تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ هاشمي نبي حمزه بابا په تیاره کې د دنیا ستا د نور چې شوه برېښنا پرې تهذیب شولو مسکی د ظلمت زړه په درزا ته شوې ابر د رحمت مړ چمن شو په خندا د ژوندون اوبه شوې توې چې راسر دې شوه ثنا رنګ او بوی د معرفت سلسلې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

هاشمي نبي

حمزه بابا

په تیاره کې د دنیا ستا د نور چې شوه برېښنا

پرې تهذیب شولو مسکی د ظلمت زړه په درزا

ته شوې ابر د رحمت مړ چمن شو په خندا

د ژوندون اوبه شوې توې چې راسر دې شوه ثنا

رنګ او بوی د معرفت سلسلې کړلې بنا

 

هر یو تاخ ته دې د زړه شمع راوړه د عرفان

دا تیرو نیولی عرش ستا له نوره شو روښان

کل جهان یې کړو روښان چې څرګند شو په فاران

د نېکانو د زړه دم کافرانو ته طوفان

                             چې الحاد یې کړو لاهو د یاهو شوې پرې دریا

د تیرې دروی ستا چې مقصد و پروزل

بیا د ځان سره به څنګ  د سوري ګرځول

په خرمن د زندقی ستا چې برق وو غورځول

د قیصر او د کسری د کورونو لړځول

                                               چرته مرګ وته وی ژوند چرته ژوند وته قضا

ستا قدم په هر قدم چم په چم چمن چمن

جوړ کړو یو عرب عجم یو وطن وطن وطن

د حکمت له مښکو پور دهر چا لمن لمن

د یثرب د بڼ هوسۍ په هر دم ختن ختن

                                        د مذهب شو نوبهار کړي بلبل د دِل نوا

سبا راوړی د نکهت په غوټو ګلستانۍ

که پریانو په ماشوم اوکړو زیری د ځوانۍ

شو هنګام د غوړېدو خېر که شته پریشاني

ګل اوده کړې په اغزو د سپرلي سرګرداني

                                                     وچې کلکې ژبې کړي د لیمه به نیم ثنا

چې په کور د جنت باغ راسمسور د هاشم

د حورانو ښه مجلس جوړ په کور شو د هاشم

په عالم کې د بقا نوم ورخور شو د هاشم

فاني عمر چې و لاړ باقي نور شو د هاشم

                                                           ځار له داسې ابتدا ځار له داسې انتها

لارې لارې شول انوار له اسمانه تر زمین

قاصدان د یو قدیم شو حارث ته راقرین

شوې سجدې په خپل مقام هرجبین شو بیا جبین

اونیو لاس له نقاشۍ نقاشان چې د چین

                                                       داسې نقش یې کړو جوړ چې زایل به نه شي بیا

چې ظاهر شي په انسان د حارث د قدیم راز

ځکه درکړلو الله د معراج درته اعزاز

شو رفعت د ګرد په څېر چې براق راکړو پرواز

که براق و که رفرف ستا د عشق له سوزه ساز

                                                        په اسری اوشو تکمیل د قوسېن او ادنی

داسې ځای و، نه و ځای یو مکان و لا مکان

یو حجاب و، لاحجاب و، ترمېنځه اوېزان

یو طرف و، بې طرف یو نشان د بې نشان

یو وصال و، څنګ وصال ، چې دوه جوړ شي یو کمان

                                                                  وی چې راشه یاره اوس پرده نشته هيڅ له تا

هلته اوسول پرې د عقل هلته غوڅ شو سر د عقل

هلته خاورې زر د عقل هلته هیڅ هنر و عقل

هلته لر شو بر د عقل هلته ورک نظر د عقل

هلته هیڅ ګذر د عقل هلته هیڅ خبر د عقل

                                                              هلته هیڅ شو لاړو هیڅ، هلته حس شو بې بقا

شو مرات د کثرت مات یو شو عکس او معکوس

شو ناظر او نظر یو په رنګ نام او ناموس

حجاب ورک شو د دوی چې ترمیانه و محسوس

په وصلت کې څه حاجت د رهبر او د جاسوس

                                                          هغه دابه چرته وي، دلته هغه شته نه دا

جدايي په ابتدا په اوسط کې ملاقات

په اوسط کې بیا جدا په آخر کې ملاقات

کله وړل کله راوړل نعمتونه د حیات

د عاشق د معشوقې دي یو بل سره ملاقات

                                                       د صلوة او طیبات د درود او د ثنا

زما د زړه صدف صدف ته وریځ یې د نیسان

کړه عطا طرف طرف د الفت در او مرجان

زما زړه هدف هدف د حیدر غشي مژګان

مدینه نجف نجف په هر خوا کړه نمایان

د حمزه فقیر صدا د حمزه غریب صدا

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!