بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الاحزاب سورت احزاب سورت په مدینه کې نازل شوی او درې اویا (73) آیتونه لري. د مدینې یهودان، د مکې مشرکان او په مسلمانانو کې پټ منافقین پر پینځم هجري کال، له مسلمانانو سره جګړې ته یو موټی شول او پېغمبر اکرم (ص) او یارانو یې ددې یرغل په مقابل کې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الاحزاب سورت
احزاب سورت په مدینه کې نازل شوی او درې اویا (73) آیتونه لري.
د مدینې یهودان، د مکې مشرکان او په مسلمانانو کې پټ منافقین پر پینځم هجري کال، له مسلمانانو سره جګړې ته یو موټی شول او پېغمبر اکرم (ص) او یارانو یې ددې یرغل په مقابل کې د مدینې په شاوخوا کې خندق وکانه.
دا جګړه په دې پار چې د بېلابېلو ډلو له خوا پلان شوې وه؛ نو ورته د احزاب جګړه او داچې مسلمانانو د ځان د دفاع لپاره خندق کېندلی و، د خندق جګړې په نامه مشهوره شوه.
په ټوله کې ددې سورت اولس آیتونه د احزاب جګړې په باب دي او داچې په ۲۰ او ۲۲ آیتونو کې درې ځل د احزاب کلمه کارېدلې؛ نو دې سورت د، «احزاب» نامه اخستی ده.
د احزابو پر جګړې سربېره، د ظهار، جاهلي طلاق، د زوی ولۍ د احکامو، حجاب او معاد ته د پاملرنې موضوعات هم پکې مطرح شوي دي.
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه
یا أَیُّهَا النَّبِیُّ اتَّقِ اللّهَ وَ لا تُطِعِ الْکافِرِینَ وَ الْمُنافِقِینَ إِنَّ اللّهَ کانَ عَلِیماً حَکِیماً«1»= پېغمبره! د الله له (مخالفته) ډډه وكړه او د كافرانو او منافقانو اطاعت مه کوه ( مه منه) چې الله پوه حكيم دى.
ټکي:
* د «أَیُّهَا» کلمه په ندایه توري «یا» پسې ددې لپاره ده چې بې له مخاطبه؛ نور هم متوجه وسي؛ کله چې ویل کېږي: «یا رسول الله» مخاطب یې یوازې پېغمبر دی، خو «یا ایها الرسول» یعنی: ای خلکو! زه پېغمبر ته غږ کوم. [1]
پېغامونه:
1- د اسلام پېغمبر، الله تعالی ته ځانګړی مقام لري . «یا أَیُّهَا النَّبِیُّ» (په قرآن کې نور انبیا په نامه یاد شوي؛ یا ابراهیم! یا نوح! یا موسی! یا یحیی! خو «یا محمّد» په قرآن کې نه دی راغلی .)
2- ان پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله هم الهي موعظې ته اړمن دی . «یا أَیُّهَا النَّبِیُّ اتَّقِ اللّهَ»
3- پېغمبر ته حکم، په حقیقت کې لارویانو ته حکم دی . «یا أَیُّهَا النَّبِیُّ»
4- د نېکیو په بیا ژواکۍ/ احیا، د بدیو مخه ونیسو. ( لومړی د الله تعالی اطاعت، بیا له کافرانو او منافقینو لرېوالی) «اتَّقِ اللّهَ وَ لا تُطِعِ الْکافِرِینَ وَ الْمُنافِقِینَ»
5- له کافرانو او منافقینو لاروي، بې تقوايي ده . «اتَّقِ اللّهَ وَ لا تُطِعِ الْکافِرِینَ وَ الْمُنافِقِینَ»
6- کفّار او منافقین په پام کې لري، په هر شوني ډول، د دیني مشرانو نظر ځان ته رامات کړي. «لا تُطِعِ الْکافِرِینَ وَ الْمُنافِقِینَ»
7- هله له انحرافاتو او جوړجاړي وړاندیزونو سره مبارزه کولای شو، چې ایمان او تقوا قوي وي. «اتَّقِ اللّهَ وَ لا تُطِعِ»
8-کافران او منافقین په یوه لیکه کې دي . «الْکافِرِینَ وَ الْمُنافِقِینَ»
9- د پوه او حکیم الله اطاعت مخونه لري، «عَلِیماً حَکِیماً» خو له بې علمه او بې حکمته کافرانو او منافقینو لاروي څه مخونه لري؟ « اِتَّقِ اللّهَ. . . عَلِیماً حَکِیماً»
10- د کفاور او منافقینو د اطاعت پرېښوونې او نه منلو په هکله، د الله تعالی د احکامو سرچینه، د الله تعالی علم او حکمت دی. «عَلِیماً حَکِیماً»
وَ اتَّبِعْ ما یُوحې إِلَیْکَ مِنْ رَبِّکَ إِنَّ اللّهَ کانَ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیراً«2»= او يوازې په هغه څه پسې ولاړ شه، چې د خپل پالونکي له لوري درته وحې کېږي، په يقين، څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.
پېغامونه:
1- چې کله کږه وږه لار بندوئ، د رڼا لار پرانستې پرېږدئ . «لا تُطِعِ – وَ اتَّبِعْ»
2- پېغمبر هم د وحې مخاطب دی او باید عمل پرې وکړي. «اتَّبِعْ ما یُوحې إِلَیْکَ»
3- تقوا ته د رسېدنې لار، یوازې له وحې ځنې په لاروۍ کې ده. ( په تېر آیت کې یې وویل : «اتَّقِ اللّهَ»، په دې آیت کې وايي : «اتَّبِعْ ما یُوحې إِلَیْکَ»)
4- وحې، د الله تعالی د ربوبیت له شئونو ځنې ده . «مِنْ رَبِّکَ» (له وحې ځنې لاروي، ستاسې د ودې او روزنې وزله ده.) «رَبِّکَ»
5- پر الهي علم ایمان، له وحې ځنې د لاروۍ خورا پیاوړی اړم دی. « وَ اتَّبِعْ. . . إِنَّ اللّهَ. . . خَبِیراً»
وَ تَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ وَ کَفی بِاللّهِ وَکِیلاً«3»=او پر الله بروسه وكړه او د الله کارسازي بس ده.
ما جَعَلَ اللّهُ لِرَجُلٍ مِنْ قَلْبَیْنِ فِی جَوْفِهِ وَ ما جَعَلَ أَزْواجَکُمُ اللاّئِی تُظاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهاتِکُمْ وَ ما جَعَلَ أَدْعِیاءَکُمْ أَبْناءَکُمْ ذلِکُمْ قَوْلُکُمْ بِأَفْواهِکُمْ وَ اللّهُ یَقُولُ الْحَقَّ وَ هُوَ یَهْدِی السَّبِیلَ«4»=الله د يوه سړي په ګوګل كې دوه زړونه ایښي نه دي او هېڅكله يې ستاسې هغه مېرمنې، چې په اړه يې “ظهار” كوئ (او خپلې میندې يې بولئ) ستاسې ميندې كړي نه دي او (همداراز) نه يې په زويتوب نيولي زامن ستاسې (حقيقي) زامن کړي دي، دا خو ستاسې (بې بنسټه او باطلې) خبرې دي، چې په خپلو خولو يې (وايئ) او الله حق وايي او هغه (سمه) لار ښيي.
ټکي:
* «ادعیاء» د «دعی» جمع، د ادعا او نورو ته د زوی یا نورو څیزونو منسوبوبو په مانا دی.
* «ظهار» یعنې داچې یو کس خپل مېرمنې ته ووايي: د مور په څېر راته حرامه یې. دا کار چې د جاهلیت په وخت کې یو ډول طلاق ګڼل کېده، حرام دی او کفاره لري. د لا ډېرې توضیح لپاره فقهي کتابونه وګورئ.
* قرآن، احساسات، عواطف او دنننۍ لیوالیتاوې د انسان په زړه پورې تړي.
پېغامونه:
1-په کافرانو او منافقینو پسې نه تلل او د وحې لاروي، ستونزې لري، چې ورسره د مبارزې لار، پر الله تعالی توکل دی. «لا تُطِعِ – وَ اتَّبِعْ – وَ تَوَکَّلْ»
2- هڅه وکړو چې د احکامو دلیل بیان کړو. «تَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ – کَفی بِاللّهِ وَکِیلاً» (څوک چې الله تعالی لري؛ نو څه نه لري؟)
3- د انسان زړګنۍ او فطري ليوالتیاوې، تر یوه څیز ډېر نه دي، او څه یې چې انسان پر ضد ووايي یا وکړي، د ده خپل شخصي نفاق دی، نه الهي اراده. «ما جَعَلَ اللّهُ لِرَجُلٍ مِنْ قَلْبَیْنِ»
4- په یوه زړه کې دوه متضادې دوستۍ نه راټولېږي. «مِنْ قَلْبَیْنِ» ( له وحې سره دوستي او ترې لاروي، د کافرانو او منافقینو د لاروۍ او ولایت سره اړخ نه لګوي.)
5- له اولاد سره د موروپلار اړیکه یو تشریفاتي او قراردادي اړیکه نه؛ بلکې یوه حقیقي او طبیعي اړیکه ده. (نه مېرمن د مور په شان کېدای شي، «ما جَعَلَ أَزْواجَکُمُ اللاّئِی تُظاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهاتِکُمْ» او نه هم په زویتوب نیولی، زوی کېدای شي. «ما جَعَلَ أَدْعِیاءَکُمْ أَبْناءَکُمْ»
۶-د انبیاوو یوه دنده له ټولنې ځنې د خرافاتو لرې کول دي . «ما جَعَلَ. . . ذلِکُمْ قَوْلُکُمْ بِأَفْواهِکُمْ»
۷-الهي وحې، د حق و باطل کچه او معیار دی، نه ټولنیز آداب او دودونه. «ذلِکُمْ قَوْلُکُمْ بِأَفْواهِکُمْ وَ اللّهُ یَقُولُ الْحَقَّ»
اُدْعُوهُمْ لِآبائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللّهِ فَإِنْ لَمْ تَعْلَمُوا آباءَهُمْ فَإِخْوانُکُمْ فِی الدِّینِ وَ مَوالِیکُمْ وَ لَیْسَ عَلَیْکُمْ جُناحٌ فِیما أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَ لکِنْ ما تَعَمَّدَتْ قُلُوبُکُمْ وَ کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً«5»= دوى (په زويتوب نيولي زامن) د خپلو (آریزو) پلرونو په (نامه) ياد کړئ، چې دا د الله په نزد انصاف دى اوكه پلرونه يې نه پېژنئ؛ نو (بيا خو) دوى ستاسې ديني روڼه او موالي (ازاد شوي) دي او په هغه (خبره) كې، چې تېروتي ياست (او بې پامه د نورو په نامه ورغږ كړئ؛ نو) ګناه درباندې نشته؛ خو هغه چې له زړونو يې وكړئ (په اړه يې پازوال ياست) او الله مهربان بښونكى دى.
پېغامونه:
1- له خپلو رښتینو پلرونو سره د وګړیو نسبي اړیکه وساتو. «ادْعُوهُمْ لِآبائِهِمْ»
2- له هغو کسانو سره چې پلرونه یې ناپېژاندي دي، محترمانه، عاطفي او د رورولۍ چلن وشي. «فَإِخْوانُکُمْ فِی الدِّینِ» (هغه کسان چې په جګړو کې به اسیران او بیا به مسلمانان شول؛ خو مسلمانانو به یې پلرونه نه پېژندل.)
3- «دیني رور»، یوه قرآني اصطلاح ده . «فَإِخْوانُکُمْ فِی الدِّینِ»
4- آزاد شوي مریان چې پلرونه یې معلوم نه دي، دوست او مولی ورته ووایئ. «وَ مَوالِیکُمْ»
5- په جرم کونه کې نیت او پوهه اغېزمنه ده . «أَخْطَأْتُمْ – تَعَمَّدَتْ قُلُوبُکُمْ»
6- د پېژندپاڼو او منسوبېدو اګاهانه ادلون بدلون، جرم دی «وَ لکِنْ ما تَعَمَّدَتْ قُلُوبُکُمْ»
7- د غیرې عمدي او خطايي ګناهونو نه حسابېدل، د الله تعالی د بښنې او لورنې له مخې دي. « لَیْسَ عَلَیْکُمْ جُناحٌ فِیما أَخْطَأْتُمْ. . . وَ کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً »
8- د الله تعالی بښنه، له لورنې او شفقت سره یوځای ده . «غَفُوراً رَحِیماً»
اَلنَّبِیُّ أَوْلی بِالْمُؤْمِنِینَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَ أَزْواجُهُ أُمَّهاتُهُمْ وَ أُولُوا الْأَرْحامِ بَعْضُهُمْ أَوْلی بِبَعْضٍ فِی کِتابِ اللّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُهاجِرِینَ إِلاّ أَنْ تَفْعَلُوا إِلی أَوْلِیائِکُمْ مَعْرُوفاً کانَ ذلِکَ فِی الْکِتابِ مَسْطُوراً«6»= پېغمبر خو مؤمنانو ته د دوی تر خپلو ځانونو لومړیت لري او مېرمنې يې د دوى ميندې دي او د الله په كتاب كې (د ميراث په باب) تر مؤمنانو او مهاجرينو (خو) خپلوان يو تر بله لومړيت لري؛ خو داچې (وغواړئ) له خپلو دوستانو سره ښېګڼه وكړئ (او په وصیت کې د خپلو مالونو يوه برخه وركړئ)؛ دا (حكم) په (الهي) كتاب كې ليكل شوى دى
ټکي:
* په مجمع البیان تفسیر کې لولو: پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د مسلمانانو (انصار او مهاجرینو) ترمنځ د رورولۍ تړون کړی وه، داسې چې د حقیقي رور په شان به یې یو له بله میراث وړه؛ ځکه په پیل کې مهاجرین له خپل ټاټوبي، مالونو او خپلوانو لرې شوي وه او د رورولۍ دې تړون دا هر څه جبرانول، تردې چې دا آیت نازل شو او دا شان میراث یې لغو کړ او د میراث کچه یې خپلوي وګڼله.
* چې کله د تبوک جګړې تګ ته د پېغمبر صلی الله علیه و آله حکم وشو؛ نو ځینو وویل: موږ باید له خپل موروپلاره اجازه واخلو. دا جمله نازله شوه «النَّبِیُّ أَوْلی بِالْمُؤْمِنِینَ». [2]
* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله چې د خم غدیر پر ورځ د الله په حکم، حضرت علي خپل ځایناستی معرفي کړ؛ نو انحضرت (ص) تر معرفۍ او ځایناستۍ مخکې دا جمله «أ لست اولی بکم من انفسکم» وویله او له دوی یې منښته واخیسته چې آیا ددې آیت له مخې زه تر تاسې – ان تر خپلو ځانونو مو – لومړیت نه لرم،؟! ټولو وویل: هو.
بيا پېغمبر صلی الله علیه و آله وویل: «من کنت مولاه فهذا علی مولاه»[3]
* پر مؤمنانو د پېغمبر لومړیت په حکومتي، وګړیز او ټولو مسایلو کې دی. «النَّبِیُّ أَوْلی» لکه څرنګه چې د همدې سورت په ۳۶ ام آیت کې وایو: نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نه لري د خپل (همدې) كار په باب (د الله د حکم پرخلاف) څه واک ولري. «ما کانَ لِمُؤْمِنٍ وَ لا مُؤْمِنَهٍ إِذا قَضَی اللّهُ وَ رَسُولُهُ أَمْراً أَنْ یَکُونَ لَهُمُ الْخِیَرَهُ» په ډېرو روایتونو کې راغلي: پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله، امامانو ته هم پر دې لومړیت قایل و. [4]
* په یوه حدیث کې راغلي: رسول الله صلی الله علیه و آله وویل:
«والذّی نفسی بیده لا یؤمن احدکم حتّی اکون احَبَّ الیه من نفسه و ماله و ولده والناس اجمعین» پر هغه الله قسم چې زما ساه یې په لاس کې ده، تر هغه به ستاسې د یوه ایمان هم کامل نشي؛ خو داچې تر ځان، مال او اولادونو او تر ټولو خلکو ډېره مینه راسره ولري [5]
پېغامونه:
1- پېغمبر پر ټولو مؤمنانو بشپړ ولایت لري او انحضرت پر خلکو، د دوی پر چارو د دوی تر خپل ولایت او برلاسۍ برتر دی . «النَّبِیُّ أَوْلی بِالْمُؤْمِنِینَ» (په اسلامي ټولنه کې باید دین سالاري وي.)
2- پر الله تعالی د ایمان لازمه، د رسول الله د ولایت منل دي. «النَّبِیُّ أَوْلی»
3- د پېغمبر د مېرمنو درناوی لازم دی. «أَزْواجُهُ أُمَّهاتُهُمْ» ( ان د پېغمبر تر رحلت وروسته، څوک ورسره د واده کولو حق نه لري.)
4- داچې د پېغمبر مېرمنې د مور په توګه ګڼل شوي؛ نو دا ددې سبب نشي کېدای چې له خلکو میراث یوسي. «وَ أَزْواجُهُ أُمَّهاتُهُمْ وَ أُولُوا الْأَرْحامِ بَعْضُهُمْ أَوْلی بِبَعْضٍ»
5- خپلولي او کورنۍ خپلوي، لومړیت لري. «أُولُوا الْأَرْحامِ بَعْضُهُمْ أَوْلی بِبَعْضٍ»
6- د میراث ثابت قوانین دې د بېوزلیو دوستانو د لاسنیوي خنډ نشي. «إِلاّ أَنْ تَفْعَلُوا إِلی أَوْلِیائِکُمْ مَعْرُوفاً»
7- په میراث کې د خپلوانو لومړیت پر وصیت تر عمل روسته دی. « وَ أُولُوا الْأَرْحامِ بَعْضُهُمْ أَوْلی بِبَعْضٍ. . . إِلاّ أَنْ تَفْعَلُوا. . . » ( هو، که چا وصیت کړی وي چې د مال یوه برخه دې پر دوستانو وویشل شي؛ نو لومړی باید پر وصیت عمل وشي او بیا دې وویشل شي.)
8- په کورنۍ چارو کې احکام او حقوقي مسایل دې جدي ونیول شي. «فِی الْکِتابِ مَسْطُوراً»
9- د چارو ثبت، ضبط او کښل، یو الهي کار دی. «فِی الْکِتابِ مَسْطُوراً»
وَ إِذْ أَخَذْنا مِنَ النَّبِیِّینَ مِیثاقَهُمْ وَ مِنْکَ وَ مِنْ نُوحٍ وَ إِبْراهِیمَ وَ مُوسی وَ عِیسَی ابْنِ مَرْیَمَ وَ أَخَذْنا مِنْهُمْ مِیثاقاً غَلِیظاً«7»= او (درياد كړه) چې کله موږ له پېغمبرانو ټينګه ژمنه واخسته او(همداراز) له تا؛ نوح، ابراهيم، موسى او عيسى د مريمې له زوى او موږ له دې ټولو پخه ژمنه اخستې ده (چې د رسالت او تبليغ د پازوالۍ په ترسره كولو كې ناغېړي ونه کړئ).
ټکي:
* په پېغمبرانو کې پینځه یې اولوا العزم ول؛ یعنې د کتاب او شریعت خاوندان وه او له الله تعالی سره د ځانګړي مقام خاوندان دي ، په دې آیت کې د دوی نامې په ځانګړې توګه اخستل شوي.
البتّه د اسلام پېغمبر تر ټولو مخکې بیان شوی، چې دا د یوه بل عظمت ښودونکی دی، [6] لکه څرنګه چې د حضرت عیسی د مور نامه اخستل شوې چې د حضرت مریم ځانګړي موقعیت او د حضرت عیسی معجزه ډوله زېږون ښيي.
پېغامونه:
1- روحي او روزنیزې چمتو سازۍ ته له تاریخ او الهي قوانینو سره آشنايي لازمه ده. ( که له تا ژمنه اخلو؛ نو زموږ دود او کړنلار دا ده چې له ټولو پېغمبرانو مو ژمنه اخستې ده.) «أَخَذْنا مِنَ النَّبِیِّینَ»
2- که پېغمبر پر خلکو لومړیت لري؛ نو هماغسې دروند مسولیت او ژمنه یې هم پر غاړې ده.
«أَخَذْنا – مِیثاقَهُمْ وَ مِنْکَ» چې څوک هم غوره مقام لري؛ نو دنده یې هم سخته ده.
(الله له ټولو انبیاوو ژمنه واخسته؛ خو له اولوالعزم پېغمبرانو، یې پخه ژمنه واخسته) «مِیثاقاً غَلِیظاً»
لِیَسْئَلَ الصّادِقِینَ عَنْ صِدْقِهِمْ وَ أَعَدَّ لِلْکافِرِینَ عَذاباً أَلِیماً«8»= چې (الله) له رښتينو (په ايمان او نېك عمل کې) د دوی رښتينولي وپوښتي او كافرانو ته یې دردناك عذاب چمتو كړى دى!
ټکي:
* ښايي له صادقین ځنې مراد، انبیا وي؛ یعنې الله تعالی ترې ژمنه واخسته چې په قیامت کې یې د هماغه ژمنې له مخې وپوښتي او ښايي مراد دا وي چې خلکو ته د وحې په ابلاغ کې، الله تعالی له انبیاوو سخته ژمنه واخسته چې د خلکو رښتینولي او یا کفر وپوښتل شي.
* په قرآن کې صادقان ځانګړی ځای لري چې په «صَدَقُوا ما عاهَدُوا اللّهَ عَلَیْهِ»، [7]«أُولئِکَ هُمُ الصّادِقُونَ» [8]و «کُونُوا مَعَ الصّادِقِینَ» [9] په تعبیرونو یادونه ترې شوې ده.
* امام صادق (رح) وویل: « داچې رښتیني د خپلو رښتیاوو په اړه پوښتل کېږي، چې په کوم نیت و او له مخې یې بدله ورکول کېږي؛ نو د دروغجن به څه حال وي؟!»[10]
* په دې آیت کې ددې پر ځای چې د کافرین مخې ته مؤمنان راشي، صادقین راغلي؛ یعنې رښتینولي د ایمان نه بېلدونې لازمه ده.
پېغامونه:
1- الهي ژمنه اخستل موخه لري او موخه، له کافرانو ځنې د رښتینو (صادقانو) بېلول دي . «لِیَسْئَلَ الصّادِقِینَ – أَعَدَّ لِلْکافِرِینَ»
2- له صداقت او رښتینولۍ لرېتوب، کفر ته ورنژدې والی دی «الصّادِقِینَ – لِلْکافِرِینَ»
یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اذْکُرُوا نِعْمَهَ اللّهِ عَلَیْکُمْ إِذْ جاءَتْکُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ رِیحاً وَ جُنُوداً لَمْ تَرَوْها وَ کانَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیراً«9» = مؤمنانو! پر تاسې د الله هغه پېرزوينه درياده كړئ، چې [ په احزاب جګړې کې] لښكرو یرغل درباندې يرغل وکړ؛ نو موږ یوه سیلۍ پرې وروالوځوله او (داسې) لښكرې مو ورکوزې كړې، چې تاسې نه ليدې او څه چې كوئ، الله يې لیدونکی دى.
ټکي:
* دا آیت او تردې روسته شپاړلس آیتونه، په احزاب جګړې پورې اړوند دي، چې پر پینځم هجري کال پېښه شوه. په دې جګړه کې یهودانو، مشرکانو او منافقینو د کودتا او د مدینې د نیولو هوډ کړی و. مسلمانانو د سلمان فارسي (رض) په وړاندیز او د رسول الله صلی الله علیه و آله په هوکړه د مدینې په شاوخوا کې خندق یا کنده وکنله او د دښمنانو په مقابل کې یې څوار وکړ. د کندې په کنلو کې لومړی مېتی یا کلنګ خپله پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم وواهه او چې هر ځل به رسول الله مېتی وهه او څپرغۍ به ترې راپورته کېده؛ نو د نړۍ پر یوې سیمې یې د اسلام د بریا زیری ورکاوه. الله تعالی په دې جګړه کې په باد او پرښتو د مسلمانانو مرسته وکړه.
پېغامونه:
1- د الهي مرستو د ترلاسه کونې شرط، ایمان او کوښښ دی . «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اذْکُرُوا نِعْمَهَ اللّهِ» (مسلمانان دفاع ته چمتو شول، خندق یې وکنه او بیا مرسته ورسره وشوه.)
2- د نعمتونو پر یادولو الله تعالی هم سپارښتنه کوي . «اذْکُرُوا نِعْمَهَ اللّهِ» د الهي مرستو یادول د جنګیالیو روحېه غښتلې کوي.
3- انسان هېرېدونکی دی او یادونې ته اړتیا لري. «اذْکُرُوا نِعْمَهَ اللّهِ»
4- د جنود (لښکر( ځواب دې پر جنود ورکړ شي. جاءَتْکُمْ جُنُودٌ – فَأَرْسَلْنا. . . جُنُوداً
5- بریاوې، د الله تعالی له لوري وګڼو «فَأَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ»
6- د الله تعالی په اراده بادونه هم سرتېري کېږي . «فَأَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ رِیحاً»
7- پرښتې، هم مؤمنانو ته دعا کوي، هم زیری ورکوي او هم مرسته ورسره کوي.
«فَأَرْسَلْنا – جُنُوداً»
8- که الله تعالی وویني چې موږ پر خپله دنده عمل کوو؛ نو خپلې مرستې راباندې نازلوي. «کانَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیراً»
إِذْ جاؤُکُمْ مِنْ فَوْقِکُمْ وَ مِنْ أَسْفَلَ مِنْکُمْ وَ إِذْ زاغَتِ الْأَبْصارُ وَ بَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَناجِرَ وَ تَظُنُّونَ بِاللّهِ الظُّنُونَا«10»= (درياد كړئ) چې کله دوى ستاسې (پر ښار) لاندې باندې (په یرغل) درغلل (او له مدينې راچاپېره شول) او هغه وخت، چې سترګې (له ډېرې وېرې) ټېغې وختې او زړونه ستونو ته راورسېدل او پر الله مو راز راز ګومانونه وكړل.
هُنالِکَ ابْتُلِیَ الْمُؤْمِنُونَ وَ زُلْزِلُوا زِلْزالاً شَدِیداً«11»= هملته مؤمنان (له منافقينو) وازمېيل شول او سخت ولړزول شول.
پېغامونه:
1- هله د الهي لورنو خوند څکلای شئ، چې ترخې نندارې ځان ته انځور کړئ. «إِذْ جاؤُکُمْ – إِذْ زاغَتِ»
2- مسلمانان باید د خپل هېواد پر ټولو پولو څارنه ولري. «فَوْقِکُمْ – أَسْفَلَ مِنْکُمْ»
3- روحي حالتونه پر جسم اغېز پرېباسي. (وېره ددې لاملېږي چې سترګې او زړه خپل عادي کار له لاسه ورکړي، د سترګو ټیغ راوتل او د زړه د درزار زیاتوالی یې بېلګي دي.) «زاغَتِ الْأَبْصارُ وَ بَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَناجِرَ»
4- ځینې مسلمانان د سختیو په لیدنې، د الله تعالی پر ځواک راز راز ګومانونه کوي. «تَظُنُّونَ بِاللّهِ»
5-مؤمن د ازمېښت په درشل کې دی. «ابْتُلِیَ الْمُؤْمِنُونَ»
6- جګړه، وېره، وحشت او سخت شرایط ازمېښتوزلې دي. «هُنالِکَ ابْتُلِیَ»
7- په سختیو کې انسانان پېژندل کېږي او لیکې جلا کېږي. «هُنالِکَ ابْتُلِیَ»
8- د انسان ټینګښت، په روحي ټنیګښت پورې یې تړلی دی . ( که روح ټکنی شو؛ نو انسان څپڅپاندېږي.) «زُلْزِلُوا»
وَ إِذْ یَقُولُ الْمُنافِقُونَ وَ الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ ما وَعَدَنَا اللّهُ وَ رَسُولُهُ إِلاّ غُرُوراً«12»=
او (همداراز درياد كړه) چې كله منافقانو او هغوى چې په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده، ويل: ((الله او استازي يې يوازې چلوټه راسره كړې وه.))
پېغامونه:
1- د منافقینو تبلیغاتي هڅې همیشنۍ دي. «یَقُولُ الْمُنافِقُونَ»
2- د جنګیالیو نهیلول او د روحېې یې کمزورونه د انحراف او نفاق نښه ده. « ما وَعَدَنَا اللّهُ. . . »
وَ إِذْ قالَتْ طائِفَهٌ مِنْهُمْ یا أَهْلَ یَثْرِبَ لا مُقامَ لَکُمْ فَارْجِعُوا وَ یَسْتَأْذِنُ فَرِیقٌ مِنْهُمُ النَّبِیَّ یَقُولُونَ إِنَّ بُیُوتَنا عَوْرَهٌ وَ ما هِیَ بِعَوْرَهٍ إِنْ یُرِیدُونَ إِلاّ فِراراً«13»= او (همداراز درياد كړه) چې کله د دوی يوې ډلې وويل: ((د يثرب (مدينې) خلكو! دا مو د تمېدو ځاى نه دى؛ نو (خپلو كورونو ته) ورستانه شئ)) او يوې ډلې يې له پېغمبره د ستنېدو اجازه وغوښته او ويل يې: ((په رښتینه كې كورونه مو بې څوكه دي)) حال دا بې څوكه نه ول، يوازې یې (له جګړې) تېښته غوښته.
پېغامونه:
1- ځینو دوه مخو ددې اوازو په خورونې، «قالَتْ طائِفَهٌ. . . لا مُقامَ لَکُمْ» او ځینو له جګړې څخه د تېښتې له لارې ، «یَسْتَأْذِنُ فَرِیقٌ مِنْهُمُ» د مؤمنینو د روحېې د کمزورولو په لټه کې وه.
2- منافقان هڅه کوي، مومنان له دیني فرهنګه، ان په نامه ایښوونه کې هم لرې کړي ( د مدینې پر ځای یې وویل: یثرب) « یا أَهْلَ یَثْرِبَ»
3- د جنګیالیو د روحېې د کمزورولو په موخه د منافقانو له تبلیغاتو غافل نشو. «لا مُقامَ لَکُمْ»
4- د جګړې بولندوی خپله پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله و. «یَسْتَأْذِنُ فَرِیقٌ مِنْهُمُ النَّبِیَّ»
5- وسله وال پوځ باید داسې منظم وي چې یو څوک دې هم له لښکره بې اجازې د وتنې حق ونلري. «یَسْتَأْذِنُ فَرِیقٌ مِنْهُمُ النَّبِیَّ»
6- د یوه جنګیالي لپاره فکري او کورنی امنیت او آرامتیا دومره اړینه ده چې منافقینو به ترې له جګړې څخه د تېښتې یوه پلمه جوړوله. «إِنَّ بُیُوتَنا عَوْرَهٌ»
7- څوک چې له کور او ژونده زړه ونشلوي، بریالی کېدای نشي. «إِنَّ بُیُوتَنا عَوْرَهٌ»
8- منافق، ډارن او پلمه ګر دی . ( د زړورتیا د نه درلودنې له کبله، د څرګند دریځ پر ځای، پلمې کوي) «بُیُوتَنا عَوْرَهٌ»
9- دښمن د مذهب پر ضد مذهب کاروي. (د منافقینو پلمه «د ناموس ساتنه» وه، چې یو مذهبي حکم و) «بُیُوتَنا عَوْرَهٌ»
10- وحې، د منافقینو پرېوتي افکار برسیروي او دوی رسوا کوي . «وَ ما هِیَ بِعَوْرَهٍ إِنْ یُرِیدُونَ إِلاّ فِراراً»
وَ لَوْ دُخِلَتْ عَلَیْهِمْ مِنْ أَقْطارِها ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَهَ لَآتَوْها وَ ما تَلَبَّثُوا بِها إِلاّ یَسِیراً«14»= او (دوى له روحي پلوه په داسې حالت کې وو) كه دښمن د ښار له څنډو پرې ورننووتى د فتنې؛ اړودوړ او شرك ته د ورګرځېدو وړانديز یې ورته كړى واى؛ نو مانه يې او (ددې لارې په منلو كې يې) لږ ډيل هم نه كاوه.
وَ لَقَدْ کانُوا عاهَدُوا اللّهَ مِنْ قَبْلُ لا یُوَلُّونَ الْأَدْبارَ وَ کانَ عَهْدُ اللّهِ مَسْؤُلاً«15»= او په يقين تردې مخكې دوی له الله سره ژمنه كړې وه، چې دښمن ته به شا نه وراړوي او له الله سره شوې ژمنه پوښتلېږي (او پر وړاندې يې ژمن دي).
ټکي:
* له جګړې څخه نه تېښته، «لا یُوَلُّونَ الْأَدْبارَ» پر الله تعالی او پېغمبر د ایمان له شرایطو دی؛ الله تعالی وايي: ددې ژمنه په اړه به وپوښتل شئ. «کانَ عَهْدُ اللّهِ مَسْؤُلاً»
پېغامونه:
1- دښمن د فتنې رامنځته کونې لپاره له داخلي منافقینو مرسته اخلي. «سُئِلُوا الْفِتْنَهَ»
2- منافقین په آسانۍ له حق مخ اړوي او دښمن ته مخه کوي او فتنه راولاړوي. «لَآتَوْها»
3- په بیړه او بې فکره د کافرانو غوښتنه منل، د بې هویتۍ نښه ده. « سُئِلُوا. . . ما تَلَبَّثُوا بِها إِلاّ یَسِیراً»
4- ژمنه مهمه نه ده، وفا پرې مهمه ده . «عاهَدُوا اللّهَ. . . لا یُوَلُّونَ الْأَدْبارَ»
5- د الله تعالی ژمنه سرسري ونه ګڼو، هرومرو پوښتلېږو. «کانَ عَهْدُ اللّهِ مَسْؤُلاً»
قُلْ لَنْ یَنْفَعَکُمُ الْفِرارُ إِنْ فَرَرْتُمْ مِنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَ إِذاً لا تُمَتَّعُونَ إِلاّ قَلِیلاً«16»=
(پېغمبره) ووايه: ((كه له مرګ يا وژنې وتښتئ؛ نو تېښته ستاسې پر ګټه نه ده او (چې وتښتېدئ؛ نو) په هغه وخت كې به له ژونده د ګټې او خوند اخستو ډېر لږ وخت په لاس درشي.))
پېغامونه:
1- د مرګ په څېر، د الله تعالی له حتمي مقدراتو تښتېدای نشو. « لَنْ یَنْفَعَکُمُ الْفِرارُ. . . مِنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ»
2- د ژرتېرو بریاوو په پار ابدي نېکمرغي له لاسه مه ورکوئ. «لا تُمَتَّعُونَ إِلاّ قَلِیلاً»
قُلْ مَنْ ذَا الَّذِی یَعْصِمُکُمْ مِنَ اللّهِ إِنْ أَرادَ بِکُمْ سُوءاً أَوْ أَرادَ بِکُمْ رَحْمَهً وَ لا یَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ وَلِیًّا وَ لا نَصِیراً«17»= ووايه: ((كه [الله] تاسې ته کوم زيان يا کومه لورنه وغواړي (؛ نو) هغه څوك دى، چې د الله له (ارادې) مو وساتي؟))؛ نو هغوى (منافقان) به (ځان ته) بې له الله هېڅ پالندوى او مرستندوى ونه مومي.
ټکي:
* د انسان لپاره د الله تعالی د سختیو او کړاوونو اراده په دې مانا ده چې انسان پخپله اراده او د ناوړه کړنو په کولو (لکه له جګړې تېښته) ځان د الهي قهر اور ته ورکاږي او داچې ټول کارونه په الهي اراده کېږي؛ نو سختۍ هم الله تعالی ته ورمنسوبېږي.
پېغامونه:
1- وجدانونه په پوښتنې کولو راويښ کړئ. « قُلْ مَنْ. . . یَعْصِمُکُمْ مِنَ اللّهِ»
2- رحمت و عذاب، خواږه او تراخه د الله تعالی د ارادې په کړۍ کې انسان ته رسي.
«أَرادَ بِکُمْ سُوءاً – أَرادَ بِکُمْ رَحْمَهً» (البتّه د الله کړاو یا رحمت د حکمت له مخې دی.)
قَدْ یَعْلَمُ اللّهُ الْمُعَوِّقِینَ مِنْکُمْ وَ الْقائِلِینَ لِإِخْوانِهِمْ هَلُمَّ إِلَیْنا وَ لا یَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلاّ قَلِیلاً«18»= په يقين الله له تاسې نه هغوى (ښه) پېژني چې: (خلك) له جګرې منع كوي او خپلو روڼو ته وايي: ((خوا ته مو راشئ (او ځان له جګړې راوباسئ)))؛ (دوى کمزوري او ډارن دي) او په سخته (جګړه) كې یوازې ډېر لږ یې برخه اخلي.
ټکي:
* «معوق» د مخنیوونکي او «بأس» د سختۍ، جهاد او هڅو په مانا دی .
* په قرآن کې ډول ډول رورۍ ته اشاره شوې ده:
الف: طبیعي روري چې د موروپلار له خوا وي.
ب: دیني روري چې د یوه دین درلودنې له کبله ترلاسه کېږي «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَهٌ»[12]
ج: سیاسي او ګوندي روري چې په دې آیت کې ورته اشاره شوې.
د: چلنیزه روري چې د لاروۍ له کبله ترلاسه کېږي. لکه بېځایه لګښتیان یا مبذّرین، چې د شیطان روڼه معرفي شوي دي. «إِنَّ الْمُبَذِّرِینَ کانُوا إِخْوانَ الشَّیاطِینِ» [13]
* د «الْقائِلِینَ لِإِخْوانِهِمْ» له جملې مراد، له جګړې ځنې د تېښتې لپاره، ضعیف الایمانه مسلمانانو ته د منافقینو بلنه ده.
پېغامونه:
1- الله تعالی د دښمنانو له ټولو حرکاتو او ناوړه تبلیغاتو، خبر دی. «یَعْلَمُ اللّهُ»
2- ډارن منافقین چې خپله له جګړې تښتي، په جګړه کې د نورو د شتون هم خنډ ګرځي. اَلْمُعَوِّقِینَ. . . اَلْقائِلِینَ
3- د جنګیالیو هر ډول ماڼیجنول/ زړه ماتی، د الله تعالی په نزد ګناه ده. « یَعْلَمُ اللّهُ. . . اَلْقائِلِینَ. . . »
هَلُمَّ إِلَیْنا
4- سنګر ته تګ مهم نه دی، په سنګر کې پاتېدنه مهمه ده. «لا یَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلاّ قَلِیلاً»
أَشِحَّهً عَلَیْکُمْ فَإِذا جاءَ الْخَوْفُ رَأَیْتَهُمْ یَنْظُرُونَ إِلَیْکَ تَدُورُ أَعْیُنُهُمْ کَالَّذِی یُغْشی عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَإِذا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوکُمْ بِأَلْسِنَهٍ حِدادٍ أَشِحَّهً عَلَی الْخَیْرِ أُولئِکَ لَمْ یُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللّهُ أَعْمالَهُمْ وَ کانَ ذلِکَ عَلَی اللّهِ یَسِیراً«19»= (او) دوى (په ټولو څيزونو كې) پر تاسې بخيلان دي؛ نو چې د ډار (او كړكېچ شېبې) راشي (؛ نو) ته به وينې، چې د مرګوني په شان رډ رډ درګوري او چې د ډار وخت تېر شي؛ نو پر تاسې (د بياتي په څېر) تېرې ژبې درپرانځي (او له غنيمتونو خپله برخه غواړي) حال دا په مالونو كې حريص او بخيل دي، دوی (په حقیقت کې) ايمان راوړى نه دى؛ نو الله يې كړنې تباه كړې او دا (كار) الله ته اسان دى.
ټکي:
* د «أَشِحَّهً» کلمه د «شحیح» جمع له «شح» څخه د هغه بخل په مانا ده چې له حرص سره یوځای وي.
«سَلَقُوکُمْ» له«سلق»، د مغلوبولو او ماتې ورکونې په مانا ده؛ یعنې غواړي چې په ډنډورو او تېرو ژبو مسلمانان مغلوب او مات کړي. «حِدادٍ» د «حدید» جمع د تیز، توند، خویه او غوسناک په مانا دی .
پېغامونه:
1- منافقین، کله هم ستاسې خیرغواړي نه دي؛ د خطر پر مهال په جګړه کې له مرستې او پکې له ګډونه بخل کوي، «أَشِحَّهً عَلَیْکُمْ» او د خطر تر لرې کېدو روسته، ولجو تر لاسه کولو ته حریص وي. « أَشِحَّهً عَلَی الْخَیْرِ»
2- منافقین، سختۍ د پېغمبر او مسلمانانو له لوري ګڼي. « فَإِذا جاءَ الْخَوْفُ. . . یَنْظُرُونَ إِلَیْکَ»
3- منافقین په کړکېچنو شرایطو کې خپل انډول له لاسه ورکوي. « فَإِذا جاءَ الْخَوْفُ. . . تَدُورُ أَعْیُنُهُمْ»
4- روحي حالات د انسان پر څېره اغېز پرېباسي. «تَدُورُ أَعْیُنُهُمْ»
5- منافقین، کم کاره او د لاپو شاپو والا دي. د جګړې او سختۍ پر مهال خورا ډارن او د سوکالۍ پر مهال ډېر تمه لرونکي کسان دي. «أَشِحَّهً عَلَیْکُمْ – أَشِحَّهً عَلَی الْخَیْرِ»
6- ډار، بخل، تېره ژبه، او بېځایه تمه د منافقینو له څرګندو نښو ځنې دي. «أَشِحَّهً -تَدُورُ أَعْیُنُهُمْ – بِأَلْسِنَهٍ حِدادٍ»
7- د ګناهګارانو د کړنو تباه کېدنه، حکیمانه او د انسان د خپلو کړنو پر بنسټ دي. «لَمْ یُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللّهُ أَعْمالَهُمْ»
8-نفاق، د اعمالو د تباه کېدنې لامل دی . «فَأَحْبَطَ اللّهُ أَعْمالَهُمْ»
9- د منافقینو چلن، (بخل، تېره ژبه او په جګړو کې له شتون ځنې د خلکو ماڼیجنول/ زړه ماتی. . .) د الله تعالی د ارادې لپاره کومه ستونزه نشي رامنځته کولای . «کانَ ذلِکَ عَلَی اللّهِ یَسِیراً»
یَحْسَبُونَ الْأَحْزابَ لَمْ یَذْهَبُوا وَ إِنْ یَأْتِ الْأَحْزابُ یَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُمْ بادُونَ فِی الْأَعْرابِ یَسْئَلُونَ عَنْ أَنْبائِکُمْ وَ لَوْ کانُوا فِیکُمْ ما قاتَلُوا إِلاّ قَلِیلاً«20»= (منافقان) انګېري د احزابو لښكر ستون شوی نه دی او كه (بل ځل) د احزابو (لښكر) راشي؛ (له وېرې) دا ښه ګڼي، چې په بيديا كې له بانډيڅيانو عربانو سره واړوي (او له هماغه ځايه) حالات مو وپوښتي او كه ( احیاناً دغه منافقان) په تاسې كې هم واى؛ نو ډېرو لږو يې جګړه كوله.
ټکي:
* ښار مېشتي عرب ته «عربي» او بانډیڅي عرب ته «اعرابي» ویل کېږي. د «بادُونَ» کلمه د «بادی» جمع ده او هغه ته ویل کېږي چې په بېدیا کې هستوګن وي.
پېغامونه:
1- ډارن او سست ایمانه خلک، دښمن تل تر مسلمانانو پیاوړی انګېري. ( منافقینو انګېرله، چې د یهودو او مشرکینو احزاب مدینه سوبه نه کړي، خواره واره به نشي). «یَحْسَبُونَ الْأَحْزابَ لَمْ یَذْهَبُوا»
2- ځان بایلودنه، له انسانه پر واقعیاتو د پوهېدنې ځواک اخلي. « یَحْسَبُونَ. . . لَمْ یَذْهَبُوا»
3- سست ایمانه خلک، په دیني ټولنه کې د ژوند په پرتله له فرهنګه په لرې ټولنو کې ژوند غوره ګڼي. «یَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُمْ بادُونَ»
4- سست ایمانه خلک په ټولنه کې د شتون پر ځای، ځانونه د ورځپاڼو پر ویلو او د خبرونو پر اورېدنې بوختوي. «یَسْئَلُونَ عَنْ أَنْبائِکُمْ»
5- سست ایمانه، د جګړې او څوار/ استقامت خلک نه دي. «ما قاتَلُوا إِلاّ قَلِیلاً»
لَقَدْ کانَ لَکُمْ فِی رَسُولِ اللّهِ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ لِمَنْ کانَ یَرْجُوا اللّهَ وَ الْیَوْمَ الْآخِرَ وَ ذَکَرَ اللّهَ کَثِیراً«21»= په يقين، د الله د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي.
ټکي:
* «أُسْوَهٌ» په ښو کارونو کې د نورو د لاروۍ په اړه کارېږي. په قرآن کې دا کلمه د دوه عظیم الشّأن پېغمبرانو په اړه راغلې ده: یوه د ابراهیم علیه السلام او بله د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په اړه. په زړه پورې خو دا ده چې د حضرت ابراهیم بېلګه توب له شرک او مشرکانو ځنې د برائت او کرکې په اړه دی او د اسلام د پېغمبر بېلګه توب په اړوند آیتونو کې د دښمن په مقابل کې د درېدنې په اړه مطرح شوی دی.
* د احزابو په جګړه کې د پېغمبر ونډه د بولندویانو لپاره بېلګه ده: لښکر ته لارښوونه، هیله ورکول، د کندې کېندل، حماسي شعار ورکونه، دښمن ته ورنژدې کېدنه او څوار/ استقامت. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: د جګړې پر مهال موږ ټولو پېغمبر ته پناه وړه او انحضرت به تر موږ ټولو دښمن ته ورنږدې و. «اتقینا برسول الله صلی الله علیه و آله فلم یکن منا اقرب الی العدو منه» [14]
* دا آیت د احزابو د جګړې د آیتونو په منځ کې دی؛ خو د پېغمبر بېلګه والی یوازې په جګړې پورې تړاو نه لري او پېغمبر په ټولو برخو کې مؤمنانو ته غوره بېلګه ده.
پېغامونه:
1- د پېغمبر په بېلګه توب کې شک مه کوئ . «لَقَدْ»
2- د پېغمبر بېلګه توب، همیشنی دی. «کانَ»
3- د پېغمبر وینا، چلن او با مانا چوپتیا حجت دی. «لَکُمْ فِی رَسُولِ اللّهِ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ»
4- د بېلګې معرّفي، د روزنې له طریقو ده. «لَکُمْ – أُسْوَهٌ»
5-باید ښه بېلګه معرفي کړو، چې خلک په بدلو بېلګو پسې ولاړ نشي. «رَسُولِ اللّهِ أُسْوَهٌ»
6- د تبیلغ غوره طریقه، عملي بلنه ده. «أُسْوَهٌ»
7- هغوی پېغمبراکرم (ص) خپله بېلګه کولای شي، چې په زړه کې یې ایمان او د الله تعالی یاد وي. « لِمَنْ کانَ یَرْجُوا اللّهَ. . . »
8- بېلګې چې څومره هم غوره وي؛ خو انسان دې الله تعالی نه هېروي. «رَسُولِ اللّهِ أُسْوَهٌ – ذَکَرَ اللّهَ کَثِیراً»
وَ لَمّا رَأَ الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزابَ قالُوا هذا ما وَعَدَنَا اللّهُ وَ رَسُولُهُ وَ صَدَقَ اللّهُ وَ رَسُولُهُ وَ ما زادَهُمْ إِلاّ إِیماناً وَ تَسْلِیماً«22»= او همدا چې مؤمنانو د احزابو لښكر وليد، و يې ويل: ((دا هماغه دى، چې الله او استازي یې ژمنه راسره كړې وه او الله او استازي يي رښتيا ويلي وو.)) او (دې مطلب) یې ايمان او غاړه ايښوول لا ورزيات كړل.
ټکي:
* په ۱۲ آم آیت کې مو ولوستل چې منافقینو او په زړه ناروغانو د پېغمبر ژمنې چل ول ونومولې؛ خو په دې آیت کې مؤمنان دا ژمنې رښتنې ګڼي.
* په تېرو دوو آیتونو کې وویل شو چې سست ایمانې ډلې هیله درلوده چې د دښمن د برید پر مهال په لرې پرتو سیمو کې وای؛ خو په دې آیت کې وايي: مؤمنینو چې دښمن ولید؛ نو پر الله تعالی یې ایمان او ورته غاړه ايښوول لا ورزیات شول.
پېغامونه:
1- ایمان د ځواک لامل دی . « رَأَ الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزابَ قالُوا. . . »
2- منافقین، ناسوب دښمن، حاضر ګڼي؛ «یَحْسَبُونَ الْأَحْزابَ لَمْ یَذْهَبُوا» خو مؤمنین حاضر او یرغلګر دښمن ناڅیزه ګڼي. « وَ لَمّا رَأَ الْمُؤْمِنُونَ. . . – هذا ما وَعَدَنَا اللّهُ»
3- د یو موټي دښمن یرغل، د مؤمن لپاره ناببره نه دی. «هذا ما وَعَدَنَا اللّهُ»
4- د پېغمبر خبره، هماغه د الله تعالی خبره ده . «وَعَدَنَا اللّهُ وَ رَسُولُهُ»
5-پېغمبر صلی الله علیه و آله مسلمانان د احزابو له جګړې خبر کړي وه. «هذا ما وَعَدَنَا اللّهُ وَ رَسُولُهُ»
6- مؤمنین، د الله تعالی او د ده د رسول د ژمنو پوره کېدل حتمي ګڼي. «وَعَدَنَا اللّهُ وَ رَسُولُهُ – صَدَقَ اللّهُ وَ رَسُولُهُ»
7- مؤمن ته جګړه او جبهه، د ودې لامل دی. «ما زادَهُمْ إِلاّ إِیماناً وَ تَسْلِیماً»
8-مؤمنین، د دښمنانو له شمېرې او جوړښته نه وېرېږي. «ما زادَهُمْ إِلاّ إِیماناً»
9- ایمان و تسلیم، درجې او مراتب لري . «ما زادَهُمْ إِلاّ إِیماناً وَ تَسْلِیماً»
10- د الله تعالی او رسول د ژمنو پوره کېدل د مؤمنینو ایمان لا پسې زیاتوي. « وَ لَمّا رَأَ الْمُؤْمِنُونَ. . . ما زادَهُمْ إِلاّ إِیماناً وَ تَسْلِیماً »
مِنَ الْمُؤْمِنِینَ رِجالٌ صَدَقُوا ما عاهَدُوا اللّهَ عَلَیْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضی نَحْبَهُ وَ مِنْهُمْ مَنْ یَنْتَظِرُ وَ ما بَدَّلُوا تَبْدِیلاً«23»= په مؤمنانو کې داسې میړني دي، چې له الله سره پر كړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او شهيدان شول) او ځينې (لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله.
ټکي:
* د «نحب» کلمه ډېرې ماناوې لري؛ خو دلته د هغه نذر، ژمنې او تړون په مانا ده چې ان پایله یې مرګ یا لوی خطر وي.
* د هغې ډلې په مقابل کې چې د سوکاله ژوند غوښتونکي وه، «یَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُمْ بادُونَ فِی الْأَعْرابِ» [15] یوه ډله داسې هم وه چې د شهادت په تمه وه. «وَ مِنْهُمْ مَنْ یَنْتَظِرُ»
* حضرت امام حسین (رض) په کربلا کې له خپلو یارانو سره د خدای په امانۍ پر مهال او د شهیدانو پر سر دا آیت لوسته. [16]
پېغامونه:
۱- د نورو د کمالاتو رانقلول، د روزنې یوه لار ده. « مِنَ الْمُؤْمِنِینَ رِجالٌ. . . »
۲- تر شهادته له حقه دفاع، په ایمان کې د رښتینولۍ نښه ده. «صَدَقُوا ما عاهَدُوا اللّهَ»
۳- ژمنتیا او تعهّد، لازم الاجرا او عمل پرې د رښتینولۍ نښه ده. «صَدَقُوا ما عاهَدُوا»
۴- د شهداوو درناوی یو قرآني پېغام او درس دی . «فَمِنْهُمْ مَنْ قَضی نَحْبَهُ»
۵- د شهادت انتظار هم یو ارزښت دی. «وَ مِنْهُمْ مَنْ یَنْتَظِرُ» د الله تعالی د لقا لپاره چمتووالی د مؤمنینو له صفاتو دی.
۶- د شهادت باب پرانستی دی. «وَ مِنْهُمْ مَنْ یَنْتَظِرُ»
۷- د ځینو مؤمنینو شهادت، د نورو مؤمنینو د پر شاتګ او زړه ماتۍ لامل نه دی.
(مؤمن سره له دې چې د خپلو ملګرو او عزیزانو شهادت ویني؛ خو بیا هم د شهادت په تمه وي) «وَ مِنْهُمْ مَنْ یَنْتَظِرُ»
۸- رښتیني مؤمنین له الله تعالی سره پر کړې ژمنې او تړون ولاړ دي او ان د ملګرو او عزیزانو شهادت یې هم روحېه نشي بدلولای. «وَ ما بَدَّلُوا تَبْدِیلاً»
لِیَجْزِیَ اللّهُ الصّادِقِینَ بِصِدْقِهِمْ وَ یُعَذِّبَ الْمُنافِقِینَ إِنْ شاءَ أَوْ یَتُوبَ عَلَیْهِمْ إِنَّ اللّهَ کانَ غَفُوراً رَحِیماً«24»= موخه دا ده چې الله رښتينو ته د خپلې رښتينولۍ بدله وركړي او كه خوښه يې شي، منافقانو ته عذاب وركړي، يا (كه توبه وباسي) توبه يې قبوله كړي؛ (ځكه) چې الله لورین بښونكى دى.
ټکي:
* د توبې کلمه که له «الی» ټکي سره راشي، مانا یې د الله تعالی درشل ته د بندګانو توبه ده او که له «علی» سره راشي، مانا یې بندګانو ته د الله تعالی پاملرنه او لورنه ده. «یَتُوبَ عَلَیْهِمْ»
پېغامونه:
1- ترخې او سختې پېښې موخې لري، چې په دې توګه استعدادونه راوغوړېږي او انسان د هڅې او زیار له مخې بدلې ته ورسي. «لِیَجْزِیَ»
2- رښتینو ته د بدلې په ورکړې سره؛ نور هم رښتینولۍ ته راوهڅوو. «لِیَجْزِیَ اللّهُ الصّادِقِینَ بِصِدْقِهِمْ»
3- ژغورنه په رښتینولۍ کې ده . « لِیَجْزِیَ. . . بِصِدْقِهِمْ »
4- د بدلې ترلاسه کول، په عمل کې د رښتینولۍ پر بنسټ دي. «بِصِدْقِهِمْ»
5- زیری تر ګواښ مخکې دی. «لِیَجْزِیَ – یُعَذِّبَ»
6- یو عمل هم بې بدلې نه دی. (نه د رښتینو رښتیا او نه هم د منافقینو نفاق) «لِیَجْزِیَ – یُعَذِّبَ»
7- د الله تعالی لورنه له منافقینو هم لرې نه ده، په دې شرط چې منافقین یې خپله وغواړي. «أَوْ یَتُوبَ عَلَیْهِمْ»
8-د الله تعالی له خوا د توبي قبلول، له لورنې سره یې یوځای ده. «غَفُوراً رَحِیماً»
وَ رَدَّ اللّهُ الَّذِینَ کَفَرُوا بِغَیْظِهِمْ لَمْ یَنالُوا خَیْراً وَ کَفَی اللّهُ الْمُؤْمِنِینَ الْقِتالَ وَ کانَ اللّهُ قَوِیًّا عَزِیزاً«25»= او الله كافران غوسناک او نهیلي داسې پر شا وتمبول، چې له خپل كاره یې كومه پايله ترلاسه نه كړه، الله (په دې ډګر كې) مؤمنان له جګړى مړه خوا كړل (او بريا يې ور پر برخه كړه) او الله زورور ناماتى دى.
ټکي:
* د احزابو په جګړه کې، همدا چې حضرت علی (ک) د عربو نامتو پالوان «عَمربن عَبدُودّ» چې له کندې را اوختی و، وواژه؛ نو کفارو له ځان سره سوچ وکړ او ستانه شول.
پېغامونه:
1- د دښمنانو له پېوستونه دې و نه وېرېږو . «رَدَّ اللّهُ الَّذِینَ کَفَرُوا» سره له دې چې د احزابو په جګړه کې درې ډلې مشرکین، یهودان او منافقین د مسلمانانو پر ضد سره یوځای شوي وه؛ خو بې له دې چې بریالي شي او غنایم لاس ته راوړي، ستانه شول .
2- د جګړو لوړې ژورې له الهي ارادې وتلې نه دي. «رَدَّ اللّهُ – کَفَی اللّهُ»
3- د احزابو (خندق) په جګړه کې غیبي مرستې هم وې . «رَدَّ اللّهُ – کَفَی اللّهُ»
4- کله نا کله باید د مخالف له لیده هم خبرې وکړو. «لَمْ یَنالُوا خَیْراً» پر اسلام بریا او د غنایمو ترلاسه کول د کفارو له نظره، خیر و.
5- د دښمن د جګړو موخه بریالیتوب ته رسیدنه یا د غنایم لاس ته راوړل، د هېوادونو تر لاندې کول یا د خپلو ګټو ساتنه ده. «لَمْ یَنالُوا خَیْراً» خو د اسلامي جګړو موخه، «إِحْدَی الْحُسْنَیَیْنِ» [17] دی یعنی: د دیني دندې ترسره کونه، ناخبرو ته بلنه، د حق خپرېدنې په لار کې د خنډونو له منځه وړل، شهادت او حق ته رسېدنه ده.
6- د مسلمانانو د عزت او ځواک سرچینه، الله تعالی دی. «کَفَی اللّهُ – کانَ اللّهُ قَوِیًّا عَزِیزاً»
وَ أَنْزَلَ الَّذِینَ ظاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ مِنْ صَیاصِیهِمْ وَ قَذَفَ فِی قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِیقاً تَقْتُلُونَ وَ تَأْسِرُونَ فَرِیقاً«26»= او الله د كتابيانو [= يهودو] يوه ډله، چې د دوى [= مشركو عربانو] ملاتړ يې كاوه، له خپلو ټينګو كلا ګانو راكوزه كړه او د دوی په زړونو كې وېره واچوله (او كار يې تردې ځايه راورسېد، چې) ځینې مو وژل او ځینې مو بندیانول.
وَ أَوْرَثَکُمْ أَرْضَهُمْ وَ دِیارَهُمْ وَ أَمْوالَهُمْ وَ أَرْضاً لَمْ تَطَؤُها وَ کانَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیراً«27»= او د دوى ځمكې، كورونه او شتمني يې درته ميراث كړې او هغه سيمه يې هم دركړه، چې لا تر اوسه مو پكې ګام نه و ايښى او الله پر هر څه وسمن دى.
ټکي:
* «صیاصی» د «صیصه» جمع د ټینګو کلاګانو په مانا دی او هر ډول دفاعي وسیلې، لکه د غويي ښکر او د چرګانو د پښو نوکانو ته هم ویل کېږي.
* دا آیت د بني قریظه وو جګړې ته اشاره کوي، د بني قریظه یهودو د بریالیتوب په خیال د احزابو په جګړه کې له مسلمانانو سره خپله ژمنه ماته کړه او د دښمن د پنځمې ستنې په توګه یې د احزابو په جګړه کې د مکې له مشرکانو سره لاس یو کړ؛ خو په رسوايۍ یې ماتې وکړه او تسلیم شول.
* په مدینې کې درې ډلې یهودان و : «بنی قینقاع»، «بنی نضیر» او«بنی قریظه» چې دې درې واڼو له مسلمانانو سره تړون درلود. پر دویم کال، بني قینقاع تړون مات کړ او له مسلمانانو سره یې جګړه وکړه، ماته یې وکړه او له مدینې ووتل او شام ته ولاړل او خیبر او مدینه یې پرېښوده. پر پینځم کال بنی قریظه خپل تړون مات کړ او له مشرکانو سره یې همکاري وکړه چې د احزابو په ماتې د دوی پر زړونو وېره کېناسته. مسلمانانو د احزابو تر بریالیتوب روسته د دوی کلاګانې محاصره کړې او تر ۲۵ ورځو روسته یې دوی له مدینې وشړل او مدینه تل له ناپاکو تړون ماتو یهودانو پاکه شوه . [18]
* له بني قریظو سره جګړې ځینې برکات درلودل چې له دې جملې:
الف: د یهودو روستۍ ډله تل له مدینې ووتله.
ب: د دښمن پرېمانه مالونه د مسلمانانو لاس ته ورغلل.
ج: د مسلمانانو موقعیت او ځای تثبیت او څرګند شو، چې که څوک تړون ورسره مات کړي؛ نو بدمرغېږي.
پېغامونه:
1- د دښمن له نفوذي ځواکونو او پینځمې ستنې دې غافل نشو. «وَ أَنْزَلَ الَّذِینَ ظاهَرُوهُمْ»
2- له کتابوالو سره سوله ییز ګډ ژوند تر هغې دی، چې دوی د مخالفینو مرستندویان نه وي. وَ أَنْزَلَ الَّذِینَ ظاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ»
3- بریا د الله تعالی له لوري ده . «وَ أَنْزَلَ»
4- د دښمن ټینګې او دنګې کلاګانې د سوبې وړ دي. « وَ أَنْزَلَ. . . مِنْ صَیاصِیهِمْ»
5- یهود کتابوال سره له دې چې له مسلمانانو سره یې د الله لمانځنې او پر معاد د ایمان ګډ ټکي درلودل؛ خو بیا یې هم له مشرکانو ملاتړ وکړ. «ظاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ»
6- یوازې مخامخ دښمن ته مه ګورئ، ملاتړي یې هم په پام کې ونیسئ. «ظاهَرُوهُمْ»
7- په جګړو کې د الله تعالی له غیبي مرستو ځنې دا دي، چې د دښمنانو په زړونو کې وېره اچوي. «قَذَفَ فِی قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ»
8- د جګړې په ماتې یا بریا کې د جنګیالي روحيه آریزه ونډه لري. « فِی قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ. . . تَقْتُلُونَ وَ تَأْسِرُونَ»
یا أَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِأَزْواجِکَ إِنْ کُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَیاهَ الدُّنْیا وَ زِینَتَها فَتَعالَیْنَ أُمَتِّعْکُنَّ وَ أُسَرِّحْکُنَّ سَراحاً جَمِیلاً«28»= پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه: ((كه تاسې د دنيا ژوند او ښکلا يې غواړئ؛ نو راشئ، چې زه ګټه (= ښه څورې) دركړم او په ښه وضعيت مو خوشې كړم.
ټکي:
* د مسلمانانو په مټ د جنګي ولجو یا غنایمو له ترلاسه کونې روسته، د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم مېرمنو د ژوند پراختیا ته مخه کړه او له انحضرت (ص) یې د سوکالۍ وسایل او امکانات وغوښتل. رسول الله یې غوښتنې و نه منلې او یوه میاشت ترې لرې شو، چې همدا آیت نازل شو.
پېغامونه:
1- باید د مسلمانانو د مشر ژوند ساده وي. ( دیني او ټولنیز موقعیّت، انسان ته ځانګړې دنده ورپه برخه کوي.) إِنْ کُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَیاهَ الدُّنْیا. . . أُسَرِّحْکُنَّ
2- نباید د مسلمانانو مشر د خپلې مېرمنې د بېځایه غوښتنو تر اغېز لاندې راشي. «قُلْ لِأَزْواجِکَ»
3- د بیت المال د ګټې وټې زیاتوالی دې د مشر د خپلوانو توقع زیاته نه کړي. «قُلْ لِأَزْواجِکَ»
4- نه یوازې د اسلامي ټولنې مشر؛ بلکې خپلوان یې هم د خلکو تر نظر لاندې دي. «قُلْ لِأَزْواجِکَ»
5- الهي مسئولیّتونه، تر کورني مسئولیّتونو پورته دی. ( د مشرۍ د قداست او سپېڅلتیا له کبله، کله نا کله دې له کورنیو او عاطفي مسایلو تېر شو.) «قُلْ لِأَزْواجِکَ»
6- ښځه آزاده ده چې له سعادت سره یوځاې ساده ژوند ولري یا بله لار ټاکلای شي. « إِنْ کُنْتُنَّ تُرِدْنَ. . . أُسَرِّحْکُنَّ »
7- د مېرمنې د بېځایه غوښتنو په مقابل کې خپل غوڅ نظر څرګند اعلان کړئ. «إِنْ کُنْتُنَّ تُرِدْنَ»
8- بیت المال او ولجو ته د لاسرسۍ په حال کې، له خپلوانو او کورنۍ سره د غوڅ چلن له لارې، د نور خلکو د بېځایه تمو مخه دې ډپ کړو. « إِنْ کُنْتُنَّ. . . فَتَعالَیْنَ أُمَتِّعْکُنَّ »
9- که ښځې ساده او روغ ژوند نشو زغملای؛ نو د عدالت او انصاف په پام کې نیولو سره یې طلاقې کړئ او په زوره یې ژوند ته مه اړ کوئ. « إِنْ کُنْتُنَّ. . . أُمَتِّعْکُنَّ وَ أُسَرِّحْکُنَّ »
10- د دنیا پالنې خطر، ان نبوي کورنۍ هم ګواښي. « إِنْ کُنْتُنَّ تُرِدْنَ. . . »
11- د دنیا له زر و زیور څخه خوند اخستل حرام نه دي؛ خو د نبوي کورنۍ په شان کې نه ده. «فَتَعالَیْنَ أُمَتِّعْکُنَّ»
12- که طلاق ته اړ شوئ؛ نو په عدالت او نېکۍ د بېلتون لار خپله کړئ.
«أُسَرِّحْکُنَّ سَراحاً جَمِیلاً»
وَ إِنْ کُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ الدّارَ الْآخِرَهَ فَإِنَّ اللّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِناتِ مِنْکُنَّ أَجْراً عَظِیماً«29»= او كه الله، استازی یې او د آخرت كور غواړئ؛ نو [پوه شئ چې] الله ستاسې نېكانو ته ستره بدله چمتو كړې ده.))
پېغامونه:
1- دنیا پالنه او اخرت پالنه سره نه یوځای کېږي . « تُرِدْنَ الْحَیاهَ الدُّنْیا. . . تُرِدْنَ اللّهَ. . . »
البتّه له حلالو نعمتونو ګټنه او خوند اخستل له اخرت غوښتنې سره ټکر نه لري.
2- انسان باید د فاني دنیا او باقي اخرت ترمنځ په زړه تړنه کې یوه یې وټاکي. « وَ إِنْ کُنْتُنَّ. . . »
3- قناعت، زهد او ساده توب په یوازې ځان د ژغورنې لامل نه دی، نېک عمل هم لازم دی . «تُرِدْنَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ الدّارَ الْآخِرَهَ. . . لِلْمُحْسِناتِ مِنْکُنَّ »
4- الهي ژمنې پرېکنده وګڼو . «أَعَدَّ»
5- الله تعالی، دیني مشرانو ته ساده ژوند یو ښه چار ګڼي. «أَعَدَّ لِلْمُحْسِناتِ مِنْکُنَّ»
6- د پېغمبر مېرمنتوب کمال نه دی، نېکچارۍ کېدنه لازم ده . «لِلْمُحْسِناتِ مِنْکُنَّ»
7- د پېغمبر ټولې مېرمنې یو رنګ نه وې . «لِلْمُحْسِناتِ مِنْکُنَّ»
8- څوک چې د دنیا له قلیل او ژرتېرې ژونده تېر شي، ستر اجر ته به ورسي. «أَجْراً عَظِیماً»
یا نِساءَ النَّبِیِّ مَنْ یَأْتِ مِنْکُنَّ بِفاحِشَهٍ مُبَیِّنَهٍ یُضاعَفْ لَهَا الْعَذابُ ضِعْفَیْنِ وَ کانَ ذلِکَ عَلَی اللّهِ یَسِیراً«30»= د پېغمبر مېرمنو! له تاسې چې څوک څرګند ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى.
ټکي:
* هغه آیتونه چې د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له مېرمنو سره خبرې کوي، د رسالت د مقام له لارې یې کوي نه دا چې سیده دوی ته خطاب او وحې شي، د حضرت مریم پر خلاف چې خپله به ورته خطاب کېده. «یا مَرْیَمُ» [19]
* گناهونه دوه ډوله دي : کبیره او صغیره. ددې وېش سرچینه دا آیت دی «إِنْ تَجْتَنِبُوا کَبائِرَ ما تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُکَفِّرْ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ»[20] = كه له هغو سترو ګناهونو ډډه وکړئ، چې ترې منع شوي یاست؛ نو له وړو ګناهو به مو تېر شو. » خو په ځینو ځایونو کې صغیره ګناه، د کبیره ګناه حکم پیدا کوي؛ لکه په ځانګړي وخت کې ګناه، لکه د روژې په میاشت کې ګناه چې جرم او سزا یې ډېره ده. یا په ځانګړي ځای کې ګناه، د ګناه تکرار او ورباندې ټینګار، په خوشحالۍ ګناه کول، په ښکاره ګناه کول، د مخورو او بېلګه کسانو لکه د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د مېرمنو ګناه. په هر حال اړخیز (جنبي) مسایل په ګناه او سزا کې یې اغېز درلودای شي.
* په روایاتو کې راغلي چې د مشرانو ګناه بېل حساب لري، ان انبیا که یو «ترک اولی» وکړي، تنبیه کېږي، په یو حدیث کې راغلي: «یغفر للجاهل سبعون ذنبا قبل أن یغفر للعالم ذنب واحد» [21] مخکې تردې چې د عالم یوه ګناه وبښل شي، د جاهل اویا ګناهونه بښل کېږي.
پېغامونه:
1- په بدله او سزا کې حَسَب و نسب اغېزمن نه دی او باید هر سرغړاند مجازات شي.
«یا نِساءَ النَّبِیِّ. . . »
2- د پېغمبر مېرمنتوب د عصمت مستلزم نه دی. «مَنْ یَأْتِ مِنْکُنَّ بِفاحِشَهٍ» ( د پېغمبر په کور کې پاتې کېدل، انسان نه خوندي کوي، دا ښوونځی دی چې انسان خوندي او بیمه کوي.)
3- د ښکاره سرغړونو حساب تر پټو ګناهونو بېل دی. «مُبَیِّنَهٍ»
4- ناوړه کړنه، پخپله یوه سزا لري. «یُضاعَفْ» او ویې نه ویل: «نضاعف»
5- د بدلې او سزا شدّت او کمزورتیا، د عمل د ټولنیزو او وګړیزو اغېزو پر بنسټ دی.
«نِساءَ النَّبِیِّ. . . ضِعْفَیْنِ»
6- هغوی چې دیني او ټولنیزه څېره لري او کار یې نورو ته بېلګه او سرمشق دی، که ګناه وکړي، سزا یې تر نورو ډېره ده. «نِساءَ النَّبِیِّ. . . ضِعْفَیْنِ»
7- د اسلامي نظام د مسولینو کورنۍ او خپلوان دې پوه شي که کومه سرغړونه یې وکړه، نه یوازې داچې آزاد به پرېنښودل شي؛ بلکې تر نورو به څو ګرایه سزا ورکړه شي. « یا نِساءَ النَّبِیِّ. . . اَلْعَذابُ ضِعْفَیْنِ»
8- که د یوه پازوال / مسول د سرغړونکیو خپلوانو سزا دوه ګرایه وي؛ نو خپله د سرغړونکي سزا به څومره وي؟ «نِساءَ النَّبِیِّ. . . اَلْعَذابُ ضِعْفَیْنِ » (قرآن د پېغمبر د سرغړونې د سزا په اړه وايي : لَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنا بَعْضَ الْأَقاوِیلِ. . . لَقَطَعْنا مِنْهُ الْوَتِینَ [22] او كه له ځانه یې څه خبرې راپسې جوړې کړې وای، بيا به مو ښهرګ يې ترې پرې کړى واى!)
9- الله تعالی ته د سرغړونکیو د سزا ورکول اسان دي . «عَلَی اللّهِ یَسِیراً»
جز: «22»
وَ مَنْ یَقْنُتْ مِنْکُنَّ لِلّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تَعْمَلْ صالِحاً نُؤْتِها أَجْرَها مَرَّتَیْنِ وَ أَعْتَدْنا لَها رِزْقاً کَرِیماً«31»= او له تاسې چې څوك د الله او دهغه د استازي امر ته په عاجزۍ پوره غاړه كېدي، او ښه (چارې) وكړي (؛ نو) دوه ګرايه بدله به یې وركړو، او ارزښتمنه روزي مو ورچمتو كړې ده.
ټکي:
* «قنوت» له خضوع، عاجزۍ او ادب سره اطاعت په مانا دی.
* یو کس امام سجّاد (رح) ته وویل: «انکم اهل بیت مغفور لکم»- تاسې د پېغمبر اهل بیت بښل شوي یاست. امام غوسه شو او ویې ویل:
« زموږ په اړه هماغه آیتونو دي لکه د پېغمبر(ص) د مېرمنو په اړه چې دي، که ګناه مو وکړه، سزا مو دوه ګرایه ده او که ښه کار مو وکړ؛ نو بدله مو هم دوه ګرایه ده، بیا امام دا آیت او تېر آیت تلاوت کړ». [23]
* رسول الله صلی الله علیه و آله وايي : د خندق جګړې پر ورځ د علي ګوزار (د عمرو بن عبدود وژنه) د انس و جنس تر عبادته غوره دی. «ضربه علی یوم الخندق افضل من عباده الثقلین» [24]
پېغامونه:
1- هڅونه او ګواښنه یو د بل ترڅنګ اغېزمن دي. «مَنْ یَأْتِ مِنْکُنَّ بِفاحِشَهٍ – وَ مَنْ یَقْنُتْ»
2- هغه اطاعت ارزښت لري چې د معرفت، مینې او تواضع سره یوځای وي. « یَقْنُتْ. . . لِلّهِ وَ رَسُولِهِ »
3- هم باید له الهي احکامو اطاعت وکړو او هم د رسول الله له احکامو. « یَقْنُتْ. . . لِلّهِ وَ رَسُولِهِ»
4- د یوه نېک عمل کول بسیا نه دي، استمرار او تلتیا یې لازم ده. «تَعْمَلْ صالِحاً»
5- د پېغمبر مېرمنتوب بسیا نه؛ بلکې عمل لازم دی. «تَعْمَلْ صالِحاً»
6- د یوه عمل کوشنیوالی یا ستروالی مهم نه دی، نېک والی یې شرط دی. «صالِحاً» نکره ده.
7- زموږ د هڅونې لپاره، الله تعالی د اجر ورکول په ځان پورې ګڼي. «نُؤْتِها – أَعْتَدْنا»
8- د بدلې او سزا شدّت او کمزورتیا د عمل د ټولنیز او وګړیز موقعیت او اغېزو له مخې توپیر مومي. «نُؤْتِها أَجْرَها مَرَّتَیْنِ»
یا نِساءَ النَّبِیِّ لَسْتُنَّ کَأَحَدٍ مِنَ النِّساءِ إِنِ اتَّقَیْتُنَّ فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَیَطْمَعَ الَّذِی فِی قَلْبِهِ مَرَضٌ وَ قُلْنَ قَوْلاً مَعْرُوفاً«32»= د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛ كه پرهېزګاري كوئ؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ، چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې سنجول شوې خبرې كوئ.
پېغامونه:
1- د دیني مشرانو د کورنیو حساب تر نورو بېل دی او باید تر نورو ډېر پر خپل چلن پام وکړي. «یا نِساءَ النَّبِیِّ لَسْتُنَّ کَأَحَدٍ مِنَ النِّساءِ» (ټولنیز موقعیّت، محدودیّت راولاړوي.)
2- د پېغمبر مېرمنې چې زیاتره زړې وې او ساده ژوند یې درلوده؛ نو چې کله دوی ته ګواښ کېږي چې په نرمۍ او ناز به خبرې نه کوئ؛ نو ځوانې او ښکلې ښځې باید د خپل کار حساب وکړي. « یا نِساءَ النَّبِیِّ. . . فَلا تَخْضَعْنَ. . . »
3- په ناز و نخرو خبرې کول، بې تقوايي ده. «إِنِ اتَّقَیْتُنَّ فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ»
4- قرآن د خبرو کولو لپاره هم آداب بیانوي. «فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ»
5- ککړ کسان، له مقدساتو هم لاس نه اخلي. « یا نِساءَ النَّبِیِّ. . . فَیَطْمَعَ الَّذِی فِی قَلْبِهِ مَرَضٌ »
7- د ښځې خبرې او چلن دې راپارونکی نه وي. «فَیَطْمَعَ الَّذِی فِی قَلْبِهِ مَرَضٌ»
8- په نبوي ټولنه کې هم ټول وګړي روغ نه وي. «فَیَطْمَعَ الَّذِی فِی قَلْبِهِ مَرَضٌ»
9- داسې یو کار دې ونکړو چې ان یو تن هم پر ګناه ککړ شي . «الَّذِی فِی قَلْبِهِ مَرَضٌ» او ویې نه ویل چې «الذین فی قلوبهم»
10- سترګې څرول او هوسپالي یوه اروایزه ناروغي ده . «فِی قَلْبِهِ مَرَضٌ»
11- که څه پر زړه ناروغ کس، ستونزه لري، «فِی قَلْبِهِ مَرَضٌ» خو داسې کار باید ونشي چې راوپارول شي . « فَلا تَخْضَعْنَ. . . فَیَطْمَعَ »
12- داسې خبرې وکړئ چې هم یې منځپانګه ښه وي «قَوْلاً مَعْرُوفاً» او هم یې طریقه سمه وي. «فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ»
* له آیته د بدیو د نهې څو آرونه راسپړل کېږي:
- د خلکو له کورني موقعیته مرسته واخلو . «یا نِساءَ النَّبِیِّ»
- د خلکو له ټولنیز موقعیته ګټنه وکړو. «لَسْتُنَّ کَأَحَدٍ مِنَ النِّساءِ»
- ټول خوښي القاب وکاروو. «إِنِ اتَّقَیْتُنَّ»
- له ساده کاره یې پیل کړو. «فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ»
- له مشرانو او خپلو یې پیل کړو. «یا نِساءَ النَّبِیِّ»
- د ګناهونو سرچینې ټپې کړو. «فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَیَطْمَعَ»
- له کوشنیو انحرافاتو او چلنونو دې غافل نشو. «فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ»
- د فساد او انحراف ناوړه پایلې دې بیان کړو. «فَیَطْمَعَ الَّذِی فِی قَلْبِهِ مَرَضٌ»
- پر نېکېو امر او له بدیو منع دې یو د بل په څنګ کې وي. «فَلا تَخْضَعْنَ – قُلْنَ»
- ان د بدۍ مخنیوي ته دې له یوه وګړي پیل کړو. «فَیَطْمَعَ الَّذِی» ویې نه ویل : «فیطمع الذین»
- باید د ګناه له هوس او هیلې سره هم مبارزه وشي، ګناه خو لا پر ځای پرېږده. «فَیَطْمَعَ»
وَ قَرْنَ فِی بُیُوتِکُنَّ وَ لا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجاهِلِیَّهِ الْأُولی وَ أَقِمْنَ الصَّلاهَ وَ آتِینَ الزَّکاهَ وَ أَطِعْنَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ إِنَّما یُرِیدُ اللّهُ لِیُذْهِبَ عَنْکُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَیْتِ وَ یُطَهِّرَکُمْ تَطْهِیراً«33»= او پخپلو كورونو كې تم شئ او د ړومبي جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ او لمونځ پر ځاى کړئ، زكات وركړئ، د الله او استازي یې اطاعت وكړئ؛ الله خو يوازې دا غواړي چې له تاسې کوروالو؛ ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) ناپاکي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي.
ټکي:
* «قَرْنَ» له «وقار» یا «قرار» ځنې دی او د دواړو ماناوو پایله یوه ده. یعنې د ځان ښودنې لپاره له کوره مه راوځئ.
* «تَبَرُّجَ» له «برج» څخه د ځان ښودنې په مانا دی؛ لکه څرنګه چې برج د نورو کورونو په منځ کې ځانګړې څرګندتیا لري.
* لومړنی جاهلیّتِ د روستي جاهلیت د راښکاره کېدنې ښودونکی دی، چې نن یې وینو. په حدیث کې هم راغلي: «ستکون الجاهلیه الاخری» [25] ډېر ژر بل جاهلیّت رارسي .
که دهغې ورځې جاهلیت انجلۍ ژوندۍ ښخولې، نن یې د جنین د سقط له لارې، نجلۍ او هلک دواړه له منځه وړي.
که دهغې ورځې په جاهلیت کې انسان وژنه وه؛ نو نن په سترو او نړیوالو جګړو کې په ملیونونو کسان وژل کېږي.
دهغه ورځې په جاهلیّت کې ښوونځي او پوهنتونونه نه وه او جنایت به کېده؛ خو نن له زرګونو پوهنتونونو سره سره د انسانانو مهمترین حقوق لتاړېږي.
دهغې ورځې په جاهلیّت کې فساد او زنا جرم و؛ خو نن په پرمختللیو هېوادونو کې همنوږي/ همجنس بازي قانوني بڼه لري. [26]
د تطهیر آیت په اړه مطالب
«إِنَّما یُرِیدُ اللّهُ لِیُذْهِبَ عَنْکُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَیْتِ وَ یُطَهِّرَکُمْ تَطْهِیراً»
*د «إِنَّما» کلمه ددې ښودونکې ده، چې آیت د اهل بیتو په اړه د یوه استثنايي لورنې په اړه خبرې کوي.
* له «یُرِیدُ» مراد تکویني اراده ده؛ ځکه د الله تعالی تشریعي اراده د ټولو خلکو پاکول دي، نه د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم اهل بیت.
* له «رجس» ځنې مراد هر ډول ظاهري او باطني ناپاکي ده. [27]
* له «أَهْلَ الْبَیْتِ» ځنې مراد د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ټوله کورنۍ نه؛ بلکې ځینې وګړي دي، چې نامې یې د شیعه او سني په روایتونو کې داسې راغلي: حضرت علي، حضرت فاطمه، حضرت حسن او حضرت حسین (رضي الله عنهم).
پوښتنه: د دې انحصار دلیل څه دی؟ او د آیت دا برخه ولې د پېغمبر د مېرمنو یا د آنحضرت د ټولې کورنې په اړه نه ده راغلې؟
ځواب :
- د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له مېرمنو ان له حضرت عایشې او حضرت ام سلمې نقل شوي چې دوی رسول الله صلی الله علیه و آله وپوښت: آیا موږ هم د اهل بیت برخه یو؟ پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم وویل: نه .
- په ګڼو روایاتو کې لولو: پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم یوه چپنه د پینځو کسانو پر سر واچوله (چې یو پکې خپله انحضرت و) او ویې ویل: دا مې اهل بیت دي او نورو ته یې پکې د ورننووتو اجازه ورنکړه.
- دا چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د اهل بیتو ځانګړې کېدنه د پینځو کسانو لپاره ثابته کړي؛ نو شپږ میاشتې ( او د ځینو روایتونو له مخې اته یا نهه میاشتې) د سهار لمانځه پر مهال د حضرت فاطمې له کوره تېرېده او ویل یې: «الصلاه یا اهل البیت انما یرید الله لیذهب عنکم الرجس اهل البیت و یطهرکم تطهیرا»
د احقاق الحق په کتاب کې، پینځو تنو ته ددې آیت د ځانګړې کېدنې په اړه د اهل سنتو په مشهورو کتابونو کې تر اویاوو ډېر احادیث راغلي او د اهل سنتو په مشهور کتاب شواهد التنزیل کې تر یو سل او دیرشو ډېر احادیث په همدې اړه راغلي دي. [28]
په هر حال، په دې آیت کې د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم مېرمنې نه شاملېږي؛ ځکه:
دوی به کله نا کله ګناه کوله. په تحریم سورت کې وایو: پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ځینو مېرمنو ته یو راز ووایه او دې مېرمنو یې امانت داري و نه کړه او دا راز یې نورو ته هم ووایه. قرآن دا کړنه ګناه وبلله او ویې ویل: «إِنْ تَتُوبا إِلَی اللّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُکُما»[29]
حضرت عایشې د حضرت علي پر ضد د جمل جګړه پېل کړه او بیا پښېمانه شوه، سره له دې چې په دې جګړه کې ګڼ شمېر مسلمانان ووژل شول؟
څو پوښتنې
- آیا «یُطَهِّرَکُمْ» په دې مانا نه دی چې اهل بیتو ناپاکي درلوده او الله تعالی دوی تطهیر او پاک کړي دي؟
ځواب : د تطهیر شرط، ناپاکي نه ده؛ ځکه قرآن د جنتي حورو په اړه د «مطهره» کلمه کارولې، حال دا چې هېڅ ډول ناپاکي نه لري. په بله وینا «یُطَهِّرَکُمْ» د پاک ساتنې په مانا دی، نه له تېرې ناپاکۍ ځنې د پاکونې په مانا.
- که اهل بیت یوازې پنځه کسان دي؛ نو دا آیت ولې په هغو جملو کې راغلی چې د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په مېرمنو پورې اړه لري؟
ځواب : الف: د إِنَّما یُرِیدُ اللّهُ. . . جمله بیله نازله شوې؛ خو د قرآن راټولونې پر مهال دلته ایښودل شوې ده.
ب: د مجمع البیان تفسیر د وینا له مخې د عربي ادیبانو او فصیحانو دود دا و، چې د معمولي مطالبو په منځ کې به یې نوې او مهمه خبره مطرح کوله، چې اغېز یې لا ډېر وي. لکه څرنګه چې د رادیو تلویزیون د خبرونو په منځ کې ویاند ناڅاپه ووايي: هغه خبر ته پام وکړئ چې همدا اوس راورسېد، دا ډول خبرې کول یو ډول اروایي او تبلیغاتي شوک او ټکان رامنځته کوي. دې آیت ته ورته مو د مایدې سورت په درېیم آیت کې ولوستل چې په ولایت، امامت، د دین د پوره کېدنې او د نعمت د بشپړېدنې او د کفارو نهیلي او په الهي رضا پورې اړوند مطالب پکې د سرکوزي د غوښې او وینې د احکامو په څنګ کې راغلي دي، دا ډول ځای پر ځای کېدنه د نا اهلانو د لاسوهنې په مقابل کې د قرآن ساتنې رمز دی. چې کله مېرمنې له کوره وځي؛ نو خپله ګاڼه په بالښتونو او توشکونو کې ږدي، سره له دې چې طلا او مالوچ یو له بل سره هېڅ اړیکه نه لري؛ خو د نا اهلانو له لاسرسي څخه د خوندي ساتنې په موخه دا کار ترسره کېږي.
ج: د پېغمبر مېرمنو ته د سپارښتنو په منځ کې په ناڅاپي توګه وايي: الله د اهل بیتو عصمت (پاکلمنۍ) ته ځانګړې اراده لري؛ یعنې د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم مېرمنو! تاسې په داسې کور کې یئ چې معصومین پکې دي او تاسې باید هرومرو تقوا ته ډېره پاملرنه وکړئ.
د: د اهل بیتو په اړه د “جمع مذکر ضمیر” کارول شوی، چې د نارینه و د غالب والي نښه ده، د هغو جملو پر خلاف چې د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په مېرمنو پورې اړوند دي چې پکې د “جمع مونث ضمیر” کارېدلی دی.
«بُیُوتِکُنَّ، أَقِمْنَ – عَنْکُمُ، یُطَهِّرَکُمْ»
* که څه دا آیت د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم مېرمنو ته خطاب دی؛ خو په غوڅه توګه مراد ترې ټولې مسلمانې مېرمنې دي چې باید په دې احکامو عمل وکړي.
پېغامونه:
1- د ښځې ځای یا کور دی یا له کوره بهر؛ خو چې بې ځان ښودنې وي. «قَرْنَ – لا تَبَرَّجْنَ»
2- جاهلي دوران ته ورګرځېدنه ممنوع ده . «لا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجاهِلِیَّهِ الْأُولی»
3- ځان ښودنه د تمدن نه؛ بلکې د جاهلیت نښه ده. «تَبَرُّجَ الْجاهِلِیَّهِ الْأُولی»
4- لمونځ او زکات یو له بله نه بېلېدونی دي. « اَلصَّلاهَ وَ. . . اَلزَّکاهَ»
5- له الله تعالی څخه د اطاعت په څنګ کې، د رسول اطاعت واجب دی. «أَطِعْنَ اللّهَ»
6- گناه، د روح ناپاکي او چټلي ده او باید ” نبوي کورنۍ” له دې ناپاکۍ لرې وي. «لِیُذْهِبَ عَنْکُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَیْتِ»
وَ اذْکُرْنَ ما یُتْلی فِی بُیُوتِکُنَّ مِنْ آیاتِ اللّهِ وَ الْحِکْمَهِ إِنَّ اللّهَ کانَ لَطِیفاً خَبِیراً«34»= او چې ستاسې په كورونو كې الهي آيتونه او [د پېغمبر] د حكمت او پوهې (خبرې) لوستل كېږي يادې كړئ ( او نورو ته یې ورزده کړئ)؛ په حقيقت كې الله ځيرن باخبر دى.
ټکي:
* د «ذکر» کلمې ته یې دوه ماناوې بیان کړي: یو یادول او بل په ژبه راوړل .
نو له دې مخې «وَ اذْکُرْنَ» یا په دې مانا دی چې د پېغمبر مېرمنو! په یاد مو وي او هېر یې نه کړئ چې الهي وحې ستاسې په کور کې نازلېږي او یا په دې مانا څه چې د الله تعالی له کتابه ستاسې په کور کې لوستل کېږي او تاسې یې یادوئ؛ نورو ته یې هم ورزده کړئ.
پېغامونه:
1- په کور کې د قرآن پر تلاوت او د کوروالاوو له خوا یې پر تکرار سپارښتنه شوې ده.
«وَ اذْکُرْنَ ما یُتْلی. . . مِنْ آیاتِ اللّهِ»
2- د ابتذال فرهنګ پر ځای الهي فرهنګ تعقیب کړئ. « لا تَبَرَّجْنَ. . . وَ اذْکُرْنَ»
3- په کور د ښځې پاتېدل او له ځان ښودنې څخه ډډه کول له پوهې او حکمته د روسته پاتې کېدنې پر مانا نه دی. « قَرْنَ. . . لا تَبَرَّجْنَ. . . وَ اذْکُرْنَ. . . آیاتِ اللّهِ وَ الْحِکْمَهِ»
4- له نبوي کورنۍ سره وړ ده، چې ښې چارې وکړي. «فِی بُیُوتِکُنَّ» [ د وحې په کور کې وسېدل مکلفیت راولاړوي]
5- پر کور د مېرمنې پاتېدل، له ځان ښودنې منع، د لمونځ او زکات ورکړه او د آیتونو ذکر، پر ښځو د الهي لورنې او له مصالحو او مفاسدو له خبرېدنې ځنې راولاړ شوي دي. «لَطِیفاً خَبِیراً»
إِنَّ الْمُسْلِمِینَ وَ الْمُسْلِماتِ وَ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ وَ الْقانِتِینَ وَ الْقانِتاتِ وَ الصّادِقِینَ وَ الصّادِقاتِ وَ الصّابِرِینَ وَ الصّابِراتِ وَ الْخاشِعِینَ وَ الْخاشِعاتِ وَ الْمُتَصَدِّقِینَ وَ الْمُتَصَدِّقاتِ وَ الصّائِمِینَ وَ الصّائِماتِ وَ الْحافِظِینَ فُرُوجَهُمْ وَ الْحافِظاتِ وَ الذّاکِرِینَ اللّهَ کَثِیراً وَ الذّاکِراتِ أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ مَغْفِرَهً وَ أَجْراً عَظِیماً«35»= په حقيقت کې مسلمانان او مسلمانانې، مؤمنان او مؤمنانې، غاړه ایښوونکي او غاړه ایښوونکې، رښتیني او رښتینې، زغمناک او زغمناکې، عاجزي کوونکي او عاجزې کوونکې، خیرات ورکوونکي او خېرات ورکوونکې، روژه تیان او روژه تیانې، پاکلمني او پاکلمنې، د الله ډېر یادوونکي او يادوونکې، (الله دوی ټولو) ته بښنه او ستر اجر چمتو کړی دی.
ټکي:
* د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم مېرمنو ته د احکامو تر بیانولو روسته، دا آیت په ګروهیزو، اخلاقي او عملي چارو کې ټولو ښځو او نارینه و ته لس کمالونه بیانوي.
* ددې آیت ارزښت هله روښانېږي، چې هغه تبعیضاتو ته وګورو چې عرب او عجم د ښځې او سړي ترمنځ پرې قایل و او د ښځې بوږنوړی تاریخ وڅېړو.
* د ښځې او سړي ترمنځ توپیر په بدن کې دی. روح، ښځه او سړی نه لري او ټول بشري کمالات په بدن نه؛ بلکې په روح پورې اړه لري. نو له دې مخې ټول هغه کمالات چې په دې آیت کې راغلي، د ښځي او سړي په اړه یو شان ته مطرح شوي .
پېغامونه:
1- انسان هله بشپړېږي چې ټول کمالات ولري، نه ځینې یې . « إِنَّ الْمُسْلِمِینَ. . . »
2- د اسلام د هراړخیزتوب نښه دا ده چې په ګروهیز/ اعتقادي، اخلاقي، عملي، وګړیز او ټولنیزو ټولو برخو کې د انسان کمال مطرحوي. « إِنَّ الْمُسْلِمِینَ. . . »
3- د نېکانو پر نمانځنې؛ نور هم نېکیو ته وهڅو. « إِنَّ الْمُسْلِمِینَ. . . »
4- د انسان وده، پړاو په پړاو او قدم په قدم ده. ( لومړی اسلام په ژبه، بیا په زړه ایمان، بیا اطاعت، صداقت، صبر او. . .) «إِنَّ الْمُسْلِمِینَ. . . اَلْمُؤْمِنِینَ. . . اَلصّابِرِینَ. . . »
5- بشپړ انسان، باید پر ژبنۍ منښتې/ اقرار (اسلام) او زړه ګني باور (ایمان) سربېره خپله ګېډه، شهوت او ژبه هم کابو کړي.
* په روژې د ګېډې کابو کول. «الصّائِمِینَ»
* په صداقت د ژبي کابو کول . «الصّادِقِینَ»
* له حرامو ځنې په ډډې کولو د شهوت کابو کول . «وَ الْحافِظِینَ فُرُوجَهُمْ»
* په تواضع درلودنې له غرور سره مبارزه. «الْقانِتِینَ»
* په الله تعالی یادونې، د غفلت له منځه وړل. «وَ الذّاکِرِینَ»
* په صبر د ستغو او ترخو په مقابل کې څوار. «وَ الصّابِرِینَ»
* په انفاق له نشتمنو ځنې نه غافلېدنه . «وَ الْمُتَصَدِّقِینَ»
6- اسلام هم کمیّت / څومره والی ته پام کوي او هم کیفیت/ څرنګوالی ته. (د مقدار په اړه وايي : «وَ الذّاکِرِینَ اللّهَ کَثِیراً» او د کیفیّت په اړه وايي : «وَ الْقانِتِینَ» چې اطاعت له تواضع سره یوځای دی.)
7- ښځه د مالکیت او مالي بښنې حق لري . «الْمُتَصَدِّقِینَ وَ الْمُتَصَدِّقاتِ»
8- خپل ټول توفیقات، له الله تعالی وګڼو. ( د الله تعالی ذکر د کمالاتو په پای کې راغلی.) «وَ الذّاکِرِینَ اللّهَ کَثِیراً»
9- د مانیزو/ معنوي او انساني کمالاتو په ودې او بدلې په ترلاسه کولو کې ښځه او سړی یو رنګ دي. «إِنَّ الْمُسْلِمِینَ وَ الْمُسْلِماتِ. . . أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ»
10- نېک عمل د الهي بښنې کونجي ده . «أَعَدَّ اللّهُ لَهُمْ مَغْفِرَهً»
11- لومړی الهي بښنه، بیا د الهي بدلې ترلاسه کونه . «مَغْفِرَهً وَ أَجْراً عَظِیماً»
وَ ما کانَ لِمُؤْمِنٍ وَ لا مُؤْمِنَهٍ إِذا قَضَی اللّهُ وَ رَسُولُهُ أَمْراً أَنْ یَکُونَ لَهُمُ الْخِیَرَهُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَ مَنْ یَعْصِ اللّهَ وَ رَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِیناً«36»= او چې کله الله او استازى یې د يوه كار (د كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نه لري د خپل كار په اړه څه واک ولري او څوك چې د الله او له استازي یې سرغړونه وکړي؛ نو بېشکه پر څرګند بېلارېتوب اخته شوى دى.
ټکي:
* دا آیت د راتلونکي آیت زمینه ساز دی چې پېغمبر ته وايي: باید ناسم دودونه مات کړې او خلک حق نه لري د الله تعالی د غوښتنې پر خلاف ودرېږي.
* داچې آیت وايي: انسان د الله تعالی او رسول د حکم پر خلاف څه واک نه لري؛ نو دا باید چا ته د تعجب لامل نه وي؛ ځکه دا کار داسې دی لکه یو ډاکتر چې په غوڅه توګه ناروغ ته ووايي چې زما له حکم پرته به خواړه یا درمل نه خورې.
الله تعالی موږ د الهي حکم پر خلاف د شخصي غوښتنې له مخې له خپلې آزادې ټاکنې منع کړي یو؛ ځکه هغه زموږ د بریا پر لار تر موږ ښه پوهېږي.
په یوه روایت کې رسول الله وايي: د الله بندګانو! تاسې د ناروغانو او الله تعالی د ډاکتر په څېر دی، د ناروغ مصلحت د ډاکتر په نسخه کې دی، نه داچې څه د ناروغ زړه غواړي؛ نو د الله امر ته غاړه کېدئ چې بریالي شئ. [30]
* په دیني حکومت کې، پر دموکراسۍ او ولسواکۍ، توحید او الله محوري واکمنه ده؛ ځکه د خلکو نظر هله ارزښت لري چې د الله تعالی د حکم پر ضد نه وي.
پېغامونه:
1- عمر، زده کړه، نژاد، ځواک، شتمني، شهرت، ټبر او نړیوال سازمانونه یو هم د الهي قانون په مقابل کې د حق رامنځته کونې لاملېدای نشي. «ما کانَ لِمُؤْمِنٍ وَ لا مُؤْمِنَهٍ»
2- د الله تعالی او رسول حکم ته غاړه ایښودل، د ایمان نښه ده. « ما کانَ لِمُؤْمِنٍ وَ لا مُؤْمِنَهٍ. . . »
3- په غاړه ایښوونه او تعبد کې ښځه او سړی توپیر نه لري. «لِمُؤْمِنٍ وَ لا مُؤْمِنَهٍ»
4- چې څوک هم د الله تعالی د قانون او د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د سنتو په مقابل کې قانون راوړي، پخپل ایمان کې دې شک وکړي. «ما کانَ لِمُؤْمِنٍ وَ لا مُؤْمِنَهٍ»
5- د الله د احکامو په شان د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله احکام هم واجب الاجر دي. «إِذا قَضَی اللّهُ وَ رَسُولُهُ»
6- الله تعالی او رسول یې د خلکو پر چارو پوره ولایت لري. «قَضَی اللّهُ وَ رَسُولُهُ أَمْراً»
7- د نص په مقابل کې اجتهاد منع دی. ( چې الهي حکم څرګند وي؛ نو څوک هم د نظر څرګندونې حق نه لري.) «ما کانَ – لَهُمُ الْخِیَرَهُ»
8- د انسان آزادي د الهي قوانینو په چوکاټ کې ده . «ما کانَ – لَهُمُ الْخِیَرَهُ»
9- عقل باید د وحې تابع او سلیقه باید د دندې تابع وي. «ما کانَ – لَهُمُ الْخِیَرَهُ»
10- هره ټاکنه او نظریه چې د الله تعالی د قانون او قضاوت مخالفه وي، څرګنده ګناه او بېلاري ده . «وَ مَنْ یَعْصِ اللّهَ. . . ضَلالاً مُبِیناً»
وَ إِذْ تَقُولُ لِلَّذِی أَنْعَمَ اللّهُ عَلَیْهِ وَ أَنْعَمْتَ عَلَیْهِ أَمْسِکْ عَلَیْکَ زَوْجَکَ وَ اتَّقِ اللّهَ وَ تُخْفِی فِی نَفْسِکَ مَا اللّهُ مُبْدِیهِ وَ تَخْشَی النّاسَ وَ اللّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشاهُ فَلَمّا قَضی زَیْدٌ مِنْها وَطَراً زَوَّجْناکَها لِکَیْ لا یَکُونَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ حَرَجٌ فِی أَزْواجِ أَدْعِیائِهِمْ إِذا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَراً وَ کانَ أَمْرُ اللّهِ مَفْعُولاً«37»= او (درياد كړه) چې تا هغه سړي [“زيد” پېغمبر زوى ویلی] چې الله هم پېرزوینه پرې کړې وه او تا (هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه ته وویل: ((مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د الله له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او تا هغه څه په خپل زړه كې پټول، چې الله يې څرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې؛ خو الله ډېر وړ دى، چې ترې وډار شې؛ نو چې زيد خپله اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛ نو) دا (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د الله حكم (هرومرو) عملي كېدونى دى (او باید د دغسې ښځو د حرمت ناسم دود له منځه ولاړ شي).
ټکي:
* «ادعیاء» د «دعی» جمع د زوی ویلي په مانا دی. «وطر» د اړتیا او حاجت په مانا دی.
* د ډېری مفسرانو او تاریخپوهانو په وینا، دا آیت په حضرت زید بن حارثه پورې اړوند دی. دا هغه مریی و، چې حضرت خدیجې، پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ته بښلی و او بیا انحضرت آزاد کړ. د حضرت زید ټبر له ځانه وشړه او پېغمبر ورته زوی ووایه. د اسلام تر راتګ روسته، زید مسلمان او له ممتاز مسلمانانو او د موته په جګړه کې لښکر مشر او په همدې جګړه کې شهید هم شو.
پېغمبر د حضرت زید لپاره پر خپلې د توړۍ (عمه) لور زینب – چې یوه مشهوره ښځه او د عبدالمطلب له لمسیو وه- مارکه وکړه. په پیل کې حضرت زینب داسې وانګېرله چې انحضرت د ځان لپاره مارکه پرې کړې ده .
خو چې روسته پوه شوه د حضرت زید لپاره ده، خپه شو؛ ځکه تر هغه وخته یوه آزاده ښځه هم ( مشهورې ښځې خو لا پر ځای پرېږده) د مریي نه مېرمن کېده. ( که څه آزاد مریی او د پېغمبر زوی ویلی او له غوره او ممتاز مسلمانانو ځنې هم وي)
تر واده روسته د دوی په منځ کې ناسازګاري پیل شوه او حضرت زید ورته د طلاق ورکونې هوډ وکړ. څو څو ځل پېغمبر ته ورغی؛ خو پېغمبر ورته ویل چې مېرمن دې درسره وساته او مه یې طلاقوه «أَمْسِکْ عَلَیْکَ زَوْجَکَ». په هر حال زید، طلاقه کړه او پر حضرت زینب دوه روحي او ټولنیز ګوذارونه وشول، یوه د زید مېرمن کېدل چې دهغې ورځ ټولنې دا کار ښه نه ګڼه او بل طلاق.
* پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله د الله تعالی په امر دوه جاهلي دودونه مات کړل.
الف: د زوی ویلي له مېرمن سره واده کول، چې په جاهلیت کې د زوی له مېرمنې سره د واده کونې په شان ناروا چار و.
ب: د خپل مریي له مېرمن سره واده کول چې دا کار هم په هغه وخت کې یو ناوړه کار و.
* پېغمبر اکرم له زینب سره واده وکړ او په دې واده کې یې خلکو ته داسې ډوډۍ ورکړه چې له بلې مېرمن سره په واده کې یې کله هم نه وه ورکړې. داچې په دې آیت کې د «زَوَّجْناکَها» جمله راغلې؛ یعنې زینب مو در واده کړه، چې ستا په عمل، جاهلي دودونه او عادتونه مات کړو. حضرت زینب به هم د پېغمبر نورو مېرمنو ته ویل چې ستاسې ودونه د پېغمبر په غوښتنه و؛ خو زما واده د الله تعالی په حکم و.
* پوښتنه: له «تُخْفِی فِی نَفْسِکَ مَا اللّهُ مُبْدِیهِ» ځنې مراد څه دی چې الله تعالی، پېغمبر ته وايي: تا هغه څه پخپل زړه كې پټول، چې الله يې څرګندوونکی و؟
ځواب : امام رضا (رح) مامون الرشید ته د انبیاوو د عصمت د پوښتنو په ځوابونو کې وايي: الله تعالی، انحضرت ته د ده د مېرمنو نامې ورښودلې وې، چې یوه پکې زینب د جحش لور هم وه، انحضرت ولیدل چې دا خو د زید مېرمن ده؛ نو څرنګه به د ده مېرمن شي؟ دا مانا د انحضرت په زړه کې وه چې د الله تعالی په حکم له حضرت زینب سره د پېغمبر په واده، ددې حکمت روښانه شو. [31]
نو له دې مخې پېغمبر کله هم د عصمت او نبوت د مقام پر خلاف کوم کار نه دی کړی او مخکې یې له هېڅ ښځې سره مینه نه درلوده، د زوی ویلي زید مېرمن خو لا پر ځای پرېږده! نغوذ بالله.
* امرونه دوه ډوله دي: یو په ولایت پورې اړوند، چې باید عمل پرې وشي او هغه هدایت چې عمل ورباندې د انسان په ګټه دی. دلته چې پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم حضرت زید ته وویل: «أَمْسِکْ عَلَیْکَ زَوْجَکَ» مېرمن دې درسره وساته، یو ارشادي امر و، کنه هغه کس چې الله تعالی د «أَنْعَمَ اللّهُ عَلَیْهِ» په جمله ترې ستاینه وکړه، د انحضرت د حکم پر خلاف عمل نه کاوه. په تېر آیت کې مو هم وویل: «وَ ما کانَ لِمُؤْمِنٍ وَ لا مُؤْمِنَهٍ إِذا قَضَی اللّهُ وَ رَسُولُهُ أَمْراً أَنْ یَکُونَ لَهُمُ الْخِیَرَهُ»
* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله له حضرت زینب سره واده ته هوډ او لېوالتیا نه درلوده؛ نو حضرت زید ته یې سپارښتنه د مېرمنې د ساتنې لپاره وه، نه طلاق ته. « أَمْسِکْ عَلَیْکَ زَوْجَکَ. . . زَوَّجْناکَها»
* روستي دوه آیتونه وايي: رښتیني مبلغان بې له الله له بل هیچا نه وېرېږي، «وَ لا یَخْشَوْنَ أَحَداً إِلاَّ اللّهَ» په دې آیت کې د پېغمبر له وېرې څخه مراد «وَ تَخْشَی النّاسَ»، له هغو اوازو څخه وېره و، چې د انحضرت (ص) اهدافو ته یې زیان رساوه؛ ځکه شونې وه، چې خلک ووايي: پېغمبر د یوه مریي له مېرمنې یا د زوی ویلي له مېرمن سره واده کړی دی.
پېغامونه:
1- انبیا، د خلکو د چارو د هوارونې سرچینه وه. (حضرت زید بن حارثه څو ځل له انحضرت سره د خپلې مېرمنې د طلاق په اړه خبرې وکړې؛ خو انحضرت ورته تل ویل: صبر وکړه) «وَ إِذْ تَقُولُ»
2- الله تعالی او رسول زموږ ولیّ نعمت دي. «أَنْعَمَ اللّهُ – أَنْعَمْتَ»
3- د نعمتونو په یادونه کې لومړی معنوي او الهي نعمتونه یاد کړئ بیا دنیوي او مادي نعمتونه «أَنْعَمَ اللّهُ عَلَیْهِ» چې مراد ترې د حضرت زید هدایت او د ده اسلام منل وه، «أَنْعَمْتَ عَلَیْهِ»؛ چې مراد ترې له مریېتوبه د حضرت زید آزادول و.
4- اسلام او آزادي دوه ستر نعمتونه دي. «أَنْعَمَ اللّهُ عَلَیْهِ»؛ (د مسلمانېدو توفیق) «أَنْعَمْتَ عَلَیْهِ»؛ (د مریي آزادول)
5- که ومو غوښتل، د یوه چا د نامې پر ځای یې صفت ووایئ؛ نو غوره صفت یې ووایئ. «لِلَّذِی أَنْعَمَ اللّهُ عَلَیْهِ وَ أَنْعَمْتَ عَلَیْهِ»
6- که د ښځې او مېړه په ستونزه کې، کوم یو یې شکایت درته وکړ؛ نو سملاسي د بېلتون وړاندیز مه ورکوئ. «أَمْسِکْ عَلَیْکَ زَوْجَکَ» (اسلام د کورني بنسټ د ټینګښت پلوی دی.)
7- پر نېکیو په امر کې، د عاطفې او تقوا له اړمه ګټنه وکړئ. «أَمْسِکْ عَلَیْکَ زَوْجَکَ وَ اتَّقِ اللّهَ»
8-تقوا د کورني بنسټ د ټینګښت لامل دی . «أَمْسِکْ عَلَیْکَ زَوْجَکَ وَ اتَّقِ اللّهَ»
9- ولیّ نعمت کېدنه، د «امر و نهی» د حق رامنځته کوونکی دی . «أَنْعَمْتَ عَلَیْهِ أَمْسِکْ عَلَیْکَ زَوْجَکَ»
10- د پرېکنده توب او صلابت لازمه دا ده، چې له فاسدو او منحرفو افکارو سره، که څه عمومي افکار وي، مبارز وکړو. «وَ تَخْشَی النّاسَ وَ اللّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشاهُ»
11- د ناوړه ټولنیزو عادتونو په ماتونه کې، د خلکو له چغو او کوکو مه وېرېږئ. «تَخْشَی النّاسَ وَ اللّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشاهُ»
12- د الله تعالی د حکم په پلي کولو کې د نړیوالو ټولنو تایید ته مه په تمه کېږئ. «تَخْشَی النّاسَ وَ اللّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشاهُ»
13- د ټولو طلاقونو او بیلتونونو لامل د ښځې سرغړونه نه ده. «قَضی زَیْدٌ مِنْها وَطَراً»
14- د ښځې او مېړه ګډ ژوند د انسان له مهمو اړتیاوو دی. «وَطَراً» یعنې مهمه او اړینه اړتیا.
15- د ښځې او مېړه چارې په کنایه ووایئ. «قَضی زَیْدٌ مِنْها وَطَراً»
16- د ټولنې دیني مشران باید د باطلو دودونو په ماتونه کې مخکښ وي. «لِکَیْ لا یَکُونَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ حَرَجٌ» (نورو ته د حق لاراواری یو ارزښت دی)
17- کونډې د درناوي وړ دي او ورسره واده د شان او مقام د راکمېدنې په مانا نه دی. «زَوَّجْناکَها» الله وايي: دا واده موږ مقرر کړی دی.
18- پر نا الهي دودونو پابندي، ژوند شنډوی. «لِکَیْ لا یَکُونَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ حَرَجٌ»
19- د زوی ویلي له مېرمن سره واده، تر طلاق روسته یې جایز دی. «إِذا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَراً» (زوی ولي په اسلام کې وه.)
ما کانَ عَلَی النَّبِیِّ مِنْ حَرَجٍ فِیما فَرَضَ اللّهُ لَهُ سُنَّهَ اللّهِ فِی الَّذِینَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَ کانَ أَمْرُ اللّهِ قَدَراً مَقْدُوراً«38»= پر پېغمبر په هغه څه كې هېڅ ډول منع او بنديز نشته، چې الله پرې فرض كړى. دا (قانون او) الهي دود تر ده وړاندې په تېرو شويو خلکو كې هم (معمول) و او د الله حكم تل سنجول شوی او د دقیقې کړلارې له مخې (او د وسې هومره) دى.
ټکي:
* دا آیت د تېر آیت د پرېکړه ليک په توګه دی، چې دیني مشران باید د لیکې یا خط ماتوونکي وي او له رټنو و نه وېرېږي او د ده او بل رضایت ته دې منتظر نه وي.
* امام رضا (رح) وايي: « الله پوهېده چې د زید له مېرمنې سره د پېغمبر له واده به منافقین پر انحضرت د نیوکې او عیب لټونې یوه پلمه جوړه کړي؛ نو دا آیت یې نازل کړ». [32]
پېغامونه:
1- د الله تعالی د حکم په پلې کولو کې، پېغمبر دې خنډونو او ډنډورو ته اعتنا نه کوي. « ما کانَ عَلَی النَّبِیِّ. . . »
2- شونې ده، پېغمبر ځانګړې دندې او احکام هم ولري. «فَرَضَ اللّهُ لَهُ»
3- ټول انبیا د لیکې ماتوونکي او له عامو منحرفو افکارو سره لاس و ګریوان وه. «مِنْ قَبْلُ»
4- د الله تعالی قانون او سنّت دادی چې ناسم دودونه مات کړي . «سُنَّهَ اللّهِ»
5- الهي فرمانونه حساب شوي او لازم الاجرا دي. «أَمْرُ اللّهِ قَدَراً مَقْدُوراً»
اَلَّذِینَ یُبَلِّغُونَ رِسالاتِ اللّهِ وَ یَخْشَوْنَهُ وَ لا یَخْشَوْنَ أَحَداً إِلاَّ اللّهَ وَ کَفی بِاللّهِ حَسِیباً«39»=(مخكېني پېغمبران) هغوى وو، چې د الله پيغامونه يې رسول او (يوازې) له هغه وېرېدل او بې له الله له هېچا نه وېرېدل او همدا بس دى، چې الله حسابګر(او د خلکو د کړنو بدله ورکوونکى) دى.
ټکي:
* په دې آیت کې خلکو ته د الهي پېغامونو په رسونه کې د مبلغ د پرېکنده توب او شهامت خبره راغلې؛ خو پوه دې شو، چې په ځینو ځایونو کې ګوذاره، نرموالی او چوپتیا د زړونو راماتونې لپاره دی.
* خشیت له خوف سره توپیر لري، خشیت یو زړه ګنی اغېز دی، چې د یوه چار له عظمته پیدا کېږي؛ خو خوف د یوه ناخوښه چار د پېښېدنې انتظار دی چې ورڅخه د ډډې لاملېږي. انبیا، بې له الله تعالی له هیچا هم خشیت او ډار نه لري؛ ځکه یوازې الله تعالی ستر ویني.
پېغامونه:
1- په تبلیغ کې بریا ځینې شرایط لري:
الف: د تبلیغ غځېدا. «یُبَلِّغُونَ»
ب: په عمل کې تقوا. «یَخْشَوْنَهُ»
ج: زړورتیا او پرېکنده توب یا شهامت او قاطعیّت. «وَ لا یَخْشَوْنَ أَحَداً إِلاَّ اللّهَ»
د: پر الله تعالی توکّل. «وَ کَفی بِاللّهِ حَسِیباً»
2- تبلیغ تل په وینا نه وي، کله نا کله باید په عمل هم د الله تعالی حکم څرګند کړای شي. ( په تېرو دوه آیتونو کې یې وویل: د زید له مېرمن سره واده وکړه چې غلط دود له منځه یوسې؛ خو په دې آیت کې وايي:) «الَّذِینَ یُبَلِّغُونَ رِسالاتِ اللّهِ»
3- الهي مبلّغان، تل سرسخت او ګواښوونکي دښمنان لري. «لا یَخْشَوْنَ أَحَداً»
4- له الله تعالی وېره د زړورتیا سریزه ده. «یَخْشَوْنَهُ وَ لا یَخْشَوْنَ أَحَداً»
5- الهي مبلّغان دې پوه شي، چې د صبر او زغم حساب یې له الله تعالی سره دی. «کَفی بِاللّهِ حَسِیباً»
ما کانَ مُحَمَّدٌ أَبا أَحَدٍ مِنْ رِجالِکُمْ وَ لکِنْ رَسُولَ اللّهِ وَ خاتَمَ النَّبِیِّینَ وَ کانَ اللّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیماً«40»= محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) ستاسې د کوم نارینه پلار نه دى؛ خو د الله استازى او د پېغمبرانو (د لړۍ) پاى ته رسوونکى دى او الله په هر څه پوه دى.
ټکي:
* په دې آیت کې هم د «رسول» کلمه راغلې او هم د «نبیّ» کلمه راغلې. «رسول» د کتاب خاوند وي او «نبیّ» خبر ورکوونکی وي یا دا چې «رسول» پېغام راوړونکی او «نبیّ» د رسالت ترسره کوونکی دی. [33]
* «خاتَمَ» د ګوتې د غمي په مانا دی چې پخوا به یې خپله نامه پرې کېنده او د لیکونو او احکامو پای یې پرې ټاپه کول. دلته خاتم د روستي پېغمبر کنایه ده.
* که څه په قرآن کې پریمانه آیتونه راغلي چې د حضرت محمد (ص) دین د ټولې نړۍ لپاره او تلپاتی دی لکه: «لِلْعالَمِینَ نَذِیراً»[34]، «لِأُنْذِرَکُمْ بِهِ وَ مَنْ بَلَغَ» [35]، «کَافَّهً لِلنّاسِ» [36] او متواترو احادیثو «لا نبی بعدی» او مشهور حدیث «حلال محمد حلال ابدا الی یوم القیامه»[37] او نورو ډېرو احادیثو دا مطلب تایید کړی؛ خو دا آیت د اسلام د پېغمبر پر خاتمیت خورا څرګند دلیل دی.
* دا یوازېنی آیت دی، چې په دوو عنوانو کې یې هم د پېغمبر نامه او هم د پېغمبر رسالت یاد کړی: «مُحَمَّدٌ»، «رَسُولَ اللّهِ»، «خاتَمَ النَّبِیِّینَ»
څو پوښتنې
- تر اسلام روسته ولې انسانان نوي پېغمبر ته اړتیا نه لري؟
ځواب: د نبوتونو د تجدید، له سره کېدنې او د نویو پېغمبرانو د راتګ اصلي دلیل دوه څیزونه وه: د پخواني دین اړونه یا تحریف، چې د الله تعالی له کتاب او د پخواني پېغمبر له ښوونو ډېر څه اړول شوي وي او بل د تاریخ په اوږدو کې د بشري تکامل غوښتنه وه، چې خورا هر اړخیز او پوره قوانین نازل شي.
خو تر اسلام روسته دا دوه چارې راپېښې نشوې؛ ځکه قرآن په خلکو کې پاتی دی، بې له دې چې یوه کلمه یې هم تحریف شي، دویم دا چې خورا جامع او بشپړ قوانین پکې مطرح شوي او د الله تعالی د پوهې پر بنسټ د قیامت تر ورځې د بشر داسې اړتیا به نه وي چې حکم یې په اسلام کې نه وي ویل شوی.
- د انسان بدلېدونې اړتیاوې څرنګه د دین له خاتمیت سره سازګارې دي؟
ځواب: انسان د زده کړو په پړاوونو کې د اجتهاد او دکترا تر درجې، ښوونکي ته اړتیا لري؛ خو تردې روسته داسې پړاو ته رسي چې بې له ښوونکي خپلې اړتیاوې له هغو مطالبو چې زده کړې یې دي، ترلاسه کوي. د اجتهاد باب پرانستی دی او له کلي او ټولیزو قواعدو څخه د اړتیاو وړ قوانین استنباطېدای شي. البته د هغو آرونو/اصولو پر بنسټ چې فقهاوو د احکامو راسپړلو ته تدوین کړي دي.
- له غیبي نړۍ سره د بشر اړیکه ولې پرې شوه؟
ځواب: وحې نه نازلېږي؛ خو له غیبو سره اړیکه لا شته، معصوم امام شتون لري او الهي پرښتې پرې نازلېږي [38] وړ انسانانو ته غیبي امدادونه رسي، ان عادي کسان که متقیان وي؛ الهي رڼا پیدا کوي او الله تعالی په یوه ډول حق لار ورښيي. « اِتَّقُوا اللّهَ. . . یَجْعَلْ لَکُمْ نُوراً » [39]
پېغامونه:
1- زوی ویلی کله هم زوی نه وي او پلار ویلی هم پلار نه وي چې د زوی ویلي له طلاقې شوې ښځې سره یې واده جایز نه وي. «ما کانَ مُحَمَّدٌ أَبا أَحَدٍ مِنْ رِجالِکُمْ»
2- خلکو ته د پېغمبر د مېرمنو د موروالي حکم ( چې په ۶ ام آیت کې مطرح شو) د انحضرت د پلار والي د حکم دلیل نه دی. « ما کانَ مُحَمَّدٌ أَبا أَحَدٍ. . . »
3- د اسلام د پېغمبر خاتمیّت د الهي پوهې او حکمت پر بنسټ دی. «خاتَمَ النَّبِیِّینَ – اَللّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیماً»
یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اذْکُرُوا اللّهَ ذِکْراً کَثِیراً«41»=مؤمنانو! الله ډېر ياد كړئ؛
وَ سَبِّحُوهُ بُکْرَهً وَ أَصِیلاً«42»=او سبا و بېګاه يې وستايئ.
ټکي:
* د الله تعالی یاد یوازې په ژبه او وینا نه؛ بلکې په هر فکر، کار او حرکت کې د الله تعالی خوښه او رضا په پام کې نیول دي. قرآن د الله یادونې آثار او برکتونه بیان کړي او د لمانځه یو دلیل یې د الله تعالی یاد ګڼلې، «أَقِمِ الصَّلاهَ لِذِکْرِی»[40] زړونه د الله تعالی په یاد ټکورېږي . «أَلا بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ» [41] او آرام روح او ډاډمن نفس الوځي او حق ته رسي. «یا أَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّهُ. اِرْجِعِی إِلی رَبِّکِ» [42] او چې د الله تعالی له یاده مخ واړوي؛ نو سخت او تنګ ژوند به ولري «وَ مَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِکْرِی فَإِنَّ لَهُ مَعِیشَهً ضَنْکاً» [43]
* ویل کېږي: د حضرت زهرا (رضی الله عنها) تسبیحات د “ذکر کثیر” یوه بېلګه ده. [44]
* رسول اکرم صلی الله علیه و آله وايي: چې څوک ذاکره ژبه ولري، د دنیا و اخرت خیر ورکړ شوی دی.
امام صادق (رح) وايي: هر څه حد و برید لري؛ خو بې د الله له ذکره.
* په حدیث کې راغلي: زړه او روح د اوسپنې په شان زنګ نیسي او د الله تعالی ذکر یې د ځلا او روښانه کولو وزله ده.
* په روایاتو کې راغلي: د الله تعالی ذکر یوازې په ژبه نه دی، رښتینی ذکر هغه دی چې د حلال او حرامو پر مهال الله تعالی رایاد او له ګناه ډډه وکړو. [45]
پېغامونه:
1- ښکلی او محرمانه خطاب د خلکو د راماتونې وزله او د دوی د منلو لاره چاره ده. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا»
2- د الله تعالی یاد هغه مهال پر انسان اغېزمن دی چې تل او ډېر وي. «اذْکُرُوا اللّهَ ذِکْراً کَثِیراً»
3- د الله تعالی بهترین ذکر، د هغه تسبیح او تنزیه ده. « اُذْکُرُوا اللّهَ. . . وَ سَبِّحُوهُ »
4- د ورځې پیل او پای د الله تعالی په تسبیح او یاد تېره کړو. «سَبِّحُوهُ بُکْرَهً وَ أَصِیلاً»
هُوَ الَّذِی یُصَلِّی عَلَیْکُمْ وَ مَلائِکَتُهُ لِیُخْرِجَکُمْ مِنَ الظُّلُماتِ إِلَی النُّورِ وَ کانَ بِالْمُؤْمِنِینَ رَحِیماً«43»= (الله) هغه (ذات) دى، چې خپله او پرښتې يې پر تاسو رحمت او درود وايي، چې تاسې (د ناپوهۍ، شرك او ګناه) له تيارو (د پوهې، ايمان او تقوا) رڼا ته راوباسي؛ او پر مؤمنانو لورين دى.
ټکي:
* په تېر آیت کې یې وویل: الله تعالی ډېر یاد کړئ. په دې آیت کې وايي: الله تعالی رحمت درنازلوي، ته وا د الله تعالی رحمت ستاسې د ډېرې یادونې له کبله دی؛ لکه د دې آیت په څېر «فَاذْکُرُونِی أَذْکُرْکُمْ» (نو یاد مې کړئ چې یاد مو کړم)[46]
پېغامونه:
1- دین ته د خلکو د بلنې لار، درود او رحمت دی. « یُصَلِّی عَلَیْکُمْ. . . لِیُخْرِجَکُمْ»
2- پرښتې هم پر مؤمنانو درود وايي، «یُصَلِّی عَلَیْکُمْ وَ مَلائِکَتُهُ لِیُخْرِجَکُمْ» او هم ورته استغفار کوي. «وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا»[47]
3- انسان له تیارو څخه په وتنه کې الهي مرستي ته اړتیا لري او د بشر عقل او پوهه بسیا نه ده. « هُوَ الَّذِی یُصَلِّی. . . لِیُخْرِجَکُمْ مِنَ الظُّلُماتِ»
4- تیارې، ګڼې دي . «الظُّلُماتِ» د ناپوهۍ، شرک، تفرقې، غفلت او خرافاتو تیارې.
5- پر الله تعالی او الهي حقایقو ایمان، د انسان د لارې رڼا ده . «إِلَی النُّورِ وَ کانَ بِالْمُؤْمِنِینَ»
6- ایمان، د الهي ځانګړي رحمت د ترلاسه کونې کونجي ده . «بِالْمُؤْمِنِینَ رَحِیماً»
تَحِیَّتُهُمْ یَوْمَ یَلْقَوْنَهُ سَلامٌ وَ أَعَدَّ لَهُمْ أَجْراً کَرِیماً«44»= پر كومه ورځ، چې (نږه مؤمنان او الهي ذاکرین) له الله سره مخامخېږي؛ نو هرکلی به يې ((سلام)) وي او عزتمن اجر يې ورچمتو کړى دى.
ټکي:
* د «تحیت» کلمه له «حیات» څخه د نورو روغتیا او ژوند ته دعا کونې پر مانا ده.
* له «یَوْمَ یَلْقَوْنَهُ» څخه مراد، «د ملاقات ورځ »، د قیامت ورځ ده چې د پردو په لرې کېدو، انسان د باطني شهود او زړګني لید مقام ته رسي او ته وا چې له الله تعالی سره لیده کاته کوي . [48]
* سلام، هم د الله تعالی له لوري دی. «سَلامٌ قَوْلاً مِنْ رَبٍّ رَحِیمٍ» [49]
هم د پرښتو له لوري دی. «سَلامٌ عَلَیْکُمْ بِما صَبَرْتُمْ»[50]
هم د روغتیا نښه ده . «ادْخُلُوها بِسَلامٍ آمِنِینَ» [51]
هم د جنتیانو رسمي خبرې دي. «قِیلاً سَلاماً سَلاماً» [52]
پېغامونه:
1- سلام، جنتي او د جنتیانو درود دی. « تَحِیَّتُهُمْ. . . سَلامٌ»
2- الهي بدلې هم عزتمنې دي او هم سترې او ارزښتمنې . «أَجْراً کَرِیماً»، «أَجْراً عَظِیماً» [53]
یا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِنّا أَرْسَلْناکَ شاهِداً وَ مُبَشِّراً وَ نَذِیراً«45»=پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد، زېرګری او ګواښګرندی لېږلى يې؛
وَ داعِیاً إِلَی اللّهِ بِإِذْنِهِ وَ سِراجاً مُنِیراً«46»=او (هم) د الله په اجازه، د الله لوري ته بلونكى او بله ډیوه وسي.
ټکي:
* په دې دوو آیتونو کې، په ټولنه کې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ونډه بیان شوې.
هغه خلک د الله تعالی لوري ته رابلي او په دې بلنې کې یې طریقه زېرګري او ګواښګرندي ده؛ خو نه یوازې په خوله؛ بلکې عمل یې هم خلکو ته بېلګه او حجت دی.
پېغامونه:
1- باید خلکو او ټولنې ته د وګړو ونډې او مسولیتونه وراعلان کړو. « یا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِنّا أَرْسَلْناکَ. . »
2- د دښمن د ځورونې او ستغو خبرو په مقابل کې، نمانځنه او تجلیل اړین دی. « أَرْسَلْناکَ شاهِداً وَ. . . »
(په بل آیت کې لولو: «وَ دَعْ أَذاهُمْ»)
3- پېغمبر د خلکو پر اعمالو شاهد دی . «شاهِداً»
4- هغه زېرګري او ګواښګرندي کولای شي چې د خلکو پر کړنو، اعمالو او چلنونو شاهد او په ډګر کې حاضر وي. «شاهِداً وَ مُبَشِّراً»
5- په بلنه او روزنه کې زیرګري او ګواښګرندي دواړه اړین دي. «مُبَشِّراً وَ نَذِیراً»
6- زیرګري او ګواښګرندي د انبیاوو د بلنې وزله ده. «مُبَشِّراً وَ نَذِیراً وَ داعِیاً»
7- انبیا خلک، ځان ته نه؛ بلکې الله تعالی ته بلي. «داعِیاً إِلَی اللّهِ»
8-انبیا هم د الله تعالی په مقابل کې له ځانه خپلواکي نه لري او بریالیتوب او بلنه یې هم د الله تعالی په حکم ده. «بِإِذْنِهِ»
9- په ټولنه کې پېغمبر د لارښوونې ډیوه ده، چې رڼا یې د ودې، حرکت او تشخیص لامل دی . «سِراجاً مُنِیراً»
وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِینَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللّهِ فَضْلاً کَبِیراً«47»=او مؤمنانو ته زېرى وركړه، چې بېشکه د الله له لوري لوى فضل ورپر برخه دى.
وَ لا تُطِعِ الْکافِرِینَ وَ الْمُنافِقِینَ وَ دَعْ أَذاهُمْ وَ تَوَکَّلْ عَلَی اللّهِ وَ کَفی بِاللّهِ وَکِیلاً«48»=او د كافرانو او منافقانو (خبره) مه منه او ربړ(ونې) يې ناليدې وګڼه (او ترې تېر شه) پر الله بروسه وكړه او د الله چارسازي بس ده.
ټکي:
* د دښمنانو ربړونې نالیدلې ګڼل، له دوی سره په چلن کې د سستۍ او ناغېړۍ په مانا نه ده؛ بلکې توکل او الهي رحمت ته د هیلمني په مانا او د دښمنانو له چلنه نه زړه توری کېدل – ماڼېجنېدل دي.
* پېغمبر د الله تعالی له لوري دا دنده پر غاړه اخلي چې مؤمنانو ته زیری ورکړي چې د الله تعالی ځانګړې لورنه یې ور په برخه ده او دا خپله د الله تعالی ستره لورنه ده.
* دا آیت ، « وَ بَشِّرِ. . . » د تېر آیت مصداق او بېلګه ده چې ویې ویل : «مُبَشِّراً».
پېغامونه:
1- ایمان، د الله تعالی د ځانګړې لورنې د ترلاسه کونې شرط دی. «بَشِّرِ الْمُؤْمِنِینَ»
2- مشر باید مؤمنانو ته زیری ورکړي. «بَشِّرِ الْمُؤْمِنِینَ»
3- له مؤمنانو سره د الله تعالی چلن د فضل پر بنسټ دی. «مِنَ اللّهِ فَضْلاً» که څه پر بندګانو الهي تفضّلات او لورنې درجې او مراتب لري. «فَضْلاً کَبِیراً»
4- څوک چې د حق ځواک په سرچینه خړوب شي، له بېلارو جلا کېدای شي.
«مِنَ اللّهِ فَضْلاً کَبِیراً – وَ لا تُطِعِ. . . »
5- د کفارو او منافقینو ربړونو ته نه پاملرنه او د غوښتنو پر خلاف یې مقاومت، توکل ته اړتیا لري. «لا تُطِعِ – دَعْ أَذاهُمْ – تَوَکَّلْ»
6- کفّار او منافقین په یوه لیکه کې دي. «وَ لا تُطِعِ الْکافِرِینَ وَ الْمُنافِقِینَ» د دواړو کار د مؤمنانو ربړونه ده. «أَذاهُمْ»
7- په ځینو شرایطو کې مشر باید مازې هدایت وکړي او له مخالفینو سره د ورته مقابلې او غچ په فکر کې نه وي. «دَعْ أَذاهُمْ»
8- پر الله توکل وکړو؛ ځکه هغه وړ او بسیا وکیل دی. «وَ کَفی بِاللّهِ وَکِیلاً»
یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا نَکَحْتُمُ الْمُؤْمِناتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ فَما لَکُمْ عَلَیْهِنَّ مِنْ عِدَّهٍ تَعْتَدُّونَها فَمَتِّعُوهُنَّ وَ سَرِّحُوهُنَّ سَراحاً جَمِیلاً«49»= مؤمنانو! چې تاسې مؤمنې نكاح كړې بيا مو تر كوروالي مخكې طلاقې كړې؛ نو د”عدت” تېرولو حق پرې نه لرئ؛ نو مهر يې وركړئ او په ښه شان او وضعیت يې خوشې كړئ.
ټکي:
* له «نکاح» څخه مراد، د واده تړون او له «تماس» څخه مراد کوروالی او له «سَراحاً جَمِیلاً» څخه مراد بې تاوتریخوالي او بې کینې طلاق دی.
* «عِدَّهٍ» هغه مودې ته وايي چې ښځې باید تر طلاق روسته تر اخره پورې صبر وکړي او بل خاوند و نه کړي. د طلاقې ښځې عدت درې ځل حیض یا د میاشتینۍ ناروغۍ (جامو) راتلل او پاکېدل دي او د خاوند د مړینې عدت څلورمیاشتې او لس ورځې دی.
* د ښځو څو ډلې عدت ته اړتیا نه لري : یوه هغه ډله چې تر نکاح روسته یې کوروالی نه دی درلودلی، بله ډله یې شنډې ښځې دي، چې اولاد یې نه کېږي. ( ۵۰ یا ۶۰ کلنې مېرمنې)
* د بقرې سورت په ۲۳۶ ام آیت کې هم لولو چې له کوروالي مخکې طلاقې شوې ښځې ته د سړي ډالۍ باید له خپلې وسې سره سم او په غوره توګه وي. «عَلَی الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَ عَلَی الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتاعاً بِالْمَعْرُوفِ»
* امام باقر (رح) وايي: دا ډول (طلاقې شوې) ښځې د نورو په غوسه او وحشت د پلار کور ته ستنېږي او چې څومره مو په وس کې وي د ډالۍ په ورکړې یې زړونه ټکور کړئ. «فَمَتِّعُوهُنَّ وَ سَرِّحُوهُنَّ»
پېغامونه:
1- د الله تعالی پر احکامو عمل، د ایمان لازمه ده. یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا نَکَحْتُمُ. . .
2- د طلاق اختیار، له سړي سره دی. «طلقتم» خو په هغو ځایونو کې چې شرع مشخص کړي وي.
3- ایمان د واده تر ټولو مهمترین شرط دی . « آمَنُوا. . . نَکَحْتُمُ الْمُؤْمِناتِ »
4- طلاق، د دیني ماتې نښه نه ده . «الْمُؤْمِناتِ – طَلَّقْتُمُوهُنَّ»
5- عدّه، پر ښځه د سړي حق دی که یې غوښتل ورستنېدای شي؛ خو تر کوروالي په مخکې طلاق، سړی د ستنېدنې حق نه لري. «فَما لَکُمْ عَلَیْهِنَّ مِنْ عِدَّهٍ»
6- روحې زیان او ضربې دې جبران شي. تر نکاح روسته په طلاق کې د ښځې روحېه ماتېږي چې د مناسب مهر په ورکولو سره یوه برخه یې جبرانېږي. «فَمَتِّعُوهُنَّ»
7- بېلتون او طلاق د کینې او تاوتریخوالي په مانا نه دی . «سَرِّحُوهُنَّ سَراحاً جَمِیلاً»
یا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِنّا أَحْلَلْنا لَکَ أَزْواجَکَ اللاّتِی آتَیْتَ أُجُورَهُنَّ وَ ما مَلَکَتْ یَمِینُکَ مِمّا أَفاءَ اللّهُ عَلَیْکَ وَ بَناتِ عَمِّکَ وَ بَناتِ عَمّاتِکَ وَ بَناتِ خالِکَ وَ بَناتِ خالاتِکَ اللاّتِی هاجَرْنَ مَعَکَ وَ امْرَأَهً مُؤْمِنَهً إِنْ وَهَبَتْ نَفْسَها لِلنَّبِیِّ إِنْ أَرادَ النَّبِیُّ أَنْ یَسْتَنْکِحَها خالِصَهً لَکَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِینَ قَدْ عَلِمْنا ما فَرَضْنا عَلَیْهِمْ فِی أَزْواجِهِمْ وَ ما مَلَکَتْ أَیْمانُهُمْ لِکَیْلا یَکُونَ عَلَیْکَ حَرَجٌ وَ کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً«50»= پېغمبره! په رښتینه كې ستا هغه مېرمنې مو درحلالې كړې دي، چې تا يې مهر وركړى او همداراز وينځې، چې الله د غنايمو له لارې دركړي او ته يې واكمن شوى يې او ستا هغه ترلې، د ترندو لوڼې، د ماما لوڼې او د توړیو لوڼې، چې هجرت یې درسره كړى؛ (نو ورسره نكاح كول درته حلال دي) او (همداراز)هغه مؤمنه ښځه، چې خپل ځان پېغمبر ته وبښي (او ځان ته مهر و نه غواړي) او پېغمبر هم ورسره د نكاح هيلمن وي؛ خو دا ډول نكاح يوازې تا ته روا ده؛ نه نورو مؤمنانو ته؛ په يقين ښه پوهېږو، چې پر مومنانو مو د خپلو مېرمنو او وينځو په اړه څه فرض کړي. ( د واده دا اجازه) ددې لپاره ده (چې د رسالت په ترسره كولو كې) كومه ستونزه درته نه وي (او له دې لارې ډېر ملاتړي چمتو كړې) او الله لورین بښونكى دى.
ټکي:
* «أَفاءَ» له «فییء» څخه هغه مالونو ته ویل کېږي چې بې جګړې د مسلمانانو لاس ته ورغلي وي. په عربۍ کې د «عم» او «خال» کلمات د جنس په توګه کارېږي او ټول ترونه او ماما ګان پکې رانغاړل کېږي؛ خو «عمه» او«خاله» د جمع په توګه راځي. «عَمّاتِکَ»، «خالاتِکَ»
* په اسلام کې درې ډوله نکاح شته :
الف: له مهر سره نکاح.
ب: د وینځې د مالک کېدنې له لارې نکاح .
ج: بې مهره نکاح، چې ښځه پکې ځان سړي ته بښي .
لومړی او دویم ډول د عامو لپاره دي؛ خو درېیم ډول یوازې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله لپاره دی. یوه ورځ حضرت عایشې ام المومنین، رسول الله ته وویل: الله درباندې پاملرنه لري. پېغمبر ورته وویل: «و انک ان اطعت الله سارع فی هواک»[54] ته هم که د الله مطیعه شې؛ نو امتیازات به درکړي.
* پر پېغمبر باندې جهاد په یوازې ځان واجب و. «لا تُکَلَّفُ إِلاّ نَفْسَکَ وَ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِینَ»[55] پر پېغمبر د تهجدو لمونځ واجب و. . . اوس د دومره سختیو [56] په مقابل کې یو مادي امتیاز دومره څه نه دی.
* پوښتنه: پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ولې ګڼې ښځې درلودې؟
ځواب: لومړی: د رسول الله صلی الله علیه و آله په واده کې مساله شهوت محوره نه وه؛ ځکه د اسلام پېغمبر له ۲۵ څخه تر ۵۳ کلنۍ پورې یوازې له حضرت خدیجې سره ژوند کاوه، او د واده پر مهال حضرت خدیجه له انحضرته پنځلس کاله مشره وه او چې ژوندۍ وه، انحضرت بل واده ونکړ.
دویم: ټول ټبرونه د انحضرت پر ضد و او پېغمبر باید د یوې دقیقې طرحې له مخې دا ناسپېڅلی وحدت مات کړی وای او غوره، ساده، ارزانه او طبیعي لار یې دا وه چې پېغمبر د بېلابېلو ټبرونو زوم شي او د هغه وخت د دود له مخې خلکو به له خپل زوم څخه ملاتړ اړین ګاڼه او په دې توګه پېغمبر کولای شو، چې د دین د تبلیغ په لار کې ستونزې هوارې کړي.
درېيم: ځینې ودونه له غلطو دودونو سره د مبارزې لپاره وه؛ لکه د خپلې توړۍ له لور زینب سره د انحضرت واده چې د همدې سورت په ۳۷ ام آیت کې تېر شو.
څلورم: پېغمبر له ځینو مېرمنو سره یوازې نکاح وتړله او ورسره یې کوروالی ونکړ او پر ځینو ټبرونو یې یوازې مارکه وکړه او نکاح یې هم و نه کړه او همدا چلنونه یې د اړیکو یوه وزله شوه.
پنځم: که موخه یې یوازې جنسي وای؛ نو له دې دومره مېرمنو به یې ګڼ اولادونه درلودای.
شپږم: حضرت عایشه ډېره کوشنۍ وه چې له رسول الله سره یې نکاح وکړه او ډېره موده تېره شوه چې په رښتیا د انحضرت مېرمن شي. که موخه جنسي چارې وي؛ نو انسان له یوې کوشنۍ نجلۍ سره واده نه کوي.
اووم: موږ باید پېغمبر له ځان سره پرتله نه کړو. موږ د یوې مېرمنې په درلودنې سره له ډېرې توفیقاتو بې برخې کېږو؛ خو رسول اکرم د څو مېرمنو په درلودنې سره دومره په عرفان او عباداتو او د خلکو په بلنه او هدایت کې ډوب و چې الله تعالی، انحضرت ته وايي: د خلکو د هدایت لپاره ولې دومره زړه خورې «فَلَعَلَّکَ باخِعٌ نَفْسَکَ» [57] ولې ځان دومره کړوې ، «لِتَشْقی»[58] ولې حلال پر ځان حراموې، « لِمَ تُحَرِّمُ. . . » هو د معرفت تیز باد به د رسول الله وجود دومره پورته کاوه، چې دې دومره مېرمنو له دې الوتنې نشو منع کولای.
په هر حال د پېغمبر بیا بیا ودونه تر ۵۳ کلنۍ روسته و، او هغه هم له داسې ښځو سره چې یا به کونډې وې، یا هم متروکه یا غمڅپلې، له دې ټولو مېرمنو سره به انحضرت په عدالت چلن کاوه، ساده ژوند یې درلود او د ځینو مېرمنو د تجمل پالنې غوښتنې ته یې هېڅ پاملرنه نه کوله. پر دې سربېره په هغه وخت کې ګڼ ښځي هېڅ عیب نه و، او کله نا کله خو به لومړۍ مېرمن د دویمې مېرمنې پر مارکه هم تله او ډېرې داسې ټکي چې باید ځیرنه او دقت پکې وشي.
پېغامونه:
۱- د حلال او حرامو ټاکنه د الله تعالی په لاس کې ده . «إِنّا أَحْلَلْنا لَکَ» ( ان پېغمبر هم په وګړیزو مسایلو کې د الهي قانون تابع دی.)
۲- د ښځې لپاره مهر اړین او د سړي له خوا یې ورکړه واجب ده . «آتَیْتَ أُجُورَهُنَّ»
۳- جنسي غریزې جدي ونیسئ، ان وینځې باید له دې بې برخې نه وي . «ما مَلَکَتْ یَمِینُکَ»
۴- په واده کې د دواړو لوریو رضایت شرط دی (وَهَبَتْ نَفْسَها – أَرادَ النَّبِیُّ أَنْ یَسْتَنْکِحَها)
۵- اسلام، پېغمبر ته دندې او همداراز ځانګړي امتیازات په پام کې نیولي دي. «خالِصَهً لَکَ»
۶- له هغو ښځو سره چې باید واده ورسره وشي، ټاکنه یې د الله تعالی له لوري ده. «فَرَضْنا عَلَیْهِمْ فِی أَزْواجِهِمْ»
۷- د الله تعالی نه خوښېږي چې پېغمبر یې په تنګسه کې وي. «لِکَیْلا یَکُونَ عَلَیْکَ حَرَجٌ»
تُرْجِی مَنْ تَشاءُ مِنْهُنَّ وَ تُؤْوِی إِلَیْکَ مَنْ تَشاءُ وَ مَنِ ابْتَغَیْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلا جُناحَ عَلَیْکَ ذلِکَ أَدْنی أَنْ تَقَرَّ أَعْیُنُهُنَّ وَ لا یَحْزَنَّ وَ یَرْضَیْنَ بِما آتَیْتَهُنَّ کُلُّهُنَّ وَ اللّهُ یَعْلَمُ ما فِی قُلُوبِکُمْ وَ کانَ اللّهُ عَلِیماً حَلِیماً«51»= که ته غواړې د هرې یوې مېرمنې (نوبت) ځنډولى شې او چې هره يوه غواړې؛ نو له ځان سره يې ساتلى شې او كه له دوى له هرې يوې، چې تا ځان ګوښه كړى (؛ نو كه) بېرته يې راوغواړې؛ نو پر تا څه ګناه نشته (په دې غوراوي او واک كې) ډېر نژدى دى، چې سترګې يې يخې (او خوشحاله) شي او خپه نشي او ستا په وركړه ټولې خوشحاله شي او څه چې ستاسې په زړونو كې دي، الله پرې پوهېږي او الله پوه زغمناك دى.
ټکي:
* د «تُرْجِی» کلمه له «ارجاء» څخه د ځنډونې په مانا او «تُؤْوِی» له «مأوی» څخه د ځای ورکونې په مانا دی . دا دوه کلمې له طلاق او ساتنې یا په کوروالي کې، د ځنډوالي یا مخکې والي کنایه ده.
* په ښځو کې د عدالت پلي کونه واجب ده؛ خو د پرېمانه ستونزو، له دښمنانو سره جهاد او ټولنې ته د زیار له کبله، انحضرت ته د الله تعالی له خوا اجازه وه، چې د خپلو مېرمنو ټاکلي وخت ته بدلون ورکړي، د دې پر ځای چې هره شپه په نوبت له یوې مېرمنې سره وي، څو پرله پسې شپې له یوې مېرمنې سره پاتې شي او بیا څو شپې له بلې سره پاتې شي. [59] البتّه ځینو مفسرینو دا آیت د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د هغه اختیاراتو چې په ترڅ کې یې پېغمبر د خپلو مېرمنو نفقه کموله، زیاتوله یا د ورډالیو شویو ښځو د غوښتنې ردلو او ورسته د دوی منل یا لومړني طلاق او ثانویه رجوع په اړه تفسیر کړی دی.
پېغام:
1- هغه کسان چې درانده مسولیتونه لري، ځانګړي اختیارات دې ورکړل شي.
«تُرْجِی مَنْ تَشاءُ» (هغوی چې عدالت، تقوا او کړنه یې ټولو ته څرګنده ده، کړای شي چې د هماغه عدل او تقوا په چوکاټ کې پخپل ژوند کې بدلونونه راوړي. لکه څرنګه چې د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم مېرمنو د کوروالي د ځنډوالي او مخکې والي په اړه له دې هرې یوې سره د انحضرت پر دریځ او عادلانه هوډ ډاډمنې وې.)
2- د پېغمبر اختیارات د مېرمنو حق ته د نه پاملرنې په مانا نه دي. «تقرّ اعینهنّ-لایحزنّ-یرضین»
3- د مېرمنې یا مېړه سترګې په دوه څیزونو روښانېږي: د غم نه درلودل او زړه ګنۍ خوښه. «تَقَرَّ أَعْیُنُهُنَّ وَ لا یَحْزَنَّ وَ یَرْضَیْنَ»
4- د مېرمنې یا مېړه راضي کول باید د ژوند په لومړیو ورځو پورې محدود نه وي؛ بلکې تل دې وي. «وَ یَرْضَیْنَ»
5- سل په سلو کې د څو مېرمنو رضایت راجلبونه، محال عادّي او یو ستونزمن چار دی؛ خو داسې کړنلارې دې جوړې شي چې دې چار ته نږدې وي. « أَدْنی أَنْ. . . یَرْضَیْنَ »
6- سړی باید د ټولو مېرمنو د راضي کونې په لټه کې وي. «کُلُّهُنَّ»
7- الهي احکام د عدالت ټینګونې او د کورنۍ حقوقو د ساتنې لپاره دي، که څه په زړونو کې بله تمه او توقع وي. «وَ اللّهُ یَعْلَمُ ما فِی قُلُوبِکُمْ»
8- په اسلام کې د کورنۍ احکام، د الهي پوهې له سرچینې ځنې دي. «کانَ اللّهُ عَلِیماً حَلِیماً»
لا یَحِلُّ لَکَ النِّساءُ مِنْ بَعْدُ وَ لا أَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْواجٍ وَ لَوْ أَعْجَبَکَ حُسْنُهُنَّ إِلاّ ما مَلَکَتْ یَمِینُکَ وَ کانَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ رَقِیباً«52» = تردې روسته تا ته نورې ښځې روا نه دي او نشې كړاى پر ځاى يې نورې ښځې وكړې [= ځينې طلاقې كړې او نورې نكاح كړې] كه څه ښایست يې ستا خوښ شي (؛ خو) بې ستا له وينځو او الله پر هر څيز څارن دى (او موږ په دې حكم د عربو د ټبرونو دباو لرې كړ، چې ښځې ترې نكاح كړې).
ټکي:
* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د ځینو ټبرونو له خوا تر دباو لاندې و، چې له دوی هم یوه مېرمن وکړي او په دې توګه دوی وویاړي چې انحضرت یې زوم دی. پېغمبر د یوه مصلحت پر بنسټ له ځینو مېرمنو سره واده وکړ؛ خو دې آیت ددې کار تداوم منع کړ.
* د «لو» د شرط توری هله کارېږي، چې شرط یو محال چار وي او داسې مانا کېږي، که فرض محال دغسې یو چار وشي؛ نو ځکه آیت د پېغمبر په باب د کوم چار د پېښېدو خبر نه راکوي؛ بلکې پېښېدل یې محال بولي.
پېغامونه:
1- په قرآن کې ثابت او متغیّر احکام شته. «لا یَحِلُّ. . مِنْ بَعْدُ» هو، وخت د احکامو په پلي کونه کې اغېزمنېدلای شي.
2- د ښځو شمېره ان د پېغمبر لپاره محدودیت لري. «لا یَحِلُّ. . مِنْ بَعْدُ»
3 د واده په نیت، تر پام لاندې ښځې ته کتای شې «أَعْجَبَکَ حُسْنُهُنَّ»
4 نباید ښکلا د ښځې د ټاکنې او بدلولو کچه او معیار وي. « وَ لَوْ أَعْجَبَکَ حُسْنُهُنَّ»
5- الله تعالی پر هغو څارن دی چې د ښکلا له کبله یوه ښځه د لومړنۍ مېرمنې ځایناستې کوي. «رَقِیباً»
6- پېغمبر موظف دی چې د خپل کار حلال و حرام له الله تعالی واخلي. «لا یَحِلُّ لَکَ»
یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَدْخُلُوا بُیُوتَ النَّبِیِّ إِلاّ أَنْ یُؤْذَنَ لَکُمْ إِلی طَعامٍ غَیْرَ ناظِرِینَ إِناهُ وَ لکِنْ إِذا دُعِیتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَ لا مُسْتَأْنِسِینَ لِحَدِیثٍ إِنَّ ذلِکُمْ کانَ یُؤْذِی النَّبِیَّ فَیَسْتَحْیِی مِنْکُمْ وَ اللّهُ لا یَسْتَحْیِی مِنَ الْحَقِّ وَ إِذا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتاعاً فَسْئَلُوهُنَّ مِنْ وَراءِ حِجابٍ ذلِکُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِکُمْ وَ قُلُوبِهِنَّ وَ ما کانَ لَکُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللّهِ وَ لا أَنْ تَنْکِحُوا أَزْواجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَداً إِنَّ ذلِکُمْ کانَ عِنْدَ اللّهِ عَظِیماً«53»= مؤمنانو! د پېغمبر كورونو ته مه ورننوځئ؛ خو داچې خوراك ته وبلل شئ؛ خو (تر ژمنې مخكې مه ورځئ، چې) د خوړو په تمه كېنئ؛ خو چې كله وبلل شوئ، ورننوځئ او چې خواړه مو وخوړل؛ نو خواره شئ او (تر خوړو روسته) پر خبرو مه بوختېږئ، په رښتینه كې دا كار مو پېغمبر ځوروي؛ خو درنه شرمېږي (او څه نه وايي)؛ خو الله د حق (له ويلو) نه شرمېږي او چې له دوی (= د پېغمبر له مېرمنو) كوم څيز غواړئ؛ نو د پردې تر شا يې وغواړئ، چې دا كار ستاسې او د دوى د زړونو د سپېڅلتيا لپاره غوره دى او حق نه لرئ “رسول الله” وځوروئ او په مطلق ډول او د تل لپاره (نه ښايي) چې (تر مړينې) روسته يې مېرمنې په نكاح كړئ؛ چې دا (کار) د الله په نزد ستره (ګناه) ده!
ټکي:
* د نورو کورونو ته د ورننووتنې پرمهال د اجازې اخستل یوازې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په کور پورې ځانګړې نه ده؛ لکه څرنګه چې په نور سورت کې لولو: «لا تَدْخُلُوا بُیُوتاً غَیْرَ بُیُوتِکُمْ حَتّی تَسْتَأْنِسُوا»[60]
* په دې آیت کې د مېلمستیا ځینې آداب مطرح شوي او په نورو آیتونو کې یې نورې برخې هم راغلي دي:
- د ننووتنې پر مهال سلام واچوئ . «فَسَلِّمُوا»[61]
- که د سلام ځواب یې در نه کړ، مه خپه کېږئ او راستانه شئ. «إِنْ قِیلَ لَکُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا»[62]
- که څوک رابلئ؛ نو مېلمستیا باید ښه وي. «جاءَ بِعِجْلٍ حَنِیذٍ»[63]
- دسترخوان په مېلمه پسې یوسئ، نه داچې مېلمه په دسترخوان پسې یوسئ. «فَقَرَّبَهُ إِلَیْهِمْ»[64]
- په روایتونو کې یې هم په اړه په لسګونو ټکي او احکام راغلي دي.
* «إِناهُ» د خوړو د پخېدنې په مانا ده او «غَیْرَ ناظِرِینَ إِناهُ» یعنې مېلمه دې دومره وختي نه راځي چې د خوړو پخېدو ته په تمه کېني.
* د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم کور ګڼې خونې درلودې، او هر یوې مېرمن یې په بېلې بیلې خونې کې ژوند کاوه. «بُیُوتَ النَّبِیِّ»
* کوم خطابونه چې په دې آیت کې د پېغمبر اکرم (ص) د مېرمنو په باب راغلي، په حقیقت کې په ټولو مسلمانو مېرمنو پورې اړوند دي د «أَطْهَرُ لِقُلُوبِکُمْ وَ قُلُوبِهِنَّ» په دلیل چې الله تعالی د هرې ښځې او سړي په باب پاک زړه غواړي.
* داچې د پېغمبر اکرم (ص) له مېرمنو د ناوړه ګټنې خطر، د دوي تر شخصي حقه مهمتر دی؛ نو باید تر پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم روسته له نورو سره د واده کولو حق ترې واخستل شي. «وَ لا أَنْ تَنْکِحُوا أَزْواجَهُ»
امام باقر (رح) ویلي: « که خلک وپوښتې، چې یو پلار تر کوروالي مخکې خپله مېرمن طلاقه کړي وي؛ نو آیا زوی یې نکاح کړي؟ وایي: نه، بیا امام وویل: د پېغمبر اکرم (ص) احترام تر پلار ډېر دی. [2]
پېغامونه:
1- ایمان، د ادب او ټولنیز آدابو د رعایتونې لازمه ده . « یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَدْخُلُوا. . . »
2- په کور کې د ارامتیا حق ټولو ته درناو وړ دی، په تېره د رسول الله صلی الله علیه و آله لپاره. «لا تَدْخُلُوا بُیُوتَ النَّبِیِّ»
3- غوره ده چې مېلمستیا دې په کور کې وي ( نه په مېلمستون یا هوټل کې) « بُیُوتَ النَّبِیِّ. . . إِلی طَعامٍ »
4- د کور خاوند حق لري چې چا ته د ننووتنې اجازه ور نه کړي. «إِلاّ أَنْ یُؤْذَنَ لَکُمْ»
5- په هر صورت د نورو کورونو ته د ننووتنې لپاره اجازه کافي ده او دا اړینه نه ده چې شخصا هماغه دې اجازه ورکړي. ( «یُؤْذَنَ» په مجهول صورت راغلی؛ یعنې د کور د خاوند اجازه دې په هره طریقه ترلاسه شي.)
6- د مېلمه عذر کول د پېغمبر اکرم له سیرې دی. « إِلی طَعامٍ. . . دُعِیتُمْ »
7- د مېلمستیا آر مهم دی، نه د خوړو ډول. « إِلی طَعامٍ. . . دُعِیتُمْ »
8- میلمه نباید، خوړو ته منتظر وي « غَیْرَ ناظِرِینَ إِناهُ» ( البته نه ښايي کوربه، میلمه وځنډوی) د حضرت ابراهیم علیه السلام په باب لولو: « فَمَا لَبِثَ أَنْ جَاءَ. . . . [3] ډېر ځنډ ونشو چې خواړه یې چمتو کړل»
9- هغه هر اړخیر دین دی چې هم د مېلمه د عذر کونې په شان جزیي چارو او هم سترو حکومتي چارو ته کړنلار ولري. « یُؤْذَنَ لَکُمْ – غَیْرَ ناظِرِینَ – فَانْتَشِرُوا. . . »
10- بې بلنې مېلمستیا ته مه ځئ. «إِذا دُعِیتُمْ»
11- په اسلام کې عادي خلک هم د لومړي دیني شخصیت کور ته تګ راتګ کړای شي او ان مېلمانه کېدای شي. « بُیُوتَ النَّبِیِّ. . . دُعِیتُمْ»
12- د مېلمستیا له ادابو ځنې دي چې د ډوډۍ تر خوړو روسته د کوربه له کوره ووځئ او ولاړ شي. «فَانْتَشِرُوا» او د کوربه په کور کې په بنډارونو مه بوختېږئ. «وَ لا مُسْتَأْنِسِینَ لِحَدِیثٍ»
13- د کوربه ځورونه منع ده. «یُؤْذِی النَّبِیَّ» ( که څه له ځان سره د بچو یا ملګرو له وړنې سره وي. د خوړو سپک او ناڅیزه ګڼل هم د کوربه د ځورونې له مصداق ځنې دي.)
14- پېغمبراکرم پر بېځایه خبرو ځورېږي. «لا مُسْتَأْنِسِینَ لِحَدِیثٍ إِنَّ ذلِکُمْ کانَ یُؤْذِی النَّبِیَّ»
15- اړینه نه ده چې ځورونه دې ظاهري او جسمي وي، اخلاقي او روحي دباو هم یو ډول ځورنه ده . «ذلِکُمْ کانَ یُؤْذِی»
16- کوربه دې ته مه اړ کوئ چې له شرمه درته غږ ونشي کړای. «فَیَسْتَحْیِی مِنْکُمْ»
17- هغه چوپتیا چې له حیا او شرمه د نه غږ کونې پر بنسټ وي، د خوښۍ نښه نه ده. «فَیَسْتَحْیِی مِنْکُمْ»
18- پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ماتمخی (باحیا) و. «فَیَسْتَحْیِی مِنْکُمْ»
19- که په یوه دلیل یو څوک د حیا له مخې چوپ شو؛ نور دې دا چوپتیا ماته کړي او حق دې بیان کړي او د شرم او نزاکت دا دروند بار دې یې له اوږو راښکته کړي. «وَ اللّهُ لا یَسْتَحْیِی مِنَ الْحَقِّ»
20- د حجاب یا ستر په ساتنې، له نورو سره د ښځو اړیکه او خبرې اترې کوم ممانعت نه لري. «فَسْئَلُوهُنَّ مِنْ وَراءِ حِجابٍ»
21 د « ستر» په خپلولو د ښځو راکړه ورکړه، څه ممانعت نه لري. «فَسْئَلُوهُنَّ مِنْ وَراءِ حِجابٍ»
22 د پېغمبر(ص) مېرمنې ایسارې نه وې او له کوره بهر اړیکې یې درلودې. «فَسْئَلُوهُنَّ مِنْ وَراءِ حِجابٍ»
23- د پېغمبر اکرم مېرمنې په کور کې ایسارې یا بندې نه وې او له کوره بهر هم باخبرې وې. [65] «فَسْئَلُوهُنَّ مِنْ وَراءِ حِجابٍ»
24- د ښځې د حجاب د لزوم په استدلال کې داسې دلیل راوړئ چې ټول پرې یوه خوله وي. «ذلِکُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِکُمْ»
25- د ښځو او نارینه و د اړیکو په طریقه کې، باید د کارونو چورليز تقوا او پاک زړي وي. «أَطْهَرُ لِقُلُوبِکُمْ وَ قُلُوبِهِنَّ»
26- یو بل ته د نامحرمانو لیدل پر زړونو یې اغېز پرېباسي. «فَسْئَلُوهُنَّ مِنْ وَراءِ حِجابٍ ذلِکُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِکُمْ وَ قُلُوبِهِنَّ»
27- حجاب، د ښځې او نارینه دواړو په ګټه دی. «أَطْهَرُ لِقُلُوبِکُمْ وَ قُلُوبِهِنَّ»
28- له نامحرم سره بې حجابه او بې ستره اړیکه د رسول الله (ص) د ځورونې لامل دی. «وَ ما کانَ لَکُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللّهِ»
29- د پېغمبر اکرم (ص) ځورول له کبیره ګناهونو دي. «کانَ عِنْدَ اللّهِ عَظِیماً»
إِنْ تُبْدُوا شَیْئاً أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ اللّهَ کانَ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیماً«54»= كه كوم څيز ښكاره يا پټ كړئ؛ نو په حقيقت كې الله خو له ټولو څيزونو خبر دى.
پېغامونه:
1- الله تعالی نه یوازې زموږ له کړنو؛ بلکې له ټولو څیزونو خبر دی. «فَإِنَّ اللّهَ کانَ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیماً»
2- د الله تعالی پوهه پټ او ښکاره ټولې چارې رانغاړي. «کانَ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیماً»
3- که پوه شو، چې هر څه ورمعلوم دي؛ نو ریا او نفاق ولې کوو؟ «بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیماً»
4- د ظاهري حجاب ساتنه او د پټو اړیکو ټینګول، د الله تعالی پر پوهې د بې ایمانۍ نښه ده. « تُبْدُوا شَیْئاً أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ اللّهَ. . . عَلِیماً »
لا جُناحَ عَلَیْهِنَّ فِی آبائِهِنَّ وَ لا أَبْنائِهِنَّ وَ لا إِخْوانِهِنَّ وَ لا أَبْناءِ إِخْوانِهِنَّ وَ لا أَبْناءِ أَخَواتِهِنَّ وَ لا نِسائِهِنَّ وَ لا ما مَلَکَتْ أَیْمانُهُنَّ وَ اتَّقِینَ اللّهَ إِنَّ اللّهَ کانَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیداً«55»= پر دوى [= د پېغمبر پر مېرمنو] څه ګناه نشته، چې له خپلو پلرونو، زامنو، روڼو، ورېرونو؛ خوريونو، مسلمانو ښځو او خپلو وينځو سره (بې ستره په تماس كې وي) او تاسې (د پېغمبر مېرمنو) ځان د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله پر هر څه شاهد دى.
ټکي:
* دې آیت د هغو نامې اخستې چې د نسب له مخې د ښځې محرم دي؛ خو سببي محرمان لکه زوم، رضاعي رور او هغه کوشنیان چې د بلوغ عمر ته نه وي رسېدلي او په شهواني چارو نه پوهېږي، پر ښځو باندې محرم دي. [66]
* که څه ځینو دا آیت د پېغمبر(ص) په مېرمنو پورې اړوند ګڼلی؛ خو ښکاري چې په ټولو ښځو پورې اړوند وي.
پېغامونه:
1- په اسلام کې سختي نشته، لومړۍ درجه خپلوان چې په کورنۍ کې تګ راتګ کوي، یو له بل سره محرم دي. « لا جُناحَ. . . »
2- د مسلمانو ښځو ترمنځ حجاب ته اړتیا نشته؛ خو د نا مسلمانو ښځو په نزد حجاب لازم دی . «نِسائِهِنَّ»
3- مَحرم والی د بې تقوايۍ په مانا نه دی. « لا جُناحَ عَلَیْهِنَّ. . . وَ اتَّقِینَ اللّهَ»
4- د انسان پر اعمالو د الله تعالی شاهدتوب د تقوا د رعایتولو غوره لامل دی. «وَ اتَّقِینَ اللّهَ إِنَّ اللّهَ کانَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیداً»
إِنَّ اللّهَ وَ مَلائِکَتَهُ یُصَلُّونَ عَلَی النَّبِیِّ یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوا تَسْلِیماً«56»= په حقيقت كې الله او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي مؤمنانو! تاسې هم درود پرې ووایئ (اللهم صلی علی محمد و آل محمد) او پوره سلام پرې ووايئ (او فرمان ته يې پوره تسليم وسئ.)
ټکي:
* د اهل سنتو په شپږ ګونو کتابونو کې روایت راغلی چې رسول الله صلی الله علیه و آله یې وپوښت: درود یا صلوات څرنګه ووایو؟ ویې ویل: ووایئ: «اللهم صل علی محمد و آل محمد»
په صحیح بخاری[67] ( پر پېغمبر د درود د څرنګوالي باب) کې چې کله دا حدیث رانقلوي، د همدې حدیث په نقل کې د «آل محمد» کلمه حذف کړې، داسې لیکي: محمّد «صلّی اللّه علیه و سلّم» وپوښتل شو: درود یا صلوات څرنګه ووایو؟ ویې ویل: ووایئ: «اللهم صل علی محمد و علی آل محمد»!؟
* د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د نامې په څنګ کې د درود ذکر مهم دی. رسول الله صلی الله علیه و آله وايي: « چې څوک هم په کتاب یا لیکنه کې راباندې درود ووايي، چې دا درود په دې لیکنه کې وي، بدله یې وررسي». [68]
* په یوه روایت کې راغلي: « چې څوک هم پر حضرت محمّد صلی الله علیه و آله یو درود ووايي، الله پرې لس درودونه وايي او تېروتنې یې پټوي». [69]
* درود، د دعا قبلېدنې کونجي او په قیامت کې د مؤمن د میزان (تلې) د دروندوالي لاملېږي.
* الله تعالی په قرآن کې پېغمبر ته وايي: پر زکات ورکوونکیو درود ووایه، «خُذْ مِنْ أَمْوالِهِمْ صَدَقَهً. . . صَلِّ عَلَیْهِمْ» [70]، په دې آیت کې خلکو ته سپارښتنه کوي، چې پر پېغمبر درود ووایئ. هو، په اسلام کې د خلکو او مشر اړیکه د درود اړیکه ده لکه څرنګه چې د انعام سورت په ۵۴ ام آیت کې پېغمبر ته حکم کوي، څوک چې ستا لیدنې ته راځي، سلام پرې واچوه. «إِذا جاءَکَ الَّذِینَ یُؤْمِنُونَ بِآیاتِنا فَقُلْ سَلامٌ عَلَیْکُمْ»
* امام صادق (رح) وايي: « د الله درود د رحمت په مانا، د پرښتو درود په پاکۍ یادولو او د خلکو درود د دعا په مانا دی». [71]
پېغامونه:
1- چې نور مو د خیر کار ته رابلل؛ نو لومړی یې له ځان او خپلو کارمندانو پیل کړئ ( الله تعالی خلکو ته د درود په حکم کې، لومړی د خپل او پرښتو د درود نامه اخلي) «إِنَّ اللّهَ وَ مَلائِکَتَهُ یُصَلُّونَ»
2- د الله تعالی او پرښتو درود همیشنی دی . «یُصَلُّونَ»
3- پر پېغمبراکرم درود د ایمان لازمه او د مؤمنانو له دندو ده. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا صَلُّوا»
4- لفظي درود کافي نه دی، عملي غاړه ایښوونه هم اړینه ده. «صَلُّوا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوا»
5- په الهي حکومت کې د مشر او خلکو اړیکه درود او سلام دی. ( زړګنۍ لېوالتیا بسیا نه ده، د لېوالتیا څرګندونه لازم ده) «صَلُّوا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوا»
إِنَّ الَّذِینَ یُؤْذُونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللّهُ فِی الدُّنْیا وَ الْآخِرَهِ وَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذاباً مُهِیناً«57»= په حقيقت كې هغوى چې الله او استازى يې ځوروي (؛ نو) الله دوى په دنيا او آخرت كې له خپل رحمته لرې كړي او سپكوونكى عذاب یې ورچمتو كړى دى.
ټکي:
* د الله ځورونه؛ یعنې د الله تعالی د غوښتنې او خوښې پر خلاف د یوه کار ترسره کونه چې د الهي رحمت راماتونې پر ځای د الله لعنت او غضب ورپسې وي.
* ښايي له الله ځورونې مراد د الله تعالی د بندګانو ځورول وي؛ لکه یوه بنده ته د پور ورکول چې الله تعالی ته د پور ورکول دي او د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له ځورونې مراد، د انحضرت دروغ ګڼل، ورپورې تور تړل، ورسره بې ادبانه چلن او د اهل بیتو یې ځورول دي؛ لکه څرنګه چې په څو روایتونو کې راغلي، چې رسول الله صلی الله علیه و آله وویل: «فاطمه بضعه منی فمن اغضبها اغضبنی»[72]فاطمه مې د وجود ټوټه ده، چا چې غوسه کړه، زه یې غوسه کړی یم.
پېغامونه:
۱- که څه یوه ځورونه هم ستره ګناه ده؛ خو خطر هله دی، چې د نورو ځورول، د انسان خوی شي. («یُؤْذُونَ» مضارع فعل، تلتیا راښيي)
۲- مخلص بنده داسې یوه مقام ته رسي، چې ځورونه یې د الله تعالی ځورونه کېږي. «یُؤْذُونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ»
۳- د ایمانوالو د سپکاوي او ځورونې د سزا یوه برخه په همدې دنیا کې راښکاره کېږي. «لَعَنَهُمُ اللّهُ فِی الدُّنْیا»
۴- داچې د ملنډې وهوونکي موخه، سپکاوی دی؛ نو په اخرت کې یې سزا هم سپکاوی دی. «عَذاباً مُهِیناً»
وَ الَّذِینَ یُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ بِغَیْرِ مَا اکْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتاناً وَ إِثْماً مُبِیناً«58»= او (هم) هغوى چې مؤمنان او مؤمنانې (بې ګناه او) بې له دې، چې کوم (ناروا) چار يې کړى وي، ځوروي؛ نو په يقين د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دى.
ټکي:
* په جسمي زیانونو کې قصاص او “په څېر مقابله” جایز ده، «وَ الْعَیْنَ بِالْعَیْنِ وَ الْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَ الْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَ السِّنَّ بِالسِّنِّ» [73] خو په روحي او پت پورې اړوند زیانونو کې “په څېر مقابله” نه لرو. قرآن نه وايي که چا تور درپورې کړ؛ نو بهتان ورپورې کړئ؛ بلکې ګناهګار ته ګوتڅنډنه کوي او د لزوم په صورت کې د شرعي واکمن په حکم حد پرې جاري کېږي.
* ښايي د «بِغَیْرِ مَا اکْتَسَبُوا» له جملې ګټنه وشي چې د الهي قانون په چوکاټ کې د سرغړاند مسلمان ځورنه ممانعت نه لري.
پېغامونه:
۱-پر ګناه ټینګار، دهغې بدرنګي او سزا نوره هم زیاتوي. ( «یُؤْذُونَ» د استمرار نښه او پر ځورونې ټینګار دی.)
۲-د مؤمن سړي او ښځې پت درناو وړ دی او سپکاوی یې ستره ګناه ده. ( د پت ساتنه په ښځې او سړي پورې اړه نه لري) «الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ»
۳-هغه ګناه تنبیه لري چې په پوهې او لوی لاس شوي وي. «اکْتَسَبُوا»
4- گناه، د انسان پیټی نور هم درنوي. «احْتَمَلُوا»
5- د ژبې زخم او تور تر ټولو مهمه ځورونه ده. «یُؤْذُونَ – بُهْتاناً»
6- د نورو ځورونه، چې په هره بڼه وي، له هغو ګناهونو ده چې الهي غوسه ورپسې ده. «. . . إِثْماً مُبِیناً»
یا أَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِأَزْواجِکَ وَ بَناتِکَ وَ نِساءِ الْمُؤْمِنِینَ یُدْنِینَ عَلَیْهِنَّ مِنْ جَلاَبِیبِهِنَّ ذلِکَ أَدْنی أَنْ یُعْرَفْنَ فَلا یُؤْذَیْنَ وَ کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً«59»= پېغمبره! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه: پر ځانونو دې د خپلو ټكريو پلوونه راتاو كړي، دا غوره چار دى، چې دوى (په عفت او پاکلمنۍ) وپېژندل شي او و نه ځورل شي. (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او الله لورین بښونكى دى.
ټکي:
* «جلابیب» د «جلباب» جمع د پړوني یا ټيکري په مانا ده چې سر او ورمېږ وپوښي، [74] یا اوږد پړونی چې ټول بدن، سر او ورمېږ وپوښي. [75]
* په تېر آیت کې د منافقینو له لارې د مؤمنانو د ځورونې خبره وشوه. دا آیت وايي: داچې مؤمنې مېرمنې د نااهلو له خوا و نه ځورول شي؛ نو داسې دې ځانونه وپوښي چې بې حرمتۍ ته لاره هواره نشي.
* ددې آیت پر بنسټ، دهغه وخت ښځو یو ډول پڼونی کاروه؛ خو ښځو له نامحرمو ځنې د ځان په پټولو کې دومره دقت نه کاوه. نو ددې آیت سپارښتنه، ځان په پڼوني کې راتاوول دي، نه خپله پڼونی (جلبات) چې یو عرفي او دودیز چار و.
* دا آیت چې د ستر یا حجاب حکم کوي، په ګوتڅنډنې نه دې مطرح شوی؛ بلکې د حجاب فلسفه بیانوي: ښځې او نجونې، که غواړي له شفاهي ځورونو، تورونو، یرغلونو او د نا اهلو له ګوتڅنډونو په امان کې وي؛ نو ځانونه دې پټ کړي.
د بې حجابۍ آفتونه
- د سترګو څرولو او هوسپالۍ دودېدل
- د فساد او فحشا پراختیا.
- پاکلمنو ته بد نیت درلودل او لاس وراچول.
- نامشروع دوه ځانۍ او د جنین غورځونه.
- د کوروالي او ارواییزو ناروغیو پیدایښت.
- د بې پتۍ له کبله له کوره تېښته او ځانوژنه.
- له خپلو مېرمنو سره د سترګو څروونکیو نارینه وو بې مینتېوب.
- د طلاق د شمېر زیاتوالی او د کورنیو اړیکو کمزورتیا.
- په تجملاتو کې سیالي.
- پاکلمنو کورنیو ته د اندېښنې رامنځته کېدنه .
پېغامونه:
1- پر نېکیو په امر کې، لومړی له ځانه پیل کړو او بیا له نورو. «قُلْ لِأَزْواجِکَ وَ بَناتِکَ وَ نِساءِ الْمُؤْمِنِینَ»
2- په الهي احکامو کې، د پېغمبر د مېرمنو او لوڼو او د نورو ښځو ترمنځ توپیر نشته. «لِأَزْواجِکَ وَ بَناتِکَ وَ نِساءِ الْمُؤْمِنِینَ»
3- د داسې جامو اغوستل لازم دي، چې عفت او پت ساتنې ته د ښځې د شخصیت ښودونکي وي. «یُعْرَفْنَ فَلا یُؤْذَیْنَ»
4- پر زړه ناروغانو او د عمومي عفت مزاحمانو ته پلمه مه ورکوئ( په تېر آیت کې ځورونکیو ته ګوتڅنډنه وه په دې آیت کې د ځورول شویو دنده مطرح کوي) «یُعْرَفْنَ فَلا یُؤْذَیْنَ»
5- د عمومي عفت په ساتنې سره له کوره بهر د ښځو تګ راتګ کوم ممانعت نه لري. «یُعْرَفْنَ فَلا یُؤْذَیْنَ»
6- پر نېکېو امر او له بدیو په منع کې د خپل امر او منع دلیل بیان کړئ. «فَلا یُؤْذَیْنَ»
7- په ټولنې کې د خلکو د جامو ډول، د دوی د شخصیت، ښوونځي او موخې ښودوونکی وي. «یُعْرَفْنَ فَلا یُؤْذَیْنَ»
8- د ښځو او نجونو په تړاو د ډېری هوسپالو د مزاحمتونو سرچینه، د ښځو او نجونو خپلې جامې دي. «یُعْرَفْنَ فَلا یُؤْذَیْنَ»
9- په ټولنې او ډګر کې د با حجابه ښځو شتون دې د عفاف او پاکلمنۍ عمومي فضا وساتي او هوسپالو ته دې د سترګو څرولو فرصت نه ورکوي. «یُعْرَفْنَ فَلا یُؤْذَیْنَ»
10- تېرې بد حجابۍ بښنوړ دي. «غَفُوراً رَحِیماً»
11- د الله تعالی بښنه، له رحمت سره یې یوځای ده . «کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً»
لَئِنْ لَمْ یَنْتَهِ الْمُنافِقُونَ وَ الَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَ الْمُرْجِفُونَ فِی الْمَدِینَهِ لَنُغْرِیَنَّکَ بِهِمْ ثُمَّ لا یُجاوِرُونَکَ فِیها إِلاّ قَلِیلاً«60»= كه منافقان او هغوى چې په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خوروي(له خپل چار) لاس وانخلي (؛ نو) موږ به هرومرو تا پرې لاسبر كړو (چې) بيا به په دې (ښار: مدينه) كې بې له ډېر لږ وخته ستا ګاونډیتوب ونه کړي.
ټکي:
* «مرجفون» له «ارجاف» څخه هغو ته ویل کېږي چې په اوازو سره په اسلامي ټولنه کې اندېښنې رامنځته کوي. هغوی چې جګړې ته نه تلل؛ نو په ښار کې یې اوازې خپرولې چې مسلمانانو ماتې وکړه، کفار بریالي شول یا پېغمبر شهید شو او په دې ناوړه چار یې خلک اندېښمنول.
* «لَنُغْرِیَنَّکَ» له «اغراء» د پورې کونې او نښلونې په مانا او د هر اړخېزې لاسبرۍ کنایه ده.
* که دا آیت د تېر آیت ادامه وګڼو؛ نو مراد دادی چې د مدینې منافقینو او پر زړه ناروغانو، مؤمنې ښځې ځورولې چې الله تعالی په تېر آیت کې ورته د پوره ستر او پردې حکم وکړ او په دې آیت کې پر زړه ناروغانو ته ګوتڅنډنه کوي او ممکن دا یو مستقل آیت وي او مراد دا وي چې له اوازو او بې بنسټه خبرونو له خپروونکیو او ډنډوره چیانو سره چې اندېښنې رامنځته کوي، مبارزه وشي او ویې ځپئ .
* سره له دې چې په دې آیت کې ستغې ګوتڅنډنې راغلي او اسلامي ټولنې تل له ډنډوره چیانو ستر زیانونه لیدلي؛ خو په خواشینۍ، چې په فقهي کتابونو کې دې موضوع ته لږه پاملرنه شوې او یو مجتهد چې ډېره موده قاضي هم و، وايي: ۵۴ فقهې کتابونه مې ولټول او د «ارجاف» تر عنوان لاندې باب مې پکې پیدا نه کړ.
* ددې آیت روستۍ جمله « لَنُغْرِیَنَّکَ بِهِمْ ثُمَّ لا یُجاوِرُونَکَ. . . » په دوه ډول مانا کولای شو:
الف: داسې به دې ورته راوپاروو، چې ټول تس نس شي او ډېره لږه موده به ستا ګاونډیتوب وکړي.
ب: داسې به یې وځپو چې لږ شمېر به یې ستا په ګاونډیتوب کې پاتې نشي.
پېغامونه:
1- له سرغړوونکیو سره تر مخامېدو مخکې، غاړه پرې خلاصه کړئ. « لَئِنْ لَمْ یَنْتَهِ. . . لَنُغْرِیَنَّکَ»
2- پراخه سینه هم یو حد لري. «لَئِنْ لَمْ یَنْتَهِ الْمُنافِقُونَ» ګوذاره تل ځواب نه ورکوي.
3- پر زړه ناروغان تل د منافقینو په څنګ کې وي. «الْمُنافِقُونَ – اَلَّذِینَ فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ»
4- د مسلمانانو پاڅون، د غچ یا هوس پر بنسټ نه؛ بلکې د الله تعالی په اراده او حکم وي. «لَنُغْرِیَنَّکَ»
5- وفادار امّت باید په مشر کې ویلي او یو شي . «لَنُغْرِیَنَّکَ» د «لنغرینکم» پر ځای
6- اسلامي مشر لومړی کس دی چې باید د اسلامي ټولنې د امنیت خرابوونکیو پر ضد پاڅون وکړي. «لَنُغْرِیَنَّکَ بِهِمْ»
7- اسلام د اسلامي ټولنې امنیت ته دومره اهمیت ورکوي، چې دهغو کسانو د شړلو حکم یې کړی چې په خلکو کې اندېښنه او نا امني رامنځته کوي. «لَنُغْرِیَنَّکَ بِهِمْ ثُمَّ لا یُجاوِرُونَکَ»
8- دښمنان دې د مسلمانانو له پاڅون او انقلابي اقدام څخه ووېرول شي. «لَنُغْرِیَنَّکَ بِهِمْ ثُمَّ لا یُجاوِرُونَکَ»
مَلْعُونِینَ أَیْنَما ثُقِفُوا أُخِذُوا وَ قُتِّلُوا تَقْتِیلاً«61»=دوی رټل شوي او چېرې، چې وموندل شول، باید ونيول شي او په سختۍ ووژل شي.
سُنَّهَ اللّهِ فِی الَّذِینَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّهِ اللّهِ تَبْدِیلاً«62»=(دا) تر (ده) وړاندې په تېرو قومونو كې د الله سنت (او دود) دى او هېڅكله به د الله په دود (او قانون) کې بدلون ونه مومئ.
ټکي:
* «ثُقِفُوا» له « ِثقافة » د کټ مټ، دقیقې او ماهرانه لاسبرۍ په مانا دی؛ نو ځکه پوهې او فرهنګ ته ثقافة ویل کېږي.
* ځینو مفسرینو دا دومره سخت ګیرۍ د مؤمن د ځوروونکي لپاره ګڼلي، چې په تېرو آيتونو کې وه؛ خو ښکاري چې دا دومره ګوتڅنډنې او مهدورالدم والی یوازې د خلکو د ناموس مزاحمتګرو لپاره نه؛ بلکې هغو ته دی چې په ټولنه کې امنیت خرابوي او د نظام ماتونې نیت لري.
پېغامونه:
1-«مرگ پر منافق» یو قرآني شعار دی. « اَلْمُنافِقُونَ. . . مَلْعُونِینَ»
2- له حق سره د فتنه ګرو جګړه مارو په اړه د الله حکم په وخت، ځای او پولې پورې محدود نه دی. «أَیْنَما ثُقِفُوا أُخِذُوا»
3- باید د فتنه ګرو او د ټولنې امنیت خرابوونکیو لپاره یو ځای هم د امن ځای نه وي. «أَیْنَما ثُقِفُوا أُخِذُوا»
4- د فتنه ګرو تېښته دې ستاسې د ځپنې مانع نشي. «أَیْنَما ثُقِفُوا أُخِذُوا»
5- باید د دښمنانو په نیونه کې ټول خلک سره لاس یو کړي. «أَیْنَما ثُقِفُوا أُخِذُوا»
6- هغوی چې د ټولنې امنیت خرابوي، ځاني امنیت نه لري. «أُخِذُوا وَ قُتِّلُوا»
7- کله نا کله د دښمن ناوړه دسیسه چې د سړې جګړې په چوکاټ کې وي، په تودې جګړې وځوابول شي. «مرجفون- قُتِّلُوا»
8-هغوی چې د فتنې او اندېښنې له رامنځته کونې لاس نه اخلي، باید په سخته او ذلت ووژل شي. «قُتِّلُوا تَقْتِیلاً»
9-د فتنه ګرو پر ضد جهاد په ټولو ادیانو کې یو الهي قانون دی. «سُنَّهَ اللّهِ»
10- په تبلیغاتي دود کې، سخت او درانده احکام یې د تاریخ په اوږدو کې له مخینې سره ورغوټه کړئ. «کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیامُ کَما کُتِبَ عَلَی الَّذِینَ مِنْ قَبْلِکُمْ»[76]، وَ کَأَیِّنْ مِنْ نَبِیٍّ قاتَلَ مَعَهُ. . . [77]، قُتِّلُوا تَقْتِیلاً سُنَّهَ اللّهِ. . . مِنْ قَبْلُ
11- په ټولو الهي ادیانو کې د انسانیت مقام او د امنیت ارزښت تردې بریده دی چې هغوی ته خورا سخته سزا ورکوي چې له دې لارې ټولنې ته زیان رسوي. « قُتِّلُوا – سُنَّهَ اللّهِ. . . مِنْ قَبْلُ»
12- د اخلال ګرانو او فتنه ګرانو د اعدام قانون، نه بدلېدونی دی. «وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّهِ اللّهِ تَبْدِیلاً»
یَسْئَلُکَ النّاسُ عَنِ السّاعَهِ قُلْ إِنَّما عِلْمُها عِنْدَ اللّهِ وَ ما یُدْرِیکَ لَعَلَّ السّاعَهَ تَکُونُ قَرِیباً«63»= خلك له تا نه د قيامت د وخت په باب پوښتي؟ ووايه: ((علم ( او د راتلو وخت) يې يوازې له الله سره دى)) او څه خبر يې، ښايي قيامت نژدې وي.
ټکي:
* پوښتنې ګڼې انګېزې او نیتوته لري :
- کله پوښتنه د ازمېښت لپاره وي. لکه ازمایښتي پوښتنې.
- کله پوښتنه د ملنډو په پار وي. لکه له یوه کمزوري ځنې د زورور متکبر پوښتنه.
- کله پوښتنه د حېرانۍ له مخې وي. لکه له زړورانسانه د ډارن انسان پوښتنه .
- کله یې له ډپ او خنډ سره د مخامخ کونې لپاره وي. لکه له مجرم څخه د څارنوال یا مستنطق پوښتنه .
- کله پوښتنه د بېلارې کولو لپاره وي. لکه له زده کړیاله د بېلاري ښوونکي پوښتنه.
- کله پوښتنه په نورو کې د شک رامنځته کونې په پار وي؛ لکه د بېلاریو پوښتنه .
- کله پوښتنه د اندېښنې منځه وړنې لپاره وي؛ لکه له زویه د مور پوښتنه.
- کله پوښتنه د پوهېدنې لپاره وي؛ لکه له پوه د ناپوه پوښتنه .
- کله پوښتنه د رټنې لپاره وي لکه له یوه لټ زده کړیاله د ښوونکي پوښتنه.
په دې آیت کې هم د قیامت په باب پوښتنه بېلابېلې انګېزې او نیتونه درلودلای شي.
* د «قریب» کلمه، د مذکّر او مؤنّث لپاره کارېږي. «لَعَلَّ السّاعَهَ تَکُونُ قَرِیباً» او ويې نه ویل:
«قریبه»؛ لکه دا جمله «إِنَّ رَحْمَتَ اللّهِ قَرِیبٌ مِنَ الْمُحْسِنِینَ»[78]
* د آیت په پای کې پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ته یو ډول ډاډګېرنه ده چې د کفارو له پلمو دې نه ستړی کېږي چې ژر به حساب ورسره وشي. «تَکُونُ قَرِیباً»
پېغامونه:
1- سره له دې چې الله تعالی، انبیا له غیبو خبروي، «فَلا یُظْهِرُ عَلی غَیْبِهِ أَحَداً إِلاّ مَنِ ارْتَضی مِنْ رَسُولٍ»[79] خو د انبیاوو خبرونه هم محدوده ده. «عِلْمُها عِنْدَ اللّهِ»
2- نه پر هر څه پوهېدل اړین دي او نه د هرې پوښتنې ځوابول اړین دي. «عِلْمُها عِنْدَ اللّهِ»
3- د قیامت پر وخت نه پوهېدنه، د قیامت پر اصل باندې ایمان او یقین ته زیان نه رسوي. «عِلْمُها عِنْدَ اللّهِ»
4- ځینې پوهې یوازې او یوازې د الله تعالی دي . «عِلْمُها عِنْدَ اللّهِ»
5- هره ناپوهي عیب نه دی. «وَ ما یُدْرِیکَ» (بلکې که د قیامت د پېښېدو پر وخت پوه شو؛ نو تعادل او انډولتیا به له لاسه ورکړو)
6- په روزنه کې، وګړې دې په هیله او وېره کې پرېښودل شي. «لَعَلَّ»
7- قیامت ته دې هره شېبه چمتو اوسو. «لَعَلَّ السّاعَهَ تَکُونُ قَرِیباً»
إِنَّ اللّهَ لَعَنَ الْکافِرِینَ وَ أَعَدَّ لَهُمْ سَعِیراً«64»=په رښتینه كې الله كافران رټلي او غرغنډن اور يې ورچمتو كړى دى!
خالِدِینَ فِیها أَبَداً لا یَجِدُونَ وَلِیًّا وَ لا نَصِیراً«65»=چې تل به پكې وي، هېڅ پالندوى او مرستندوى به و نه مومي.
پېغامونه:
1- کافرانو ته الهي پرغز- قهر پرېکنده دی. «أَعَدَّ» دوزخ اوس هم موجود دی.
2- کافران نه پالندوی لري چې دوزخ ته له ورننووتنې یې وساتي او نه هم مرستندوی لري چې دوی ترې وژغوري. «لا یَجِدُونَ وَلِیًّا وَ لا نَصِیراً»
3- په قیامت کې بوتان او طاغوتان بې اغېزې دي. «لا یَجِدُونَ وَلِیًّا وَ لا نَصِیراً»
4- کافرانو په قیامت کې هر خوا ته سترګې نیولې وي؛ خو څه ګټه ورته نه لري! « لا یَجِدُونَ. . . »
یَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِی النّارِ یَقُولُونَ یا لَیْتَنا أَطَعْنَا اللّهَ وَ أَطَعْنَا الرَّسُولاَ«66»= پر هغه ورځ، چې د دوی مخونه په اور كې لټ پرټ شي (له خپلو كړنو پښېمانېږي او) وايي: ((كاش د الله او استازي مو منلي واى.))
پېغامونه:
1- کافران په قیامت کې نه یوازې پالندوي او مرستندوی نه لري؛ بلکې د خپل مخ اختیار هم نه لري. «تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ»
2- معاد، جسماني دی. «تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ»
3- غافلان په قیامت کې راوېښېږي. «یا لَیْتَنا»
4- په قیامت کې پښېماني ګټه نه لري. «یا لَیْتَنا»
5- له الله تعالی او رسول اطاعت به د دوزخیانو هیله وي. «یا لَیْتَنا أَطَعْنَا اللّهَ وَ أَطَعْنَا الرَّسُولاَ»
6- له الله تعالی اطاعت له رسول څخه د اطاعت په څنګ کې کارسازی دی. «أَطَعْنَا اللّهَ وَ أَطَعْنَا الرَّسُولاَ»
7- پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د الهي احکامو پر ابلاغ سربېره، خپله هم خلکو ته احکام ورکول. «أَطَعْنَا اللّهَ وَ أَطَعْنَا الرَّسُولاَ»
8- له الله تعالی او رسول څخه اطاعت د ژغورنې یوازېنۍ لار ده. «یا لَیْتَنا أَطَعْنَا اللّهَ وَ أَطَعْنَا الرَّسُولاَ»
وَ قالُوا رَبَّنا إِنّا أَطَعْنا سادَتَنا وَ کُبَراءَنا فَأَضَلُّونَا السَّبِیلاَ«67»= او وايي: پالونكيه! په رښتینه كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛ نو (سمه) لار یې رانه وركه كړه.
ټکي:
* «سادة» د «سید» جمع، د ټولنې مشرانو ته ویل کېږي او «کبراء» د «کبیر» جمع د عمر له اړخه مشرانو او سپین ږیرو ته ویل کېږي. دا دوه ډلې معمولاً د خلکو په آدابو، دودونو او چلن کې مهمه ونډه لري.
پېغامونه:
1- هغوی چې په دنیا کې ان یو ځل هم «رَبَّنا» نه ده ویلې؛ نو په قیامت کې به په کوکو، کړیکو او پښېمانۍ وايي: «رَبَّنا»
2- مجرمان خپلو تېروتنو ته مخونه ورکوي او د نورو پر غاړه یې وراچوي. «إِنّا أَطَعْنا سادَتَنا»
3- د ټولنې له مشرانو او پلرونو په پټو سترګو تقلید، د پښېمانۍ لامل دی. «إِنّا أَطَعْنا سادَتَنا وَ کُبَراءَنا فَأَضَلُّونَا»
4- کافران په قیامت کې پر خپل بېلاریتوب منښته کوي؛ خو څه ګټه ورته نه لري. «فَأَضَلُّونَا السَّبِیلاَ»
رَبَّنا آتِهِمْ ضِعْفَیْنِ مِنَ الْعَذابِ وَ الْعَنْهُمْ لَعْناً کَبِیراً«68»=پالونكيه! دوی ته دوه ګرايه عذاب وركړه او په ستر لعنت يې ورټه.
یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَکُونُوا کَالَّذِینَ آذَوْا مُوسی فَبَرَّأَهُ اللّهُ مِمّا قالُوا وَ کانَ عِنْدَ اللّهِ وَجِیهاً«69»= مؤمنانو! د هغو وګړیو په څېر مه كېږئ، چې موسى يې (په خپلو تورونو) وځوراوه؛ نو الله موسى د دوی له خبرو سپین كړ او (هغه) د الله په نزد (عزتمن او) ډېر مخور و.
ټکي:
* په ۵۷ ام آیت کې د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د ځورونې مساله مطرح شوه، په دې آیت کې ټینګار کوي چې تاسې د بني اسرائیلو په څېر مه کېږئ، چې موسی علیه السلام یې وځوراوه.
* هغه تور چې د حضرت موسی په اړه مطرح شوی، یا ورته د جسمي نیمګړتیا منسوبونه ده، یا د وژنې، جادو او لیونتوب ورمنسوبول و، چې د موضوع پېژندنه یې د آیت په پوهېدنه کې کومه ونډه نه لري.
* ستر لعنت ښايي هماغه د بقرې سورت ۱۶۱ آیت وي چې وايي: «إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا وَ ماتُوا وَ هُمْ کُفّارٌ أُولئِکَ عَلَیْهِمْ لَعْنَهُ اللّهِ وَ الْمَلائِکَهِ وَ النّاسِ أَجْمَعِینَ» = په رښتيا څوك چې كافران شوي او پر همدې حالت مړه شول، پر دوى د الله، پرښتو او ټولو خلكو لعنت دى.
پېغامونه:
1- د دوزخیانو کومه یوازینۍ دعا چې قبلېږي، د عذاب لپاره دعا ده. [80]«رَبَّنا آتِهِمْ ضِعْفَیْنِ مِنَ الْعَذابِ» ځکه په بل آیت کې وايي : «لِکُلٍّ ضِعْفٌ» [81]
2- کله د مؤمنانو له خوا هم پر الهي مشرانو تور لګول کېږي او ځورول کېږي. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَکُونُوا»
3- له تور څخه ډډه کول د ایمان لازمه ده. « یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَکُونُوا. . . »
4- د الله تعالی پر اولیاوو د تور له بې اغېزمنتوبه عبرت واخلئ او تور مه تړئ. «فَبَرَّأَهُ اللّهُ»
5- الله تعالی د خپلو انبیاوو لمن د دښمنانو له تورونو سپینوي. « فَبَرَّأَهُ اللّهُ. . . »
6- له توره د الله تعالی د مېړنو سپینېدنه بسیا نه ده، نمانځنه یا تجلیل دې وشي. «فَبَرَّأَهُ اللّهُ مِمّا قالُوا وَ کانَ عِنْدَ اللّهِ وَجِیهاً»
7- له توره سپینېدنه او د مخورتوب او وجاهت درلودل په مشرۍ کې د بریا شرط دی. «فَبَرَّأَهُ اللّهُ مِمّا قالُوا وَ کانَ عِنْدَ اللّهِ وَجِیهاً»
8- څوک چې د یوې دندې د عملي کولو لپاره استوئ او یو مسولیت ورسپارئ؛ نو باید ملاتړ ترې هم وکړئ. «فَبَرَّأَهُ اللّهُ مِمّا قالُوا وَ کانَ عِنْدَ اللّهِ وَجِیهاً»
یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ وَ قُولُوا قَوْلاً سَدِیداً«70»=مؤمنانو! (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ او سمه روغه خبره كوئ.
یُصْلِحْ لَکُمْ أَعْمالَکُمْ وَ یَغْفِرْ لَکُمْ ذُنُوبَکُمْ وَ مَنْ یُطِعِ اللّهَ وَ رَسُولَهُ فَقَدْ فازَ فَوْزاً عَظِیماً«71»=چې (الله) ستاسې کړنې درسمې كړي او د (ګناهونو) پايلې مو دروبښي او چا چې د الله او استازي یې ومنله؛ نو په يقين، ستره بريا يې تر لاسه كړې ده.
ټکي:
* «قول سدید» هغه خبره ده چې سستي، لغو، دروغ او نفاق پکې نه وي. داسې خبره لکه یو کلک بند، چې د شک، شبهې او فساد مخه ونیسي.
پېغامونه:
1- د ایمان لازمه د تقوا درلودل دي، «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ» او د تقوا لازمه سمه روغه خبره ده . «اتَّقُوا اللّهَ وَ قُولُوا قَوْلاً سَدِیداً»
2- مؤمن انسان د تقوا او سمې روغې خبرې وړتیا لري. «الَّذِینَ آمَنُوا – اِتَّقُوا – قُولُوا»
3- د ایمان نښه هم ظاهري ده، «قَوْلاً سَدِیداً» او هم باطني. «اتَّقُوا اللّهَ»
4- سمه روغه خبره یوازې ټکي نه؛ بلکې منځپانګه یې ده، په رښتینه کې دا اند دی چې باید سم او روغ وي. «قُولُوا قَوْلاً سَدِیداً»
5-هر اورېدل شوي، د بیا ویلو وړ نه دي. «قَوْلاً سَدِیداً»
6- که انسان په چلن کې تقوا ته پام وکړي؛ نورې مسالې به الله تعالی هوارې کړي. «یُصْلِحْ لَکُمْ أَعْمالَکُمْ وَ یَغْفِرْ لَکُمْ» (د نساء سورت د ۳۱ ام آیت په شان چې وايي: «إِنْ تَجْتَنِبُوا کَبائِرَ ما تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُکَفِّرْ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ» كه له هغو سترو ګناهونو ډډه وکړئ، چې ترې منع شوي یاست؛ نو له وړو ګناهو به مو درتېر شو)
7- د بریا کونجي د الله تعالی او رسول په اطاعت کې ده. «وَ مَنْ یُطِعِ اللّهَ وَ رَسُولَهُ فَقَدْ فازَ فَوْزاً عَظِیماً»
إِنّا عَرَضْنَا الْأَمانَهَ عَلَی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ الْجِبالِ فَأَبَیْنَ أَنْ یَحْمِلْنَها وَ أَشْفَقْنَ مِنْها وَ حَمَلَهَا الْإِنْسانُ إِنَّهُ کانَ ظَلُوماً جَهُولاً«72»= په حقيقت كې موږ اسمانونو، ځمكې او غرونو ته (د ژمنتوب، مكلفيت او الهي ولايت) امانت وروړاندې كړ؛ خو دوی [ د تکوین له مخې] دهغه له منلو ډډه وكړه او ترې ووېرېدل؛ خو انسان پر اوږو كړ، په رښتینه کې هغه ډېر ظالم او ناپوه و (؛ ځكه ددې ستر مقام قدر يې و نه پېژانده او پر ځان يې تېرى وكړ).
ټکي:
* په یوه روایت کې راغلي : چې د لمانځه وخت به رارسېده، حضرت علي به په لړزه شو او ویل یې: د لمانځه وخت دی، لمونځ هماغه الهي امانت دی چې آسمانونو او غرونو یې له منلو ډډه وکړه. [82] د جامعه کبیره په زیارت کې اهل بیتو ته په خطاب کې وايو: «انتم الامانه المحفوظه» تاسې هماغه ساتل شوي امانت یئ.
* حمل او تحمیل سره توپیر لري. انسان الهي امانت ومنه او وراوږه شو، نه داچې پرې ورتپل شوی وي.
* ښايي دا آیت د انسان په اړه ځینې واقعیتونه بیانوي چې د بشر عقل لا تراوسه نه دی وررسېدلی. څه چې د آیت له ظواهرو ښکاري دا دي چې الله تعالی بشر ته ځانګړې امتیازات او ځانګړتیاوې ورکړي چې په آسمان او ځمکه کې یې بل یو موجود هم نه لري او دا امتیاز الهي امانت دی او انسان ته ژمنتوب او مکلفیت ور په برخه کوي؛ خو ډېری انسانانو په دې امانت کې خیانت وکړ او د الله تعالی د غوښتنو پر خلاف لار کې ګټنه ترې وکړه.
ددې پرځای چې عقل او اراده د حق پېژندنې او حق ټاکنې په لار کې وکارول شي چې د بشر د ودې او کمال لامل شي؛ باطلو لارو ته کارېږي چې د ظلم او ستم د پراختیا لامل ګرځېدلې تر دې چې د بشر چلن جاهلانه او ناعاقلانه شمېرل کېږي.
پېغامونه:
1- انسان تر آسمانونو او ځمکې غوره دی. انسان په هستۍ کې د الله تعالی امین دی. « إِنّا عَرَضْنَا الْأَمانَهَ عَلَی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ. . . فَأَبَیْنَ. . . وَ حَمَلَهَا الْإِنْسانُ »
2- هستي شعور لري. «عَرَضْنَا الْأَمانَهَ عَلَی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ. . . »
3- انسان ته الهي نعمتونه (عقل، اراده، فطرت، د پېغمبرانو هدایت او. . .) الهي امانت دی. په امانت کې دې خیانت و نه کړو چې له سترو ظلمونو دی. « إِنّا عَرَضْنَا الْأَمانَهَ. . . ظَلُوماً»
4- څه چې انسان ومنل او اسمانونو او ځمکې و نه منل، بې له قنوت، تسبیح او سجدې وه؛ ځکه آسمانونو او ځمکې تسبیح او قنوت په اسانۍ منلي وو. «وَ إِنْ مِنْ شَیْءٍ إِلاّ یُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ» [83]«کُلٌّ لَهُ قانِتُونَ»[84]
لِیُعَذِّبَ اللّهُ الْمُنافِقِینَ وَ الْمُنافِقاتِ وَ الْمُشْرِکِینَ وَ الْمُشْرِکاتِ وَ یَتُوبَ اللّهُ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ وَ کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً«73»= موخه دا وه، چې الله منافقان او منافقانې، مشركان او مشركانې (له ایمانوالو بېل كړي او) سزا وركړي او هم الله پر نارینه او ښځینه مؤمنانو ولورېږي ( له غفلت او لنډونه یې تېر شي او توبه یې قبوله کړي) او الله لورین بښونكى دى.
ټکي:
* پر بندګانو د الله تعالی توبه د الله تعالی له ځانګړو لورونو د دوی برخمنول دي، چې د «عَلی» په ټکي راځي ، «یَتُوبَ اللّهُ عَلَی» او د بندګانو توبه، الله تعالی ته ستنېدل او ورمخه کول دي، چې له «الی» سره یوځای راځي.
پېغامونه:
1- الهي امانت، مسولیت زېږی دی. څوک چې امانت وساتي په رحمت کې شاملېږي او چې کفر، شرک او خیانت وکړي، سزا ویني. « لِیُعَذِّبَ اللّهُ الْمُنافِقِینَ. . . وَ یَتُوبَ اللّهُ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ »
2- منافق، د مشرک په لیکه او کتار کې دی. « اَلْمُنافِقِینَ. . . اَلْمُشْرِکِینَ »
3- کمالاتو ته په ورختو یا د انحرافاتو ګړنګ ته په ورلوېدو کې، ښځینه او نارینه یو رنګ دي. «الْمُنافِقِینَ وَ الْمُنافِقاتِ، اَلْمُشْرِکِینَ وَ الْمُشْرِکاتِ، اَلْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ»
4- که څه الله تعالی، مشرکینو او منافقانو ته سزا ورکوي؛ خو له انسانانو سره یې په چلن کې آر، مغفرت او رحمت دی. «لِیُعَذِّبَ اللّهُ الْمُنافِقِینَ. . . کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً»
«و الحمد للّه ربّ العالمین»
[1] تفسیر کبیر فخر رازي
[2] – مجمع البیان
[3] – بحار، ټ 21، مخ387
[4] – نورالثقلین تفسیر
[5] – نمونه تفسیر له فی ظلال نه په نقل
[6] – بحار، ټ 5، مخ236
[7] – احزاب، 23.
[8] – حجرات، 15
[9] – توبه، 119
[10] – تفاسیر: مجمع البیان و برهان
[12] – حجرات، 10
[13] – اسراء، 27
[14] – نهج البلاغه، حکمت 260.
[15] – احزاب، 20.
[16] – کنزالدقائق تفسیر
[17] – توبه، 52
[18] – نمونه تفسیر.
[19] – آل عمران، 42-43
[20] – نساء، 31.
[21] – کافي، ۱ټ، ۴۷ مخ
[22] – حاقّه، 44-46.
[23] – کنزالدقائق تفسیر.
[24] – الغدیر، ۷ټ، ۲۰۶ مخ
[25] – نورالثقلین تفسیر
[26] – د معاصر جاهلیّت په اړه د محمد قطب کتاب « د شلمې پېړۍ جاهلیّت » او د سید مجتبی موسوی لاري کتاب « د لویدیځ تمدن انځور» کتابونه شته چې څو ژبو ته ژباړل شوي دي .
[27] – تفسیر: برهان
[28] – تفاسیر: نورالثقلین و نمونه
[29] – تحریم، 4.
[30] – میزان الحکمه، 4ټ، 545 مخ
[31] – تفاسیر المیزان او نورالثقلین؛ عیون الاخبار، ۱ ټ، ۲۸۱ مخ
[32] – نورالثقلین تفسیر او عیون الاخبار ۱ټ، ۲۰۳ مخ،
[33] – معجم الفروق اللغویه
[34] – فرقان، 1.
[35] – انعام، 19.
[36] – سبأ، 28.
[37] – کافي ۱ټ، ۵۸ مخ
[38] – په اصول کافي کې د امامت بحث وګورئ
[39] – حدید، 28.
[40] – طه، 14.
[41] – رعد، 28
[42] – فجر، 27-28
[43] – طه، 124
[44] – کافي ۲ ټ، ۵۰۰ مخ
[45] – میزان الحکمه او سفینه البحار(ذکر).
[46] – بقره، 152.
[47] – غافر، 7.
[48] – نمونه تفسیر.
[49] – یس، 58
[50] – رعد، 24.
[51] – حجر، 46.
[52] – و اقعه، 26
[53] – نساء، 40.
[54] – بحار ۲۲ ټ، ۱۸۰ مخ
[55] – نساء، 84
[56] – رسول الله صلی الله علیه و آله وايي: یو پېغمبر هم زما په څېر ربړېدلی نه دی . «ما اوذی نبّی مثل ما اوذیت»
[58] – طه، 2.
[59] – په کافي ۵ ټ، ۳۸۸ مخ کې له حدیثه په ګټنې سره
[60] – نور، 27
[61] – نور، 61.
[62] – نور، 28.
[63] -. هود، 69.
[64] – ذاریات، 27
[2] کافي: ۵ټ، ۴۲مخ
[3] (هود/۶۹)
[65] – ښايي نن داسې کسان وي که له مېرمنې یې غړپ اوبه وغواړې، نو خپه شي، او وايي چې ولې دې زما له مېرمنې سره خبرې وکړې، خو قرآن وايي: په ستر ساتنې د پېغمبر اکرم له مېرمنو هم د یوه څیز غوښتنه کړای شئ.
[66] – د حجاب او محرم او نامحرم د مسایلو لپاره د دیني مراجعو توضیح المسایل وګورئ
[67] – صحیح بخاری، حدیث 5880
[68] – تفسیر روح البیان
[69] – مجمع البیان
[70] – توبه، 103
[71] – نورالثقلین تفسیر
[72] – صحیح بخاری ۵ټ، ۲۶ مخ او صحیح مسلم، ۴ټ ۱۹۰۳ مخ
[73] – مائده، 45
[74] – مجمع البیان
[75] – المیزان تفسیر
[76] – بقره، 183
[77] – آل عمران، 146
[78] – اعراف، 56.
[79] – جن، 26-27.
[80] – اطیب البیان تفسیر
[81] – اعراف، 37.
[82] – نورالثقلین تفسیر
[83] – اسراء، 44.
[84] – روم، 26.