تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رزق يوازې اوبه او ډوډۍ نه دى الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (بقره/۳) = (متقیان)هغه دي چې پر غيبو (څه چې له حسه پټ دي) ايمان لري، نمونځ كوي او له وركړې روز‌‌‌‌ۍ مو (د الله په لار کې) لګښت كوي.  رزق په ټاكلي وخت د پرله پسې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

رزق يوازې اوبه او ډوډۍ نه دى

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (بقره/۳) = (متقیان)هغه دي چې پر غيبو (څه چې له حسه پټ دي) ايمان لري، نمونځ كوي او له وركړې روز‌‌‌‌ۍ مو (د الله په لار کې) لګښت كوي.

 رزق په ټاكلي وخت د پرله پسې وركړې پر مانا دى او كله نصيب او برخې ته هم ويل كېږي، ځينو ويلي: رزق د ځانګړي انعام او وركړې پرمانا دى، چې د لوري د اړتيا له مخې یې ژوند پرې دوام ومومي. پاموړ خو دا ده چې موږ په خپلو خبرو اترو كې د رزق پر ځاى روزي يادوو؛ يعنې هغه انعام او وركړه، چې هره ورځ وګړيو ته رسي[1].

بايد پام مو وي، چې رزق او روزي يوازې مادياتو، اوبو او ډوډۍ ته نه وايي؛ بلكې څه چې انسان خپل كمال ته اړتيا لري، رزق دى. په همدې دليل د امامانو او صحابه کرامو په دعاوو كې ځينې څيزونه رارسېدلي، چې له خدايه د روزق په نامه غوښتل شوي؛ لكه:

 پوره عقل، ګټوره پوهه، حلال او پرېمانه شتمني، اوچته وګړه، نېک اولاد، ثابت ايمان، د دنيا او آخرت ښېګڼې، سپېڅلى ژوند، شفاعت، حج،

 امام صادق (رح) علم او پوهه يو الهي رزق بولي او تردې آيت لاندې وايي: «يعنې چې څه مو ورښوولي، په خلكو كې يې خپروي»؛ نو ځكه «ښوونه» هم يو ډول انفاق دى[2].

[1] (پيام قرآن 4 / 307)

[2] ( اطيب البيان 1/ 210)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!