تبلیغات

د ښځو له حقوقو ملاتړ لومړۍ برخه   د ښځې پيدايښت   ښځه، په پيدايښت او پپه روحي او جسمي اړخ كې، له هماغې ګوهره پيدا شوې، چې نارينه ترې پنځول شوى، او جوهر او ماهيت يې يورنګ دى. ښځې او نارينه په حقيقت او ماهيت كې څه توپير نشته. قرآن كريم، په ډاګه له […]

د ښځو له حقوقو ملاتړ

لومړۍ برخه

 

د ښځې پيدايښت

 

ښځه، په پيدايښت او پپه روحي او جسمي اړخ كې، له هماغې ګوهره پيدا شوې، چې نارينه ترې پنځول شوى، او جوهر او ماهيت يې يورنګ دى. ښځې او نارينه په حقيقت او ماهيت كې څه توپير نشته.

قرآن كريم، په ډاګه له دې حقيقته پرده لرې كوي:

)1( نساء_ 1: ))يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا=((.

)2( اعراف_ 189: ))هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلاً خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحاً لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ=((

)3( روم_ 21: ))وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ=((.

)4( نو ځكه ښځه په پيدايښت كې له هماغه جوهره پنځول شوې، نارينه ترې پيدا شوى دى او دا آيتونه ددې آيت په څېر دي:

ال عمران_ 164: ))قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَلاَ تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَيْهَا وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ=((.

چې پيغمبران بشر دي او په انساني ټولنه كې الهي مبلغان، له انساني نوغې ټاكل شوي دي.

د ښځې او نر ماهيتي يو رنګتوب، يوه قرآني انده ده، چې د قرآن له آيتونو په ډاګه خرګندېږي، خو په دې هكله يو بل نظر هم شته، چې پيدايښت د نر د پيدايښت له اضافي برخې انګېري. دا نظر په ځينو احاديثو ساتناد شوې، خو دا نظريه له امام صادق )رح( نه په يوه روايت كې رد ګڼل شوې ده: ))زراره وايي: امام صادق )رح( د ))حوا(( د پيدايښت په باب وپوښتل شو، چې حينې وايي: متعال خداى، حوا له كوزې او كينې پښتۍ پنځولې. امام وويل: خداى له دې خبرو پاك دى. هغه، چې دغسې وايي، انګېري، چې خداى وس نه درلود، چې آدم ته يې جوړه بې له خپلې پښتۍ وپنځوي. دا ډول وګړي نيوكګرو ته مخه پرانځي… دوى څه كوي؟ خداى دې زموږ او د دوى تر منځ ورمندون وكړي. بيا يې وويل: چې ستر خداى آدم له خاورو پيدا كړ او پرښتو ته يې حكم وكړ، چې سجده ورته وكړي، چې نو يو ژور خوب پرې راغى، بيا يې يو نوى مخلوق ورته پنځاوه… دا نوى مخلوق په حركت راغى او آدم ددې د حركت له امله په خود راغى او راويښ شو، چې ورته يې وتكل، ويې ليدل، چې د ځان په څېر يې يو ښكلى مخلوق دى، خو دا، چې دا ښځه ده… په دې وخت كې آدم وويل: خدايه! دا ښكلى مخلوق څوك دى، چې په هكله يې مينه احساسوم؟ خداى وويل: دا مې مينزه حوا ده…((. )1( )بحار الانوار 11: 221 مخ + وسائل الشيعه 14: 2 مخ(.

ارواښاد مجلسي وايي: ))په عامو تاريخپوهانو او مفسرانو كې مشهوره ده، چې حوا د آدم له كيڼې پښتۍ پنځول شوې او دا مانا له ځينو احاديثو اخستل شوې، خو دا روايت او نور رواياتونه، دا موضوع ردوي…(( )2( )بحار الانوار 11: 222 مخ(.

بيا مجلسي له ارواښاد ابو الفتوح رازي يو تفسيري ويينه را اخلي: رازي، د خداى ددې وينا ]= )انساء( يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا=[.

په تفسير كې ويلي: ))له دې جوړې مواد، ))حوا(( ده او دا، چې ))حواء(( له آدمه پنځول شوې وي، دوه نظريې دي:

1_ دا، چې حوا د آدم له كينې پښتۍ پنځول شوې وي…

2_ دا، چې له ))خلق منها: د آدم له جنسه يې جوړه پيدا كړه(( مراد، يعنې د آدم له جنسه. دا آيت د بل ايت په څېر دى، چې وايي:

نحل_ 72: )) وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا=((.

))خداى له خپلو جنسونو جوړې درته پيدا كړې((.

او ددې آيت په څېر دى:

))لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ ، له همدا تاسې يو استازى درغى(( )3( )بحار الانوار 11/ 222 او 223 مخونه(.

مجلسي زياتوي: له يوه نفسه )نفس واحدة( د پيدايښت مطلب، له يوه پلاره پيدايښت دى… او سره له دې، چې مور هم ددې پيدايښت ))لازمي شرط دى، نو څه ټكر او منافات ورسره نلري…((.

په ))مِن(( كليمه كې يو بل احتمال هم شته او هغه دا، چې ))مِن(( تعليلي وي، يعنې: ))چوړې يې درته پيدا كړې…(( )4( )بحار الانوار 11/ 222 او 223 مخونه(.

دويمه نظريه د امام صادق )رح( له كلام سره اړخ لګوي، چې ښځه د نارينه په څېر جلا او خپلواك پيدايښت لري.

 

¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!