تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يس ﴿۱﴾ يا،سين . (۱) وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ او پر قرآن حكيم قسم . (۲) إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۳﴾ چې ته په رښتيا (د الله) له استازيو ځنې يې؛ (۳) عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۴﴾ پر سیده لار يې . (۴) تَنزِيلَ الْعَزِيزِ […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
يس ﴿۱﴾ يا،سين . (۱)
وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ ﴿۲﴾ او پر قرآن حكيم قسم . (۲)
إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۳﴾ چې ته په رښتيا (د الله) له استازيو ځنې يې؛ (۳)
عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۴﴾ پر سیده لار يې . (۴)
تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ ﴿۵﴾ او (دا قرآن) د بريمن لورين الله له لوري نازل شوى دى. (۵)
لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ ﴿۶﴾ چې هغه قوم ووېروې، چې پلرونه يې وېرول شوي نه وو؛ نو (ځکه) دوى ناخبره دي. (۶)
لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۷﴾ هو! (دا چې حق يې و نه مانه؛ نو) پر ډېرو يې (د الله) د عذاب ژمنه جوته شوې؛ نو ځكه ايمان نه راوړي. (۷)
إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلًا فَهِيَ إِلَى الأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ ﴿۸﴾ په حقيقت كې موږ د دوی په غاړو كې تر زنو غړوندي وراچولي، چې سرونه يې نېغ پاتې دي (او ښكته كولاى يې نشي.) (۸)
وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ ﴿۹﴾ او د دوی مخې ته مو هم دېوال جوړ کړی او تر شا یې هم دېوال او (سترګې يې) مو ورپوښلي؛ نو ځكه ليداى نشي. (۹)
وَسَوَاء عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰﴾ او پر دوى بې توپېره ده، که يې ووېروې که يې ونه وېروې، ايمان نه راوړي. (۱۰)
إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ ﴿۱۱﴾ خبردارى دې ايله هغه ته (ګټور) دى، چې د قرآن لاروی وکړي او په پټه له لوراند الله ‏وېرېږي؛ نو همده ته د بښنې او ارزښتمنې بدلې زېرى وركړه. (۱۱)
إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ ﴿۱۲﴾ په حقيقت كې موږ پخپله مړي راژوندي كوو او څه یې چې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي، ليکو يې او موږ ټول څيزونه په یوه څرګند لارښود (لوح محفوظ) كې شمېرلي دي . (۱۲)
وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿۱۳﴾ او دوی ته (د انطاكيه) كلي د وسېدونكيو مثال تېر کړه، چې د (الله) استازي ورغلي ول؛ (۱۳)
إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُم مُّرْسَلُونَ ﴿۱۴﴾ چې کله دوه تنه (استازي) مو ورولېږل؛ نو دروغجن يې وګڼل؛ نو موږ یې ملاتړ ته درېیم (استازى) هم ورولېږه؛ نو (ټولو) وويل: ((بېشكه موږ درته رالېږل شوي يو. ))  (۱۴)
قَالُوا مَا أَنتُمْ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَمَا أَنزَلَ الرَّحْمن مِن شَيْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ تَكْذِبُونَ ﴿۱۵﴾ ویې ويل: ((تاسې يوازې زموږ په څېر یو بشر ياست او لوراند (الله) څه نازل كړي نه دي، تاسې مازې ‏ دروغ وايئ!.))  (۱۵)
قَالُوا رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّا إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ ﴿۱۶﴾ (استازيو) وويل: ((پالونكى مو پوهېږي، چې موږ درته رالېږل شوي يو، (۱۶)
وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ ﴿۱۷﴾ او پر موږ بې له څرګند پيغام رسونې (بله ژمنه) نشته.)) (۱۷)
قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۸﴾ ویې وويل: ((په رښتینه كې تاسې سپېره ګڼو او كه (له دې خبرو) لاس وانخلئ؛ نو هرومرو مو په کاڼو ولو او زموږ له لوري به ستر کړاو درورسي!)) (۱۸)
قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ أَئِن ذُكِّرْتُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ ﴿۱۹﴾ (استازيو) وويل: ((ايا چې نصيحت درته وشو (؛ نو دغسې وايئ)؟ سپېره توب مو پخپله له همدا تاسې سره دى؛ حق دادى، چې تاسې له پولو اوښتي خلك ياست.))  (۱۹)
وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ ﴿۲۰﴾ او (په دې ترڅ كې) د ښار له لرې ګوښې يو (با ايمانه) سړى په منډه راغى، ويې ويل: ((ای زما قومه (د الله په دغو) استازیو پسې ولاړ شئ (۲۰)
اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُم مُّهْتَدُونَ ﴿۲۱﴾ د  هغوی لاروي وکړئ، چې اجر درځنې نه غواړي او پخپله (هم) پر سمه لار دي. (۲۱)
وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۲﴾ او ولې هغه ذات و نه لمانځم، چې پيدا كړى یې يم؟ او لوري ته یې ورستنول كېږئ. (۲۲)
أَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِ آلِهَةً إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ لاَّ تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلاَ يُنقِذُونِ ﴿۲۳﴾ ايا پر ځاى یې داسې معبودان ولمانځم، كه لوراند (الله) څه تاوان رارسول غواړي، (؛ نو) سپارښت يې راته ګټور نه دی او نه مې بچولای شي. (۲۳)
إِنِّي إِذًا لَّفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۲۴﴾ كه داسې مې وكړل؛ نو بېشكه زه به څرګند بېلارې يم؛ (۲۴)
إِنِّي آمَنتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُونِ ﴿۲۵﴾ (له همدې لامله) په حقيقت کې ستاسې پر پالونكي مې ايمان راووړ؛ نو خبره مې واورئ [او ګواهي ورکړئ]. )) (۲۵)
قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ ﴿۲۶﴾ (په پاى كې يې شهيد كړ او) ورته وويل شو: ((جنت ته ورننوځه.)) ويې ويل: ((كاش قوم مې پوهېداى،)) (۲۶)
بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ ﴿۲۷﴾ چې پالونكي مې وبښلم او په عزتمنو كې يې وشمېرلم! (۲۷)
وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِنْ جُندٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ ﴿۲۸﴾ او (تر شهادت) روسته یې موږ له اسمانه پر قوم يې كوم لښكر راکوز نه کړ او نه یې راکوزوونکي یو.)) (۲۸)
إِن كَانَتْ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ ﴿۲۹﴾ (؛بلكې عذاب يې) يوه (اسماني) كړيكه وه؛ نو یو دم مړه ساړه سمخ (پراته) وو. (۲۹)
يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون ﴿۳۰﴾ او پر (دې) بندګانو افسوس، چې (لارښوونې ته) يې هر استازى ورغلى (؛ نو) ملنډې يې ورپورې وهلې!.)) (۳۰)
أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنْ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لاَ يَرْجِعُونَ ﴿۳۱﴾ ايادوی ليدلي نه دي، چې موږ تر دوی مخكې څومره قومونه (د ګناهونو له لامله يې) هلاك كړي، چې هغوی د دوی (کافرانو) خوا ته نه راګرځي ( او نه ژوندي کېږي)‏؟  (۳۱)
وَإِن كُلٌّ لَّمَّا جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿۳۲﴾ او بېشکه دوی ټول به (د قيامت پر ورځ) زموږ حضور ته حاضر كړاى شي. (۳۲)
وَآيَةٌ لَّهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ ﴿۳۳﴾ او دوی ته (د معاد پر شونتیا) مړاوې [= شاړه] ځمكه يوه څرګنده نښه ده [، چې] راژوندۍ مو كړه او غلې دانې مو ترې راوايستې، چې دوی يې خوري. (۳۳)
وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنْ الْعُيُونِ ﴿۳۴﴾ او په هغې (ځمكه) كې مو د كجورو او انګورو بڼونه پيدا كړل او چينې مو پکې وبهولې،  (۳۴)
لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿۳۵﴾ چې له مېوو يې وخوري او دا هر څه خو د دوی د خپلو لاسونو پیداوار‏ نه دي؛ نو ايا (د الله ددې نعمتونو) شكر نه کاږي؟! (۳۵)
سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۶﴾ پاك دى هغه (الله) چې دا ګردې جوړې يې پيدا كړي، که ځمکه یې راټوکوي يا يې له انساني نوغې وي يا له هغو څيزونو، چې دوی یې لا پېژني هم نه. (۳۶)
وَآيَةٌ لَّهُمْ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ ﴿۳۷﴾ او  دوى ته (د الله د عظمت) يوه څرګنده نښه شپه (هم) ده، چې ورځ ترې (د څرمن غوندې) راباسو؛ نو یو دم تيارې پرې راخورې شي؛)) (۳۷)
وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۳۸﴾ او لمر (هم ورته يوه نښه ده، چې) د پوه ځواکمن (الله) د حساب له مخې پر خپلې ټاکلې لار چلېږي.
(۳۸)
وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ ﴿۳۹﴾ او سپوږمۍ ته مو منازل (پړاوونه) ټاكلي، تردې چې د کجورې د يوې وچې زړې څانګې په څېر شي.  (۳۹)
لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ﴿۴۰﴾ نه د لمر په وس كې ده، چې سپوږمۍ راګېره کړي او نه شپه پر ورځې راړومبۍ کېدونکې ده او دا هر يو په (خپل خپل) چورلیځ كې لامبو وهي.  (۴۰)
وَآيَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿۴۱﴾ او دوى ته (د پالونكي د عظمت) يوه (بله) نښه دا هم ده، چې موږ د دوی (نيكونه يا) ځوځات (له وزلو او بارونو) په ډكې بېړۍ كې سواره كړل (۴۱)
وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ ﴿۴۲﴾ او د دې په څېر مو داسې څيزونه ورپيدا كړي، چې پرې سورېږي.  (۴۲)
وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنقَذُونَ ﴿۴۳﴾ او كه وغواړو ډوب به يې كړو؛ نو هېڅوك به يې نه چغه واوري او نه به وژغورل شي؛ (۴۳)
إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ ﴿۴۴﴾ خو په خپلې لورنې یې (نه ډوبوو او پورې باسو يې) چې تر يوې ټاكلې نېټې (له ژونده) ګټه واخلي. (۴۴)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۴۵﴾ او چې ورته وويل شي: ((له هغه څه (= الهي عذابه) ځانونه وساتئ، چې مخې ته مو دي او له هغه څه هم چې تر شا مو دي. ښايي لورنه درباندې وشي.)) (نو ځان ناګاروي) (۴۵)
وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿۴۶﴾ او چې د خپل پالونكي له نښو هره نښه ورځي (؛ نو) ور ځنې مخ اړوونکي دي.  (۴۶)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۴۷﴾ او چې ورته وويل شي: ((څه چې الله دركړي (د ده په لار کې يې) ولګوئ))؛ نو كافران مؤمنانو ته وايي: ((آيا موږ هغو ته خواړه وركړو، چې كه الله غوښتي واى؛ نو پخپله به يې وركړي ول؟! (نو الله غوښتي، چې هغوى وږي وي) تاسې خو بيخي په ښكاره بېلارېتوب کې ياست.)) (۴۷)
وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۸﴾ او دوى وايي: ((كه رښتوني ياست؛ نو دا ژمنه (قيامت) به كله وي؟!)) (۴۸) 
مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ ﴿۴۹﴾ دوی بې له یوې سترې (اسماني) کړیکې بل څه ته څارو نه دي، چې داسې وخت به یې راګېر کړي، چې (په دنيوي چارو كې) به پر شخړو بوخت وي؛ (۴۹)
فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا إِلَى أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ ﴿۵۰﴾ نو (په دې حال کې) نه کوم وصيت كولاى شي او نه خپلو كورنيو ته ورستنېدای شي. (۵۰)
وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ ﴿۵۱﴾ او (بل ځل چې) په شپېلۍ كې پوكى وشي؛ نو یو دم به له قبرونو د خپل پالونكي (نیاتون ‏) ته ورمنډې کړي. (۵۱)
قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ ﴿۵۲﴾ وايي: ((پر موږ دې افسوس وي، چا له خپلو خوبځايونو راپاڅولو؟! (هو!) دا هماغه څه دي، چې لوراند الله يې ژمنه كړې وه او استازيو (يې) رښتيا ويلي وو. )) (۵۲)
إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿۵۳﴾ يوازې يوه كړيكه به وي، چې ناڅاپه ټول به راته حاضر کړای شوي وي. (۵۳)
فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۵۴﴾ (او ورته ويل كېږي) نو نن به پر هېچا هېڅ تېرى ونشي او څه مو چې كړي، يوازې بدله یې دركول كېږي. (۵۴)
إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْيَوْمَ فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ ﴿۵۵﴾ په رښتيا نن جنتيان (د الله له نعمتونو) په خوندونو اخستو بوخت او خوشحاله دي؛ (۵۵)
هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِؤُونَ ﴿۵۶﴾ دوى او مېرمن به يې (د جنتي ماڼيو او ونو) په سيورو كې پر تختونو ډډه وهلي (ناست) وي. (۵۶)
لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ ﴿۵۷﴾ دوى ته هلته (هر ډول) مېوې شته او څه چې وغواړي، ورته (چمتو) دي؛ (۵۷)
سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ ﴿۵۸﴾ (پر تاسې) سلام، (دا) د لورين پالونکي له لوري یوه وینا ده. (۵۸)
وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ ﴿۵۹﴾ او (ورته ويل كېږي:) ای مجرمانو نن (له نېکانو) ‏بېل شئ. (۵۹)
أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۶۰﴾ ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه، چې شيطان مه لمانځئ (؛ ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى؟!  (۶۰)
وَأَنْ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ﴿۶۱﴾ او داچې (یوازې) ما ولمانځئ، چې دا سیده لار ده؟ (۶۱)
وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ ﴿۶۲﴾ او په يقين چې ډېر یې درنه بېلارې كړل، ايا اندنه مو نه کوله؟ (۶۲)
هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۶۳﴾ دا هماغه دوزخ دى، چې ژمنه یې درسره کېده؛ (۶۳)
اصْلَوْهَا الْيَوْمَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۶۴﴾ نن د خپل كفر په سزا كې ورننوځئ (او په اور يې وسوځئ). (۶۴)
الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۶۵﴾ نن د دوی پر خولو ټاپه وهو او لاسونه يې راسره خبرې كوي او پښې يې پر كړنو ګواهي لي! (۶۵)
وَلَوْ نَشَاء لَطَمَسْنَا عَلَى أَعْيُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّى يُبْصِرُونَ ﴿۶۶﴾ او كه وغواړو بېشکه سترګې به يې ورړندې کړو؛ نو (هغه وخت) چې [د ژغورنې] لارې ته لټه کوي؛ نو څنګه به یې ويني؟! (۶۶)
وَلَوْ نَشَاء لَمَسَخْنَاهُمْ عَلَى مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوا مُضِيًّا وَلَا يَرْجِعُونَ ﴿۶۷﴾ او كه وغواړو، هرومرو به يې ځاى پرځاى (داسې) مسخ کړو، چې نه د وړاندې تلو وس ولري او نه د راستنېدو. (۶۷)
وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ ﴿۶۸﴾ او د چا چې عمر اوږد كړو؛ نو په پنځون (او سلوک) کې يې اولټه کړو (او د کوچنيتوب بېوسۍ ته يې ورستنوو) ولې اندنه نه کوي؟! (۶۸)
وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ ﴿۶۹﴾ او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر ورښوولى نه دی او نه [هم] ورسره ښايي، دا (اسماني كتاب) يوازې پند او څرګندوی قرآن دى. (۶۹)
لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۷۰﴾ چې (د) ژونديو (زړونو خاوندانو) ته خبر وركړي او پر كافرانو (بشپړونه وشي او د عذاب) خبره (پخه او) جوته شي. (۷۰)
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ ﴿۷۱﴾ ايا نه وينې، موږ د خپل (قدرت) په لاسونو څاروي ورته پيدا كړل؛ نو دوى يې خاوندان دي. (۷۱)
وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ ﴿۷۲﴾ او موږ څاروي دوی ته اېل کړي؛ پر ځینو سورېږي او له ځینو (غوښه خوري) (۷۲)
وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ أَفَلَا يَشْكُرُونَ ﴿۷۳﴾ او په دې (څارويو) كې (نورې) ګټې او د څښلو (شيان هم) ورته شته؛ نو ولې شكر نه کاږي؟! (۷۳)
وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ ﴿۷۴﴾ او دوی د الله پرځاى (لمانځنې ته) په دې هيله معبودان ونيول، چې مرستندوى به يې شي. (۷۴)
لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ ﴿۷۵﴾ (خو بوتان) مرسته ورسره کولای نشي (؛ بلكې) دوى (بوت نمانځي) یې (پاسوالۍ ته) یو چمتو لښکر دى.  (۷۵)
فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿۷۶﴾ نو ته د دوی پر خبرو مه خپه كېږه، بېشكه چې ټول پټ او ښكاره یې رامعلوم دي. (۷۶)
أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ ﴿۷۷﴾ ايا انسان نه پوهېږي، چې دا موږ له یوه (بې ارزښته) څاڅكي پيدا كړ؟! او دا (دومره د ځواك، شعور او وينا خاوند شو) چې په ډاګه زموږ دښمنۍ ته ودرېد. (۷۷)
وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ ﴿۷۸﴾ او مثال یې راته راوړ او خپل پنځون يې هېر كړ، و يې ويل: ((څوك به دا وراسته هډوكي راژوندي كړي؟!  (۷۸)
قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ ﴿۷۹﴾ ووايه : ((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيدا كړل او هغه په هر (ډول) پنځون ښه پوه (او وسمن) دى؛ (۷۹)
الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ ﴿۸۰﴾ هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ. )) (۸۰)
أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُم بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ ﴿۸۱﴾ ايا چاچې اسمانونه او ځمكه پيدا كړل، د دوى (= خاورې شويو انسانانو) په څېر پيدا كولاى نشي؟! هو (كولاى يې شي) او هغه پوه پنځگر دى. (۸۱)
إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۸۲﴾ بېشکه كار یې دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛ نو) يوازې ورته وايي، چې ((شه!))؛ نو (بس) شي
. (۸۲)
فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۸۳﴾ نو پاك دى هغه الله، چې د ټولو څيزونو مالكيت او واکمني يې په لاس كې ده او يوازې د هغه لوري ته ورستنېږئ. (۸۳)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!