تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ زړه؛ د انسان د شتون حقيقت فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (بقره/۱۰) = په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده؛ نو الله يې ناروغي ورزياته كړه او كوم دروغ يې چې ويل (په سزا كې یې) ورته دردناک عذاب دى .  په قرآن […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

زړه؛ د انسان د شتون حقيقت

فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (بقره/۱۰) = په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده؛ نو الله يې ناروغي ورزياته كړه او كوم دروغ يې چې ويل (په سزا كې یې) ورته دردناک عذاب دى .

 په قرآن كې له زړه نه مراد، د انسان د شتون حقيقت؛ يعنې ساه او روح دى[1]. له قرآني آيتونو پوهېدل كېږي، چې د انسان زړه او روح د بدن په څېر د «روغتيا»، « ناروغۍ» او «مړينې» درې ګوني حالات لري. قرآن د شعراء سورت په 88 -89 آيتونو كې د زړه د روغتيا په اړه وايي:

يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ  (شعراء/۸۸، ۸۹) =  ((پر هغه ورځ، چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى؛خو هغه چې (له شرك، كفر او نفاقه) په پاك زړه الله  ته ورشي .))

او د بقرې سورت په لسم آيت كې د زړه د رنځ په باب وايي:

فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ (بقره/۱۰) =  « په زړونو كې يې يو ډول ناروغي ده»

 او د زړه د مړينې په هكله د انعام سورت په 36 آيت كې وايي:

إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ وَالْمَوْتَى يَبْعَثُهُمُ اللّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ (انعام/۳۶) = يوازې هغوى (دې بلنه) مني، چې اوري؛ خو مړي (او هغوى چې انساني روح يې له لاسه وركړى، ايمان نه راوړي) الله (په قيامت كې) راپاڅوي، بيا یې پر لوري ورستنول کېږي .

 د زړه ناروغي، د زړه شكمنېدل دي، داسې چې په زړه كې پر الله  د ايمان رڼا او نښې يې له منځه وړي، چې څومره دا شكمني ډېرېږي، د زړه ناروغي هم ډېرېږي. د بقرې سورت د لسم آيت له مخې « الله  يې ناروغي ورزياتوي» تردې چې دا رڼا مړه او د انسان زړه مړ كېږي او درملنه يې پر الله  ايمان او درشل ته يې حقيقي توبه ده[2].

[1] (الميزان تفسیر 2/ 228)

[2] ( الميزان تفسیر 5 / 387)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!