تبلیغات

ستا صفت په ګلونو کې خندان دې ستا صفت په بلبلو کې ګریان دې ستا صفت روح د میو په وجدان دې ستا صفت ما به ځوان کاندي چې ځوان دې ستا صفت شهسوار د تخیل شو زما ستړی ناتمامه بیابان دی ستا صفت د هجران سختۍ په ما کاندې اسانې ځکه ګرانه په ما […]

ستا صفت

په ګلونو کې خندان دې ستا صفت

په بلبلو کې ګریان دې ستا صفت

روح د میو په وجدان دې ستا صفت

ما به ځوان کاندي چې ځوان دې ستا صفت

شهسوار د تخیل شو زما ستړی

ناتمامه بیابان دی ستا صفت

د هجران سختۍ په ما کاندې اسانې

ځکه ګرانه په ما ګران دی ستا صفت

لکه نمر چې وي په تخر کې د بڅري  

داسې ما څخه سبحان دی ستا صفت

جوړ سپرلی د مخ مې ستا په زړه ورېږي

چې له سترګو مې باران دې ستا صفت

هر وېښته مې ستا ثنا لره زبان کړه

خو تر اوسه مې ارمان دې ستا صفت

زما سرو اوښکو ته اوګوره ګلرخه

په زبان مې د مژګان دې ستا صفت

آینې ته مې نظر دې حېرانېږم

څه صفا پکې عیان دی ستا صفت

تا قرآن د چا په وصف دې ویلی

که هر څو کړی قرآن دی ستا صفت

جمعیت که د حمزه د خاطر اوکړې

نه ده ښه چې پرېشان دی ستا صفت

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!