تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) وايي: تراه… سهلا امره. حريزا دينه. ميته شهوته. مكظوما غيظه. الخير منه مامول و الشر منه مامون. ان كان فى الغافلين كتب فى الذاكرين و ان كان فى الذاكرين لم يكتب من الغافلين. يعفو عمن ظلمه و يعطى من حرمه و يصل من قطعه. بعيدا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) وايي:

تراه… سهلا امره. حريزا دينه. ميته شهوته. مكظوما غيظه. الخير منه مامول و الشر منه مامون. ان كان فى الغافلين كتب فى الذاكرين و ان كان فى الذاكرين لم يكتب من الغافلين. يعفو عمن ظلمه و يعطى من حرمه و يصل من قطعه. بعيدا فحشه. لينا قوله

« متقي وینې چې چار يې آسان، دین يې خوندي، شهوت يې مړ او غوسه يې سړه ده، نيکۍ ته یې هیلمني وي او له شره یې خوندیتوب وي(تل خدای یادونکی وي، نو ځکه) که په غافلانو کې وي، د ذاکرانو په لیکه کې لیکل کیږي او که په ذاکرینو کې وي،له غافلانو نه شمیرلیږي. چا چې تېری پرې کړی ورنه تېرېږي او چا چی بې برخې کړی، ډالۍ ورکوي، او چا چې اړیکه ورسره پرې کړی، دا یې ورسره نه پرېږدي. په خوله یې سپکه خبره نه راځي او خلکو سره پستې او نرمې خبری کوي»

دا چې متقي چار آسان ګڼي په اړه یې په لنډو خبرې کوو وایو دا په دې مانا نه ده چې متقي آسان چارې دی او په هغو چارو کې چې باید سختګیر وي، ځیرنه او سختي ونکړي. اپوټه متقي هم کله له جدي چارو آسان نه تېرېږي. د متقي «آسان چاري» په دې مانا ده چې تکلف والا نه دی. او آسان چاري یعنې ناتکلفي. داسې کسان به مو لیدلي وي چې غواړي په یو وخت کې څو کارونه وکړي او د خپلې خوښې پرخلاف په ظاهره یو بل ‌ډول عمل وکړي.او په دې چار کې ځان پر تکلف اخته کوي. یو تن چې یو لازمي کار لري او میلمه هم ورشي، شرمېږي چې میلمه ته ووايي لازم او ضروري کار لرم؛ نو ځکه نه خپل جدي او واقعي کار ته وررسي اونه میلمه سم پاللی شي او له دننه هم ځان خوري، دغسې یو تن تکلف والا دی.

اهل تعارف او ست والا انسانان آسان چارې نه دي. په آریز نظر یې پوهیداې نشو پلانی څیز خوښوي یا نه. اپوټه رښتوني او بې مجاملې یا نا چاپلوسه او نا غوړه مال انسانان له نورو سره نرم چلېږي او چار ورآسانوي. ښایي ددې آیت مانا: [وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا (فرقان/۶۳) = او د لوراند (خداى ځانګړي) بندګان هغوى دي،چې پر ځمكه بې كبره درومي] هم همدا وي، څوک چې ټاکلی تګلوری، نول او ډول – روش نلري، ژوند او اړیکه به ورسره ډېره ستونزمنه وي؛ ځکه هره شېبه دیو نا منتظر چار انتظار ترې کېږي. نه پوهېږي چې د پلاني کار له لامله خپه کېږي یا خوشحالېږي ایا کتو ته یې ورشي یا نه، په مخکې یې پلانی خبره وکړي یا نه. دغسې یو ډېر پېچلی موجود نور هم سرګردانوي او ځان تر نورو ډېر په ستونزه اخته کوي.

خو هغه چې حریم او پولي یې رامعلومې او پوهېږو چې تر کومه ځایه ورسره تلای شو؛ نو دا یو آسان چاری انسان دی. د متقي آسان چاریتوب په همدې مانا دی، آسان چاری انسان نه نور په تکلیفوي او نه ځان، او دا یوه مانا ده، چې هر څوک په آسانۍ نور او ځان ورسره سنجوي او وویني چې له نورو انسانانو سره اړیکې یې زحمت زیږي دي که نه.

د دیکتاتورانو یوه له ستونزمنو چارو ځنې همدا وه، چې آسان چاري انسانان نه ول، هر بېچاره چې ورسره اوسېده، له امیر او وزیره نیولې تر سرتیري او چوپړیاله، تل پر سر او برخلیک یې پوره د پاچا صیب په مزاج پورې تړاو درلود. شونې وه چې د یو غوښتونکي د غوښتنې په غبرګون کې دومره غوسه شي، چې بیچاره غوښتونکی وسوځوي او شونې هم وه، چې ولورېږي او د یو بې ګناه له وینې تیر شي. څوک نه پوهېده کله ښار سیځی او یا کومه ځمکه او ملک یو بېوزلي ته ور ډالۍ کوي. زموږ تېرو چې له پاچایانو سره د ناستې پاستې کو پرېمانه مثالونه پرېښي، پر زمري د ورسپرېدو په څېر او یا:

«عقلمن نښې ته یوازې دا بس ده، چې دغسې چارو ته غاړه کېنږدي»

(ګلستان، ۴۹ مخ )

ټول له همدې لامله و، د سعدي په وینا:

«کېدای شي چې د حضرت سلطان ملګری زر ومومي او کېدای شي چې سر وخوري او حکیمانو ویلي: او باید ځان د پاچایانو له رنګارنګې طبع بچ کړو، چې کله په یو سلام اچولو ورنځېږي او کله په یوه کنځل جامې ورکړي» (ګلستان ۴۹ مخ)

په ټولنیزو چارو کې چې د چا پازوالي – مسوولیت او مدیریت څومره لوړېږي؛ نو په هماغه کچه یې چلن هم باید قاعده دار تره، مظبوتره او لا ډېر د وړاندوینې وړ وي . خلک نه په تکلیفول یو ډېر مهم کار دی او په مدیریت او چارواکۍ کې د تقوا یو شرط دی، ولی انسان تکلف والا وي او خپلو کړو وړو چلن ته زر پېچلې قاعدې او معادلې جوړې کړي او له دې لارې نور د ځان په نومېرنه – تشخیص او د غبرګونونو په وړاندوینو کې، په وسواس او کړاو کې وغورځوي؟

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!