دا دعا قبوله کړې ده. که خداى هغه مجتهد ته سزا ورکړي،چې خپله ټوله هڅه يې کړې ده؛خو حقيقت ته په وررسېدو کې تېروتى دى؛نو د هغه تېروتنې له امله يې مجازات کړى دى،چې د پورته آيت له مخې يې سزا معاف رفع شوى او داسې يو تکليف يې ور ترغاړې کړى،چې له وسې يې پورته و .

امام ابن تيميه وايي :هر مؤمن،چې د حق په غوښتنه کې اجتهاد وکړي او تېروځي،تېروتنه چې يې هر څه وي،خداى يې بښي،که په علمي او نظري چارو کې وي او که په عملي فروعو کې وي.د پېغمبراکرم (ص) اصحاب او اسلامي مشران ټول پر همدې راى وو؛خو د مسایلو ډلبندي په اصولي چارو (چې انکار ترې د کفر لامل دى) او فرعي چارو (چې انکار ترې د کفر نه لاملېږي) يو بې بنسټه ډلبندي ده،چې نه له صحابه وو رارسېدلى نه له تابعانو او نه له نورو اسلامي مشرانو .

امام ابن الوزير هم وايي : له تېروتنې د تېرېدو لپاره خورا آيتونه راغلي دي. ظاهرا اهل تاويل ددې آيتونو په مانا کې تېروتي دي – ځکه له آيتونو يې په غلط تفسير کې په لوی لاس څه پوهه نه لرو او باطن علم يوازې له خداى سره دى –چې يو يې دا آيت دى :

((وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا [15]=او په هغه (خبره) كې،چې تېروتي ياست (او بې پامه ورته د نورو په نامه غږ وكړئ؛ نو) ګناه درباندې نشته؛خو هغه چې له زړونو يې وكړئ (؛نوپه اړه يې مسؤول ياست) او خداى دى،چې ډېر بښونكى (او) مهربان دى . ))

او همداراز :

((رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا [16]= پالونكيه !كه له موږ څه هېره او خطا وشي؛موږ پرې مه نيسه .))

ددې آيت په تفسير کې دوه سم حديثه لرو؛يو له حضرت ابن عباس (رض) او بل حضرت ابوهريره (رض)،چې خداى تعالى وايي : ((“قدفعلت” = يعنې قبوله مې کړه او تاسې د هېر او تېروتنې له امله نه نیسم.))

په بل آيت کې خداى تعالى وايي : ((وَلَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَهُمْ يَعْلَمُونَ [17]= او پر خپلې ګناه ټينګار نه کوي؛ځكه پوهېږي (چې بديې كړي دي) . ))

خداى هغه ګناهکاران،چې د پوهې له مخې ګناه کوي،د پوهې په پار يې رټي او د مؤمن د وژنې په باب په سخته وايي : ((وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ [18]= او څوك چې مؤمن په لوى لاس ووژني؛نو سزا يې دوزخ دى .))

په دې آيت کې د دوزخ وعده په وژنې کې په لوی لاس پورې تړاو لري .

د احرام په حال کې د ښکار په باب وايي : ((وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا   [19] = او كه چا ښکار په لوى لاس وواژه ))

ډېرى احاديث هم په دې مانا راغلي؛لکه د سعد او ابوذر او ابي بکره (رضي الله عنهم) احاديث،چې پر سموالي یې دهغه په باب یوه خوله دي،چې د پوهې له مخې په دروغو د پردي سړي په باب ادعا وکړي،چې پلار يې دى .دلته هم پوهه د عذاب د وعدې لپاره شرط ګنل شوى دى .

په دې باب څرګند حديث د هغه بوډا په باب دى،چې د ناپوهۍ له امله يې وصيت وکړ،چې تر مړينې وروسته يې وسوځوئ او په يوه توپاني ورځ کې يې نيمه ايره په بيديا او نيمه په سمندر کې خوشې کړي،چې د خداى لاسونو ته ورنشي،چې په عذاب يې نه کړي،بيا پرې وېره کېناسته او خداى پرې ولورېد او …

دا خبره يې يا پر خداى او معاد د ناپوهۍ له امله وه او يا د خداى له قدرته د ناپوهۍ له مخې او فکر يې کاوه،چې که ايره يې وشيندل شي؛نو خداى ته يې راټولول ناشوني دي .

خو خداى پرې ولورېد او ناپوهۍ يې له منځه ولاړه او له الهي عقوبته ووېرېد او …..دا سړى په دې ځانګړنې ،چې خبره يې د ناپوهۍ له امله وه،چار يې کفر ته نه رسي؛خو داچې د الهي پېغمبرانو په ښوونو پوهه ولري او داچې دا چار خداى کړای شي محال ورته نه دی؛خو بيا هم پېغمبران دروغجن وګڼي.

خداى تعالى وايي : ((وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولاً = [20] او موږ هېڅكله (يو قوم) نه عذابوو،څو مو پېغمبر ورته نه وي استولى (چې خلك په خپلو دندو پوه كړي ) .

دا حديث هغوى ته خورا هيلمنوونکى حديث دى،چې د آيتونو په تاويل کې تېروتي او هغه حديث دى،چې پر سموالي يې يوه خوله دي او يوې ډلې اصحابو؛لکه حذيفه،ابوسعيد او ابوهريره (رضی الله عنهم) رانقل کړى؛بلکې لکه څنګه چې په جامع الاصول او مجمع الزوايد کې راغلي،هغه حديث دى،چې راويان يې تواتر ته رسېدلي ،د حذيفه (رض) په روايت کې راغلي دي،چې دا سړى نباش و .

څه مو چې وويل،په تاييد کې یې يو لړ حديثونه لرو،چې خداى وايي : ” انا عند ظن عبدى بى فليظن بى ما شاء = زه هغسې يم،چې بنده مې ګومان کوي؛نو څنګه يې چې خوښه وي،زما په باب دې ګومان وکړي .”

دا احاديث له درېیو سمو لارو راغلي دي.

ډېرى اسلامي علماوو ويلي: مسلمان د هغه الفاظو په پار،چې له خولې یې راوځي،تکفيرولاى نشو؛خو داچې ويونکى يې په کفر پوهه ولري.د محيط د کتاب خاوند وايي : دا د ابوعلي جبايي ،محمد بن حسن شيباني او شافعي عقيده ده .[21]

ان “په درې اوياوو د امت د ويشل کېدو”حديث،چې ډېرى علماء يې مني او وايي،چې دا درې اويا واړه فرقې په دوزخ کې دي ؛خو يوه فرقه يې ،چې “ناجيه فرقه” نومول شوې ده . ان دا حديث هم – له ټولو ستونزو سره،چې په سند او دلالت کې يې شته – بېلابېلې فرقې يې د امت؛يعنې د اسلامي امت او “محمدي امت” برخې ګڼلي دي.د روايت د سرچینې له امله،چې د پېغمبراکرم (ص) له خولې يې راوړی،چې :”ستفترق امتى”؛يعنې امت مې ډله ډله کېږي .دې حديث ټول د امت په متن کې راوړي او موږ ته جايز نه دي،چې په خپلو تاويلاتو او تکلفاتو يې له امته بهر کړو .

بخاري له حضرت انس بن مالک (رض) رانقلوي،چې پېغمبر اکرم (ص) ويلي دي :” من صلى صلاتنا و استقبل قبلتنا و اکل ذبحتنا،فذلک المسلم الذى له ذمه الله و ذمه رسوله،فلا تخفروا الله فى ذمته = يعنې څوک زموږ په څېر لمونځ وکړي او زموږ قبلې ته مخه کړي او زموږ له حلالې وخوري،مسلمان دى او د خداى او د هغه د استازي په پناه کې دى؛نو تاسې يې د خداى د واک تر ولکې لاندې څارن ووسئ .”[22]

بخاري هم داسې رانقل کړي،چې حضرت بن مالک وپوښتل شو: اباحمزه ! څه څيز د بنده وينه او مال حراموي؟ ځواب يې ورکړ: څوک چې شهادت ورکوي،چې بې له ايکي خدايه بل خداى نشته او زموږ قبلې ته مخه کړي او زموږ په څېر لمونځ وکړي ،زموږ له حلالې وخوري؛نو مسلمان دى او د مسلمانۍ له ټولو حقوقو برخمن دى او د مسلمانۍ ټولې دندې ور ترغاړې دي . [23]

ددې خبرې مانا داده،چې بايد ددې وګړي پر مسلمانۍ حکم وکړو او اسلامي احکام پرې جاري کېږي که څه ګناهکار وي يا په ځينو علمي چارو کې تېروځي که په اصولو کې وي که په فروعو کې؛لکه څنګه چې دا خبره په علم کې راسخينو جوته کړې ده .

خداى هغه دعا اجابت کړې،چې د بقرې سورت په پاى کې يې رازده کړې او د تېروتنې او هېر ګناه يې رانه اوچته کړې ده :” ((رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا [24]= پالونكيه !كه څه هېره او خطا رانه وشي؛موږ پرې مه نيسه .))

په دې موضوع کې خداى تعالى د علمي او عملي مسایلو او په اصولي او فرعي پېښو پورې اړوند مسالو ترمنځ توپير نه دى ايښى .

د صحابه وو عمل هم زموږ کړنې تاييدوي. صحابه وو خوارج تکفير نه کړل؛لکه څنګه چې له حضرت علي (ک)،سعد بن ابي وقاص (رض) او نورو نه روايت شوی دی.ابن الوزير وايي : د حضرت علي (ک) په واسطه د خوارجو نه تکفيرول راته له څو لارو جوت شوي دي .همداراز د حضرت علي (ک) په واسطه د خوارجو د مالونو بېرته ورکول هم راته له څو لارو جوت شوي دي. له حضرت جابر (رض) نه روايت دى،چې چا ورته وويل :ايا تاسې کوم اهل قبله ته د مشرک خطاب کوئ ؟ ورته يې وويل: اعوذبالله او بيا يې وژړل .

ورته وويل شول : ايا څوک پکې کافر ګڼئ ؟ و يې ويل : نه ![25]

[1] .متفق عليه دى .صحيح بخاري،کتاب الايمان،٢٥ مخ او صحيح مسلم،کتاب الايمان،٢٠ مخ له حضرت عمر بن خطاب نه يې رانقل کړى دى .

[2] .احمد او مسلم او ترمذي له حضرت عباده رانقل کړى دى .

[3] .صحيح بخاري او صحيح مسلم له حضرت عباده رانقل کړى دى .

[4] . حضرت بزاز له حضرت ابن عمر نه رانقل کړى دى .

[5] .صحيح مسلم د ابومالک اشجعي له پلاره رانقل کړى دى .

[6] .صحيح احمد،بخاري او مسلم له حضرت ابن مسعود څخه رانقل کړى دى .

[7] .احمد او مسلم له حضرت جابر نه رانقل کړى دى .

[8] .احمد او مسلم له حضرت عثمان نه رانقل کړى دى .

[9] .بقره/١٧٨

[10] .حجرات /٩

[11] .حجرات /١٠

[12] .دا متفق عليه حديث دى،چې بخاري د کتاب الايمان په ٦١٦٩ ګڼه او مسلم د نوموړي کتاب په ٦٥ ګڼه کې له حضرت جرير بن عبدالله له حضرت عمر رانقل کړى دى

[13] .نساء/١٣٦

[14] . بقره/٢٨٦

[15] .احزاب/٥

[16] .بقره/٢٨٦

[17] .آل عمران/١٣٥

[18] .نساء/٩٣

[19] .مائده/٩٥

[20] .اسراء/١٥

[21] . وګ : ايثار الحق على الخلق ،٣٩٢-٣٩٤ مخونه .

[22] .بخاري،کتاب الصلاة،٣٩١ ګڼه .

[23] .صحيح البخاري،کتاب الصلاة،٣٩٣ مخ .

[24] .بقره/٢٨٦

[25] .دا حديث ابويعلي او طبراني رانقل کړى دى او سند يې سم دى . ابن حجر هم د مطالب العاليه د درېم ټوک په ٢٩٦ مخ کې سم ګڼلى دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!