تبلیغات

حضرت علي(ک ) وويل : ستا تر ټولو بد انډيوالان هغوى دي،چې ښه او په غوړه ژبه درسره چلن کوي او پر نيمګړتياوو دې پردې اچوي. (غررالحکم) لنډه شرح : له واقيعتونو‏ تېښته او پر حقيقتونو پرده اچول نه کومه غوټه پرانیزي ‏او نه چا ته خدمت ګڼل کېږي؛نو هغه انډيوالان،چې کوښښ کوي ‏د رغنده […]

حضرت علي(ک ) وويل :

ستا تر ټولو بد انډيوالان هغوى دي،چې ښه او په غوړه ژبه درسره چلن کوي او پر نيمګړتياوو دې پردې اچوي. (غررالحکم)

لنډه شرح : له واقيعتونو‏ تېښته او پر حقيقتونو پرده اچول نه کومه غوټه پرانیزي ‏او نه چا ته خدمت ګڼل کېږي؛نو هغه انډيوالان،چې کوښښ کوي ‏د رغنده نيوکې پر ځاى ،حقايق پټ کړي او د انډيوال د خوشالۍ لپاره پر نيمګړتياوو یې پرده واچوي او مصنوعي باتور ترى جوړ کړي؛نو دا کار نه يوازې دا چې انډيوالي نه؛ بلکې ستر خيانت هم دى .

د څښتن (ج) له رحمته بې برخې   

حضرت علي(ک ) وويل :

د چا چې اوبه او ځمکه په واک کې وي او نشتمن ‏او اړين پاتې شي؛نو د څښتن (ج) له رحمته بې برخې دى .( بحارالانوار ١٠٣ / ٦٥)

لنډه شرح : له اسلامي حديثونو ځنې دا حقيقت په ډاګه کېږي،چې د نړۍ مسلمانان بايد له ټولو سرچینو؛ لکه مالداري، کرنه، تر ځمکې لاندې کانونو، ورهڼې – کسب، سوداګرۍ ‏او رغاو – صنعت کار واخلي،چې نشتمني ‏له منځه يوسې؛ ان که يو هېواد يوازې اوبه يا ځمکه ولري؛نو ‏خپله اقتصادي ستونزه دې پرې اواره‏ کړي.‏ حال دا چې ‏ وينو، ‏ډېری ‏مسلمانان له ډېرو ‏نعمتونو ‏برخمن دي؛خو ناغېړي ‏دي او ځان نه پر تکليفوى او که داسې يې ونکړل؛نو په دې ملت لعنت ويل شوى او د څښتن (ج) له رحمته بې برخې دي او له اسلام څخه خورا ‏لرې دي. په اسلام کې نورو ته اړتيا او لاس اوږدول غندل او رټل شوي دي.

 

ریا او ځان ښوونه

امام صادق(ع ) وويل :

خپل نيک کارونه هغو خلکو ته د ځان د ښوولو لپاره مه کوئ،چې ستاسې ژوند او مرګ یې په لاس کې نه دى؛نه ځواک ‏لري ‏او نه مو ستونزاواری کولاى شي .( بحارالانوار ٦٢ / ٣٠٠)

 لنډه شرح :

په ځان ښوونه او ريا د روږدو کسانو د ژوند ټول کارونه منځتشي – پوچ وي، د تمدن په ځاى يوازې پر يوه بې روحه ظواهرو او د ژوند په ځاى پر خيالاتو، کږنو او انګېرنو- اوهامو او د نېکمرغۍ په ځاى يوازې په نوم او د دين په ځاى يوازې په څو ظاهري تشريفاتو يې ځان قانع کړی وي؛ نو ښکاره خبره ده چې ددې خلکو برخه هم له ټولو څيزونه څخه يوازې “ظواهر” دي؛نو ځکه اسلام دا ناوړه عمل په ټينګه رټلې او وايي،چې ستا برخليک ددې خلکو په لاس کې نه دى؛نو ولې دومره ځان ښي؟

کينه

امام صادق وويل :

کينه کښ مخکې تر دې، چې بل ته تاوان ورسوي،ځان يې زيانمن کړى دى .( بحارالانوار ٧٣ / ٢٥٥)

لنډه شرح :

کينه دې ته وايي، چې انسان ونشي کړاى‏ نور خلک په نعمت کې وويني او په دې هڅه کې وي،چې څنګه کېږي هغه له دې نعمته بې برخې کړي او يا له يوې لاری نه زيان ور ورسوي.

کينه تل د روسته پاتېدو لامل دى نه پرمختګ.کينه ستره اخلاقي ناروغي ده،چې کينه کښ له اروايي پلوه پخپله د نورو په پرتله زيات سوځي او روسته پاتېږي او سپکېږي؛نو غوره به دا وي،چې انسان د دى پرځاى، چې خپل وخت او انرژي د نورو خلکو په خرابولو کې توی ‏ کړي،پخپله مټې ‏بډ وهي،ملا وتړي او پخپله يې وګټي او‏ وسټي.

 

[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!