تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه انديز ښكېلاك؛ د ټولو فاسدو واكمنيو يو دود دى   فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿زخرف/۵۴﴾ = نو خپل قوم یې (په دې تبلېغاتو) تېر باسه، ویې غولاوه او تحمیق یې کړ او (په پایله کې) دوی ورسره ومنله (؛ ځكه) په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

انديز ښكېلاك؛ د ټولو فاسدو واكمنيو يو دود دى

 

فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿زخرف/۵۴﴾ = نو خپل قوم یې (په دې تبلېغاتو) تېر باسه، ویې غولاوه او تحمیق یې کړ او (په پایله کې) دوی ورسره ومنله (؛ ځكه) په واقع کې دوى يو پوله ماتى قوم و.

دا د فاسدو واكمنيو كړندود دى، چې د استبداد دوام او غځېدا ته، ولس په ټيټه انديزه كچه كې ساتي او په ډول ډول وزليو يې غولوي او له واقعياتو په ناخبرۍ يو حال كې يې ور ډوبوي او دروغجن ارزښتونه د رښتينو ارزښتونو ځايناستوي او همېش يې له حقايقو او واقعياتو لرې ساتي؛ ځكه د ولسونو راويښېدل، پوهه او انديزه وده يې، د شيطاني او استبدادي واكمنيو ستر دښمن دى، چې په ټول وس ورسره مبارزه كوي. دا فرعوني دود (؛يعنې د عقلونو استضعاف او د خلكو غولول) نن هم په فاسدو ټولنو كې چلېږي. كه فرعون دې موخې ته محدودې وزلې درلودې؛ خو ننني طاغوتيان، له ډليزو رسنيو، مطبوعاتو، غږيزو او انځوريزو او په څېر يې ډول ډول وزلې كاروي، چې ولسونه پرې وغولوي او پوره يې ناخبره وساتي، چې د دوى ومني؛ نو ځكه پوهان او دين ته ژمن، چې د پېغمبرانو انديزه او ښوونځيزه لیکه غځوي، د خلكو د غولونې پر ضد د درنې مبارزې مسووليت ورترغاړې دى. په زړه پورې خو داچې آيت په دې غونډله – جمله پاى ته رسېدلى دى: ((په رښتيا هغوى يو فاسق قوم و))؛ دې ته په اشارې كه دا بېلارې قوم كه فاسق او د الله او عقل د حكم له اطاعته وتلى نه واى؛ نو دغسې تبليغاتو ته يې غاړه نه ايښووله او پخپله يې د خپل بېلارېتوب وزلې نه چمتو كولې؛ نو ځكه په خپل بېلارېتوب كې معذور نه وو. سمه ده، چې فرعون وغولول او خپل اطاعت ته يې اړ كول؛ خو په پټو سترګو يې غاړه ورته كېښووله او ددې چار لاملونه يې چمتو كړل. هو! هغوى له پولې اووښتي ول، چې په يو سرغړاند او له پولې اوښتي پسې ولاړل. (نمونه، 21: 88 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!