ماليات عبدالملک بن عمير روايتوي: د ثقيف د ټبر يو سړي راروايت کړل، چې حضرت علي بن ابيطالب د سالور د ښار د مالياتو د راټولولو دنده راکړه او راته يې وويل : څوک د مالياتو اخستو لپاره په کوړه و نه وهې او له رزق يې زکاة مه اخله او د دوبي او ژمي […]
ماليات
عبدالملک بن عمير روايتوي: د ثقيف د ټبر يو سړي راروايت کړل، چې حضرت علي بن ابيطالب د سالور د ښار د مالياتو د راټولولو دنده راکړه او راته يې وويل : څوک د مالياتو اخستو لپاره په کوړه و نه وهې او له رزق يې زکاة مه اخله او د دوبي او ژمي له جامو او له سپرلو هم ماليات مه اخله، چې پرې سپرېږي او څوک د پيسو اخستو په موخه پر پښو مه په تمه کوه.
ورته مې وويل: اميرالمؤمنينه ! داسې چې تاسې وياست؛نو څنګه تش لاس چې ځم؛نو همداسې تش لاس به راستون شم .
راته يې وويل : که راستون شوې؛نو څه به وشي ؟ پر ځان ووېرېږه ! موږ دنده لرو، چې په اضافه مال کې ترې زکات واخلو . (فضايل خمسه)
-
ټیګونه: