تبلیغات

  امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت پېنځمه برخه معنوياتو ته پام کول اړين دي : زويه! په وصيت کې سمه آندنه وکړه او پوه شه، چې د مرګ واکوال هغه دى، چې ژوند يې په لاس کې دى او د مخلوقاتو پنځګر دى؛هغه يې مړه کوي او هماغه يې پوپنا کوي […]

 

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

پېنځمه برخه

معنوياتو ته پام کول اړين دي :

زويه! په وصيت کې سمه آندنه وکړه او پوه شه، چې د مرګ واکوال هغه دى، چې ژوند يې په لاس کې دى او د مخلوقاتو پنځګر دى؛هغه يې مړه کوي او هماغه يې پوپنا کوي او هماغه يې بيا ژوندي کوي او څوک چې رنځوروي، شفا هم ورکوي. پوه شه نړۍ تلپاتې نه ده او د خداى په اراده پر خپل حال ده او ته د نعمتونو پر ورکړه او ډول ډول ازمېښتونو د قيامت په بدلې او يا څه چې خداى غواړي، نه پوهېږې او که د نړۍ او روزګار د ونج ونجون – ادلون بدلون په اړه درته کومه ستونزه رامنځ ته شوه؛ نو په خپله ناپوهۍ کې يې وشمېره؛ ځکه ته لومړى ناپوهه زیږېدلى يې، بيا پوه شوى يې او ډېر داسې څه دي،چې پرې نه پوهېږي او آند دې پکې هېښنده دى او لیدانه – بصيرت دې پکې لار نه مومي؛ خو وروسته يې وینې او پېژنې؛ خو خداى ترې لا د مخه خبر دى.

نو هغه ځواک ته پناه يوسه، چې پنځولى يې، روزي يې درکړې او په غړیو يې اوډون کړى يې؛ نو بايد يوازې هغه ونمانځې، ورته څوبمن – لېوال وسې او ترې وډار شې.

زويه، پوه شه! هېڅوک د رسول اکرم(ص) په څېر له خدايه خبر نه دى؛ مشري يې او ژغورنې ته لارښوونه يې ومنه، په رښتینه کې مې دې په ورم کې څه لنډون نه دى کړى او چې څومره هڅه وکړې چې ځان سم کړې؛ خو د خپل پلار په څېر کېداى نشې.

زويه! پوه شه، که خداى شريک درلوداى؛ نو استازي به يې راتلل او د ځواک اثار دې يې ليدل او کړه وړه او صفات دې يې پېژندل؛ خو څښتن لکه څنګه چې خپل ځان ستايلى، يوازې ايکې يو خداى دى، چې څوک په ملک کې ورسره شخړه نه لري، بيخي زوال نه مومي او تلپاتى دى. د هر څېز لومړى دى، چې پيلامه نه لري او د هر څيز وروستى دى، چې پاى به ونه لري او تر هغه لوړ او اوچت دى، چې ربوبيت يې په زړه يا سترګو زبات شي. اوس چې په دې حقيقت پوه شوې؛ نو په عمل کې داسې هڅه وکړه، چې ستا په څېر ته وړ وي،چې خداى ته يې مقام ټيټ، وسه يې ډېره لږه او بېوسي يې ډېره وي، د خداى د اطاعت څوبمن او له عذاب او غوسې يې ډارېږي؛ ځکه خداى يوازې پر نېکيو د امر او له بديو د منع حکم ورته کړى دى.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!