تبلیغات

سلام او تشهد    تشهد ((اشهد ان لا اله الالله وحده لاشريک له و اشهدان محمد عبده و رسوله الهم صلى على محمد وآل محمد)) تشهد د لمانځه له واجباتو ځنی دى، چې په دويم رکعت او د لمانځه په پاى کې ويل کېږي.په تشهد کې د خداى پر يووالي او دهغه د رسول حضرت […]

سلام او تشهد

   تشهد

((اشهد ان لا اله الالله وحده لاشريک له و اشهدان محمد عبده و رسوله الهم صلى على محمد وآل محمد))

تشهد د لمانځه له واجباتو ځنی دى، چې په دويم رکعت او د لمانځه په پاى کې ويل کېږي.په تشهد کې د خداى پر يووالي او دهغه د رسول حضرت محمد (ص) پر رسالت لېینه – ګواهي او شاهدي ورکوو. که څه هم په اذان او اقامت کې څو څوځلي موږ پر دې چارلېینه ‏ورکړې ؛خوهغه لېینه ‏ اوشاهدت لمانځه ته د راننوتلو پر وخت وه او دا لېینه ‏او شاهدي له لمانځه د وتلو پر حالت ده .دا تکرار د يوحکمت له مخې دى؛ځکه‏ انسان ډېر ژر هر څه هېروي او دا غونډلې – جملې د يو پړي په شان دي،چې د انسان بېړۍ له طوفانونو خوندي ساتي .

 


د توحيد شعار

((لا اله الا الله))

دا د ټولوانبياوو لومړى شعار و . ((لا اله الاالله)) هغه لېینه ده،چې ټول د پوهې ‏خاوندان له پرېښتوسره غبرګ پرې منښته ‏لري .

شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُولُوا الْعِلْمِ قَائِماً بِالْقِسْطِ لاَ إِله إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ( ال عمران \ ١٨) . = [خداى ( د كايناتو د يو نظام پر پيدايښت ) شاهدي وركوي، چې له هغه پرته بل معبودنشته او پرېښتې او د پوهې خاوندان هم ( هريو په يو ډول پردې مطلب شاهدان دي ! حال دا چې خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولې دي، له هغه پرته بل معبود نشته چې ناماتى ځواکمن حكيم دى.]

((لا اله الله)) هغه غونډله – جمله ده، چې مسلمان يې د زېږېدنې پر وخت په خپل غوږکې اوري او د مړينې پر مهال هم ورته ويل کېږي .

((لا اله الا الله)) د خداى پر وړاندې تر ټولو غوره او محبوبه ویی ‏ده او د انسان په تله کې ترټولو درنده کړنه ‏ده.

((لا اله لاالله)) دا يو مضبوطه الهي کلا ده که څوک ورننوځي، له عذابه به خوندي وي .

((لا اله الا الله)) د اسلام او کفر ترمنځ پوله ده هر کافر،چې دا ویې ‏ووايي د اسلام تر خونديتوب او امان لاندې به راشي . په يو جنګ کې د دښمن يو سرتيري دا کلمه وويله ؛خو مسلمان سرتيري هغه وواژه پېغمبراکرم (ص) پرې نيوکه وکړه اوويې وويل : که هر چا دا کلمه وويله ؛نوپه امان کې به وي ،که څه هم موږ پرې پوه نشو چې رښتيا وايي او که نه .

له پل صراطه د تېرېدو پرمهال به مسلمانان (( لا اله الا الله)) وايي. تاريخ ليکي : ابوجهل پېغمبر اکرم (ص) ته وويل : آيا موږ ( ١٦٠ ) بوتا ن پرېږدو او يوخداى ومنو؟ موږ چمتو يو چې لس ویې ووايو؛خودا غونډله نه وايو . پېغمبر اکرم (ص) ورته وويل : همدا جمله تاسې ته عزت او ځواک ‏درکوي او تاسې پر ټولو امتونو غوره کوي.( فرازهای از تاریخ اسلام،۱۱۱ مخ)

   امام حسين دعرفې په دعا کې او د امام زين العابدين د شام په خطبه کې دا حقيقت په ښه توګه تر سترګو کېږي،چې د خداى اولياوو به دا شهادت وايه او ان په دې شهادت به يې ځمکه او زمان شاهدان نيول.

په تشهد کې يواځې د((لا اله الا الله)) پرغونډلې بسیا نه کوو؛بلکې وايو:(( وحده لا شريک له))؛يعنې دا چې له هغه سره هېڅوک شريک نشته.له هغه سره په پيدايښت کې، په اراده کې او په قانون جوړونه کې هېڅوک شريک نشته.

وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَداً وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَهُ وَلِيٌّ مِنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرَاً( اسراء \ ١١١). =[ او ووايه: ((ستاېنه هغه خداى ته ده، چې نه يې څوك اولاد نيولى او نه ورسره څوك په واکمنۍ كې شريك شته او نه بېوسه دى، چې څوك يې ملا تړ وي)) او پوره ستر يې وګڼه.]

د خداى د اولياوو لپاره د خداى بندګي تر ټولو لوى وياړ دى.[بحار ٧٧\٤٠٢] .

انسان بايد له ټولوبنديزونو او زړه تړنو آزاد اوسي او دا دخداى له بندګۍ سره اړخ لګوي او ورسره په يوکچه کې شمېرل کېږي او دا حالت انسان ته دومره ځواک ‏ورکوي،چې له هېڅ ځواکه به ونه وېرېږي .د فرعون ښځه د خداى بنده وه او د فرعون زر او زور پرې هېڅ اغېز و نه کړه.حال دا چې فرعون ټول خلک د ځان مريان کړي ول؛يواځې هغه د خداى بنده وه او تر دې حده ورسېده ،چې په تاريخ کې مومنوسړیو او ښځو ته بېلګه شوه.

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتاً فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (تحريم \ ١١) = او خداى مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي،چې كله يې وويل: (( پالونكيه! ما ته له خپل اړخه په جنت كې كور جوړ كړه او ما د فرعون او له كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې خلاصه کړه!))

په هرحال د پېغمبر اکرم (ص) پرعبوديت شهادت، د هغه پر رسالت تر شهادته مخکې راغلي دي .

 

اشهد ان محمدا عبده و رسوله

   د پېغمبر اکرم (ص) پر رسالت شهادت د ټولوبشري ښوونځيو نفې ده او دا مانا ‏ورکوي،چې زموږ پېغمبر د انبياوو وروستى پېغمبر دى او رسالت يې تلپاتې او نړېوال دى اوهمداراز د ټولو طاغوتان د نفي پر مانا ‏هم دى. د حضرت محمد (ص) پر رسالت شهادت هغه تړون دى،چې خداى له خپلو ټولو پېغمبرانو اخيستى دى،چى که ټولوپېغمبرانو د محمد(ص) رسالت نه واى منلى؛نو دا پېغمبران به ‏کله هم نبوت ته نه وو رسيدلي؛نو يواځې زه نه يم ،چې وايم ((اشهدان محمدا عبده و رسوله))؛بلکې ټولو انبيا پرې منښته ‏ لري .

 

نږه توحيد

نن ډېرې خداى لمانځي ‏پر ژبه ((لا اله الا الله)) وايي ؛خو په عمل کې له نورو عزت او ځواک ‏غواړي. د هغه عبادت نه کوي له بل چا اطاعت کوي او له بل چاسر مينه کوى. په رښتيا چې شرک پرځان ستر تيرى دى او د خداى د ذات بې ادبي ده .

وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَابُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ( لقمان \ ١٣) = او هغه وخت (دريادكړه) چې لقمان خپل زوى ته نصيحت كاوه (او) ورته يي وويل:(( يه زما زويکه ! له خداى سره سيال مه نيسه [ځكه] چې شرك سترظلم دى.))

 

پر رسالت شهادت

واشهدان محمداً عبده و رسوله

شاهدي ورکوم چې محمد يې بنده او رسول دى .

بندګي انبياوو ته لوړ مقام دى او دا د رسالت او نبوت مقام ته سرېز ده:( عبد ه و رسوله ) .

عبوديت دې چې پېغمبر اکرم (ص) يې معراج ته ورسو. [سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ = اسراء \ ٢] اواسماني وحې يې پرې نازله کړه [ نَزَّلْنَا عَلَى‏ عَبْدِنَا = بقره \ ٢٣] .

پېغمبرانو به د خداى بندګي کوله او د دې بندګۍ، خداى هم ستاينه کوي. د حضرت نوح په هکله خداى وايي :

ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْداً شَكُوراً ( اسراء\٣) = [اى د هغوى ځوځاته، چې له نوح سره (په بېړۍ كې) مو سپاره كړي وو! په رښتيا، چې هغه ډېر شكر كوونكى بنده و (تاسې هم د هغه غوندې شئ، چې وژغورل شئ .]

او د حضرت داود په هکله وايي :

وَوَهَبْنَا لِدَاوُدَ سُلَيْمَانَ نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ ( ص\٣٠) = [او موږ داوود ته سليمان وباښه؛ څه ښه بنده و! (ځكه) چې هغه توبه ګار و.]

د مخترعينو،نابغوو او انبياوؤ ترمنځ توپير دا دى،چې هغوى خپل نبوغ او نوون د خپلې تيز هوشۍ،زيار او تمرين له لارې لاس ته راوړي ؛خو انبياوو خپلې معجزې د خداى د بندګۍ او دهغه د پېرزوینې ترسيورې لاندې لاس ته راوړي او بندګي د انبياوو د ټولو مقامانو سټه اوسرچينه ده. د پېغمبرانو پرعبوديت منښته ‏موږ د خداى د اولياوو د مقام په اړه ‏له هر راز توند لارۍ او افراط ژغوري ،چې پوه شو پېغمبرچې په خلکو کې ترټولو غوره دى،هغه هم د خداى بنده دى . پاتې دې نشي،چې دا شهادت بايد په رښتيا وي که نه منافقينو به هم د پېغمبر پر وړاندې د هغه پر رسالت شهادت ورکاو او قرآن په دې هکله وايي :

إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ ( منافقيون /١ ) = چې كله منافقان درته را شي (؛نو) وايي: (( موږ شاهدي ورکوو، چې ته په رښتيا د خداى استازى يې.)) او خداى پوهېږي چې ته يې استازى يې؛ خو خداى شاهدي وركوي چې منافقين بېخي دروغجن دي   (او پر خپلو خبرو ايمان نلري).

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست