تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ ﴿۱﴾ نون،سوګند پر قلم او څه چې ليكي ! (۱)   مَا أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ ﴿۲﴾ [چې] ته د خپل پالونكي په پېرزوېنه لېونى نه يې، (۲)   وَإِنَّ لَكَ لَأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍ ﴿۳﴾ او بېشكه تا ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

 

ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ ﴿۱﴾ نون،سوګند پر قلم او څه چې ليكي ! (۱)

 

مَا أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ ﴿۲﴾ [چې] ته د خپل پالونكي په پېرزوېنه لېونى نه يې، (۲)

 

وَإِنَّ لَكَ لَأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍ ﴿۳﴾ او بېشكه تا ته بې پايه بدله ده، (۳)

 

وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ ﴿۴﴾ او په رښتيا،چې ته ستر خويونه لرې . (۴)

 

فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ ﴿۵﴾ نو ژر به ووينې او دوى به هم ويني ، (۵)

 

بِأَييِّكُمُ الْمَفْتُونُ ﴿۶﴾ [چې] په تاسې كې كوم يوه کې لېونتوب دى ! (۶)

 

إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۷﴾ په رښتيا،چې ستاسې پالونكى پخپله پوهېږي،چې څوك له لارې اوښتی او سملاري (هم) ښه پېژني . (۷)

 

فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۸﴾ (اوس چې داسې ده) ؛نو د دروغجنو [خبره] مه منه. (۸)

 

وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ ﴿۹﴾ د دوی ښه ايسي، چې جوړجاړى او نرمي ورسره وکړې، چې دوى هم نرمي او جوړجاړى درسره وکړي (؛  داسې جوړجاړى، چې د حق له بهيره څه كږلېچ پكې وي). (۹)

 

وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِينٍ ﴿۱۰﴾ او د هر قسم خور سپک (سړي) مه منه؛ (۱۰)

 

هَمَّازٍ مَّشَّاء بِنَمِيمٍ ﴿۱۱﴾ هغه چې ډېر عيبونه لټوي او هر [چېرې] په چوغلۍ پسې ځي؛ (۱۱)

 

مَنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ ﴿۱۲﴾ او د خير ښېګڼې د چارو ډېر منع كوونكى،تېرى ګر [او] ګناهګار دى؛ (۱۲)

 

عُتُلٍّ بَعْدَ ذَلِكَ زَنِيمٍ ﴿۱۳﴾ ډېرخوره، سخت زړى او بد خويه دى او پردې ټولو سربېره مټینګی (ارمونى، بې ټبره او بدنامى) دى. (۱۳)

 

أَن كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ ﴿۱۴﴾ چې هسې نه،د ډېرې شتمنۍ او اولادونو له لامله يې (خبره ومنې )! (۱۴)

 

إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۵﴾ چې زموږ آيتونه ورلوستل كېږي؛نو وايي : (( (دا) د پخوانيو خلكو قيصې دي .)) (۱۵)

 

سَنَسِمُهُ عَلَى الْخُرْطُومِ ﴿۱۶﴾ ژر به يې پر پوزه نوغى (او داغ) كېږدو [او رسوا به يې كړو]!    (۱۶)

 

إِنَّا بَلَوْنَاهُمْ كَمَا بَلَوْنَا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ إِذْ أَقْسَمُوا لَيَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِينَ ﴿۱۷﴾ په حقيقت كې موږ دوى (دروغجن) وازمېيل؛  لكه چې بڼوال مو ازمېيلي وو؛  هغه وخت چې دوی قسم وخوړ، ګهېځ څرک به (د مسکينانو په ناخبرۍ كې) د باغ (مېوې) واڼوي، (۱۷)

 

وَلَا يَسْتَثْنُونَ ﴿۱۸﴾ او هېڅ به ترې نه پرېږدي[ چې مسکينانو ته يې ورکړي]؛ (۱۸)

 

فَطَافَ عَلَيْهَا طَائِفٌ مِّن رَّبِّكَ وَهُمْ نَائِمُونَ ﴿۱۹﴾ دوى وېده ول،چې د پالونكي له لوري دې پر بڼ ګرچاپېره (د افت) بړبوكۍ راتاوه شوه . (۱۹)

 

فَأَصْبَحَتْ كَالصَّرِيمِ ﴿۲۰﴾ نو داسې شو؛ لكه رېبلى كښت . (۲۰)

 

فَتَنَادَوا مُصْبِحِينَ ﴿۲۱﴾ نو(بڼوالو) ګهيځ څرک يو بل ته غږ كړ، (۲۱)

 

أَنِ اغْدُوا عَلَى حَرْثِكُمْ إِن كُنتُمْ صَارِمِينَ ﴿۲۲﴾ چې كه مېوې واڼيئ ( ؛نو ) سهار وختي خپلو كښتونو ته ولاړ شئ . (۲۲)

 

فَانطَلَقُوا وَهُمْ يَتَخَافَتُونَ ﴿۲۳﴾ نو په بيړه ولاړل او پخپلو كې يې يو بل ته رو  رو ويل : (۲۳)

 

أَن لَّا يَدْخُلَنَّهَا الْيَوْمَ عَلَيْكُم مِّسْكِينٌ ﴿۲۴﴾ (([ټينګ څار لرئ، چې] نن بيخي يو بېوزلى هم را نه ننوځي.)) (۲۴)

 

وَغَدَوْا عَلَى حَرْدٍ قَادِرِينَ ﴿۲۵﴾ او سهار وخته پر[خپل] ټينګ هوډ ولاړل [چې بېوزلي به بڼ ته نه پرېږدي]. (۲۵)

 

فَلَمَّا رَأَوْهَا قَالُوا إِنَّا لَضَالُّونَ ﴿۲۶﴾ نو چې بڼ يې وليد، ويې ويل : ((په رښتيا (؛لکه چې) موږ (د خپل باغ) لار وركه كړې ده! (۲۶)

 

بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ ﴿۲۷﴾ (هو! هر څه مو له لاسه تللي دي)؛ بلكې موږ بې برخې شوي يو!)) (۲۷)

 

قَالَ أَوْسَطُهُمْ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُونَ ﴿۲۸﴾ په دوی كې تر ټولوعقلمن وويل: ((ايا ما درته ویلي نه وو، چې ولې الله په پاكۍ نه ستايئ؟!)) (۲۸)

 

قَالُوا سُبْحَانَ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۲۹﴾ دوى وويل: ((زموږ پالونكى پاك دى، په رښتینه كې موږ ظالمان وو!))(۲۹)

 

فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَلَاوَمُونَ ﴿۳۰﴾ نو يو پر بل يې پړه اچوله، (۳۰)

 

قَالُوا يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا طَاغِينَ ﴿۳۱﴾ (او چغې يې پورته شوې) و يې ويل : ((پر موږ افسوس،چې سرغړوونكي وو! (۳۱)

 

عَسَى رَبُّنَا أَن يُبْدِلَنَا خَيْرًا مِّنْهَا إِنَّا إِلَى رَبِّنَا رَاغِبُونَ ﴿۳۲﴾ هيلمن يو، زموږ پالونكى به په بدل کې تردې غوره راكړي! [؛  ځكه] چې موږ خپل پالونکي ته ورمخه کړې (او له خپلو بدو کړنو مو لاس اخستی دی) ))(۳۲)

 

كَذَلِكَ الْعَذَابُ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۳۳﴾ (په دنيا كې د الله) عذاب دغسې دى او كه پوهېداى (؛ نو) د آخرت عذاب خو هرومرو تردې هم ډېر ستر دى . (۳۳)

 

إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۳۴﴾ په حقيقت كې متقیانو ته د دوی له پالونكي سره د جنت له نعمتونو ډك باغونه دي . (۳۴)

 

أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ ﴿۳۵﴾ نو ايا مسلمانان د ګناهګارانو په څېر شمېرو ؟! (۳۵)

 

مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ ﴿۳۶﴾ پر تاسې څه شوي ؟! څرنګه پرېكړه كوئ؟! (۳۶)

 

أَمْ لَكُمْ كِتَابٌ فِيهِ تَدْرُسُونَ ﴿۳۷﴾ ايا كوم كتاب درسره شته،چې (دا حکم) پكې لولئ، (۳۷)

 

إِنَّ لَكُمْ فِيهِ لَمَا تَخَيَّرُونَ ﴿۳۸﴾ او څه چې غواړئ (د حکم په بڼه) به يې پکې درکښلى وي ؟! (۳۸)

 

أَمْ لَكُمْ أَيْمَانٌ عَلَيْنَا بَالِغَةٌ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ إِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُونَ ﴿۳۹﴾ يا داچې تتاسې د قيامت تر ورځې قسمونه (او ژمنې) راڅخه اخستي، چې په خپله خوښه به پرېكړې كوئ؟!(۳۹)

 

سَلْهُم أَيُّهُم بِذَلِكَ زَعِيمٌ ﴿۴۰﴾ له دوی وپوښته: كوم يو پر دې (قسم او ژمنې) ضامن دى؟!  (۴۰)

 

أَمْ لَهُمْ شُرَكَاء فَلْيَأْتُوا بِشُرَكَائِهِمْ إِن كَانُوا صَادِقِينَ ﴿۴۱﴾ يا دوى (معبود ډوله) شريكان لري؟! كه رښتيني وي؛ نو خپل شريكان دې راوړي .(۴۱)

 

يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿۴۲﴾ (درياد كړه) پر هغه ورځ، چې پنډۍ (له هيبته) بربنډه (او كار ستونزمن) شي او دوی سجدې ته راوبلل شي؛ خو (د سجدې كولو) وس به يې نه وي . (۴۲)

 

خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ ﴿۴۳﴾ حال دا د دوی سترګې به (له شرمه) ښكته او خړې وي، (او) دوی به خوارۍ او ذلت رانغاړلي ‎وي او په يقين، تر دې مخكې چې دوی روغ رمټ وو، تل سجدې ته بلل كېدل (؛  خو سجده يې نه كوله او نن يې بېخي له وسې پوره نه ده).(۴۳)

 

فَذَرْنِي وَمَن يُكَذِّبُ بِهَذَا الْحَدِيثِ سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۴۴﴾ نو اوس ما او هغه سره پرېږده، چې دا خبر (= قرآن) دروغ ګڼي، موږ یې له داسې ځايه رو رو د عذاب خوا ته راكاږو، چې خبر به ترې هم نه وي . (۴۴)

 

وَأُمْلِي لَهُمْ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ ﴿۴۵﴾ او مهلت وركوم [؛ځكه] چې زما تدبير ډېر پوخ دى . (۴۵)

 

أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُونَ ﴿۴۶﴾ يا له دوی څه لاسباړه غواړې، چې وركړه يې ورته درنه ده (۴۶)

 

أَمْ عِندَهُمُ الْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ ﴿۴۷﴾ يا پټې (خوالې) ورسره دي او ليكي يې (او يو بل ته يې وركوي)؟! (۴۷)

 

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُن كَصَاحِبِ الْحُوتِ إِذْ نَادَى وَهُوَ مَكْظُومٌ ﴿۴۸﴾ نو (اوس چې داسې ده) د خپل پالونكي حکم ته دې صبر وكړه او د كب والا [= يونس] په څېر مه كېږه، چې له ډېره غمه يې الله وباله . (۴۸)

 

لَوْلَا أَن تَدَارَكَهُ نِعْمَةٌ مِّن رَّبِّهِ لَنُبِذَ بِالْعَرَاء وَهُوَ مَذْمُومٌ ﴿۴۹﴾ كه د خپل پالونكي پېرزوېنې یې لاسنیوی نه وای کړی، پر سپېره ډاګ غورځول شوى و او د پړې وړ و؛ (۴۹)

 

فَاجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَجَعَلَهُ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۵۰﴾ خو خپل پالونكي غوره او له صالحانو يې کړ. (۵۰)

 

وَإِن يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ ﴿۵۱﴾ او (پېغمبره!) دا کافران، چې ستا په غږ قرآن اوري (د مانا، غږ او لحن د ډېر اغېز له لامله) لرې نه ده، چې په سترګو دې ووهي؛ او (د الهى کلام تر اورېدو روسته د کينې له مخې) وايي: ((دا رښتيا لېونى دى.))

(۵۱)

 

وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ ﴿۵۲﴾ خو دا(قرآن) نړيوالو ته د راویښېدو کونجي او يو پند دى . (۵۲)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!