تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د هستۍ نظام د حسناتو پالنه کوي او سيئات خواروي هستي داسې جوړه شوې چې بدي او چټلي خواروي او وزرې نه ورکوي. د دنيا بهير له بديو سره پر سازګارۍ ولاړ نه دی. هستي او خاوند يې بدي نه خوښوي، شړي يې او د ودې او ډېروالي يې خنډېږي. په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د هستۍ نظام د حسناتو پالنه کوي او سيئات خواروي

هستي داسې جوړه شوې چې بدي او چټلي خواروي او وزرې نه ورکوي. د دنيا بهير له بديو سره پر سازګارۍ ولاړ نه دی.

هستي او خاوند يې بدي نه خوښوي، شړي يې او د ودې او ډېروالي يې خنډېږي. په بديو کې برکت ايښوول شوی نه دي. نه يوازې خپله بدي او نېکي، چې د بد بدله او د نېکيو بدله هم دغسې دي.

 د نېکيو او بديو بدله او سزا هسې په هسې نه ده

نېکيو او بديو ته د خدای بدله او سزا هسې په هسې، خوشې، چټي او اعتباري نه ده. دا بدله او سزا په هستې کې يوه عيني او حقيقي مانا لري؛ يعنې د هستۍ پيدايښت داسې دی چې د بديو تخمونه نه راټوکوي او د تلپاتې ودې اجازه نه ورکوي؛ خو په عوض کې، د هستۍ ټول جوړښت د نېکۍ د تخم له راټوکېدو او ودې سره موافقت او مساعدت لري. ايا شونې ده چې د خدای يو څيز ښه ايسي او د خدای د مينناک نظر په برکت برکتي نشي او برکت ونه مومي.  خدای نېک دی او نېکي خوښوي او بدۍ او چټلۍ يۍ خورا بدې ايسي؛ نو ځکه هستي هم د خپل ښکلي او ښکلا خوښوونکي خاوند د صفت او ځانګړنې په لاروۍ، نېکه او نېکي خوښوونکې ده.

يعنې نړۍ هم نېکي برکتي کوي او زياتوي؛ نو ځکه يوه نېکي لس ګرايه کېږي؛ خو يوه بدي په خپل چټلځي کې پاتې کېږي چې روسته  له منځه ولاړه شي.

 پاکۍ، بدۍ هم له منځه وړي

له بديو روسته  تر نېکيو کولو غوره توبه نشته، څوک چې يوه ګناه وکړي، توبه يې پر بدۍ له پښېمانۍ او بدۍ ته پر نه ورستنېدا سربېره، نېکيو ته اقدام هم دی. نېکۍ، بدي له منځه وړي او دا د هستۍ د نظام غوښتنه ده. قرآن د نېکو چارو او پاکو ګروهو په اړه همدا مانا را زده کوي:

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ ؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا…. وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ (ابراهیم/۲۴- ۲۷) = چې څرنگه الله “پاکه کلمه” (او سپېڅلې وينا) د (داسې) پاکې (او ښه ذاتي) ونې په څېر بېلگه راوړه، چې بېخ يې (په ځمكه كې) ښخ او څانګې يې په اسمان كې دي؛ چې پر هر (ټاكلي) وخت د خپل پالونکي په حكم خپله مېوه وركوي، (همداراز) “خبيثه كلمه “(شرک او ناولې خبره) د بذ ذاتې ونې په څېر ده،چې [بېخ يې] د ځمكې له سره را ايستل شوى (او) ټينګه نه وي، الله مؤمنانو ته په دنيوي ژوند او آخرت كې هم په ثابتو ويناوو او ګروهو ټيکاو ور پر برخه كوي.

 دا چې خدای مؤمنانو ته په دنيا و اخرت کې ټیکاو ورکوي، دليل يې دا دی چې يو نېک چار او يوه پاکه ګروهه، په ځان پسې ډېرې نېکۍ راوړي او انسان په خپل بهير کې ټينګوي او ټیکاو ورکوي او اپوټه، ناپاکه چارې او ناسمې ګروهې له پيله په زرګونو تکلفونو رامنځ ته کېږي او کله هم نه ټينګېږي او تل يې جرړې راوتلې دي.

 د هستۍ د نېک پالنې د قضاوت لپاره بايد نړۍ او تاريخ يې يو ځای په پام کې ونيسو

نو ځکه هستۍ او نړۍ داسې ده چې نېکيو ته وزرونه ورکوي او بديو ته د ودې مجال نه ورکوي. دلته له هستۍ مراد، ټوله نړۍ او تاريخ دی، نه يې کوچنۍ ټوټې او مقاطع. «للباطل جولة وللحق دولة». باطل کله راښکاره کېږي او ځان خپل ښيي، سترګې مړوي، عقلونه مرعوب او ډاروي او زړونه اېلوي؛ خو تلپاتې دولت يوازې د حق دی.

قرآن راته ويلي:

فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ (رعد/۱۷) = خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي.

کله چې نړۍ نېکۍ ته وزرې ورکوي، بدله يې هم زياتېږي او برکت مومي او کله چې بدي په خپل ګور کې ښخه شيي؛ نو بې حرکته او بې برکتېږي او البته سزا يې هم نه زياتېږي، دا هم د خدای د لورنې غوښتنه ده. د باري تعالی رحمت يوازې په بدله او سزا کې تجلی  نه کوي، بدله او سزا د هستۍ له برخو څخه دي. ړومبی، هستي او انسان دی، کړه وړه دي، نېکۍ او بدۍ دي او ورپسې يې بدله او سزا راځي. د هستۍ آريز جوړښت د رحمت او لورنې پر بنسټ دی او يو له غوښتنو او ثمراتو ځنې یې دا دی چې بدي يوه سزا وويني او نېکي لس ګرايه بدله ومومي. دا خبره موږ انسانانو ته خورا هيلمنوونکې ده او دا هيله نېکانو ته ډېره غټه پانګه ده.

نیست دستوری بدینجا قرع باب

جز امید الله اعلم بالصواب

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!