تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه ) مرکه په “مدينه” كې تر مېشتېدو وروسته،ډېرو اصحابو كرامو  (رضي الله عنهم) پر فاطمې بي بي مركې وكړې . روايت دى چې : (( لومړى حضرت ابوبکر او ورپسې حضرت عمر (رضي الله عنهما) پر فاطمې د مرکې په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه )

مرکه

په “مدينه” كې تر مېشتېدو وروسته،ډېرو اصحابو كرامو  (رضي الله عنهم) پر فاطمې بي بي مركې وكړې . روايت دى چې :

(( لومړى حضرت ابوبکر او ورپسې حضرت عمر (رضي الله عنهما) پر فاطمې د مرکې په موخه پېغمبر اکرم (ص) ته ورغلي؛خو پېغمبر اکرم (ص) ورته وويل:”په دې اړه د خداى حکم ته پر تمه يم.”[1]))

هيثمي په مجمع الزوايد کې راوړي چې :

((حضرت ابوبکر (رض) خپلې لور حضرت عايشې بي بي او حضرت عمر  (رض) خپلې لور حفصې بي بي ته وويل،چې :”موږ ته دې فاطمه له پېغمبراکرم (ص) نه وغواړي”؛خو دې دواړو ته هر ځل پېغمبراکرم (ص) ويل،چې په دې اړه د خداى حکم ته سترګې پر لار يم.))

ټول اصحاب كرام (رضي الله عنهم) پوه ول،چې رسول الله (ص) غواړي، فاطمه بي بي حضرت علي (ك) ته وركړي ؛ خو د حضرت علي (ك) له لوري څه حرکت نه و. يوه ورځ حضرت عمر،حضرت ابوبكر او حضرت سعد بن معاذ (رضي الله عنهم ) په جومات كې ناست ول،چې حضرت ابوبكر وويل:

(( څه موده كېږي د رسول الله يارانو او شتمنو پر حضرت فاطمې مرکې وكړې؛خو پېغمبر اكرم وايي،چې په دې هكله د خداى امر ته منتظر يم. بلخوا حضرت علي (ك) تر اوسه پر مرکې نه دى ورغلى؛راځئ چې په ګډه علي ته ورشو،كه غواړي،چې واده وكړي او لاس يې تنګ وي؛نو چې لاسنيوى يې وكړو.[2]))

حضرت “سلمان فارسي” (رض) وايي :و مې ليدل، چې ټول پر همدې ژمنه د حضرت علي (ك) په لټه له جوماته راووتل.حضرت علي(ك) په كور كې يې پيدا نه كړ او خبر شول،چې د انصارو په باغونو كې کجورې خړوبوي .

حضرت ابوبكر (رض) حضرت علي (ك) ته وويل :”ته په ټولو كمالاتو كې تر نورو غوره يې او پېغمبر اكرم ته هم ځانګړى مقام لرې،د قريشو مشران او نور خلك ورته د حضرت فاطمې پر مرکه  ورغلي ول؛خو پېغمبر اكرم وايي ،چې  د فاطمې د واده په هكله د خداى امر ته منتظر يم ،ګومان كوم خدای او پېغمبر يې فاطمه درته غوره كړى او بل څوك يې وياړ نه  لري،نه پوهېږم ولې رسول الله ته د فاطمې پر مرکه نه ځې؟”

د حضرت علي (ك) په سترګو كې اوښكې راغلې او ويې ويل:”زه غواړم پر فاطمې  مرکه وکړم؛خو لاس مې تنګ دى .”

حضرت ابوبكر (رض) وويل:” دنيا او مال  د خدای او د رسول پر وړاندې هيڅ ارزښت نه لري . ژر تر ژره د فاطمې پر مرکه ورشه.[3]

  د حضرت علي مرکه

 حضرت علي (ک) كور ته  راغى، پاكې جامې يې واغوستې او د رسول الله (ص) كور  ته ولاړ او مخې ته يې كېناست او له شرمه يې سر ښکته کړى و. څو شېبې چوپ ناست و؛خو پېغمبر اكرم (ص) ورته وويل : ((ګومان كوم كومې اړتيا ته راغلې يې؛خو له ويلو يې شرمېږې،مه شرمېږه و يې وايه.)) حضرت علي (ك) وويل: ((رسول الله! مور و پلار مې  درځار! زه ستا په كور كې ستا تر روزنې او څارنې لاندې لوى شوى يم او زما په روزنه كې مو خورا زيار اېستلى دى. رسول الله! تاسې زما دنيا او آخرت ياست؛نو زه پر فاطمې مرکه راغلى يم.))

پېغمبر اكرم (ص) ورته وويل:(( صبر وكړه،چې له فاطمې وپوښتم.))

پېغمبر اكرم (ص) له فاطمې وپوښتل: ((ګرانې لورې! ته علي ډېر ښه پېژنې،ستا په مرکه راغلى ايا ستا خوښه ده؟))

فاطمه له حيا او شرمه چوپ پاتې شوه او څه يې ونه ويل. پېغمبر اكرم يې چوپتيا خوښي او رضا وګڼله او په خوشحالۍ حضرت علي (ك) ته راغى او ويې ويل: (( واده ته څه لرې؟))

حضرت علي وويل: ((رسول الله! تاسې زما له وضع ښه خبر ياست؛يوه توره،اوښ او زغره لرم.))

پېغمبر اكرم (ص) وويل: (( دا چې ته مجاهد يې او پر اوښ كار روزګار چلوې؛ نو هماغه  زغره وپلوره.علي! پر تا زېرى وكړم، له تا مخكې جبراييل پر ما نازل شوى و او راته يې وويل:” محمده! خداى(ج) په ټولو مخلوقاتو كې ته خپل رسالت ته غوره كړې او علي يې ستا ورور کړ ،له علي سره د فاطمې نكاح وتړه، پرښتو په پاسنۍ نړۍ كې د نكاح ښادي ترسره کړې او خداى به ورته نېك اولاد وركړي.”[4]))

د نکاح خطبه

پېغمبراكرم (ص) حضرت علي ته وويل :(( ته له ما مخكې جومات ته ولاړ شه! زه هم در روان يم، چې د خلكو پر وړاندې د نكاح خطبه ووايو.)) ټول مسلمانان په جومات كې راټول شول .

د  پېغمبر اكرم (ص) دا خطبه په روايتونوكې په بېلابېل ډول راغلې ده. صفوري په نزهة المجالس کې له حضرت انس بن مالک (رض) څخه او سيوطي هم په تخذير الخواص کې روايت کړي،چې رسول الله (ص) پر ممبر كېناست او تر حمد و ثنا وروسته يې وويل:

((خلكو! خبر اوسىء،چې جبراييل پر ما نازل شو او د خداى له اړخ يې پيغام راووړ،چې د علي او فاطمې د واده ښادي پرښتو په پاسنۍ نړۍ كې ترسره کړه او امر يې كړى،چې پر ځمكه يې هم وكړم او تاسې پرې ګواه نيسم.))

بيا يې حضرت علي (ك) ته وويل: (( ودرېږه او د نكاح خطبه ووايه.))

حضرت علي (ك) ودرېد او ويې ويل: ((د لوى خداى پر نعمتونو شكر كوم! بېشكه خداى يو دى او شريك نه  لري . درود دې وي پر محمد  او پر آل يې؛ هغه درود، چې پېغمبر اكرم ته يې لوړ مقام وباښه . خلكو!خداى موږ ته د واده كولو امر كړى دى اوخداى زما او د فاطمې واده  مقدر كړى او امر  يې  پرې كړى. خلكو ! رسول الله، فاطمه ماته  په نكاح كړه او زما زغره يې د هغې مهر كړه.  پېغمبر اكرم وپوښتئ او شاهد وسىء.))

مسلمانانو وويل : (( رسول الله! فاطمه دې حضرت علي ته نكاح كړې؟))

پېغمبر اكرم (ص) وويل: (( هو!))

بيا ټولو مسلمانانو لاسونه پورته كړل او دعا يې وكړه، چې خداى دې دا ښادي دربختوره كړي او ستاسې ترمنځ دې دوستي،مينه او محبت نور هم زيات كړي .

حضرت علي (ك) خپله زغره بازار ته يووړه او حضرت عثمان (رض) ترې واخسته . حضرت علي (ك) دا پيسې له حضرت ام سلمې (رضى الله عنها) سره كېښوولې[5] .

  [1] . (سنن ابوداود له انس بن مالکه،ينابيع المودة : ٥٥ باب ،١٧٤ مخ،مناقب احمد بن حنبل، کنزالعمال ٢\٩٩)

[2] . ( ابن سعد طبقات 8/11 )

[3] . وګورئ : (١)بحار الانور : 43/ 125 .(٢) الطبقات الكبرى 8/12 .(٣) الصواعق محرقة : 162.(٤) انصاب الا شراف : 452 .

[4] . وګورئ:بحارالانوار: ۳۶/۲۶ او ناسخ التواريخ:3/46-48 مخونه.

[5] . وګورئ :(١) کاتب واقدي : 8/22-20.(٢) ابن عبدالبر :4/448. (٣)ابن­اثيرجزري :7/216.

(٤)عسقلاني:8 263.(٥) بحار:43/129 او 43/130. (٦)داکتر جعفر شهيدي؛زندګاني فاطمه زهرا: ٤٤ مخ

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!