تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ   پرله پسې ۸ مه برخه     ۴۶۲- بېوسي څرګندول، تباهي ده. ۴۶۳-جنت، د حکم منوونکي بنده بدله ده. ۴۶۴-ژبه، پر خپل خاوند سرغړانده ده. ۴۶۵-بد، د خپل خاوند پت له منځه وړي. ۴۶۶-هغه دې رور دی، چې په ستونزې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ  

پرله پسې ۸ مه برخه

 

 

۴۶۲- بېوسي څرګندول، تباهي ده.

۴۶۳-جنت، د حکم منوونکي بنده بدله ده.

۴۶۴-ژبه، پر خپل خاوند سرغړانده ده.

۴۶۵-بد، د خپل خاوند پت له منځه وړي.

۴۶۶-هغه دې رور دی، چې په ستونزې کې دې لاسنیوی وکړي.

۴۶۷-خیانت، د سرغړاندو خوی دی.

۴۶۸-کینه، د کینه کښو خوی دی.

۴۶۹-انسان چې پر څه نه پوهېږي، دښمن یې دی.

۴۷۰- د انسان خپلې پوهېدنې خوښېږي.

۴۷۱- ځېل له هیچا سره لازم نه دی.

۴۷۲-کنجوسي، کنجوس ژوبلوي.

۴۷۳-عقلمن نه غولېږي.

۴۷۴-ناپوه له بدۍ لاس اخستونی نه دی.

۴۷۵-ظالم، ناوړه پایله لري.

۴۷۶-په حرص پسې خو غندنه وي.

۴۷۷-د عذر غوښتل، د عذر منل دي.

۴۷۸-ځانمني او کبر، ښویېدنه ده.

۴۷۹-احتیاط، ملاتړ موندنه ده.

۴۸۰-(پر ګناه) ټينګار، د دوزخي کېدو لامل دی.

۴۸۱-بېځایه هیلې، د احمقانو خوی دی.

۴۸۲-ناغېړي، د ناپوهانو خوی دی.

۴۸۳-دنیا، د بدمرغو کور دی.

۴۸۴-جنت، د نېکمرغو کور دی.

۴۸۵-دنیا، اخرت ته د ورتېرېدو ځای دی.

۴۸۶-تمه، نغد ذلت دی.

۴۸۷-ځيرکو خو دنیا ته ورشا کړې ده.

۴۸۸-دنیا، د ناپاکانو هیله ده.

۴۸۹-عزت (له خلکو) په نهیلۍ کې دی.

۴۹۰-له خلکو غوښتنه، ذلت دی.

۴۹۱-تمه، ذلت دی.

۴۹۲-نېکچاری ځان ناګاره اچوي.

۴۹۳-انسان د خپلې زمانې زوی دی.

۴۹۴-عقلمن، د خپلو هیلو دښمن دی.

۴۹۵-ناپوه، د خپلو هیلو بنده دی.

۴۹۶-زېرمه، د پېښو لوټ دی.

۴۹۷-شتمني، د پاتوړیو سوکالي ده.

۴۹۸-چوپتیا، د زغم نښه ده.

۴۹۹-پوهېدنه (فهم)، د پوهې (علم) نښه ده.

۵۰۰-په دنیا خوشحالېدل، ناپوهي ده.

۵۰۱-په ژرتېرې دنیا پېسمني، کمعقلي ده.

۵۰۲-اسلام، خورا ځلانده لار ده.

۵۰۳-ایمان پیاوړی اړم دی.

۵۰۴-رښتیا، د دیانت جامې دي.

۵۰۵-زهد او تقوا، د ډاډ پایله ده.

۵۰۶-شتمني، کوشنی ستروي.

۵۰۷-حیا او شرم، سترګې پټول دي.

۵۰۸-پاکي، د عقلمنۍ چینه ده.

۵۰۹-کنجوس، د خپلو وارثانو (پاتوړیو) زېرموال دی.

۵۱۰-محتکر له خپل نعمته بې برخې دی.

۵۱۱-ورین تندي توب، ړومبۍ نېکي ده.

۵۱۲-ورین تندي توب، د ازادو خوی دی.

۵۱۳-منندوینه، د نعمت ټينګه کلا ده.

۵۱۴-حیا او شرم، پوره ستریا ده.

۵۱۵-نېکچاري، د نعمتونو زکات دی.

۵۱۶-لراندنه، پیاوړی سوچ دی.

۵۱۷-ناخبري، ډېر زیانمن دښمن دی.

۵۱۸-عقل، پوهېدنه او ځيرکي ده.

۵۱۹-کنجوسي، رټنه زېږوي.

۵۲۰-عقل، مزبوت بنسټ او د چارو ټينګه جرړه ده.

۵۲۱-تقوا، غوره جامې دي.

۵۲۲-جنت، د مخکښانو پای ده.

۵۲۳-دوزخ، د افراطیانو روستی ځای دی.

۵۲۴-عقل، اوچته هیله ده.

۵۲۵-ناپوهي، کړمنه دښمنه ده.

۵۲۶-پوهه، اوچت شرافت دی.

۵۲۷-ښه عمل، تکړه ځایناستی دی.

۵۲۸-نفاق، د شرک رور دی.

۵۲۹-غیبت، خورا ناوړه دروغ دي.

۵۳۰-ناپوهي، قدم ښویوي.

۵۳۱-سرغړونه، نعمت له منځه وړي.

۵۳۲-زهد، د دیانت جرړه ده.

۵۳۳-رښتیا، (پر الله تعالی) د ډاډ جامې دي.

۵۳۴-دین، خورا مزبوته سټه ده.

۵۳۵-تقوا، غوره توښه ده.

۵۳۶-(د الله تعالی) اطاعت، غوره سمبالنه ده.

۵۳۷-(پر الله تعالی) توکل، پیاوړی اړم دی.

۵۳۸-پرهېز، ښه ملګری دی.

۵۳۹-مرګ، ټینګه کلا ده.

۵۴۰-عقل، خوی سموي.

۵۴۱-عدالت، د خلکو سموونکی دی.

۵۴۲-عذر غوښتنه، د عقلمنۍ دلیل دی.

۵۴۳-زغم، د فضیلت او غوراوۍ نښه ده.

۵۴۴-عفوه، د سپېڅلتیا نښه ده.

۵۴۵-ناپوهي، ډېره زیانمنه ملګرې ده.

۵۴۶-بدي، ډېره رټلې لار ده.

۵۴۷-عقلمن، خپله ژبه کابو کوي.

۵۴۸-(د الله تعالی) اطاعت، د ځيرکو برخه ده.

۵۴۹-پوهان د خلکو واکمنان دي.

۵۵۰-کارپوهان، له شتمنۍ ګټه اخلي.

۵۵۱-شتمني هغه ده، چې انسانان یې (په هڅو) ترلاسه کړي.

۵۵۲-ورکړه، د عزتمنو خوی او طبیعت دی.

۵۵۳-منت، نېکي تباه کوي.

۵۵۴-ګناه توږنه د پرېکون پیل دی.

۵۵۵-ژوند چې خوږ شي، ترخېږي.

۵۵۶-دنیا تېرایستل کوي، تاوان در اړوي او تېرېږي.

۵۵۷-منځلاري، لږ (مال) ډېروي.

۵۵۸-زهد او دنیا ته ورشا کونه، د ډاډ بنسټ دی.

۵۵۹-رښتیا، د دین آر دی.

۵۶۰-اورېدونی له ویاند سره شریک دی.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!