تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د اسلامي نړۍ سمونپالي د علامه سيد جمال الدين ارمان   ويلاى شو چې: د علامه سيد جمال الدين اصلاحي ارمان او ارماني ټولنه په هغه اسلامي ټولنه کې انځورېږي چې سراسري وحدت پرې واکمن وي او  نژادي،ژبني،سمتي،ګوندي او مذهبي درزونه ونشي کړاى،چې اسلامي،معنوي،فرهنګي او فکري وروري ړنګه نکړي او مسلمانان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د اسلامي نړۍ سمونپالي

د علامه سيد جمال الدين ارمان

 

ويلاى شو چې: د علامه سيد جمال الدين اصلاحي ارمان او ارماني ټولنه په هغه اسلامي ټولنه کې انځورېږي چې سراسري وحدت پرې واکمن وي او  نژادي،ژبني،سمتي،ګوندي او مذهبي درزونه ونشي کړاى،چې اسلامي،معنوي،فرهنګي او فکري وروري ړنګه نکړي او مسلمانان خپل وخت او زمانه وپېژني او له صنعت او فنونو سره يې آشنا شي او له  هر ډول قيد،استعمار او استبداده خلاص وي.  دلوېديز تمدن په اسلامي روحيه راواخلي نۀ د هغوى. واکمن اسلام همغه د صدر اسلام لومړنى اسلام وي او له ټولو هغو ورتپل شويو څيزونو نږه شوى وي چې وروسته په اسلام پورې نښلول شوي وو،په مسلمانانو کې د جهاد روحيه راژوندۍ شي،د عزت او شرافت احساس وکړي او تر ظلم او استبداد لاندې نۀ وي.

د علامه سيد جمال الدين ځانګړنې:

علامه سيد جمال الدين له يو لړ طبيعي او اکتسابي ځانګړنو برخمن و،چې سارى يې نۀ موندل کېده.

له طبيعي پلوه له خارق العاده هوش اواستعداد برخمن و، چې په بشر کې يې سارى نۀ ليدل کېده او دا هغه واقعيت دى، چې ټول هغوى پرې اعتراف کوي،چې سيد يې پېژانده. ځانګړى وينايي ځواک يې درلود چې ټول يې ځانته راکښل، تا به ويل چې “هيپنوتيزم” يې زده دى او کومه وينا يې چې په مصر کې وکړه؛ټول خلک يې په ژړا کړل او را و يې پارول.

له اکتسابي پلوه وړومبى ځانګړنه يې داوه چې  په اسلامي فرهنګ کې روزل شوى و او د زمانې له علماوو يې زده کړې وه.

له اسلامي فرهنګ سره اشنايي يې ددې لامل شوه، چې کله له غربي فرهنګ سره اشنا شو( ظاهراً په هند کې يې دا اشنايي پيدا کړې وه)؛نو ځان و نۀ بايلود.

د سيد دويمه ځانګړنه له خپل وخت او نړۍ سره اشنايي وه. هغه په انګليسي،فرانسوي او ان په روسي ( د آثار العجم د وينا له مخې) هم پوهېده. اسيا،اروپا او د افريقا يوې برخې ته مسافرت يې وکړ او د نړۍ له مهمو سياسي او علمي شخصيتونو سره اشنا شو او خبرې اترې يې ورسره وکړې،چې له پراخه ليده برخمن شو.

درېمه ځانګړنه يې داوه، چې اسلامي نړۍ يې له نږدې پېژنده،چې خلاصون ته يې هلې ځلې کولې او ډېرو هېوادونو ته تللى و او له خلکو سره يې له نږدې اړيکې ټينګې کړې وې. له افغانستان نه يې ايران حجاز،مصر،ترکيه، او هند ته سفرونه کړي وو او څه موده هلته پاتې هم و؛نو د هغه ځاى د خوځښتونو او شخصيتونو په ماهيت ښه پوهېده او له هغو تېروتنو يې ځان وژغوره، چې ددې هېوادو مشران پرې اخته وو.

څلورمه ځانګړنه يې داوه، چې د اسلامي هېوادو د سياسي،اقتصادي  او جغرافيايي اوضاع په هکله يې پراخه معلومات درلودل.

له هغه ليکه  چې “مرحوم ميرزا حسن شيرازي” ته يې کښلى، معلومېږي چې علامه سيد جمال الدين څومره د پردې تر شا د استعمار له سياستونو او ټګيو خبر و.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!