تبلیغات

جنت د نا ترسره شويو مانیزو‏ او سپېڅليو غوښتنو ښکلې او ستره نړۍ ده. جنت د هيلو او غوښتنو د قبلېدو يا پوره کېدو ځاى دى . موږ هر يو سترې او سپېڅلې هيلې لرو،چې د ځانګړو لاملونوله کبله يې پر ځمکه لاس ته نشو راوړى؛خو دا ټولې هيلې په جنت کې پوره کېږي. په […]

جنت د نا ترسره شويو مانیزو‏ او سپېڅليو غوښتنو ښکلې او ستره نړۍ ده. جنت د هيلو او غوښتنو د قبلېدو يا پوره کېدو ځاى دى . موږ هر يو سترې او سپېڅلې هيلې لرو،چې د ځانګړو لاملونوله کبله يې پر ځمکه لاس ته نشو راوړى؛خو دا ټولې هيلې په جنت کې پوره کېږي.

په جنت کې نا پوره شوې غوښتنې پوره کېږي . دا چې خلک ډول ډول غوښتنې لري؛ نو ځکه د هر چا اړتياوې هم يو له بل سره توپيرلري . هر څوک ځانګړى جنت لري او دا حالت د انسان په ديني مخینې ‏او چاپېريال پورې اړه لري، چې پرځمکه يې درلود . ويل کېږي چې د غلو جنت د داسې ښارګوټي په شان دى،چې پکې د کورونو ټول ورونه خلاص وي او سپي هم پکې نشته.

“فرويد” په خپل يو کتاب کې د “هرمان” ‏په اړه ویینه- بحث کړې، چې دې هلک د ګيلاسو له مېوې سره بې کچه مينه درلوده؛ خو مور يې نه پرېښود چې له اندازې زيات ګيلاس وخوري؛خو هلک په همغه خپل حرص پسې و؛ يوه شپه يې خوب وليد، چې دومره ګيلاس يې خوړلي وو، چې څومره يې زړه غوښتل؛هغه په خپل کور کې ټول شته ګيلاس وخوړل،چې راويښ شو؛نو په خندا يې وويل: ” هرمان ټول ګيلاسونه وخوړل” هو ! هغه په خوب کې خپلې غوښتنې ترسره کړې وې .

جنت د غوښتنو د پوره کېدو ځاى دى .

ډېر خلک غواړي چې هنروال او انځورګر شي؛ خو پر ځمکه يې د ځانګړو نېمګرتياوو او محدوديتونو له کبله دا غوښتنه نه ده پوره شوې.

داسې فرض کړئ،چې يو ځوان د انځورګرۍ استعداد لري او غواړي ستر انځورګر شي،چې خپله دنننۍ مينه او ښکلا په زېږنده ‏او پنځوني بڼه راڅرګنده کړي؛غواړې چې “پاريس” ته ولاړ شي او د هنرونو په پوهنځي کې زده کړې وکړي؛ خو غريب او بېوسې دى او بايد د عادي انسان په څېر کار وکړي؛ نو ‏چې دا کس له خپل فزيکي بدنه وځي او جنت ته ولاړ شي، د خپلو غوښتنو په لاس ته راوړلو کې کوم خنډ نۀ ويني او خپل ټول پام ورته اړوي.

د مادي نړۍ په پرتله ((اخترى نړۍ )) د پوهې او شعور ځاى دى . هلته عاطفې لوړو ځايو ته ځي؛هلته مو ټول زېږنده ‏استعدادونه راغوړېږي. انسان چې څه وغواړي، په طبيعي توګه يې په ((اختري نړۍ)) کې پېدا کولاى شي؛ځکه دا سياله او ارتجاعې ماده ده؛ سملاسي احساساتو او افکارو ته ځواب وايي،د هر څه په اړه چې فکر وکړئ، را پېدا کېږي؛ نو پدې توګه په جنت کې باران نشته، که باران غواړې؛نو يواځې په هکله يې فکر وکړئ، سملاسي به باران په ورېدو شي؛ خو يواځې تاسې ته، يواځې تاسې يې حسولاى شئ او ستاسې تر څنګه انسان يې نشي احساسولى؛خو دا چې هغه يې هم وغواړي . په جنت کې چې تاسې د هر څه هيله لرئ تر لاسه کولاى يې شئ؛ ځکه په جنت کې کينه، حرص، ستا ډېر او زما لږ؛ دا خبرې نشته؛ دا ځکه څه چې وغواړو، سملاسي را پېدا کېږي .د هر څه په اړه چې فکر وکړئ، چټک را پېدا کېږي.

پر ځمکني ژوند مو، چې کومې هېلي درلودلې او د ځينو ستونزو له کبله مو نه دي تر لاسه کړي، په جنت کې يې لاس ته راوړاى شو؛خو يو محدوديت او خنډ هلته هم شته،چې موږ په خپله پر ځان تپلى دى او هغه د عاطفو او احساساتو ځېنې بېلګې او داسې عاداتونه دي، چې موږ پر ځمکني ژوند درلودې او ورسره اموخته شوي وو؛ د ساري په ډول ‏يو سړى چې ګوزڼ و او کلونه پر امساء ګرځېدلى وي ؛ نو دا عادت يې ذهن ته پوخ لوېږي؛دا سړى چې (( اختري بدن)) ته ننوځي؛ نو دا خاطره يې لا په ذهن کې وي او ګومان کوي چې د پخوا په څېر ګوزڼ دى؛ نو آيا په (( اختري امساء)) به ګرځي؟ هغه ته بايد ووايو: زما خوږ وروره ! دې امساء ته نوره اړتيا نشته؛ ځکه په ((اختري نړۍ)) کې تلو ته هم اړتيا نه لرې، چې کوم ځاى ته ځې، يواځې په اړه يې فکره وکړه سملاسي به هلته ياست.

څه موده مخکې مې خور را ته راغله، له جسمي پلوه ډېره کمزورې ده او ډېره موده کېږي، چې فيزيکي ستونزې لري، را ته يې وويل: سفر ته چې ځئ، ډېره خپه کېږم؛ ځکه د جسمي کمزورتيا له کبله درسره نشم تلاى، کله له ځان سره فکر کوم، چې زه يوه ښکلې خونه ولرم او يوې تکمې ته زور ورکوم او په کوم ځاى کې چې ياست، زه هم سملاسي هلته يم . ورته مې وويل: په ((اختري نړۍ)) کې کټ مټ همداسې دي.

د زړه سرونو! تل بايد ځان ازاد وساتو او ځان له خپل بدن سره يو ځاى و نه ګڼو؛ تاسې بدن نه ياست، بدن يواځې د جامو په شان دى او تاسې دا جامې اغوستې دي،ستاسې هويت او وجود بدن نه دى،بدن ځېنې محدوديتونه او خنډونه لري، چې په تاسو پورې هېڅ اړه نه لري، تاسې ازاد ياست . دا بدن دى چې ناروغېږى، “ګوزن” يې وهي؛خو تاسې ‏کله هم ناروغي او ګوزڼ نه وهي. څو ورځې مخکې پر “جزام” اخته ناروغانو ته ورغلم او ورته مې وويل: يوه شېبه هم داسې ګومان و نه کړئ، چې پرجزام اخته يئ، تاسې پر ځمکه د لنډ وخت د اوسېدو لپاره ځانګړې موخه لرئ او د هغه لپاره درته بدن درکړل شوې،چې پر جزام اخته دى، تاسې به له دې بدنه وځئ، په جنت کې هېڅ جزام نشته.

په جنت کې انسان کړاى،شي چې د زړه له کومې د نورو خدمت وکړي. هلته د خدمت زياتې ډلې شته،چې انسان ترې د زړه له کومې د خدمت لارې چارې زده کولاى شي، هلته انسان داسې زده کړې کوي،چې زموږ ټول بدن او شته د ګردې نړۍ د خدمت او لاسنيوې لپاره منل شوي دي .

په جنت کې سياست نشته او د مقام، ځانمنۍ ، واک او شهرت لاس ته راوړل هم پکې نشته. ترمړينې وروسته د بدن اړتياوې؛ لکه ډوډۍ، سرپناه، کالي،ګاڼې،کور او لوکس موټرونه هېڅ ارزښت نه لري . په جنت کې مو د ميشتېدو يواځېنۍ موخه له ټولو غوښتنو بې اړې کېدل دي . په جنت کې اروا تر هغه پاکېږي،چې له ټولو پاتې شويو ځمکني دردونو او کړختونو خلاص شي.

تر دې وروسته يو ځل بيا روح ډوب ويده کېږي؛ دا خوب ډېر خوږ وي او همدا د(( اختري بدن)) مړينه بلل کېږي . ((لومړۍ مړينه د فيزيکي جسم مړينه)) وي، ((دويمه مړينه د اختري بدن مړينه)) ده اوتر دې وروسته نوى نړۍ ده، چې ورته ((ملکوتي نړۍ )) وايي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست