تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱﴾ څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، الله ته تسبيح وايي [او] هغه ناماتى حکيم دى . (۱) هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱﴾ څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، الله ته تسبيح وايي [او] هغه ناماتى حکيم دى . (۱)
هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ ﴿۲﴾ (الله) هغه (ذات) دى، چې د كتابيانو كافر خلک يې (له مسلمانانو سره) په لومړۍ راټولونه (او جګړې ته په ډله ييز حركت كې) له خپلو کورونو (مدينې) وايستل، تاسې نه انګېرله، چې دوى به ووځي او دوى (هم) ګڼله، چې ټينګې كلا ګانې به يې له الهي عذابه وژغوري؛ نو د الله [عذاب] له داسې لوري ورغى، چې خيال يې هم نه و او (الله) یې په زړونو كې وېره واچوله (داسې چې) خپل كورونه يې پخپلو لاسونو او د مؤمنانو په لاسونو ورانول؛ نو د ((ليد)) خاوندانو عبرت واخلئ (۲)
وَلَوْلَا أَن كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ الْجَلَاء لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ ﴿۳﴾ او كه الله له هېواده د دوی شړنه پر برخه کړې نه واى(؛ نو) هرومرو يې په همدې دنيا كې پر نورو عذابونو اخته کول او البته په آخرت كې ورته د اور عذاب چمتو دى! (۳)
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَن يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۴﴾ دا ځكه دوى له الله او استازي سره یې دښمني وكړه او څوك چې له الله سره دښمني وكړي؛ نو (پوه دې شي، چې) الله سخت عذابى دى! (۴)
مَا قَطَعْتُم مِّن لِّينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَى أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ ﴿۵﴾ تاسې چې د كجورو کومې ونې ووهلې يا څه مو پر خپل حال پرېښوولې؛ نو (دا ټول) د الله په حكم ول او دا چې پوله ماتي خوار او رسوا كړي . (۵)
وَمَا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۶﴾ الله چې د دوی (یهودو) کوم څه (ځمکې او شتمنۍ) پر خپل استازي ولورول (فیئ) تاسې دهغه (ترلاسه کولو) لپاره نه کوم آس ځغلولی او نه کوم اوښ (څه زيار مو نه دى ايستى)؛ خو الله چې پر چا وغواړي، خپل استازي برلاسوي؛ او الله پر هر څه قادر دى . (۶)
مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۷﴾ ددغو كليو د اوسېدونكيو کوم څه چې الله پر خپل استازي لورولي؛ نو دا یوازې د الله، استازي (د رسول الله) خپلوانو، پلارمړیو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي، چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې د (الله) استازي درکړي، وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛ نو ډډه ترې وكړئ او د الله له (مخالفته) ځان وساتئ، چې الله سخت عذابى دى . (۷)
لِلْفُقَرَاء الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ﴿۸﴾ (په دې مالونو کې) هغه بېوسي مهاجرين هم برخمن دي، چې له خپلو كورونو او مالونو شړل شوي او د الله فضل او خوښي لټوي او د الله او استازي یې ملاتړي دي، همدا دوى رښتوني دي . (۸)
وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۹﴾ او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) ورمهاجر شوي یې ښه ایسي او څه چې دوى (مهاجرينو) ته (له فیئ) وركړ شوي، پخپلو زړونو كې ورته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (دوی) تر خپلو ځانونو (غوره او) لومړي ګڼي، كه دوى پخپله ډېر اړمن هم وي او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ خوندي پاتې شو؛ نو همدغسې کسان ‏بريالي دي . (۹)
وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۰﴾ او (همداراز) څوک چې تر دوى [= مهاجرينو او انصارو] روسته راغلي (او) وايي: ((پالونكيه! موږ او زموږ هغه روڼه وبښه، چې تر موږ مخكې يې ايمان راوړى او زموږ په زړونو كې مؤمنانو ته (هېڅ ډول) كينه مه اچوه. پالونكيه! ته خواخوږى لورين يې. ))
(۱۰)
أَلَمْ تَر إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۱﴾ ايا منافقان دې لیدلي نه دي، چې خپلو كافرو كتابيانو روڼو ته وايي: ((كه (له هېواده) وشړل شوئ (؛ نو) موږ به هم هرومرو درسره وځوو او ستاسې په باب به هېڅكله د هېچا خبره ونه منو او كه جګړه درسره وشوه؛ نو هرومرو به ستاسې ‏مرسته كوو!)) او الله شاهدي وركوي، چې دوى بېخي دروغجن دي . (۱۱)
لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِن قُوتِلُوا لَا يَنصُرُونَهُمْ وَلَئِن نَّصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ ﴿۱۲﴾ كه [يهود] وايستل شي،  دوی (منافقین) ورسره نه وځي او كه جګړه ورسره وشي، دوی (منافقين) به يې مرسته و نه كړي او كه مرسته يې هم وكړي، هرومرو (د جګړى له ډګره) شا اړوي او تښتي، بيا یې څوك مرسته نه كوي . (۱۲)
لَأَنتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِم مِّنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ ﴿۱۳﴾ البته دوی تر الله، له تاسې ډېر ډارېږي؛ ځكه دوى ژور نه پوهېږي. . (۱۳)
لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاء جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ ﴿۱۴﴾ (يهودان) هېڅكله په ګډه درسره نه جنګېږي؛ خو د ټينګو كلاګانو يا دېوالو ترشا (به جنګېږي)، په خپلو کې يې جګړه سخته ده (؛ خو ستاسې په مقابل كې کمزوري دي. ) ته دوی يو موټى ګڼې او (حال دا) د زړونو (لارې) يې جلا جلا دي؛ دا ځكه چې دوى بې عقله قوم دى. (۱۴)
كَمَثَلِ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَرِيبًا ذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۵﴾ (د بني نضیر د یهودو مثال) د هغو کسانو مثال دی، چې تر دوی لږ وړاندې ول (او د منافقانو په ژمنو وغولېدل) او د خپل کار تراخه یې وڅکل، او دوی ته دردونکی عذاب ‏دی (۱۵)
كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ لکه ‏شيطان چې انسان ته وويل: ((كافر شه (چې ستونزې دې لرې كړم). )) خو چې كافر شو، (شيطان) وويل: ((په رښتینه كې زه ستا په باب څه ژمنه نه لرم؛ زه د نړۍ له پالونکي الله وېرېږم. )) (۱۶)
فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَا أَنَّهُمَا فِي النَّارِ خَالِدَيْنِ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاء الظَّالِمِينَ ﴿۱۷﴾ نو د دواړو ‏پايله دا شوه، چې دواړه به همېشني اورمېشتي وي او دا د ظالمانو سزا ده!  (۱۷)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸﴾ مؤمنانو! د الله له (مخالفته) ډډه وكړئ او هر څوك دې وګوري، چې (خپل) سبا (قيامت) ته يې څه مخكې ورلېږلي او [خپل ځانونه] د الله له [عذابه] وساتئ، په حقيقت كې څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.  (۱۸)
وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۱۹﴾ او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ، چې الله يې هېر كړى؛ نو الله (هم) دوی پر ځان هېرونې اخته کړل، همدا دوى پوله ماتي دي.  (۱۹)
لَا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۲۰﴾ دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، جنتيان خو بريالي دي . (۲۰)
لَوْ أَنزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱﴾ كه موږ دا قرآن پر كوم غره نازل كړى واى، بېشکه هغه به دې د الله له وېرې سرځوړی درګری درګری لیدلی وای‏! او دا بېلگې خلكو ته وايو، ښايي (پر خپل حالت) غور او اندنه وكړي. (۲۱)
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ﴿۲۲﴾ الله هغه ذات دى، چې بې له ده معبود نشته، پر پټو او ښكاره وو پوهېدونی دى، هغه لوراند (او) لورين دى.  (۲۲)
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۲۳﴾ الله هغه ذات دى، چې بې له ده معبود نشته، آریز واكمن او مالك دى، له هرې نيمګړتيا پوره پاك دى، پر چا تېرى نه كوي، امان وركوونكى دى؛ پر ټولو څيزونو څارن دى، داسې بريمن ځواك دى، چې پخپل ځواک هره چاره سموي، د پرتم خاوند دى (او) الله له هر هغه څه پاك دى، چې دوی يې ورسره شريكوي!   (۲۳)
هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۴﴾  هغه پنځوونکی الله؛ (بې مخینې) پنځګر، (بېسارى) انځورګر؛ غوره نامې (او ځانګړنې) يوازې د ده دي، په اسمانونو او ځمكه كې چې هر څه دي، تسبيح یې وايي؛ او هغه ناماتى حكيم دى . (۲۴)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!