تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رښتیني روژه تیان يوه ورځ “امام حسن” او “امام حسين “ناروغه شول،پېغمبر اكرم (ص) له يو شمېر يارانوسره پوښتنې ته ورغى،چې حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضى الله عنهما) هم ورسره ول . پېغمبر اكرم (ص) ،علي (ك) ته وويل: ((ابوالحسنه! ښه به وي، چې د حسنينو شفا ته دې نذر منلى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

رښتیني روژه تیان

يوه ورځ “امام حسن” او “امام حسين “ناروغه شول،پېغمبر اكرم (ص) له يو شمېر يارانوسره پوښتنې ته ورغى،چې حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضى الله عنهما) هم ورسره ول . پېغمبر اكرم (ص) ،علي (ك) ته وويل: ((ابوالحسنه! ښه به وي، چې د حسنينو شفا ته دې نذر منلى واى.)) حضرت علي (ك) او حضرت فاطمې په ګډه نذر ومانه، چې درې ورځې به روژه وي.حسنين لږ وخت وروسته ښه شول .دا مهال د حضرت علي (ك) په كور کې د خوړو څه نه ول . “شمعون بن حارث خبيري” ته ورغى او درې منه اوربشې يې ترې پور واخستې او فاطمې ترې پینځه ډوډۍ پخې كړې . علي (ك)،چې له جوماته راستون شو؛ دسترخوان يې وغواړوه،حضرت علي (ك) او نورو،چې لومړۍ مړۍ پورته كوله؛نو مسكين ورته ودرېد او ويې ويل : ((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) مسلمان غريب يم، څه چې خورئ،ما ته يې هم راكړئ،خداى به جنتي خواړه دركړي.

علي (ك) وويل : (( زما برخه ډوډۍ او نګولې وركړئ))

 د كور ټولو غړيو د حضرت علي په پر پله مسكين له ځانه ړومبى كړ او هغه شپه يې اوبه وڅښلې او پر سبا روژه شول.په دويمه ورځ فاطمې يو من نورې اوربشې اوړه كړې، ډوډۍ يې ترې پخه كړه. علي (ك)،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛ نو په وره كې د يتيم غږ پورته شو او ويې ويل : ((السلام عليكم يا آل محمد)) پلار مې شهيد شوى او د مهاجرينو يتيم يم، څه خواړه راكړئ . د كور غړيو دا ځل خپل خواړه پلارمړي( يتيم) ته وركړل  او بيا يې په اوبو يې روژه ماته او پر سبا روژه شول . په درېمه ورځ فاطمې بل من اوربشې هم اوړه كړې،ډوډۍ يې پخه كړه،حضرت علي،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛نو همدا مهال يو اسير (بنديوان) د وره خولې ته راغى او ويې ويل :((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) ما بندي کوئ؛خو خواړه  نه راكوئ .

كورنۍ په دې ورځ هم خپل خواړه بندي ته وركړل او پوره درې ورځې وږي پاتې شول او يوازې اوبه يې څښلې .پېغمبر اكرم،چې وليدل له لوږې لړزېږي؛نو ويې ويل: ((حالات مو راباندې سخت تېرېږي)) بيا را روان شو او فاطمې بي بي ته ولاړ، چې پر عبادت بوخته وه او له لوږې يې خېټه ننووتې او سترګې يې لوېدلې شوې وې؛نو پېغمبر اكرم (ص)  ډېر خپه شو؛پر دې وخت جبراييل راغى او ويې ويل : (( محمده! دا سورت واخله، خداى پاك درته د دغسې كورنۍ مباركي وايي بيا يې د “اهل اتى” سورت ووايه :” هل اتى على الانسان خير من الدهر”تر دې چې وايي : (( لانريد منكم جزاء ولا شكورا)) ځينو ويلي،چې له ((ان الابرار)) نه تر ((كان سعيكم مشكورا))  پورې ټول اتلس آيتونه پر همدې اړه نازل شوي دي .

وګورئ:

(١)کشاف : ٤\٦٧٠.

(٢)تفسير الخازن :٧\١٥٩.

(٣)سبط ابن جوزي؛تذکرة الخواص : ٢٨١-٢٨٣ مخونه.

(٤)القرطبي؛جامع لاحکام:١٩-١٣١ تر١٣٤ مخونه.د بيروت چاپ. (٥)تفسير روح المعاني :٢٩\١٥٧.

(٦)د علامه نيشابوري تفسير: ٢٩\١١٢.

(٧)تفسير الدرالمنثور :٦\٢٢٩.

(٨)تفسير فتح القدير : ٥\٣٣٨.

(٩) بحرالمحيط : ٨\٣٩٥.

(١٠)تفسير خازن : ٧\١٥٩.

(١١)مناقب مرتضوي : ٦٤ مخ.

(١٢)تفسير انوار التنزيل و اسرارالتاويل : ٢\٥٢٦.

(١٣)فخر رازي؛تفسير کبير:١٥\٢٤٤_٣٠ جز.

(١٤)الجواهر في تفسير القرآن الکريم : ١٢\٣٢٤-٣٠ جز.

(١٥)خواجه عبدالله انصاري؛تفسير کشف الاسرار: ٢\له ٣١٩ څخه تر ٣٢١ مخونو پورې.

(١٦)سنن ابن ماجه .

(١٧) مستدرك نيشابوري .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!