تبلیغات

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت یوولسمه برخه (۱۲) مرګ يادونه : زويه! پوه شه آخرت ته پنځول شوى يې،نه دنيا ته، له دنيا تلونکى او پکې پاتېدونکى نه يې، مرګ ته پنځول شوى يې نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده،چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

یوولسمه برخه

(۱۲) مرګ يادونه :

زويه! پوه شه آخرت ته پنځول شوى يې،نه دنيا ته، له دنيا تلونکى او پکې پاتېدونکى نه يې، مرګ ته پنځول شوى يې نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده،چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او آخرت ته ورننوځې. د مرګ ښکار يې، چې څوک ترې تښتېداى نشي او چې څوک هم ولټوي؛نو په لاس ورځي او نيسي يې؛ نو له مرګه وډار شه! هسې نه داسې مهال درته راشي،چې د ګناه پر حال يې او يا توبې ته سترګې پر لار يې او مرګ مهلت در نه کړي او ستا او د توبې ترمنځ دې خنډ شي،چې په دې توګه ځان به دې پوپنا کړى وي.

زويه! مرګ او هغه خورا يادوه، چې پر لور يې وردرومې او تر مړينې وروسته پکې مېشتېږې  له مرګ سره د مخامخېدو تر  مهاله، له هره پلوه ورته چمتو وسه، ځواکمن شه او د همت ملا دې ټینګه وتړه، چې ناڅاپه رانشي او په ګونډو دې نه کړي. هسې نه پر دنيا د دنيا پالو زړه تړنه دې ښاڅمن – مغرور کړي؛ ځکه خداى د دنيا له حالاتو خبر کړى يې او دنيا هم له خپل اکر – وضع خبر کړې او د روزګار له بدرنګوالي يې درته پرده لرې کړې ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!