امام باقر وويل: که انسان يو مال له نامشروعى ﻻرې ګوتو ته راووړ؛ نو نه يې پرې حج قبلېږي، نه عمره او نه خیرات. لنـډه شرح : يواځې د موخې سپېڅلتيا د اسلام په سول – منطق کې بسیا نه ده؛بلکې موخې ته د رسېدو وزله هم بايد سپېڅلې وي،چې يواځي په ښو کارونو زړه […]
امام باقر وويل: که انسان يو مال له نامشروعى ﻻرې ګوتو ته راووړ؛ نو نه يې پرې حج قبلېږي، نه عمره او نه خیرات. لنـډه شرح : يواځې د موخې سپېڅلتيا د اسلام په سول – منطق کې بسیا نه ده؛بلکې موخې ته د رسېدو وزله هم بايد سپېڅلې وي،چې يواځي په ښو کارونو زړه خوشحالوي؛خو په هغه وزلې، چې نېک کار پرې کوي،ورته يې پام نه وي؛نو له دې بې خبره دى، چې که وزله هم پاکه او سپېڅلې نه وي هيڅ عمل به یې د څښتن (ج) په درګاه کې و نه منل شي؛ځکه چې څښتن (ج) يواځي د پرهيزګارانو عمل قبلوي. (إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)
[ سرچینه ؛ یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com